د جګړې د مطالعاتو پروګرام، همکار
د جګړې د مطالعاتو پروګرام، همکار
مژګان معصومي، د امریکا په سټانفورډ پوهنتون کې د دوکتورا کاندیده
منزه ابتکار، د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې د وکتورا کاندیده
ژباړه: بیت الله حمیدی، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او ارتباطاتاتو د مطالعې ډیپارټمنټ استاد
موږ د نړېوالې ټولنې پوهان چې دلته مو امضاء کړې په افغانستان کې په محصلینو شوې وروستۍ حملې غندو. دا ظالمانه بریدونه په افغانستان د بې ګناه ملکیانو په وړاندې د مسلسلو حملو برخه دي. هغه ملکیان چې د افغانستان د دوامداره جګړې اصلي قربانیان دي.
د نومبر په دویمه نېټه د دوشنبې په سهار دریو بریدګرو په کابل پوهنتون د حملې په ترڅ کې په محصلینو او استادانو ناتار پیل کړ. دې حملې شپږ ساعته دوام وموند چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. کابل پوهنتون د افغانستان تر ټولو معتبر علمي مرکز دی چې د افغانستان په سطحه په دې تر ټولو زاړه او لوی پوهنتون کې ۲۵زره محصلین دي. دا حمله په نږدې یوه اونۍ کې په افغانستان کې په تعلیمي مرکزونو دویمه حمله وه. همدارنګه د اکتوبر په ۲۴مه یوه ځانمرګي بریدګر په یوه هزاره میشته سیمه کې د کوثر دانش په نوم په یوه تعلیمي مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې ۴۳ تنه ووژل شول او ۵۷ نور ټپیان شول. دا ورستي دوه بریدونه د بنسټپالو ډلو لخوا د هغو زدکوونکو او استادانو نسل ته پیښ مستقیم خطر په ګوته کوي، څوک چې خپل هېواد د غوره راتلونکي پاره هڅه کوي.
د نړیوالو پوهانو په حیث موږ
په افغانستان کې په پوهنتونونو او تعلیمي
انستیوتونو باندې شویو حملو قهرولي یو.
موږ په داسې حال چې د دې پیښو
د قربانایانو له کورنیو سره غم شریکي
کوو، د ټولو هغو افغانانو څخه ملاتړ
کوو چې په دې جنګ، خشونت او ناامنۍ کې د علم
د لاسته راوړلو له پاره خپل ژوند
په خطر کې اچوي. زدهکوونکي او ښوونکي
ښوونځویو ته د تګ له پاره باید د
خپل حفاظت او امنیت له پلوه مطمئن
وي، دوی باید خپل ژوند ته هیڅ ډول
ګواښ او ویره محسوسه نکړي، تر څو
وکولای شي په یوه امن او محفوظ چاپېریال
کې مطالعه، زدکړې او کار وکړي.
موږ د افغانستان په جګړه کې د ټولو ښکیلو غاړو لخوا زدکوونکو او استادانو ته د پېښدونکي هر ډول خطر غندنه کوو.
موږ له افغان دولت، د امریکا متحده ایالاتونو، اروپایي اتحادیې، سیمهییزو هیوادونو، د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون له نړیوالو ارګانونو څخه غواړو چې په لاندې برخو کې له خپل نفوذ وکاروي:
امضاء کوونکي:
نوام چامسکي، اروزونا پوهنتون، امیریتس انستیوت، د ماسوچیست د ټکنالوژی انستیتیوت نومتی پروفیسور، امریکا متحد ایالات
ډاکټر عبدالغفور روان فرهادی، د امیریتس انستیوت پروفیسور او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی سفیر، امریکا متحد ایالات
ډاکټر وکټوریا فونتان، د افغان امریکایی پوهنتون علمي معاونه او پورفیسوره، امریکا متحد ایالات
ډاکټر محمد نظیف شهراني، د اندیانا ایالت بلومینګټون ښار په انډیانا پوهنتون کې د مرکزي اسیا او منځني ختیځ د مطالعاتو مرکز کې د انسان پېژندنې پروفیسور، امریکا متحد ایالات
ولي محمدي، د کلفورنیا په بیرکېلې پوهنتون کې د نږدې ختیځ د مطالعاتو پروفیسور، د امریکا متحد ایالات
فاطمه مجددي د کلفورنیا په ډاویس پوهنتون کې د انسان پېژندنې پروفیسوره، د امریکا متحد ایالات
ډاکټر احمد سرمست د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت بنسټ اېښودونکی او رییس، افغانستان
داریوش اشوري، څېړونکی او لیکوال، فرانسه
امین صیقل، د غربي اسټرالیا پوهنتون د عربي او اسلامي مطالعاتو مرکز د سیاسي علومو نوموتی پروفیسور، اسټرالیا
رابرټ کریوز، په سټانفورډ پوهنتون کې د تاریخ پروفیسور
یادونه: د دې لیکنې تر ژباړې پورې د نړېوالې اکاډمیا ۳۲۳ غړو د افغانستان له ښوونکو او زدکوونکو د ملاتړ اعلان کړی دی، چې لیست یې دلته موندلای شئ.
انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.
ناکامورا د افغانستان د ابادۍ، افغانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیر اندېش انسان و. «انسان» د ناکامورا د انسانپالنې اېوارډ د هغو انسانانو د هڅو او کړاونو د ستاینې لپاره ورکوي چې د بشر د برابرۍ، هوساینې او آزادۍ لپاره زیار کاږي.
رفیعالله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.
له دې برخې ټول خپرېدونکي توکي د «انسان» له عامه اړیکو او ارتباطو په څانګه پورې اړیکه لري. که زموږ له دې څانګې سره اړیکه نیسئ لاندې برېښنالیک وکاروئ
communications@insan.af