insan.af
INSAN | انسان INSAN - انسان د تتسو ناکامورا لومړی تلین او د انسانپالنې اېوارډ | انسان

د تتسو ناکامورا لومړی تلین او د انسانپالنې اېوارډ

د ناکامورا او د ټولو هغه انسانانو د درناوي او ستاینې په پار چې د بشر د نېکمرغۍ او هوساینې لپاره یې هلې ځلې کړي، یاد تلپاتې غواړو او د کارونو د دوام او ورته تجربو د تطبیق هیله کوو.

د ډیسمبر څلورمه د ډاکتر تتسو ناکامورا د مړینې ورځ ده. هغه کال وړاندې په جلال‌اباد کې د نامالومو وسله‌والو له‌لوري ووژل شو. ناکامورا له ۱۹۹۱ راپدېخوا د یو بشري فعال په توګه د افغانستان د اوبو د مدیریت او کرکیلې په برخه کې بې‌سارې هلې‌ځلې وکړې چې د افغانستان د دولت او خلکو له لوري په پراخ ډول ستایل شوي دي.

د ۲۰۱۹ د ډیسمبر په شپږمه «انسان» د هغه د چارو او کوښښونو ته د درناوي او د تلپاتې میراث د ساتنې په موخه د هغه د یاد په یو مجلس کې د هغه په نوم د انسانپالنې اېوارډ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې هر کال به یاد اېوارډ د انسانپالنې په نړیواله ورځ د یو ځانګړي بشرپال شخصیت په نوم کېږي او د تلین په ورځ به یې اهداء کېږي.

دا چاره د یو شمېر محدودیتونو له کبله وځنډېده او اداره ونه‌توانېده په خپل وخت دا چاره ترسره کړي، موخه دا ده څو د ۲۰۲۰ کال جایزه ډېر ژر د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې اعلان او وسپارل شي.

ډاکتر ناکامورا یو متعالي او خیرخواهانه انسان و، د هغه  تلپاتې میراث چې د خلکو د هوساینې لپاره یې د وګړیو پر ځاني خپلواکۍ باور درلود، د لکونو انسانانو د پیاوړتیا او پر خپلو پښو د درېدو باعث وګرځېده. هغه د طبعیت د مهارولو او هغه د انسانانو په ګټه د کارولو یوه بنسټیزه بشري تجربه عملي کړه چې د د شته دولتي او غیر دولتي بنسټونو چې پراختیايي مسوولیتونه لري، ونه‌شوای کولای دا هر څه زده او عملي کړي.

ناکامورا د یو داسې بشرپال په توګه چې ترپایه له ستاینو او محض تشریفاتو لرې پاتې شو، د یو داسې انسان حیثیت درلود چې بشرپالنه یې د یو نړیوال او بشري ارزښت په توګه ساتله.

ناکامورا یو سپېڅلی روح و چې جغرافیه او میراثي اړیکې ورته تر زرګونو میله لرې انسانانو څخه زیاتې د ارزښت وړ نه‌وې، هغه باید د افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي وضعیت ته په کتو د پراختیا او ځان‌بساینې موډل و اوسي.

«انسان» د هغه بشرپالونکی میراث ستایي، د درناوي لپاره یې د بشري هڅو او کمکونو د ارزونې پر اهمیت ټینګار کوي او د ده په نوم د بشرپالنې د اېوارډ په زمینه کې غواړي په افغانستان کې د بشرپالونکو مرستو او پراختیايي چارو پر همغږۍ او بدیلو سیاستونو وغږیږي او داسې یو زمینه خلق کړي چې له خلکو سره مرسته، له ځايي سرچینو موثره استفاده، د کلیوالو او لرې پرتو وګړو پر ځان‌بساینه او د څوموخیزو پروژو تطبیق چې هم پراختیا تضمین کړي او هم اروايي هوساینه او آرامي وپنځوي.

«انسان» یو ځل د هغه د یاد د تلپاتې کېده او بشرپالونکو نوښتونو څخه د ملاتړ په موخه د ده په نوم د اېوارډ پر ورکړه ژمنه تازه کوي او د یو ملي بحث پر ایجاد تمرکز کوي.

 

د ناکامورا او د ټولو هغه انسانانو د درناوي او ستاینې په پار چې د بشر د نېکمرغۍ او هوساینې لپاره یې هلې ځلې کړي، یاد تلپاتې غواړو او د کارونو د دوام او ورته تجربو د تطبیق هیله کوو.

 

په درنښت

«انسان» بنسټ

جمعه، د ډیسمبر ۴مه ۲۰۲۰

شهرنو، کابل – افغانستان