insan.af
INSAN | انسان INSAN - انسان مجید زابلي د اقتصاد ښوونځی | انسان

مجید زابلي د اقتصاد ښوونځی

ارواښاد مجید زابلی چې له نن پوره ۲۲ کاله وړاندې په ۱۹۹۸ کې ومړ، د افغانستان د نوي اقتصاد د پلار حیثیت لري. د ملي اقتصاد د وزیر په توګه د هغه کړنې او پروګرامونه د اوسني افغانستان د اقتصادي بنسټونو مهمې او جدي برخې دي.

دا د «انسان» د اقتصادي مطالعاتو او زده‌کړو یو نوی پروګرام دی چې د اقتصادي پالیسۍ او تاریخ په اړه د څېړنو سربېره د اقتصادي پراختیا مخ‌کړنې ته په پام سره د افغانستان د اقتصاد په اړه ګڼې څو رښتیزې او منځ‌رښتیزې پروژې عملي کوي.

ارواښاد مجید زابلی چې له نن پوره ۲۲ کاله وړاندې په ۱۹۹۸ کې ومړ، د افغانستان د نوي اقتصاد د پلار حیثیت لري. د ملي اقتصاد د وزیر په توګه د هغه کړنې او پروګرامونه د اوسني افغانستان د اقتصادي بنسټونو مهمې او جدي برخې دي.

«انسان» غواړي څو د افغانستان اقتصادي تاریخ، بانکدارۍ، خصوصي سکتور، خصوصي تشبثات، بهرنۍ پانګونې، ترانزیت، تجارتي پالیسۍ، اقتصادي زونونو، عوایدو، ګمرکونو، ملي اقتصاد، کلني سرانه عاید، او ورته اقتصادي پراختیايي مسایلو باندې هم بحثونه، څېړنې، پالیسي لنډیزونه، لیکنې، د زده‌کړو پروګرامونه او د نشراتو او خپرونو پراخ بهیر پیل کړي.

مجید زابلي د اقتصاد ښوونځی د اقتصاد متخصصینو، محصلینو، څېړونکو او کارپوهانو لپاره خلاص دی. د غړیتوب یوه ځانګړې پالیسي چې کولای شي د اقتصادي مطالعاتو او اقتصادي پراختیا د برخې هر وګړی په کې برخه واخلي او د دې برخه او غړی شي.

زموږ د څېړنیزې پراختیا څانګه د همدې چارې مسوولیت لري، لطفاً د خپل غړیتوب او د پروګرام د نورو اړخونو په اړه د پوهېدو په موخه لاندې برېښنالیک ته پیغام پرېږدئ او زموږ له همکارانو سره اړیکه ونیسئ

development@insan.af