ماهنامۀ روانشناسی

شمارۀ اول ماهنامۀ روانشناسی

روانشناسي؛ د افغانستان لپاره

سرمقاله

کال ۱۸۷۹ و چې په المان کې ارواپوهنه یو جلا علمي څانګه اعلان شوه. له دې نېټې څه کم ۱۳۷ کاله تېریږي. په دې څه کم یو نیم قرن کې ارواپوهنې د با جرااته او دقیق علم په حیث بې ساری پرمختګ کړی دی.

د ارواپوهنیزو مطالعاتو او انکشافاتو هڅې د اروپا او غرب تر محدودې پاتې شوې، په شرقي ټولنه کې یوازې روسي ارواپوهانو د خپل وخت مهمه علمي ونډه درلوده چې تر څو محدودو وختونو یې دوام وکړ.

په درېیمه نړۍ او شرقي ټولنو کې د ارواپوهنې د کمې ودې په باب ځانګړی لیدلوری نه دی مطرح شوی، ولې دا یوازینۍ هغه مسأله ده چې په دې بشري جغرافیه کې یې په عامه افکارو او ذهنیت کې د پراختیا پر وړاندې له زیاتو خنډونو سره مخ ده.

شرق له یوه اوږد مهال پر ارواحو د باور له ذهنیت سره رېښه لري، په دې اړوند د کارل ګوستاو یونګ او ده د ورته ارواپوهانو څېړنې او ملاحظات ځانګړی اهمیت لري. په شرقي ذهنیت کې ارواپوهنه د سنتي او افسانوي مهارتونو او تمریناتو یو نوی شکل بلل کېږي؛ دا ډول باورونه په پخواني چین، هند او په اریایي مدنیتونو کې ښکاره او دقیق دي.

افغانستان د همدې پراخې ټولنې یوه مشخصه بشري جغرافیه ده. د ارواپوهنې پر وړاندې لا هم په دې خاوره کې شدید سنتي باورونه د مهمو خنډونو په نامه پېژندل کېږي. لا هم خلک نه دي حاضر چې ومني چې د پېړیو وړاندې افسانې یوازې د بشر د ناپوهۍ او د سالمو حل لارو او ساینسي مدارکو د نشتون پيداوار وو.

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې برخې شاوخوا پنځوس دورې فارغین ورکړي دي. د دې دومره سترې مجموعې فراغت لا هم نه دی بریالی شوی چې وتوانیږي د ارواپوهنې پر وړاندې شته چلینجونه له منځه یوسي. د روانشناسي د میاشتنۍ تر ټولو ستر ماموریت همدا دی.

موږ به په لومړي ځل د معاصرې ارواپوهنې د میتودولوژۍ په مرسته د شته ستونزو او په ټولنه کې د ارواپوهنیزو هڅو د پراختیا چارو ته لا قوت ورکړو. د ورځنیو ستونزو او کشالو په حل کې به رغنده ونډه واخلو او همدا راز هیله لرو چې د ژوند، ټولنې، فرهنګ، اخلاقو او ټولنیز ثبات د بحثونو په مطرح کولو کې به موثر واقع شو.

په افغانستان کې ژوند له ګڼو ناخوالو سره مخ دی؛ له کورني چاپیریاله نیولې، ښوونځي، ټولنه او کاري محیطونه له ځانګړیو او سرنوشت سازه چلینجونو تېریږي. هڅه به مو دا وي چې د ژوند ګڼو برخو ته پام وکړو او د اغېزمنو نشراتو او مطالعاتو له مخې هغه قضایاوې وڅېړو چې انساني ژوند یې تر تاثیر لاندې دی.

روانشناسي به د ارواپوهنیزو نشراتو د یوې سترې مجموعې برخه او ځانګړې هڅه وي. د تخصصي او مسلکي کادر درلودل او مشترک کار به د دې مجموعې تر ټولو بنیادي اقدام وي.

درنښت

د ښکته کولو لپاره یې دلته کلیک کړئ / برای داونلود کردن اینجا کلیک نمایید

ستاسو نظر