ویښ زلمیانو گوند او افغان ملت‌جوړونه

ویښ زلمیان د خپلې برنامې د پلي کولو لپاره اړ ول چې په ټولنیزو او فرهنگي برخو کې د قومي مشرانو او ملایانو د واکمنۍ پر وړاندې دریځ ونیسي او همدارنگه د هغه مسلط سیاسي کلتور پروړاندې مبارزه وکړي چې د هغوی تسلط ته یې دوام ورکاوه.

ویښ زلمیان د افغانستان یوازینی لومړنی سیاسي گوند وو چې په پرانیسته توگه یې په ټولنیز-سیاسي او کلتوري برخو کې فعالیت کاوه.  ویښو زلمیانو د دوهمې نړیوالې جگړې په لومړیو او د ۱۹۴۰مو کلونو په وروستیو کې د پراخ بنسټېز سمون لپاره د یوې سیاسي برنامې او یوه ملت‌گرایانه هدف په توگه ځان را څرگند کړ. د ویښ زلمیانو ظهور د دوو ایدیولوژیو؛ سیاسي اسلام او ملتپالنې او دوو ډلو؛ ملایانو او ملتپالانو تر منځ شخړه راوپاروله. په پیل کې اختلاف پټ و، مگر  ډیر ژر عام او محارب شو. دوی د افغانستان د لوی شمېر روڼاندو او د شاهي حکومت د اپوزیسیون فکر او مټې له ځان سره درلودل. د ویښو زلمیانو راتگ د افغانستان د سیاسي تاریخ په حافظه کې د ۱۹۴۷ -۱۹۵۳ کلونو د سیاسي اپوزیسیون او دولتي دستگاه د بلوغ او ځلیدنې د یوې مرحلې په توگه گڼلای شو. ملتپالنې او  قانونواکۍ د ویښ زلمیانو د ملا تیر جوړاوه، ویښ زلمیان لومړنی گوند و چې خپل دغه اهداف یې د خپلې برنامې په حیث په خورا څرگنده توگه تعقیبول. دا چې د دوی لویه کتله لوستي او روڼاندي متفکرین ول او د ملتپالنې او قانونپالنې پلویان وو، د هغو لپاره چې مذهبي ایډیالوژي یې د قوانینو یوازینۍ بنسټېزه لاره بلله، ناخوښې رامنځته کړله. د ۱۹۰۰ مو کلونو په لومړیو کې د مشروطه غوښتونکو گوند« جمعیت سری ملی»، د دوهمې نړیوالې جگړې تاثیرات، د پښتونستان د مسالې ظهور، د حکومتونو په موډلونو کې بدلونونه او د نوې افغان کابینې جوړیدنه ټول هغه بدلونونه او سیاسي پرمختیاوې وې چې د ویښ زلمیانو د ملتپالنې او قانونغوښتنې داعیې لپاره یې لار اسانوله.

پدې لیکنه کې له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته، د ويښ زلمیانو گوند او  افغان روښنفکرانو ته چې د سیاسي ډینامېزم او د هېواد ودې لپاره یې پر ملتپالنې او مشروطه غوښتنې اتکا کوله او دغه دوه توکه یې د تحرک او اغیزمنتیا فکټورنه بلل، کتنه شوې ده. ویښ زلمیانو یو داسې سیاسي فکر له ځان سره راوړ چې نوي نسل ته یې د مذهبي او قومي بنسټونو پر ځای د ملتپالنې او اساسي قانون پر مبنا د حکومتولۍ نوې سیاسي مفکوره د یوه مناسب بدیل په توگه وړاندې کوله.

د ملتجوړونې هغه موډل چې د ویښ زلمیانو گوند تشهیر کاوه د گڼ توکمیزو گټو استازولۍ یې کوله او پښتانه پکې د ملت زړه گڼل کيدل. د پښتنو اخلاقي ارزښتونه او کړنې په کې څرگندې شوې وې، او په ژوره توگه پښتون محوره  احساس پکې نعښتی وو. توکميز پیوستون د ټولنیز-سیاسي او اقتصادي تړاو پر بنسټ و. د ویښ زلمیانو کړنلاره د پښتو ژبې پر ودې او پراختیا ټینگار کوي، د هیواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت څخه ننگه کوي، لرغونو تاریخي او ملي میراثونو ته درناوی لري، ساینس او مډرن انساني فرهنگ خپروي  او د ملت او دولت ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کوي.

د ویښ زلمیانو پلټفورم دا هم څرگندوي چې څرنگه د شلمې پیړۍ په منځ کې د لوستې طبقې، د حاکمو نخبگانو یوې برخې او نشنلسټي افکارو په گډه د حکومتونو پر تختونو ویده حکمفرمایان راویښ کړای شول. مگر ډېر ژر دوی وموندله چې په سیاسي پروسه کې خپله ایډیالوژیکه اتورېته له لاسه ورکوي. دې چارې له دوی څخه ځیني د دې په اړه فکر کولو ته اړ کړل چې څرنگه خپل ځان په بدلیدونکې نړۍ کې تنظیم کړي ترڅو د دوی د نظریاتو لپاره په ټول هیواد کې د حکومتي حاکمې طبقې او نورو په هڅولو سره د خپل ایډیالوژیک تسلط مراندې پیاوړې کړي.  هغه برخه چې ددې نظریې سره په مخالفت کې واقع شوه د اسلامي گوند جوړولو ته وهڅول شوه او په دې توگه په افغانستان کې د سیاسي اسلام د رامنځته کیدلو لومړی پړاو هم پیل شو.

په افغانستان کې د ویښ زلمیانو د ملتپالنې او مشروطیت نظریات په بشپړ ډول نوي نه و. دا په حقیقت کې د مشروطه غوښتنې گوند و چې د شلمې پیړۍ په پیل کې یې د لومړي ځل لپاره دا مفهومونه د افغان سیاسي ډیالټیک اډانې ته ور وپیژندل. د پروفیسور بنیامین هاپکنز په وینا چې دغه هېواد چې "اوس مهال د افغانستان په نوم پیژندل شوی تر شلمې  پیړۍ وړاندې یې د خپلواک سیاسي واحد په توگه په اوسنۍ پیچلې بڼه د ملت جوړونې له کشالې سره مخ شوی نه وو." که څه هم د افغان ملپالنه مفکوره د خلکو د یووالي په برخه کې خورا گټوره وه، مگر د قدرت د واحدونو څخه نیولې تر قبیلوي مشرانو او مذهبي جوړښتونو پورې ورسره جدي مخالفت او مقاومت وشو ځکه ملتپالنې خلک د واکمن ټولگي، قبیلوي مخورو او د نړیوالې اسلامي ټولنې (امُت) پرځای د شهروند یا Citizens په توگه مساوي پیژندل. سربیره پردې  چې د مشروطیت غوښتونکو گوند د هیواد د حاکمیت داعیه ژوندۍ ساتله، افغانستان د شلمې پیړۍ په لومړیو کې یوازې د یوه مړژواندی سیاسي موجود  په توگه، چې د برتانوي هند، تزاري منځنۍآسیا، پارس او چین ترمنځ د ثابتو سرحدونو سره د یوه جغرافیایی واقعیت په توگه موقعیت درلود.

د مشروطه غوښتونکو گوند، د ملت او دولت د مډرنې مفکورې په رڼا کې د جغرافیايي واقعیت او د تاریخي ځانگړتیاو په درلودلو د  افغان ملت یو ځانگړی تعریف او پيژاند وړاندې کاوه، گوند د هیواد پر خپلواکۍ ټینگار درلود او د خلکو یووالي یې له توکمیز  تړاو او د زیږون له ځای پرته رامنځته کاوه. دا نظریه په هیواد کې په بشپړه توگه نوې وه. که څه هم گوند په پټه توگه فعالیت درلود مگر د۱۹۳۰مو کلونو په لومړیو کې په بشپړ ډول له محوه کیدو سره مخ شوی و. اما  نوموړې نظريې د دوهمې نړیوالې جگړې پرمهال لا هم د افغان نخبه گانو او روڼاندو په ذهنونو کې ژوندۍ پاتې شوې.

افغان سیاسي ډینامېزم د دوهمې نړیوالې جگړې پرمهال

که څه هم افغانستان په دوهمه نړیواله جگړه کې برخه نه وه اخیستې، خو په نړیوال سیاست کې یې د پام وړ ځای درلود. د برتانوي هند او د شوروي مرکزي آسیا په پولو کې ستراتیژیک موقعیت هېواد د جگړې اړخونو په ځانگړې توگه د محور ځواکونو لپاره په یوه مهم ځای بدل کړی و. افغانستان هند ته د ننوتلو دروازه گڼل کېده.  دغه هیواد چې د نولسمې پیړۍ له پیل راهیسې له بهرنۍ نړۍ څخه گوښی شوی او منزوي و، په نړیوال سیاست کې برخوال شو.

د جگړې په جریان کې، په افغانستان کې محور ځواکونو د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ تړون په پایله کې برتانوي هند ته د بایللې پښتون میشته سیمې د بیا راگرځولو په خاطر د (پښتونستان مسئله) د شاهي کورنۍ او د یو شمیر ملتپالو روڼاندو لپاره  د یوې سیاسي مفکورې په توگه توده کړله. که څه هم د حکومت رسمي تگلارې د محور ځواکونو  پر ځای د متحدینو ملاتړ وکړ، د شاهي کورنۍ تر ټولو ځوانو غړو، د محمدظاهر شاه (۱۹۹۳۳ – ۷۳ واکمني) او محمد داود خان (د پاچاه د تره زوی، د مرکزي ځواکونو قوماندان او وروسته د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۸ ترمنځ ولسمشر و) په گډون، په فردي توگه د محورځواکونو په گټه دا نظریات د اکثریت پښتنو ملتپالو سره شریک کړل، د هغوی ډیری برخه سیاستوال د پښتونستان مسلې پر محور د یوه سیاسي گوند د رامنځته کیدو غوښتونکي هم ول.

د دوهمې نړیوالې جگړې او له هغه وروسته یو ځل بیا د ملتپالنې مفکوره په افغانستان کې د لوستې طبقې غړو ته راوړله شوه، دوی باور درلود چې د همدې ملتپال ځواک پر مټ به د هیواد ټولنیز، کلتوري او اقتصادي پرمختگ تضمین کړای شي. سربیره پردې، ددوی تر منځ یوه عمومي روحیه دا وه چې د مذهب پر بنسټ سیاست د مختلفو توکمیزو ډلو لکه شیعه او سني ترمینځ د اختلاف لامل او د ټولنې د پرمختگ یو خنډ دی. د قبیلوي مشرانو او استبدادي واکمنانو سره د مذهبي ډلگیو یوځایوالی، ددې لامل شو چې لوستې طبقه د حاکم ټولنیز سیاسي پرمختگ له جریان سره مخالفت وښیي، دوی فکر کاو چې حکومتي دستگاه، ملایان او قومي مشران د یوې کرکې خپرونکې سیاسي توسعې عاملین دي او همدا حاکم وضعیت  باید بدل کړای شي. د لوستې طبقې د غړو په سترگو کې حکومتي لوړپوړي چارواکي د خلکو پر وړاندې مسؤل گڼل کېدل،  په ځانگړې توگه دوی فکر کاو چې مذهبي مشران د افغانستان اکثریت کلیوالي خلک د عصري علومو او ټیکنالوژۍ  له زده کړې څخه راگرځوي او خرافاتي افکار ورته رسوي.

جگړې او د هغې پایلې دوه ساده پیغامونه درلودل: د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ  مهموالی او د هیواد  حیرانونکی شاتگ. لوستې طبقه په دې باور وه چې د پرمختگ لپاره؛ یووالي،  قانون حاکمیت او د عصري علومو او ټکنالوژۍ خپریدو ته سخته اړتیا ده او همدا گډې گټې به د ملي پرمختیا لپاره د خلکو ترمنځ د پیوستون لامل شي.

دا په زړه پوری ده چې د مصاحبینو شاهي کورنۍ د ډېرو ځوانو غړو ترمنځ د بدلون او پرمختگ نظریې ددې لامل شوې چې یو شمیر مهم غړي یې د مختلفو ټولنیزو پرمختگپالو ډلو سره د همغږۍ په اړه فکر کولو ته اړ شي. پداسې حال کې چې په تیرو وختونو کې د مصاحبینو کورنۍ د واک د ترلاسه کولو او استحکام لپاره قومي مشران او مذهبي جوړښتونه  په خپل لاس کې انحصار کړی ول.  شاهي کورنۍ دا وخت د لوستې طبقې لور ته سترگې اړولې، کوم چې په نوي بدلیدونکي نړیوال نظم کې د نویو سیاستونو د پلي کولو لپاره د بدلون د یوې وسیلې په توگه ورته کتل کیدل.  د جگړې تر پای پورې د مصاحبینو کورنۍ د خپل ځواک په ساتلو او سمبالو په کلکه بوخته وه. د دوی د برنامې په سر کې د مشروطه غوښتونکو گوند د فعالو غړو او پاتې شونو له منځه ویستل هم شامل وو.

د مصاحبینو د شاهي کورنۍ ځوانو غړو وغوښتل چې ټولنه عصري کړي. مگر دوی فکر کاوه چې په ټولنه کې د مساواتو په ورکولو به په ځانگړې توگه کمزورې لوستې طبقه ځواکمنه شي، په داسې حال کې چې حکومت د قبیلوي مشرانو او مذهبي جوړښتونو سره تادوه مناسبات درلول، د لوستې پوړۍ له ځواکمنتیا یې جدي ویره لرله.

د مصاحبانو د کورنۍ د نظر د بدليدو يو بل عامل نړيوال سياسي بدلون و چې د دوهمې نړیوالې جگړې څخه لږ وروسته رامنځته کیدی، په ځانگړې توگه په  ۱۹۴۷ کال کې له سيمې څخه د انگلستان وتل ددې سیاسي بدلون یو اساسي لامل و. د سياسي طیف  هر اړخ دې پرمختیا ته د متفاوتې بڼې اما د یوې واحدې پایلې په توگه کتل. په داسې حال کې چې د مصاحبینو د شاهي کورنۍ لپاره د برتانيې شتون د ملاتړ په توگه بلل کیدی، مگر د روڼاندو او لوستې طبقې له نظره د برتانیې شتون د مذهبي تاسیساتو او قومي مشرانو د ځواک د زیاتوالي یوه له اصلي سرچینو څخه وه.

د نولسمې او شلمې پیړۍ په پیل کې د افغان-انگلیس دریو جگړو په افغانستان کې د مرکزي حکومت حاکمیت او ځواکمنتیا ته ډېر زیان ورساوه خو د مذهبي جوړښت او قومي مشرانو ځواک یې تر دې کچې لوړ کړ چې د دفاع په برخه کې د خلکو د تحرک د ترټولو پیاوړیو سازمانونو او انسټیټونونو په بڼه مطرح شي. دې چارې په اوږد مهال کې افغانستان د دولتجوړونې له جدي ستونزو سره مخ کړ او د برتانوي هندي تر ولکې لاندې ملتونو ترمنځ یې دوامداره ناکراریو ته لمن ووهله او له افغانستان سره د دوی د اړیکې له امله، برتانوي افسرانو په سیمه کې د خپل سیاست د پرمخ بیولو لپاره په ډیره اسانۍ له همدې قومي مشرانو او روحانیونو څخه گټه پورته کړای شوه.

ویښ زلمیانو گوند د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د افغان حکومت له لورې د واک د ناوړې کارونې په مخالفت راپورته شو، په ځانگړې توگه د شاهي کورنۍ د خورا پیاوړي کس لومړي وزیر محمد هاشم  پر وړاندې چې د ۱۹۲۹ او ۱۹۴۶مو کلنو ترمنځ په اوسپنیزو مټو سره پر هېواد واکمن و. تر محمد هاشم خان وروسته د هغه منځلاري ورور شاه محمود خان واک ترلاسه کړ چې  د سیاسي بندیانو خوشې کیدو، د سیاسي گوندونو رامنځته کیدو، د خپلواکو ورځپاڼو خپریدو او د ملي شورا آزاد ټاکنو ته یې اجازه ورکړله. ددې نسبي آزادیو په پایله کې درې ملتپاله دیموکراتیکو گوندونو(ويښ زلمیان، وطن او خلق) ته د فعالیت چوکاټ برابر شو، چې دې گوندونو وکولای شول په پارلمان کې خورا څرگند شتون ولري.

د ویښ زلمیانو ظهور د دوو ایدیولوژیو؛ اسلام او ملتپالنې او دوو ډلو؛ روحانیونو او ملتپالو تر منځ شخړه راوپاروله. په پیل کې اختلاف پټ و، مگر  ډیر ژر عام او محارب شو.

دغه سیاسي-ايډیالوژیک توپیر او بدلون د یوې اوږدې لانجې پیل وکړ چې تر نن ورځې پورې دوام لري او دا یې په ډاگه کړه چې د شلمې پیړۍ په منځ کې ترټولو فعال او متحرک سیاسي گوند ددې پر ځای چې اسلامپال واوسي،  ملتپال و. که څه هم دا سکالو ددې لیکنې له لمنې وځي، مگر د ملتپالانو بریالۍ مبارزه لومړۍ دا پوښتنه راپورته کوي چې په ۱۹۵۲ کې د ملتپالو گوندونو تر فشار وروسته څه پیښ شوي دي؟ څه وخت دوی خپل توپ د  افراطي ایډیالوژیو لکه اسلامي مذهبي توندلارتوب او مارکسیزم په میدان کې د لاسه ورکړ؟ دا تشه دومره ژوره وه چې آن تر دې حده پورې چې په تیرو دوه لسیزو کې راډیکال سیاسي اسلام په بشپړ ډول د افغانستان سیاسي اقلیم تر خپل کنټرول لاندې راوستلای شو.

ځیني مورخین په دې اند دي چې، د ویښ زلمیانو راڅرگندېدلو د شاهي کورنۍ د ځینو غړیو ملاتړ ترلاسه کړای شو، چا چې نه یوازې د ویښ زلمیانو په جوړښت کې خپل سیاسي سازماني لیدلوری لیده، بلکې د ویښ زلمیانو له لارې یې د واک ترلاسه کولو لپاره هیلې هم په سترگو کې گنډلې وې. دفاع وزیر محمد داوود خان یو له دې کسانو څخه و، چې د ویښ زلمیانو شرطیه ملاتړ یې وکړ، خو ډېر ژر د هغوی سره د دوښمنۍ په لومړي صف کې ودرید.  د هغه د نږدې همکار پوهاند شمس الدین مجروح په وینا؛ داوود خان یو ملتپال پښتون و چې د پښتو ژبې او کلتور او د پښتنو د لوړتابه او محور کیدو هدف یې لېږداوه او د پښتونستان د آزادۍ په اړه یې قوي باورونه له ځان سره درلودل.  مگر په دې اړه هېڅ تاریخي سند وجود نلري چې وښيي محمد داوود خان د ویښ زلمیانو سره مطلوبه او اخلاصمنه مرسته کړې وي، برعکس زندان یې پرې ډک کړی و. په حقیقت کې داوود خان د ویښ زلمیانو پرمختگپال نهضت په مقابل کې د کلوب ملي گوند د عبدالمجید خان په مشرۍ رامنځته او ددې گوند له جوړیدو وروسته یې سمدلاسه ویښ زلمیان زندانونو ته ولېږل، په دغه ډله کې ارواښاد محمد رسول پښتون چې د بغلان د انحصاراتو عمومي مدیر و په  یوولسو کلونو او نهو میاشتو بند محکوم کړای شو.

ملتپالنه که ملتجوړونه

په ملتپالنه کې څه وو چې د بېلابېلو او آن متضادو ټولنیز-سیاسي ډلو په ځانگړي ډول د ۱۹۴۰ مو کلونو په منځ کې یې د افغان روڼاندو او واکمنانو لپاره تر ټولو زړه راښکونکې ایډیالوژي جوړه شوه؟ د ویښ زلمیانو له انده، ملتپالنه د افغان هویت د بیا احیا هڅه وه او کولی شوای چې مختلف ټولنیز-سیاسي ډلې لکه واکمن اشراف او روڼاندي سره یوځای کړي. ملپالنې د هیواد په جنوب او ختیځ کې د ورکو شویو او نیول شویو پښتني سیمو د ادعا  لپاره ریښتینی فرصت برابر کړ. د راج په نسکوریدلو، د برتانوي هند له بدنه د پښتنو بیلتون ددې لامل کیدای شوای چې په خپلې مورنۍ خاوره ورگډ شوای وای، په داسې ډول چې به د لوی افغانستان د رامنځته کیدو لامل گرځيده او په دې توگه بحر ته د لاسرسي د مهم فرصت په شمول په وچه کې د راگیر هیواد لپاره نوي اقتصادي فرصتونه چمتو کېدای شول.

د حکومت په حیث، د اوږدمهاله موخو د ساتلو، پاللو او تدوام لپاره؛ شاهي کورنۍ اړه وه؛ د ویښ زلمیانو په گډون سیاسي فعالیتونو ته اجازه ورکړي، پداسې حال کې چې دوی د انتقاد خورا لږ زغم درلود. په دې توگه د حکومتولۍ د زړو میتودونو څخه لیريوالی پیل کیده. مگر له بله اړخه داسې ښکاریدل چې د مصاحبانو کورنۍ دغه وضعیت د خپل متفاوتې سیاسي راتلونکې لپاره کارول غوښت. که په بله ژبه ووایو، د ویښ زلمیانو گوند د مصاحبانو د شاهۍ کورنۍ د هیلو او په ځانگړۍ توگه د کورنۍ دننه یوې کړۍ لپاره چې د پښتونستان مساله یې د سیاسي اجنډا برخه وه، ښه تره چاپیریال اماده کړ، یا که ووایو، حکومتي دستگاه وکولای شول له ویښ زلمیانو څخه سیاسي گټه پورته کړای شي.

د جگړې په جریان کې شاهي کورنۍ هڅه وکړه خپله ملي ایډیالوژي او پښتون ملتپالنه په ډیره پیچلي او محتاطانه ډول تنظیم کړي. د ویښو زلمیانو په راپورته کیدو، چې پښتون ملتپانه یې د سیاسي برنامې یوه برخه وه، حکومت ته فرصت برابر شو چې ادعا وکړي د روڼاندو په منځ کې پښتون ملتپانه یوه غالبه نظریه  ده.  دې کار مصاحبانو ته دا فرصت برابر کړ چې له روڼاندو سره د اړیکو جوړولو نوې کانالونه وکارولی شي.

په لومړي ځل شاهي کورنۍ د خپلې واکمنۍ پرمهال د روڼاندو، لوستې طبقې، روښانفکرانو او سمونپالانو او د افغانستان د سیاسي ټولنې له غړو سره گډه سیاسي ژبه موندلې وه. سره له دې چې، ویښ زلمیانو گوند د ایډیولوژۍ، منشور، جوړښت ، او حتی غړیتوب له اړخه د دولت د ایډیولوژیک او سیاسي ډېزاین سره سمون درلود، د هغه د متنوع جوړښت له امله دوی ډېر ژر د حکومت په سیاسي اپوزیسیون بدل شول. د حکومت د اتوکراتیک طبیعت او دروڼاندو تر منځ د باور له منځه تللو سره، ویښ زلمیان د افغانستان د سیاسي اپوزیسیون په یوه بې ساري مثال بدل کړ، او داسې لار یې ووهله چې د راتلونکو مهمو بدلونو لپاره یې کړکۍ پرانیستلی شوای.

د ملتپالنې هغه موډل چې د ویښ زلمیانو گوند تشهیر کاوه د گڼ توکمیزو گټو استازولۍ یې کوله او پښتانه پکې د ملت زړه گڼل کيدل. د پښتنو اخلاقي ارزښتونه او کړنې په کې څرگندې شوې وې، او په ژوره توگه پښتون محوره  احساس پکې نعښتی وو. توکميز پیوستون د ټولنیز-سیاسي او اقتصادي تړاو پر بنسټ و. د ویښ زلمیانو کړنلاره د پښتو ژبې پر ودې او پراختیا ټینگار کوي، د هیواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت څخه ننگه کوي، لرغونو تاریخي او ملي میراثونو ته درناوی لري، ساینس او مډرن انساني فرهنگ خپروي  او د ملت او دولت ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کوي. دا ټول ملتپال اهداف ول او د ملتجوړونې برخه وه.

د ویښ زلمیانو د جوړیدو انگېزه

د هندي ښوونکو په رسیدو د کندهار د ښاري ځوانانو لکه محمد رسول پښتون، محمد کریم خان اسحاقزي، میرزا محمد اعظم ایازي، منشي منظور احمد، محمد رفیق خان، محمد کریم سرمعلم رشدیه، اولیا الدین خان او محمد رسول مسلم کاکړ د پرمختگپالې ټولنې بحثونه د عبدالرحمن دندان ساز له دوکان څخه د ښار ښوونځیو او اکاډیمکو مرکزونو ته ورسېدل. کله چې په ۱۳۰۷ لېږدیز کال کې هندي ښوونکي کندهار ته ولاړل، که له یوې خوا د پوهنې حالت ورسره ښه شو، بل خوا هغوی په کندهار کې ډېر ژر د هندي مهاجرینو او کندهاري سمونپالانو او پرمختگپالو ځوانانو سره د هندي فرهنگي او ملي انسټیوټونونو لکه علیگړ دارلعلوم او انجمن حمایت اسلام  لاسته راوړنې شریکې کړلې. د محمدنادر خان د حکمرانۍ په لومړیو کې عبدالحي حبیبي ورسره یو ځای شو او نوموړي بحثونو جدي بڼه واخستله، مگر بې له کومې مطلوبې نتیجې روان وو، تردې چې د رسول پښتون په ابتکار د «باسکل سواران» ډلې په را جلبولو د ویښ زلمیانو شمېر زیات او د مبارزې لومړني تخمونه وښندل شول او څه د پاسه دوې لسیزې وروسته په کابل کې ترې د ویښ زلمیانو پراخ حرکت جوړ شو.

د افغانستان داخلي حالت او د سیمې او نړۍ شرایطو هم د کابل او هم د کندهار پر ټولنیز او سیاسي حالت ژور اغېز ودرلود او د هغوی د سیاسي ذهنیت د الهام سرچینه وگرځيدله. په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ او سمون تفکر د امير شېر علي خان په دوره کې د یوه ملي بحث په توگه مطرح شو، خو د دوامدارې بې ثباتۍ او ناپایداره حکومتونو په اثر بېرته له ذهنونو څخه ووتی. د امیر عبدالرحمن خان او امیرحبیب الله خان په دورو کې د افغان دولتجوړونې او حکومتي نظم د احیا له وجې د افغانانو په ذهنونو کې د بدلون، سمون او ریفورم تفکر بیا نوی شو، د اخوان افغان او افغان ځوانانو نهضت د همدې دورې محصول و، د اماني دورې او د شلمې پېړۍ په لابلا کې په گاونډیو هېوادونو لکه د روسیې د تراز پر وړاندې سوسیال ډیموکراتیک غبرگونه، د اکتوبر انقلاب، د ایران مشروطیت غورځنگ او نور سیاسي او ټولنیز بدلونه د افغاني ټولنې په متن غیرمحسوس تخمونه وکرل چې په طبیعي ډول یې هر چیرې سرونه پورته کړای شول.

ویښ زلمیان د اماني دورې وړاندې او وروسته او په ځانگړې توگه د علامه محمود طرزي له افکارو څخه متاثیره شوي وو. دوی له لومړۍ مشروطې چې د مولوي عبدالرؤف خاکي کندهاري او فکري مشر شهيد مولوي محمد سرور واصف الکوزي په مشرتابه ځلېدلې وه بیا د محمود طرزیي تر مبارزاتو د افغان ډيموکراسۍ، ملي خپلواکۍ، پرمختګپالنې، ودانۍ، بشري حقونو، ازادیو، قانونواکۍ، پوهنې ته د هڅولو، موډرنیزم، عقلانيت، ولسواکۍ او مشروطیت درسونه اخستي ول او همدارنګه د ټولو لومړنيو مشروطه‌پالو؛ مولوي عبدالواسع آخندزاده کندهاري، مولوي عبدالرب آخند زاده، مولوي محمد مظفر خان مروت، ملا فیض محمد کاتب هزاره، حافظ عبدالقيوم خان کابلي، حاجي عبدالعزيز لنگر زمين کابلي، حاجي محمد اکبرخان يوسفي کابلي، صاحب‌زاده عبدالله جان مجددي، ملا عبدالحق ارغنديوال، مولوی نجف علي خان، مولوي محمد چراغ، مولوي محمد حسن، ملا منهاج الدين شینواري او نورو له له ویاړونو او سرښندنو اغېزمن شوي ول او د یوه خپلواک، پرمختللي، ولسواک او قانونمند افغانستان په موخه یې د سیاست کږلیچنه لار نېولې وه.

د ويښ زلمیانو تیوري

غلام محی الدین زرملوال د ویښ زلمیانو له مشرانو څخه وو، یادونه کوي چې د گوند د رسمي تاسیس دمخه، ناستې او مکرر بحثونه کیدل. دوی ځینې کسانو ته دنده وسپارله چې د هیواد گوټ گوټ ته سفر وکړي، په ځانگړې توگه ختیځ او سویل ته، او په ډیر احتیاط سره د سیاسي گوند د رامنځته کېدو د احتمال په اړه د لوستې طبقې له غړو سره اړیکه ونیول شي. دوی د «ویښ زلمیان» په نوم د یوه کتاب د چاپولو نوښت هم وکړ چې د پنځوس تنو غړو يادونه پکې شوې وه، د دوی په منځ کې روڼاندي، نخبه گان او د کابینې غړي هم شامل ول. دا د گوند د روښانفکرانه جوړښت، نوم او اهدافو په اړه د یوې سروې په بڼه د مالوماتو د ورکړې یوه خپرونه وه چې د گوند پر ماهیت او څرنگوالي پکې خبرې شوې وې. د کتاب خپریدو، د روڼاندو په منځ کې تود هرکلی او د حکومت په سیاسي بیاناتو کې بدلون راوړ، دې هرڅه د گوند مشرانو ته ډاډ ورکاوه چې د گوند په لاره اچولو وخت را رسیدلی دی.

ویښ زلمیانو گوند په رسمي ډول په ۱۹۴۷ کې تاسیس شو. یو کال وروسته یې لومړنۍ کنگره جوړه کړله. د گوند غړی او د لومړۍ کنگرې برخوال، محمد ولي زلمي په قول چې؛ لومړنۍ کنگره د ۱۹۴۸ د می پر ۲۸مه د دوه ویشتو غړو په گډون په کابل کې جوړه شوې وه.  پدې غونډه کې د سازمان لپاره درې وړاندیزونه وشول، چې گوند ته یې د سیاسي پلورالیزم او پرانیستي چارچوب په اړه مشورې پکې ځای پر ځای کړې وې.

د گوند ځینې ​​مشرانو غوښتل یو داسې سازمان رامنځته کړي چې د سیاست په پرتله  فرهنگي او ټولنیز مسایلو سره ډېر تماس ولري. پداسې حال کې چې نورو غوښتل داسې کارونو ته لومړیتوب ورکړي چې د یو سیاسي گوند په پرتله د یوې ټولنې خواته متمایل واوسي. د کلتوري او فرهنگي اړخ پر خوا د گوند د مسیر یو دلیل د ادبي او فرهنگي ټولنو پخوانۍ شالید و چې له وخته په افغاني ټولنه کې عام شوی و او پر وړاندې یې د ټولنیزو-سیاسي، مذهبي، روحاني، قومي مشرانو او  محکمې غړیو انتقاد نه درلود، ځکه هغوی د گوند فعالیت ته په ښه سترگه نه کتل. ويښ زلمیانو په دې توگه هڅه کوله د خپل سیاسي ژوندانه په لومړیو مرحلو کې د کتلوي غبرگون څخه مخه ونیسي. پر دې سربیره دوی خپله ایډیالوژي د دولت د بدلونونو سره په ډېر محتاطانه ‌ډول انډول او تنظیم کړې وه او  ډېری مشران یې لیکوالان او ادبیان ول.

ددې تر څنگ ځیني نور ایډیالوژیک عوامل هم ول چې ویښ زلمیان یې د فرهنگي اړخ لپاره اړ ایستل، د بیلگې په توگه پښتني ملتپالنې ته وده ورکول، پښتو ژبه عامول او د افغاني ټولنې لپاره ریفورم او سمونونه معرفي کول هم پر خپل ځای نقش لوباوه. گوند د پښتو ژبې او ادب پر ودې د تمرکز له لارې په ټول هیواد کې د پښتنو ملتپالانو لپاره د جلبولو یو مهم پلټفورم رامنځته کړی وو.  پښتون ملتپالانو له پښتو ژبې سره نه بېلیدونکی تړاو درلود. د فریډریک بارت په وینا چې؛ د پښتني دود او پښتونولي پیژندنه یوازې د پښتو ژبې له لارې کېدای شي. پردې سربیره، دا چې د ويښ زلمیانو اکثریت مشران ادیبان او فرهنگي اشخاص ول او په دولتي کلتوري ادارو کې یې لوړې څوکۍ درلودې، نو گوند یې له پیله کلتور-محور کړی وو. دا تمایل اساسآ ددې لپاره هم وو چې گوندي غړي په دې فعالیتونو کې مختصص او مسلکي ول او بل دا چې دوی له دې لارې د افغانستان له کلتوري، فرهنگي او تعلیمي انسټیوټونو او بنسټونو څخه د خپلو نظریاتو د خپرولو کار اخستی.

حکومت هم د سیاسي فعالیتونو په پرتله د کلتوري فعالیتونو پلوی و. ویره یې درلودله چې د سیاسي فعالیتونو په پراخیدو سره به د سیاسي ذهنیت لمنه پراخه شي او هغه افراد او مدني ټولنې چې د دولت د سیاسي او ایډیولوژیکو نظریاتو سره خواخوږي نه لري، ځانونه په نویو او مخالفو سیاسي گوندونو کې تنظیم کړي.

د ویښ زلمیانو ایډیالوژیک هدف د افغاني ټولنې ریفورم وو. د دوی په نظر، ټولنیز-فرهنگي تمرینونه د خلکو، په ځانگړي توگه د پښتنو قبیلو د ساتلو او را ټولو لپاره مسؤل دي، چې په بدلیدونکي نړۍ کې یو سیاسي ځواک ترې جوړ کړای شي. که څه هم پښتنو قومونو په نولسمه او شلمه پیړۍ کې د باچا جوړونکو رول لوبولی وو، خو یوازې سردارانو د دغه ځواک څخه گټه ترلاسه کړې وه، نه عامو خلکو.

د قبیلوي مشرانو لخوا د قبیلو را یوځای کول د قومي رقابت او مذهبي اختلافاتو سبب وگرځیدل او یوازې د نورو قبیلو سره داخلي شخړې او توهین او د شاتگپالو رواجونو خپریدل یې رامنځته کړي و. د ويښ زلمیانو  د مشرانو لپاره دا خورا لویه ننگونه وه چې وکولای شي د پښتنو یووالی د نوي ملت د مرکزي برخې په توگه وساتلای شي. په همدې دلیل دوی د عصري زده کړو ترویج او د نویو ټولنیزو او اخلاقي تړونونو د رامنځته کولو په هڅه کې ول او  د شاتگپالو رواجونو پر وړاندې مبارزې ته د گوند په منشور کې خورا ډیر پام شوی و.

د ټولنیزو تمرینونو د ریفورم او سمون لپاره، فرهنگي فعالیتونه ترټولو غوره وسیله وه. د ویښ زلمیانو لپاره دا یوه داسې وسیله وه ترڅو خلکو ته د هغه اصلي وضعیت څخه اگاهی ورکړي چې دوی ورسره مبارزه کوي او همدارنگه دوی وهڅوي چې په سیاسي پروسه کې برخه واخلي. دلته ادبیات، چې د ویښ زلمیانو مشران یې استادان ول، په سیاسي ویښتیا کې خورا اغیزمن ثابت شول . ادبیات او هنر هغه "لومړنی فعالیت" و چې د گوند غړو په توانیدلي و چې عامه چاپیریال پرې نقد کړای شي او د هغه د برخلیک په بدلیدو کې خپل نقش ولوبوي.

د عامو خلکو تر منځ د "انتقادي ټولنیز شعور" رامنځته کولو لپاره، د گوند ځینو غړو خپل ادبي مهارتونه په ډېره ښه بڼه وکارول او په پښتو فلکوريک سبک کې یې بې نومه شعرونه ولیکل ترڅو د مشهورو محلي او ملي سندرغاړو  لخوا سندرې شي، موسیقي شي او د عامو خلکو باورونه اغېزمن کړي.

د ویښ زلمیانو برنامه

درې مهم عناصر د ویښ زلمیانو د سیاسي دریځ ریښې تشکیلوي: د اساسي قانون پر بنسټ مشروطه شاهي حکومت، افغان ملتجوړونه،  پښتون ملتپالنه او د پښتونستان آزادول. د گوند منشور او مانیفسټ پر پنځو مادو بینا وو، او د محتوا له مخې لاندې موارد پکې نغښتي وو؛

د اساسي قانون مشروطه شاهي حکومت څخه ملاتړ کول، مډرنې زده کړې او د خلکو ويښتیا، ملي یووالي د لاندې اقداماتو له لارې: د پښتنو د یووالي لپاره هڅې کول؛ د ځانگړي امتیازاتو لغوه کول او د مساواتو خوندي کول او د افغانستان د ټولو توکمونو ترمنځ د توپیر له منځه وړل؛ د لږکیو حقونه تامینول، او د پښتو او فارسي دواړو ژبو یوشان کارونه؛ په پښتو کې د ساینس د عامولو لپاره هڅې او په پښتو ژبه کې لیکنې او خپرونې او د هیواد ټولو خلکو ته د پښتو زده کولو هڅې. له ملي حکومت سره مینه او ملاتړ کول؛ د اداري فساد، بډو او خیانت پروړاندې مبارزه، او په فساد کې له داخل کیدو څخه ډډه کول؛ د توهين او ناوړه ټولنيزو دودونو پروړاندې مبارزه؛ خوشبینه او له نورو سره پیوستون څرگندول؛ له افغانملت سره مينه کول، د امکان تر حده د داخلي محصولاتو مصرف او له اسراف او حساسو توکو ډډه کول؛ د پښتونستان د جوړولو او خپلواکۍ لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې ترسره کول.

له هغه ځایه چې د عصري زده کړو عامول، ملتپالنې ته وده ورکول، د پښتونستان آزادول او د مشروط شاهي حکومت ملاتړ د گوند د برنامې ریښې وي، پاته نوره  اجنډا د سیاسي برنامې په پرتله اخلاقي بدلون ته ډېره متمایله وه. د ویښ زلمیانو پروگرام په لومړي سر کې د حکومت د ملاتړ راجلبولو او همدارنگه د پراخه مخاطبینو موندلو لپاره ډیزاین شوی وو. د گوند لپاره، اخلاقي بدلون نه یوازې د ټولنیز او کلتوري پلوه د پښتني ټولنې د ریفورم په مانا وو، بلکې د عامو خلکو سره د اړیکو رامنځته کولو لپاره هم خورا مهمه وسیله او کانال وو.  دا په ملي سیاست کې د خلکو د گډون لپاره د هڅونې او اسانتیا رامنځته کولو یوه پراخه هڅه وه. دا چې اکثریت افغانان په سیاست کې برخوال نه ول، په سیاسي نظام کې هر ډول بدلون او د حکومتولۍ شیوه لنډمهاله او د بدلون وړ وه. سربیره پردې، ددوی هڅه دا وه کچیري پښتانه د افغانستان پر محوري سیاسي ځواک باندې بدل شي، اړ دي چې پښتانه په ملي مسایلو کې لېوالتیا ولري.

پردې سربېره، مهمه خبره دا ده چې د ویښ زلمیانو په سیاسي مانیفسټ او منشور کې اسلام ته هیڅ مراجعه نه وه. د غړیتوب شرایط یې؛ د افغانستان تابعیت، د گوند په فعالیتونو کې برخه اخیستل، پریکړې  یې منل او پلي کول او د غړیتوب فیس ورکول وو.  مگر د مسلمان اوسیدو یا د اسلامي دوکتورینو پیروي کولو هیڅ یادونه نه پکې شوې.  د هغه وخت د ټولنیزسیاسي او کلتوري چاپیریال په نظر کې نیولو سره دا د افغاني ټولنې د ډموکراتیک کولو په لور یو مهم گام و،  مگر په همدومره کچه یې محافظه کاره ډلې په ځانگړي ډول روحانیون  او ملایان اندیښمن کړل.

ويښ زلمیان او مشري

د ویښ زلمیانو یوه بېسارې ځانگړتیا دا وه چې نوموړی گوند فردمحوره نه وو او د یوه شخصیت پر شاوخوا نه وو تمرکز شوی. د محمد رسول پښتون(۱۹۰۰- ۱۹۸۳)، غلام حسن ساپي، فیض محمد انگار(۱۹۱۵- ۱۹۷۹)، عبد الرؤف بېنوا(۱۹۱۳- ۱۹۸۴)، قیام الدین خادم، گل پاچا الفت(۱۹۰۹- ۱۹۷۷)، طاهر ساپي او نورمحمد تره کي(۱۹۱۷- ۱۹۷۸) په گډون ډیرو نورو کسانو د گوند د رسمي تاسیس سره مرسته کړې ده. د تره کي په وینا؛ ویښ زلمیانو عمومي مشر نه درلود خو د اوه کسيزې اجرایوي کومېټې له خوا اداره کېده "هیڅ یو یې په انفرادي ډول ایډیال یا مشهور نه و." دا اوه کسیزه اجرایوي کومېټه: صدیق الله رښتین(۱۹۱۹- ۱۹۹۸)، حسن ساپي، الفت، بېنوا، رسول پښتون،  انگار، او تره کي وو.

نوموړې کومېټه د گوند د لویې غونډې لخوا غوره شوې وه. د مشرانو دغه ډېروالی دا په گوته کوي چې هېڅوک یو پر بل غوره شخصیت نه و، مگر ظاهرا داسې ښکاري چې د حکومت لخوا د احتمالي ځورونې ویره ددې لامل وه چې ویښ زلمیان خپل مشرتابه څرگند نکړي، مشرتابه پریکړه وکړه چې گوند باید د یوه فرد پر ځای د یوې کومېټې لخوا رهبري شي.

د ویښ زلمیانو مشرتابه درې ځانگړتیاوې درلودلې:

  • دوی په کلیوالي پښتون میشتو سیمو کې د ریښو په درلودلو ښار-میشتي ول
  • دوی د ریفورم او اصلاحاتو منظمه اجنډا درلوده
  • د واکمنۍ طبقې سره یې نېږدي اړیکې درلودلې

ددوی زیاتره مشران د ختیځو او جنوبي ولایتونوپښتانه ول(په ترتیب سره ننگرهار او کندهار ددوی مرکزونه وو)، کندهار او ننگرهار په افغانستان کې ددوی دوه خوار مهم کلتوري او سیاسي مرکزونه وو، دوی په ښه توگه لوستي ول چې غوښتل یې افغاني ټولنه له عنعنوي څخه مډرن حالت ته ورسوي.

یو شمېر غړو یې لوړ دولتي پوستونه درلودل او له دولتي دستگاه سره یې ښې اړیکې درلودې. دا چې لوړ پوړي دولتي پوستونه عموما د شاهي کورنۍ د غړو په لاس کې ول نو ویلای شو چې د ویښ زلمیانو ځنیو غړو لومړۍ یا دوهمه درجه لوړ دولتي موقفونه نه درلودل. دوی له کلیو سره ريښې لرلې، له همدې امله دوی د اکثریت خلکو په ټولنیز حالت پوهیدل له بلې خوا دوی لوستي ول او له دې امله دوی خورا لوړ پرمختگپال لرلید درلود. له دولت سره یې د کار تجربه درلودله نو ځکه د هیواد عمومي وضعیت،  د حکومتي پالیسیو او سیاستونو، او د حاکمې طبقې له واقعیتونو سره په ښه ډول اشنا ول. دغه ټولې ځانگړتیاوې د هغوی په سیاسي او ايډلوژیکو موخو او کړنو کې منعکسې وې. دوی د بدلون غوښتونکي ول مگر د غوښتنو د محدودیت او رفتار په اړه محتاط ول. حتی د اساسي قانون شاهي سیسټم باندې د دوی ټینگار، ددې له امله وو چې وښيي لږترلږه د کاغذونو پر مخ د دولت د تگلارې مخالفت نکوي، ځانونه یې په ډېر دقت او احتیاط سره څرگند کړل.

د ویښو زلمیانو غړیتوب

ویښ زلمیانو وکولی شول د هیواد له گوټ گوټ څخه د نخبه گانو او روڼاندو ډلې راجلب کړي.  غړیتوب د اسعتمارضد نخبه گانو، د انټولوژیک اشرافو، حکومتي چارواکو، پښتون ملتپالو، د منځنۍ درجې سوداگرو، او مالکینو، ښاري سوداگرو او حتی نظامي افسرانو څخه ترکیب وو. د ویښ زلمیانو د غړیو له ترکیب څخه د ټولې افغا ني ټولنې متنوع طبیعت، سیاسي جوړښت او هغه ټولنیز گروپونه چې د سیاسي سیسټم تر شا محرک ځواک وو، انځوریږي.

د شوروي د غیرطبقه بندي شویو اسنادو پر بنیاد؛ په ۱۹۵۱ کې د ویښ زلمیانو غړیتوب په ټولیز ډول ۸۲۵  ته ورسیدی او په لاندې ولایتونو کېویشلی شوي وو: کابل۱۳، کندهار۳۰۰،  پکتیا ۱۰، ننگرهار۱۵۰، فاریاب ۱۵، بغلان ۸۰، پلخمري ۳۰،  هرات ۵ او مزارشریف ۱۰۵.

دغه ارقام دوه مهم ټکي ښيي: لومړی د ویښ زلمیانو د غړو زیاتوالی؛ دوهم، په کندهار کې غړیتوب د کابل په پرتله دوه چنده ډېر وو. د گوند د ځواک مرکزونه کندهار او ننگرهار دي،  سربیره پردې چې د گوند مرکزي دفتر په کابل کې و او د گوند ډیری مشهور غړي په کابل کې اوسېدل او په دولتي څانگو کې یې لوړې چوکۍ درلودلې. په کندهار او ننگرهار کې د ویښ زلمیانو د توجه اصلي لامل دا وو چې ډیری مشران له دغه ولایت څخه وو او د پښتون ملتپالنې او د پښتونستان مساله په دې سمیه او خلکو کې زیات پلویان درلودل.

له کندهارڅخه د ویښ زلمیانو مشهور غړي دا وو: محمد رسول پښتون، قاضي بهرام اڅکزی، قاضي صمد، محمد انور اڅکزی، محمد علم بڅرکی، غلام دستگیر پوپل، خالد خروټي، عبدالشکور رشاد، عبدالحی حبیبي، محمددین ژواک، عبدالروف بېنوا، نوراحمد بړیڅ، محمد نور اندړ، محمد اعظم ایازي، محمد رسول مسلم کاکړ، ابراهیم خواخوږی، عبدالهادي بحر، غلام جیلاني الکوزی، اخترمحمد اخوندزاده، یوسف مجددي، حسین ریدي، ټېک چند، نور محمد تره کی، اغامحمد کرزی،  فیض محمد انگار، عبدالرحمن دندان ساز، کریم اسحق زی، داس «هندو» او د کندهار اکثریت اهل هنود، د یادونې وړ ده چې کله امان الله شاه د سقاو د زوی له لاسه کابل د کندهار لپاره پریښی و، د کندهار اهل هنود د امان الله د پلان ټول لگښت او د پوځیانو د لارې خوراک او پالنې ته ټټر وهلی وو.

د کابل او ختیځ څخه؛ گل پاچا الفت، صدیق الله رښتین، قیام الدین خادم، رشید لطیفي، مولینا عبیدالله ساپي، شمس الدین مجروح، محمد موسی شفیق، محمدطاهر ساپي، غلام حسن خان ساپي، فضل ربي پژواک، ارسلان سلیمي، ډاکتر علي احمد، منشي منظور احمد، محمد کریم سرمعلم، اولیا الدین خان، عبدالله بختانی د ویښ زلمیانو مطرح فعالین ول. غبار او محمودي په لومړیو ورځو کې په ویښ زلمیانو گوند کې وو، ډېر ژر د وطن حزب په جوړولو سره له دوی څخه څخه ولاړل.

له مخکې چې مې وویل، ویښ زلمیان خورا متنوع جوړښت و، مگر د ډيموکراسۍ پلي کول، د فکر، بیان او مطبوعاتو آزادي،  مشروطیت او ریفورم د ټولو تر منځ گډې کرښې وي.

ویښ زلمیان او د قانون د واکمنۍ اوږده لار

ویښ زلمیانو یوه اصلي دنده دا وه چې د قانون حاکمیت رامنځته کړي او دا په افغانستان کې لومړنی سیاسي گوند و چې په عام ډول یې دا کار وکړ. ویښ زلمیانو له خپل ظهور څخه بیا تر پایه د مدني او شهروندي حقونو، قانون حاکمیت، د سیکولر قوانینو طرح کول او پلي کول، د قواو تفکیک او د بیان آزادي د ترویج لپاره هڅې کولې. عبدالرزاق فراهي (۱۹۷۵ کې مړ شوی) د گوند یو مشر او د مالي چارو مسؤل د (کشور که قانون نباشد)  په نوم خپلې یوې مقالې کې لیکلي دي؛

کله چې یو هیواد اساسي قانون ونه لري یا یې ولري مگر نه یې پلي کوي، نو د خلکو برخلیک د څو زورواکو په لاس کې دی. دلته د خلکو بریالیتوب یا ناکامي د هغوی د وړتیا، پوهې، زده کړې شالید یا سخت کار له امله نه ده بلکه د زورورو کسانو د خوښۍ له مخې دی. هر څه او ځای ته لاسرسی د اړیکو له امله دی او له همدې امله د ځانگړو خلکو خوښ ساتل او د فساد ترسره کول په ټولنه کې د یوه شاتگپال رسم په توگه ځای نیسي. . . . مگر کله چې اساسي قانون وي او د قانون حاکمیت وي، د خلکو حقونه خوندي کیږي او خلک د بې عدالتۍ په وړاندې د ځان دفاع کوي.

د ویښ زلمیانو گوند مشرانو هڅه وکړه چې شاهي کورنۍ قانع کړي چې دوی د حکومت مخالفان نه دي، بلکې د ټولنې د ریفورم برنامه د ټولو په گټه ده. فراهي لیکلي چې "یو افغان له خپل هېواد، ملت او پاچا سره مینه لري." د ویښ زلمیانو لپاره مشروطه دولتجوړونه، د سیاسي نظام ریفورم، د قواوو تفکیک، د بیان د آزادۍ تضمین او په سیاسي پروسه کې د خلکو د اکثریت گډون د هغوی سیاسي پروگرام په لومړیتوب کې ځای درلود.

ویښ زلمیانو د رژیم بدلون نه غوښت، ځکه د گوند بقا او ژوندي پاته کیدل له سیسټم سره تړلی وو؛ گوند یوازې کولی شوای د اساسي قانون په موجودیت کې فعالیت وکړي. بنآ ویښ زلمیانو د قانون حاکمیت او مشروطیت پر وړاندې محتاطانه چلند غوره کړ. د گوند مشران پوهیدل چې پر قانون ډیر ټینگار کول شاید د حکومت په وړاندې د دوی د دریځ په توگه وگڼل شي، مخالفت ایجاد شي او حتی کېدلای شول حکومت هڅیدلی وای چې د همدې نیم بندۍ آزادۍ ساه وتړي او بیرته دیکتاتورۍ ته ولاړ شي. ویښو زلمیانو د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه؛  د عصري زده کړو عامول او کورنۍ، قبیلوي او مذهبي امتیاز پای ته رسول ددې غوښتنو برخه وه. دغه موارد یې د یوې نوې ملتجوړونې سر ټکي گڼل. د گوند یو مشر نور محمد تره کي وویل چې "موږ یو پرمختللی، ملي او هراړخیز تعلیمي سیستم غواړو. موږ غواړو چې ټول توکمیز او قبیلوي امتیازات له منځه ولاړ شي. دا ډول امتیازونه په ټولنیز-سیاسي او کلتوري چارو کې د قومي مشرانو، مذهبي مشرانو، او د شاهي قبیلې غړو ته بېځایه ځواک ورکوي، او د لوستې طبقې د  فعال رول لوبولو مخه یې نیولې ده. موږ ټولو افغانانو ته مساوي برخلیک او په سیاسي مشرتابه کې یو شان ونډه غواړو. دوی وضعیت خنثی ساتلی او د پرمختگ مخه یې نیولې ده.  سربیره پردې، دې امتیازاتو عام خلک له سیاست او  اقتصادي گډون څخه محروم کړي دي، ځکه حکومت ته خلک د قومي او مذهبي مشرانو لخوا معرفي کېږی. " مگر د عصري زده کړو عامول هم یوازینۍ حللاره نه وه. تره کي په یوه بله مقاله کې استدلال وکړ چې د "ټولنیز پرمختگ لپاره، په ټولنیز-سیاسي چارو کې د عامو خلکو را گډول لازمي ده."

ویښ زلمیان او ملتپالنه

ویښ زلمیانو په کلکه د ملتپالنې تبلیغ وکړ. دا ترټولو مهمه مسله وه چې گوند پکې رامنځته شو او کولی یې شوای شاواخوا خلک متحرک او بسیج کړي. ملتپالنه د بیلابېلو ټولنیزو ډلو واحد هیواد لپاره ترټولو مناسبه ایډیولوژی گڼل کېدله. د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته چې سیاسي گوندونه مخ په رامنځته کیدو ول دا مفکوره په رسنیو کې یوه توده موضوع وگرځيدله. د علي اصغر شعأ په وینا؛ "د هغه وخت اساسي مسله ملي یووالی او د هیواد د ټولو وگړو مساوي حقونه وو"

نوموړي په یوه بله برخه کې چې"لزوم مجدد به تعصبات بیجا" یا (د تعصب پر وړاندې د مبارزې اړتیا) نومیږي، ټینگار کوي چې وژونکي میکروبونه، چې زموږ د ملت وجود ته زیان رسوي او د هغه اتحاد او وړتیا وژني؛ توکمیزه او ژبنۍ توپیرپالنه ده. ویښ زلمیان د ملت،  ملتپالنه، هېواد او دولت په څیر اصطلاحاتو جزییات وړاندې کوي چې د هغه وخت د سیاسي ترمینالوژۍ مروجه برخه وه؛

د خلکو یوه ډله چې  په ځانگړو جغرافیايي حدودو کې ژوند کوي یو له بل سره گټه او تاوان، بریا او ماته، خوښي او ویر شریکوي، نوموړې سیمه یو هیواد دی، خلک یې یو ملت دی  او هغه اداره چې د همدې خاورې ټولنیز-سیاسي معاملات تنظیموي دولت دی. په دودیز ډول، هغه عناصر چې ملت یې د گډې خاورې او گټو سربیره جوړ کړی او نېږدی کړی دی؛ توکم، مذهب او ژبه وه. په هرصورت،  نن ورځ دوو عناصرو؛ توکم او مذهب د یو ملت په جوړولو کې خپل ځای بایللی دی. حتی ژبه د ملتجوړونې لپاره حتمي جز نه دی. افغان ملت یو تن او روح دی چې د آباسین او آمو ترمنځ د گډې خاورې، گټو، فرهنگ، تاریخ او دین له امله رامنځته شوی دی.

دا د ملت او ملپالنه ترټولو مډرن مفهوم و کوم چې د ملتپالنې مدني موډل وړاندیزوي. په داسې حال کې چې د پورتنۍ برخې لیکوالان د ویښ زلمیانو گوند رسمي غړي نه ول مگر گوند د هغوی لیکنې په خپل اخبار کې خپرولې. غبار او شعا د هغه وخت دوه وتلي سياسي مشران ول، غبار د ملي شورا پخواني غړي او د وطن گوند مشر او شعاع د کابل ښاري شورا غړی او شیعه وو. پداسې حال کې چې ویښ زلمیانو په ملتپانې باندې قوي باور درلود، دا وښودل چې پر توکمیز ملتپالنه باور نلري، بلکې د یوه واحد افغان ملپالنه لپاره تبلیغ کوي او هر هغه څوک چې ددوی د برنامې، د ځواکمنتیا د بنسټ، سازماني جوړښت او غړیتوب شرایطو سره متناسب وي، د گوند غړی جوړیدلای شي.

د ویښ زلمیانو کړنلاره د پښتو ژبې پر ودې او پراختیا ټینگار کوي، د هیواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت څخه ننگه کوي، لرغونو تاریخي او ملي میراثونو ته درناوی لري، ساینس او مډرن انساني فرهنگ خپروي  او د ملت او دولت ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کوي. دا ټول ملتپال اهداف وو.

د ویښ زلمیانو ایډلوژۍ د پښتون ملتپانۍ لرلید وړاندې کاوه چې د سلطنتي کورنۍ د ځینو غړو لخوا هم بدرگه شو. په دې توگه په گوند کې د مصاحبانو د کورنۍ نظریاتي اړخ (چې تر ۱۹۷۸ پورې یې دوام درلود) هم منعکس شو، مگر نه په بشپړ ډول. د نیشنلزم هغه موډل چې د ویښ زلمیانو گوند تشهیر کاوه د گڼ توکمیزو گټو استازولۍ یې کوله او پښتانه پکې د ملت زړه گڼل کيدل. د پښتنو اخلاقي ارزښتونه او کړنې په کې څرگندې شوې وې، او په ژوره توگه پښتون محوره  احساس پکې نعښتی وو. توکميز پیوستون د ټولنیز-سیاسي او اقتصادي تړاو پر بنسټ و.

د دې ټولو سره پر ویښ زلمیانو انتقادونه هم کم نه ول، د بیلگې په توگه محمودي د انټوني سمېټ یوه معقوله داسې افاده کړې ده؛ د یوه اصلي توکم په اړه خبرې کولو لپاره اړتیا ده چې "لوستي طبقه د ټولنې د ټولو توکمونو د پیوستون او یووالي احساس پیاوړي کړای شي، موږ په گډه کار کوو، څوک یېکولی شي؟. . . دا ټولنه د ټولو  طبقو او سیمو څخه پیوند شوې ده، په داسې حال کې چې د ویښ زلمیانو هدف په افغانستان کې د ټولو توکمونو تر چتر لاندې داسې یووالي رامنځته کول دی چې زړه یې پښتانه دي،  په حقیقت کې دا د ټولنې د ټوټه کیدو پایله لرلای شي.پښتون ملتپالنه د بیلابیلو توکمونو تر منځ پولې رامنځته کړې او د پښتنو او نورو توکمونو ترمنځ یې کلتوري وده متمایزه کړله، دې کار ځواک او اقتصادي سرچینو ته لاسرسی هم اغیزمن کړای شو.

مگر ولې د ویښ زلمیانو گوند مشران، چې تمه وه د خپل وخت ریفورمیسټان او مډرن کوونکي وو،  پښتون ملتپالنه را ویښه کړله؟ له دې ځایه چې دوی پخپله پښتانه ول،  د افغانستان په ختیځ او سویل کې یې قوي ریښې لرلې، پښتون ملتپالنه دوی ته یو عادي سیاسي بحث ښکاریدی چې وکولای شي خپلې دوې نړۍ ؛ کلی او مډرنېزم سره وصل کړي. بله دا چې واک د یوې کورنۍ په لاس انحصار شوی و،  دوی غوښتل د پښتنو حالت سم کړي، درېیم دا چې له نړۍ والې جگړې وروسته پر نړیوال نظم د ملتپالنې سیوری راغلی و.  د زرملوال په وینا"د گوند ټول غړي پښتانه وو په پښتو ژبه یې خبرې کولې." ځینې غړي یې په حقیقت کې ټینگ پښتون مزاجه پښتانه ملتپال وو. د ویښو زلمیانو گوند د مشرانو لپار؛ پښتانه چې د افغانستان اکثریت  یې جوړوی، چا چې د تیرو دوه پیړیو راهسې په هیواد حکومت کاوه، یوازینۍ ډله وه چې د نوي ملت مرکز شي.

د ویښ زلمیانو لپاره، چې اصلي رهبري یې د کندهار او ننگرهار د پښتنو په لاس کې وه، پښتون ملتپالنه طبیعي چلند ښکاریدله، ځکه د پیړیو راهیسې پښتون توکم او ژبه د افغان ملت لپاره پریکړه کونکي معیارونه دي. د پښتني هویت لپاره معیارونه پښتني نزاکت، په پښتو خبرې کول، د پښتنو د ارزښتونو (پښتونولۍ) او اسلام په رڼا کې ژوند کول وو.

یوه نظریه دا ده چې پښتانه خپل ځانونه د زیږون پر بنسټ مسلمان گڼي، تر دې چې ډیری وخت پښتونولي او مسلماني سره گډيږي، په کلیوالو پښتنو کې یوه اصطلاح ده چې وایې؛ ۵۰۰۰ کاله کېږي پښتون او ۱۴۰۰ کاله کېږي مسلمان یم. په عام ډول ټول پښتانه، که میشته دي که کوچیان، له خپلمنځي قبیلوي تړاو څخه پرته ځانونه د قیس عبد الرشید نسل گڼي. هغه د پیغمبر محمد ص معاصر تیر شوی وو. پښتونولي "د پښتنو توکمیز بنسټ دی چې پر اساس پښتانه نه یوازې  د ژبې، تاریخ او فرهنگ له مخې بلکې د چلند له امله هم له نورو توکمونو څخه توپیر مومي." که څه هم ویښ زلمیانو د پښتو څخه د ملي او رسمي ژبې په توگه ملاتړ کاوه، اما یوازې پښتو ژبه کافي نه وه دوه نور پښتني عنصرونه هم د ملتجوړونې لپاره بنسټونه گڼل کيدای شول. دغه گوند د پښتونولي د برقراره ساتلو لپاره دوه اړخیر چلند معرفي کاوه. دوی غوښتل د افغاني ټولنې اخلاقي نظام بیخي په نویو ارزښتنو ورغوي؛ ځینې یې د پښتونولۍ د عناصرو پراساس مگر بله لویه برخه یې په بشپړه توگه سیکولر او نوي ډیموکراتیک کوډونه ول.  استاد بېنوا وایي؛

پېړۍ واوښتې خو خلگ لا ويده دي

ويښول ئې ډېر کلونه زحمت غواړي

په ړندو سترگو د اور پر خوا ور درومي

دا کم بخته لا نشه د جنت غواړي

د ویښ زلمیانو گوند مشران سره له دې چې خورا مډرن خلک ول مگر هیڅکله د پښتون ملتپالنې له عرضي څخه نه پټیدل (هغسې چې د دوی په نشراتو کې منعکس شوي دي).

د ویښ زلمیانو سازماني موډل د پښتنو د بدلون لپاره یوه بېساري نسخه وړاندې کوله، دوی د پښتنو د یووالي سربیره د ټولو قومونو سره تاریخي نيږديوالي او متقابل درناوي او احترام ته ژمن ول. د افغاني ټولنې لپاره یې یو نوی اخلاقي نظام معرفي کاوه چې د عنعنوي او خرافاتي ارزښتونو سره پکې په کلکه مبارزه شوې وه. د اقتصادي، سیاسي او فرهنگي مناسباتو لپاره یې په شهروند-محوره ټولنیز عدالت باور درلود.

هغوی وکولای شول، د افغانستان په ټولنېز-سیاسي چاپیریال کې د یوه نوي اخلاقي نظام او ټولنيز تړون ملي بحث رامنځته کړي، داسې یو اخلاقي نظام چې دودیز ارزښتونه یې د عصري او نویو ارزښتنونو او گډو گټو لپاره قرباني کول.

پښتون ملتپالنه او د مصاحبانو سلطنتي کورنۍ

مصاحبانو په بېلابېلو برخو کې په بېلابېلو کچو پښتون ملتپالنې ته وده ورکړه ځکه په دې کې ددوی خپله لویه ونډه وه او په ۱۹۲۹ کې د حبیب الله کلکاني پر وړاندې د پښتنو قبیلو په مرسته قدرت ته ورسیدل.  د دوی د ځواک بنسټ د سویلي پښتنو قومونو تر منځ قوي پاتې شو. ددې لپاره چې په بدلیدونکې نړۍ کې خپل انحصاري قدرت وساتي د خپلو داخلي او بهرني سیاستونو په ترڅ کې یې د خلکو د را ټولو هڅه وکړله او پښتون ملتپالنه یې په یوې ټولنیزې ملي ایډیالوژۍ بدله کړله.

جان بریلي ټینگار کوي چې ملپالنه "تر هر څه وړاندې، د سیاست په اړه دی او سیاست د قدرت په اړه دی." مرکزي دنده یې د " ملتپانې له لارې د دولتي واک ترلاسه کول او د واک کارول وي." د پښتون ملتپالنې د ودې اصلي هدف دې نظریې ته مشروعیت ورکول و چې "شاهي کورنۍ او په ځانگړي ډول د محمدزیانو قبیله او په عمومي ډول پښتني قومونه (د افغانستان یوازیني مشروع واکمنان دي). افغان پاچا باید تل پښتون وي او د هغه د واکمنۍ حق د پښتنو د مشروعیت او پښتني رضایت پراساس دی. تر ډېره داسې شواهد شته چې ددې ادعا کېدلای شي چې د مصاحبانو له لوري د پښتون ملتپالنې اساسي موخه د دوی د خپلې کورنۍ سلطې ته د مشروعیت موندلو هڅه ده.

په افغانستان کې غیرپښتانه منتقدین په دې نظر دي چې "د پښتنو حکومت، د پښتنو لخوا، د پښتنو لپاره" دی، اما واقعیت دا دی چې شاهي کورنۍ د پښتنو په استازولۍ یا د پښتنو لپاره نه وه او نه یې د پښتنو د حالت د ښه والي لپاره کار کړی، یوازې د شاهۍ کورنۍ مسایل د ټول ملت له سره لوړ ول. دا چې په۱۹۲۹ کال کې د پښتون قبایلو په مرسته د تاجک واکمن حبیب الله کلکاني په لرې کولو کې د مصاحبانو رول د پام وړ و، دا کار د مصاحبانو لپاره خورا گټمن تمام شو،  د نېک کلاټر په وینا محمد نادرشاه "د پښتني ملتپالنې پر مټ ځانته پاچاهي رامنځته کړه، چې د یوې سسټماټیکې تباهۍ  لامل شو" هغه تقریبا ټولې حکومتي چوکۍ خپلو وړونو او کورنۍ ته ځانگړې کړلې او یوه برخه امتیازات یې مذهبي مشرانو ته ددې لپاره ورکړل چې مذهبي مشروعت ترلاسه او خپله حکمراني پرې ژوندۍ وساتلای شي. د هغه د واکمنۍ تر سیوري لاندې د پښتنو د یوه ځانگړي ټبر لپاره زاړه امتیازات بیا ځلي نوي شول او نوي مقامونه ورته تضمین کړای شول. همداشان دوی ټولې ملي سرچینې هم وکارولې، آن هغه بهرنۍ مرستې چې د افغانستان د ابادۍ لپاره بهرینو ډونرانو ورکولې د شاهي کورنۍ د غړو لپاره وقف شوي، د بیلگې په توگه؛ د ۱۹۵۱ په جون کې د پارلمان ملي جبهې تلاښ وکړ چې د سوداگرۍ وزیر زابلی او په واشنگټن کې د افغانستان سفیر کبیر لودین  استیضاح کړي او په دې توگه د لومړي ځل لپاره د حکومت پر وړاندې په پارلمان کې د نه‌باور رایې کارول دود کړای شول. دوی حکومت د هلمند-ارغنداب په پروژه کې په نابریالي مدیریت او د اقتصادي وضعیت په بزنونکي خرابېدو تورن کړ او د« نوي استعمار» خلاف  وغږېدل چې گواکې د پروژې ماتې افغانستان له امریکا څخه لا نور پور ته اړ کړای شو او افغان ملت یې د امریکايي امپریالیزم غاړې ته واچوی. د پروژې مدیریت یوې امریکايۍ  کمپنۍ موریسن نوډسین (Morrison-Knudsen Company)  ته له ازادو، رڼو او عامو سیالیو پرته په ناشفاف ډول ورکړل شوی و. تر دې مخکې حکومت له ولس څخه د پروژې د لگښت پټ ساتلو هڅه کوله او  یوازې یې د امریکا له صادراتي– وارداتي  بانک US Export Import Bank سره چې پروژې ته يې نور پور ورکړی و، مالي تړون نشر کړی و. د دغو هڅو له امله د پارلمان دغه قانوني موده د« اووم خپلواک پارلمان » په نوم مشهوره شوه. د سوداگرۍ وزیر عبدالمجید خان زابلی د پروژې د مسول په توگه یو کال وروسته د ۱۹۵۱ په اکټوبر کې  له دندې گوښه کړای شو. خو دا په ښه توگه مالومه نشوه چې زابلي د نه باور رايې په پایله کې دنده له لاسه ورکړه او که د شاهي کورنۍ د رسوايۍ له کبله؟ د افغانستان د دایرة المعارف لیکونکی لودویگ ادامیک(Ludwig Adamec) د افغانستان په اړه دده د تاریخي قاموس په ۲۰۱۲ گڼه کې د زابلي پر سیاسي کمین‌نیونې د شاه محمود خان ناراضیتۍ ته گوته نیولې ده. داسې ښکاري چې زابلی د لومړي وزیر شاه محمود خان او محمد داوود د خپلمنځي سیالیو او واک پر سر د سیاسي رقابتونو قرباني شوی وي. المانی اقتصادپوه اوستیردیخوف (Oesterdiekhoff) آن داسې هم انگېري چې شاه محمود په پارلمان کې اپوزیسیون د زابلي د ملي بانک پر وړاندې «چې په دولت کې دننه په یوه بل دولت بدل شوی و» د یوې وسیلې په توگه وکاراوه او له دې لارې یې داوود د ځپلو هڅه کوله. که څه هم شاه محمود خپل وراره محمد داوود ته په ۱۹۵۳ کې  د لومړی وزیر په جوړیدلو، سیالي وبایلله. داوود خان د لومړي وزارت پر څوکۍ د یوې لسیزې لپاره تر ۱۹۶۳ پورې پاته شو. محمد داوود په ټولواک طرز او د فردي ازادۍ ضد روحیې حکومتي چارې اداره کولې. د ځان پر وړاندې هر ډول اپوزیسیون يې وځاپه او ډېر ملاتړي  يې وربندیان کړل.

په دې سربیره، دا یوازې د دوهمې نړیوالې جگړې په پیلیدو پورې تړلې نه وه چې پښتون ملتپالنه د یوې سیاسي نظریې په توگه د پښتون روڼاندو په تنظیم کې د پام وړ رول ولوبوي. بلکې یوه برخه یې د هغه مهمو فرصتونو له امله وه چې مصاحبانو د ۱۹۲۹ کال واک ته په رسیدو کې ترې استفاده وکړای شوه، بله برخه د دوهمې نړیوالې جگړې څخه وروسته دورې ته ځانگړې کېږي چې حکومت د پښتونستان د پالیسۍ او د پښتونستان د مسئلې له لارې وړاندې کوله.

د واکمنې طبقې ځینو غړو په ځانگړي توگه د هیواد په سویل او ختیځ کې د پښتنو روڼاندو او پوهانو سره اړیکې ټینگې کړلې او د هغوی د سیاسي ارمانونو او ایډیالوژیکي ملاحظاتو د راضي کولو هڅه یې پیل کړله. په کندهار کې د ویښ زلمیانو غړی او لیکوال محمدولي زلمی لیکي چې کله چې په ۱۹۳۰ لسیزه کې محمد داوود خان او محمد گل خان مهمند په ترتیب سره د سویلي او ختیځو ولایتونو ملکي او نظامي چارواکي شول، دوی پښتانه روڼاندي هڅول او ملاتړ یې ترې کاوه چې ددوی تر چتر لاندې په فرهنگي، ټولنیز او سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي. د دوی ملاتړ، یوازې له پښتنو ملتپالانو څخه وو،  او دوی دواړو ځانونه هم پښتون ملتپالان معرفي کول. دوی د سویلي ولایتونو په مرکز کندهار کې،  د پښتو ادبي ټولنې ( پښتو ادبي انجمن) په تاسیس کولو کې رغنده مرسته وکړای شوه او د پښتو په نوم مجله یې خپره کړه. څه وخت چې محمد داوود د ۱۹۴۰مو په وروستیو کې د دفاع وزیر شو، هڅه یې وکړه د ویښ زلمیانو په پرمختگ کې خپل نقش ولوبوي. محمد داوود خان د ملي اقتصاد د وزیر عبدالمجید خان زابلي سره یوځای یو بل گوند په دې هیله ایجاد کړ چې د ویښ زلمیانو د اینرژۍ په ور خپلولو به د لومړي وزارت، هېواد مشرۍ  او پښتونستان په څیر لویو مسایلو کې ترې گټه پورته کړای شي.

په ۱۹۴۷مو کلونو کې د پښتونستان مسلې په راپورته کیدو سره، پښتون ملتپالنې د پام وړ وده وکړای شوه. دواړو مسلو یو بل تقویه کړل. حکومت د پښتونستان مسلې ژوندي ساتلو لپاره پښتون ملتپالنې ته رجوع وکړه، پدې توگه یې د حکومت  په داخلي او په ځانگړي توگه د بهرني سیاست په دوکتورینو کې یې د پام وړ ځای ونیوی.  پښتون ملتپالنې او پښتونستان مسلې د ویښ زلمیانو  گوند او حکومت ترمنځ اړیکې نيږدي کړای شوې. دا چې د پښتونستان مسله د محمد داوود خان د حکومت د ستراتیژیکو موضوعاتو څخه وه، نو په دې ډول په لومړۍ مرحله کې د ویښ زلمیانو څخه ملاتړ هم د حکومت په لومړیتوب کې واقع شو. په دې توگه د یوې لنډې مودې لپاره د ویښ زلمیانو گوند د ملتپالنې برنامه د مصاحبانو د حکومتي اجندا سره سمه تنظیم شوه، مگر د فکري اختلاف له وجې دا هر څه په نېږدي راتلونکي کې له منځته تلل.

په یوه پارډوکسي تناقض سره،  د مصاحبانو روحاني ملگرو د پښتونستان د مسلې سره لږ خواخوږي هم نه درلوده. دوی دا د افغانستان او پاکستان د دوو اسلامي هیوادونو تر منځ د توپیر سرچینه گڼله، د دوی په وینا چې د اسلام د کمزوري کیدو لامل به شي. د دوی په نظر، د زیږون د ځای او د ملي جغرافیايي مرزونو په پام کې نیولو پرته، ټول مسلمانان د امت غړي دي او یو بل سره باید د ورور په توگه چلند وکړي، پداسې حال کې چې د پښتونستان په مسله کې  افغانستان او پاکستان دښمنان گرځیدلي وو. دغه نظریه د لومړي ځل لپاره د شور بازار د حضرت فضل عمر مجددي (۱۹۵۶ کې مړ شوی) په بیانو کې منعکسه کېدله، هغه د ۱۹۴۸ په ډسمبر کې پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستانیانو سره یې د ملگرتیا تبلیغات پیل کړل او په زیاتیدونکي توگه یې دېته کار وکړ چې د پښتنونستان د مسلې پر ځای دې دواړه هیوادونه په کشمیر کې په مذهبي جگړېکې برخه واخلي. هغه د  مسلمانو هیوادونو د اغېزمن یووالي غوښتنه وکړه. دغه مورثي صوفي چې د شور بازار د حضرت په نوم مشهور وو، د جهادي مشر صبغت الله مجددي کورنۍ مشر وو، دریځ  یې د پاکستان د رسمي تگلارې سره سم او د افغانستان د پالیسۍ سره مخالف و. د حیرانتیا وړ نه وه چې دولت او پښتون ملتپال گروپونه د هغه له څرگندونو په بېلابېلو بڼو خپه شول.

حضرت  فضل عمر مجددي ځان د نقشبندي - مجددي صوفیانو وارث  گڼی، چې کورنۍ یې په اتلسمه پیړۍ کې افغانستان ته را کوچیدلې وه. د هغه کورنۍ په شلمه پیړۍ کې خورا اغیزمنه پاتې شوه. سربیره پردې، هغه د مصاحبانو کورنۍ ډېر نژدې ملاتړ کوونکی وو. مصاحبینو کورنۍ د واک په ترلاسه کولو کې یې زیاته ونډه اخیستې وه  او د ۱۹۲۹ او ۱۹۳۲ کلونو کې یې د عدلیې د وزیر په گډون په مختلفو لوړو څوکیو کې د حکومت خوند څکلی وو. خو دا وخت فضل عمر مجددي د حکومت پر ضد ولاړ وو.  په دې توگه د پیښو نوعیت او د پخوانیو مذهبي روحانیونو رول چې د نولسمې او شلمې پیړۍ په اوږدو کې د خلکو په راپاڅولو کې بارز وو، څنډې ته ټیل وهل کېده.  د پښتونستان د مسلې په اړه د مجددي څرگندونې او د دیني عالمانو دریځ ورځ تر بلې متشدد کېدی، د مصاحبینو حکومت په ځانگړي ډول هغه کسان چې په مسلې کې یې زیاته علاقه لرله، لکه  محمد داوود خان پوهیده چې په حیاتي مسلو کې د روحانیونو ملاتړ نه لري،  پداسې حال کې چې ملتپالان، په ځانگړي توگه ویښ زلمیان، د پښتونستان د مسلې ټینگ هڅونکي او ملاتړکوونکي ول. دې کار د ملتپالو غورځنگو او روحاني ډلو پر وړاندې د مصاحبینو په چلند کې ډراماتیک بدلون راویستی، له پخوانۍ ډلې څخه لیري او نوې ډلې ته یې نيږدي کړای شول.

که څه هم،  د پښتون ملتپالنې په اړه د ویښ زلمیانو او حکومت ترمنځ اساسي توپیرونو موجود وو. ویښ زلمیانو په ریښتیني ډول په ملتجوړونې کې د خپلو ارمانونو لپاره، د اعتقاد سرچینه گڼله، او د حکومت لپاره موخو رسیدو ته د یوې سیاسي وسیلې په توگه مطرح وه. حکومت انگیرله چې پښتون ملتپالنه به روڼاندي وپاروي او د نورو توکمونو تر منځ به د شک لامل شي. پښتون ملتپالنې څخه د ویښ زلمیانو ملاتړ،  د ملي حاکمیت لپاره د دوی پر نورو وړاندیزونو سیوری واچوه، لکه د مشروطه شاهي نظام لپاره د مصاحبانو کورنۍ یوازینۍ مشروع سرچینه نه گڼل، پلورالیزم او د واک د انحصاري کولو پر وړاندې قوي ږغ اوچتول، د قواو تفکیک او د شاهي کورنۍ ته ټول قدرت نه ځانگړی کول. روڼاندي په دې باور وو چې حکومت به د ټولنې د عامو خلکو په وړاندې خپل تبعیضي سیاستونه پرې نه ږدي. د جمهوریت د تاسیس په هدف، په ۱۹۵۰ کې روڼاندو د یوې کودتا لپاره د یوې اجماع رامنځته کولو هڅه وکړله، مگر ناکام شول.

په هرصورت، که څه هم پښتون ملت پالنه  د حاکمو نخبه گانو ترمنځ د محبوبیت سبب وگرځيده،  اما په ویښ زلمیانو کې يې دننه غیر پښتون سیاسي فعالان اندیښمن کړل. دا ددې سبب شو چې غیرپښتون غړي گوند پریږدي یا لږترلږه رسمي اړیکه ورسره وځنډوي. د میرزا محمد لودي په وینا، یو شمېر وتلي سیاسي مشران؛ لکه غلام محمد غبار،  صدیق فرهنگ  او عبد الرحمن محمودي چې د گوند په لومړۍ کنگره کې یې برخه اخیستې وه، د د پښتون ملتپالنې محوریت له امله یې ویښ زلمیان ترک کړل او د وطن او خلق  په نوم یې خپلې ډلې جوړې کړې.

د پښتو ژبې اتوریته

یو له هغو عناصرو څخه چې ویښ زلمیانو ملپالنه پرې بیانوی،  د پښتو ژبې وده وه. ځکه چې د ملتپانې په ډیالوک او گفتمانونو کې ژبه د ملي کرکټر، ملي هویت او ملي شخصیت تجسم او اصلي نښه گڼل کېږي. د "پښتو" کلمه یوازې د پښتنو ژبې ته پام سره نه ده ویل شوې، بلکې د پښتو کولو په مانا هم ده چې د پښتني ایډیالو ارزښتونو تمرین کولو ته رجوع کوي، د پښتني هویت اساس تشکیلوي. د زرملوال په وینا؛  د ویښ زلمیانو د مانیفسټ په یوه برخه کې چې د یوې مقالې له لارې خپره شوې وه راغلي وو؛ د ملي هویت د ساتلو او د ملي ژبې د ودې لپاره،  د افغانستان ټول خلک په ځانگړې توگه زده کونکي،  ملکي کارکونکي او نظامي افسران په پښتو لیکلو او پښتو ویلو مکلف وو. د ویښ زلمیانو لپاره د پښتو ترویج یوازې د ژبې پرمختگ نه وو،  بلکې د ټولو ځانگړي پښتني ټولنیز-فرهنگي ارزښتونو ترویج یې لویه موخه وه. انټوني سمېټ استدلال کوي چې "د ملتپالنې ایډیالوژي د یوه ملت فرهنگي ډېزاین دی چې د تاریخ د بیا کشفولو او لرغوني او اصلي  ژبې بیا ژوندي کولو چوکاټ معرفي کوي ". د ارواښاد سلیمان لایق په دې شعر کې د پښتو ژبې کرکټر محسوسوو؛

د گلوټ عذر

وویل گلوټ زه په پردیو ژبو نه پیږم

غواړم چې خدای وستایم خو خپله په پښتو ژبه

نه سمیږي زما لیونۍ مینه په لمانځلو کې

خدای نشي ساتلی زما په خوله کې د پردو ژبه

دغه خدایي برخه امانت ده له پښتون سره

یو حرمت د خاورې، بله خپله د پلرو ژبه

ما لا په زانگو کې په دې دوو ایمان راوړي و

یوه د وطن مینه، بل د میندو د للو ژبه

نشته د پښتو سارې په دغو غبرگو برخو کې

خدای ته د زاریو، او دښمن ته د مرچو ژبه

ما ته د تاریخ له چپاوونو همدا پاتې ده

دا ژبه، د غرو ژبه، د ښکلو پښتنو ژبه

دا د ورورگلوۍ او ملاتړ او میلمنو ژبه

دا د ابدالیانو او سرتیرو پاسنو ژبه

انیتا پاولینکو او اډریان بلیکلیج په دې اند دي چې ژبې نه یوازې " هویت جوړونکې " کیدی شي بلکه د مقاومت، ځواکمنتیا، پيوستون یا تبعیض ساحې هم وي." پښتو ژبې ته د پښتون ملتپالنې په زړه کې ځای ورکړل شوی وو او خپل ټول کوښښ یې دا وو چې پښتو د یوې تاریخي، ملي او د هر اړخيزې کاریدونکې ژبې په توگه د خپلو تاریخي او فرهنگي ریښو په نظر کې نیولو سره وړاندې شي.

پښتانه په مختلفو فرعي قومونو ویشل شوي دي، پښتو ژبه د ټولو پښتنو د وصل لومړنۍ لاره وه. پښتو د "پښتني هویت لومړنۍ ځانگړنه" گڼل کېږي. د ویښ زلمیانو د مشرتابه لپاره، د پښتو ژبې وده په غبرگه توگه هم فردي او هم سیاسي وه. دا د دوی مهمه دنده او کاري ساحه هم وه، ځکه نږدې ټول یې پوهان، لیکوالان یا د پښتو شاعران وو،  پښتانه وو او په پښتو یې خبرې کولې، او په دې باور وو چې د پښتو وده د پښتنو د راجلبولو خوځنده ځواک دی. په دې توگه پښتو په سمبوليک ډول د پښتني ميراث سره د اړوندو مستند دودونو او مفکورو تر منځ منځگړتوب کاوه او د هغو کسانو لپاره چې په لوی تصویر کې یې "پښتو محوره ټولنه" نغښتې وه د پښتونولۍ او بیرون نړۍ تر منځ د ارتباط وسیله وگرځيدله.

د پښتو په اړه د محمود طرزي د نظریې تداوم

علامه محمود طرزي په سراج الاخبار کې پښتو ژبه د ژبو مور گڼلې وه، « زبان پشتو مادر زبانها است»، د محمود طرزي د ملتجوړونې طرحه د وخت د اړتیا له مخې پر افغان ملتپانې ورټوله وه چې محور یې پښتانه ول. مشهورې افغانستان پیژندونکې نانسي دوپري هغه یو هېر شوی ملتپال نوموي.

د اکثریت پښتون ملتپالانو لپاره، ژبه یو داسې سیمبولیک تړاو دی چې ددوی پرون او نن یې سره نښلوی. پر همدې بنسټ، د پښتو وده ددوی د مانیفسټ په سر کې وه، یوه موخه دا وه چې ټول تعلیمي نظام په یوې واحدې ملي ژبې کې تنظیم شي.

دغه مفکوره چې پښتو یې د ملتپانې د مهم عنصر په توگه وړاندې کوله د دوهمې نړیوالې جگړې په جریان کې د دولت له خوا حمایه کړای شوله.  په ۱۹۳۶ کې د شاهي فرمان له لارې حکومت پښتو د پارسي په بیه د ملي ژبې او د زده کړې د ژبې په توگه تایید کړه چې لسگونه کاله یې دغه مقام ودرلود.

د سلطنتي فرمان مطابق، ټول ملکي کارکونکي او نظامي افسران مکلف وو چې د پښتو ژبې په کورسونو کې(چې د همدې موخه لپاره تازه رامنځته شوي وو) برخه واخلي، د نه تعقیبولو په صورت کې د میاشتني معاش د کسر سره مخ کېدای شول او برعکس په بریالۍ توگه د کورس په تعقیبولو سره به د دوی په معاشونو کې لس سلنه ډیروالی راتلای شو. په ۱۹۳۷ کې حکومت د پښتو ټولنه تاسیس کړه چې د پښتو ژبې،  ادب او فرهنگ په هکله څیړنې او خپرونې وکړي، ددې ټولنې یوه موخه "په غیر پښتني ټولنو کې د پښتون اقلیت او غیر پښتونو لپاره د پښتو رسول وو.

موخه یې دا وه چې د لرغونتیا او اوږده تاریخ او ښو ادبیات په درلودلو سره پښتو د ملي ژبې په توگه وده وکړي او دا ثابته کړي چې پښتني فرهنگ د ملي هویت استازیتوب کولای شي. د دغه پالیسۍ د پلي کولو لپاره د ویښ زلمیانو گوند مشرانو ډېر کار وکړ او له حکومت سره یې د همکاریو چوکات رامنځته کړای شو. په هرصورت، د هغه وخت یو پارډوکس دا وو چې لومړي وزیر هاشم ادعا کوله چې د پښتو ژبې تقویه به د بیلابیلو ټولنیزو ډلو تر منځ د تفرقې، توپیر ، شک او دښمنۍ سرچینه وگرځي.  برعکس جیمز کارون یادونه کړې وه چې  په پلازمینهکې د پښتو مطالعاتو څخه ملاتړ ددې سبب شو چې د پاړسي او پښتو د تکړه پوهانو انرژي د سیالۍ ډگر ته راوړل شي او د دواړو ژبو د ودې سبب وگرځي.

ویښ زلمیان او د پښتونستان مساله

د ویښو زلمیانو منځته راتلل له هغه نوي سیاسي احساس سره چې په ۱۹۴۷ کې د هند نیمې لويې وچې څخه د لويې برتانیې د وتلو،  د هند ویش او د هیواد په ختیځ او سویل کې د افغاني سیمو د لاسه ورکولو چې له پاکستان سره یو ځای شوې وې، یو ځای رامنځته شو. دغه افغاني سیمې په حقیقت کې په ۱۸۹۳ کې د برتانوي هند او اميرعبدالرحمن خان(۱۸۸۰ – ۱۹۰۱)  تر منځ د تړون په ترڅ کې چې ډيورنډ لاين او د مورټييمر ډيورنډ په نوم جوړ شوي تړون له مخې له افغانستان څخه جدا شوې وې. دغه تړون سیمې سره جلا کړې او د راج او امیر نفوذ یې تعریف کړ. دغه کرښه د افغانستان او هندوستان تر منځ قبایلي سیموته نېږدي له پښتنو قبایلو تیره شوه،  په دې توگه پښتنې ټولنه تقسیم کړای شوه. د هند نیمې لویې وچې له ویشل کیدو سره دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه اوږده کشمکش او جنجالي تفکراتو منبع شوه. د ۱۹۴۷ په جون کې افغان حکومت د خپلواک پښتونستان غوښتنه وکړه او ۱۸۸۳ تړون یې وغندی او ورپسې په ۱۹۴۹کې لویې جرگې د ډیورنډ کرښه باطله اعلان کړه. له هغه وخت راهیسې پرله پسې افغان حکومتونو نوموړې کرښه د پولې په توگه رد کړې او هیڅکله یې د رسمي نړیوالې پولې په حیث نه گڼي.

د ویښ زلمیانو گوند لپاره د پښتونستان مسله د دوی له پنځه کلیدي اندیښنو او لومړیتوبونو څخه یوه وه. دا د بهرني سیاست په نسبت یوه ملي مسله گڼل کیدله. غلام حسن ساپي د "زلمیان څه غواړي؟" په نامه یوې مقالې کې لیکلي: "کاش د پښتونستان مسلې په هکله ریښتیني چلند وشي. د ملت ټوله اینرژي او هڅې باید د پښتونستان د ازادۍ او تشکیل په لور یووړل شي. "

د ویښو زلمیانو مشرانو د خپلواکۍ لپاره خورا ژمنه پالیسي درلودله، دوی په دې اند وو چې سره له دې چې حکومت پښتونستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ برخه گرځولې ده، خو د پښتنې سیمو د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپار کافي نه ده. د گوند مشران له حکومت او عامو خلکو په ځانگړي ډول پښتنو څخه  غوښتل چې د پښتونستان د آزادۍ په مبارزه کې فعاله برخه واخلي. ویښو زلمیانو د خپلې موخې ترلاسه کولو لپاره، ماموریتونه لېږل، هغوی ځانگړي استازي خدائي خدمتگارانو (سرخ پوشان) سره د نږدي گډ کار لپاره ولېږل. د ویښ زلمیانو د گوند غړي عبدالحبیب ساپي د پښتونستان په اړه د گوند د غړو احساسات په دې ډول انځور کړي دي:

پښتونستان به گټم

که ویښ زلمی وم د خپل قام نام و نښان به گټم

پښتونستان به گټم د قام لپاره

په چارسده کې شهید شوي ښه ځوانان به گټم

پښتونستان به گټم د قام لپاره

که ویښ زلمی وم جیلخانو نه به خپل وړونه خلاص کړم

آزاد روحونه خلاص کړم

که سر مې لاړ شي زه اول خان غفار خان به گټم

پښتونستان به گټم د قام لپاره

که ویښ زلمی وم د خپل وړونو انتقام به اخلم

ملي انعام به اخلم

په تیغ د ظلم باندې مړه هغه کوچیان به گټم

پښتونستان به گټم د قام لپاره

که ویښ زلمی وم بد رسوم بد عنعنات به ورک کړم

تعصبات به ورک کړم

چې فدا شوي مې دي وړونه ها گلان به گټم

پښتونستان به گټم د قام لپاره

د پښتون ملتپانې او پښتونستان مسله په هراړخیز ډول د افغانستان په نورو قومونو او اقشار کې د ویښ زلمیانو گوند د نفوذ مخه تر ډيره نیولې وه او آن تردې چې د گوند په پاشل کیدو او سقوط کې یې هم خپل نقش ودرلود.

د ملتپالانو او ملایانو تقابل

د ویښو زلمیانو بنسټیزه ژمنتیا د نوي اخلاقي کوډونو د معرفي کولو له لارې د افغاني ټولنې ریفورم مډرن کول وو،  د عصري او مډرنو زده کړو خپرول او د هغه شاتگپالو دودونو پر وړاندې مبارزه چې ټولنیز پرمختگ ته خنډ بلل کېدل.  ویښو زلمیانو دغه کړنې د دوو خورا پیاوړو ټولنیز-سیاسي بنسټونو؛  قبایلي مشرانو او مذهبي جوړښتونو ناراضایتي او ناخوښي راوپاروله،  دغو دوو ډلو ویښ زلمیان نه یوازي د خپل نړۍ لید، بلکې، د خپل ټولنیز-سیاسي او کلتوري حیثیت او امتیاز لپاره هم ننگونه گڼل. د بیلگې په توگه، روحاني او مذهبي مشرانو  افغان تعلیمي سیستم هم له عقیدوي او نظریاتي اړخه او هم د عایداتو له بابته انحصار کړی وو، دوی فکر کاوه چې د عصري زده کړو په خپریدلو سره به دواړه امتیازات له لاسه ورکړي. ددې لپاره، چې ترڅو خپل واک وساتلای شي، قومي مشران او ملایان د موجود حالت د دوام او خپلو گټو د خوندیتابه لپاره یو صف شول. مگر د ویښ زلمیانو لپاره په ټول هیواد کې په ځانگړې توگه په کلیوالو سیمو کې د پوهنې مډرن نظام رامنځته کول، جدي لومړیتوب وو.

په انگار اوونېره کې ببرک غښتلي لیکلي: تر هر بل څه وړاندې موږ سم او منظم مډرن ښوونيز سیستم ته اړتیا لرو. موږ غواړو د ملي بودیجې ترټولو لویه برخه د پوهنېز ریفورم لپاره ورکړل شي، په ځانگړې توگه د ښوونکو روزنې، تجهیزاتو، ادارې او د زده کونکو اړتیاوو او روغتیا لپاره ځانگړې شي. په ورته وخت کې دغو متضادو نړۍ لیدونو شخړې راوړلې، په ځانگړې توگه د مذهبي افرادو او گوند ترمنځ اختلاف په ژوره توگه راڅرگند شو.

د دوهمې نړیوالې جگړې تر پایه، د حکومت عمومي پالیسي دا وه چې قومي مشران او مذهبي جوړښت راضي  او خوښ وساتي. د مصاحبانو حکومت، چې ددواړو ډلو په مرسته یې واک په لاس کې اخیستی او خپل واک یې غښتلی کړی وو، هغوی ته بېلابېل امتیازات ورکړل د بیلگې په توگه ځیني قومونه له نظامي خدمت  او مالیې څخه معاف او ملایانو ته یې د موقوفاتو په توگه ځمکه ورکړې. ځیني ​​ملایان لوړو مقامونو ته وټاکل شول د بیلگې په توگه د عدلیې وزیر، سفیران او د افغانستان د اصلي ورځپاڼو انیس او اصلاح لپاره ایډیټران او مدیران وټاکل شول. ملایان همدارنگه له عسکري او نظامي خدمت څخه معاف شوي وو. دوی د قضائیه قوې بشپړ کنټرول په خپل لاس کې درلود. د ریجارډ نېول (Richard Newell) په وینا چې مصاحبانو د قومي مشرانو او ملایانو په داخلولو د خپل اقتدار خښتې قوي کولې.

د زده کړو په برخه کې، مذهبي تاسیساتو هڅه کوله "کنټرول کوونکي قدرت" ترلاسه کړي. واک ته تر رسیدلو وروسته د مصاحبانو لومړی کار د جمیعت العلما یا د علماوو اتحادیې جوړول وو. پر نورو دندو سربیره، د افغانستان د علماوو اتحادیې په تعلیمي کریکولم کې د اسلامي ارزښتونو د تطبیق دنده پر غاړه درلودله. پدې توگه حکومت نه یوازې په دودیزو بنسټونو لکه مدرسو باندې د ملایانو انحصار قبول کړ  بلکې په مډرنو بنسټونو باندې یې هم  د ملایانو سلطې ته لاره برابره کړې وه.

ویښ زلمیان د خپلې برنامې د پلي کولو لپاره اړ ول چې په ټولنیزو او فرهنگي برخو کې د قومي مشرانو او ملایانو د واکمنۍ پر وړاندې دریځ ونیسي او همدارنگه د هغه مسلط سیاسي کلتور پروړاندې مبارزه وکړي چې د هغوی تسلط ته یې دوام ورکاوه. په هرصورت، اصلي ستونزه د خلکو او حاکمې حکومتي دستگاه د یوې برخې پر ذهنونو د ملایانو نفوذ وو. مگر هغه بدلونونه چې د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته رامنځته شول، دا هیله ورسره رامنځته شوه چې د واکمنې  پوړۍ ځینې غړي به د سیاسي ذهنیت او خلکو د فرهنگ د بدلون لپاره له سیاسي گوندونو سره یو ځای شي. مگر متاسفانه دا مرحله د هغه تصور پر خلاف وه په کومه چې ویښو زلمیانو فکر کاوه چې د نوې مرحلې په راتگ سره به د خپلو مډرنو نظریاتو د خپراوي لپاره مساعد چاپیریال ولیدلای شي.

د گوند مشران له هغو ستونزو څخه خبر وو چې دوی ورسره مخ کېدل. د گوند یوه اصلي دنده د شاتگپالو دودونو پروړاندې مبارزه وه، په ځانگړې توگه هغه خرافاتي  کړنې چې د عصري زده کړو د خپریدو لپاره خنډ وو. یوه پیښه چې دواړه لوري یې سره مخ په مخ مخالف کړل، د ننگرهار د والي هغه خوب وو چې ادعا یې کوله په هغه ځای کې چې د یوه ښوونځي د جوړیدو کار روان دی، د پیغمبر ویښتان په هغه ځای کې پراته دي.  په دې توگه د هغه په ​​امر هلته د ښوونځي پر ځای یو زیارت جوړ شو. ویښ زلمیانو په یوه مقاله کې چې د م. ش. په نوم د (ریاکار ته) په عنوان د ۱۹۵۱ د اپریل په اوله په  انگار کې خپره شوه، پر والي انتقاد کړی وو:

ریاکار ته!

ستا ټول کارونه د تظاهر او نمایش د پردې نه اخوا ته هېڅ هم حقیقت نه لري. ته د ملت د اساسي ارتقاء او سعادت سره هېڅ علاقه نه لري او فقط هغه کارونه ضرور سرته رسوي چې هر څوک یې وگوري او د هرې خولې نه پرې شاباسی راووځي. هغه کسان چې د خلکو په اورمېږونو سپریږي د هغو انتخاب غلط دی او بیا د هغو په خیانتونو سترگې پټول لا بد کار دی. ته په عمومي او خصوصي مجالسو کې د علم او رڼا د خپروونکو او د تنویر د طرفدارانو سره دومره ښه وضعیت کوې چې هغه صرف په دې وضعه بالکل ستا د خوا نه خاطر جمعه کېږي، مگر په پټه د هغو د امحا لپاره داسې تدابیر عملي کوې چې هغه فقط په جانیانو او مجرمانو پورې مخصوص وي، دا ځکه چې علم او عرفان، رڼا او تنویر ستا په عقیده کبیره گناه ده.

د قام او وطن خادمان او هغه کسان چې ستا د غلط عظمت او جبروت دپاره د مصلح حیثیت لري د مشرق نه په مغرب ولې، کوښښ کوي چې په هر گوټ کې د ارتقاء ډیوې مړې او د ارتجاع بنیاد ټیڼگ کړې.

په یو لوی او عمومي مسیر پل ایښودل درته گران ښکاري او یو موهومي عمارت جوړول درته آسان، دا ځکه چې هغه خدمت دی او دا خیانت دی، هغې ته ضرورت دی او دا د احتیاج نه بهر مصرف دی او اسراف، هغه واجب دی او دا ناروا، هغه د اسلام امر دی او دا د نهی، هغه اجتماعي خدمت دی او دا ستا د شخصي شهرت وسیله، هغه د خلکو په گټه تمامېږي او دا یې په ضرر. ته که څه هم په خوله د اتفاق نارې وهې مگر عمل دې فقط او فقط د نفاق او ځانځانۍ د تولیدلو دپاره کار کوي او د خپل شخصي مفاد او غرض دپاره په خلکو کې د گوندۍ او تربگنۍ پیدا کولو دپاره ډېر کوښښ کوې.

گوره، بس دی مه کوه ستاسره دا نه جوړیږي، ته آخر ددې وطن سړی یې او ددې نه چې سبا دې دا قوم لاس په گریوان کې اچوي دا ښه ده چې نن دې د بدو نه لاس واخلې.

که څه هم نوموړې مقالې لږ عکس العمل را وپاراوه. اما، کله چې بله مقاله "دعوت مردم به خرافات" یوه اونۍ وروسته  د حمل پر ۱۹مه په ندای خلق کې خپره شوه، د ملایانو پراخه غبرگون یې را وپارولای شو. د گوند یو مشر غلام حسن ساپي د مذهبي جوړښت او  لوستې پوړۍ غړو تر منځ یو بشپړ جنجال رامنځته کړای شو، ځکه نوموړي په ​​ښکاره ډول پر والي او ملایانو د پیغمبر د وېښته لپاره د زیارت د جوړولو په خاطر نیوکه کړې وه:

د زیارت د ودانۍ جوړولو په خاطر د ښوونځی ودانېزې چارې ودرول شوې، آن د هغې ټول توکي او ساختماني مواد د زیارت لپاره وکارول شول. پوښتنه داده، چې د مذهب او  مډرن ژوند د غوښتنو پر اساس چې نران او ښځې دواړه  زده کړو ته اړ باسي، آیا موږ اړ یو چې ښوونځي جوړ کړو که زیارتونه؟ زموږ اوسنی حالت د شرم وړ دی. اړ یو چې د خلکو سترگې د هیواد په زړه بږنونکو واقعیتونو بینا کړو او د هغوی سره مرسته وکړای شو ترڅو هېواد د ناپوهۍ، شاته پاته کیدنې او خرافاتو څخه وژغوري، افغانستان او په ځانگړې توگه ختیځ ولایتونه مډرنو ښوونځیو ته اړتیا لري. موږ هیله لرو چې زموږ لوی دیني عالمان [علماء کرام] او روڼاندي ځوانان به د دا ډول خرافاتي او شاتگپالو کړنو پروړاندې مبارزه وکړي.

مقاله په کابل کې د خلکو د لاریون لامل شوه چې مشري یې د هیواد ترټولو مشهور مذهبي مشر، د شور بازار صوفي حضرت فاضل عمر مجددي پر غاړه وه. حضرت مقاله استثناء کړله او په دې هڅه کې شو چې په غلام حسن خان ساپي باندې د (تکفیر او رجم) تور ولگوي او غوښتنه یې وکړه چې د شریعت له مخې باید سنگسار شي. یو لوی شور او پراخه غوغا راپورته شوه، مجددي ډیر ملایان راټول او یو ځای کړل. هغه حتی کوښښ وکړ چې خپل پلویان د سویلي پکتیا ولایت څخه کابل ته راولي. د ساپي په دفاع کې، د ډیموکراتیکو گوندونو په مشرۍ د لوستو ټولگیو غړو هم پراخ او عام لاریونونه وکړل. د مجددي کورنۍ د تاریخ په اوږدو کې له سمون غوښتونکو او روڼاندو سره په مستقیمه شخړه کې واقع وه. ساپی ونیول شو، محاکمه شو او تر هغه بندي شو چې "د توبې او اصلاح نښه د هغه پر تندي څرگندیدله". خو لاریونونو دوام وکړ. مذهبي مشران د هغه څه څخه چې "سپک مجازات" یې بلل خوښ نه ول.  له همدې امله یې د نورو لارو څخه هڅې پیل کړې. د ۱۹۵۱ د جولای پر اوله په کابل کې د پاکستان د سفارت په خپرې شوې وینا کې راغلی وو چې، د افغانستان د ټولو سیمو علما او ملایان پاچا ته لاندې غوښتنې وړاندې کوي:

لومړۍ:  ساپي او د هغه اصلي پلویان باید د اسلامي هیوادونو لکه مصر، عراق او حجاز د یوه بورډ له خوا محاکمه شي.

 دوهم:  د  ندای خلق خپلواکه رسنۍ چې د پاچا او خلکو په وړاندې ناراضایتي رامینځته کوي،  بندیز  پرې ولگول شي.

درېیم: هغه لیکوالان چې د خپلو لیکنو له لارې په سیمه ییزو رسنیو کې کمونیسټ تفکر خپروي، مجازات شي.

د دیني عالمانو غوښتنه له لویه سره دا وه چې له هغوی پرته نورو خلکو یا سازمانونو ته اجازه ورنه ورکړل شي چې له اسلامي موضوعاتو سره نيږدي پاته شي، یا نوی تفسیر وړاندې کړای شي،  دوی دا یوازې خپل ځانته ځانگړې کړې وه. د دوی غوښتنه په روښانه ډول د غلام حسن ساپي د مجازاتو لپاره لوی چوکاټ غوښت چې د ورته نورو پېښو لپاره لارښود پاته واوسي، په همدې دلیل دوی هڅه کوله چې د نورو اسلامي هیوادونو څخه دیني عالمان داخل کړي.  د دوی په نظر د ساپي مقاله د یو سیاسي گوند نظر څرگند کړی دی، نو مسلې ته باید په پراخه کچه پاملرنه وشي نه یوازې لیکوال ته مجازات ورکړل شي، بلکې گوند یې هم وتړل شي. ددې سربېره چې د ساپي په ملاتړ په کابل کې لوی لاریون ترسره شو، د دیني عالمانو نظر دا وو چې ټول هغه څوک یا څه چې د دوی واک وننگوي باید کمونست وگڼل شي، او کمونسټ گوند به نه یوازې چې د افغانانو غوسه راوپاروي بلکې د نړۍ له گوټ گوټ څخه به د مسلمانانو پام ځانته را واړوي چې په دې توگه قضیه یوه نړیواله مساله گرځي. د "کمونیزم" کلمې په یادولو دیني عالمانو ټینگار کاوه چې د ساپي د مقالې تر شا  اسلام ضد اوږدې ریښې پرتې دي.

د اسلام او ملتپالنې ترمنځ شخړه او د اهدافو په ترلاسه کولو کې د روحانیونو ناکامي، ځینې ځوانو ملایانو ته د خپل سیاسي گوند د رامنځته کولو په اړه فکر ورکړ. هغوی نه یوازې د خپلو نظرونو د خپرولو لپاره، بلکې د ملتپالو ډموکراتیکو سیاسي گوندونو سره سیالي کولو لپاره لېوالتیا لرله. دوی د ویښ زلمیانو څخه زده کړل د دې لپاره چې خپلې موخې ترلاسه کړای شي  او سیاسي دریځ یې پیاوړی واوسي، اړ دي ځانونه په سیاسي چوکاټ کې تنظیم کړي. فضل الرحیم مروت څرگنده کړې ده چې د مجددي د کورنۍ ځوانو غړو پریکړه کړې وه چې یو داسې سیاسي گوند رامنځته کړي چې د کمونیسټ پلوه ښکیلو لورو پر خلاف کار وکړي. ځینو مورخینو او د سیاسي تاریخ څيړونکو ادعا کړې ده چې نوموړی گوند د ۱۹۵۲ په لومړیو کې رامنځته شو، مگر لا هم دقیق مالومات د هغوی په اړه نشته.  په حقیقت کې روحانیون په هغه وخت د اسلامي گوند په جوړولو کې پاته راغلل. مگر د اړیکو  په رامنځته کولو او منظمو غونډو په جوړولو سره دوی د یوه مذهبي اسلامي جریان پروسه پیل کړای شوه.

دا د مذهبي بنسټونو او روڼاندو ترمنځ په افغانستان کې لومړۍ ښکاره مخامخ کېدنه او شخړه نه وه. د ۱۹۲۰مو کلونو په جریان کې روحانیونو خلک راټول کړي وو او د افغانستان د سویل او ختیځ په لیرې پرتو سیمو کې یې د حکومت په وړاندې بغاوت رهبري کړی وو. په هرصورت، دا ځل په کابل کې جگړه او تقابل د عامه لاریونونو له لارې وشو. دا د یو دیموکراټیک ملتپال گوند پروړاندې لاریون وو چې د مذهبي ايډیالوژۍ پرځای یې د قانون د واکمنۍ او ملتپالنې پلوي کوله.

دواړو لوریو خپل نظریات د وسلوالو پاڅونونو پر ځای د عامه لاریونونو له لارې څرگند کړل. په حقیقت کې دغو لاریونونو په هیواد کې د نوي ځواک په توگه د روڼاندو د مطرح کولو سره مرسته وکړله او په نهایي غایه کې د ویښ زلمیانو په گټه پای ته ورسیدل. که څه هم حکومت غلام حسن ساپی بندي کړی وو، خو په لویه کې یې ځان د روڼاندو سره یوه مسیر ته برابر کړی وو. دې چارې د عالمانو غوښتنو ته ځواب ونه وایه او په ښکاره ډول یې د ساپي مقاله د کمونسټي دوکتورینو د خپراوي په توگه جدي ونه گڼله. د ساپي سزا یې را ټیټه کړله، د هغه د اعدام ملغا یې وغوښته او حتی د عمر قید جزا یې پلي نه کړله. دا چې د هغه د مجازاتو موده د دولت په لاس کې وه، له دوه کلن بند وروسته یې هغه خوشې په پېښور کې یې د افغانستان جنرال کونسل وټاکه. دا کار د "عالمانو" په وړاندې د حکومتي پالیسۍ  ژور بدلون څرگندوی. مذهبي جوړښتونو څخه د رضایت او له هغوی سره د یوځای کار کولو څخه حکومت خپل کار پای ته رسول غوښت، حکومت نور د قدرت ساتلو لپاره د روحانیونو په ملاتړ تکیه نه کوله.

له دې هاخوا، د مذهبي روحانیونو او ویښ زلمیانو تر منځ تقابل او شخړه تر ورځپاڼو او عامه مظاهرو پورې محدود پاته نه وه. گوند نورې لارې هم کارولې، لکه د کتابونو خپرول، چې تر څو د مخالفو غبرگوني ځواکونو سره مبارزه وکړای شي. د بیلگې په توگه، په ۱۹۴۸ کې ویښ زلمیانو «د شوربازار حضرت څوک دی؟» په نوم یو کتاب خپور کړ، په دې کتاب کې د نقشبندي صوفي مجددي کورنۍ د مشر او په هیواد کې ترټولو نفوذ لرونکي روحاني په اړه ناویل شوي خبرې راغلې وې . کتاب کې، نه یوازې د افغانستان په سیاسي ناکرارۍ کې د حضرت منفي رول بیان شوی وو، بلکې د شاتگپالو مذهبپالو لخوا د هیواد پرمختگ ته متوجه زیانونه هم تشریح شوي وو، ددې تر څنگ په شلمه پیړۍ  کې د افغانستان په کورنۍ سیاست هم منظم بحث شوی و. کتاب په پټه ویشل کېدی.

که څه هم، ویښ زلمیان او د ۱۹۴۷ او ۱۹۵۲ ترمنځ نور سیاسي گوندونه د مذهبي جوړښت پروړاندې غالب ول، مگر د حکومت پر وړاندې یې د میدان توپ له لاسه ورکړ. د دوی خپرونو، لاریونونو او په ځانگړي توگه ملي شورا کې پر حکومت انتقاد د دې لامل شوی وو چې حکومت دوی د ۱۹۵۲ په اپریل کې سرکوب کړل، دا د سیاسي مبارزې د یوې دورې د پای په مانا گڼلای شو. که څه هم حکومت د ویښ زلمیانو د ملت پالنې ځیني غوښتنې عملي کړې، لکه د پښتونستان مسله، د پښتو ژبې وده او د عصري زده کړو خپرول، اما د مشروطه دولتجوړنې سره یې  لږه علاقه وښودله. د ویښ زلمیانو گوند له منځه وړل د افغان سیاسي تفکر لپاره نه ملهم کېدونکی او ژور زخم رامنځته کړ. تر ویښ زلمیانو وروسته هیڅکله هم بیا ملپالنه، مشروطه غوښته او د قانون واکمني د سیاسي تنظیم او تحرک لپاره محور ونه گرځيد. پرځای یې، د اساسي قانون لسیزې په جریان کې، د ۱۹۶۴ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ یو شمیر سیاسي گوندونه راڅرگند شول، مگر هغوی په پراخه توگه د سخت دریځو وارداتي ایډیالوژیو لکه مارکسیزم او اخواني اسلامیزم څخه ملاتړ وکړ.

د راډیکالو عروج

د ویښ زلمیانو ظهور د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د افغانستان په سیاست کې د بدلون دوره گڼل کېږي. د گوند رامنځته کېدلو سره د گوند غړیو او د شاهي کورنۍ د ځينو غړیو د لومړنۍ مرحلې د مناسب چلند په مرسته د بدلون غوښتنې ډيوه بله کړله.  د گوند څخه د شاهي کورنۍ لنډمهاله ملاتړ په حقیقت کې په شاهي کورنۍ کې د واک رسیدنې د مبارزې په منظور وو، شاهي کورنۍ هڅه کوله د ویښ زلمیانو له اینرژۍ څخه د کورنۍ د داخلي سیالۍ لپاره گټه پورته کړای شي او ځانگړې کړۍ پرې اقتدار ته ورسیږي.  شاهي کورنۍ غوښتل وښيي د گوند نظریات د واکمنانو د نړۍ لید سره نږدې وو، مگر حقیقت دا وو چې ویښ زلمیانو له شاهي کورنۍ سره هېځ ډول فکري ورته والی نه درلود. مصاحبانو په ټولیزه توگه په پښتني ملتپالنه کې د خپل ځواک ادغام،  د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې برتانوي هند څخه د پښتنو ځمکو د خلاصون لپاره یو ریښتینی فرصت گاڼه چې اوس مهال په پاکستان پورې اړه لري. دغه وضعیت د دولت د پالیسیو په وړاندې د ویښ زلمیانو گوند د متعدل چلند سبب وگرځيدی.  په هرصورت، د ویښ زلمیانو گوند د ژوندي پاتې کیدو پر وړاندې؛ د گوند اپوزیسیوني څیره، د پښتون نشلنیزم پر وړاندې د راډیکالو سیاسي گوندونو توند غبرگون،  پښتون ملتپالنه او د پښتونستان مسله جدي ننگونې وې.

د ویښ زلمیانو گوند منځته راتگ، د هغه لوی شمېر گډونوال او د خپلې زمانې په سیاست کې یې فعاله ونډه دا څرگندوي چې د هغه وخت افغاني ټولنه سیاسي بلوغ ته نېږدي وه او د عنعنوي او رواجي ايډیالوژۍ او فردمحوره سیاسي فیشن ستوری مخ پر زوال وو. د ملتپالنې او مشروطه غوښتنې داعیې لوی شمېر خلک، نه یوازې په کابل کې بلکې د ولایتونو په مرکزونو کې را جلب کړي وو. دوی غوښتل وښیي چې مذهبي او قومي سیاست نور د افغاني ټولنې د خوځښت، پرمختگ او ثبات قابلیت نلري.

ویښ زلمیانو گوند د ټولنې په بېلابېلو برخو او ټولگیو کې د مذهبي او روحاني مشرتابه او ايډیالوژۍ بدیل وړاندې کاوه، په دې توگه د شلمې پېړۍ په منځ کې ملتپالنه او ملتپالان خورا وځلیدل او تر ډېره بریالي وو، خپل نظریات یې ورسول، لوی ټولگی مخاطبان یې وموندل او په هېواد کې یې څرگند نقش او گډون ددې لامل شوی وو چې په سیاسي او ايډیالوژیک ډگر کې عنعنوي او رواجي سیاسي ځواکونه لکه ملایان، روحانیون  او قومي سیاسي جوړښتونه وځپلای شي.

د گوند غړیو د هېواد د سیاسي مشرتابه په بېلابېلو سطحو کې لار موندلې وه؛ د پارلمان له غړیتوب څخه تر ولایتي مشرانو او فرهنگي بنسټونو پورې د دوی شتون تر سترگو کېدی. دوی خپل افکار او سیاسي تیوري د پارلماني اپوزیسیون، عامه مظاهرو، اخبارونو، کلتوري مراسمو، نندارو او نورو بېلابېلو لارو څخه د هېواد په گوټ گوټ کې تر خلکو رسول.

دا د افغانستان په تړلې سیاسي ډېلما کې د یو نوي بحث او ‌ډیالوک پیل وو، آزادفکره او روڼاندي یې تشویق او وهڅول او عنعنوي شاتگپال سیاسي او ايډیالوژیک ځواکونه لکه، ملایان یې خوابدي او وننگول.

د هغه وخت یو بل پاروډکس دا وو چې ملایانو او مذهبي سیاستوالو د ویښ زلمیانو چوکات وکاروی او د خپلو سیاسي مبارزو لپاره یې د ویښ زلمیانو له سیاسي تجربې څخه گټه پورته کړله. مذهبي سیاستوالو ډېر ژر د ويښ زلمیانو په گډون ټول پرمختگپال بهیرونه د سیاست له صحنې څنډې ته کړای شول، په سیاست کې یې پراخ رول ولوباوه، او په افغانستان کې یې د سیاسي اسلام د رامنځته کولو پړاوونه ووهل، او په راتلونکو مرحلو کې یې له مراکش تر اندونیزیا د بنسټپالو مذهبي افراطیانو مخه په مختلفو چوکاټونو کې افغانستان ته پرانیستله.

ـــــــــــــ

انځور په اړه؛  د غلام حسن ساپي په پلوۍ د ویښ زلمیانو مظاهره کې محمد هاشم میوندوال، ویښ زلمیانو مشر محمد رسول پښتون، قیام الدین خادم، گل پاچا الفت او د ببرک کارمل پلار غنډمشر محمدحسین لېدل کېږي. ۱۹۵۰، کابل.


اخځلیکونه

  1. پاینده، سلیم. تېره پېړۍ کې د افغانستان کورنی سیاست او اپوزیسیون غورځنگ. انسان وېبپاڼه، سرطان ۹مه ۱۳۹۹، http://insan.af/posts/40?fbclid=IwAR3wTWmGXY-rUhDPF4qvDdo2jqQ9Ls-EN5IbZcuenxo70QXqa-nZ4FADa1M
  2. بڅرکی، محمد علم. ویښ زلمیان. افغان کلتوري ټولنه، نیدرلنډ، ۱۳۷۹. م م ۱۳، ۲۹، ۳۹، ۱۱۲، ۱۳۳
  3. یوودکتکوفسکي او مسکوموسیل.  تاریخ نوین افغانستان. یپارتمنت تاریخ و فلسفه، پوهنتون کابل. مطبعه پوهنتون،  ۱۳۵۶.
  4. انگار، شماره نهم، سال اول، چهارشنبه، ۷ حمل، ۱۳۳۰
  5. انگار، شماره دهم، سال اول، يکشنبه، ۱۱ حمل، ۱۳۳۰
  6. ندای خلق، شماره سوم، چهارم، پنجم، ششم ، سال اول،  ۱۳۳۰/ ۱۹۵۱ 
  7. حبیبي، عبدالحی. مشروطیت غورځنگ په افغانستان کې.  م‌م ۴۸-۶، ۱۲۱-۱۰۱
  8. غبار، میر غلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ.  م م، ۷۲، ۷۱۷
  9. فرهنگ، میر محمد صدیق. خاطرات؛ سرگذشت من. م ۶-۹۵
  10. مبارز، عبدالحمید. مشروطه سوم و اغاز دیموکراسی، چاپ ۱۳۹۳. م ۱۱۵
  11. مجموعه مقالات سمینار بین المللی علمی، تحقیقی علامه احمد علی کهزاد ، ۲۰۱۷
  12. Victor G. Korgun.The history of Afghanisan, The twentieth century, itellectuals in the political life of Afghanistan. Pp (252-256).
  13. Korgun, G. Victor. The Role of the Intelligentsia in Afghanistan’s Political Life), Moscow 1983. Pp 67, 89, 122
  14. Adamec, Ludwig W. First supplement to the Who's who of Afghanistan: Democratic Republic of Afghanistan– January 1, 1979, pp 53, 55, 88.
  15. Dupree, Nancy Hatch.  An Historical Guide to Afghanistan (Afghan Tourist Organization Publication) Hardcover – January 1, 1977. Pp 128, 178, 331
  16. Dupree, Louis. Mahmud Tarzi: forgotten nationalist. 1925-1989 https://search.library.wisc.edu/catalog/999782744502121