ماهنامۀ روانشناسی

شمارۀ پنجم ماهنامۀ روانشناسی

اقتصاد او ارواپوهنه

سرمقاله

په اقتصاد او ارواپوهنه کې مهم او د تحلیل او تمرکز ګډ ټکي فرد او د هغه کړنې دي. له همدې مخې د دواړو علومو ګډ ټکي زیات دي. د اقتصاد تر ټولو لوی ماموریت د افرادو مادي اړتیاوو پوره کول دي او د همدې تفسیر له مخې په تولید، وېش، پراختیا، ټولنیز عدالت، بساینې، خوځښت، ټولنیزې هوساینې او ورته نورو برخو کې د اقتصاد ونډه، اغېز او اهمیت ځانګړی ځای لري.

ارواپوهنه بیا د فرد او چاپیریال تر منځ په جوړجاړي تمرکز لري او تر ډېره د انسانانو کړنو، انګېزو، تمایلاتو او ورته نورو مواردو د تحلیل او تجزیې دنده پر مخ بیایي.

د ارواپوهنې د ټاکلي ماموریت او د څیړنیز لیدلوري دید له مخې په شخصیت، انګیزې، کړنو، هیجان، عاطفې او احساساتو د پام وړ تجربو له مخې، ځانګړي او مهمې لاسته راوړنې لري. په همدې برخه کې د ارواپوهنې او اقتصاد ترمنځ متقابلې اړیکې قوت پیدا کوي. د اقتصاد او ارواپوهنې د ګډو اړیکو په نظر کې نیولو سره په صنعت، کار، ټولنې، تولید او مارکیټ کې د شخص پر کړنو او شخصیت د تحقیق ټول ماموریت پر ارواپوهنې پورې اړه لري.

په اروپا کې، دیارلس سلنه د ارواپوهنې پي ایچ ډي متخصصین په صنعتي او د مارکیټ اړوند څانګو کې پر دندو بوخت دي. د کاریګرو او د کارخونې تر منځ متقابلې اړیکې او خصومتونه د ارواپوهنې د تنظیم برخه ده.

کله چې د صنعت او اقتصاد متخصصینو ولیدل چې له کاریګرو او د کار له عملي فعالینو سره یې ستونزې زیاتیږي؛ یانې تر کچې زیات د کارګرانو اعتصاب، د تولید کمېدل، د کار پر مهال د کارګر عاطفه او احساسات او دې ته ورته نور مسایل باعث شول چې په دې څانګه کې لا زیات تحقیق او مطالعه تر سره شي.

د کار پیدا کولو، مدیریت او حرفې په برخو کې چې د اقتصادي سکتور مهمې څانګي دي، د ارواپوهنې تاثیرات تر بل هر علم زیات او برجسته دي. شغلي ضمانتونه او پر کار یې تاثیرات، د کار مهال وېش، کار او مارکېټ او د افرادو او ټولنې د کړنو مسله، اقتصادي بسیاینه او کورنۍ ټیکاو، شغل او رواني ثبات، ټولنیزه هوساینه او اقتصادي خوځښت او داسې په لسګونه نورې برخې د ارواپوهنې د دقیقې او هر اړخیزې مباحثې مسایل دي چې هره ورځ یې تر منځ اړیکې او پر یو بل یې تاثیرات زیاتیږي.

د انسانانو اروايي ثبات له اقتصاد سره ژورې اړیکې لري، او دا ښکاره ده، چې اقتصاد پر سیاست، ټولنې او فرهنګ خپل مهم تاثیرات لري؛ نو له دې مخې د یوې باثباتې ټولنې او په ذهني توګه د یوې آرامې ټولنې لپاره د اقتصاد او ارواپوهنې مشترک ماموریت او کار مهم او اړین دی.

اقتصاد پوهان باید درک کړي چې ټول اقتصادي پروګرامونه او مفاهیم د انساني ژوند د تضمین او تنظیم په موخه کارول کېږي او له همدې امله لازمه ده چې ورته برخو ته تر نورو زیات او جدي فکر وشي او په همدې اساس لازم او اساسي پروګرامونه ترتیب او تنظیم شي.

د انسانانو لومړنۍ ژوند او پایښت هم له تولید او سم وېش سره تړلې وه. هغو انسانانو به د ښه ژوند او ښه بقاء تضمین درلود چې به یې په تولید کې ونډه تر نورو زیاته او ښکاره وه. تر هغه را وروسته د صنعتي انقلاب پر مهال او بیا تر هغې را وروسته صنعت او اقتصاد د انسان د ژوند او دوام مهم او اساسي فاکتورونه وو.

مدیریت او د بریالي مدیر ځانګړنې، کارکوونکي او هغوی ته د کاري شخصیت د ورکړې مسله، سالم رقابت او کاري او صنعتي تخلیق د مدیریت او ارواپوهني د ګډ ټکي بحث دی. د اقتصاد تر ټولو ټاکلی بحث بیا هم کار او تولید دی او دا برخې په ټولنې پورې تړلې ده نو د ټولنیزې ارواپوهنې جدي مباحث دا بیانوي، چې د کارکوونکو ترمنځ ټولنیز ارتباط پر ټولنې، تولید، صنعت او تخلیق مهم او برجسته اغیز لري.

د افغانستان د اقتصادي روښانتیا لپاره د خلکو اروايي اړتیاوې پېژندل او په هماغه منطق برنامې تنظیمول، شغل او تولید رامنځته کول به د ټولنیز ثبات تر څنګ له عدالت او ټولنیزې هوساینې سره هم بې درېغه مرستې وکړي.

د ښکته کولو لپاره یې دلته کلیک کړئ / برای داونلود کردن اینجا کلیک نمایید

ستاسو نظر