په افغانستان کې د توریزم صنعت؛ ننګونې، فرصتونه، وړاندیزونه

نن د سپتمبر ۲۷مه د ټوریزم نړیواله ورځ ده. دا ورځ د تېرو څلوېښت کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د ټوریزم د جهاني سازمان «UNWTO» لخوا لمانځل کېږي.

نن د سپتمبر ۲۷مه د ټوریزم نړیواله ورځ ده. دا ورځ د تېرو څلوېښت کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د ټوریزم د جهاني سازمان «UNWTO» لخوا لمانځل کېږي. ددې د لمانځلو اصلي موخه پر سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي ډګر کې د ټوریزم د ونډې په اړه د سیمې او نړۍ په کچه د عامه پوهاوي رامنځته کول دي.

په دې لیکنه کې به  ټوریزم د نړیوالې ورځې په بهانه ددې سکتور پر اقتصادي او فرهنګي ارزښتونو باندې رڼا واچول شي او په افغانستان کې د ټوریزم د صنعت په محور کې د ننګونو او فرصتونو په اړه بحث وشي. په پای کې به د ټوریزم د ودې په موخه یو لړ مشخص وړاندیزونه هم وشي چې کولای شي دا صنعت پر پښو ودروي. 

د ملګرو ملتونو د ټوریزم جهاني سازمان (UNWTO) د ۲۰۱۹ کال د راپور له مخې په ټوله نړۍ کې ۱،۴ میلیارده سیلانیانو سفرونه کړي چې مجموعي صادارت یې ۱،۷ تریلیونه ډالر دي. د همدې سازمان د ۲۰۱۷ کال د راپور پر اساس د ټوریزم صنعت په نړۍ کې د کېمیاوي موادو او نفتو وروسته د نړۍ تر ټولو لوی صادراتي سکتور دی چې د نقلیه وسایطو تر صادراتو یې کچه لوړه ده.

افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیوي موقعیت او تاریخي - فرهنګي شالید په درلودلو سره، ددې صنعت د ودې او پراختیا لپاره مناسب بستر دی. ددې سره سره د ټوریزم د ۱۷۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت نړیوال بازار کې د افغانستان برخه نږدې صفر ده. ددې تر څنګ د افغانستان د فرهنګي هویت د تثبیت لپاره په نړیواله کچه د ټوریزم په ډګر کې د هېواد پوټانشیل د سیمې د هېوادونو په پرتله څو برابره زیات دی.  

ننګونې او فرصتونه؛

په افغانستان کې د ټوریزم صنعت بنسټ نږدې ۶۶ کاله وړاندې اېښودل شوی خو د ثور تر کودتا وروسته تر ننه پورې یې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی. په ۲۰۰۱م میلادي کال کې په هېواد کې د اساسي بدلون او نوي نظم له راتګ سره سم نږدې ټولو اقتصادي سکتورونو ته لږه او ډېره پاملرنه شوې ده خو د ټوریزم صنعت په هېڅ ډول نه دی مطرح شوی. په همدې اساس پدې سکتور کې د ستونزو تثبیت په دوه جلا کټه ګوریو کې د مطالعې وړ دی.

معرفتي ستونزې او ننګونې؛

ددې صنعت د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو مهمه ستونزه معرفتي اړخ لري. په بل عبارت؛ تر اوسه پورې په هېواد کې د دولت او خلکو لخوا د ټوریزم سکتور د یوې عایداتي منبع په توګه په رسمیت نه دی پېژندل شوی. سره له دې چې افغانستان د سرشارو طبعي جاذبو، تاریخي او فرهنګي آبداتو او بې شمېره غیر ملموسو فرهنګي آثارو خاوند دی چې د ایکو ټوریزم، سپورټي ټوریزم، فرهنګي ټوریزم او عقیدتي ټوریزم لپاره مناسب بستر لري خو  له بده مرغه افغانان او په ځانګړي توګه دولت او پالېسي جوړونکې ادارې د افغانستان د تاریخ او جغرافیې په اړه د ډېټا او معلوماتو د اقتصادي او فرهنګي تحلیل، ارزونې او استفادې وړتیا نه لري. پدې برخه کې زموږ معرفت نیمګړی دی. افغانستان ممکن اوسمهال بې ثباته وي خو د هېواد دیموکراتیک نظام، د خلاصو دروازو او پرانیستې ټولنې سیاستونه ددې پوټانشیل لري چې په راتلونکې کې د ټوریزم په برخه کې د سیمې ځلانده ستوری وي.

د عام ذهنیت برخلاف، امنیت او ثبات د افغانستان د ټوریزم د صنعت د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ نه دی. برعکس ټوریزم د افغانستان د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره اساسي فکتور هم دی دی. مثلاً په بامیان کې تاریخي او فرهنګي جاذبې ددې هېواد د اقتصادي‌ او فرهنګي پرمختګ کې مهم رول لري. که چېرې د ټوریزم د صنعت په واسطه یې ساتنه او پالنه ونشي نو ممکن ددې ولایت امنیت او ثبات ته خطر پېښ کړي.

د منځنۍ آسیا د هېوادونو او ایران تجربې ته په کتلو سره چې پرانیستې ټولنې نه دي؛ د امنیت او ثبات د شتوالي سره سره سیلانیان ورتګ ته زړه نه ښه کوي. بر عکس د ایران بل ګاونډی ‌ هېواد ترکیه د ۱۹۸۰یمو کلونو راهیسې د ټوریزم پر اهمیت پوه شوې ده. ترکیې  د لازمې قانوني، تخنیکي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي زېربنا په جوړولو سره نن په ټوله نړۍ کې د سیلانیانو د جذب له مخې شپږم لوی هېواد دی.  یواځې تېر کال یې د ټوریزم له درکه ۴۱ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کړي‌ دي.

سیاسي او حقوقي ننګونې؛

د ټوریزم پر وړاندې بله اساسي ننګونه بیا سیاسي،  حقوقي او تشکیلاتي اړخ لري. د افغانستان د ټوریزم قانون په ۱۳۵۸م کال کې په ۱۶ مادو کې توشېح شوی دی چې اوس هم نافذ دی. یواځې په ۱۳۶۴م کال کې ددې قانون درې مادې او یوه فقره تعدیل شوې ده.  دا قانون د سړې جګړې د شرایطو سره سم د وخت د اړتیا پر اساس جوړ شوی. له بده مرغه د ټوریزم په سکتور کې په فعالیت بوخت دولتي ارګانونه هم د همدې ۴۱ کلن قانون د اړتیا پر اساس رامنځته شوي دي چې د پخواني شوروي اتحاد د سیسټم پاتې شونې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په خپل تشکیل کې د ګرځندوی معینیت لري، ددې قانون د تعدیل اړتیا ورته نه ده محسوسه شوې. په همدې اساس اوسمهال په افغانستان کې د ټوریزم سکتور د دوه دولتي تصدیو او د ګرځندوی د معینیت په چوکاټ کې د دوه ریاستونو لخوا مدیریت کېږي. هره اداره ځانله جلا تشکیلاتي او اجرایوي ځانګړتیاوې لري چې له یوې خوا یې تشکیلاتي تورم رامنځته کړی او له بلې خوا د دندو د مشخصو لایحې د نشتوالي او سیاسي سلیقې له امله سیستماتیک فساد ته لار هواره کړې ده.

د سیمې د هېوادونو تجاربو ته په کتلو سره د ټوریزم د صنعت د مدیریت لپاره د داسې واحدې ادارې نشتوالی چې مدرن حقوقي بنسټ ولري او د ددې صنعت د رشد او پراختیا په موخه ستراتېژي او پالیسي تدوین کړي او د مشخص عمل پلان له مخې یې عملي کړي؛ د افغانستان د ټوریزم د صنعت بله ننګونه ده.

د هېواد د بېلابېلو سیمو د فرهنګي هویت تثبیت، ترویج او ملاتړ په موخه او همدا راز د جغرافیې پر اساس د ملت جوړونې او ملي هویت د پیاوړتیا په ډګر کې  داخلي ټوریزم نقش درلودلی شي. ددې جغرافیې  رنګارنګ فرهنګي موزاییک په ټوله کې د ملي فرهنګ او ملي هویت کوچنۍ برخې دي چې د داخلي ټوریزم د عملي میکانیزم په واسطه سره یو ځای کېدلی شي. د داخلي ټوریزم د ودې لپاره د تفریحي مکانونو تثبیت او بیا رغونه، د فرهنګي، سپورټي او ټولنیزو فیستوالونو دایرول او پدې اړه د دولت د اړوندو اداراتو ترمېنځ همغږي رامنځته کول د ټوریزم د فرهنګي او په ملي هویت کې ددې د ونډې لپاره  هغه فرصتونه دي چې د سیاسي ارادې په شتوالي‌ سره عملي کېدلی شي.

لس وړاندیزونه:

1.      د افغانستان د ټوریزم قانون باید ژر تر ژره تعدیل او د ۲۱مې پېړۍ د غوښتنو او اړتیاو په نظر کې نیولو سره داسې جوړ شي چې په کې د دولت، خصوصي سکتور او نړیوالې پانګې د مشارکت زمینه برابره او د مخامخ پانګوونې اسانتیا رامنځته شي. ددې قانون اقتصادي او عایداتي برخې باید تسهیلوونکې شي، نه دا چې د پانګوونې خنډ وګرځي.

2.      د افغان تور تصدي، د هوټلونو تصدي، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په چوکاټ کې د مالي، اداري او ګرځندوی د معینیت اړوند هغه ټولې ادارې چې د ټوریزم په برخه کې فعالیت کوي باید په یوې واحدې ملي ادارې کې مدغم شي او د ټوریزم صنعت د یوې واحدې رهبرۍ لخوا د ۲۱مې پېړۍ د اساساتو او  ټوریزم د سکتور د علمي ارزونې له مخې په راتلونکو پلانونو او پالېسیو کار وکړي.

3.      د هغو ادارو (SWOT Analysis) وشي چې په دولت کې د ټوریزم په سکتور کې فعالیت کوي.

4.      د ټوریزم ملي اداره باید د دولت او عامه مشارکت پر بنسټ په اړوندو برخو کې د خصوصي سکتور او پانګه والو سره د ګډ کار لپاره عملي میکانیزم رامنځته کړي.

5.      له نېکه مرغه د دولتي شرکتونو قانون توشېح شوی دی. په همدې اساس وړاندیز کوو چې د ټوریزم ملي اداره ژر تر ژره  د شرکت په توګه تاسیس شي او د استخدام، امتیازاتو او لګښتونو مستقل حیثیت باید ولري.

6.      د افغانستان په لنډمهالو، مېنځمهالو او اوږدمهالو پراختیایي پلانونو او کلنۍ بودیجه کې د ټوریزم د صنعت د ودې او پراختیا لپاره باید ځانګړې پالېسۍ په نظر کې ونیول شي.

7.      د ټوریزم په جهاني سازمان کې د افغانستان عضویت باید و ارزول شي او د ورته سیمه‌ییزو سازمانونو چې د ټوریزم او د نورو فرهنګي میراثونو په برخه کې فعالیت لري تشخیص او اړیکه ونیول شي.

8.      ټولې هغه تاریخي سیمې او لرغوني ځایونه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري رغول کېږي، د توریستي کارونې لپاره باید له دې ادارې سره ثبت او د ګټې اخیستنې او د توریستي سیمو د کارونې په توګه یې په واک کې ورکړل شي.

9.      پنځه ملي پارکونه د کورني ټوریزم د رشد لپاره لومړیتوب لري، په دې موخه باید ځانګړي پلانونه جوړ شي؛

10.  د افغانستان عنعنوي مېلې او فرهنګي جشنونه باید د ټوریزم د ادارې له لوري د کورني ټوریزم د صنعت د پراختیا په موخه د مشخص میکانیزم په نظر کې نیولو له لارې مدیریت شي؛ لکه نوروز، میله سخي جان، میله ګل ارغوان، میله ګل بادام، میله ګل نارنج او داسې نور...

وروستۍ خبرې:

د (UNWTO) د راپور له مخې ۲۰۱۰ – ۲۰۱۸ کلونو ترمېنځ په ټوله نړۍ کې د ټوریزم سکتور په ټوله کې د نړۍ د اقتصاد او د ناخالص داخلي تولید په پرتله ډېره وده کړې ده او آسیايي هېوادونه د نورو په پرتله چټک پرمختګ کوي؛ په افغانستان کې د ټوریزم د صنعت اړه د دولت پر پالېسۍ بیا کتنې ته شدیده اړتیا لیدل کېږي. ځکه د نورو هېوادونو تجربې دا ښودلې ده چې که چېرې امنیت او ثبات هم راشي او د هېواد زېربنا د ټوریزم صنعت ته تیاره نه وي؛ بیا هم لږ تر لږه ۵ – ۱۰ کلونو ته اړتیا لیدل کېږي چې ټوریزم وده وکړي. که چېرې دا مزل اوس شروع شي نو افغانستان به یو څه لاره وهلې وي.