ارواپوهنه

د ماشوم د شخصیت په وده کې اغېزمن لاملونه

د انسان شخصیت د بېلابېلو او بې شمېره لاملونو په وسیله جوړښت مومی، چې پایله  یې د انسان د فکر، اعمالو او فردی کړنو په ډول څرګندیږی. کولای شو، شخصیت د انسان د ټولو فکرونو، حالتونو او کړنو ټولګه وګڼو. په نړۍ کې چې څومره انسانان دی په همغه کچه شخصیتونه هم شته په دې کې هیڅ شک نشته، چې هر انسان خپل خاص او ځانګړی شخصیت لری، چې ټول منحصر په نوموړی پورې وی. د شخصیت په وده او جوړښت کې بېلابېل لاملونه شته، چې له بېلابېلو اړخونو اغېزه پرې کوی. په  ټوله کې ارثی او چاپېریالی لاملونه یادولی شو. له کومه، چې نطفه جوړېږی د ژنونو کار هم پیلیږی کوم، چې د بېلابېلو ژنیتیکی ځانګړنو د لېږد له لاملونو څخه بلل کېږی، ژنونه د انسان ټولې ځانګړنې څرګندوی د بېلګې په ډول د سترګو او ویښتو رنګ، د قد لوړوالی، د پوستکی رنګ، د زړه کچه او داسې نور هغه څه دی، چې وراثت په هغه کې خورا ونډه لری. د شخصیت په وده کې د چاپېریال او وراثت داغیزو تر منځ توپیر یو ستونزمن کار دی، تر اوسه چې کومې څېړنې ترسره شوی په ډاګه کوی، چې په ځینو شخصیتی ځانګړنوکې ژنونه او په ځینوکې چاپېریال ټاکوونکې ونډه لری. د بلوغ د پړاو په ټاکلو کې نظر چاپېریال ته ژنونه ډېر ټاکوونکی اغېز لری او همدا راز چاپېریال هم په ټولنیز، مذهبی او ارزښتونو ته دې میلان او علاقې په برخه کې  ډېر اغېز لری. چاپېریال په کړنو اغېزه کوی او هغه سمبالوی او کړنې تر خپلې وسې چاپېریال ته بدلون ورکوی. د دوو غبرګونو ماشومانو په کړنو او ځانګړنو کې د وراثت او چاپېریال اغېزه ډېره ښه لیدلی شو. نو د انسان د وجود د ننه او بهر جوړښت او غړی د ژنونو له لارې له مور او پلار څخه ماشومانو ته لېږدول کیږی. وراثت سره له دې چې د انسان د شخصیت په وده کې ونډه لری د چاپیریالی لاملونو له اغېزې او ونډې څخه هم په هیڅ حالت کې سترګې نه شو پټولی ځکه چې که چاپېریال چمتو وی وراثت خپله اغیز شیندی او د ژنیتکی ځانګړنو د ودې او جوړښت لامل ګرځی، د بېلګې په ډول که د یو کس د بدن جوړښت(شکل) له ژنیتکی اړخه مشخص وی او چاپېریالی اسانتیاوې ورته چمتو نه شی وراثت نه شی کولای نوموړی جوړښت وساتی. چاپېریالی شرایط د ارثی ځانګړنو په پوره کولو کې ډېره اغېزه لری. ارثی لاملونه نه یوازې دا چې په ډېرو جسمی ځانګړنو کې ونډه لری بلکې ډېری روانی ځانګړنې هم له اغېزې لاندې راولی. نږدې ټول اروا پوهان په دې ګروهمند دی، چې وراثت او چاپېرېال په ېوازې توګه نشی کولای چې د انسان شخصیت وټاکی بلکې پورتنی دواړه لاملونه یو له بل سره مرسته کولای شی، چې د شخصیت په وده او څرنګوالی کې خپله ځانګړې ونډه او اغېزه ولری او د هیڅ یوه لامل له ونډې څخه سترګې نشو پټولی.
د ودې د کیفیت علمی مطالعه له پیدایښته وړاندې په اوولسمه پېړۍ کې مطرح شوه او په همدې پېړۍ کې د ماشوم د جوړښت او پیدایښت په برخه کې د مور ونډه هم پوهانو ته څرګنده شوه او اروا پوهانو په پر له پسې توګه له وراثت او له پیدایښت څخه وړاندې پړاو ته علاقه پیدا کړه او خپلې مطالعې  یې پیل کړې.

د ماشوم د شخصیت په وده کې اغېزمن ارثی لاملونه
دلته باید له هر څه وړاندې د فرهنګی یا ټولنیز او بیولوژیکی وراثت تر منځ توپیر ته پام ولرو. دلته چې کوم څه په نظر کې لرو هغه بیولوژیکی وراثت دی وراثت په لغت کې له مال ، خوی ، او وینې  څخه په ارث وړلو ته ویل کېږی.
وراثت په اصطلاح کې د هغو ځانګړنو لېږد ته ویل کیږی چې ماشوم یې له خپلې مور، پلار او له خپلو خپلوانو څخه په ارث وړی لکه: د سترګورنګ، د قد لوړوالی او ټیټوالی او داسې نور. وراثت له یوه نسل څخه بل نسل ته د ځانګړنو لیږد ته وایی. وراثت د مادې د یوې برخې په وسیله له مور او پلار څخه ماشومانو ته لیږدول کیږی. انسان ارثی لاملونه له مور او پلار څخه په ارث وړی او مور او پلار یې هم په خپل وار سره له خپل مور او پلار څخه په ارث وړی. ارثی ځانګړنې یوازې د جنسی سلولونو په وسیله لیږدول کیږی،نه د نورو سلولونو په وسیله، دغه سلولونه د مور او پلار په جنسی غړیو کې د پیدایښت پر محال شته. کروموزونه او ژنونه د جنسی سلولونو له لارې ماشوم ته لېږدول کیږی دا هغه میراث وی، چې مور او پلار هم د ژوند په پیل کې(د نطفې له جوړیدو) سره سم له خپل مور او پلار څخه کسب کړی او خپلو ماشومانو ته یې لیږدوی. ژنونه یا هغه وړې زرې چې په کرموزومونو کې شته ارثی لاملونه وی. کرموزومونه هغه لکړو ته ورته جسمونه دی، چې ځینې اوږده او ځینې لنډ، ځینې ولاړ او ځینې کړوپ وی. کروموزمونه د سلول په هسته کې موندل کیږی او شمېر یې په انسانانو کې یو شان، خو په بېلابېلو څارویو کې توپیر کوی. د بېلګې په توګه په موږکانو کې په هر یو سلول کې ۳۶ کرموزمونه او د انسان په هر سلول کې ۴۶ یا ۲۳ جوړه کرموزمونه وی. په ښځینه جنس کې ۲۳ جوړې او په نرینه جنس کې ۴۴ کرموزمونه ، چې ۲۲ جوړې کیږی شته، خو دوه نور کرموزمونه جوړه نه دی او یو یې د y په نوم یادوی لکه چې وویل شو دا کرموزوم په نرینه جنس کې شته او له لږو ژنونو څخه جوړ شوی. د وراثت په برخه کې د ژنونو او د هغو د ونډې مطالعه یوه اړینه موضوع ده. لکه څنکه ،چې وړاندې وویل شول ژنونه واړه زرات دی چې په کروموزمونو کې شته او د وجود دننه بڼه یې جوړوی. ژنونه لیدل کیږی نه او آن په ډېرو ځواکمنو مایکروسکوبونو یې هم نه شو لیدلی. ځینې ارواپوهان په دې نظر دی چې په ځینو ژوندیو موجوداتو کې د لیدو وړ دی. د وراثت څرنګوالی ‌څنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه ژنونه ارثی لاملونه دی او همدا ژنونه دی چې له یوه نسل څخه بل نسل ته ځانکړې ځانکړنې لیږدوی. د دې ځانګړنو د لېږ دلړۍ ډېره پیچلې ده. د ځینو ځانګړنو په لېږد کې لکه هوښ بېلابېل ژنونه لاس لری په داسې حال کې چې د ځینو ځانګړنو په لیږد کې بیا لږ ژنونه اغېزه لری. ځینې (څرګند) بارز او پټ(مکنون) صفتونه بیا د ژنونو تر منځ د نورو اړیکو څرګندونه کوی او تر یوې کچې پورې د وراثت د څرنګوالې په اړه د مطالعې لاره هواروی.
هغه لاملونه چې له پیدایښت څخه وړاندې د ماشوم د شخصیت په وده او جوړښت کې ونډه لری د مور له سن، خوړو، ناروغیو، روږتیا، د وینې ګروپ، د وینې فشار، ضربې، د درملو کارول، روانی حالت، د اشعه او راډیوم او داسې نور دی.
وراثت په بدنی وده او روزنه کې ځانګړې ونډه لری علی شریعتمداری په خپل کتاب روزنیزه ارواپوهنه کې راوړی، چې د پوستکی رنګ، د وینې ګروپ، د قد لوړوالی او ټیټ والی، د حسی غړو جوړښت او څېره، د سترګو رنګ او جوړښت، د پزې اندازه او جوړښت، د خولې اندازه او د شونډو جوړښت، غاښونه، حساسیت او نه حساسیت او داسې نور د ارثی لاملونو تابع وی. څنګه چې وړاندې یادونه وشوه د قد لوړوالی او ټیټ والی له مور او پلار څخه په میراث وړل کېږی که مور او پلار لوړ قد ولری ماشوم هم لوړ قد استعداد په میر اث وړی بر عکس که مور او پلار ټیټ قد ولری  ماشوم یې هم ټیټ لری او که له مور او پلار څخه د یوه قد ټیټ او د بل لوړ وی ماشوم له ټیټ قد څخه برخمن کیږی.
ایا هوښ ارثی دی او که چاپېریالی لاملونه هم د هغه په وده او روزنه کې اغېزه لری؟ تر هغه ځایه چې اروا پوهان د بدنی ودې په برخه کې په ارثی لاملونو سره همغږی شوی هغومره په روانی وده کې سره همغږی نه وی او یوه ګروهه (عقیده) نه لری ځینې د چاپېریال او ځینې د وراثت په اغېزه ټینګار کوی او ځینې دوراثت په اغېزه. د سلوک او رفتار (Behaviorism) بنسټ ایښودونکی جان ب واټسن چې په ۱۸۷۸ کې دې نړۍ ته راغلی په دې نظر دی، چې ماشومان له روانی اړخه په پوره ډول له چاپېریال څخه اغېزمنیږی ددغه افراطی نظر په وړاندې ځینې ارواپوهان او زیست پوهان وراثت د ډېر اهمیت وړ بولی او روانی ځانګړنې د ارثی لاملونو زېږنده بولی او د چاپېریال اغېزه ډېره کمه بولی.
تر کومه بریده چې په دې اړه پوهانو څېړنه او سپړنه کړې وراثت د ماشوم د شخصیت په وده کې خپله ځانګړې ونډه لری او هیڅ راز انکار نشو ترې کولای ځکه، چې وراثت د انسان د شخصیت بنسټ ټینګوی او چاپېریال بیا دغه بنسټ ته وده ورکوی چې ورورو تر خپله  بریده وده وکړی.

اخځونه:
۱٫عمید، ح. (۱۳۶۹) فرهنګ فارسی عمید. صفحه (۱۰۹۷). تهران: انتشارات امیر کبیر.
۲٫شعاری نژاد، ع، ا. (۱۳۷۸) روانشناسی رشد. چاپ سوم. تهران: انتشار ات اطلاعات.
۳٫هاوفیلد، ج، آ. (۱۳۷۷) روانشناسی کودک و بالغ. ترجمه. م، همدانی. چاپ دهم. تهران: انتشارات صفی علیشاه.
۴٫احمدی لاله، م، ر، پ. (۱۳۸۵) روانشناسی کودک و نوجوانان. چاپ اول. تبریز: انتشارات زرقلم، چاپ کیهان.
۵٫دکتر شریعتمداری، ع. (۱۳۸۷) روانشناسی تربیتی. چاپ ششم. تهران: انتشارات امیر کبیر.
۶٫خسروی، ا. (۱۳۸۵) “وراثت و محیط”. نشریه زایر. (شماره ۵۲ و ۵۳)، ۱۰ – ۱۱.
۷٫دکتر گنجی، ح. (۱۳۸۷) روانشناسی عمومی. چاپ چهارم. تهران: نشرساولان.
۸٫فخری، ش. (۱۳۸۹) روانشناسی تفاوت های فردی. کابل: پوهنتون تعلیم وتربیه، پوهنځی تعلیمات اختصاصی.

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر