هنر او د انسان آزادي

 | لومړنۍ خبرونه, هنر او ادبیات

|

112

لیدنې

  مقدمه:

هنر د واقعي نړۍ؛ د حاکمو سنتونو، باورونو، ټولنیزو قراردادونو او مزخرفو اخلاقیاتو پر وړاندې د اعتراض قدرت لري. هنر انسان ته آزادي بخښوونکی الهام دی، انسان د هنر په مرسته خپل دروني احساسات، عواطف، هیجانات؛ لکه وېره، مینه، کرکه، غوسه … انځوروي او بل انسان ته یې لېږدوي.

د هنر تر ټولو مهم انساني اړخ دا دی چې انسان د هر څه د بیان او د دروني خلاقیت د ښکاره کولو صلاحیت په کې لري. په هنر کې انسان کامله آزادي احساسوي او د خپلو غوښتنو او دروني حالاتونو د بیان کوښښ کوي.

کله چې هم د هنر په هیومانیستي اړخ خبرې کوو نو د انساني عدالت مسله ورسره ده. ریښتینی هنر د انساني عدالت تمثیل کوي، جنګ غندي، د ظالمانه قیوداتو پر خلاف نارې وهي، ټولنیزې ناخوالې بدې ګڼي، د مظلومو انسانانو پر خوا دریږي او د حق غوښتنې مبارزه ورسره پالي. د هنر په تاریخچه کې د انساني عدالت په برخه کې د هنر دا کمال روښانه دی. معاصر هنرونه په ښکاره ډول د دې چارې شاهدي وايي. ګرنیکا یې تر ټولو ښکاره بېلګه ده.

د معاصر یا مډرن هنر جریان دقیقاً د نولسمې پېړۍ په اواخرو کې پیل کېږي او دا هغه وخت دی چې هنر خپل متفاوت شکل خپلوي او ځان له کلاسیزم او ریالیزم جلا کوي. په دې جریان کې د هنر په مرسته د انسان د آزادۍ ستره مبارزه شوې ده. د کلاسیک او سنتي هنر په مقابله کې انسان د خپلې دروني آزادۍ، خلاقیت، ذوق… ته په کتو هنري تمثیل کړی دی چې ښه مثالونه یې ایمپریشنیزم، داداییزم، سور ریالیزم او ورپسې هنري مکتبونه دي چې لاندې پرې بحث کېږي.

ایمپرېشنیزم

د معاصر او کلاسیک هنر تر منځ د جلاوالي او تفاوت د عطف نقطه د ایمپرېشنیزم Impressionism هنري مکتب پیل دی. ایمپرېشنیزم له کلاسیزم او ریالیزم وروسته د هنر یو خورا متفاوته او عجیبه څېره وړاندې کړه چې د راټوکېدو اصلي ځای یې فرانسه و او دقیقاً د ۱۸۷۰ او ۱۸۸۰ میلادي کلونو تر منځ مهال و.

د ایمپرېشنیزم یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د وخت د فرانسې روشنفکر او نوپالي هنرمندان یې غړي او متمایل کسان وو. دوی د کلاسیک هنر او په کې د هغه وخت له قوانینو څخه د سرغړونې جرأت درلود او په دې قوت یې د هنر په ډګر کې یوه نوې هنري ملاحظه مطرح کړه. یانې ایمپرېشنیزم هغه هنر ته ویل کېږي چې په کې د طبعیت، نور او اتوموسفیر تاثیرات برجسته وي.

ایمپرېشنیزم د رومامنتیسیزم تر ټولو ښکاره مخالفت کاوه. رومانتیزم چې د هنرمند د عاطفي تجربو لېږدول به یې مهم کار و، سم نه ګاڼه او په مقابل کې به یې د ریالیزم له دې ټکي سره همغږي کوله چې هنرمند باید د طبعیت یوه برخه په خپل هنر کې راونغاړي او دا کار باید د خپلو شخصي احساساتو له مداخلې پرته ترسره کړي. نو په دې ډول کولای شو چې ووایو، ایمپرېشنیزم د ریالیزم یو منطقي تداوم دی.

ایمپرېشنیزم پر طبعیت د نور د انعکاس د انځورولو تر ټولو مشخصه تجربه وه او د موجودو رنګونو وجود به یې د نور انعکاس ګاڼه. ولې په پیل کې ایمپرېشنیست نقاشان ورټل شول، توهین شول او ریشخند پرې ووهل شو، چون دوی د حاکم هنري نظریې برخلاف هنرنمايي کوله.

کلود مونه مشهور ایمپرېشنیست نقاش و. ده د روآن کلیسا د ورځې په مختلفو برخو کې جلا جلا نقاشي کړه او په هر ځل نقاشي کې به یې پر کلیسا د نور له انعکاس او غورځېدو څخه یوه نوې تابلو وکښله. ولې ریالیست نقاش به دا مجسمه لکه د یو ساده عکس په څېر نقاشي کوله چې د هماغه مهال انځور به یې ورکاوه. ویل کېږي چې د ایمپرېشنیزم او ریالیزم تر منځ ستر توپیر په همدې کې و.

په ایمپرېشنیست هنر کې معمولاْ هارموني تر تاثیر لاندې وي. حوادث، مناظر او حقایق هنرمند تر تاثیر لاندې راولي او هنرمند همدا موارد په ډېر ظریف او هنري ډول لېږدوي. ایمپرېشنیزم د یو هنري مکتب په صفت خاص اصول او قوانین نه درلودل بلکې د یو شمیر هنرمندانو د خاصو مشترکاتو نتیجه وه او نه یوازې دا چې یو سبک او خاصه لاره وه بلکې په خپل وخت کې یې هنر او ژوند ته متفاوت دید وړاندې کړ.

داداییزم

داداییزم د ناامیدۍ، هرج و مرج، انسان وژنې او د لومړۍ نړیوالې جګړې له وحشتونو سره د مخالفت زېږنده ده. داداییزم د هغو خلکو غږ دی چې د هېڅ کار پر دوام امید نه لري. دادایستان له هر څه سره مخالف دي، حتی له داداییزم سره. د دادایستانو غرض د هنر، اخلاقو او ټولنې پر خلاف بغاوت و. دوی غوښتل په سر کې بشریت او بیا ادبیات او ژبه د عقل او منطق له ولکې را وباسي. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ادبیات، هنر او ټول علمي او هنري کارونه په ټپه ودرېدل او دې کار د پوهانو او هنرمندانو ذهنونه هم مشوش کړل چې په یو ډول یې د ادبیاتو او هنر جریان له رکود سره مخامخ کړ. داداییزم د همدې حالاتو پر وړاندې د غبرګون نتیجه ده او ویل کېږي چې دادایستان د ټولنې د محافظه کار قشر په مخالفت راپورته شوي وو.

د داداییزم عصیان له لومړۍ نړیوالې جګړې سره پیل کېږي. داداییزم د جګړې پر خلاف د انسان په منطق او عقل حمله وکړه، د خشم او اعتراض غږونه یې پورته کړل او مدنیت یې په خپلو ښکنځلو ولمانځه. د دادایستانو د دې کړنو او هنري هڅو په اړه ویل کېږي چې له جګړې او خشونت څخه یې د افراطي نقد او ښکنځلو دا سلسله یوازې اته کاله ژوندۍ وساتله چې په ۱۹۱۶ کې په زوریخ کې یې سر راپورته کړ او په ۱۹۲۴ کې په پاریس کې غلي شول.

داداییزم یو فرهنګي حرکت و چې تجسمي هنرونه، تیاتر، ګرافیک او شعر یې مهمې برخې وي. دادایستان د لومړۍ نړیوالې جګړې پر وړاندې انقلابي مخالفین وو. اګر چې د دادیستانو ټول کار او فعالیت د ټولنې د نورمونو او عقل ضد و، ولې د دې ټولو ورهاخوا دادیستانو غوښتل له جګړې او خشونت پاکه او ښکلې نړۍ ترسیم کړي. د دوی په عقیده هنرمند باید د خلاقیت په لټه کې وي او دا باید په خپل وجود کې وپلټي تېر او پخواني سنتونه یې باید ذوق او قریحه ور محدوده نه کړي.

دادا که هر څو لنډ او محدود هنري مکتب او حرکت و، ولې پراخ تاثیرات یې درلودل. په ټولنه کې حاکم فرهنګي، فکري او هنري سنتونه یې له سوال سره مخ کړل او بالاخره یې په پاریس کې د سورریالیزم پر راټوکېدو ومړ.

سورریالیزم

سور ریالیزم د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ کلونو تر منځ په فرانسه کې رامنځته شو. د سور ریالیزم د رامنځته کېدو تر ټولو اساسي ټکی د داداییزم پاشل کېدل او له منځه تلل و. سور ریالیزم په فرا واقعیت یا له واقعیت پورته مانا کېږي. دا جریان د انسان پر ذهن د منطق او استدلال قید نه مني او وايي چې دا د انسان شعوري او هوښیار حالات محدودوي او انسان د ځان تابع کوي او یوازې د دوی په آزادۍ سره انسان کولای شي چې د ذهن او تخیل قدرت احساس کړي او خپل واقعي قوت وښيي. په اصل کې سورریالیستان د هر ډول محدودیت ضد و او د دوی په نظر دا د ذهن د آزاد کار ممانعت کوي.

سور ریالیستانو دا محدودیتونه؛ منطق، متداول اخلاق، سنتونه، ټولنیز قراردادونه او هنري قواعد ګڼل. سور ریالیستان هنرمند ته په یادو ټولو آزادیو قایل و او باور یې درلود چې هنرمند باید له دې ټولو محدودیتونو آزاد وي چې د خپل تخیل او ذهني قوت په مرسته یو نوی او متفاوت شی خلق کړي. دوی په اصل کې د دې کار په مرسته د انسان د فطري آزادۍ او له هر ډول جبري قوې څخه د خلاصون خبره کوله او باور یې درلود چې تر اوسنیو واقعیتونو ورهاخوا هم انسان کولای شي یو متفاوت واقعیت خلق کړي چې له اوسنیو حدودو څخه آزاد وي. سور ریالیزم د ځان ناخبري ضمیر اساساتو ته باورمن هنري جریان و.

سور ریالیزم په معاصر هنر کې یو ذهني ایډيالیستي تمایل دی، چې د کپیټالیستي ټولنې د بحرانونو زېږنده ده. د دې هنري جریان اساس د زیګموند فروید اتریشي ارواپوه په نظریو کې لیدل کېږي چې د هغه په فکر، هنر د جنسي غوښتنو د ارضا کولو دنده پر مخ بیایي. د یو تعریف له مخې سور ریالیستان د کپیټالیستي ټولنې د ستونزو او زجر په مقابل کې، ځان ذهن ته سپاري او خپل ځانونه په خوبونو او خیالونو مشغول ساتي. (ادبي څېړنې، ۴۰۳ مخ)

سور ریالیستان علمي فلسفه هماغه د فروید د ارواشننې رویکرد ګڼي. اخلاقي فلسفه هغه ده چې له ټولو اخلاقي قراردادونو سره مخالفه وي او د ټولنیزې فلسفې له لارې غواړي چې د سور ریالیستی انقلاب له لارې بشریت له هر ډول قید او محدویت څخه آزاد کړي. د سورریالیزم ټولنیزه فلسفه د بشر د سعادت نارې وهي او غواړي چې انسان د اوسني تمدن د هر ډول ګټې له قید څخه خلاص کړي او په همدې خاطر نه غواړې بېرته پر شا ولاړ شي. د دې حرکت له مرام لیک ښکاري چې د دې جریان بنسټ ایښودونکي غواړې انسان له هر ډول غلامۍ خلاص کړي او تر هر څه له مخه په دې هڅه کې دي چې جنګ بد وګڼي.

سور ریالیستان د فکر په واقعي او حقیقي بیان تر بل هر څه زیات تاکید کوي. دوی وايي هماغه څه دې چې په فکر کې درګرځي یا یې شفاهاً یا هم کتباً پرته له هر ډول مداخلې بیان کړه. سور ریالیزم رویا، ځان ناخبری ضمیر او تخیل د خپلو خلاقیتونو او اثارو اساس  ګڼي.

ایکسپریشنیزم

اکسپریشنیزم د شلمې پېړۍ په اوایلو کې په المان کې رامنځته شو او دا هنري حرکت د ریالیزم او امپرسیونیزم مخالف جریان و. د دې مکتب اصلي موخه د انسان دروني نمایش و، په ځانګړي ډول ویره، کرکه، مینه او اظطراب.

ایکسپریشنستان په هنر کې له طبعیت څخه تقلید او مداخله ناجایزه ګڼي. د دوی په باور په هنر کې د طبیعت مداخله او ترې تقلید د هنرمند خلاقیت ته تاوان رسوي او دا څه په مډرن هنر کې نه ځاییږي. بلکې هنر په نوې نړۍ کې تر ډېره په انتزاعي ډول (Abstraction) خلق کېږي او له دې لارې هنرمند خپل دروني فریادونه، اسرار، زړه تنګوالی، رنځونه، او د مډرنې نړۍ په وجه فشارونه د خپل هنر په قالب کې بیانوي.

د اکسپریشنیزم اصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۱۱ کې د حکومتونو د ظالمانه قیوداتو، د کارخانو د غیر انساني غوښتنو او د ټولنیزو ناخوالو پر وړاندې د عاطفي تندروۍ، عصیان او راپورته کېدو لپاره وکارول شوه او په دې ډول یې خپل نفرت او انزجار انځور کړ. ایکسپریشنیستانو به د خپلو هنري کارونو لپاره له تېزو او ترخو رنګونو ګټه اخیسته او هغه رنګونه به یې نه کارول چې آرامه او راحته به وو.

اکسپریشنیزم یوازې یو هنري حرکت نه و، بلکې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو مسایلو کې یې هم د پام وړ ونډه درلوده. په تیاتر، سینما، ادبیاتو، نقاشۍ او موسیقۍ کې یې د رومانتیسیزم نقد وکړ او هغه یې هسې خوشې خبرې وبللې.

ون ګوګ – مشهور اکسپریشنیست نقاش و. ده په خورا اغراق آمیز ډول د انسان د رنځونو د انځورولو لپاره طبیعیت وکاروه او هغه یې انځور کړل. د ده نقاشۍ تر بل هر وخت د ده د ژوند په دوو وروستیو کلونو کې شهرت وموند.

(چیغه – The Scream) د اکسپریشنیزم د مکتب هغه هنري اثر دی چې ستر اکسپریشنیست نقاش ادوارد مونک له ۱۸۹۳ تر ۱۹۱۰ پورې انځور کړ. دا تابلو د هغې دروني انرژۍ نمایش وړاندې کوي چې د مهارولو توان یې نشته. دا تابلو په ۱۲۰ میلیون ډالرو وپېرل شوه.

آبسټرکټ اکسپریسشنیزم

آبسټرکټ اکسپریشنیزم (Abstract Expressionism) یا انتزاعي اکسپریشنیزم په کال ۱۹۴۰ کې له دوو هنري حرکتونو اکسپریشنیزم او سورریالیزم څخه د تاثر په نتیجه کې په نیوریارک کې رامنځته شو. د هنر پر دې آمریکايي مکتب دوه تبصرې زیاتې مشهورې دي؛ لومړۍ دا چې په لومړي ځل یې د هنر په نړۍ کې د نیویارک او پاریس مقایسه رامنځته کړه او دویم دا چې په دې مهال کې دا هنري جریان وتوانید چې په سیاسي لحاظ د خورا تیز سوسیالیستي هنر مخه ډب کړي، انتزاعي اکسپریشنیزم په دې دواړو برخو کې کامیاب پاتې شوی دی.

په آبسټرکټ اکسپریشنیزم کې کوښښ کېږي چې له سنتي او عیني بیان څخه آزادي حاصله کړي. دا هنر  رنګ، شکل، فریم او نورو ملاحظاتو ته توجه نه کوي بلکې په هماغه لحظه کې د هنرمند رواني حالات او عواطف انځوروي. دا جریان د کار له مخې سره زیات نه دی ورته، ولې د فکر او ايډیا له مخې تر بل هر جریان زیات ورته والی لري.

انتزاعي اکسپریشنیستانو ته تر نقاشۍ د نقاشۍ عمل مهم و. دې کار د هنر او د هنري عمل د جریان په اړه عمومي او حاکمه نظریه بدله کړه. له دې وړاندې به نهايي دید، لاسته راغلی هنر او د هغه اثر هنریت مهم و. د هنرمند د ژوند حالات او رواني ملاحظاتو په کې هېڅ ونډه نه درلوده. دوی باور درلود چې په هر ډول باید هنرمند خپل دروني احساسات او عواطف بیان کړي او دا هر څه باید مخاطب احساس کړي او پرې وپوهیږي. په انتزاعي اکسپریشنیزم کې هېڅ قید او شرط نه دی مطرح یوازې همدا چې کار دې باید انتزاعي وي. دا مکتب د امریکايي آزادۍ او له محدودیت څخه د خلاصون یوه نمونه ده چې د هغه مهال له امریکايي لیبرالیزم سره یې تناسب درلود او تر ټولو ښه او بهترینه ځانګړتیا یې دا وه چې د خپل وخت لیبرالیستي بحثونو ته یې مخه خلاصه کړه.

د هغه وخت د اروپا مډرنیزم عقل ګرا و او امریکايي مډرنیزم کاملاً شهودي او دروني او شخصي. د دې جریان هېڅ نقاش پر پخواني سبک او فکر نقاشي نه کوله او له دې مخې انتزاعي اکسپریشنیزم یو سبک نه دی بلکې تر ډېره شخصي تجربې دي او د دې تجربو مهمه ځانګړتیا د ژورو دروني احساساتو بیانول دي.

انتزاعي اکسپریشنیزم دوه نتیجې درلودې: یوه نتیجه دا وه چې هېڅ انتزاعي اکسپریشنیست پخواني قواعدو او هنري قوانینو ته توجه نه کوله لکه؛ فضا، رنګ، فرم او داسې نور بلکې د دوی هڅه دا وه چې پرته له هر ډول قوانینو او قواعدو خپل عمیق ذهني او رواني حالات ترسیم کړي. دویمه نتیجه یې دا وه چې؛ په دې هنري سبک کې هېڅ لار او روش نه دی مطرح بلکې د شخصي تجربو پر اساس یوه هڅه ده.

د پورتنیو دوو نتیجو په اساس یانې (په رفتار کې آزادي) او (فردګرايي) د دې جریان تر ټولو بارزې او مشخصې ځانګړتیاوې دي. په دې هنر کې هېڅ هنرمند مجبور او مکلف نه دی چې د قوانینو او قواعدو په نامه ترې آزادي سلب شي او د دې تر څنګ حق لري خپله مشخصه لار او ځانګړی روش اختیار کړي.

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په څلورمه ګڼه  کې خپره شوې ده.



Recommended Posts

دلته یې وپلټئ