د جګړې د مطالعاتو پروګرام، همکار
د جګړې د مطالعاتو پروګرام، همکار
بېپولې او پراخېدونکې جګړه، سیاسي بېثباتي، بېکاري، لوږه او ګڼ ټولنیز عوامل د دې باعث شوي چې افغانستان په نړیواله کچه د زیاتو کډوالو هېواد و اوسي.
په تېرو څه باندې شپږو کلونو کې د زرګونو کادرونو مهاجرت د افغانستان پراختیايي بهیر او د دایمي ټیکاو د رامنځته کولو فرصت له خنډ سره مخ کړ. دا چې د کورنیو جنګونو او د تېرو څلوېښتو کلونو د مهاجرت ربړه لا هم پر ځای پاتې وه، په تېرو دوو لسیزو کې د روزل شوې بشري قوې له لاسه ورکول یوه ټولنیزه – فرهنګي خلا رامنځته کړه چې لا هم د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه د دې خلا د ډکولو او بېرته بساینې لپاره معقوله او دایمي حلاره نهده وړاندې کړې.
موږ د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت تمه لرو چې د شته نورو مطالعاتي بهیرونو په ګډون افغان او بهرني څېړنیز مرکزونه او د بشري خیر ښېګڼو ادارې د افغاني مهاجرت پدیدې ته د یوې څورښتیزې موضوع په توګه توجه وکړي او لا زیاتې مطالعې په موخه په افغان پوهنتونو او څېړنیزو مرکزونو کې د مطالعاتو او څېړنو بهیر تقویه شي.
د افغان کډوالو او د هغوی د نوي نسل لپاره چې بېرته هېواد ته راتګ یې محتمل نهبرېښي، د روزنې، فرهنګ، تاریخ او ادبیاتو د زدهکړو او له خپل هېواد سره د یو عقلاني اړیکې پر ایجاد باید تمرکز وشي. په دې برخه د افغانستان حکومت، په بهر کې افغان استازولیو او فرهنګي او څېړنیزو بنسټونو ته بویه چې په یو جامع سیاست سلا وکړي.
په درنښت
«انسان» څېړنیزه موسسه
د جوزا ۳۰مه ۱۴۰۰ – د جون ۲۰مه ۲۰۲۱
کابل – افغانستان
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د «انسان» له عامه اړیکو او ارتباطو په څانګه پورې اړیکه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af