د اوبو ډیپلماسۍ ته اړتیا

ډیالوګ او مذاکرات د اوبو ډیپلماسۍ مهمه او غوښنه برخه ده، لکه څنګه چې مخکې مو هم وویل د رسمي او نا رسمي چوکاټ لاندې ترسره کېدای شي، ځکه چې ډیالوګ له موږ سره مرسته کولای شي، تر څو معلومات، ډیتا، لیدلوري، لومړېتوبونه او اړتیاوې سره شرېکې کړو.

 په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان ویلي و، چې راتلونکې کې به خوږو اوبو ته لاسرسي پر سر نړېوالې شخړې او منازعات رامنځته شي. موده وروسته یې زیاته کړه، چې اوبه د نړېوالو همکاریو پراختیا وسیله هم کېدلای شي(۱). همدا دلیل دی، چې اوبه هم د شخړو یو کتلست او هم د همکارۍ او همغږۍ ابزار په توګه مطرح کېدای شي. هایدروډیپلماسي هغه وسیله ده، چې له مخې یې اوبه د همکارۍ پراختیا وسیله کېدلای شي.

د ساتو له نظره ډیپلماسي هغه مذاکرات دي، چې د سیاسي خپلواکو نهادونو ترمنځ رامنځته کیږي.(۲) همداراز ډیپلماسي هغه هنر دی، چې موخه یې د ملي قدرت او ملي ګټو پورې اړوند نړېوالو شرایطو همغږي کول دي.(۳)

جواد صدر په خپل کتاب «حقوق ډیپلماتیک و کنسولي» کې ډیپلماسي هغه سوله‌يیز روش بولي، چې له مخې یې د هېوادونو بهرنۍ سیاست اړوند یوه مساله د مذاکراتو او یا بلې هرې سوله‌يیزې وسیلې له لارې حل و فصل کیږي(۴).

ډیپلماسي په حقیقت کې هغه ارتباطي سیستم دی، چې پر اساس یې لوبغاړي کولای شي ،خپل علایق او غوښتنې تعریف او ښکاره کړي، خپل شکایتونه رابرسیره کړي، تهدیدونه مطرح کړي او حل لارو ته پراختیا ورکړي. ډیپلماټیک چینلونه کولای شي، په دې برخه کې دریځونه(موقفونه) روښانه کړي، د اطلاعاتو ترلاسه کولو لپاره څېړنه وکړي، دولتونه او نور لوبغاړي متقاعد کړي، چې د ځانګړې موضع (ځایګي) څخه ملاتړ وکړي. د اوبو ډیپلماسي په حقیقت کې د همدې ارتباطي سیستم کارونه ده، خو د اوبو په برخه کې او دا چاره غالبا په ګډو سیندیزو اوبو کې رامنځته کیږي. د مثال په توګه کله چې هېوادونه سره ګډې او پوله تیریدونکي سیندونه، آکویفرونه او جهیلونه ولري، نو ځکه د اوبو ډیپلماسي یوه متحرکه  او ډینامیکه پروسه ده، چې د اوبو منابعو تخصیص او مدیریت لپاره منطقي، سوله‌يیز او دوامداره حل لار پیدا کوي؛ په داسې توګه چې په عین وخت کې د سیمه‌يیزو همکاریو او همغږیو رامنځته کېدا سبب شي.

 له همدې کبله کله چې ارواښاد محمد موسی شفیق د افغانستان پخواني صدراعظم او امیر عباس هویدا( ایراني سیال یې) ترمنځ د هلمند اوبو پر سر په ۱۹۷۳ کې تړون رامنځته کیږي او یا هم په افریقا کې د دریو هېوادونو  مشران: مصر، ایتوپیا او سوډان چې دوی د ایتوپیا رینسانس بند اعلامیه(ُ(Grand Ethiopian Renaissance لاسليک کوي، دا په حقیقت کې د اوبو ډیپلماسۍ یو لوری(مسیر) دی.  دا کار په ۲۰۱۵ کې ترسره شو او کله چې مونږ د اوبو ډیپلماسۍ په اړه فکر کوو؛ دا ممکن د همغه مسیر یوه برخه وي. پورتنی مثال د رسمي ډیپلماسۍ یوه بڼه ده. د ډیپلماسۍ بېلابېلې بڼې لرو، چې د رسمیت درجې، ګډون کونکو لوبغاړو او موخو پر اساس وېشل(تصنیف بندي) کیږي. په لومړۍ بڼه یا رسمي ډیپلماسۍ کې د دولتي لوبغاړو ترمنځ رسمي اړېکه نېول کیږي، چې لوبغاړي د خپلو حکومتونو یا نهادونو په استازیتوب کولای شي، مذاکرات ترسره کړي، بحث وکړي او په پای کې تصمیم نېونه وکړي. لیکن په غیر رسمي ډیپلماسۍ کې چې دویمه او درېیمه بڼه یې ده؛ بحث او ډیالوګ د غیر رسمي وګړو ترمنځ صورت نیسي، تر څو وکولای شي، اړيکې رامنځته کړي، منازعات حل کړي، بحران مدیریت کړي او اعتماد جوړونه وکړي.(۵) همداراز هغه عاملونه چې په دې ډول ډیپلماسۍ کې دخیل دي معمولا علما، د چارو کارپوهان، غیر انتفاعي مؤسسات، تجارت پیشه خلک، رسنۍ او نور انفرادي وګړي د مثال په توګه متقاعد مقامات او داسې نور شامل وي.

د ډیپلماسۍ دا ډول رسمي او غیر رسمي بڼې د یو بل تکمیلونکې دي او کېدای شي، په عین وخت کې ترسره شي. اوس دا پوښتنه مطرح کیږي، چې ولې د اوبو ډیپلماسي مهمه ده؟

د دې پوښتنې لپاره اړېنه ده پوه شو چې: اوبه بې بدیله ماده ده. په نړۍ کې د انسانانو لپاره ۰،۴ فیصد اوبه د لاسرسي وړ دي، یا مسقیما ورته لاسرسۍ پیدا کولای شي. همداراز شاه وخوا دوه ملیارد خلک په ۴۰ هېوادونو کې د اوبو له کمښت سره مخ دي. د یوې سروې له مخې هره ورځ دوه ميلیون ټنه فاضله مواد اوبو ته بهیږي، چې دې چارې د اوبو څخه رامنځته کېدونکې امراضو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي دي. د نړۍ نیم نفوس د ککړو اوبو سره مخ دی، چې د بېلابېلو امراضو سبب کیږي. د نفوسو ډېرښت اوبو ته تقاضا لا ډېره کړې ده؛ اټکل دی چې په ۲۰۵۰ کال کې به د نړۍ نفوس کابو  نهه ميلیارد وګړو ته ورسیږي چې دا په خپله د اوبو پر منابعو فشار ډېروي. اقلیمي بدولونونه بل عامل دی چې د اوبو ډیپلماسي تر بل هر وخت ډېره مهمه او اړېنه کوي. د یوې څېړنې له مخې په تېرو پنځو لسیزو کې د همالیا او هندوکش ۷۰ سلنه طبیعي یخچالونه اوبه شوي او که چېرې د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شویو موخو ته ونه رسیږو، یوه لویه فاجعه راتلونکې ده. د نړۍ په ځینو برخو کې د اوبو کمښت ستونزه تر بل هر وخت ډېره جدي ده. په همدې سیمو کې ګډې لویې سیندیزې حوزې لکه نیل سیند، اندوس، ګنګا، ایفوریتس – تیجریس او میکانګ پراته دي، چې هر وخت کولای شي د اوبو منابعو پر سر منازعات رامنځته کړي(۶).

څېړنې ښیې، په نړۍ کې ۵۵ هېوادونه په لویو منازعاتو کې ښکېل دي، چې له مخې یې ۴۱  هېوادونه ګډې سیندیزې حوزې لري، نو د اوبو کمښت شدید فشار او په دې اړه سیاسي منازعاتو کې د اوبو ډیپلماسۍ نقش څه دی؟

 د اوبو ډیپلماسي په ځانګړې توګه په هغه حالت کې مؤٍثره ده، چې د اوبو منابعو تخصیص او مدیریت پر سر منازعات او یا د منافعو تعارض موجود وي(۷). همداراز د اوبو ډیپلماسي د سوله ساتنې وضعیت ملاتړ کوي او د خصومت تر سیوري لاندې اړېکو رغولو لپاره هم ګټوره تمامېدای شي، نو که چېرې د هېوادونو ترمنځ د اوبو پرته هم، اړيکې ترینګلې وي؛ اوبه کېدای شي د ګډو ګټو او همکارۍ پراختیا لپاره وکاریږي.

د دې ډول فعالیتونو یوه نمونه د پوهې ا ومهارتونو زیاتوالۍ دی؛ دا چاره د اوبو په ډیپلماسۍ کې اړېنه ده او ځانګړیو شرایطو ته په کتو باید طرحه شي. ځکه چې اړخونه(اطراف) اړتیا لري، چې د مثال په توګه د اوبو پر نړېوالو حقوقو پوه شي، تر څو اصول یې په پام کې ولري او یا هم د منافعو تشریک(Benefit sharing) زده کړي، چې له مخې یې همکاري پراخه شي او یا هم اړتیا وي، د سیندیزې حوزې پر هایدرولوژۍ پوه شي، هایدرولوژیکي او هایدرومترولوژيکي ارقام ولري، نو ځکه دا د اوبو ډیپلماسۍ په پروسه کې لومړني ګامونه دي.

 د اوبو په ډیپلماسۍ کې ګډه او مشترکه پوهه اړين څیز دی. د مشترکې پوهې تولید لپاره اړېنه ده، چې ګډه کاري کمېټه او یا هم د حقیقت موندې ګډ هییت شته وي، ځکه چې هېوادونه جلا پوهه او جلا لیدلورۍ لري، نو د ګډ لیدلوري ته په رسیدا کې اړېنه ده، پوهه او معلومات سره تبادله کړي او دا له جلا معلوماتو او پوهې په نسبت ښه چاره ده. ډیالوګ او مذاکرات د اوبو ډیپلماسۍ مهمه او غوښنه برخه ده، لکه څنګه چې مخکې مو هم وویل د رسمي او نا رسمي چوکاټ لاندې ترسره کېدای شي، ځکه چې ډیالوګ له موږ سره مرسته کولای شي، تر څو معلومات، ډیتا، لیدلوري، لومړېتوبونه او اړتیاوې سره شرېکې کړو. همداراز سیمه‌يیز پلانونه مونږ سره مرسته کوي، چې د منافعو ساحه مشخصه کړو او د همکارۍ داسې لارې چارې ولټوو، چې له مخې یې ټول شریک هېوادونه ګټمن وي. کله ناکله درېیم عنصر هم د اوبو په ډیپلماسۍ کې دخیلېدای شي، تر څو اړخونو ته د ناستې او مذاکراتو زمینه مساعده کړي، که څه هم ځینې وختونه دا چاره اړېنه نه وي او په ځینو وختونو کې هم اړخونه نه غواړي، چې درېیمګړي په دې پروسه کې ښکېل شي؛ سره له دې هم کله ناکله د درېیم ګړې دخالت ډیر اړېن او مؤٍثر وي. درېیم اړخ کولای شي چې اړخونه خبرو اترو ته قانع کړي، هغه ټکې مشخص کړي چې باید پرې بحث وشي، کله ناکله د ناظر په حیث رول ولوبوي، چې په جلساتو کې حضور لري او د رغونکو بحثونو(constructive dialogue) څخه ځان ډاډمنوي.  همداراز د معلوماتو او لیدلوریو شریکول له موږ سره مرسته کوي، اړخونه د یو نهادینه شوې همکارۍ(institutionalized collaboration) ته ورسیږي، چې په خپل وخت سره معلومات، پلانونه او داسې نور سره شریک کړي. دا چاره معمولا د سیندیزو حوزو سازمانونو(River basin organization)  او یا ورته نورو نهادي میکانیزمونو په رامنځته کولو سره ممکنه ده، تر څو همغږي او همکاري دوامداره او باثباته پاتې شي. اوس پوښتنه داده، چې موږ د اوبو ډیپلماسۍ دخالت څخه څه زده کړل؟ څنګه کولای شو دا پروسه کامیابه کړو؟ زموږ د زده کړو ځینې لاسته راوړنې کېدای شي د سولې په چارو کې په پراخه توګه مطرح شي او همداراز د اوبو ډیپلماسۍ په برخه کې زده شوې تجربې کاریدلای شي، نو ځکه په دې اړه یو مهم اصل دادی چې « ځای وپيژنئ»(know the context!) دا ډېره مهمه ده. تاسې باید ځانګړی تحلیل ولرئ، په موجوده وضعیت پوه شئ، اړخونه وپيژنئ، د هغوی ګټې، مخینه یا تاریخي علایق او داسې نورو سره بلدتیا ولرئ. تاسې باید مختلف اقتصادي، اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او تاریخي مسایل په پام کې ونیسئ ، مختلف دخیل لوبغاړي وپيژنئ. د مثال په توګه بېلابېل وزارتونه ځکه چې ممکن د اوبو وزارت /اداره په ځانګړې برخه کې یو ډول نظریات ولري او بهرنیو چارو وزارت بل ډول نظریات ولري، نو په دې اساس اړېنه ده، مختلف لومړېتوبونه او موضوعات وپيژندل شي. همداراز لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د اوبو په ډیپلماسۍ کې بېلابېل لوبغاړي دخیل دي او د اوبو ډیپلماسۍ مختلفې بڼې( رسمي او نارسمي) هغه تشکیلوي، نو ځکه اړېنه ده، چې محلي ټولنې/د اوبو ګټه اخیستونکې انجمنونه، غیرانتفاعي مؤسسات، حکومتي نهادونه په‌کې دخیل شي(۸). د ورکشاپونو او سیمینارونو دایرول په دې برخه کې مهم رول لري، ځکه چې د نظریاتو تبادله کیږي او د یو اوبل غوښتنې درک کیږي، چې په پای کې تصمیم نېونه کې آسانتیا رامنځته کوي. همدا دلیل دی  چې یو لید او یو ډول پروسه هر چیرته کار نه ورکوي، اړېنه ده وضعیت او اړتیاوو ته په کتو متناسبه مداخله وشي.

دا هم ډېره مهمه ده، چې د اوبو ډیپلماسۍ پروسه باید تغیرمننونکې وي او د سیاسي تحولاتو سره سازګاري وکړای شي، ځکه چې د وخت په تیریدو په غوښتنو کې توپیر راځي او همدا ټکی د اوبو ډیپلماسۍ او نورو عامو پرمختیاوو لکه ظرفیت جوړونې او داسې نورو ترمنځ د توپیر ټکی دی، ځکه چې په نورو پرمختیاوو کې یو مشخص پلان لری، د هغه تطبیقول غواړی، خو د اوبو ډیپلماسۍ په برخه کې اړېنه ده چې تاسې انعطاف مننونکي اوسېږی او د تغیراتو سره سازګار شئ.

په آخر کې باید وویل شي، چې د ګډو اوبو پر سر همغږي او همکاري اړتیا ده نه انتخاب. په ځانګړې توګه چیرته چې اوبو ته لاسرسی د اقلیمي تغیراتو او ‌یموګرافیکي تحولاتو پر اساس له سخت شدید فشار سره مخ وي، نو ځکه د اوبو ډیپلماسي د اوبو اختصاص او مدیریت په برخه کې باثباته، دوامداره او سوله‌يیز حل لپاره کلیدي رول لري، چیرته چې د اوبو پر سر د منافعو او د لیدلوریو تعارض موجود وي. په اوسنۍ نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د بالقوه شخړو او منازعاتو ډیر عوامل شته‌، چې یو یې هم اوبه دي، نو ځکه اړېڼه ده چې د اوبو ډیپلماسۍ ته ځآنګړې توجه وشي او دې پروسې ته اړتیا ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدونکې توګه ډېریږي.


اخځلیکونه

1.     برکت الله آریوبي، د افغانستان اوبو سرچېنو مدیریت:نړېوال مقررات او سیمه ایز تعاملات، ۱۳۹۹، کابل، سوله خپرندویه ټولنه، دویم چاپ.

2.        Watson, A. (1992). Diplomacy: the dialogue between states, London, New York, NY: Rutledge, p.33.

3.        Morgenthau, H.J, Thompson, K.W (2005) politics among the nations, published by mc Grow-hill Education, p.187.

4.     جواد صدر، حقوق دیپلماتیک و کنسولی، ۱۳۹۴، دانشگاه تهران، ص ۱۳

5.        Naho mirumachi, (2015). Tran’s boundary water politics in the developing world, Rutledge, London and New York, p.234.

6.        Jerome De prisoll and Aeron Wolf, (2009). Managing and transforming water conflict, Cambridge university press, p.123.

7.        Joachim Blather and Helen Ingram, (2001). Reflection on water: New approaches to Tran’s boundary conflicts and cooperation, MIT press, Cambridge, Massachusetts, London, England, p.456.

8.        Jerome De presell and Aeron Wolf, ibid, p.432.