د جګړې د مطالعاتو پروګرام، همکار
د جګړې د مطالعاتو پروګرام، همکار
د انسان څېړنیز بنسټ او د افغانستان د علومو اکاډمۍ ترمینځ د روان کال د دلوې په پنځمه د ګډو علمي، څېړنیزو او فرهنګي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک د علومو اکاډمۍ د عمومي رئیس ډاکټرعبدالظاهر شکیب په شتون کې د انسان څېړنیز بنسټ عمومي رییس فهیم کریم او د اکاډمۍ د بشري علومو د برخې مرستیال سرمحقق ډاکټر محمد علم اسحاقزي لخوا امضاء شو.
د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس عبدالظاهر شکیب په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ «د علمي همکاریو پراخوالی د علومو اکاډمۍ یو له مهمو موخو څخه دی او وویل چې معتبرې علمي څېړنې د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول لري او موږ په دغه برخه کې د څېړونکو، علمي او تحقیقي مرکزونو طرحو او پيشنهادونو ته سترګې په لاره یو».
بله لورته د انسان څېړنیز بنسټ عمومي رئیس فهیم کریم په خپلو خبرو کې وویل؛ «دا هوکړهلیک به د څېړنو، خپرونو او اختصاصي پروګرامونو په اجراء کې د یوې مشترکې اجنډاء په مرسته پلې شي. هیله ده چې «انسان» وکولای شي هغه رسالت ته چې لري، له علومو اکاډمۍ سره د چارو په سمونتیا کې موثره ونډه واخلي».
د دې هوکړې په بنسټ به دواړه لوري د ګډو څېړنو، د څېړنیزو منابعو څخه د ګټې اخیستنې، ظرفیت لوړونې، کنفرانسونو، سمینارونو او د خپرونو په برخه کې ګډ پروګرامونه ترسره کوي.
په پای کې د هوکړه لیک د عملي کولو له پاره د یوې ګډې کمېټي د جوړیدنې په اړه خبرې وشوې، څو اجنډاء جوړه او د یوه میکانیزم له مخې کارونه پیل شي.
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د «انسان» له عامه اړیکو او ارتباطو په څانګه پورې اړیکه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af