تېره پېړۍ کې د افغانستان کورنی سیاست او اپوزیسیون غورځنگ

« په ۱۹۷۸ کې د کابل پوهنتون ۶۰ سلنه استادان وژل شوي، تبعید یا هم زنداني شوي دي.»

شاوخوا ۱۱۷ کاله وړاندې په ۱۹۰۳ زېږدېږ کې د افغانستان د تاریخ لومړنی سیاسي فکري غورځنگ جوړ شو. دا د سراج الاخبار ټولنې په نوم یو پرمختگپال سیاسي جریان و چې مشروطه دولتجوړنه، سیاسي خپلواکي، انتخابي پارلمان، مډرنه حکومتولي، د نړۍ له پرمختگ سره هممهال تگ او پراخ سمونونه یې غوښتل. هغوی د وخت د امیر پر حکومت انتقادونه کول او د دربار بې پروايي، له انگریزانو سره یې اړیکې، د عامه منابعو څخه د ناسمه گټه اخستنه، فساد او د هېواد د خراب ټولنیز-اقتصادي وضعیت په غبرگون کې یې پټ سیاسي اپوزیسیون رامنځته کړای شو. دا په حقیقت کې د دربار دننه ډلو یوه وړه هڅه وه، خو وروسته توپاني شوه، په نېږدي راتلونکي کلونو کې یې د امیرحبیب‌الله امارت د خپلو  پښو په گرد کې یووړ. د ننني افغانستان او سیمې پر کورني او بهرني سیاست یې ژور اغیز پرېښودای شو او د پرمختگپالو خوځښتونو ساړه  نغري ته یې د تل لپاره تورې سکروټې بلې کړای شوې. لومړنی اپوزیسیون نارسمي، پټ او د ژوند او غړیو د شمېر له لحاظه محدود و، خو داسې سیاسي سازمانونه او فعالان يې وپنځول چې په هغو پرمختگونو کې يې مهم رول ودرلود چې د ننني افغانستان بڼه یې ټاکلې ده. له بده مرغه یوه پیړۍ وروسته افغانستان منظم او برنامه‌لرونکی اپوزیسیون نه لري او نه خو د نړۍ او نېږدي ملتونو په څير فکري انسټيټونه لري چې د حکومت دوکتورین وننگوای شي او کورنی او بهرنی سیاست یې متاثیره کړای شي. په افغانستان کې پیژندل شوی اپوزیسیون چې د سیاسي ټولنو په بڼه و د امیر حبیب الله خان په حکمرانۍ کې زرغون شو او په راتلونکو څلورو مرحلو کې د یوه پراخ پاڅون تر کچې ورسېد. په دې لیک کې سراج الاخبار ټولنه، لومړۍ او دوهمه مشروطه، محصلینو ټولنه، ویښ زلمیان او د افغانستان خلق دیموکراتیک گوند د افغانستان د اپوزیسیون غورځنگ په حیث مطالعه کوو، د هغوی سیاسي ژوند و ژواک او د نوموړو خوځښتنونو پر وړاندې د حکومت غبرګون ته ځغلنده  کتنه کوو او پر افغان سیاسي بهیر باندې د هغوی د اغیزمنتیا معلومولو لپاره کابو یوه پیړۍ وړاندې د سراج الاخبار زمانې ته ستنیږو او د خلکو د ډیموکراتیک جمهوریت تر نسکوریدو پورې تم کېږو.

 

د سراج الاخبار زمانه؛ د سیاسي او فکري اپوزیسیون مور

د سراج الاخبار زمانه، د شلمې زېږدېزې پیړۍ له لومړیو کلونو چې په ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ کې ﻟﻮﻣړی ﺍﻭ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﺸﺮﻭﻃﯿﺖ رامنځته شو او ﺩ ﺍﺳﺘﺎﺩ ﺣﺒﯿﺒﻲ ﭘﻪ ﻗﻮﻝ چې ﺩ ﺷﺎﻫﻲ ﻣﺪﺭسې ﺍﻭ حبیبیې ﺩﺍﺭﺍﻟﻌﻠﻮﻡ ﺍړﻭﻧﺪﻭ ﺭﻭښاﻧﻔﮑﺮﺍﻧﻮ، استادانو ﺍﻭ ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ د امیر حبیب الله دربار ته په ۱۹۰۳  کې د سراج الخبار په نوم د یوې پنځلس ورځنۍ جریدې د خپرولو او یوه انجمن د جوړولو وړاندیز وکړ، څخه راپیل او د غازي شاه امان الله خان د روښانې دورې تر پای پورې نومولی شو. په دې زمانه کې د خپلواکۍ او ډیموکراسۍ لپاره د روښنفکرانه غورځنگ تخم د ۱۲۸۴ - ۱۲۸۶ ل. تر منځ په مخفي او پټ ډول د جمعیت سري او نورو کوشنیو ډلو په چوکاټ کې وکرل شو، د سراج لاخبار جریده یې نشر کړله،  د وخت ګڼشمېر روڼاندي یې د سراج الاخبار ټولنې تر چتر لاندې د عبدالروف خاکي کندهاري په مشرۍ را یوځای کړای شول او د  ۱۲۸۸ ل. لومړۍ مشروطې ته په رسېدو کې یې سرونه پانسۍ کړای شول. غبار د ۴۵ تنو نومونه چې د امیر حبیب الله لخوا ووژل شول، یاد کړي دي.  ددې ۴۵ تنو له جملې، ۷ تنو ته یې بښنه شوې ده، اما هغه برخه روښانفکران چې پر بند محکوم شوي ول د امیر د دورې تر پایه پورې د ۹ کلونو لپاره په زندان کې پاته شول. د غبار په قول چې ددې بهیر پاته شونو په راډیکال او مخفي بڼه بیاځلي ځانونه تنظیم  کړای شول او د دربار له چارواکو سربیره یو شمیر پوځیان او د پوځ بولندیان ورسره یوځای شول. نایب السطنه نصرالله، معین السطنه عنایت الله او عین السطنه امان الله د بهیر ملگري شول. حسن کاکړ ددې غورځنگ لومړی پړاو «نقاب لرونکی گوند» بولي. چې وروسته یې لومړۍ مشروطه دوهم پړاو او دوهمه مشروطه درېیم قدم یادوی شو، د سراج الاخبار د زمانې د اپوزسیون په محور کې مطالعه کوو.

 

سراج الاخبار ټولنه

د امیر عبدالرحمن خان تر مړینې وروسته د هغه مشر زوی امیر حبیب الله واک ترلاسه کړ. نوي امیر تر یوې کچې په کورني سیاست کې د پلار تاوجنې پالیسۍ تر شا پرېښودي او هڅه یې پيل کړه چې د هېواد شرایط په کراره بدل کړای شي. په دې دوران کې د یو لړ ټولنیزو بدلونونو او سیاسي سمونونو تر څنگ د افغانستان د زیندی شوي روڼاندي بل القوې اینرژۍ  له مرۍ هم د فولادي امیر د بوټانو تلي پورته شول، مگر د نوي امیر تر ترور د هغه او د هغه د پلار د بوټانو نقش لا پر ځای پاته و. د نوي امیر د نسبتا نرم کورني سیاست له امله د عبدالرحمن خان د دربار له ظلمونو او قید سستم څخه آزاد شویو کړیدلو روښانو شخصیتونو چې له هغې جملې یو هم عبدالروف خاکي کندهاری و چې پلار یې د عبدالرحمن خان په لاس په خرقه شریفه کې وژل شوی و، وار لومړی کړ او سیاسي فعالیت یې پیل کړ. د امیر د دربار روزل شوي اداره چیان چې «غلام بچه ها» نومیدل او د حکومتي چارو او ادارې روزنه یې ترلاسه کړې وه، سمدلاسه په نوې سیاسي ویښتابه کې جذب کړای شول. تبعید شوي روڼاندي او سمونپال شخصیتونه هم بیرته کرار کرار په راستندلو ول، یو شمیر زندانیان هم ازاد کړای شول او د نړۍ د پرمختگونو وږمې هم تر کابله پر رارسېدو وي.  ددې دورې روښانفکران او روڼاندي په دریو برخو وېشلای شو چې وروسته د افغانستان لومړنی منظم سمونپال سیاسي اپوزیسیون ترې رامنځته شو؛

الف؛ جمعیت سري

ب؛ لیبرال اداره‌چیان

ج؛ منفرد شخصیتونه

 لیبرال اداره چیان هماغه «غلام بچه‌ها» ول چې امیر عبدالرحمن خان د خپل پروگرام په ترڅ کې د مډرنو حکومتي چارو د روزنې لپاره دربار ته راویستي ول، د هغوی کورنۍ د ولایتو بانفوذه او د  لوړ صنف خلک ول، یو له هغوی څخه ولي محمد دروازي و چې د خپلواکۍ په بیا اخستلو او اماني دولت د بهرني سیاست په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې ودرلودلې. په جمعیت سري کې د شاهي مدرسې او دربار امام عبدالروف کندهاري او د هغه منشي محمد سرور واصف الکوزی او د هغوي د کورنیو ځوان غړيو حضور درلود چې د حبیبې لیسې تر رامنځته کیدو وړاندې یې بدلون غوښتونکی او پرمختگپال تفکر پاله، دا گروپ تر ډيره د امیر عبدالرحمن څخه د غچ اخستلو په لټه کې و. په ۱۹۰۳ زېږدیږ کې د هندي استادانو ډاکتر عبدالغني، نجف علي او چراغ علي په راتگ سره حبیبه لېسه په پښو ودریده او په دې توگه شاهي مدرسه او حبیبې لیسه دواړه د جمعیت سري تر اغېز لاندې راغلې، او اکاډمیکه ساحه کې دننه پټ سیاسي تحرکات هم تر پخوا پیاوړی شول. درېیم گروپ منفرد اشخاص چې د امیر د دربار او حبیبې او شاهي لیسو له کړیو څخه د باندې ول، اما د بدلون لېوالتیا ورسره وه. درې سره ډلې پر "جمعیت سری ملی" سره را ټولې شوې چې موخه یې له برتانیې څخه د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخستل، د قانون واکمني او پراخ سمونونه رامنځته کول وه. دې ډلې د خپل لومړني اقدام په توگه یوه پنځلس ورځنۍ جریده او د انجمن سراج لاخبار په نوم ټولنه د امیر حبیب الله دربار ته وړاندېز کړله. د امیر تر تایید وروسته د سراج الاخبار لومړۍ گڼه د ۱۲۸۴ غبرگولي پر ۲۲مه د مولوي عبدالروف خاکي کندهاري په مدیریت د کابل په سنگي چاپخونه کې نشر شوه. دلته، تردې وروسته دا مجمع یوازې د سراج الاخبار ټولنې تر هویت لاندې پیژنو. محمود طرزي هم د سوریې له اوږده تبعده تازه راستون شوی و او د دولت له لوري پر نوموړي جریدې د څار او ارزونې او مشورې ورکولو لپاره وړاندیز شوی و. مگر دا د سراج الاخبار یوازینۍ گڼه شوه چې په دې دوره کې په ۳۶ مخونو کې خپره کړای شوه، پتییل شوې وه چې په هر پنځلسو ورځو کې به نشریږي ، خو ودرول شوه. د درولو بنسټیز علت یې ښکاره نه دی خو تر ډېره داسې معلومیده چې امیر د انگریزانو د مخالفت له امله وتړله. د جریدې په تړل کیدو د لومړني پټ سمونپال اپوزسیون ژوند هم پای ته ورسید، مگر پنځه کاله وروسته ترې منظمه او سازماني شوې لومړۍ مشروطه وزیږیده.

 

لومړی مشروطه غورځنگ

د افغانستان مشروطه غوښتنې غورځنگ د محتجرې فیوډالې ټولنې له بطنه د تکراري شاهانو، نړیوالو بدلونونو او آزادپالو غورځنگونو په اثر د مبارزې ډگر ته ودانگل. که څه هم په نورو ملتونو کې مشروطه غوښتنه د خلکو او ولسونو له منځه وه، مگر په افغانستان کې یې د سلطنت له لمنې سر راووېست. لومړۍ مشروطې د امیر حبیب الله د دربار له دننه نطفه واخیسته او کرار کرار د پړسیدلي سلطنت او انگریز استعمار پر وړاندې یو قوي سنگر جوړ شو او د لومړنیو شهیدانو د وینو په بلهاري کولو یې ځانته د سیاسي ژوندانه اوږده لار پرانیسته.

لومړۍ مشروطه، د سراج الاخبار او سراج الاخبار ټولنې تر تړل کیدو وروسته د هغوی د پاتې شونې هڅه وه، دا ځل په پوره انرژۍ او تحرک د مبارزې ډگر ته رامخې ته شوې وه.  له یوې خوا زموږ په گاونډ کې د انقلابي بدلونونو (روسیه ۱۹۰۵، ایران ۱۹۰۵-۱۱، عثماني ترکیه ۱۹۰۸) تاثیر تر افغانانو رارسیدلی و او بل خوا نوموتی شاعر او عالم سرور واصف او ملگرو له انجمن سراج الاخبار کافي تجربه ترلاسه کړې وه چې په دې توگه یې لومړۍ مشروطې ته د عمل جامه واغوستله او د لومړني منظم او څرگند سمونپال اپوزیسیون سټه یې وټوکوله. دا چې د افغانستان په اکثریت نالوستې ټولنه کې د مشروطه غوښتونکو شمېر تر څو سوه تنه پورې محدود و، اما هغوی پر خپل نفس و ځان په باور درلودلو له موجوده وضعې څخه خورا ناخوښې څرگندوله. دوی په هېواد کې د قانون واکمني، شهروندي حقونه، مشروطه دولت، ملي حاکمیت، ټولنیز سمونونه، خرفاتي رواجونه له منځه وړل، د ټولو قومونو تر منځ یووالي رامنځته کول، حکومتي دستگاه د یوه ځانگړي قوم له ولکې لیري کول، د پوهنې عامول، د افغانستان سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کول، اقتصادي حالت سمول، ټولنیز عدالت او مساوات راوستل، صنعت ته وده ورکول او مډرن ښارونه رامنځته کول، غوښتل. د دربار لخوا محمدزايي قبیلې ته د مالي مرستو، د امیر حبیب الله د ناکاره ژوند، د برتانويي هند پر وړاندې د هغه دوستانه سیاست چې له ۱۸۸۰ وروسته یې افغانستان کنترول کاوه، د هېواد و خلکو د حالت پر وړاندې د دولتي مقامانو بې پروايي او په ټوله کې د هېواد شاته پاتې والی هغه څه ول چې مشروطه غوښتونکو یې د بدلولو د لارې نقشه وړاندې کوله. د غورځنگ مشرانو غوښتل نوموړي اصلاحات او سمونونه د سوله ییزې لارې څخه په لاس راوړي، اما په ۱۳۲۷ کې د نظامې څانکې په غونده کې د ځانونو د امنیت په خاطر پریکړه وشوه چې ټول غړي ملاتړونې تفنگچه له ځان سره گرځوای شي. د دربار جاسوسانو امیر ته خبرداری ورکړ چې یو ډول دسیسه په لاره ده، موخه یې د امیر ترور او د مشروطه دولت رامنځته کول دي. امیر وتوانیدی چې د اسلحې گرځولو پریکړه لیک او همدارنگه د مشروطه غوښتونکو نومونه ترلاسه کړای شي. اته تنه یې له هغوی څخه د سرور واصف په گډون اعدام او ۳۵ تنه نور یې زنداني کړل او دا ټول حکمونه پرته له محکمې ترسره کړای شول. مگر په ورته وخت کې، امیر د محکومانو کورنیو او خپلوانو ته زیان ونه رسوی. د مشروطه غوښتونکو ژمنه فولادي وه او روښانه انگیزه یې د سعدي په اقتباس د هغو دو بیتونو څخه ښکاري چې سرورو واصف تر مرګ څو شیبې وړاندې زمزمه کوله؛

ترک مال و ترک جان و ترک سر

در ره مشروطه اول منزل است

لومړۍ مشروطه غوښتونکو شمېر چې درې سوه شاوخوا ته ورسېد په کوچنیو کړیو باندې وویشل شول، په هره کړۍ کې هغه ملگري سره را ټولیدل چې یو له بل سره یې پيژندل او له دوی به له خپله منځه یو تن رئیس او یو تن منشي ټاکه چې د گوند عمومي رئیس محمد سرور واصف الکوزی و. ددې کړیو له منځه یوه کړۍ ملت د سرښندونکو په نوم د حبیبې لیسې د هندي ښوونکو وه چې مخکې مې یادونه ترې کړې وه او په هېڅ صورت د لومړۍ مشروطه په جوړولو، فکري بنسټ او جوړښت کې د پریکړې نیونې او مشرتابه صلاحیت نه و ورکړل شوي، بلکې مشروطه په بشپړه توگه د افغاني پوهانو، روښانو ځوانانو او متفکرینو څخه رامنځته شوې وه، مگر دا له امکانه لیري نه ده چې د سراج الاخبار د نامه په ټاکلو به هندي ښوونکو مشوره ورکړې وي ، ځکه په دې نوم په سهیلي اسیا کې بله نشریه هم وه.

لومړۍ مشروطې ته په وینو او وژنې غبرگون وښودل شو، ډېری افغان منورین یې ووژل شول، ځیني يې اعدام کړای شول، یوه ستره برخه یې زندان ته واچول شول. هغه وخت چې د مشروطې عمومي رئیس محمد سرور واصف الکوزی یې  په توپ پورې تاړه نو هغه د کاغذ پر یوه پاڼه ولیکل؛ په داسې حال کې چې په امنت بالله و ملائیکه...مې بشپړ ایمان درلود، د امیر په حکم ووژل شوم.  عبدالهادي داوي د هغه په اړه داسې ویلې دي؛

محب قوم و فدای دین جزاه الله

که مانند سنت مشروطه را قوام و اساس

ددې پیښو په غبرگون کې امیر حبیب الله په ځانگړې ټوگه د عمومي زده کړو پر پراختیا زیات محدودیتونه وضع کړل. نائب‌السلطنه سردار نصرالله خان ، د امیر ځواکمن ورور، حتا د شته مډرنو بنسټونو له موجودیت سره هم مخالفت وښود: « زده کړې مشروطه زیږوي او مشروطه د سلطان د شرعي تسلط پر وړاندې د تقابل ټکی دی». دې ټولو دردونو د پاتو مشروطه غوښتونکو په کړنو او مرال کې کمښت را نه وړ. هغوی کوشنۍ کړۍ جوړې کړې او د مخفي لاسي لیکنو (شب نامو) په لیکلو او توضیح کولو یې تمرکز ته دوام ورکړ او خپله روحیه او انگیزه ژوندی وساتلای شوای.

 

د 'ځوان افغانانو' دوهمه مشروطه

امیر د خپل دولت په جوړښت کې بدلون را نه وړ، مگر د فرهنگي مډرنیزشن منځلاري پروگرام ته چې له مخکې شروع شوی و، دوام وکړای شو. په ۱۹۱۱ کې، محمود طرزي د دربار تر څارنې لاندې د«سراج‌الاخبار» ورځپاڼې (د هغه نشريې ځایناستې چې په ۱۹۰۶ کې مولوي عبدالروف خاکي یې بنسټ ايښی و، تر يوې گڼې خپریدو وروسته منع گرځول شوې وهخپرول تضمین کړای شوه. طرزی پرکاره لیکوال و چې د عثماني قلمرو سوریې ته د امیر عبدالرحمن لخوا  تر تبعید وروسته یې مډرن علوم لوستي و. په حقیقت کې طرزی د افغان نشنلیزم فکري پلار گڼلای او نامتو مورخې او افغانستان پيژندونکې نانسي دوپیري «هیر شوی ملتپال» بللی دی. طرزي سراج الاخبار جریده د برتانیوي امپرالیزم پر وړاندې د تبلیغاتي دستگاه، د افغان نشلنلیزم د ترویج او د پرمختگپالت فکر «ترک ځوانانو په څیر په ترکیه درلودل» په یوه مستحکم سنگر بدل کړای شوه. سراج الاخبار د «افغان ځوانان» غورځنک د تفکر چینه وه چې د کورني استبداد او برتانیا پلوه سیاست پر وړاندې یې جدي ازادپالونکی درېځ درلود او د دربار یوې لويې برخې ترې ملاتړ وکړ، دوهمه مشروطه د محمود طرزي په هڅو د لومړۍ هغې په پرتله خورا زیاته فعاله او راډیکاله وه. دې ډلې ته د برتانیا څخه خپلواکۍ اخستل او د امارت نسکورول د خپل پروگرام په سر کې ځای درلود.

 

د امیرحبیب‌الله ډېلما

په داسې حال کې چې په لومړی نړیوالې جگړې کې، امیر حبیب‌الله افغانستان بېطرفه اعلان کړ. مگر د «ځوان افغانانو اپوزسیون» د برتانیا څخه د خپلواکۍ بیرته اخستلو لپاره جگړه پیل کړه. دا وخت د امیر حبیب الله دربار د دوو قوتونو تر منځ واقع و. یوې خوا ته کورني سیاسي ځواکونه ول چې محمود طرزي، امان الله خان، نصرالله خان او عنایت الله خان په څیر مهمې څیرې پکې راټولې وي، د ترکیې او المان سره یې خواخوږي درلوده او د انگریزانو سخت مخالفین ول. په دې ډله کې روڼاندي او روښانفکران سره یوځای شوي ول، د امیر پر بهرني سیاست یې شدیدې نیکونې درلودې، د انگریزانو په وړاندې د امیر ښگڼپال سیاست یې غنده او آن د ترکيې او الماني ځواکونو لپاره د لارې د ورکړې او همکاري پلویان ول. د نوبل جايزه گټونکي روډیډ کیپنگ Rudyard Kipling د دوهمې افغان-انګلیس جګړې په اړه چې په۱۸۸۱ کې پای ته ورسیده يو ناول د (Kim 1901) په نوم کښلی. دا ناول د انگلیسي ژبې د غوره کتابونو څخه گڼل کیږي او د افغانستان، هندوستان او جنوبي آسيا یو روښانه انځور وړاندې کوي.؛ Niedermayer-Hentig Expedition یا د «کابل ماموریت» افغانستان لپاره د آلمان ډیپلوماتیک ماموریت و، چې د محورځواکونو لخوا د ۱۹۱۵-۱۹۱۶ په کې پلی کاوه. ددې ماموريت بنسټيزه موخه دا وه چې افغانستان وهڅوي چې د بریتانوي امپراتورۍ څخه بشپړه آزادي اعلان کړي، د محور ځواکونو سره اوږه په اوږه نړیوال جنگ ته ننوځي او پر برتانيوي هند حمله وکړي. په ښکاره ډول، برتانویان فکر کوي چې دا د هغوئ پر وړاندې خورا جدي دسيسه وه چې آلمان په آسيا کې د هغوئ پر ضد پلي کوله. که څه هم دا ماموریت د امیر حبیب الله خان، آلمان او ترکیې ځواکونو په يو ځای کولو کې چې جگړې ته به په گډه درومي پاته راغی. مگر هڅې جاري وساتل شوې دا گډې هڅې  په ۱۹۱۹ کې د امير حبيب الله خان د ترور یو ناڅیړل شوی اړخ هم دی او د درېیم افغان-انگليس جنگ یو سبب هم کېدای شي چې افغانستان پکې له برتانوي استعمار خلاص شو. په دې مانا چې المانيانو، تورکانو او »افغان ځوانانو» خپل لومړنی هدف پوره کړای شو.

 دوهمه ډله د دربار  انگریز پلوه اشخاص ول، دربار او امیر یې متقاعد کاوه چې د انگریزانو سره د هغه د پلار او دده ژمنو او ښه نیت ته ثابت پاته شي، الماني او تورکي دولتونو ته فرصت ورنکړي او که نور هېڅ نه وي د برتانیا، المان، تورکيې او روسیې تر منځ بېطرفه پاته شي. امارت ددې دوو قدرتونو تر منځ واقع و، په کورني سیاست کې یې مهم پلویان بایللی ول او په بهرني سیاست کې یې ټوله هیله پر برتانیې تړلې وه. دا وخت د سراج الاخبار لهجه ډېره تنده وه، د انگریزانو د پارورډ پالیسۍ (Forward Policy) پر وړاندې د ازادۍ په سنگر بدله شوې وه. د ۱۲۹۴ د مرغومي پر ۱۶مه یې د «حی علی افلاح» په نوم لیکنې په ډاگه خلک د انگریزانو پر وړاندې پاڅون ته وهڅول چې نوموړې مقاله د امیر د دربار لخوا سانسور کړای شوه او طرزي ته وویل شول؛ «هغه چرگ چې بې وخته اذان کوي سر یې د غوڅولو دی» او ۲۶ زره روپۍ یې جریمه کړ. «ځوان افغانانو» پر بدلیدونکو حالاتو باندې د لاسبرۍ هڅې کولې، انگریزانو هر څه څارل او د پټو جاسوسي چینلونو له لارې یې د امیر له درباره معلومات وړل.

«ځوان افغانانو»  له امان الله خان سره په مشوره د هغه محافظه‌کار د تره زوی سردار نصرالله د پاڅونوالو د مشر په توگه راضي کړای شو، چې په دې توگه ددربار تقریبا ټولې مهمې او کلیدي څیرې د امیر حبیب الله مخالفین وګرځیدل. له څو پرلپسې ناکامو هڅو وروسته  بلاخره امیر حبیب الله په کله ګوش کې ترور کړای شو. د امیر د قتل په گناه کې د هغه د ساتونکي کرنیل شاه علي رضا سر د تورې په برېښ کې یووړای شو.

 

له لوړ څخه انقلاب

د ځوان افغانانو مشروطه غوښتونکي خوځښت د پریکړې او توافق پر بنسټ په ۱۲۹۷ کې امیر حبیب الله وژل کیږي او قدرت ځوان او روښانفکره نسل ته انتقالیږي. زما په اند د روښانفکرانو دا حرکت «له لوړ څخه انقلاب-Revolution from Above » نوموای شو. له لوړ څخه انقلاب اصطلاح د ایلن ترمبرگ (Ellen Kay Trimberger) لخوا د جاپان د میجي انقلاب،  په ترکیه د مصطفی کمال اتاترک د انقلاب او په مصر کې د کمال ناصر د ۱۹۵۲ انقلاب په اړه کارول شوې ده، چې په افغانستان کې یې د روښانفکرانو لاسته د قدرت ورتلو وروسته د سمونونو څرنگوالي ته کارولی شو. سره له دې چې افغانستان د سیمې لومړنی هیواد و چې خپلواکي یې اخستې وه او اساسي قانون یې رامنځته کړی و مگر له دې سربیره دیموکراسي د سیاسي نخبه گانو تر منځ د اختلاف زیږیدلو سبب هم شوه. یو شمېر روښانفکرانو د محمود طرزي، عبدالرحمن لودین، عبدالهادي داوي په گډون د شاه امان الله څخه خوابدي شول. اماني دولت یو لړ آزادۍ په رسمیت وپیژندلی، اما د شاه د صلاحیت، د حکومتولی په چارو کې پرمختگ او د روڼاندو د پراخو سمونپالو پروگرامونو د بشپړ تطبیق پر سر د شاه امان الله د دربار او روڼاندو توافق رانغی، یو له دې موضوعگانو څخه د نظام جوړښت و چې امان الله تر ډېره د روڼاندو له طرحې سره پرې همږغی نه و. شاه امان الله په پیل کې د مشروطیت پلوی و، مگر تر واک وروسته په خپل  صلاحیت او اختیاراتو کې ویش او را کمولو ته چمتو نه و. عبدالحي حبیبي د ۱۳۰۱ په اساسي قانون کې د مشروطیت اصل کمرنگه گڼي. حسن کاکړ هم هغه یوه مشروطې ته ورته سلطنت گڼي. ځکه د قواوو تفکیک پکې په لویه کچه نادیده نیول شوی و. له خپلو ټولو کمیو سربیره دا د افغانستان په تاریخ کې یوه زرینه دوره وه، د لسو کلنو لپاره دوام کوي او په ۱۳۰۷ کې پایته رسیږي او د حبیب الله کلکاني او محمد نادر خان په راتگ سره د شلو کلونو لپاره د ډیموکراسۍ څپه شاته ستنیږي. که څه هم د ۱۳۰۹ اساسي قانون پر بنسټ شاه باید د پارلمان پر وړاندې سوگند یادواه او وزیران به پارلمان ته مسول گرځول کیدل، اما په عمل کې تر ۱۳۲۷ پورې هېواد د یوې کورنۍ الګارشي په لاس په استبداد او ناوړه شیوې اداره کړای شو، تر هغې چې په پای کې افغانستان دیوې درې کلنۍ کوشنۍ دورې لپاره پارلماني ډیموکراسي تجربه کړای شوه.

 

د بایللې مشروطې د احیا وروستۍ هیله

د ۱۹۳۹ زیږدیز د مني په وروستیو ورځو کې د آلمان سفير په مسکو کښې د شوروي د بهرنيو چارو وزير مولوتوف سره وکتل، چې آيا شوروي په هند کښې د المان د پخوانيو پراختيايي پروگرامونو په هکله مرسته کوي که یا؟ په دې پلان کې د شاه امان الله خان د بیرته ستنیدنې پلان هم شامل و. آلمانیانو غوښتل د افغانستان پولې ته نېږدي د شوروي اتحاد په ترکستان کېد شاه امان الله خان۲۰۰۰ پلويان سره راټول او  اکمال کړي. دوی ته آلماني وسلې، د استوگنې اسانتياوې او د آلماني ښوونکو لخوا روزنه ورکړای شي. آلمانانو غوښتل افغانستان ته ولاړ شي او مزار شریف ونیسي، بیا د افغان سرحدي قبایلو او امان الله خان د پلویانو په مرسته د بریتانیا پلوي شاه محمد ظاهر د پرځولو لپاره پر کابل برید وکړای شي. وینر اوټو وین هینگ Werner Otto von Hentig  د آلمان په بهرنیو چار وزارت کې د ختیځ څانگې مشري کوله. د انگريزانو له منگولو د افغانستان د ژغورلو د پلان او  تفکر ماغزه د هغه د دفتر پر شاوخوا ول. هغه په دې باور و چې هټلر به د شوروي اتحاد پر سوسیالیستي جمهوریتونو د بريد څخه راوگرځوای شي او د انگريزانو د ریښو ایستلو فکر به ور وگرځي. د ۱۹۳۹ د ډسمبر پر ۱۲مه د آلمان بهرنیو چارو وزارت ډاکټر پیټر کلیسټ Dr. Peter Kleist مسکو ته د مولوتوف سره د محرمانه خبرو اترو پروسې مخته وړلو لپاره واستوی. د همکاریو دې کمیسیون وموندل چې د نازیانو په مشرتابه کې خپل دښمنان لري، په ځانګړي ډول د آلمان د سیاسي دفتر مشر الفرډ روزنبرگ Alfred Rosenberg هغه څوک و چې ددې مرستو مخالفت يې کاوه. د امان الله خان پلان د ۱۹۳۹ په پاى کې د  نازیانو رد کړ، مگر د آلمانيانو ماجرا پای نه و موندلی. د ۱۹۴۱ په اپریل کې جرمني د مخ پټو ایجنټانو او راپورچيانو يوه ډله افغانستان ته ولېږله، Manfred Oberdöffer چې يو ډاکتر او ساينس پوه و او Fred Herman Brendt د الوتکو ماهر له خپلو افسرانو سره د افغانستان له لارې هند ته د وسلو لېږلو لپاره د مامور کړای شوې ډلې مشري کوله تر څو د برتانيا د بې ثباته کولو لپاره عملا لاس پر کار شي.

جولیس سیوټارت په خپل کتاب The Kaiser's Mission to Kabul: A Secret Expedition to Afghanistan in World War I "کې ليکي؛ «د دوی د ماموريت بنسټيزه دنده د سرحدي قبايلو چې هم احساساتي دي هم جنگیالي دي قومانده او هڅول وه» چې د برتانويانو په وړاندې د جگړو اعلان وکړای شي. د ۱۹۴۱د اپریل پر ۲۰مه د هټلر د زوکړې د۵۲مې کالېزې سره سم په کابل کې د آلمان استازي ته لارښونه وشوه چې په سرحدي سېمو کې د ورانکارۍ عملیات پیل کړي. د ۱۹۴۱ په سپټمبر کې د المان بل عملياتي واحد د یو اطلاعاتي کس ډیتریچ ویټیلیل- کیم Dietrich Witzel-Kim  په ملتيا د وزيرستان د اپیۍ فقير په مشرتابه په وزيرستان کې د گورلايي جنگياليو په راټولو او مديريت کولو کار پيلوي. د آلمان دې هلوځلو په سیمه ایز ثبات خپلې اغېزې ودرلودلي، د سیوټارټ په وینا: د «کابل ماموریت» بریالیتوب په هغه وخت کې دا و چې پر روسیې او برتانيې یې د فعالیتونو دايره ډیره سخته کړای شوه او د دښمن پر وړاندې تبلیغاتو کې يې خپل موثريت ثابت کړای شو. هغه زياتوي "په واقعيت کې آلمانيان د جهاد، د هند آزادي او د افغان حاکمیت د بیا احیا له پيغامونو سره راغلل، درې نومونه مگر ډېر ځواکمن عنوانونه.

د امان الله خان پلان د ۱۹۳۹ په پاى کې د د نازي المان لخوا رد کړای شو، ترکیې هم په استانبول کې د هغه پر انسجامي فعالیتونو بندیز ولگاوه، په دې توگه د افغان ځوانانو د دوهمې مشروطې وروستۍ هیلې هم ورژیدلې.

 

د محصلینو ټولنه او پر سیاسي قوتونو يې اورنی اغېز

له شاوخوا شل کلن ځنډ وروسته، د ۱۹۵۰ د اپریل پر ۴مه د افغانستان په تاریخ کې د محصلینو لومړنۍ اتحادیه جوړه شوه. په کابل کې د محصلینو ټولنه په حکومت کې د دننه ډلو یوه هڅه وه چې د فعالو ځوانانو په یوه وړه، خو لېواله ډله کې نفوذ وکړای شي او دولتيگټو لپاره يې وکاروای شيمگر دا هڅه توپاني شوه، د دولت له مهار ووتله او په پارلمان کې یې  ولسواکۍ پلوی سمونپال پوتنشیل را وپاروای شو. کله چې دا غورځنگ په نورو برخو کې په پراخېدو شو، حکومت هڅه پیل کړه چې ټولنه څنډې ته کړې، د هغوی پروګرامونه ټکني شول، مګر یوه لسیزه وروسته په خورا ځواک بېرته را ژوندۍ  شوه. دې ټولنې په قانوني ډول یوازې اووه میاشتې ژوند وکړ خو داسې سیاسي فعالان يې وپنځول چې په هغو پرمختگونو کې يې مهم رول ودرلود چې د ننني افغانستان بڼه یې ټاکلې دهد کابل پوهنتون د محصلینو ټولنه نه یوازې دا چې د هېواد د محصلینو منظمه ټولنه وه، بلکې د هېواد لومړنی قانوني سیاسي گوند هم ترې رامنځته شوددې ټولنې زیاتره فعال غړي د مشروطه غوښتونکي اپوزیسیون ځوان نسل و چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د امیر حبیب الله دربار له نسکورولو او د خپلواکۍ تر اخستلو وروسته د محمود طرزي له افکارو او هڅو څخه متاثیره شوي ول. د افغان ځوانانو افکارو د ټولنې په لا منظم کولو کې حیرانونکې مرسته وکړای شوه، ددې ټولنې راتلونکي پنخونې د مشروطیت غورځنگ د بشپړاوي لپاره مرستندویه تمامې شوې. د معمول پر خلاف محصلینو ټولنې ته ځکه د حکومت له خوا ډېر ژر ازادي ورکړ شوه چې د ځان په گټه يې وکاروي. ټولنه له هغه  ځانگړي مهالویش چې حکومت د قانوني کېدلو له پاره د شین څراغ په توگه ورته په پام کې نیوه،  ډېره وړاندې ولاړه.

د محصلینو ټولنې په اړه مطالعه د هیواد د اقتصادي بحران له تحلیل پرته چې د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته لمن نېونکی و، د درک وړ نه ده. شاه په موقتی ډول سیاسي هڅو ته ازادي ورکړې وه او د مخالفو ځواکونو لپاره نسبي اقلیم مساعد شوی و.

 

شاه او د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته اقتصادي بحران

د افغانستان لومړنی پراخ ولسواکۍ پلوه غورځنگ د ژور اقتصادي ناورین په مټو تغذیه او را څرگند شو. دا بحران د دولت د ناسمو اقتصادي پالیسیو، د دویمې نړیوالې جگړې پر مهال د صادراتو د سپمول شویو پیسو د ناسم مدیریت ، د ځانگړو صادارتي بازارنو له لاسه وتلو او د ۱۹۴۴ کال د وچکالۍ د نه مدیریت له وجې چې د لوی شمېر افغانانو ژوند او اقتصادي حالت یې په بېساري توگه خراب کړی و، رامنځته شو. د جگړې پر مهال افغانستان د جگړې پر دواړو ښکېلو خواوو ( متحدځواکونه او محورځواکونهباندې پنبه او وړۍ هلته د ژمنیو کالیو د تولید په موخه پلورلې وې.  د محمدظاهرشاه حکومت دا پیسې د هلمند-ارغنداب وادي پروژې (The Valley of Helmand-Arghandab Project) چې یوه موخه يې پر ښېرازو ځمکو د پښتنو مېشتول و، لگولېپروژه د هېواد په سهیل کې د ارغنداب او هلمند  پر سیندونو پلې کېده. حکومت پلان درلود چې اعظمي کچ پنبه تولید کړای شي او پروژې ته نژدې د صنعتي کارخانې ځنځیر ورغوي او  له دې لارې د هلمند په اوبیزه حوزه کې د پنبې تولیدي صنعت ته وده ورکړای شي.

د هلمند- ارغنداب پروژې سیاسې موخه دا وه چې د عبدالمجید زابلي په مشرۍ د خصوصي تشبثاتو د یوې ډلې له خوا هغه پرمختگونه چې په تېرو کلونو کې د هېواد په شمال کې رامنځته شوي ول، په جنوب کې د پراخو ځمکو او سرشارو اوبو څخه په گټه اخیستنه پلي کړيزابلی د هرات یو پښتون سوداگر و او نژدې همکاران یې هغه لومړني کسان ول چې نه یوازې یې انفرادي توګه پانگونه کوله ( د ځمکې اخیستلو په گډون) بلکې د هېواد په کچه يې د صنعتي بنسټونو د ودې هڅې هم کولې. د محمد نادر خان په دوره کې، دوی په هرات، کابل، کندهار، چاریکار او مزارشریف کې کوشنۍ کمپنۍ چې په سیمه يیزه اصطلاح يې شرکتونه بلل جوړ کړل. د ۱۹۳۱ په جنوري کې عبدالمجید زابلي دا ټول شرکتونه د یوه «سهامي شرکت» تر چتر لاندې چې د شراکتي کمپنۍ جوړښت يې درلود، راوستلد ۱۹۳۱ په اکټوبر کې دې سهامي کمپنۍ خپل ځای «بانک ملي» ته په پرېښودو سره زابلی د افغانستان د بانکوالۍ د مډرن سسټم بنسټ اېښودونکی معرفي کړای شو. سره له دې چې د بانک نوم ملي و، مگر دا یو شخصي بانک و او زابلی يې په کلیدي او لویو شریکانو کې راتلی، نوموړی بانک بیا وروسته په ۱۹۷۶ کې ملي کړای شو. بانک د کندوز او بغلان د پنبې د پروسس لپاره نور شرکتونه وپنځول چې له جملې یې د سپین زر شرکت یادولی شو. دې بریالۍ کیسې زابلی  په  ۱۹۳۸ کې د محمد ظاهرشاه د سوداگرۍ  د وزیر په توگه تر کابینې ورساوه. دده تر څارنې لاندې په ۱۹۳۸ او ۱۹۴۱ کې د افغانستان لومړنۍ لويې کارخانې؛ د جبل السراج او پلخمري صنعتي فابریکو په گډون په پروان او بغلان ولایتونو کې او همدارنګه په ۱۹۳۰ کې د بغلان د بورې کارخانه جوړې شوې، د یادونې وړ دي.

 د هلمند-ارغنداب پروژه په حقیقت کې د ملتجوړونې د پروگرام یوه برخه وه، چې موخه يې د افغانستان د پښتون-مېشته سهیل د ناوړه اقتصادي حالت سمون و. خو کله چې د وادي هلمند د پراخه شاړو ځمکو د ښېرازولو لپاره د لویو ویالو په ایستنه کې پروژه له ستونزو سره مخ شوه، د هېواد سپمول شوې پیسې د پروژې ترگټې وړاندې لا مصرف شوې وې او د پیسو زیرمې تشې شوې وي. دولت اړ و د امریکا متحده ایالاتو څخه پور واخلي چې بلاخره نوموړی پور په بد-پور واوښت او د اداینې ظرفیت یې نه و.  اقتصادي بحران په لوستو وگړو او په واکمنې کورنۍ کې مخالفتونه وزیږول او شاهي کورنۍ يې دوې ټوتې کړله. یوه ډله د لومړي وزیر شاه محمود د پياوړي سیال ( وراره یې) د دفاع وزیر سردار محمد داوود خان په مشرۍ رامختې شوه او واک ته د رسېدو په تلاښ کې وه. د محمد داوود او زابلي ملگرو هڅه کوله چې د هغه وخت نوې  ټوکېدلې سیاسي ډلې د ځان خوا ته مایلې کړې او د هغوی په را گډولو خپلو موخو ته په رسيدا کې ترې استفاده وکړای شي او په دې توګه پر خپلو سیالانو یو قدم مخکې شي.

 

درېیمه مشروطه او د ډیموکراتیک غورځنگ نوې ځپلتیا

په ۱۹۵۲ کې د لومړي وزیر شاه محمود حکومت د مشروطیت او ډیموکراسۍ درېیم غورځنگ او لومړی لیبرال پارلمان سرکوب کړ. د ملي شورا اولسمه دوره د روښانفکرانو، مشروطه او ډیموکراسي غوښتنونکو روڼاندو په هڅو په ۱۹۴۹ کې د لومړي ځل لپاره د پټو او رڼو ټاکنو له لارې وټاکل شو. د استازو جرگې د تقنني دورې په پای کې، حکومت د یوه شاتگپال حرکت له لارې مخ استبداد او تاوجنې لارې ته واړوی. شاه محمود ټولو اړونده دولتي مسولینو ته فرمان ورکړ چې د روڼاندو د ټاکل کېدو مخه ونیسي. غلام محمد غبار، عبدالرحمن محمودي او صدیق فرهنگ له کابل، سید محمد دهقان کشمي او سخي امین له بدخشان، خال محمد خسته له بلخ، فتح محمد له بهسود، گل پاچاه د لغمان، نزیهي او نظرمحمد نوا د میمنې، او نور علم میداني د اتمې دورې نوماندان ول. دولت د غبار او محمودي ناظران د رایې ورکونې له مرکزونو وشړل،  په دې توگه ناخپلواکې او ناشفافې ټاکنې وشوې. په غبرگون کې، کابلیانو د دیموکراسۍ لپاره په لومړي ځل د حکومت پر وړاندې واټونو ته ووتل او مظاهره یې وکړه. حکومت لاریون کوونکي وځپل او پر سبا پوځ د ښار اداره په لاس کې واخیسته. ۱۷ ورځې وروسته، حکومت د روښانفکرانو او روڼاندو یو لوی شمیر چې د څلورو گوندو؛ د غبار وطن گوند، د محمودي خلق گوند، ويښ زلمیان او اتحاد سري پورې اړوند ول زندان ته واچول. له دې وړاندې آزادې رسنۍ او محصلینو ټولنه هم ځپل شوې وه. ډېری له دې روڼاندو څخه له ۴ – ۱۱ کلونو پورې د داوود خان د صدارت تر راتګه بندیان پاته شول. علي اصغر شعاع او سرور جویا په زندان کې مړه شول. نانسي دوپري په ۱۹۷۳ کې لیکلي چې «کچیري یوه ورځ په افغانستان کې ډیموکراسي بنسټیزه کیږي، دا بندی روښانفکران، ډاکتر محمودي چې تر خلاصیدو درې میاشتې وروسته ومړ او غباربه د ډیموکراسۍ  دشهیدانو په نوم وپیژندل شي».

 

په شاهي کورنې کې درز او نوې سیاسي ډلې

ډیموکراسۍ  پلوه غورځنگ ته هغه وخت لا ډېر فرصت په لاس ورغی چې د ۱۹۴۶ په مۍ کې محمد هاشم خپل ناسکه ورور شاه محمود د لومړي وزیر په توگه ځایناستی وټاکی. دوی دواړه د شاهي کورنۍ چې مهمې څوکۍ يې په لاس کې وي غړي او د محمد ظاهر شاه ترونه ول. مگر شاه محمود په سیاسي لحاظ تر نورو ډېر لیبرال او ازادۍ پلوه و. شاه محمود پر خپلو سیاسي سیالانو په ځانگړي ډول د پخواني باچا امان الله خان پر پلویانو سیاسي فشار کم کړ. د پخواني سمونپال باچا  امان الله خان او «د هغه پلویانو چې ځوان افغانان نومیدل او د مصطفی کمال اتاتورک د ځوانو تورکانو څخه یې روحیه اخستې وه) په ۱۹۱۹ کې یې هېواد بشپړ خپلواک کړی و، خو د دوی پراخ پرمختگپال سمونونه او اصلاحات د بهرنۍ لاس وهنې او مصاحبانو سره د انګریزانو د پروټوکولي غبرگون له لارې درول شوي ول او په پایله کې باچا  له هېواده شړل شوی و. دې تشې د یوې بلې شاهي کورنۍ واک ته بستر چمتو کاوه چې مصاحبین یا آل یحی نومیدل او هاشم خان او شاه محمود خان ورته منسوب ولدوی د مذهبي محافظه کارو ملایانو د خوشالولو لپاره ډېری اماني سمونونه او اصلاحات بېرته شاته وگرځول آن تر دې چې پخوانی باچا  يې رټلی یا لعنتي یاداوه، د هغه په نوم اخستلو یې بندیز ولگاوه او هڅه یې کوله د هغه یاد د افغان انسان له حافظې وتوږي. وروسته تر دې چې شاه محمود خان واک ته ورسېد، بې ځنډه یې د «ځوان افغانان» مشران چې تر اوسه لا بندیان او یا په جلا وطنۍ او سیاسي تبعید کې ول له زندانه خوشي او عفوه وکړله او هغوی چې د نوې نظام سره یې وفاداري وښودله سمدلاسه په حکومت ځای پر ځای کړای شول او پاتې نورو چې سیاسي اپوزسیون کې ځانونه لیدل، لاس په کار شول. شاه محمود د روڼ آندو د غیررسمي سیاسي کړیو کړنې چې د امان الله خان له دربار سره تړلې نه وې او یوازې د امان الله خان د تعلیمي سمونونو  په پایله کې راپورته شوې وې، وزغملې. په دې توگه  په رسنیو کې په ځانگړي ډول په کابل مجله کې د پښتو ټولنې له خوا چې وروسته د هېواد مخکښه تعلیمي موسسه شوه، د افغانستان په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي وروسته پاتي والي د نوي نسل د رول په اړه د روشنگرۍ بحثونه او د وېښتابه پروگرامونه پیل شول. د هغوی سیاسي پروگرام د دولتي دستگاه د سمون او اصلاحاتو له لارې د مډرن او ډیموکراتیک افغانستان په جوړولو متمرکز و، تر څو وکولی شي پښتنه ټولنه شاه له سلطې وباسي او مطلقه شاهي رژیم په مشروطه شاهي بدل کړای شي.

 

د داوود-زابلي ډله

د روڼاندو خوځښت د ۱۹۷۴ په پسرلي او دوبي کې لا نوره رسمي بڼه غوره کوله مگر د یوې هڅې په ترڅ له ټولو روڼاندو څخه چې د حکومت د باندې فعال ول وغوښتل شول او وهڅول شول چې د 'کلوپ ملي' په چوکات کې ورگډ شي. نوموړې سیاسي کړۍ د محمد داوود خان او عبدالمجید زابلي لخوا د ۱۹۴۶ ډسمبر/ ۱۹۴۷ جنوري کې په لاره اچول شوې وه، د کافي مالي امکاناتو څخه برخمنه وه او د سیاسي فعالینو او روښانفکرانو د جلب په لټون وه. دولتي مامورین او د پارلمان غړي په پرلپسې توگه هڅول کیدل چې د محمد داود په مشرۍ دې گوند سره یو ځای شي. زابلي هم  یو شمېر فعالانو ته ځان ورساوه ځینې لکه شمس الدین مجروح، چې یو منلی لیکوال او د ملي بانک پخوانی کار مند و، په ډله کې ور شامل شول، خو ځینې ووتل او یا په دواړو ډلو کې فعال شول. سره له دې هم زیات شمېر سیاسي فعالینو د محمد داوود خان کلوب ملي گوند رد کړ، له هغې جملې یو شمیر د پام وړ شخصیتونو او فعالانو لکه گل پاچا الفت او مولوي قیام الدین خادم چې دواړه د ختیځ پښتانه او د جلال آباد په حکومتي ورځپاڼه – «اتحاد مشرقي» کې  همکاران او د حکومت کارمندان ول، دا بلنه ونه منله. داسې ښکاریدل چې د محمد داوود خان او عبدالمجید زابلي گوند د اشخاصو په استخدام کې پاته راغلی و. د وینبوام (Weinbaum) په قول چې؛ [دې] گوند په خوارۍ یو څو تنه جذب کړای شولغبار د ۱۹۵۱ د نومبر په ۱۱مې د  وطن ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي؛ زابلي  د غړیتوب د رد ځواب ته د ملي بانک د یو شمېر کارمندانو په گوښه کولو سره غبرگون وښود.

 

ویښ زلمیان

مجروح او الفت د پښتو ټولنې له مشر عبدالروف بېنوا او د اندخوی له یوه اوزبک محمد کریم نزیهي سره په گډه پرېکړه وکړه چې  داوود خان د گوند سره د گډ تگ پر ځای ځانته خپله ډله جوړه کړي. د ۱۹۴۷ د اگسټ پر ۱۵مه نژدې ۴۰  مخورو فعالانو چې ډېر يې پښتانه ول، غونډه وکړه او د ويښ زلمیانو غورځنگ يې جوړ کړ. ویښ زلمیان د محمود طرزي د سیاست شاګردان ول.  دې غورځنگ د سیاسي کرکټر په درلودلو ځان یو ټولنیز سازمان باله. خو تر اوسه پورې لا د سیاسي گوند بڼې ته نه و اوښتی، ځکه چې په شاهي اساسی قانون کې لا د سیاسي گوندونو فعالیت ته جواز نه ورکول کېدی. ددې گوند نوم د نیک محمد فدايي میلاني له یوه شعر څخه چې په کابل مجله کې د همدې کال په لومړیو کې د «ویښ زلمیان به را ټول شي» تر عنوان لاندې  خپور شوی و، په الهام ټاکل شوی دی.

د ویښ زلمیانو گوند بنسټگرانو هڅه کوله چې په غورځنک کې د هېواد بېلابېل توکمونه او قومونه ورگډ کړای شي او غیر پښتانه هم غورځنگ ته راولي . د بېلگې په ډول نوموتی مورخ میرغلام محمد غبار چې یو دري ژبی کابلی سید او د شاه امان الله خان د حکومت کارمند، ډاکټر عبدالرحمن محمودي د کابل یو تاجک،  د کابل مرستیال ښاروال سید میر محمد صدیق فرهنگ چې مخکې یې د زابلي په ملي بانک کې کار کاوه، د کابل ښاري شورا منتخب غړی او د دایرة المعارف خپروونکی میرعلي اصغر شووا ( هزاره) او عبدالحسن یو قزلباش انسان چې دواړه د کابل اوسیدونکي ول، ویښ زلمیان شولعبدالروف بېنوا د ویښو زلمیانو ډلې دغړو، په ځانگړي ډول د غبار او محمودي او ځینو نورو لیکوالو او دولتي شخصیتونو چې ‌ډلې سره د یو ځای کیدو لېوال ول، څلوېښت مقالې چاپ کړې. مقالو د حکومت له ملاتړ او نیوکو څخه نیولې بیا تر بشپړو ټولنیزو او اقتصادي سمونونو غوښتلو پورې د د وړاندېزونو کڅوړه وړاندې کوله. لیکوال او شاعر عبدالروف لطیفي چې تازه د باختر دولتي اژانس مشر ټاکل شوی و، پرځان د نیوکې په دود لیکلي و: «د ځوانانو یوې لویې برخې د دولت رسمي څوکۍ نیولې دي او د اکثریت حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي.» ډاکتر محمودي د ټولو مېشته توکمونو د مساوي حقونو په اړه ویل چې؛ د خلکو ریښتینی ملي یووالی باید په اصولو ولاړ وي، نه په یو قومي کورنۍ الیگارشۍ. هر هغه څوک چې  په دې جغرافیه کې چې افغانستان بلل کېږي، اوسیږي، افغان هم دی او  هم دا چې مساوي حقونه  باید ولريمیرمحمد صدیق فرهنگ چې په دې غورځنگ کې يې برخه اخیستې وه، په خپلو یاداښتونو کې چې له مرگه وروسته يې په ۲۰۱۵ کې په کابل کې چاپ شوي دي، لیکلي دي چې، د ویښو زلمیانو او ډېرو غیر پښتنو دا خپلمنځي هڅې چې په غورځنگ کې گډون وکړي  بریالۍ نه شوې.  دده په وینا  چې دوی پوه شول چې پښتانه روښانفکران  د پښتنو د دولتي واک په مقابل کې د نورو توکمونو د خوابدۍ په اړه حساس نه دي. فرهنگ همدا ډول لیکلي دي چې د غیر پښتنو( غبار، محمودي او دده) یوه هڅه چې له ویښو زلمیانو سره موازي یوه خپله ډله جوړه کړي هم ناکامه شوې وه، ځکه دربار ته راپور رسېدلی و او دوی پرېکړه کړې وه چې تر یوه مساعد مهال پورې فعالیت وځنډوي.

 

د ۱۹۴۹ لیبرال پارلمان

په ۱۹۴۹ کې د شاه محمود خان صدرات د لومړي ځل لپاره په پټو/سري رایو پارلماني ټاکنې وکړې. دا د ۱۹۲۳ راهیسې د شاه امان الله خان تر انتسابي پارلمان وروسته اوومه تقنیني دوره ګڼل کېدای شي.  ټاکنې د حکومت له څرگندې او ښکاره مداخلې پرته په نسبي ډول د یوه خپلواک کمپاین پر مټ مخته ولاړې. د افغان شنونکي فرید الله بېژند د یوې مقالي له مخې «د حکومت د نه مداخلي خبره یوازې د کابل په څو سیمو او یو څو نورو ولایتو کې ریښتیا وه، خو په نورو ولایتونو کې په پخواني دود ټاکنې وشوې، چې حکومتي کارمندانو لکه والیانو به یو څوک ونوماوه او خلکو به له ټاکنوڅخه رضایت وښود».. دا نه وه څرگنده چې د نوماند او رایې ورکوونکو عمرونه باید څومره وي. د نامتو افغانستان پیژندونکې میرمن نانسي ډوپري په خبره چې؛ په ۱۹۶۵ کې ټولو نارینه او ښځو چې عمرونه يې تر ۲۵ کلونو پورته او له سیاسي حقونو محروم شوی نه ول، حق درلود چې نوم لیکنه وکړي او رایه ورکړي. په عملي توگه له کابل نه دباندې یوازې گوتشمېر ښځو په ټاکنو کې برخه اخسیتې وه. افغان لیکوال حفیظ الله عمادي لیکلي چې تر۱۹۶۰مې لسیزې پورې ښځو اجازه نه درلوده چې په پارلماني ټاکنو کې د نوماندانو په توگه برخه واخلي. نو داسې اټکل کوای شو چې د ۱۹۴۹ ټاکنو کې د عمر محدودیت او قید نه و. هغه مهال ښځینه نوماندانې لږې، یا ډېره شونې ده چې بیخي نه وې او که نوماندانې وې هم ، گوتمشېر رایې ورکوونکې وې.

د نوي اپوزیسیون ځینو نوموتو غړو وکړای  شول چې په انفرادي ډول په ټاکنو کې برخه واخلي او د ۱۹۴۹ ولسي جرگې په ټاکنو کې څوکۍ وگټای شيد وینبوام (Weinbaum) په قول چې دې کار پارلمان له یوې نا بریالۍ بیروکراسۍ او شنډو سیاسي باورونو څخه په نسبي توگه راویستی.

د ویښ زلمیانو پنځه وکیلان په پارلمان کې یوځای شول او ځانونه يې د «ملي جبهې» په نامه ونومول. دوی دا نوم د یوې ایرانۍ ملتپالې سیاسي ډلې له بنسټگر محمد مصدق څخه چې په همدې کال يې د ولسواکۍ او د نفتو د بهرنیو کمپنیو د ملي کولو غوښتنه کړې وه، په الهام غوره کړی و. مصدق په ۱۹۵۱ کې د ایران لومړی وزیر شو او په ۱۹۵۳ کې د پوځي کودتا پرمټ له واک څخه گوښه کړای شوی دی. محمود طرزي هم دوهم مشروطیت ته د «ځوان افغانان» نوم کاروه چې د «ځوان تورکان» څخه متاثره و.  د ولسي جرگې په نویو وکیلانو کې له کابله غلام محمد غبار او ډاکتر عبدالرحمن محمودي، له ننګرهار څخه استاد الفت، له  اندخوی څخه کریم نزیهي او له کندهار څخه د پښتو ټولنې پخوانی مشر تاریخپوه او لوی استاد عبدالحی حبیبي وټاکل شول. د نعمت الله ابراهیمي په وینا چې محمودي ۱۴،۰۰۰ رايې وړې وي.  هغه د ژوندانه په ساده بڼې او بېوزلو ته د وړیا روغتیایي خدمتونو د چمتو کولو په  شعار ښه نوم گټلی و. روسي افغانستانپوه کارگون (Korgun) لیکلي چې د ویښ زلمیانو پارلماني اپوزیسیوني ګروپ په ځانگړي ډول ډاکتر محمودي د فابریکو او معدنو او په کندهار او قطغن کې د زابلي د سوداگریز شرکت د کارمندانو د اعتصاب په ملاتړ په پارلمان کې ږغ اوچت کړ. د۱۹۵۱ د جولای پر لومړۍ نېټه هغه له یو مرگوني برید روغ ووت. دې پارلماني ډلې ډېر ژر یوولس نور وکیلان د غړو په توگه او ۴۸ تنه د ټول هېواد  له توکمونو څخه د غورځنگ د پلویانو په توگه ورخپل کړای شول. د بېژن د لیکنې له مخې په نویو غړو کې د فاریاب دوه وروڼه وکیلان محمد نظر نوا ( د میمنې له مرکز څخه) او عبدالکریم خیري (شېرین تگاب) او ښايي نور وکیلان له بلخ او بدخشان  څخه چې د افغانستان په شمال کې د ترکمن توکمه ډلې (اتحاد و ترقي)  غړي ول او تر ډېره بریده يې پټ فعالیت کاوه، یوځای شول. همدا ډول هزاره وکیلان د خپلو ځانگړو سیاسي غوښتنو په محور له دوی سره ملگري شول. د نارویژي څېړونکي برگ هارپویکین  (Berg Harpviken) د یوې مقالې له مخې «په دې غوښتنو کې د هزاره گانو له پاره د یوه ځانگړي ولایت جوړېدنه، چې د دوبي مرکز يې پنجاب او ژمنی یې بامیان وي او همدا ډول د پښتنو کوچیانو د څړځایونو بندېدنه، د سیمه ییزو ادارو د زور زیاتي محدودېدنه او زده کړو ته برابر لاسرسی او له هزاره گانو سره د توپیري چلند پایته رسېدنه، راتللې». د پارلمان په  ۱۷۲غړو کې د غورځنگ د وکیلانو شمېر تر یو-درېیمې ته زیات شو چې په دې توگه استاد الفت هم د پارلمان دویم مرسیتال وټاکل شو. په ۱۹۴۹ کې د محمد داوود خان او عبدالمجید زابلي یوه بله هڅه چې د روښانفکرانو اپوزیسیون راملگری کړي او یو گډ گوند جوړ کړي، هم ناکامه شوه. فرهنگ د داوود د نوې گوند نوم «د ملي یووالي ډیموکراتیک گوند» یاد کړی دی. هغه لیکلي چې  له دې نابریالۍ هڅې وروسته محمد داوود ځیر شو چې ځان له پوځي پلوه پیاوړی کړي، خو په پارلمان کې د ملي جبهې غړو پر سمونونو پرلپسې ټینگار کاوه. د ویښ زلمیانو پارلماني ډلې هڅه وکړه چې حکومت خلکو ته ځواب ویونکی کړای شي (خو بریالي نه شول). دوی غوښتل چې د پارلمان بحثونه له خلکو سره شریک کړای شي او همدا ډول يې د مطبوعاتو پر یوه نوي قانون چې  د خپلواکو ورځپاڼو نشرات ازاد پرېښودل شي، ټینگار کاوه.

 

لومړنۍ استیضاح که د شاهي کورنۍ د اختلافونو بربنډیدل

 د ۱۹۵۱ په جون کې د پارلمان ملي جبهې تلاښ وکړ چې د سوداگرۍ وزیر زابلی او په واشنگټن کې د افغانستان سفیر کبیر لودین  استیضاح کړي او په دې توگه د لومړي ځل لپاره د حکومت پر وړاندې په پارلمان کې د نهباور رایې کارول دود کړای شول. دوی حکومت د هلمند-ارغنداب په پروژه کې په نابریالي مدیریت او د اقتصادي وضعیت په بزنونکي خرابېدو تورن کړ او د« نوي استعمار» خلاف  وغږېدل چې گواکې د پروژې ماتې افغانستان له امریکا څخه لا نور پور ته اړ کړای شو او افغان ملت یې د امریکايي امپریالیزم غاړې ته واچوی. د پروژې مدیریت یوې امریکايۍ  کمپنۍ موریسن نوډسین (Morrison-Knudsen Company)  ته له ازادو، رڼو او عامو سیالیو پرته په ناشفاف ډول ورکړل شوی و. تر دې مخکې حکومت له ولس څخه د پروژې د لگښت پټ ساتلو هڅه کوله او  یوازې یې د امریکا له صادراتي– وارداتي  بانک US Export Import Bank سره چې پروژې ته يې نور پور ورکړی و، مالي تړون نشر کړی و. د دغو هڅو له امله د پارلمان دغه قانوني موده د« اووم خپلواک پارلمان » په نوم مشهوره شوه. د سوداگرۍ وزیر عبدالمجید خان زابلی د پروژې د مسول په توگه یو کال وروسته د ۱۹۵۱ په اکټوبر کې  له دندې گوښه کړای شو. خو دا په ښه توگه مالومه نشوه چې زابلي د نه باور رايې په پایله کې دنده له لاسه ورکړه او که د شاهي کورنۍ د رسوايۍ له کبله؟ د افغانستان د دایرة المعارف لیکونکی لودویگ ادامیک(Ludwig Adamec) د افغانستان په اړه دده د تاریخي قاموس په ۲۰۱۲ گڼه کې د زابلي پر سیاسي کمین‌نیونې د شاه محمود خان ناراضیتۍ ته گوته نیولې ده. داسې ښکاري چې زابلی د لومړي وزیر شاه محمود خان او محمد داوود د خپلمنځي سیالیو او واک پر سر د سیاسي رقابتونو قرباني شوی وي. المانی اقتصادپوه اوستیردیخوف (Oesterdiekhoff) آن داسې هم انگېري چې شاه محمود په پارلمان کې اپوزیسیون د زابلي د ملي بانک پر وړاندې «چې په دولت کې دننه په یوه بل دولت بدل شوی و» د یوې وسیلې په توگه وکاراوه او له دې لارې یې داوود د ځپلو هڅه کوله. که څه هم شاه محمود خپل وراره محمد داوود ته په ۱۹۵۳ کې  د لومړی وزیر په جوړیدلو، سیالي وبایللهداوود خان د لومړي وزارت پر څوکۍ د یوې لسیزې لپاره تر ۱۹۶۳ پورې پاته شو. محمد داوود په ټولواک طرز او د فردي ازادۍ ضد روحیې حکومتي چارې اداره کولېد ځان پر وړاندې هر ډول اپوزیسیون يې وځاپه او ډېر ملاتړي  يې وربندیان کړل. که څه هم سمونپال وکیلان په بشپړ ډول بریالي نه شول، خو غبار په ۱۹۵۲ کې پارلمان په پای کې لیکلي چې «ملي جبهه تر وروستۍ دقیقې پورې په ریښتیني ډول او پوره زړورتیا سره خپله دنده د ملت او دولت تر منځ د سمون غوښتنې او روغې په روحیه مخ ته بوتلله ــــاو ملت په څرگند ډول یو ولسواک حکومت تر لاسه کړ».

 

محصلینو  ټولنې سره د دولت د گډ کار ناکامي

د پارلماني اپوزیسیون فعالیت د نوي نسل ځوانانو په ځانگړې توگه د کابل پوهنتون محصلینو او د ښاري لېسو( له حبیبې تر استقلال پرانسوي ښاري لېسو چې د ۱۹۳۰مو او ۱۹۴۰ مو کلونو په بهیر کې جوړې شوې وي) زده کوونکو او کابلي ځوانانو او د سیاست مینوالو لېوالتیا ور خپله کړله.

د نويو اپوزیسیوني کړیو له منځه، د داوود- زابلي ډلې لا هم هڅه کوله په محصلینو کې خپل نفوذ وغځوي. دا  نوی ابتکار د کورنیو چارو د پخواني وزیر غلام فاروق عثمان د زوی محمد اسحق عثمان او د مجددي مشهورې کورنۍ یوه غړي عزت الله مجددي کاوه. غلام فاروق عثمان د محمد ظاهرشاه د کورنۍ غړی او همدا ډول په ملي کلوپ فعال و. دوی دواړه د حقوقو پوهنځي محصلان ولد ۱۹۵۰ د فبروري پر ۲۰مه نېټه دوی دواړو له نژدې شلو ملگریو محصلانو سره چې ډېری يې د همدې پوهنځي او همدا ډول د ادبیانو پوهنځي او ځیني يې د فرانسې په مرسته چلېدونکې استقلال لیسې زده کوونکي ول، یوه ډله جوړه کړه. دوی د اکبر پامیر په مرسته چې د حقوقو پوهنځي استاد او وروسته د مخالف وطن گوند چې په ۱۹۵۱ کې رامنځته شوی و، د مشرتابه ډلې مشر شو، د «کابل پوهنتون محصلینو ټولنې» تگلاره ولیکله. داسې ایسې چې په تگلاره کې د لاسبرو کسانو لخوا لاس وهنه شوې وي، خو دا خبره هم څرگنده ده چې د ټولنې موخې د پارلماني اپوزیسیون پر محور څرخیدلې، ځکه دا وخت ډېری محصلین له هغوی څخه متاثیره شوي ول. محصلینو ټولنې د پوهنتون د رییس ډاکټر محمد انس په مرسته د پوهنې وزیر فیضمحمدخان ته د جواز اخستلو لپاره د غوښتنلیک استونې پرېکړه وکړه. خو وزیر مسوده ونه منله، مگر محصلین وپوهول شول چې د خپلو هغو ملگرو په مرسته چې له لومړي وزیر سره يې کار کاوه، نېغ لومړي وزیر ته ورشي. هغوی لومړي وزیر سره کتنه لا نه وه کړې چې یوه اوونۍ وروسته په دوهمه ناسته کې څرگنده شوه ځیني محصلین نه غواړي د حکومت ملاتړ ومني. د گډونوالو د مرکو او د عبدالحمید مبارز د کتاب له مخې محمد یونس سرخابي وویل چې محمد داوود د افغانستان په ختیځ کې د ساپیانو د پاڅون په وړاندې له پوځي زور څخه کار اخیستي و. هغه ویلي و:« زموږ ځوانانو تر ټولو مهمه موخه داده چې د داوود په شان دیکتاتورانو چې اوس د ملی کلوپ مشر دی له پلانونو خبر واوسو او دوی پرې نږدو چې موږ وغولوي.» سرخابی د لېسو له هغو گڼشمېر زده کوونکو څخه یو و، چې د ټولنې په فعالیتونو کې يې فعال گډون کاوه. که څه هم د محصلینو ټولنې په تگلار کې د لېسو د زده کوونکو یادونه نه وه شوې او له همدې امله يې د غړیتوب قانوني اجازه هم نه درلود. د افغان تاریخ لیکونکي سیدعسکر موسوي په خبره چې د لېسو زده کوونکي د ټولنې تر ټولو راډیکال او فعال غړي ول. د هغې ډلې د مقاومت په پایله کې چې د سرخابي پر محور راټوله شوې وه ، ټولنه د ملي کلوب له منگولو وژغول شوه.

د ۱۹۵۰ د مارچ په ۱۶ لومړي وزیر شاه محمود خان په رسمي ډول د ټولنې د قانوني کیدو اجازه ورکړه، خو حکومت له ټولنې سره له مشورې پرته د ټولنې په تگلار کې مهم بدلونونه راوستل او د ټولنې واک یې ډېر محدود کړد تگلارې اصول داسې وو چې ټولنه به «سیاسي موخې نه پالي» او نه به اجازه ورکول کېږي چې «په سیاست کې ورگډه شي». او یوازې به د «محصلینو تر منځ اړیکې منظموي، د محصلینو پر ذهنیتونو، د دوی پر سمبالښت، مرال او د پوهې پر ډېرولو به کار کوي.» دولت د ټولنې کاري ساحه په ورته توگه محصلینو سره د ازموینو په چمتووالي کې مرسته کوي، د پوهنتون له مشرتابه سره به د دوی د شکایتو په اړه خبرې کوي، له حکومت سره به په هېواد کې د زده کړو په عامولو کې مرسته کوي، علمي کنفرانسونه به جوړوي او د پوهنتون د تایید په صورت کې په لیلیه کې به ورزشي لوبې او تیاترونه په لاره اچوي، منزوي کوله.  په لومړي سر کې محصلینو پرېکړه کړې وه چې د  پرانیستي چاپیریال په رڼا کې له مشرتابه او نورو جوړښتونو پرته کار وکړي. وروسته دوراني مشرتوب وټاکل شو او څلور کمیسیونونه د مالیې، کلتور، لوبو او نظم لپاره وټاکل شول، چې د پوهنتون له هر پوهنځي   دوه- دوه استازو پکې کډون کولی شو. هغه محصلین چې په پوهنتون کې نه ول او یا په مشروط ډول په ازموینو کې منل شوي ول، د ټولنې د مشرتابه  غړیتوب ته نه شوای ټاکل کیدای. دې کار حکومت ته یو بل چانس هم په لاس ورکړ چې بالقوه غاړه غړوونکي فعالان څنډې ته کړای شي. د کابل ښاروال محصلینو ټولنې ته په میوند واټ کې د دفتر لپاره یو اپارتمان ورکړ. ټولنې همدا ډول کولی شول چې د پوهنې نندارې ودانۍ چې په ۱۹۴۱ کې جوړه شوې وه د کنفرانسونو او غونډو لپاره چې په لومړي سر کې په استقلال لېسه کې کېدلې، وکاروي. د همدې کال د اپریل پر ۴مه د پلازمېنې د لېسو د ځینو ښوونکو په پاملرنه، د ټولنې پرانستنه د پوهنې نندارې ودانۍ کې ترسره شوه. که څه هم دولت د ټولنې محدودول او کنترول غوښت خو د ټولنې تگلاره وايي چې ټولنه به د افغانستان په تاریخ کې لومړۍ رسمي منل  شوې او په سیاسې توگه فعاله ټولنیزه-سیاسي ډله وي.

 

په «کابل نندارې» کې ډرامې

د تگلارې پر محدودیتو سربېره، د محصلینو ټولنې هڅه وکړه له خپلې اصلي موخې چې سمونپالانو یې تنده درلوده او تر ډېره بریده يې له اپوزیسیون سره سمون درلود، خپله اغېزمنتیا وساتلی شي. د ۱۹۵۰ د جون پر ۲۰مه د غړو تر منځ په یوه بحث کې چې سرلیک يې و« ټولنه څنگه د خلکو لپاره په یوه گټور گوند بدلېدای شي» د تگلارې له درېیمې مادې سره سم پرېکړه وکړه چې خلکو ته په کابل نندارې کې په اوونۍ کې یو ځل د خپلې گوندې اجنډا سره برابرې ویناوې واوروي.  دا غونډې چې کنفرانسونه يې بلل د اپوزیسیون د نظریو په خپرولو کې ډېرې گټورې پریوتې. د خلکو لېوالتیا هغه مهال لا پسې ډېره شوه چې ټولنې له بېلابېلو نویو سیاسې ډلو ویښ زلمیانو ، ملي کلوب او مترقي ملایانو څخه غړي د گډون له پاره ور وبلل. په دوی کې یو فعال ډاکتر عبدالرحمن محمودي و چې په منظم ډول به يې په پارلمان کې د اپوزیسیون د غړو په اړه راپور ورکاوه. محصلینو به په تاریخي او ټولنیزو موضوعگانو خبرې کولې. ټولنې پر دفتر، یوه کتابتون او د نندارو د کار په گډون د خلکو د عامه پوهاوي او مشترکې ژبې لپاره پیاوړې وسیلې درلودې. د ویښ زلمیانو د غړي عبدالحمید مبارز په وینا چې د کابل پوهنتون لوبډلو د ټولنې نښه (لوگو) کاروله، د فوټبال لوبډله يې ډېره مشهوره وه او هغه کال د کابل اتله ډله هم شوه. یوازینی کار چې تر پایه یې و نه شو کړای، د یوې پلان شوې مجلې چاپېدل و. کنفرانسونه د کابل د اوسېدونکو د پراخې لېوالتیا سبب وگرځیدل. مبارز لیکي چې حکومتي کارمندانو، آن د حکومت د وسله والو ځواکونو افسرانو به په شخصي جامو کې په کنفرانسو او نندارو کې برخه اخستله. نورو نندارچیانو مبارز ته ویلي چې آن ټولنې نالوستې غړي نندارو ته ورتلل. د نندارو سالون چې شاوخوا سل څوکۍ يې درلودې تل به ډکې وي، نندارچیان به آن په کړکیو کې ناست ول او ځینې خلکو به په ولاړې ننداره کوله. د یادونې وړ ده چې له نندارچیانو د ټکټ پیسې نه اخستل کېدلې. مبارز لیکي چې برخوالو به  له کنفرانسونو او نندارو وروسته له حضوري چمن سره نژدې د کابل د مېلو ډگر (اوسني سټډیوم ته څېرمه) د ماښام لمونځ کاوه.

دلته د پام وړ خبره دا ده چې ډیموکراتیک اپوزیسوني غورځنک د محصلینو د ټولنې پر مټ خپلې نظریې تر لوستو خلکو ها خوا آن نالوستو افغانانو ته ورسولې او یو باوري شهرت يې تر لاسه کړ چې وروسته د ثور پاڅون په بریالي کیدلو کې د پام وړ گټور تمام شو.

د محصلینو ټولنې د خپلو فعالیتونو او موخو د د خپرولو او رسولو لپاره ډېر ژر نورو نویو لارو ته پام وکړد ۱۹۵۰ د اپریل له ۲۵ د مۍ تر ۹مې د ټولنې غړو د هېواد ولایتونو ته سفرونه وکړل. زابلي د دې لپاره چې وښيي ملي کلوب پر ټولنې له اغېز کولو لاس نه دی اخیستی، د سفرونو مالي ملاتړ ته یې ودانگل. ځینو محصلینو غزني، کلات، کندهار او گرشک ته سفرونه وکړل او کارخانې، برېښنا سټېشنونه او ساختماني ساحې يې وکتلې او په کندهار کې يې د ښوونځیو له زده کوونکو او قومي مشرانو سره ناستې وکړې. دوی هلته د محصلینو د ټولنې په اړه مالومات وړاندې کړل او د ملي یووالي په نامه يې یوه ننداره وړاندې کړله. چې په کې ښودل کېدل د هېواد د بېلابېلو توکمو خلک په سوله ییزه بڼه  ژوند کوي. ننداره د کابل پوهنتون استاد پوهاند فضل الربي پژواک لیکلې وه، فضل الربي په ملگرو ملتونو کې د افغان سفیر عبدالرحمن پژواک ورور و.

د مبارز په خبره چې نوموړې ننداره د کابل د اوسېدونکو د پرلپسې غوښتنو له امله د ۱۹۵۰ د جولای پر ۱۴مه د فرانسې انقلاب د کلیزې په ورځ په کابل کې هم وښودل شوه. که څه هم دولت نندارې وړاندې کولو ته اجازه ورکړې وه ، خو کابل راډیو له خپرولو منعه کړای شوې وه. حکومت د پوسټرونو مخنیوی هم وکړ. مبارز وايي داسې نیوکې وې چې په دې کار کې د پخواني لومړي وزیر هاشم خان لاس و. دا خبر هغو حکومتي کارمندانو چې د نندارچیانو په بڼه ورغلي ول، شاه محمود ته ورساوه. دې خبرې شاه محمود خواشینی کړ او امر يې وکړ چې د سرخابي په گډون د محصلینو ټولنې ځینې کسان ونیسي. ( یوه بله سرچینه وايي چې د ټولنې مشر سید محمد میوند چې د کندهار د یوې مشهورې کورنۍ غړی و، ناغیړي کړې وه چې له معمول سره سم باید پروگرام د «باچا متوکل الله په نامه» پیل شوی وای).

ددې ورځې پر سبا ببرک کارمل ( له نورمحمد ترکي وروسته په خلق ډیموکراټیک گوند کې مطرح مشر) محصلین وهڅول چې د بندیانو د خلاصولو په خاطر د پوهنې وزارت مخې ته لاریون وکړي. د پوهنې مرستیال وزیر عبدالقیوم ژمنه وکړه چې د محصلینو غوښتنه تر لومړي وزیر پورې رسوي، خو چې هغه بېرته راونه گرځېد، محصلینو د کابل د پولیسو قوماندانۍ ته لاریون پیل کړ مگر وسله والو ځواکونو پرې نښودل. ددې پېښې پر دوهمه ورځ د پوهنتون او لېسو ۴۰۰ زده کوونکي کوڅو ته ووتل او د لومړي وزیر تر دفتر پورې ولاړل. مبارز وايي، سیمه د پوځي کمپ غوندې مالومېده او وسله وال ځواکونه هر ځای لیدل کېدل. محصلینو په خپلو شعارو کې شاه محمود خان د «ولسواکۍ پلار » په نوم یاداوه، چې له امله يې شاه محمود خان د لاریون کوونکو استازي وروغوښتل او په پای کې يې ټول نیول شوي غړي ور خوشې کړل خو سرخابي او میوند خپلو پلرنیو ټاټوبو ته په شړلو محکوم کړای شول.

ددې پېښو پر دوهمه ورځ د ټولنې د فرهنگي کمیسیون په پرېکړه پوهنې ننداره  کې یو بل کنفرانس هم جوړ شو. مبارز د ټولنې ددې کنفرانس صحنه داسې بیان کړې ده: د هغې چهارشنبې په ورځ چې د ټولنې د عمومي ټولېدنې ورځ وه، بیا غونډه جوړه شوه او پخوانیو نیول شویو محصلینو په اړه د دريځ نیولو هوډ یې درلود.  دوی ته محصلینو د لاسونو په پړکولو تود هرکلی ووایه خو یوه یا دوې څوکۍ د سرخابي او میوند په  پار تشې پاته وې، چې د گلونو گېډۍ پرې ایښې وې. د ټولنې یوه بنسټگر محمد طاهر بورگي وینا  وکړه او پر حکومت يې سختې نیوکې وکړې.

له دې پیښې وروسته دولت د محصلینو یوه ډله له پوهنتون څخه وشړله. تگلار چې لا له وړاندې پر محصلینو تپل شوې وه، حکومت یو ځل بیا لاس وهنه پکې وکړای شوه. له دې وروسته کنفرانسو ته اجازه نه  وه او ټولنه د نندارو له وړاندې کولو منعه کړای شوه. کله چې یوه اوونۍ وروسته د یوه بل کنفرانس طرحه وړاندېز شوه، محصلینو ولیدل چې د پوهنې نندارې ودانۍ پولیسو محاصره کړې ده. پولیسو د تاوتریخوالي په کارولو محصلین نندارې ته له ننوتلو منعه کړل. په پای کې میوند له دوو نورو ملگرو سره پاکستان ته وتښتېد او په کوټه کې مېشت جلا وطنه جهوریت غوښتونکې ډلې سره یوځای شو او د ندای جمهوریت په نامه يې یوه ورځپاڼه وچلوله. د تېښتې پر مهال میوند یو افغان سرحدي پولیس په ډزو وواژه، چې دا کار له اپوزیسیون څخه د حکومت د لا ډېرې خواشینۍ لامل شو. بلاخره د ۱۹۵۰ د نومبر پر ۱۳مه د حکومت د فشار له وجې د محصلینو ټولنه نسکوره کړای شوه.

 

د ښځو پوښتنه د اپوزیسیون په محور کې

سربېره پر دې چې په ۱۹۵۰/۱۹۵۱مو کې د کابل پوهنتون د طب او طبیعي او سیاسي علومو پوهنځیو کې د نجونو له پاره ځانکړي  ټولگي  جوړ شوي ول. میچیلین سینټلیوریس ډیمونټ (Micheline Centlivres-Demont) په خپلو مقالو (افغان میرمنې په سوله، جگړه او جلاوطنۍ کې) (Afghan Women in Peace, War, and Exile) او The Politics of Social Transformation in Afghanistan, Iran, and Pakistan),  کې یادونه کړې؛ داسې نه ښکاري چې ښځو دې د محصلینو  ټولنه کې پراخه ونډه  درلودلې وي خو ځانگړی او سیمبولیک حضور یې درلود. د ۱۹۴۰م د دوهمې نیمايي په پیل کې په هرات کې د روڼ آندو ترمنځ په رسنیو کې د ښځو حقونه  د بحث یوه  داغ موضوع شوه. وارټان گریگورین (Vartan Gregorian)  د هرات ښار د یوې تاریخي ادبي او ټولنیزې خپرونې «مجله هرات» په اقتباس چې نارینه‌و او ښځو ورته لیکنې کولې، لیکي:  ... دا یو تریخ حقیقت دی چې افغان مېرمنې نالوستې او ناپوهې وې (…) ، موږ پلرونو ته سپارښتنه کوو چې د خپلو لوڼو روزنې او زدهکړو ته پاملرنه وکړي او پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي. (…)، ځکه چې لوستې مېرمنې د هېواد د ټولنیز اقتصاد او د ټولنې د فرهنگې ډیزاین لپاره خورا اړینې دي.(…) کله کله دغو لیکوالانو د نارینه وو لپاره یوازې «یو واده» وړانديزاوه  او ځینې ښځینه لیکوالې  لا دومره مخته ولاړې چې آن د ښځو لپاره يې د نارینهو  په څیر د مساوي حقونو او برابرۍ مبارزه پیل کړه.

ځینو لیکوالانو په محکمو نیوکې کولې چې ښځو ته آن د اسلام له خوا د ورکړل شویو حقونو ساتنه هم نه شي کولی. پر ځينو رسنیو سربېره، د «مېرمنو ټولنه»  پلټفورم رامنځته کړای شو چې د مېرمنو پر حقونو به بحث پکې کېده. دا د انجمن خیریه نسوان په څیر و چې په ۱۹۶۴ کې جوړ شو او کټ مټ د ۱۹۲۰مو په نیمايي کې د شاه امان الله خان د حکومت پر مهال د ملکې ثریا طرزي په هڅو د مېرمنو لپاره جوړ شوي انسټیټوټ ته ورته و. د سید قاسم ریښتیا په « خاطرات سیاسي» کې راغلي چې د «میرمنو ټولنه» هم د اقتصاد د وزیر عبدالمجید زابلي نوښت و، چې د سردار محمد داوود خان د ورور محمد نعیم خان له خوا يې ملاتړ کېده او ددې بنسټ مالي لگښت ډېر ژر د حکومت له خوا ور منظور شو.

په ۱۹۴۷ کې د ویښو زلمیانو تذکره کې هم د خپلو څلورو ښځینه غړو چې رابعه حیرت او لور يې مگه رحماني هم په کې وې، ادبي پنځونې خپرې کړې. د دوی انځورونه د نارینه لیکوالانو پرخلاف په تذکره کې چاپ نه شول. رابعه حیرت لیکي چې له خپل مېړه يې د ویښ زلمیانو په اړه واورېدل او بیا يې زړه وکړ چې په بحث کې برخه واخلي. حمیرا درېیمه لیکواله لیکي چې دې هم خپل ځان د ویښ زلمیانو غړې بلله او ویل يې چې دا اصطلاح باید د مېرمنو له پاره هم وکارول شي. هغې له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوله چې تر هغو پورې ځانونه د یوې پراخې ټولنې وگړي ونه گڼې، تر څو ډاډه شوي نه وي چې د ټولنې ښځې او نارینه يې ویښ او لوستي دي. مگه رحماني  په دې اړه داسې وايي: «له زده کړو د ښځو بې برخې کېدنه زموږ د وروسته پاتېوالي اصلي لامل دی» هغې لیکلي چې مېرمنې  له ټولو ټولنیزو حقونو محرومې دي او له پوچو رواجونو یې د مېرمنو د خپلواکولو غږ کړی دی(…) هغې لیکلي  «دا خاوره داسې ده لکه د سړي چې یو لاس په جیب  کې وي او په بل لاس کار کوي». ټولو ښځینه لیکوالانو د ښځو رول یوازې د میندو په څیره کې لیدی او په خپلو دلایلو کې يې ښځې د ماشومانو د هېوادپالو ښوونکو په شان بللې وې. دا نه ده مالومه چې له لیکوالو پرته نورې څومره ښځې فعالې وي. د کورگون (Korgun) په خبره چې مگه رحماني او د زرغونې انا لیسې ښوونکې شفیقه رشیدي په ۱۹۵۱ کې د ډاکتر محمودي له خلق گوند سره یوځای شوې.

 

گوند رامنځته کول؛ د اپوزیسیون د اوج په توګه

د شاهي حکومت بنديزونو د اپوزیسیون پاته برخه هم راویښه کړله. دوی د سیاسي گوندونو جوړول پیل کړل. که څه هم هغه وخت دا کار له قانون سره مخالفت گڼل کېده ، خو تر دې وروسته د ۱۹۵۱ په جنوري کې د ملي جبهې په نوښت،  پارلمان د رسنیو یو نوی قانون چې له مخې یې خپلواکو ورځپاڼو اجازه درلوده چې خپلې خپرونې ولري،  تصویب کړ.

 څه کم یوه میاشت وړاندې یعني د ۱۹۵۰ د اکتوبر پر ۱۸مه ویښ زلمیانو مخکې تر مخکې لا پرېکړه کړې وه چې خپل سیاسي پروگرامونه د  گوند په بڼه رامخته کړي.  ویښ زلمیان لومړنۍ ‌ډله وه چې د گوند اصطلاح يې وکاروله. تر دغه مهاله په گوند کې د فعالو غړو شمېر یوازې ۱۰۰ تنه وو او له کابل، جلال آباد، کندهار او فراه څخه هم کوشنۍ ډلې ورسره مل وي، چې په۱۹۵۱ کې د ټولو شمېر ۸۱۶  تنو ته رسېدی. د گوند جوړېدنه له بېلابېلو توکمونو څخه د متشکیل اپوزیسیون  له وروستي بېلتانه سره هممهال مخ شوه، د غبار او فرهنگ او همدا ډول د محمودي ډلېچې ښاري تاجیکان یا دري ژبي ول، په ویښ زلمیانو نیوکې وکړې چې پښتون توکمپالنه کوي.

ويښ زلمیانو په کابل کې د «انگار» په نامه ورځپاڼه راووېسته«وطن» او «ندای خلق» خپرونې د غبار د وطن گوند او د محمودي د خلق گوند له خوا چې د ۱۹۵۱ په جنوري کې جوړ شوي ول، په فعالیت پیل کړ. منځلارو او لږ-راډیکال او د پخوانيو ویښ زلمیانو حکومت پلوه ډلې غړو د ولس په نامه ورځپاڼه د گل پاچاه الفت  په مدیریت راویستله. د اپوزیسیون  رسنیز فعالیت تر پلازمېني محدود نه و. په کندهار کې د «الفبا»، په هرات کې «پیام افغان» او «صدای ملت»، په مزار شریف کې ( نوم یې نه دی څرگند) او په بغلان کې «صدای ملت» د ویښ زلمیانو ولایتې ورځپاڼې وې. په میمنه کې د اپوزیسیون پلویانو د «اتوم» په نامه د ښاروالۍ ورځپاڼه تصحیح او چاپوله. د محصلینو د ټولنې  ډېر فعالان له پاتو گوندونو او د خپلواکو ورځپاڼو له ادارو سره یو ځای او روان شول. د وطن گوند په مرکزي کمیټه کې هم محصلینو ته یوه څوکۍ چې میراحمد شامل سمبالوله ځانگړې شوه.

د ۱۹۵۲ پارلماني ټاکنو ته په کتو نوموړو سیاسي ډلو هڅې کولې چې د حکومت  له خوا په رسمیت وپيژندای شي. خو پر محصلینو ټولنې د بندیز له امله په دوی کې دومره ځواک نه و پاته چې ځان بیرته په پښو ودروای شي. د وطن گوند مستقیم ډول د خپل یوه پلوي پرمټ چې له دربار سره يې اړیکي درلودل د باچا له خوا په رسمیت پېژندنې هڅه وکړه. د بېژند په وینا چې غبار دمخه لا په ۱۹۴۸ کې خپله لومړي وزير او باچاه ته غوښتنلیک لېږلی و. ( د گوند یوه پخواني غړي په ۱۹۸۳  کې یوې مرکې کې ویلې و؛ چې دا کار د تاریخ  ټولنې مشر علي احمد کهزاد کړی و).  بېژند لیکي :« لومړي وزیر په اصولو کې خبره ومنله، خو د گوند د موخو او اهدافو په اړه يې د لیکلو تفصیلي اسنادو غوښتنه وکړه، چې  دا کار ډېر ژر ترسره شو او مستقیم باچا ته وړاندې کړای شو». که څه هم حکومت سمدلاسه او مخ په مخ د رسمیت پېژندني غوښتنلیک نه ومنی او نه يې رد کړ، خو ډاکتر محمودي د چارواکو عدم رضایت ته تم نشو او د ۱۹۵۱ د مارچ پر ۳۱مه یې د «خلق گوند» پروگرام او برنامه د خپلې ورځپاڼې «ندای خلق» پر لومړي مخ چاپ کړ. حکومت د ورځپاڼې ټول تېراژ ضبط کړ، سمدستي يې پر ورځپاڼه او گوند بندیز ولگاوه او تر پایه دې دواړو قانوني بڼه پیدا نه کړه. د میمنې «اتوم ورځپاڼه»  هم د ۱۹۵۲ په جنوري کې بنده کړای شوه.

 

له پارلماني ټاکنو څخه د اپوزیسیون محروم کول

هممهاله ویښ زلمیانو له «انگار مجلې» څخه په گټنه د محصلینو ټولنې د بیا پیلېدو هڅه وکړه. د انگار د ۱۹۵۱ د اپریل د نهمې یووشتمې گڼه کې د مجلې مسوول مدیر «نور محمد ترکی» چې وروسته د« افغانستان د خلک ډیموکراټیک گوند» مشر چې د همدې گوند له خوا د ۱۹۷۸ اپریل پاڅون له لارې د افغانستان دولتمشر جوړیده، پر محصلینو غږ وکړ چې خپل کنفرانسونه بیا پیل او په ښو ولولو یې پر مخ بوځيترکي ولیکل چې د محصلینو ټولنې غونډې په بشپړ ډول د ولس په گټه دي، ځکه چې دوی د ولس په راویښولو کې ونډه درلوده او ولس په غونډو کې ورسره گډون کاوه . هغه ولیکل« موږ ډاډه یوو چې  له هېواد سره ستاسې د مينې فعالیتونه به هیڅوک بند نه کړای شي». کله چې انگار مجلې دغه غوښتنه پرلپسې تکرار کړه او د ۱۹۵۱ د اپریل پر ۲۳مه يې په ۱۶ مه گڼه کې پر ټولنې د بندیز په بنسټیزو عواملو او واقعي حالت راپور ولیکه، حکومت د مجلې پر وېش جدي بندېز ولگاوه. د حکومت ددې کار پروړاندې د محصلینو د نویو لاریونونو کاروانونه پیل شول چې د کابل د ځینو برخو اوسېدونکو يې بدرگه کوله. تر ټولو لوی او پراخ لاریون د ۱۹۵۱ د جون پر ۲۱مه ترسره شو. دا لاریون په استقلال لېسه کې له یوې غونډې پیل او تر ارگ تر دېوالونو ورسېد، چې  د نورو گډونوالو تر څنگ د محصلینو ټولنې بندي غړي او د وطن مجلې د لیکوال او ژبور ویناوال ببرک کارمل ( اصلي نوم یې سلطان حسین) خبرې وکړې. پولیسو لاریون گډوډ کړ او د کارمل په گډون يې ډېر مهم غړي ونیول.

 د افغانستان خلک ډیموکراتیک گوند مشهورېدل او د ویښ زلمیانو د انگار مجلې له لارې د محصلینو ټولنې د بیا راژوندي کولو غوښتنه چې په لاریونونو بدرگه کېدله، حکومت ته پلمه په لاس ورکړای شوه چې د اپوزیسیون د ټولو ډلو پر وړاندې له تاوتریخوالي او د قوې له کارونې گټه پورته کړای شي. د ټولنې د مشرتابه کچې ډېری فعالانو په حکومت کې خپلې دندې له لاسه ورکړې. دوی یا بندیان او یا تبعید شول( یوازې هغوی چې د حکومت پلوي يې کوله پر دندو پاته شول). حکومت د ۱۹۵۲ د مارچ پر ۲۴مه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره خپله ازداه تگلاره پای ته ورسوله او د اپوزیسیون ۴۰ پخواني غړي يې په ټاکنو کې له نوماندېدو راوگرځوای شولیوازې هغو گوتشمیر غړیو ته په ټاکنو کې د  درېدو اجازه ورکړل شوې وه چې مشهور نه ول او د رایې وړلو اټکل یې ټیټ و ( په ځانگړي ډول کابل کې) د حکومت له کاندیدانو سره يې سیالي وکړله چې ټاکنې د همدې کاندیدانو د پلویانو له خوا د حکومت په گټه تنظیم شوې وي. له گل پاچاه الفت پرته چې په دې وخت کې د ویښ زلمیانو د حکومت پلوه برخې غړی و، د اپوزیسیون یو کاندید هم بریالی نه شو( الفت په ۱۹۵۶ کې د پښتو ټولنې مشر شو).

 اپوزیسیون د ناثبت شوې محصلینو ټولنې په گډون په ټاکنو کې د درغلیو په غبرگون کې په کابل کې لاریون وکړ او د پلازمېنې د دوو څوکیو چې دا ځل محمودي او غبار دواړه پکې ناکام شوي ول، د رایو د ابطال غوښتنه وکړه او حکومت د ټولنې ډېرو غړیو په نیولو غبرگون ورته وښود. د ویښ زلمیانو غورځنگ د خپلو غړو د بندي کېدو او یا د جلا وطنه کېدو له امله په عملي ډول خپل شتون له لاسه ورکړی و او ورپسې ډېرې محافظه کارې ډلې په حکومت کې گډې شوې.  مگر دا چې پرمختګپال سیاستوال ارام نلري، وطن گوند او د خلکو گوند په پټه خپل کار ته دوام ورکړ. وطن گوند ځان پخپله په  ۱۹۵۶  کې د خپل مشر غبار د خوشې کېدو  په شرط حکومت ته متلاشي کړی و او د اپوزیسیون نغری یوازې د خلکو په ډیموکراتیک گوند تود پاتې شو.

 

د محصلینو ټولنې اوږد مهاله تاثیرات او د۱۹۴۰مو او ۱۹۵۰مو کلونو اپوزیسیون

که څه هم ټولنې په قانوني ډول اووه میاشتې ژوند وکړ، خو د خپلو غړو او مشرانو پر مټ يې اوږدمهاله اغېز پرېښودای شو. پر ټولنه له بندیز وروسته د  هغې گڼشمېر فعالانو په مستقیم ډول په نورو هغو سیاسي ډلو کې چې په قانوني ډول د حکومت تر وزرو لاندې وې خو په ښکاره حکومت مخالفې ډلې وې گډون وکړ.

د محصلینو ټولنې ترمنځ  په قانوني پړاو او  همدا ډول د پراخ اپوزیسیون پر مهال په ځینو سیاسي موضوعگانو کې خپلمنځۍ ترینگلتیاوې پیدا کړې وې. چې لامل یې تر ډېره د غړیو ټولنیز او قومي بگراونډ او د لرلید توپیر و. په دوی کې هغه کسان چې د محمدزیو شاهي کورنۍ په مشرۍ دربار او حکومت ته نېږدي  وې، زړه نا زړه ول چې په مستقیم ډول مبارزه وکړي که یا. غیرپښتانه بیا تر ډېره  راډیکال ول او د یوه ولسواک حکومت غوښتنه يې کوله. په پایله کې د محصلینو ټولنه او پراخ اپوزیسیون په قومي ډلو ووېشل شو چې هرې یوې يې له سمونپال غورځنگ سره ناکامه راشه درشه کوله. په دې باید سترگې پټې نه شي چې ځینو مخکښو غیر پښتنو فعالانو هم له حکومت سره  جوړجاړی وکړ او په  کې ورگډ شول، خو ځینو پښتنو په حقیقت کې د ولسواکۍ ننگه وکړه.( په دغو کې آن هغه کسان نه ول چې وروسته يې د افغانستان د خلکو ډیموکراټیک گوند جوړ کړ).

کله چې محمد داوود د محصلینو ټولنې د غړو په ورخپلولو بریالی نه شو، تر خپل لس کلن ځپونکي رژیم وروسته، هغه څه ته چې د ډیموکراسۍ لسیزه يې بولي راوگرځېد.  فعالانو د ۱۹۶۴ اساسې قانون له مخې له نوې سیاسي خپلواکۍ څخه گټه پورته کړه، د باچا د حکم پر بنسټ سلطنت پر خپلواک منتخب پارلمان استوار وبلل شو او لوړو څوکیو ته د شاهي کورنۍ له وفادارو خلکو پرته، نورو خلکو هم لار پیدا کړای شوه (دا کار تر ډېره په کورنۍ کې دننه د محمد ظاهرشاه او محمد داوود خان تر منځ د مخالفتونو له امله وشو). څرنگه چې د۱۹۶۴ اساسي قانون د سیاسي گوندونو جوړولو او فعالیت ته اجازه ورکړې وه، د ۱۹۴۷ – ۱۹۵۲ غورځنگ ډېر غړي د بېلابېلو سیاسي ډلو د مشرانو په توگه مطرح شول او د هغه وخت د څلورو سیاسي نظریو په درلودلو ؛ د شوروي اتحاد پلوه کمونستان، د شوروي مخالف ماویستان، اسلامپالي او د حکومت پلویان، را وړاندې شول.

په دې کلونو کې د محصلینو په هڅو د سیاسي گوندونو فعالیت یو ځل بیا پیل شو. د سیاسي سازمانونو د یوځای کېدلو لوی ډگر کابل پوهنتون و.( تر۱۹۷۳ پورې چې د ننگرهار پوهنتون نه و جوړ شوی ، کابل پوهنتون د هېواد یواځینی د لوړو زدکړو مرکز و). هلته د محصلینو یوه نوې ټولنه جوړه شوه چې د مشرتابه لپاره يې کمونستانو، ماویستانو او اسلامپالو ټاکنې وکړې. هرې ډلې شاوخوا ۳۰ سلنه رایې واخیستې. په لومړي سر کې ماویستان لږ وړاندې ول، خو وروسته اسلامپالان مخته شول.  هغه کسان چې په دې وخت کې یې د محصلینو په سیاست کې برخه اخیستې وه، لکه نجیب الله، گلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سیاف، وروسته د هېواد مهم سیاسي رهبران شول.

 

د امریکا د سفیر ترور د مذهبي ډلو لپاره ښه تمام شو

په ۱۹۷۹ کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر اډولف ډابس، د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شو او ورپسې مړ کړای شو. د سفیر ترور د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری واچوه،  تر دې پیښې وروسته د مجاهدینو سره  چې تازه یې فعالیتونو زور اخستی و، د امریکا په مرستو کې ډېروالی راغی. تر اوسه لا هم ددې پیښې حقیقي څرنگوالی نه دی روښانه شوی، چې دقیقا کومې ډلې سفیر وواژه، او موخه یې څه وه. له دې پیښې نهه میاشتې وړاندې د افغانستان د خلکو ډیموکراتیک گوند پاڅون کړی و، د محمد داوود نظام يې ړنگ او د ټول هېواد سیاسي او نظامي قدرت یې ترلاسه کړی و.

د ۱۹۷۹ د فبروري پر ۱۴مه د چهارشنبې په ورځ د ترکي د حکومت پر مهال آدولف ډابس د څلور تنو وسلوالو لخوا چې یوه یې د پولیسو دریشي پر تن کړې وه، د کابل ښار د طره باز خان له سړک وتښتاوه. تښتونکو سفیر د «کابل سرینا هوټل» ۱۱۷مې خونې ته ولېږداوه، څو شیبې وروسته د افغانستان دولتي ځواکونو د هغه د خلاصون عملیات پیل کړل، مگر تښتونکو مقاومت ته لاس واچوه او ډزې یې پیل کړې، زیات وخت  یې ونه نیوه، د سفیر او تښتونکو په مړینې نښته پایته ورسېده او د تښتونکو جسدونه په هماغه ماښام د نظامي روغتون په سړه خونه کې امریکايي ډیپلوماټانو ته وښودل شول. د سفیر تښتونه او ورپسې وژنه د سیاسي-جنایې یوه له پيچلیو قضیو څخه وه، چې د څلویښت کلونو په تیریدو لا څوک په سمه توگه نه پوهېږی چې پیښه څرنگه واقع شوې وه. ځیني په دې باور دي چې تښتونکي د «ستم ملي» پلویان ول چې د سفیر د ازادۍ په بدل کې د طاهر بدخشي چې د وخت د رژیم سره بندې و، خوشي کېدل غوښتل. اما داسې هم ویل شوي چې تښتونکو د اسلامپالي ډلې مهم غړي بحرالدین باحث او مولانا فیضاني را خوشي کولو په خاطر سفیر تښولی و. ځینو نورو په دې تښتونه او ترور کې د شوروي اطلاعاتې شبکې (K. G. B) د لاس لرلو په هکله لیکلي دي. یو له دغو مهمو لیکنو څخه د کي جي بي د اطلاعاتو پر بنسټ د «کي جي بي په افغانستان کې» کتاب دی چې لیکوال یې واسیلي متروخین د نوموړي جاسوسي شبکې د پټو اسنادو او ارشیف مسول دی.  هغه په دې کتاب کې د روسانو لپاره د سفیر ډابس پر مهموالی خبرې کړي چې په ترور کې د کي. جي. بي لاس لرل حتمي کوي. هر څه چې و، خو د ډابس پر کوپړۍ له نېږدي واټن څخه ډزې شوې وي. د سفیر ډابس وژنه د متحده ایالتونو لپاره خورا مهمه موضوع گرځیدلې وه، تر دې خپلې د افغان دولت یې سره اړیکې خړې کړې وي او تر یوه کاله یې نوموړې موضوع له افغان دولت، شوروي ډیپلوماتانو او سیمه ایزو لوبغاړو سره وڅیړله، ددې مذاکراتو جریان له کابله د امریکا د سفارت په هغو لیکونو کې چې واشنگټن او د امریکا (Deep State) ته یې استولي دي، ثبت دی. دا محرم لیکونه هغه وخت ترلاسه شول چې ایراني پاڅونوالو په تهران کې د امریکا پر سفارت یرغل ور وړ. د سفیر د ترور مسله د جیمي کارتر لپاره ځانگړی اهمیت درلود، د مجاهدینو ډلو سره یې مرستې خورا زیاتې کړې او د هغه د ملي امنیت د سلاکار Zbigniew Brzezinski سره یې په ګډه د جهادي رهبرانو په تجهیز او تمویل کې له هېڅ دریغ ونه کاوه او پاکستان یې د پروژې قرارداد پر مخ یووړ.

 

د ثور له پاڅون وروسته

 د ۱۹۵۰ د محصلینو غورځنگ  فعالانو په را وروسته پرمختگونو کې خورا مهم رول ودرلود، چې ډېری يې کیڼ اړخي ول او د ننني افغانستان بڼه یې اغېزمنه کړای شوه. د بېلگې په توگه د ټولنې یو تن غړی ببرک کارمل د شوروي د یرغل پر مهال له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۶ د افغانستان د دولت مشر و. دده پخوانی ملگری میراحمد شامل د افغانستان د خلک ډیموکراټیک گوند له خوا ووژل شو. عبدالواحد سرابي د پخواني باچا په دوره کې وزیر او د ډاکټر نجیب الله په دوره کې وزیر او د ولسمشرمرستیال شو، حسن شرق د داودخان په دوره کې د لومړي وزیرمرستیال او د نجیب الله په دوره کې لومړی وزیر شو. عبدالحمید مبارز د باختر آژانس مشر او د باچا په دوره کې والي، د نجیب الله  او کرزي په وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، د افغانستان د ملي ژورنالیسټانو د ټولنې مشر او د سولې شورا غړی شو. محمد طاهر بورگي په کابل پوهنتون کې د حقوقو استاد او د ۲۰۰۲ بېړنۍ لویې جرگې د چمتووالي کمیسیون غړی شو او په ورته ډول نور هم... خو د اپوزیسیون فعالین هېڅکله په ارامه پرېنښودل شول؛ د پوهاند مجروح په څیر روښانفکران ترور کړای شول، مجروح په پېښور کې ووژل شو. د مجروح یوه انګلیسي مقاله چې په افغانستان یې کې د روښنفکر او روښنفکرۍ په اړه کښلې ده راغلې دي چې؛  په ۱۹۷۸ کې د کابل پوهنتون ۶۰ سلنه استادان وژل شوي، تبعید یا هم زنداني شوي دي. مجروح لیکي چې د کابل پوهنتون له۸۰۰ استادانو، ۷۵ وژل شوي یا زنداني شوي، ۵۵۰  غرب ته تبعید شوي او ۲۵ تنه پاکستان ته تللي دي.



اخځلیکونه

1.       کاتب، فیض محمد هزاره. سراج التواریخ. درېیم ټوک، م ۱۳۸۲

2.       سراج الاخبار؛ د ۱۲۹۴ د سنبلې۱۷مه ګڼه

3.       طرزی، محمود. خاطرات یک دوره. م ۵۷

4.       حبیبي، عبدالحی. مشروطیت غورځنګ په افغانستان کې.  م‌م ۴۸-۶، ۱۲۱-۱۰۱

5.       غبار، میر غلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ.  م م، ۷۲، ۷۱۷

6.       فرهنگ، میر محمد صدیق. خاطرات؛ سرگذشت من. م ۶-۹۵

7.       مشروطه سوم و اغاز دیموکراسی. م ۱۱۵

8.       ندای خلق؛ د۱۹۵۱ د اپریل ۵مه گڼه

9.       انگار؛ د ۱۹۵۱ د فبروري  ۲۶مه گڼه

10.    رښتیا، سید قاسم. خاطرات سیاسي. م ۶۴

11.      Leon B. Poullada. Reform and rebellion in Afghanistan, 1919-1929: King Amanullah's failure to modernize a tribal society. Cornell University Press, 1973. P 281.

12.      Harpviken, Kristian Berg. (1996) Political Mobilization among the Hazara of Afghanistan: 1978-1992, Rapportserien ved Sosiologi, UiO, 9. Oslo: Department of Sociology, University of Oslo. https://www.prio.org/Publications/Publication/?x=4615

13.      Dieter Nohlen, Florian Grotz, Christof Hartmann (eds): Elections in Asia and the Pacific: A Data Handbook: Volume I: Middle East, Central Asia, and South Asia (Oxford University Press, New York 2001, p507

14.      Peter Oesterdiekhoff, Hemmnisse und Widersprüche in der Entwicklung armer Länder – Darstellung am Beispiel Afghanistans, Munich 1978, p459.

15.      Rajiv, Chandrasekaran. In Afghanistan, the rise and fall of ‘Little America’. Washington Post. August 5, 2011. https://www.washingtonpost.com/opinions/in-afghanistan-the-rise-and-fall-of-little-america/2011/08/02/gIQAWHfqwI_story.html.

16.      Marvin G. Weinbaum. Afghanistan: Nonparty Parliamentary Democracy. The Journal of Developing Areas. Vol. 7, No. 1 (Oct., 1972), pp. 57-74. https://www.jstor.org/stable/4189970?seq=1

17.      Korgun, G. Victor. Russia and Afghanistan: Historical ways of the formation of Afghanistan’s views on Russia, Moscow 2009

18.      Korgun, G. Victor. History of Afghanistan: The 20th Century, Moscow 2004

19.      Korgun, G. Victor. The Role of the Intelligentsia in Afghanistan’s Political Life), Moscow 1983.

20.      Bezhan, F. (2012). Ethno-religious dynamics and the emergence of the Hezbe Seri Itehad (Secret Unity Party) in Afghanistan in the late 1940s. Central Asian Survey, 31(4), 445 - 464.https://research.monash.edu/en/publications/ethno-religious-dynamics-and-the-emergence-of-the-hezbe-seri-iteh.

21.      Adamec, Ludwig W. First supplement to the Who's who of Afghanistan: Democratic Republic of Afghanistan– January 1, 1979, p53