د جګړې د مطالعاتو پروګرام، همکار
د جګړې د مطالعاتو پروګرام، همکار
insan.af
د ډیسمبر څلورمه د ډاکتر تتسو
ناکامورا د مړینې ورځ ده. هغه کال وړاندې په جلالاباد کې د نامالومو وسلهوالو لهلوري
ووژل شو. ناکامورا له ۱۹۹۱ راپدېخوا د یو بشري فعال په توګه د افغانستان د اوبو د
مدیریت او کرکیلې په برخه کې بېسارې هلېځلې وکړې چې د افغانستان د دولت او خلکو
له لوري په پراخ ډول ستایل شوي دي.
د ۲۰۱۹ د ډیسمبر په شپږمه «انسان» د
هغه د چارو او کوښښونو ته د درناوي او د تلپاتې میراث د ساتنې په موخه د هغه د یاد
په یو مجلس کې د هغه په نوم د انسانپالنې اېوارډ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې هر
کال به یاد اېوارډ د انسانپالنې په نړیواله ورځ د یو ځانګړي بشرپال شخصیت په نوم
کېږي او د تلین په ورځ به یې اهداء کېږي.
دا چاره د یو شمېر محدودیتونو له کبله
وځنډېده او اداره ونهتوانېده په خپل وخت دا چاره ترسره کړي، موخه دا ده څو د ۲۰۲۰
کال جایزه ډېر ژر د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې اعلان او وسپارل شي.
ډاکتر ناکامورا یو متعالي او
خیرخواهانه انسان و، د هغه تلپاتې میراث
چې د خلکو د هوساینې لپاره یې د وګړیو پر ځاني خپلواکۍ باور درلود، د لکونو
انسانانو د پیاوړتیا او پر خپلو پښو د درېدو باعث وګرځېده. هغه د طبعیت د مهارولو
او هغه د انسانانو په ګټه د کارولو یوه بنسټیزه بشري تجربه عملي کړه چې د د شته
دولتي او غیر دولتي بنسټونو چې پراختیايي مسوولیتونه لري، ونهشوای کولای دا هر څه
زده او عملي کړي.
ناکامورا د یو داسې بشرپال په توګه چې
ترپایه له ستاینو او محض تشریفاتو لرې پاتې شو، د یو داسې انسان حیثیت درلود چې
بشرپالنه یې د یو نړیوال او بشري ارزښت په توګه ساتله.
ناکامورا یو سپېڅلی روح و چې جغرافیه
او میراثي اړیکې ورته تر زرګونو میله لرې انسانانو څخه زیاتې د ارزښت وړ نهوې،
هغه باید د افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي وضعیت ته په کتو د پراختیا او
ځانبساینې موډل و اوسي.
«انسان» د هغه بشرپالونکی میراث ستایي،
د درناوي لپاره یې د بشري هڅو او کمکونو د ارزونې پر اهمیت ټینګار کوي او د ده په
نوم د بشرپالنې د اېوارډ په زمینه کې غواړي په افغانستان کې د بشرپالونکو مرستو او
پراختیايي چارو پر همغږۍ او بدیلو سیاستونو وغږیږي او داسې یو زمینه خلق کړي چې له
خلکو سره مرسته، له ځايي سرچینو موثره استفاده، د کلیوالو او لرې پرتو وګړو پر ځانبساینه
او د څوموخیزو پروژو تطبیق چې هم پراختیا تضمین کړي او هم اروايي هوساینه او آرامي
وپنځوي.
«انسان» یو ځل د هغه د یاد د تلپاتې
کېده او بشرپالونکو نوښتونو څخه د ملاتړ په موخه د ده په نوم د اېوارډ پر ورکړه
ژمنه تازه کوي او د یو ملي بحث پر ایجاد تمرکز کوي.
د ناکامورا او د ټولو هغه انسانانو د
درناوي او ستاینې په پار چې د بشر د نېکمرغۍ او هوساینې لپاره یې هلې ځلې کړي، یاد
تلپاتې غواړو او د کارونو د دوام او ورته تجربو د تطبیق هیله کوو.
په درنښت
«انسان» بنسټ
جمعه، د ډیسمبر ۴مه ۲۰۲۰
شهرنو، کابل – افغانستان
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د «انسان» له عامه اړیکو او ارتباطو په څانګه پورې اړیکه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af