د ملګرو ملتونو ښځو وضعیت کمیسیون کې د افغانستان غړیتوب

د ملګرو ملتونو«ښځو وضعیت کمیسیون» په ۱۹۴۷ کې د یاد سازمان د ټولنیزې او اقتصادي شورا تر چتر لاندې تاسیس شو.

‌پیلنۍ - د کمېسیون په اړه

د ملګرو ملتونو«ښځو وضعیت کمیسیون» په ۱۹۴۷ کې د یاد سازمان د ټولنیزې او اقتصادي شورا تر چتر لاندې تاسیس شو. په پیل کې د ۱۵ هېوادونو استازو د یاد کمیسیون غړیتوب درلود چې وروسته بیا هر کال د ټولنیزې- اقتصادي شورا لخوا غړي هیوادونه ټاکل کیږي. اوسمهال ۴۵ هیوادونه د دغه کمیسیون غړیتوب لري. د Commission on the Status of Women  (CSW) کمیسیون بنسټیز تمرکز د ښځو پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت باندې راڅرخي. د CSW کمیسیون له ۱۹۴۷ تر ۱۹۶۲ کال د ښځو په وړاندې د تبعیضي چلند او په نړیواله کچه د ښځو اړوند مسایلو په اړه د یو پراخ لیدلوري او پوهې په پار یو شمیر نړیوال معیارونه او کنوانسیونونه رامنځته کړل؛ دغه کنوانسیونونه د بیلابیلو موضوعاتو په اړه وو چې تر ټولو مهم یې؛ د ښځو سیاسي حقونو کنوانسیون او په ۱۹۵۱ کې د کارګرو ښځو د امتیازاتو کنوانسیون دی. د یاد کنوانسیون ټینګار پر دې دی چې ښځو او نارینه‌وو ته باید د کار په بدل کې یو ډول تنخوا ورکړل شي. کله چې په ۱۹۶۰ کال کې ښځې د فقر له جدي ننګونو سره مخ وې، CSW کمیسیون د ملګرو ملتونو سازمان دې ته وهڅاوه څو په دغه برخه کې خپلې تخنیکې مرستې په هغه هیوادو کې زیاتې کړي چې د ودې په حالت کې دي. خپله کمیسیون بیا په دې برخه کې په ځانګړې توګه د کرنې، کورني فعالیتونو او د کلیوالو ښځو پر ټولنیز- اقتصادي ودې تمرکز وکړ.

افغانستان په ۲۰۱۷ کې د دې کمېسیون د غړیتوب لپاره غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۲۰ د سپټامبر په ۱۴مه د هند، چین او آسیاپسفیک هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې افغانستان او هند وتوانېدل چې د دې کمېسیون دوې څوکۍ وګټي.

افغانستان د یاد کمیسیون غړیتوب په داسې حال کې ترلاسه کړ چې افغان میرمنې د کړکېچ او ننګونو له یوې اوږدې مرحلې وروسته تازه په تېرو دوو لسیزو کې توانېدلي څو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې سهم واخلي، خپل نقش وپیژني او د یوې مسؤلې ټولنې د یو عمده قشر په توګه خپله انساني ونډه اداء کړي. 

د ښځو د وضعیت کمېسیون» غړیتوب به څه اغېز ولري؟

د افغان مېرمنو په اړه ډېری داسې څرګندونې مطرح کیږي چې ګواګې په تیرو ۱۸ یا ۲۰ کالو کې له سیاسي او ټولنیز اړخه یې په ژوند کې بدلون راغلی او سیاسي ونډه یې لوړه شوې. مګر دغه ډول بدلونونه د ښځو په ژوند کې نه کومه نوې پدیده ده او نه هم لومړۍ او یا وروستی ځل دی. افغانستان له وړاندې د ځمکې په سر یو هیواد و او ښځو د دغې ټولنې یوه خورا مهمه برخه جوړوله. د سیاسي- تاریخي جریانونو په ترڅ کې د دوی پرمختګ له ستونزو او خنډونو سره مخ شو او د څو لسیزو په دوام له هر ډول معاصر انکشاف څخه بې برخې پاتې شوې.

اوس چې افغانستان له سیاسي نظره په یو مهم تاریخي پړاو کې واقع دی، دا وضعیت د ښځو پر ژوند، فعالیتونو او پرمختګونو خورا ژور اغېز لري؛ ښځې د دې ټولنې د یو اساسي قشر په توګه له دغه حالت څخه جلا نه شي اوسېدای. په داسې یو پړاو کې د افغان مېرمنو غوښتنې، ستونزې، د پرمختګ په لاره کې یې خنډونه او ننګونې په نړیواله سطحه مطرح کول، د دوی په اوسني او راتلونکي وضعیت باندې اساسي اغیز درلودی شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو وضعیت په کمیسیون کې د افغانستان تاریخي غړیتوب له څو اړخونو مهم او اغېزناک دی؛

لومړی: په افغانستان کې د ښځو کورني واړه اقتصادي فعالیتونه د مرکز په تناسب، کلیوالو کورنیو کې ډیر تراکم لري، له دغه اړخه دوی کولای شي خپل اقتصادي وضعیت د لا ښه‌والي لپاره، خپل پلانونه، نظرونه او شته حالت تر نړیوالې ټولنې په آسانۍ ورسوي.

دویم: په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د ښځو وضعیت کمیسیون په مرسته د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کمولو بحث مطرح شو. دې ته په کتو، په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، د ښځو چارو وزارت، د ښځو عالي شورا او نور ورته بنسټونه او جوړښتونه په دې برخه کې باید د افغان میرمنو له استازو سره په همغږۍ له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

درېیم: د افغان میرمنو سیاسي پوهه او درایت تر بل هر وخت لوړ شوی. افغان میرمنې توانیدلې چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ځان ثابت کړي. نو په کار ده چې دغه فوق العاده فرصت څخه په ګته اخیستې سره د افغان میرمنو ریښتنې وړتیا او اړتیاوې تر نړیوالو او بشري حقونو تر مسوولینو ورسیږي.

څلورم: له سیمه‌ییزو او نړیوالو د ښځو له فعالو بنسټونو، شبکو او جوړښتونو سره د افغانستان د ښځو پر وضعیت مشترک بحثونه، خبرې اترې او د سیمه‌ییزو کشالو د حل په موخه د ښځو د سهم راجلبول.

کورني بنسټونه؛ اصلاحات، ونډې او راتلونکی

افغانستان ته له ۲۰۰۱ راپدېخوا د نړیوالې ټولنې دوه لسیزې حضور، تر ټولو مهم مورد د ښځو په برخه کې د حقونو، امکاناتو، د ژوند اسانتیاوې او ډیری نور مسایلو باندې تمرکز و. افغانستان د تیرو کلونو په پرتله اوسمهال د زیاد شمیر نړیوالو کنوانسیونو، سازمانونو او کمیسیونونو غړیتوب لري. دغه غړیتوب په بیلابیلو مواردو کې د ښځو له سیاسي آزادۍ څخه رانیولې تر کار کولو، د تاوتریخوالي کمولو، زده کړو، امنیت او دې ته ورته مسایلو په محوریت کې تاثیر لري. دلته پوښتنې دا مطرح کیږي چې، ولې د افغان میرمنو په ژوند کې لا هم بنسټیز بدلون نه رامنځته کیږي؟ ولې زده کړو ته د لاسرسۍ په برخه کې د نجونو ګراف لا هم ټیټ دی؟ ولې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه نه را ټیټیږي؟ او داسې نور

ورته‌مهال د افغانستان د حکومت له لوري د ښځو د سهم او ونډې په باب یو شمېر ډېر اساسي ګامونه اخیستل شوي دي چې تازه هغه یې د ښځو د عالي شورا ایجادېدل دي. په کابینه کې د څلورو مېرمنو حضور چې په ډېرو مهمو او سکتوري دندو کې کار کوي او د ۳۴ ولایتونو لپاره د ښځینه مرستیال والیانو ټاکل د دې سیاستونو یوه مهمه او اساسي برخه ده. په ولسي او د خلکو د ونډې له مخې داسې ټاکل شوې څو د کابل ولایت په کچه د هرې ناحیې لپاره د نارینه ګذر وکیل په ګډون باید یوه ښځه د ګذر وکیله هم و اوسي څو د ولسي او له خلکو سره د اړیکو په برخه کې دا امکان اسانه وي.

په تازه تکمیل شوې کابینه کې درې مېرمنې تر پخوا په کلیدي وزارتونو کې ګومارل شوې دي؛ د پوهنې وزیره، د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزیره او د اقتصاد وزیره چې هیله دا ده څو مېرمنې وکولای شي په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي برخو کې اساسي ونډه واخلي.

مګر دې ټولو ته په کتو لا هم ستونزې ډېرې او پراخې دي. یوازې تېره میاشت لس ښځې د تاوتریخوالي له کبله وژل شوي. ډله‌ییز جنسي تېري او د جګړې پر مهال ښځو ته احتمالي ور اوښتونکي زیانونه هغه څه دي چې سترګې ترې نشي پټېدای. په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې دا وېره هم لېږدوي چې ګواکې د ښځو ترلاسه کړي حقونه به له لاسه ووځي. ورسره په خوا کې د افغانستان حکومت په مرکچي پلاوي کې د څلورو مېرمنو حضور د دې ښودنه کوي چې دوی به پرېنږدي څو د دوی د آزادۍ او حقونو محدود کوونکي مسایل مطرح شي یا ومنل شي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنخ د سولې روان مذاکرات او ورسره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان غړیتوب د افغان مېرمنو لپاره یوه تاریخي بریا او لاسته راوړنه ده چې دا هیله ژوندۍ ساتي چې نړیوال او په تېرو ۲۰ کلونو کې راټوکېدلې ښځې فعالینې او مشرانې د دې وړتیا لري څو د افغانستان او د خپل راتلوانکي په اړه د هر ډول احتمالي خطر مخه ډب کړي او ورته ملي، سیمه‌ییز او نړیوال همکاري جلب کړي.

مګر دې ټولو ته په کتو دوه مسلې چې احتمالاً تر نورو زیات د ګواښ لامل ګرځېدای شي هم مطرح دي چې د دې کمېسیون غړیتوب به وکولای شي لاندې دوو مسایلو ته لا توجه زیاته او جدي کړي؛

1.      د افغان میرمنو په ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره چې تر اوسه هر ډول اقدام ترسره شوی، مرکز محوره او یوازې تر لویو ښارونو پورې محدود پاته شوی دی. د یو جګړه ځپلي هېواد اصلي او واقعي انځور یوازې د لویو او مرکزي ښارونو ټولنې نه، بلکې د کلیو او بانډو وګړي یې په ډیر متفاوت او ریښتیني ډول وړاندې کولای شي.

2.      د ښځو د تعلیم، امنیت، ټولنیزـ اقتصادي پرمختګ او داسې نورو ساحو کې چې کوم فعالیتونه، نړیوالې مرستې او پاملرنې ترسره کیږي، د وخت په تیریدو سیاسي بڼه خپلوي. دا د دې باعث کیږي چې له شته امکاناتو او منابعو څخه د اړتیا او لزوم په اساس ګټه نه اخیستل کیږي، له همدې امله د کلیو او بانډو په سطحه د ښځو په ژوند، غربت، کورنۍ آسانتیاوو، د زده‌کړو زمینه برابرولو..... کې هیڅ ډول بنیادي او مثبت بدلون نه دی رامنځته شوی.

له دې مخې ضروروت دی څو د ښځو اړوند د پراختیا په سیاستونو له سره کتنه وشي او هغه موارد په نښه شي چې د یوې باثباته ټولنې په تاسیس کې د ښځو د سهم او موجودیت اصلي او اساسي روح ښودلی شي.