ماهنامۀ روانشناسی

شمارۀ سوم ماهنامۀ روانشناسی

د کډوالۍ اروايي تحلیل

سرمقاله

دا د انسان ماهیت دی چې قناعت نه کوي او تل د بدلون او تحول په فکر کې وي. دا کار معمولاً هغه مهال کېږي چې ټولنه ونه توانیږي د انسان غوښتنې پوره کړي او یا د هغه د تحول او لاسته راوړنو مخه ونیسي، په دې وخت کې یوه معموله لاره کډوالي ده.

کډوالۍ ته فرد هغه وخت حاضریږي چې احساس کړي هغه څه چې غواړي، نه یې لري او نه یې ترلاسه کولای شي. هغه ډول چې غواړي ژوند نشي کولای. د نوې او متفاوتې نړۍ تجربه یې آرام نه پرېږدي. نشي کولای ظلم، بې عدالتي او توهین ته ځان وسپاري او د بدلولو وس یې هم نه لري. او دې ته ورته په لسّ هاو دلایل پیدا کوي او لمخي یې عمل کوي.

له اروايي پلوه کډوالي درې نسله متاثره کوي. لومړی هغه نسل دی چې مهاجر شوی دی او هره ورځ په خپل اصلي وطن پسې ځوریږي، دویم هغه نسل دی چې له لومړي نسل څخه یې ورته د وطن مینه او حسرت په میراث رسیدلی دی او بلاخره په درېیم نسل کې دا هر څه پایته رسیږي او نور له اروايي اړخه پر مهاجرو نه حسابیږي.

د نړیوالې ټولنې د احصایو لمخې د نړۍ په کچه له هرو سلو کسانو درې تنه یې مهاجر دي، یانې په هغه ځای کې چې نړۍ ته راغلي، نه اوسیږي.

د کډوالۍ معضله د بشري ژوند یوه د بحث وړ موضوع ده، ارواپوهنه د دې مسلې ارواپوهنیز اړخ څیړي. ځوانان او ماشومان له اروايي پلوه تر نورو په مهاجرت کې د تطابق ښه صلاحیت لري، ماشومان له نوې ټولنې سره زر توافق کوي او ځوانان بیا د هغې ټولنې د ژبې پر زده کولو تر نورو وړاندې دي.

د کډوالۍ په اړه د فکر کولو په برخه کې دا خبره هم د ارواپوهنې د پام وړ ده چې ټول هغه وګړي، چې تر نورو یې جسارت او هوښیارتیا زیاته ده نسبت هغه کسانو ته چې دا ښېګڼې نه لري، زیات مهاجرت ته زړه ښه کوي.

د کډوالۍ په اړه نړیوالې تر سره شوې څېړنې ښيي چې سّـترسّ د مهاجرت تر ټولو بد تولید دی. یوه ځانګړې څیړنه ښيي چې په جاپان کې د مېشتو جاپانیانو په نسبت امریکا ته په مهاجرو جاپانیانو کې د زړه د حملې نسبې زیاتې دي.

د کډوالۍ له ښکارندې سره د تړلو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو مسوولیت دی چې د مهاجرت د معضلې په هواري کې جدي طرزالعملونه برابر کړي او ټولو هغه نژادونو ته د پوره او باصلاحیته کارونو کولو اجراات وکړي چې په مهاجرت کې مېشت نسل ورته اړتیا لري.

له دې سره سم په وروستیو کې له هیواده ډېری هغو کسانو کډوالۍ ته زړه ښه کړی دی چې تر نورو یې د ژوند کچه بهتره ښودل شوې ده. د ژوند د بهتره کولو ټول عوامل د نظام او ټولنیز سیستم په بدلون پورې تړلي دي. مېشت وګړي او سیاسي بنسټونه د بهتره شرایطو په ایجاد کې د کډوالۍ د مخنیوي تر څنګ د ظرفیتونو په ګټه اخیستلو کې هم مفید واقع کېدای شي.

او په پای کې وروستۍ سروې ګانې ښیي چې یو شمیر کورنیو او ځوان کهول په هیواد کې د ناامنیو او بی کارۍ د ډېروالي له امله هیواد پریښی او د ګواښونو په منلو سره نورو په ځانګړی توګه اروپایی هیوادونو ته مخه کړې چی یو شمیر یې د اړوندو هیوادونو لخوا منل شوي او پاتې نور یې د بیرته ایستلو له ګواښ سره مخ دی.

حکومت ته ښایی چې د نړۍ والو مرستندویه هیوادونو په مرسته په هیواد کې نسبي امنیت ټینګ او د کاروبار موکه را منځته کړی څو نوري کورنۍ او ځوانان د سمندری ژویو خوراک نشي.

په دې هیله چې په افغاني قاموس کې د بې ځایه شویو او کډوالو کلمه نه وي.

د ښکته کولو لپاره یې دلته کلیک کړئ / برای داونلود کردن اینجا کلیک نمایید

ستاسو نظر

۱ نظر