کوانټوم اقتصاد او انسان

هغه کس چې په لومړي ځل یې د اقتصاد او کوانټوم اړیکه وښودله یا یې لږ تر لږه روښانه کړای شوه پاکستانی ریاضيدان اصغر قادر و. هغه په ۱۹۷۸ زېږدېږ کې تشریح کړل چې د اقتصادي چلند د موډل‌جوړونې لپاره کوانټومي ميکانېزمونه په مراتبو له کلاسیکو میکانېزمونو کارنده دي او ښه پایله ورکولی شي.

له مالي بحران یوه لسېزه وروسته، اقتصادي اجماع وایي نئوکلاسیک اقتصاد ماته خوړلې ده او اقتصاد د اشتباه او ستونزې د جبران لپاره نویو بدیلو تگلارو ته اړتیا لري. اقتصاد د کمښت علم و، په داسې حال کې چې باید د پیسو علم واوسي او له سره تجزیه او تحلیل شي، کټ‌مټ  په فزیک کې د کوانټوم میخانیک په څیر چې کوانټومي انسان یې معرفي کړ، کوانټومي پیسې رامنځته شي. پیسې، مغز او ذهن کوانټومي پدیدې دي او کوانټومي مالي امور د کوانټوم فزیک ټولنیز سسټم دی چې د کلاسیک فزیک په څیر نئوکلاسیک اقتصاد ته کوانټوم اقتصاد وړاندېزوي.

جان مینارد کینز د کنیز اقتصادي مکتب بنسټ ايښودنکی، پیژندل شوی اقتصادپوه او د مالي او پولي پالیسیو نامتو تیوریسن په خپلو یاداښتونو کې لیکلي پروفیسور ماکس پلانک چې د کوانټوم فزیک له لومړنیو تیوریسنانو څخه دی، راته ویلي و په ځوانۍ کې د اقتصاد د زده کړې ډېر لېوال وم اما د هغه د پیچلتیا له امله مې فزیک غوره کړ او د فزیک له لوستلو وروسته پوه شوم چې اقتصاد مې هم لوستی دی. اقتصاد ټولنیزو علومو ته د ساینس ډالۍ ده. دا تصادف نه دی چې اقتصادپوه دې د فزیک او فزیک پوه دې د ریاضیاتي اقتصاد او احتمالاتو تابع سره اشنا واوسي، بلکې دا د هغو مشترکاتو او گډو ټکو لاس دی چې فزیک او اقتصاد ته یې گډ برخلیک او مسیر ورکوي. کوانټوم د انسان د آزادۍ، جبر و اختیار او د اقتصاد د ریښو او جریان په اړه د پام وړ خبرې لري چې د کوانټومي اقتصادي انسان او د ټولنې د مشترک عقل د لارښود په توگه ترې یادونه وکړای شو.

ددې لپاره چې د عمومي فزیک، کوانټوم او اقتصاد د گډو برخو گډونوالو ته روښانتیا ورکړای شم، لیک به له دې را پيل کړو چې اقتصاد څه دی؟ که تاسو یو اقتصادپوه پوښتلی وي یا مو یو درسي کتاب کتلی وي، دا به درته جوته شوې وي چې ډېری د انگلیسي اقتصادپوه لیونل رابینز د مشهورې معقولې مخامخ یا نامخامخ یادونه کوي، چا چې په ۱۹۳۲کې لیکلی ول؛ اقتصاد ساینسدی، د پایته‌رسېدنې او کمښت تر منځ د اړیکې په توگه د انسان چلند مطالعه کوي او دا اړیکه د کارونې بیلابیلې څیرې خپلولی شي. او یا ډېر ځله داسې تشریح کیږي چې اقتصاد د کمښت علم دی. او یا که وپوښتل شي چې د اقتصاد محتوا څه ده –  د څه ترسره‌کولو په هڅه کې دی؟  نو عام ځواب به دا وي چې ’ اقتصاد گټورتیا مطلوبه کوي  ‘او یو شمېر اقتصادپوهان په دې اند دي چې’ اقتصاد د خوشحالۍ موندلو لپاره دی. ‘او بلاخره که وپوښتی چې اقتصاد څرنگه عمل کوي؟، تاسو پوهېږی چې د عرضې او تقاضا د منحني‌گانو د تقاطع بیه د ځانپالو او منطقي تولیدونکو او مصرف‌کونکو د گټورتیا د اعظمي حد استازولي کوي، د چا مشابه چلند چې د گڼشمېر عرضه‌کوونکو، رسونې نماینده‌گیو او نور چینلونو لپاره د یوې ’ځنځیري سلسلې ‘په موډل بدلیږي او لاس پر لاس کېږي چې په پایله کې د پام وړ پایېدونکی او مطلوب انډول (Equilibrium) رامنځته کوي. مگر ځیني شیان دې ځوابونو ته نه دي ور زیات شوي.  که اقتصاد د کمښت او محدودیت د ستونزې له منځه وړلو او د بیو د سمونونو په وسیله خلکو ته د خوښۍ راوړلو لپاره وي، نو دا به یوه هسې بې‌ثمره دنده وي. په زیاتره هېوادونو کې، نابرابري د تیرو لسیزو په جریان کې لوړه شوې ده پداسې حال کې چې راپورونه ښیي هغه خوښۍ چې په ۱۹۶۰مو کلنو کې غوړیدلې وه په مراتبو ټیټه شوې ده او مالي بحران خلک خوشحاله نشوای کړلی، پرته له څو بانکوالو!

د بیې تیوري ثابتې او خپلواکې منحنۍ‌گانې، عرضه او تقاضا تشریح کوي، مگر حقیقت دا دی چې دا ځواکونه سره یوځای شوي او غبرگ شوي دي - دا نظریه چې د عرضې او تقاضا ځواکونه د یو پایېدونکي او مطلوب انډول (Equilibrium)  لپاره لار هواروي ډېره خیالي برېښي. دا هم ډېره جالبه ده چې پیسې د اقتصاد په بنسټیزو پوښتنو او ځوابونو کې ډېرې لږې یادې شوې دي، پداسې حال کې چې داسې انگیرل کېدل چې پیسې د اقتصاد د ستونزې زړه دی. (ايا اقتصاد د پيسو علم نه دی؟ آیا د پیسو په کارولو سره نرخونه او بیې نه ټاکل کېږي؟) که تاسو درسي کتابونه وگورئ نو وبه مومئ چې پیسې د میټریک واحد په توگه کارول کیږي او د پیسو په اړه بیلابیلو بحثونو کې گورو چې پیسې په خپل ذات کې اړینه موضوع نه ده یا په بله ژبه پیسې بې ارزښته جنس دی چې ذاتي ارزښ نه لري. پیسې او مالي کړنلارې د اقتصادي مو‌ډولونو په منځ کې ورکې دي او دواړه؛ پیسې او د مالي سکتور رول، معمولا نه د اقتصادي ماډلونو تر منځ څرگند حالت جوړوي او نه هم د تادیې خدمات ترلاسه کوي. یو دلیل چې مرکزي بانک نشي کولی د بانکدارۍ د بحران وړاندوینه وکړي دا دی چې د دوی په ماډلونو کې نور بانکونه ندي شامل شوي. داسې بریښي چې اقتصادپوهانو به د ډیرو خلکو په پرتله د پیسو په اړه لږ فکر کړی وي، لکه څرنگه چې د انگلینډ بانک پخواني گورنر میروین کینگ په ۲۰۰۱ کې یادونه کړې وه: "د ډیری اقتصادپوهانو په بحثونو کې د"پیسو" کلمه خورا لږ ښکاري." د بیلگې په توگه، د خصوصي بانکونو لخوا د پیسو رامینځته کولو اصلي پوښتنه چې د آلماني اقتصادپوه ریچارډ ورنر لخوا مطرحه شوې وه "د تیرې نیمې پیړۍ په جریان کې د نړۍ د مرکزي بانکونو د زرگونو څیړونکو لپاره یو مجازي حرم" پاتې شوې ده او تر دې وروسته بیا پیچلي مالي مشتقات چې اسمي ارزښ یې په ۲۰۱۰ زېږدېز کې ۱.۲ کواردیلیون امریکايي ډالره اټکل شوی و، رامنځته شوي دي  چې آن د مالي بحران په رېښو کې یې نوم چیري یاد نشو کړای او په هېڅ موډل کې را و نه نغاړل شول.

په لنډ ډول، د بنسټیز یا لومړني اقتصاد او نئوکلاسیک اقتصاد اصلي پرنسیپونه لکه؛ «گټورتیا»، «د تقاضا منحني» یا «عقلاني اقتصادي انسان» په څير شیان یوازې جوړ شوي اختراعات دي مگر اصلي شیان لکه پیسې په لویه کچه له پامه غورځول شوې دي.

کوانټوم پیسې

پیسې، مغز او ذهن ټولېکوانټمي پدیدې دي،  نو د حیرانتیا وړ خبره نده چې اقتصاد د کوانټم انقلاب لپاره ډېر اړین دی.

په معاصر فزیک کې یوه مسله ده چې پروانه‌يي اثر بلل کېږي، پروانه‌يي اثر یادونه کوي چې که احتمالا په کابل کې یوه مرغۍ والوزي، امکان لري د همدې مرغۍ د الوت له سببه په شیکاگو کې یو لوی توپان یا یوه زلزله رامنځته شي─فزیک وايي چې په طبیعت کې ټولې پیښې یو پر بل مرتبطې دي. د پیښو  او تعاملاتو ورته منطق په اقتصاد کې هم شته. د بیلگې په توگه، که د وال سټریټ په نیویارک سټاک مارکیټ کې د امریکايي ډالرو په بیه کې یو سینټ بدلون راشي احتمال لري د توکیو د پیسو تبادلې مارکیټ کې یوه بله کرنسي له جریان څخه خارجه کړای شي.

په فزیک کې، د کوانټم انقلاب هغه وخت رامنځته شو کله چې فزیک پوهانو وموندله فرعي اټومي انرژي (subatomic level energy) د جلا پارسلونو له مخې تبادله شوې ده، دوی یې کوانټا نوموي. کوانټا له لاتین وییې څخه چې د 'څومره' په مانا ده، مشتق شوې ده. شاید موږ اړتیا ولرو چې کوانټمي لارښونې او د خلکو ترمنځ راکړه-ورکړه او معاملات وڅارو، په اقتصاد کې به یې هموزنه معادله پولي تبادله وي – د بیلگې په ډول کله چې تاسو هټۍ ته ننوځی، یو څه ته اشاره کوی او پوښتی: څومره؟ یا، که تاسو په ایټالیا کې یاست، او ووایاست چېکوانټو؟ اړیکه لا نوره روښانه کېږي.  البته، پیسې چې موږ یې د تبادلې لپاره کارو لکه؛ سکې، مټالیک پیسې، کاغذي او الکترونیکي پیسې ممکن د سب‌اټومیک ابزارو په څير ښکاره نشي، مگر که د ریښې ژورې ته وگورو د اقتصاد او کوانټوم فزیک ساحې له ذاته خورا گډې دي.

د کوانټم فزیک تر ټولو لومړني بصیرت دا و چې ماده یا انرژي په دوامداره توگه حرکت نه کوي،  مگر په ناڅاپي توگه. پیسې هم کټ مټ همداسې دي- اړتیا نه شته چې د ستنې په وسیله د جیب کوکونه پرانیزئ، بلکې څه وخت چې تاسو ورکړه/تادیه وغواړئ، یوازې یوه کوشنۍ مرحله نیسي چې ستاسو له اکونټ څخه ورکړه/تادیه ترسره او پیسې خارج شي. هماغه ډول چې په ۲۰۱۵ ز. کې د انگلنډ بانک په یوه بیانیه کې یادونه کړې وه یو دلیل چې د پیسو رامنځته کولو پروسه په دوديزه ماډلونو کې ځای پر ځای کول خورا گران دی دا دی چې دا په "فوري او ناڅرگند ډول" کار کوي (د دوی ټینگار)  دا و چې د پیسو رامنځته کول  په خلا کې د کوانټم ذراتو د تشخیص په څیر نه دي.

کوانټوم فزیک کې د موقعیت یا حرکت په څیر ځانگړنې په بنسټیز ډول تر هغې پورې چې اندازه گیري نشي، مشخصي نه وي او د ناباورۍ/عدم قطعیت اصولو (Heisenberg's uncertainty principle) په نظر کې نیولو سره تر یوه ژور دقت هاخوا بل کار نشو کولی. په ورته ډول، په معاملاتو کې د پیسو څخه گټه اخېستنه یوه داسې عدد «بیه» ته لار هواروي چې ارزښت یې نامشخص او مبهم دی او ویلی شو چې دا یو ډول کوانټومي عمل او یا کوانټومي حالت دی. کله چې تاسو خپل کور پلوری، تاسو نه پوهیږی چې دا څومره ارزښت دی یا څه په لاس راوړی؛ بیه یوازې د معاملې پر مهال څرگندیږي.

د کوانټم فزیک یو له خورا مبهمو اړخونو دا دی چې ذرات کولی شي دومره ښکیل شي چې په یو واحد سیسټم بدل شي او د یوې حادثې په اندازه کولو سره نورې سمدلاسه اغیزمنې کېږي. په اقتصاد کې، د پیسو کوډ شوي معلومات هم يوه ښکیلونکې وسیله او پروسه ده، د پیسو رامنځته کول دوه اړخونه لري، پور او کریډیټ (د بیلگې په توگه مډرنې حکمي پیسې modern fiat money د دولت د پور استازیتوب کوي). د پيسو کارونې خلک یو له بل سره وتړل او په یوه ټولیز سیسټم کې يې ښکیل کړل، پور اخستونکي دې چارې ته تر بل هر چا ډېر متوجه دي، کچیري تاسو له افلاس سره مخ شی یا ډیوالي شی، دا به مستقیما ستاسو په کریډترز یا پور ورکونکو باندې اغېز وکړي، حتا که هغوئ سمدلاسه پوه هم نه واوسي.

کوانټم فزیک پر بنسټ، ماده اساسا دوه اړخیزه ده، خپلواکه او پنډوکسي ته ورته بیلیاردي اټومونو په څیر نه ده، مرکبه ده. داسې یو جوړښت ته ورته ده چې کله کله د "مجازي څپو" او کله کله د رښتینو ذرو په څير چلند کولی شي اما نه خو ذره او نه خو د څپې تشریح او وضاحت په ذاتي توگه بشپړ دی. دا څه نا څه گیج کوونکې ښکاري، مگر د پيسو په اړه همداسې ویلی شو چې په ورته وخت کې له یوې خوا حقیقي او بلخوا مجازي دي. د بیلگې په توگه یوه سکه د یوې ټاپي په وسیله په فلزي سلگ یا لولې باندې وهل کېږي، د اقتصاد په ژبه ټاپه یا مُهر نومېز یا مجازي یا nominal او فلزي برخه یې حقیقي یا ذاتي intrinsic  حیثیت دی.  ټاپه د سکې عددي ارزښ یا numeric/face value  ټاکي پداسې حال کې چې فلز د خپلذاتي ارزښت یا intrinsic value  په توگه د شي استازولی کوي چې د ملکیت یا تبادلې بنسټ گرځیدای شي. له همدې امله د ژوند یوه برخه د شمېرو، ریاضیاتو او احتملاتو په مجازی نړۍ کې او بله برخه د شیانو، خلکو او ارزښت په فزیکي نړۍ کې ترسره کېږي، همدا دوه رنگي د انسان پر روحیاتو د تاثیراتو واردیدو یو دلیل جوړیدای شي.

د تاریخ په جریان کې، پيسو د دې دواړو متفاوتو خواو په منځ کې ادلون بدلون کړی دی.  یا د محاسبې لپاره د یوه مجازی سیسټم په توگه وړاندې شوې دي لکه (په پخوانۍ بین النهرین کې میخي خط، د منځنۍ پیړۍ په پیل کې په برتانیه کې لرگینې ټالۍ، د نن ورځ بریښنايي پیسې) ، یا د قیمتي توکو په بڼه (پخوانی یونان او روم،  د سرو زریو میعار..)، پداسې حال کې چې د هرې بڼې اړینېځانگړتیاوې یې خوندي کړې دي. دوه رنگي د پیسو په دوو اصلي تیوریو کې هم منعکس کیږي؛ چارټالېزم، چې وایي پیسې دولت ته مجازي پور ډالۍ کوي. او بولونېزم، کوم چې واييدا چاره فلز ته د جوش ورکولو په مانا ده.

زیاتره اقتصاد پوهان بحث په قصدي توگه څنډي ته کوي او پيسې د تبادلې د وسیلې په نوم  له ځانگړي خاصیت پرته معرفي کوي چې دا یو متعصب چلند دی. نو پر همدې بنسټ بحث بیرته پخواني وضعیت ته ستنوي چې ايا نور یوه مجازي څپه (ارسطو)  که یوه حقیقي ذره (نیوټن) وه؟. په پای کې، د کوانټم فزیک‌ پوهان دې پایلې ته ورسیدل چې نور ذره یا څپه نه ده، بلکې په ورته وخت کې دواړه دی. خو ډیری خلکو پاملرنه ونکړه او یوازې د څراغونو د روښانه ساتلو په اړه انديښمن شول او همداسې له پیسو سره هم شوي دي.

دا کلیشه‌ ده چې وايي د کوانټمي مادې بطي، دوه‌ رنگ، ننوتی او مبهم چلن زموږ د گډ نړۍ لید هر اړخ د ننگونې سره مخ کوي. مگر کله چې اقتصادي لرلید ته وگورو همدا خبره صدق کوي–په حقیقت کې هر ځل چې موږ سودا پیرلو ته ځو یا چک په نقده اړوو له یو نوع مريي او نامريي ننگونې سره مخ کېږو. مسله دا نده چې کوانټم میخانیکونه د پیسو د درک کولو لپاره د استعارې په توگه لیدل کیدای شي، مگر دا چې اقتصاد د اندازه گیرۍ، بې باروۍ  او اختلالونو له نسخې سره پخپله یو کوانټومي سسټم دی. یوه گټه دا ده چې دا مغشوشونکي مفهومونه چې په اقتصاد کې شته ټول په فزیک کې وجود لري. تاسو اړتیا نلرئ، البرټ انشټاین یا اروین شرودینگر واوسئ یا د کوانټم په میخانیک کې د زده کړو سند ولرئ، ترڅو وپوهیږئ چې ارزښت ولې ناڅرگند دی، یا دا چې وپوهېږی ستاسو کریډیټ کارت څرنگه په یوه کلیک د پیسو لیږد په څه ډول ترسره کوي.  د پیسو کوانټومي ماهیت په ټوله کې په خودي توگه رامنځته کېږي او کله چې د بل ظریف کوانټومي سیسټم سره معامله کوي یوازینی څه چې دا به ډېزاین او طراحي کوي؛ زموږ انسانانو ماغزه دي.

د کوانټوم فزیک تر ټولو خارق العاده ځانگړنه لږترلږه د کوانټوم فزیک پوهانو لپاره دا وه، چې کوانټوم د شعور د کچې په ساتلو کې رول لوبوي. د ‘کوپنهاگن تفسیر’ مطابق، د الکترون په څير د یوې ذرې جریان او حالت د ریاضیکي څپه‌ایزې تابع لخوا د بیان وړ گرځیدلی دی، چې د نوموړې څپې لمن په هره نقطه کې د الکترون د موندلو وړتیا او امکان ارزولی، څارلی او بیانولی شي. د احتمالاتو تابع او د څپې تابع په حقیقت کې یوه ده،  د څپې دا ریاضیکي تابع د اندازه گیرۍ د پروسې په جریان کې ناڅاپه یو معین ارزښت یا مقدار ته 'سقوط' ورکوي. هیڅ څوک نه پوهیږي چې دا سقوط څنگه پیښیږي، مگر یو شعوري څارونکی یا ناظر عموما په لټه کې دی چې فزیک د ساینس د یوه بشپړ پکیج او هدف په حیث د معرفي کولو څومره وړتیا لري (دا موږ ته د ساینس او شعور په هکله یو پیغام راکوي، کوم شی چې موږ یې مستقما تجربه کوو، کېدای شي خارق العاده او غریب واوسي). ممکن دا ډېر په زړه‌پورې او حیرانونکی وي چې ووایو شعور او هغه تگلار چې زموږ د خپل تفکر  څحه زېږي، د کوانټوم فزیک سره ورته والی لري. هر څومره چې د فزیک د کارکردگۍ په اړه انسان نوې معلومات او ارقام لاسته راوړي په هماغه کچه د اقتصادي جریان او مالي بحران علل و علت معلومولو ته رسېدای شي.

په اقتصاد کې تر ټولو اهمه او داغ برخه په ځانگړي توگه له کړکیچ راوسته د چلند اقتصاد (Behavioral economics) دی، چې په ۱۹۷۰مو کلونو کې د نوموتو اروا پوهانو دانیل کانمن او آموس تراورسکی لخوا تاسیس شوی دی. د چلند اقتصاد تر ټولو لومړنی درس دا څرگندوي چې پریکړې کول خورا سخت کار دی، نو ځکه موږ هڅه کوو چې لنډیزونو ته وگورو، کله چې یو څوک؛ دولت، اعلان کونکی، زموږ ټولنیز گروپ، یا حتی زموږ خپل عادتونه، دا لنډیز چمتو کوي، موږ په اسانۍ سره اغیزمن کېدای شو. د بیلگې په توگه، موږ ترجیح ورکوو هغه څه ته ودانگو چې پیژنو یې او بدلون په اسانۍ سره نه خوښوو، او دا ښيي چې پانگوال ولې تر ډېره هغه سهمونه خپلوي چې معمولا سیر یې مخ پر کښته روانېدلی شي. کښته روانیدنه په دې مانا چې موږ ډېر زیات وزن  لکه د پانگې د تیر کال پاته‌شوني او پخواني معلومات لکه؛ تاریخي پاته‌شوني ټول پر نویو معلوماتو وراچوو. په عمومي توگه زموږ پریکړې او تصمیونه د تاریخ د پاته‌شونو او پخوانیو متنونوڅخه اغیزمن کېږي. که څه هم، د چلند اقتصاد پوهان دا تاثیرات مډل‌گذاري کولی شي، هغوی به نوموړې چاره یوازې د «پېښه-پر پېښه» پر بنسټ وکړای شي. یو شمیر ساینس پوهان پدې باور دي چې ستونزه دومره لویه نه ده څومره چې خلک غیرمعقول دي؛ ستونزه داده چې دوی خپلې پریکړې په کلاسیک منطق نه، بلکې د کوانټمي منطق پر بنسټ تنظیم کړای شي. په هرصورت، د کوانټم سیسټمونه، لکه زموږ په څیر،  دننه نامشخص دي او د باندې د تاریخ او شرایطو په واسطه اغیزمن کيږي─ددې لپاره چې اقتصاد پر عادلانه او ښایسته بڼې لار غوره کړي، یو نوی ډول اقتصاد را روان دی، یا لږ تر لږه امکان لري انفجار وکړي.

کوانټوم تمویل

هغه کس چې په لومړي ځل یې د اقتصاد او کوانټوم اړیکه وښودله یا یې لږ تر لږه روښانه کړای شوه پاکستانی ریاضيدان اصغر قادر و. هغه په ۱۹۷۸ زېږدېږ کې تشریح کړل چې د اقتصادي چلند د موډل‌جوړونې لپاره کوانټومي ميکانېزمونه په مراتبو له کلاسیکو میکانېزمونو کارنده دي او ښه پایله ورکولی شي. د هغه مقالې زیات مینوال را ټول نه کړای شول، اما په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د  ټولنیزو علومو او ارواپوهنې یو زیات شمېر محققانو او څیړونکو وښودله چې څرنگه انفرادي او یا ټولنیزې پریکړې د کوانټومي فورمولېزم پر بنسټ موډلسازي او  واټکلوای شي. دا چاره د کوانټوم پیژندنې او وروسته د کوانټومي ټولنیزو علومو د پیژندنې او ودې په حوزه بدله شوه. د سیاسي علوم مشر څیړونکي الکساندر ونډ (Alexander Wendt) په ۲۰۱۵ ز. کې د ذهن او ټولنیزو علومو کوانټوم (Quantum Mind and Social Science) کې یاداښت کړې دي؛ "په دواړو ډومینونو کې د کلاسیک نظریاتو ازمویښت د عوارضو یو لړۍ رامینځته کړې ده. چې د نیو کلاسیک ماډلونو په ذریعه د هغو د تشریح کولو هڅې موقتي او جزوي وې؛ او بیا د کوانټم تیوري را وړاندې شوه چې دا ټول یې په ډېر دقت سره واټکول". مگر لا هم اوسنی حالت بیاځلي د شلمې پیړۍ فزیک ته ورته دی. په ورته وخت کې نورو څیړونکو په مالي برخه کې د کوانټومي فورمولېزم څخه گټه اخیستنه وکړه چې د مالي بازارونو د چلند  ماډل‌جوړونه وکړای شي. هغوی څرگنده کړای شوه چې د " Quants " په ذریعه ټول کارول شوي فورمولونه چې (په راتلونکې نیټې باندې د قیمت لرونکو پاڼو پير و پلور) او د مالي قیمت لرونکو پاڼو د ارزښ د تعین لپاره استفاده کيږي، کوانټومي اثر وبللی شي. د ریاضیاتي تمویل د بلک سلکز معادله (The Black-Scholes equation) د فزیک د شرودینگر معادلې (Schrödinger wave equation) اقتصادي وریژن نومولی شو. لکه څرنگه چې په فزیک کې د هیزنبرگ ناباورۍ اصول (Heisenberg's uncertainty principle) وجود لري، همداسې مارکیټونه هم د ناباورۍ اصولو خپل ویرژن لري چې د پانگوالو لپاره نوی یا د حیرانتیا وړ څه نه دي.

تر ننه، د کوانټم تمویل او د کوانټمي معرفت عمده تمرکز پر دې باندې دی چې د نیوکلاسیک او د چلند اقتصاد پایلې او تولید د کوانټوم فزیک په ذریعه بیا ځلي تولید، اغیزمنې او له سره کوانټومي روایت ورته جوړ کړای شي. له کوانټومي پيسو سره یو ځای نوې نتیجې ته لاره هواریږي، کټ مټ هغسې چې په کوانټوم فزیک کې هر ځل اندازه گيري ترسره کيږي یوه نوې او رنډم نتیجه په لاس راکوي او داسې نښې څرگنديږي چې یو نوی اقتصاد چې لومړنۍ او سنتي فرضیې يې له مخې لیرې کیږي او د ښه، عادلانه او تلپاتي اقتصاد لپاره لاره پرانیزي، رامنځته کيدونکی دی، او یا لږ تر لږه داسې ښکاري چې انفجار کوي.

له کوانټم څخه متاثیره شوی اقتصاد په حقیقت کې نه د محدوداتو یا کمښت علم دی او نه خو د خوښۍ علم دی(دا دا مانا نه ښندي چې نوموړي شیان مهم نه دي)؛ بلکې کولی شو دا د هغو معلوماتو په نوم یاد کړو چې پيسې پکې په محوري توگه مطرح او شاملې دي. ددې فرضیې پر ځای چې وايي د بازار بیې د منحني‌گانو د تقاطع او گټورتوب څخه څرگندونه کوي، ویلی شو بیې د اندازه‌گیرۍ د یوه پروسیجر د پایلې په توگه پیژندل کېدای شي. د اقتصاد څخه د یوه اغیزمن ماشین په توگه د یادلو پر ځای، دا ډېره غوره ده چې ووایو اقتصاد د پیچلتیا تیوري او شبکوي تیوري څخه په گټه اخستنه په ایکالوژیکو سسټمونو کې معقول تمامیدلی شي او هماغسې چې په پورته ډول یاد شول دا ټول په اقتصاد کې تطبیق شوي دي. کوانټوم اقتصاد د داسې موډلونو یوه ټولگه ده، چیرې چې اقتصاد په غیر مستقیم ډول د متفاوتو اشخاصو له کړنو څخه چې د یو او بل پرچلند تاثیر اچولی شي او د مداخلې وړتیا لري بحث کوي او آن د هغوی په فزیکي جوړښت او نما کې دا اغیزې څرگندیدلی شي، او دا د کوانټومي ذرو د یوې گډې نڅا انځور منعکس کوي. دا ماډلونه توانیدلي دي چې، د بیلگې په توگه چې د هستوگنې، کرایې، سټاک مارکیټونو او نرخونو بدلیدونکی طبیعت یا په انفلاسیون باندې د خلکو د تمو اغیزې مدیریت کړي. په ورته وخت کې، د شبکې تیوري د ټولې مالي او راکړې-ورکړې پروسې او د مالي سسټم د پیچلي او شبکوي تار-تار جوړښت د توضیح کولو لپاره کارول کیدی شي ځکه د مختلفو فرضیو څخه را پيلیږي او په اقتصاد کې بیلابیل میتودونه او جریانونه په کار وړي. د کوانټم نسخه خورا مختلفو پایلو او وړاندوینو ته هم راځي. ددې فرضيې پر ځای چې د مارکیټ ځواکونه بیې د یوه پیاوړي انډول (Equilibrium) پر لوري خوځوي، ویلی شو چې اقتصاد د خصوصو بانکونو په واسطه د پيسو د رامنځته کولو او له منځه وړلو په شمول له پیچلیو غبرگون کونکو کړیو څخه مالامال دی.

یوه پایله دا ده، د رېسک هغه موډلونه چې دمگړی په پوهنتنونو او سوداگرۍ مکتبونو کې تدریس کېږي او پرهمدې زده کړو سوداگریز او مالي سازمانونه اتکا کوي، مناسب او ځواب ویونکي نه دي(په هماغه ډول چې تر کړکېچ وروسته انگیرل کېده).

کوانټم انسان او جبر و اختیار

په کلاسیک فزیک کې انسان آزادي او اختیار نه لري، بلکې هر څه او ټول نظام ورته ترسیم شوی او پیشبیني شوی دی. که تاسو د سسټم د لومړنيو شرایطو سره آشنا واوسی، د زرې سرعت او مکان وپيژنی او له قوانیو څخه یې لکه د نیوټن قانون او نورو معلومات ولری، نو په ډېرې اسانۍ سره کولی شي وپوهیږی چې زره له کومه ځایه پیل، چیرته او په کوم سرعت رسیږي، چې دا کاملا یو تړلی او بند سسټم دی او انسان ته د لاسوهنې او کارکردگۍ تومنه نه پریږدي. د بیلگې په توگه تاسو فضا ته یو جهاز استوی او دقیقا پوهیږي چې څومره وخت وروسته به چیرته رسیږي، د کلاسیک فزیک په ذریعه کولی شو.

انسان، حیوان او نور موجودات زرې او اټومونه دي، حرکت کوي، سرعت او مکان لري. د کلاسیک فزیک په نظر دا د لویې چاودنې یا (Big Bang) پایله ده چې د انسان اوسنی فعالیت، سرعت او نوعیت  یې ټاکلی دی، نو دلته وینو چې د انسان اختیار ته ځای نه پاتیږي. پاسکال وایې ماته د یوې زرې ځای او مبدا راوښياست، زه کولی شم معلومه کړم چې سل کاله وروسته به چیرته او څه ډول وي.

په کلاسیک اقتصاد کې هم انسان ته یو تړلی سسټم وړاندې کيږي. کلاسیک اقتصاد یو اقتصادي انسان معرفي کوي، د هغه د همکارۍ، عملکرد، گټې او اقتصادي جریان کې د هغه برخه د یوه تړلي پکیج په شکل تشریح کیږي. په ځانگړې ډول په سوشیال او لیبرال دواړو مکتبونو کې د عدالت، مساوي امکاناتو، سرچینو د ویش او د تولید د عواملو په برخه کې انسان ته محدوده ساحه مخکې له مخکې مشخصه شوې ده او د انسان د ارتقا لپاره فرصت نه محیا کوي. د بیلگې په توگه انشټاین چې پر کوانټوم فزیک یې سختې نیوکې هم درلودلې او ویل به یې نړۍ د کوانټوم ټاس‌بازۍ په میدان نشي لیدلی، سوسیالیستي فکر ته متمایل و او دغه فکر یې ځکه خوښولو چې ټولنیز عدالت قایموي، مگر هغه دې پایلې ته ورسید چې "پانگه، ولو که په هره اندازه وي د انسانیت په ارتقا کې ونډه نلري، حتی که د زحمت‌کش کارگر په واک کې هم وي". آیا په سوسیالستي نظام لرونکو هېوادونو کې فردي خپلواکي شته؟  او په ورته ډول په کپټالیزم کې هم د تولید اصلي منابع لکه ښاري ملکیتونه، د اوبو، سون توکو، برېښنا او د لیږد را لیږد سرچینې او ستر صنعتي ښارونه د اقلیت ښاروندانو په لاس کې وي. له تولید څخه یې موخه دا ده چې په زیاته پیمانه گټه د پانگه‌والو جیبونو ته لویږي نه دا چې (کالي) په عادلانه توگه د خلکو ترمنځ وویشل شي.

د عقلي اقتصادي انسان پرځای، چې د خپلې شخصي گټورتیا د تامین لپاره خودخواهانه پریکړې کوي - موږ د کوانټم اقتصادي انسان لرو، څوک چې په بې غرضۍ سره د نورو کوانټومي اقتصادي انسانانو سره اړیکې او معاملې تنظیموي. له همدې امله 'خوشحالي' یو واحد درشل نه دی چې تر څو اقتصاد پوهان هغه محاسبه او تامینکړای شي. ددې پر ځای چې اقتصاد ته د داسې ماشین په سترگه چې د ارادې او فردي مسولیت څخه خالي دی، وکتل شي– لکه میلټون فریډمن چې په ۱۹۵۳ ز. کې لیکلي ول؛ اقتصاد داسې یوه ټولگه ده چې په عمومي ډول له هر نوع ځانگړي اخلاقي موقف او قضاوت څخه بري او خپلواک دی. کولی شي ووایو چې [دا] یو "هدفمند او واقعیگرانه" علم دی، یا کېدای شي واوسي، لکه د فزیک د بلې هر څانگې په څیر.  

کوانټوم اقتصاد (که موږ یې په همدې نوم یاد کړو) اقتصاد ته د یوه ژوندي سسټم په څير گوري چې اخلاقي مسولیت پکښې د کلاسیک اقتصاد په څیر تعین شوی رول نه لوبوي. له کړکېچ نه یو درس دا و چې  اقتصادپوهانو په شدت سره د مالي سسټم د تنظیم او مدیریت مسؤل ول، د بیلگې په توگه هغوی د مالي مشوره ورکونې له لارې تر ټولو لوړ عاید ترلاسه کاوه – په کوانټوم فزیک هم څارونکی یا (Observer) هېڅکله له سسټم څخه جدا نه دی او آن همدا څارونکی کېدای شي یوازې انسان ونه واوسي بلکې هر بل کوانټوم موجود هم کېدای شي.  په داسې حال کې چې نئوکلاسیک اقتصاد "د مارکیټ ناکامي" د اقتصادي نابرابرۍ او د چاپیریالي تخریب په څير عواملو زېږنده گڼي، مگر کوانټوم د پيسو د ذاتي ارزښت (intrinsic value) او اسمي قیمت (numeric/face value)  ترمنځ کشمکش او منازعه ددې ناکامۍ بنسټیز سبب را پیژني. په هماغه ډول چې د نئوکلاسیک اقتصاد پر پور ولاړ مالي سسټم کې د بل هر څه په پرتله ودې (growth)  ته زیات اهمیت ورکول کېږي. دا تیوري د برتانوي کیمیاپوه فریدریک سوډي(په ۱۹۲۱ کې يې د وړانگو په ذریعه درملنې کې د نوبل جایزه وگټله او تر هغې وروسته د اقتصاد برخې ته راوگرځيد) او امریکايي چاپیریالي اقتصاد متخصص هیرمن ډالي او ډېرو نورو مختصصانو له موندنو، څیړنو او تفکراتو څخه چې ورته څرگندوې یې درلودلې، رامنځته شوې ده.

په فزیک کې لولو چې نړۍ د څلورو اصلي ځواکونو پر مټ کار کوي. څه چې زموږ د مغز او ذهن په دننه کې د نیورون د چلند حاصل دی، یا د مالیکولونو حکمراني او یا هغه څه چې زموږ د ذهن څخه بیرون نړۍ کې واقع کيږي د څلورو ځواکونونو حاصل دی؛ دوه یې د اټوم په زړه کې دي چې قوي او کمزوری ځواک نومول کېږي، درېیم ځواک الکترومقناطیس دی چې موږ ته د حرکت او خوځښت توانمندي راکوي او څلورم يې د جاذبې قوه ده. په اقتصاد کې د تولید عوامل هم د همدې څلورو ځواکونو د سیوري په شکل کار کوي او د ځمکې، پانگې، انسان او کاروبار څخه عبارت دي. په کلاسیک اقتصاد د همدې مسایلو په هکله په لویه او عمومي کچه خبرې شوي دي مگر دا چې په لویو شیانو او اجسامو کې کوانټومي حالت وجود نلري، نو کله چې جزیاتو ته راځو کلاسیک فزیک بېځوابه پاتیږي، په ورته ډول کلاسیک اقتصاد هم د کوانټومي انسان محتوا ته غلی دی.

نړۍ غواړي تولید او توکي مایکروسکوپي کړي، يا په بله ژبه کوانټومي تولیداتو ته مخه کړي. د بیلگې په توگه له کوانټومي کمپيوټرونو، ریموټ کنترول وسایلو، لیزرونو، موبایلونو او نور ډېرو نورو څخه نیولې بیا تر له اټومې انرژي او اټوم وسلو ټول الکترونیکي تولیدات د کوانټوم میخانیک محصولات دي. او نوې او راتلونکې نړۍ د کوانټوم ده. راتلونکې سیالې هم د کوانټومي تولیداتو او توانایيو پر مټ کيږي، په دې برخه کې سترې سترې پانگونې روانې دي؛ چین د کوانټومي پانگونې مخکښ دی د کاله د ۱۰ میلیارده ډالرو پانگونه کوي په داسې حال کې چئ اروپا د کاله یوازې ۱ میلیارد یورو پانگونه لري. د بانکي عملیاتو او حسابونو او سسټم خوندیتوب، سایبري امنیت، چاپیریالي امنیت، کوانټومي انټرنیت او اټومي انرژي او د نویو سرچینو لکه معادنو، مس، اوسپنې موندلو لپاره کوانټوم د جاذبې په مرسته د نړۍ د تولیدي سرچینو د هندسي تصاعد برخلیک بدلولی شي.

کوانټوم بشپړ نه دی

کوانټوم میخانیک لا یو بشپړ سسټم نه دی، هر څومره چې لابراتواري څیړنې ډیریږي،  معلومات هم ورسره زیاتیږي، په هماغه کوانټوم هم د بشپړیدو پر خوا روانوي. سربیره پر دې هم تراوسه د نړۍ هېڅ لابراتوار د کوانټوم فرضیې او څیړنې نه دي رد کړي او دا د مخته تگ او د نړۍ لپاره د یو روښانه بدیل زرغون څراغ دی. د کوانټوم اقتصاد ځیني اړخونه د هتروډکس اقتصاد (heterodox economics) په اصطلاح کې هم موندلی شو– د بیلگې په توگه، هغه برخه نظریات چې د عمومي جریان سره مطابقت ونلري، یانې تراوسه ورسره کوانټومي اړیکه نه ده رغول شوې یا هغه ستونزې چې تر ۱۹۲۶ پورې یې را خلاصه کولی شو او یا د جان مینارد کینز هغه یاداښتونه چې د کوانټومي انقلاب څخه چې هغه وخت په چټکتیا سره رامنځته کیده درلودل او یا ممکن د سربو د هغې ټوټې لولې یا نل څخه چې پر مځکه پاتې وه، دا الهام اخستل شوی وي چې موږ لا هم په بشپړ ډول کوانټومي حالت ته تلو کې چمتوالی نلرو. کینز لیکلي دي؛ موږ په هر پړاو کې د ارگانیک یووالي د ستونزې او عدم تدوام سره مخ شوي یو. د برخو را ټولول د مجموعې سره نه برابریږي، د کمیت پرتله موږ له ناکامۍ سره مخ کوي، ټول کوچني بدلونونه لوی تاثیرات رامنځته کوي، یو اړخیزې او ورته فرضیې تسلسل نلري او رضایت نشي وړاندې کولی. خو هغه په ډاگه وایې چې قراردادي میخانیکي ماډلونه نور نشي کولی د اټم د کوانټومي ماډلونو په څير اغیزمن واوسيدای شي. متاسفانه محوري او لویو اقتصادپوهانو ونشوای کولی چې دا نوې ماډلونه په درسته توگه تشخیص، وړاندې او پلي کړي، مگر دا چې ځانونه یې کلاسیکو چارچوبونو ته ژمن پریښودل. نو آیا هیترودوکس به په نوي ارتودوکس او اقتصا به په کوانټوم اقتصاد بدل کړای شي؟ ښه به دا وي چې ووایو ځواب به د عادلانه ازمیښت، لابراتواري ټیسټ او اندازه گیرۍ پورې تړاو ولري؛ لکه  د کوانټومي انسان باورونه، اټکلونه، تخمینونه او احتمالات. مگر له دې سترگې نشي پټيدلی چې نئوکلاسیک اقتصاد له یوې نیمې پیړۍ را-وروسته هم د کومې پیشبینۍ له  ثبوت پرته پر خپل ځای پاته دی.(د اغیزمن مارکیټ د فرضیې بنسټیزه لاسته راوړنه یوازې د بښنې وړاندې کول وه.). تر دې هاخوا که یو داسې داستان رامنځته کړی چې د قدرتمندو گټه پکې وي، خامخا به تیوري وگڼل شي. دا به هسې یوه عمومي ډاډگېرنه وي چې وایې د مالي سکتور د حیثیت لپاره کلاسیک اقتصاد یو مستحکم، منطقي، عقلاني او اغیزمن پلټفارم دی او کوانټوم اقتصاد له هغه سره سیالي نشي کولی. دا یوه طبیعي انگیزه چې د خلکو، پوهانو او غیر اقتصادي متخصصانو اعتراضونه او غبرگونونه شدت اخلی په ځانگړی ډول د وروستي مالي بحران وروسته چې دوی ورسره مخ شوي ول او غواړي د هغه د بیا رامنځته کیدو مخنیوی وکړي. هغه اقتصاد چې د ۱۹مې پیړۍ له فزیک وروسته یې ځان راښکاره کړی په څرگنده توگه د خپل روایت او موټیف نوي کولو ته اړتیا لري. اما دلته د "انقلاب" یا کوانټوم انقلاب کلیمه کارول چې اقتصاد د هغه یو مهم جز دی، غوره نه ښکاري ځکه انقلاب خو یوه پیړۍ وړاندې لا له خپل مخ نه پړونۍ لیري کړی دی. هغه څه چې موږ اړتیا ورته لرو یوازې معرفت او د هغه منل، عامول او خپرول دي. هماغه ډول چې مارشال مک لوهان په Laws of Media: The New Science (1992) کې لیکلي دي؛ "زه فکر نکوم چې فیلسوفان به په ټولیزه توگه د کوانټوم فزیک دې اصطلاح ته غاړه راوړې وي چې؛ نړۍ د یوه میکانېزم په نوم نوره پیژندل کېدای نشي." همدا تر کوانټوم اقتصاد وړاندې یو ستر حقیقت دی.

 

انځور په اړه: پروفیسور ژنګ شوچینګ چین اصله امریکايي په سټنډفورډ پوهنتون کې د کوانټوم فزیک استاد او نوبل جایزې لپاره يو پوتنشیل و. د ۲۰۱۸ د ډسمبر پر لومړۍ نېټه په سانفرانسیسکو کې په مرموز ډول ووژل شو، هغه ته د امریکا-چین سوداګریزې جګړې د لومړني اکاډمیک قرباني په سترګه کتل کېږي.



اخځلیکونه

  1. Orell, David. (2018). Quantum Economics: The New Science of Money. London: Icon Books Ltd.
  2. Bohr, N. (۱۹۳۹) ‘The causality problem in atomic physics’ in New Theories in Physics (Paris: International Institute of Intellectual Co-operation.
  3. Heisenberg, W. (۱۹۳۱) ‘Die Rolle der Unbestimmtheitsrelationen in der modernen Physik’ Monatshefte für Mathematik und Physik.
  4. Hilgevoord, J. and Uffink, J. (۱۹۸۸) ‘The mathematical expression of the uncertainty principle’ in Microphysical Reality and Quantum Description, A. van der Merwe et al. (eds.), (Dordrecht: Kluwer).
  5. Popper, K. (۱۹۶۷) ‘Quantum mechanics without "the observer"’ in M. Bunge (ed.) Quantum Theory and Reality (Berlin: Springer).
  6. Price, W.C. and Chissick, S.S (eds) (1977) The Uncertainty Principle and the Foundations of Quantum Mechanics, (New York: Wiley).
  7. Schrödinger, E. (۱۹۳۰) ‘Zum Heisenbergschen Unschärfeprinzip’ Berliner Berichte.