ستراتیژیک ارتباطات؛ د افغان دولت د عامه پوهاوي او ارتباطاتو د پالیسې ارزونه

په ارګ کې هم د ستراتیژیکو ارتباطاتو  اړوند مسایل جالبې لوړې ژورې لري چې یو عمده لامل یې شخص محوره پالېسي ده. په افغانستان کې معمولاً نوي ادارات د اشخاصو لپاره او د دوی په خوښه جوړېږي. د شخص تر تګ وروسته د ادارې سرنوشت هم نامعلومې لورې ته ځي.

پر دولتي دستګاه د نیوکو، بې اعتبارۍ، عدم رضایت، بې کفایتۍ ، مالي او اداري فساد، جګړې د قربانیانو، بې وزلۍ، له دندې ناوړه ګټې اخیستنې، زورواکۍ، قانون ماتولو، لومړنیو خدماتو ته د نه پاملرنې، نیپوتیزم او ورته نورو تورونو په څېر موضوعات زموږ د رسنیو او عامه افکارو د اجندا په سر کې ځای لري. دې تورونو دومره سیستماتیکه او ساختاري بڼه غوره کړې چې عام ولس پرته له دې چې پر علتونو یې بحث وکړي؛ د دولتي دستګاه ناغېړي د ټولو ناخوالو او کړاوونو اصلي مور بولي او ټوله پړه پر دولتي دستګاه اچوي. د بله پلوه دولتي چارواکي بیا شکایت کوي چې هغه په عامه اصطلاح که ددې خلکو د څپلۍ بند هم وشلېږي؛ دولت او ولسمشر ته ښکنځل کوي. دوی ستونزې او زموږ مجبوریتونه په نظر کې نه نیسي. دوی ټینګار کوي چې عام ولس پدې نه پوهېږي یا نه غواړي چې پوه شي په پورتنیو ستونزو کې د  دوی ونډه هم شته دی. اوس د دولتي دستګاه د کارمندانو او عام ولس ترمېنځ ملامت څوک دی؟ ستراتیژیک ارتباطات دقیقاً په همدې موضوع کې د ملامت او سلامت د موندلو موډل او علمي ډیسیپلین دی.

دا لیکنه د ستراتیژیکو ارتباطاتو په محور کې د افغان دولت د پالېسیو، اهدافو، عملي ګامونو، ستونزو او ستراتېژۍ ارزونه ده. په بل ساده عبارت، د لیکنې په پای کې به لوستونکی د ستراتیژیکو ارتباطاتو په معنا او مفهوم پوه شي. په افغانستان کې د ارتباطاتو، عامه پوهاوي، عامه اړیکو او بلاخره د دولت او خلکو ترمېنځ د ارتباط د پلونو او مراجعو ستونزې وپېژني.

 

ستراتیژیک ارتباطات (Strategic Communication)

څه دي؟ څه نه دي؟

مخکې له دې چې پدې اړه بحث وکړو؛ ددې اصطلاح د پښتو مفهوم او ژباړې په برخه کې یوې مهمې غلطفهمۍ ته باید اشاره وشي.

د یو زیات شمېرو نورو اصطلاحاتو به څېر د (Strategic Communication) انګلیسي اصطلاح زموږ په رسمي چوکاټ کې پښتو ته د «ستراتیژیکو اړیکو» په توګه ژباړل شوې. حال دا چې د اړیکو انګلیسي معادل (Relation)  دی او(Strategic Relation)  جلا معنا لري. د بله پلوه د (Communication) د کلمې له پاره موږ په پښتو کې جلا معادل نه لرو. یا لږ تر لږه زه پرې نه پوهېږم. ځکه خو تر ټولو ښه معادل یې همدا د ارتباطاتو کلمه ده. د ژورنالېزم په پوهنځي کې هم پدې نامه یو جلا ډیپارټمنټ شته دی چې په پښتو او دري کې  یې (Communication) دقیقه معنا ده. خلاصه د (Strategic Communication) دقیقه او غوره ژباړه  ستراتیژیکې اړیکې نه بلکې ستراتیژیک ارتباطات دي.

په لنډ ډول ستراتیژیک ارتباطات هغه وړتیا او میکانیزم دی چې  د خلکو په ذهنونو کې د یو دولت یا یوې ادارې د اعتبار د ساتنې او دوام په موخه  ترې کار اخیستل کېږي. دا میکانیزم په حقیقت کې د دولت یا اړوندې ادارې د پالېسیو، اهدافو او لیدلوري د پلي کولو په موخه د عامه اذهانو یا خلکو د پاملرنې، قناعت او رضا د جلبولو لپار کارول کېږي. اصلي موخه یې د عامه افکارو مدیریت دی چې متواتر، هدفمند او منظم عامه پوهاوی رامنځته کړي. مثلاً له مخکې له دې چې د یوې موضوع په اړه د عامه افکارو په ذهن کې پوښتنې او یا شکونه رامنځته شي؛ د ستراتیژیکو ارتباطاتو موډل دا احتمالي ستونزې او شکونه تشخصیوي او د مختلفو کانالونو په واسطه سپیناوی کوي. دا پروسه دوامداره او  مخاطب محوره ده.

د موضوع لا روښانتیا لپاره د عنعنوي ارتباطاتو یا (Conventional Communication ) اصطلاح چې د ستراتيژیکو ارتباطاتو د اصطلاح په مقابل کې کارول کېږي؛ مهمه ده. د دواړو ترمېنځ توپیر به د ستونزې اصلي ریښه را په ګوته کړي. لاندې جدول ته پام وکړئ.

د عنعنوي ارتباطاتو موډل

د ستراتیژیکو ارتباطاتو موډل

پیغام په یو اړخیز ډول مخاطب ته لېږل کېږي. د مخاطب لخوا د پیغام د ترلاسه کولو یا نه تر لاسه کولو، په پیغام کې د ستونزو او د مخاطب له لورې مثبت یا منفي ځواب ترلاسه کولو سره کار نه لري.

پیغام د مخاطب سویې، رواني حالت، او ټولنیز – فرهنګي وضعیت په نظر کې نیولو سره جوړېږي او بېرته د ځواب یا feedback  تر لاسه کولو تمه وي. د پیغام د لېږلو مجرا یا مېډیوم ځانګړی اهمیت لري. د پیغام لېږونکي او مخاطب پرته درېم اړخ چې پرازیت هم په نظر کې نیول کېږي.

د پیغام لېږولو پر مهال اټکل دا وي چې مخاطب یې له قید او شرط پرته د پیغام پر مفهوم او مرام پوهېږي او مني یې.

د پیغام لېږلو پر مهال اټکل دا وي چې مخاطب ممکن پیغام ومني او یا یې رد کړي. د همدې امله پیغام او د پیغام مجرا داسې ډیزاینېږي چې مخاطب یې تر ممکنه حده ومني.

د ارتباطاتو بهیر یواځې د پیغام لېږلو پر مهال فعال وي. وروسته پرې کېږي. د ارتباطاتو محور پیغام لېږونکی دی. یعنې ارتباطات وقفه يي پروسه ده.

د ارتباطاتو بهیر دوامداره وي. محور یې مخاطب وي او درېم اړخ هم په نظر کې نیول کېږي. 

د ستراتیژیکو ارتباطاتو موډل لومړی په سوداګرۍ او د مصرفي ټولنې سره د لا ښو اړیکو د ټینګولو په موخه ډیزاین شو. د سړې جګړې وروسته د ارتباطاتو د ټیکنالوژۍ په ډګر کې د چټک پرمختګ، د کېبلي ټلوېزیوني شبکو د فعالیت، د انټرنېټ د پراختیا او په ځانګړي ډول په ۲۰۰۴ کې د Web 2.0  ټېکنالوژۍ د راوتلو او یو لړ نورو لاملونو سره د ارتباطاتو په ډګر کې هم انقلاب رامنځته شو. به بل ساده عبارت پخوا ورځپاڼې، راډیو او آنتني ټلوېزیون د عنعنوي ارتباطاتو مجراګانې وې. اوس انټرنېټ، ټولنیزه مېډیا، کېبل شبکې، سټلایټ او حتا اېف اېم سیګنالونه ددې باعث شوي چې عام ولس یا مخاطبینو سره د ارتباطاتو په ډګر کې هم انقلاب رامنځته شي. پدې ډول عنعنوي‌ ارتباطاتو خپل ځای ستراتیژیکو ارتباطاتو ته پرېښود.

د افغانستان دولتي دستګاه او ارتباطات

د دولت د رسنیو د مرکز په وېپپاڼه کې د دولتي چارواکو سره د اړیکو چارې په ۱۶ بېلابېلو کټه ګوریو کې په ملکي او نظامي ډګرونو کې تر ۱۰۰ تنو ویاندانو او د عامه اړیکو د مسئولینو د ټېلفون شمېرې شریکې شوې. ددې تر څنګ هره دولتي اداره د رسنیو او عامه اړیکو ریاستونه او آمریتونه لري چې د ټولو تشکیل ممکن سلګونو کسانو ته ورسېږي. سربېره پر دې نږدې ټولې دولتي ادارې په ټولنیزه مېډیا کې رسمي حسابونه هم لري. ددې ټولو سره سره ولې عام ولس د دولت په اړه خوشبینه نه دی او پر اجرااتو یې شک لري. مثلاً د کرونا په مدیریت کې د ښاغلي وحید عمر په مشرۍ د ارګ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو اداره ناکامه شوه؟ د روغتیا او  فرهنګ وزارتونه ولې نشي کولای چې خلکو ته قناعت ورکړي چې دوی خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي؟ ولې د میلیونونو ډالرو د لګښت په اړه سپیناوی نه شي ورکولای؟

په امنیتي ډګر کې پدې وروستیو کې د مولوي محمد ایاز نیازي او عزیز الله مفلح د وژل کېدلو پر مهال خلکو ولې امنیتي چارواکي ملامت کړل؟ د امنیتي سکتور سپیناوی ولې د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی؟ د مولوي ریحان د وژل کېدلو د پېښې د څېړنې د پلاوي راپور چېرې دی؟ په لویه کې د طالب سره په روانه جګړه کې دولت ولې نشي کولای چې خپل حقانیت ثابت کړي؟ دې ته ورته لسګونه نورې پوښتنې هم مطرح کېږي چې په پایله کې د ارتباطاتو په ډګر کې د دولتي دستګاه ښکاره ناکامي په ډاګه کوي. همدا نسبتاً کوچنۍ ستونزه د دولت او عام ولس ترمېنځ د واټن په رامنځته کولو کې لویه ونډه لري چې بلاخره خبره د نظام د ستنو تر ړنګېدلو پورې غځېږي. 

البته دا به بې انصافي وي چې ووایو کې ریښتیا هم ټوله دولتي دستګاه ملامته ده. یا بر عکس عام ولس به خبره نه پوهېږي. یا هم د عامه پوهاوي د دستګاه کارمندان یعنې ویاندان او مطبوعاتي مسئولین خپله دنده په سمه توګه نه ترسره کوي. د ستراتیژیکو ارتباطاتو مسئله څو اړخیز شاخصونه لري چې یو یې هم په یواځې ځان نشي کولای چې پورتنۍ پوښتنې ځواب کړي. د همدې لپاره باید  د اطلاعاتو د محرمیت میکانیزم، ساختاري مورد، د دولتي د ستراتیژیکو ارتباطاتو د کارمندانو مورد، عام ولس او مېډیا په څېر پر یو لړ مشخصو موردونو باندې باید بحث وشي.

۱ – د محرمیت مسئله:

د ستراتیژیکو اړیکو یو مهم اصل اطلاعاتو ته د لاسرسي مسئله ده چې ټولنیز – فرهنګي او سیاسي اړخ لري د افغانستان ټولنه محرمه ده. له فرهنګي اړخه زموږ د محرمیت نښې نښانې د کلاګانو د لوړو دېوالونو او برجونو له جوړولو نیولې په کورنۍ کې د مور، خور او مېرمن د نومونو له اخیستلو تر امتناع پورې محسوسه ده. د محرمیت بل اړخ د چارواکۍ او دولتي دندو په فرهنګ کې هم لیدل کېږي. زموږ چارواکي تر ممکنه حده هڅه کوي چې د عام ولس له سترګو پناه وي. د تورو ښیښو او یو لښکر ساتونکو منطق د امنیتي ګواښ ترڅنګ د عامو وګړو څخه د تجرید او محرمیت لپاره هم کارول کېږي. سربېره پر دې له ولسمشر نیولې د وزیر، رئیس، والي او ولسوال پورې چارواکي د لوړو سېمټي دېوالونو تر شا ژوند تېروي. مثلاً یو بزګر یا په ښار کې کراچیوان که وغواړي چې له دوی سره وګوري نو باید له پل صراط تېر شي. همدا وجه ده چې د ولسمشر، وزیر، رئیس، والي یا سلاکار سره لیدنه یو ډول ویاړ او استثنا بلل کېږي. خلک ورسره انځورونه اخلي او په ټولنیزو رسنیو کې یې د یوې مهمې لاسته راوړنې او افتخار په توګه شریکوي.

ددې مسئلې بل اړخ زموږ د سیاسي فرهنګ پورې هم اړه لري. زموږ په دولتي سیستم کې محرمیت لا له ډېر پخوا مطرح و خو په ځانګړي ډول د سړې جګړې پر مهال د کمونیستي بلاک او شوروي اتحاد هېوادونو ترمېنځ د محرمیت مسئله د امریکا په مشرۍ د کاپیټالیست بلاک په پرتله څو چنده حساسه شوه. د نړیوال رقابت او استخباراتي فعالیتونو له وېرې ختیځ بلاک تر ممکنه حده هڅه کوله چې معلوماتو ته لاسرسی محدود کړي. دې حالت د سړې جګړې تر پایه دوام وکړ او د ارتباطاتو په ډګر کې د نوې ټېکنالوژۍ سره په کرار کرار له منځه لاړ. افغانستان هم له دې حالته مستثنا نه دی. په هېواد کې د ثور تر کودتا وروسته د محرمیت چارې د بل هر وخت په پرتله محدودې شوې. له بده مرغه ددې سیاسي فرهنګ نښې نښانې حتا په ۲۰۲۰م کال کې هم لیدل کېږي.

۲ – اطلاعاتو ته د لاسرسي مسئله

د ستراتیژیکو ارتباطاتو تر ټولو محوري اړخ دولتي او غیر دولتي اطلاعاتو ته آسانه او چټک لاسرسی دی. د اساسي قانون د پنځوسمې مادې پر اساس اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسی مسلم حق بلل شوی. له نېکه مرغه په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ په سطحه تر ټولو پرمختللی او د وخت د شرایطو سره سم تصویب شوی دی. پدې قانون کې په ډېره ساده ژبه اطلاعاتو ته د لاسرسي پر میکانیزم رڼا اچول شوې ده. ددې قانون په شپاړسمه ماده کې ۸ جلا موارد ذکر شوي چې له مخې یې د محرمیت مسئلې ته حللاره موندل شوې. ددې ۸ مواردو پرته د قانون له مخې ټوله دولتي بیروکراسي مکلفه شوې ده چې خپل هر ډول معلومات شریک کړي. حتا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون په ۴۰ کټه ګوریو کې هغه اطلاعات تنظیم کړي دي چې دولتي بیروکراسي باید پرته له دې چې څوک یې غوښتنه وکړي؛ په خپله خوښه نشر کړي. دا اطلاعات که نشر شي د ستراتیژیکو ارتباطاتو د موډل د ډېټا د برخې نیمې ستونزې حلېږي.  دا چې قانون ولې نه عملي کېږي؛ ددې لیکنې موضوع نه ده خو د ستراتیژیکو ارتباطاتو د ماشین د چلېدلو له مخې ددې قانون نه عملي کېدل په هېواد کې دننه او په نړیواله کچه یو زیات شمېر ستونزې زېږولې دي.

په نړیوال ډګر کې ددې ستونزو تر ټولو مهمه یې د اداري فساد په برخه کې د افغانستان بدنامي ده. د فساد سره د مبارزې یا د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۹ کال د راپور له مخې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو ترمېنځ  ۱۷۳م ځای لري. ددې راپور له مخې افغانستان له ۱۰۰ څخه یواځې ۱۶ نمرې اخیستې دي. اوس پوښتنه دلته ده چې آیا افغانستان ریښتیا هم دومره فاسد هېواد دی او که د هېواد په اړه ددې سازمان موندنې ناقصې دي؟

د فساد سره د مبارزې یا نړیوال شفافیت سازمان خپل شاخصونه لري چې له مخې یې هېوادونه تلي. ددې شاخصونو یا پوښتنو د ځوابولو په موخه د اړوند هېواد له دولتونو ډېټا غواړي یا یې رسمي وېبپاڼو ته مراجعه کوي. که چېرې د اړوند شاخص په اړه ډېټا موجوده نه وي نو په اتوماتیک ډول یې نمرې کمېږي. پدې اساس د افغان دولت د ستراتیژیکو ارتباطاتو د ماشین کمزوري ددې سبب کېږي چې په نړیوال سټېج کې افغانستان بدنام شي. دا ډول راپورنه د افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو پر مرستو هم ژور اغېز لرلای شي.

۳ – د رسنیو او خلکو ونډه

په افغانستان کې د عامه پوهاوي د مهمو مجراګانو په توګه د رسنیو ونډه هم د ستراتیژیکو ارتباطاتو د موډل د ناکامۍ مهم لامل دی. دوه مهم علتونه چې رسنۍ نشي کولای چې د بیروکراتیکې دستګاه پر کړنو نظارت وکړي دا دي: لومړی په تېرو ۱۹ کلونو کې د آزادو رسنیو د فعالیت سره سره لا هم د تحقیقي ژورنالېزم په برخه کې تشه احساسېږي. د پېښو څېړنه، تعقیب، د پایلو اعلان او بیا تعقیب هغه پروسه ده چې زموږ رسنۍ ورسره آشنا نه دي. د بېلګې په ډول په هېواد کې د دیني علماو د وژنې پروسه دا څو کاله کېږي چې دوام لري. د مولوي حقاني، مولوي ریحان په څېر د علماوو او پدې وروستیو کې د مولوي نیازي او مولوي مفلح د وژل کېدلو د لاملونو، مرتکبینو، استخباراتي کړیو او ورته نورو مسايلو په اړه کمېسیونونه جوړل شول خو پایلې یې لا معلومې نه دي. دا د رسنیو او تحقیقي ژورنالېزم دنده ده چې پدې اړه څېړنې وکړي او موضوع تعقیب کړي تر څو د راتلونکو پېښو مخنیوی وشي. د رسنیو بله ستونزه د دوی د سیاسي – اقتصادي  یا (Economy Politics of Media) مسئله ده.  په ساده عبارت د رسنیو د اقتصادي سرچینو او پر سیاست باندې ددې د اغېزې مسئله د سراتیژیکو ارتباطاتو د موډل د ناکامۍ  یو تر ټولو مهم علت دی. په نورمال حالت کې رسنۍ باید د سوداګریزو خبرتیاوو له لارې تمویل شي او حکومت او خلک یې پر اقتصادي سرچینو نظارت ولري. په افغانستان کې د رسنیو د تمویل اصلي منبع بهرنۍ پانګه ده چې عمدتاً د سفارتونو او موسساتو لخوا ورکول کېږي. دوی په هېڅ ډول د دولت او خلکو پر وړاندې مسئولیت نه مني. ځکه نه دولت او نه هم خلک ورته اقتصادي تاوان رسولی شي. برعکس په دولتي دستګاه کې یو شمېر مهمې ادارې او سیاسي څېرې ورته ددې لپاره باج ورکوي چې پر هغو خبرونو او راپورونو سترګې پټې کړي چې د دوی سیاسي راتلونکې ته په کې زیان رسېږي. زما د معلوماتو له مخې حتا ځینې رسنۍ چې د کومې ادارې یا شخص په اړه راپور لیکي نو لومړی یې دوی ته لېږي او د معاملې هڅه کوي. که چېرې ورسره ونه منل شي بیا یې خپروي.

د ستراتیژیکو ارتباطاتو د موډل د ناکامۍ یو بل لامل د عامو خلکو پورې هم اړه لري. عام ولس په دولتي چارو کې یواځې د دندې موندلو تر بریده علاقه لري. په دیموکراتیکو هېوادونو کې له ولسمشر نیولې تر کوچني دولتي مامور پورې ټول دولتي کارمندان په تیوریک ډول د خلکو مزدوران دي. مزدوري په دې معنا چې خلکو ټاکلي دي او د معاشونو لپاره یې مالیه ورکوي. په افغانستان کې د عایداتو پر اساس د مالیې ورکولو فرهنګ او سیستم تر اوسه پورې نشته دی. زموږ د بودیجې ډېره کوچنۍ برخه له سوداګرو د مالیې اخیستلو له لارې تمویلېږي خو عام مصروفونکي مالیه نه ورکوي. د بودیجې نورې پیسې د نړیوالو مرستو څخه تمویلېږي. دا ستونزه د منځني ختیځ په هېوادونو کې چې اقتصادونه یې پر نفتو ولاړ دي؛ هم مطرح ده. پدې اساس له یوې خوا خلک په دولتي چارو کې د مداخلې علاقه نه لري او له بلې خوا دولت هم خلکو ته ځان مسئول نه ګڼي. اوس نو که چېرې خلک علاقه و نه لري چې پوه شي‌ او نظارت وکړي او دولت هم علاقه و نه لري چې معلومات شریک کړي؛ ستراتیژیک ارتباطات په نطفه کې خنثا کېږي.

۴ – د مسلکي کدرونو او بیروکراسۍ مسئله

په ارګ کې هم د ستراتیژیکو ارتباطاتو  اړوند مسایل جالبې لوړې ژورې لري چې یو عمده لامل یې شخص محوره پالېسي ده. په افغانستان کې معمولاً نوي ادارات د اشخاصو لپاره او د دوی په خوښه جوړېږي. د شخص تر تګ وروسته د ادارې سرنوشت هم نامعلومې لورې ته ځي.

 د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دندې پر مهال د ویاند دفتر د ستراتیژیکو ارتباطاتو ټولې چارې پر مخ وړلې. د ولسمشر غني د دندې پر مهال ښاغلی نادر نادري د ستراتیژیکو ارتباطاتو په چارو کې د ستر سلاکار په توګه وګمارل شو. د نادري صېب د مشاوریت په تشکیل کې د ولسمشر د ویاند دفتر او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز فعالیت (GMIC) فعالیت درلود. له ارګه د نادري صېب تر تګ وروسته د درېیم ځل لپاره تشکیلاتو بدلون وموند او د ولسمشر د  دفتر په ریاست کې د ستراتیژیکو ارتباطاتو معاونیت اضافه شو چې مشري یې ښاغلي هارون چخانسوري کوله.  پدې معاونیت کې د ویاند د دفتر ریاست، د مطبوعاتو ریاست او بیا هم د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز ریاست شامل وو.  چخانسوري له یوې خوا د ولسمشر ویاند و او د بلې لخوا د ولسمشر د دفتر د ریاست د ستراتیژیکو ارتباطاتو معاون هم و. د ښاغلي وحید عمر په راتګ سره د څلورم ځل لپاره تشکیلاتو بدلون وموند. وحید عمر له یوې خوا د ستراتیژیکو ارتباطاتو پخوانی ارشد مشاوریت بېرته فعال کړ او تر څنګ یې د عامه او ستراتیژیکو ارتباطاتو نوې اداره جوړه کړه. د نوې ادارې په تشکیل کې یو ځل بیا د ویاند دفتر، د مطبوعاتو او نشراتو ریاست، د ستراتیژیکو مطالعاتو ریاست او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ریاستونه راغلل. ښاغلی وحید عمر له یوې خوا د ولسمشر ارشد سلاکار او له بلې خوا ددې ادارې مشري پر غاړه لرله چې د کرونا د ناورین پر مهال د عامه پوهاوي په برخه کې تر سختو نیوکو لاندې راغی. 

د وحید عمر له دندې شاوخوا یو کال نه و تېر شوی چې د ستراتیژیکو او عامه ارتباطاتو اداره بیا لغوه شوه او کارمندان یې اوسمهال بې سرنوشته او «منتظر با معاش» دي. د ددې سره د ښاغلي وحید عمر سرنوشت هم نامعلوم دی. وروستي معلومات ښايي چې د ستراتېژیکو ارتباطاتو له ارشد مشاور ټول اجرایوي صلاحیتونه اخیستل شوي او تر هغه پورې چې په بل کوم ځای کې مقرر شي؛ په سمبولیک ډول ارشد مشاور دی. د نوموړي په تللو سره به د ستراتيژیکو ارتباطاتو د ارشد مشاوریت پوسټ لغوه شي او د شپږم ځل لپاره به بدلون ومومي. 

اوسمهال ددې تراژېدۍ یواځینی استازی چې د عامه پوهاوي په برخه کې تر ټولو زیات حساپ پرې کېږي؛ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز دی. ددې مرکز د وېبپاڼې وروستی حالت پدې ډول دی:

 د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز یا (GMIC) د پښتو ویبسایټ په لومړي مخ کې لومړی خبر د کرونا ویروس د وروستیو شمېرو په اړه دی چې  له نن څخه ۲۳ ورځې وړاندې د غبرګولي د میاشتې به ۸مه نېټه خپور شوی دی. پدې خبرکې د روغتیا د وزارت د مرستیال  وحید مجروح له قوله پر کرونا د اخته کسانو شمېره ۱۳۰۳۶ تنه ښودل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې ۲۳ ورځې وروسته یعنې نن (غبرګولي ۳۱مه) پر کرونا د اخته افغانانو شمېره څه باندې دوه برابره شوې او ۲۸۴۲۴  ته رسېدلې ده!

د همدې ادارې د انګلیسي وېبسایټ په لړمړي مخ کې  لومړی خبر بیا له نن څخه ۷۲ ورځې وړاندې د روان میلادي کال د اپرېل په ۸مه نېټه خپور شوی دی.  په خبر کې ښاغلي وحید عمر اعلان کړی چې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي مسئولیت یې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارلو. نن (جون ۲۰مه) د کرونا مسئولیت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت پر غاړه دی او د وحید عمر سرنوشت نامعلوم دی. خو د حکومت د رسنیو د مرکز  په سایټ کې دا خبر لا هماغسې پروت دی. 

که چېرې د حکومت د رسنیو د مرکز حالات چې د ستراتیژیکو ارتباطاتو زړه بلل کېږي؛ داسې وي نو تاسې یې د نورو دولتي ادارو د حالاتو سره قیاس کړئ.

۵ –  د موردي مطالعاتو کانسپټ

د ستراتيژیکو ارتباطاتو د موډل د څرنګوالي په اړه مو پورته ډېرې خبرې وکړې. د موضوع د لا روښانتیا او ددې موډل د اغېزمنتیا لپاره د څو بېلګو موردي مطالعه ضرور ده. مثلاً د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اکسیجن د اړتیا د پوره کولو په موخه فابریکه فعاله شوه. البته دا مهم ګام دی خو د ستراتیژیکو ارتباطاتو د موډل پر اساس پدې بحراني حالت کې د عامه افکارو د مدیریت په موخه ددې فابریکې په اړه ټول معلومات باید د غږ، تصویر او متن په توګه د کېبلي او ډیجیټالي رسنیو لخوا خپاره شوې وای. دا چې دا فابریکه تر کومې کچې ستونزې اوارولی شي؟ ورځنی تولید یې څومره او د بازار تقاضا څومره ده؟ څومره لګښت پرې شوی؟ په راتلونکې کې د خصوصي سکتور او وارداتو سره د رقابت په موخه کومه ستراتېژي لري؟ د پراختیا پلان یې کوم دی؟ په هېواد کې د اکسیجن د تولید مخینه څه ده؟ او ... پوښتنې باید پرته له دې چې څوک یې وپوښتي؛ د ویډیو، ګرافیکونو، خبرونو، ټلوېزیوني او راډیويي بحثونو او ټولنیزې مېډیا له لارې عام ولس سره شریکې شوې وای. په ورته ډول د کرونا په بحراني حالت کې موږ همدومره خبر یو چې د زرقي محلولونو د تولیدي فابرېکې د جوړولو چارې هم روانې دي. پورتنۍ پوښتنې ددې فابریکې لپاره هم صدق کوي.

اوس په لویه کې مثلاً د ټاپي پروژې، د لاجوردو لارې د پروژې، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې، د سلما او کمال خان د بندونو د پروژو په څېر د ورته لویو اقتصادي پروژو په اړه هم د ستراتېژیکو ارتباطاتو موډل د تطبیق وړ دی.

۶ – وروستۍ خبرې:

ستراتېژیک ارتباطات د تبلیغاتو او پروپاګند سره توپیر لري. پدې موډل کې ستراتیژي دا ده چې د اطلاعاتو او معلوماتو د رسونې او عامه افکارو د مدیریت په موخه د درواغو ویلو، پروپاګند او اغوا پر ځای په منظمه، دومداره، شفافه او هر اړخیز ډول د معلوماتو او اطلاعاتو شریکول دي. که چېرې دا ستراتېژي ناکامه شي نو بیا ځای یې درواغ، پروپاګند او د عامه افکارو اغوا کول نیسي چې د درواغو منزل تل لنډ وي. ځکه د درواغجن چوپان کیسه که مو اورېدلې وي؛ پر دولت باندې د خلکو یو ځل بې اعتباري په اسانۍ سره نه جوړېږي.

په افغانستان کې د ستراتیژیکو ارتباطاتو مسئله څو بعدي ده او ساختاري بڼه لري. که د لیکنې په سر کې پوښتنو ته راشو دلته په یواځې هم هېڅوک ملامت نه دی او هم هر څوک ملامت دی. پدې کې فرهنګ، ټولنې، سیاست، رسنیو، عامو خلکو، بیروکراسۍ او مسئولینو ټولو ونډه ده.

ددې لیکنې موخه د ستونزې اوراول نه دي. بلکې د ستراتېژیکو ارتباطاتو په ډګر د شتو ستونزو په نښه کول دي چې اوارول یې په وړاندیزونو نه کېږي.  دا ستونزې قاطعې رهبرۍ او اوږدمهالي پلان ته اړتیا لري.

نوټ: اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون غړي ښاغلي حمد الله ارباب پدې مقاله کې د محرمیت او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخو کې مرسته کړې چې ترې مننه کوم.