کتاب ته کتنه؛ د 'ناکامو دولتونو جوړول'

لومړی د یو کامیاب دولت لپاره اړینه ده چې د دولت او ښاروند ترمنځ یوه پیاوړې اجماع او باور رامنځته شي او دولت باید ښاروند ته دا ډاډ ورکړي چې د دوی حقوق به هیڅکله نه تر پښو لاندې کیږي. د یو کامیاب دولت دویم اړخ دا دی چې د دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ یو پیاوړی تړون رامنځته شي چې د دې اړیکې په پایله کې به دولت نړیوالې ټولنې ته د حسابدهۍ او شفافیت په برخو کې کلک اطمینان ورکړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني او کلرک لوکهارټ کتاب چې د ناکامو دولتونو جوړولو په نوم یادیږي، د نړۍ د روښانه راتلونکې په اړه خبرې کوي. پدې کتاب کې د پانګوال نظام په چوکاټ کې د بیلابیلو آسیايي، غربي، افریقايي، امریکا او لاتیني امریکا د دولتونو په اړه سیستماتیک بحثونه ترسره شوي دي. یانې پدې کتاب کې په نښه شوې ده چې دا دولتونه چېرته قرار لري. په موجوده او راتلونکي پړاونو کې له کومو ننګونو او فرصتونو سره مخ کیدای شي. یاد کتاب د نړۍ په بیلابیل څیړنیزو مرکزونو کې د نړۍ د باثباته راتلونکې لپاره یو ښه وسیله ګڼل کیږي. په دغه کتاب کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو پر اقتصادي، کلتوري، ټولنیز او انکشافي مسایلو ژور بحثونه ترسره شوي چې په پایله کې یې ستراتیژیک او علمي حللارې وړاندې شوې دي. همدا ډول پدې کتاب کې پر دې هم بحث شوی چې څنګه کولای شوو د چارچوبونو په رامنځته کولو سره د مسایلو د را څرګندیدو څخه مخکې حللارې مطرح او د بحران مخنیوی وشي. دا هغه څه دي چې پانګوال نظام یې له یو ستر چالش سره مخ کړی دی. 

نوموړی کتاب کې پر جرمي اقتصاد یا جنايي اقتصاد چې ولسمشر یې عموما په سترو او کلیدي غونډو کې نقدوي، بحث شوی دی. پدې بحث کې لیکوال دې ته اشاره کوي چې څنګه له دې کار خلاصون موندلای شوو او هغه کومې کړۍ دي چې د دې ډول اقتصاد ژوندي پاتې کیدل اړین بولي. د دې ډول اقتصاد د شتون په اړه لیکوال د افریقا، منځنۍ آسیا، لاتینې امریکا او منځني ختیز بیلګې وړاندې کوي او لیکي، که چېرته د دې جنايي اقتصاد مخنیوی وشي نو کیدای شي پدې سیمه کې د ولس په ملاتړ ډېر ستر تحول رامنځته شي او دا سیمې په سرعت سره پرمختګ وکړي. دا هغه اقتصاد دی چې ولسمشر غني په افغانستان کې ورڅخه سر ټکوي، د بیلګې په توګه پاکستان ته د جلغوزیو ناقانونه قاچاق، د معدنو او نورو توکو غیر قانوني قاچاق یا د سترو او کوچنیو کمپنیو لخوا د افغانستان دولت ته د مالیې نه ورکول. دا هغه مسایل دي چې ولسمشر یې غواړي په افغانستان کې یې مخنیوی وکړي.

یاد کتاب د دولتونو په اصلاح او مثبت بدلون کې د ولس یا عامه وګړو نقش کلیدي بولي. لیکوال لیکي که چېرته د اقتصاد، ټولنې او دولت ترمنځ همغږي رامنځته شي نو موږ کولای شوو یو داسې چاپیریال رامنځته کړو چې په ترڅ کې به یې دوامداره سولیز او باثباته اقتصاد او پرمختګ ته لاره هواره شي، لیکوال زیاتوي چې دا هغه څه دي چې په نړۍ کې لږ تر سترګو کیږي. که چېرې دې ډول کړنلارو ته لاره نه هواریږي نو بیا د دولت او عامه وګړو ترمنځ واټن رامنځته کیږي چې له امله یې دولتونه د بحران په لور ځي او عامه وګړي د دولت له خدماتو بې برخې کیږي. کتاب کې لیکوال زیاتوي چې عموما دا تر سترګو کیږي چې دې ډول ستونزو ته د حللارې پر ځای ځینې تجاران، جنرالان او سیاستوال پدې سترګه ګورې چې دا هر څه د یو ناکام دولت له امله رامنځته کیږي. نظامیان بیا دې ته په نظامي عینکو کې ګوري او د هر څه پړه پر ترهګرۍ او نورو پیښو اچوي، د سترو ادارو سمبالوونکي د دې ډول ناکامۍ پړه پر ملي او خصوصي ادارو اچوي، خو موږ بیا دا وایوو چې د دې ډول ناکامیو یا نیمګړتیاو پړه پر هغه دولت وراچوای شوو چې د چلیدو لپاره کړنلاره نلري بلکې ویلی شوو چې خپلو وګړو ته د خدماتو د وړاندې کولو ظرفیت نلري.

لیکوال په خپل کتاب کې د کتاب لیکلو هدف د نړۍ دولتونو ته دا ورښودل چې دوی څنګه کولای شي خپل دولتونه پر پښو ودروي، یادوي. یانې دوی باید ځان ته اوږدمهاله اهداف وټاکي او د دې اهدافو د سرته رسولو لپاره باید لنډمهاله اهداف وټاکي او د دې اهدافو د سر ته رسولو لپاره باید پر یو میکانیزم کار وشي څو دا اهداف تعقیب او وروسته د عمل په موخه ورته پلانونه جوړ شي. همدا ډول د دې کتاب د لیکلو دویم هدف دا دی چې د ناکامو دولتونو لپاره یو ستراتیژیک چارچوب رامنځته کړي څو دوی پدې چارچوب کې خپل اهداف او د هغو لخوا چې دا اهداف عملي کیږي، مهالوېش وټاکل شي.

په یاد کتاب کې پر دې ټینګار شوی چې پورته ذکر شوي ستراتیژیک چارچوب کې باید پر ښاروندمحورۍ تمرکز وشي او د دې نشتون د نړۍ له ۶۰ زیات دولتونه له ناکامۍ سره مخ کړي دي. لیکوال زیاتوي چې سمه ده د دولت د مرام ساتنې لپاره له زور کار اخېستل پکار ندي خو زموږ فکر هغه وخت کار کړي چې کله دولت د زور تر اخره حده ورسیږي نو بیا موږ دا وړاندیز کوو چې باید دولت پر بیلابیلو ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او خدماتي کړنو تمرکز وکړي. خو پدې برخو کې بدلون له پورته نشي راتللی بلکې نړیوالې ټولنې او عامه ښاروندانو ته له دې ډاډ وروسته چې دولت غواړي په پورته ذکر شویو کړنو کې پرمختګ وکړي او د دې لپاره ستاسو ملتیا لازمه ده، ممکن بدلون رامنځته کیدای شي.

لومړی د یو کامیاب دولت لپاره اړینه ده چې د دولت او ښاروند ترمنځ یوه پیاوړې اجماع او باور رامنځته شي او دولت باید ښاروند ته دا ډاډ ورکړي چې د دوی حقوق به هیڅکله نه تر پښو لاندې کیږي. د یو کامیاب دولت دویم اړخ دا دی چې د دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ یو پیاوړی تړون رامنځته شي چې د دې اړیکې په پایله کې به دولت نړیوالې ټولنې ته د حسابدهۍ او شفافیت په برخو کې کلک اطمینان ورکړي.

تر ټولو اړینه دا ده چې پدې کتاب کې لیکوال یو ځای لیکي، موږ به هغو پردیو کړیو ته اجازه ورنکړو چې د یو دولت ملي ادارې له مینځه یوسي. یانې موږ به له راغلیو سره دا حساب وکړو چې څومره نور پاتې کیږي او څومره ستاسو شتون ته اړتیا شته. که چېرته دې ټکي ته دقیق وکتل شي نو څرګند به شي چې لیکوال پدې برخه کې له بهرنیانو څخه غواړي تر څو د پاتې کیدو نیټه روښانه کړي څو دولتونه د خپلو اهدافو په ټاکلو کې له دقت کار واخلي او که چېرته تاسو غواړئ چې نور پاتې شئ نو د خپلو کړنو لپاره مو مهالوېش وټاکئ. څو موږ پوه شوو چې تاسو څه کوئ او د دې ظرفیت څنګه او کله دولتي ادارو ته انتقالوئ.

پدې کتاب کې د امریکا او متحدینو لخوا د مارشال پلان پر رامنځته کیدو هم بحث شوی دی، جالب دا دی چې لیکوال د نوموړي پلان له یو څو منفي نقطو هم پرده پورته کوي او غواړي چې روښانه کړي، دولت باید د نړیوالي ټولنې د مرستو لړۍ ته یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې په ترڅ کې یې مرستې سمې پرځای مصرف شي. همدا ډول د دولت په کلیدي پریکړو کې د ښاروندانو نقش هم اړین ګڼل کیږي څو دوی د دولت په چارو کې ځان ښکیل وګڼي او د چارو د بشپړتیا په موخه له دولت سره همکار واوسیږي.

لیکوال استدلال کوي چې په موجوده مهال کې د دولتونو د ودې او انسجام امکان تر بل هر وخت زیات شوی دی. همدا ډول لیکوال د موجوده نورمونو په تغیر او بدلولو کې د مدني ټولنو نقش هم اړین بولي او ادعا کوي چې د بشري حقوقو په ټاکلو کې هم دوی نقش لوبوي.

په یاد کتاب کې د چین او هند، د امریکا او غرب همدا ډول د چین، روسیې او هند ترمنځ رقابتونو او فرصتونو ته هم اشاره شوې ده. هغو رقابتونو ته هم اشاره شوې چې دوی یې له مثبته رقابته لیرې ساتلي دي. همدا ډول په دې او ورته نورو هېوادونو کې د مسایلو د حل په موخه په څیړنیزو ادارو کې د سالم او دقیق موندنې یا څیړنې په نشتوالي هم خبرې شوې دي. لیکوال زیاتوي چې د مسایلو حل یا بشري مرستو لپاره میلیاردونه ډالر مصرفیږي خو بیا هم د بحرانونو مخنیوی ندی شوی.

لیکوال د ناکامو دولتونو د ژغورنې لپاره یو چارچوب وړاندې کوي چې پدې کې لومړی شرط د یو داسې نظم رامنځته کول دي چې ټولنیز، بشري، تجارتي، د نظام تیورۍ، حقوق او سیاسي علوم پکې وڅیړل شي. دویم دا چې هغه مرستې چې د نړیوالې ټولنې، نړیوال بانک، ناټو او  ملګرو ملتونو لخوا ترسره کیږي، د مدني ټولنې، نړیوالې ټولنې او خیریه مؤسساتو تر نظارت لاندې وڅیړل شي. درېیم دا چې د دې ټولو کړنو په جریان کې باید دولت د ګډونوال او مشاور په حیث نقش ولوبوي. همدا ډول له دې وروسته لیکوال یو ځل بیا د ناکامو دولتونو بیلګې ورکړې دي او تشریح شوې ده چې څنګه دوی ناکام او کوم علتونه دي چې د ناکامۍ باعث کیږي. د یادونې ده چې لیکوال د پرمختلليو هېوادونو له وګړو او متخصصینو سره هم مرکې کړې دي څو د دې کتاب د تکمیل په مرحلو کې مرسته وکړای شي.

په نوموړي کتاب کې د افغانستان په اړه هم خبرې شوې خو لیکوال سپیناوی کړی چې دا کتاب یوازې د افغانستان په هکله ندی بلکې د نړۍ هغو دولتونو ته چې له ناکامۍ سره مخ دي، مرسته کولای شي. خو پدې کتاب کې د افغانستان په مسایلو، له یوې دودي مشرۍ څخه تر عصري مشرۍ پورې د واک انتقال، اداره  او نظام جوړونې په اړه بحث شوی دی.

د کتاب په لومړي څپرکي کې د نړۍ د ۴۰ څخه تر ۶۰ دولتونو په اړه بحث شوی دی چې دوی ولې د فساد، ضعیف مدیریت او ګډوډۍ له امله له ناکامۍ سره مخ دي. په دویم څپرکي کې له سینګاپور څخه تر  امریکا او ایرلینډ پورې بحث شوی چې دوی څنګه وکولای شول د سترو مسایلو ترڅنګ ځانونه اغیزمن او کامیاب ثابت کړي. په درېیم څپرکي کې لیکوال د هغو دولتونو په اړه خبرې کوي چې څنګه دوی له نړۍ سره ځان یو کړ او د یو نیټ ورکینګ له لارې یې پرمختګ وکړ چې له امله یې نن ښه اقتصاد او خوشاله ژوند لري. همدا ډول پدې څپرکي کې د هغو هېوادونو په اړه هم بحث کیږي چې د دې ډول سهولت یا فرصت څخه یې ځان محرومه ساتلی دی او له امله یې تر فقر لاندې ژوند کوي او د یو ناکام دولت څښتنان دي.

په څلورم څپرکي کې لیکوال د هغو دولتونو په اړه بحث کوي، چې بد قسمته دي او د نړۍ له سیاست، اړیکو او اقتصادي فرصتونو یې ځانونه ليرې ساتلي دي. په پنځم څپرکي کې د نړیوالي ټولنې د مرستو په اړه بحث کیږي چې ولې دا مرستې په یو ناورین بدلې شوې او لیکوال هیله کوي چې د حل په موخه به یې ژر اقدام وشي.

د کتاب دویمه برخه له شپږم او اووم څپرکیو تشکیل ده چې له بیلابیلو چارچوبونو بحث کوي او په اړه یې لیکوال هیله لري چې د نړۍ ناکام دولتونو به یې په کارولو ژر پیل وکړي.

د کتاب درېیمه برخه د دولتونو لپاره پر عملي لارو چارو بحث کوي چې څنګه یو دولت کولای شي د عملي میکانیزمونو په عملي کولو سره له ناکامۍ راووځي. همدا ډول په دې کتاب کې نهم څپرکی پر هغو لارو چارو بحث کوي چې په ترڅ کې یې چارچوبونه عملي کیږي او زیات شمیر ستراتیژۍ د تطبیق مرحلې ته داخلیږي. پدې څپرکي کې پر سترو ملي برنامو باندې بحث کیږي چې له امله یې دولتونه له ننګونو، کږلیچونو او بحرانونو را وځي.

لنډ دا چې نوموړی کتاب د بیلابیلو ناکامو هېوادونو لپاره یوه نمونه ده چې له تیورۍ څخه تر عمل، تطبیق او نتایجو کار ورکوي. پر نوموړي کتاب په ډېرو نړیوالو پوهنتونونو او تحقیقي مرکزونو کې بحثونه شوي چې په ترڅ کې یې د ډېرو ناکامو هېوادونو لپاره پالیسۍ، ستراتیژۍ، میکانیزمونه او طرزالعملونه رامنځته شوي. د دې ترڅنګ نوموړی کتاب په ډېرو پوهنتونونو کې د ماخذ په توګه هم کارول کیږي.

د سولې په اړه کتاب څه وايي؟

د سولې په برخه کې نوموړی کتاب پر دې ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه یا نړیوال ځواکونه چې پدې کې ناټو هم راځي، هغه نقش نشي لوبولی چې یو ځايي دولت یې لوبولی شي. کتاب کې راځي سمه ده چې د یو هېواد د ژغورلو او سولیز ساتلو لپاره نړیواله ټولنه مداخله کوي خو ولې زیاتره د دې مداخلې ایجنډا سیستماتیکه نه وي بلکې د ځاني مصارفو تر څنګ میلیاردونو ډالرو مصرفیدو ته لاره هواروي. پدې برخه کې د افغانستان بیلګه هم وړاندې شوې ده چې یوازې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ناټو کلنی مصرف تر ۱۵ میلیاردو امریکايي ډالرو اټکل شوی دی. همدا ډول لیکوال زیاتوي چې د سولې تړون د بریالیتوب لپاره باید کړکیچ وپېژندل شي څو حللاره ورته پیدا شی. خو ولې هغه سیمې چې شخړې پکې پیدا کیږي د ناقصې حکومتولۍ په ترڅ کې را پیدا کیږي. البته کامیابې دولتي ادارې د خپلمنځي شخړو یا بحراني مدیریت خاتمې لپاره حتمي دی ولې چې دا ډول ادارې د سولې په بریالیتوب کې کلیدي نقش لوبوي. پدې کتاب کې راځي چې په تیرو شپاړس کلونو کې په هغو هېوادونو کې د سولې تړونلیکونه بریالي شوي دي چې هلته د ښې حکومتولۍ له برکته ولسواکه واک ته لاره هواره شوې ده. کنه له دې پرته سوله ناشونې ده بلکې پړه یې د شته وسایلو، ظرفیتونو، د وخت پر مدیریت او واکمنو باندې اچول کیدای شي.

لیکوال زیاتوي چې د سولې تړونلیکونه د منځنۍ طبقې لخوا په ښه توګه عملي کیدای شي. ولې چې دوی د بازار او دولت ترمنځ ډېر ښه لوبیدای شي. همدا ډول لیکوال استدلال کوي که منځنۍ طبقې ته د روغتیا او تعلیم و تربیې په برخو کې اسانتیاوې رامنځته نشي نو دا طبقه نشي رامنځته کیدای. که چېرې پدې برخه کې پانګونه نه کیږي نو بیا نه ظرفیتونه روزل کیږي او نه انکشاف رامنځته کیږي بلکې یوې دوامداره کنګلتیا ته زمینه مساعدیږي چې د عمومي پرمختګ مخنیوی کوي. یانې وروسته دا د سولې پروسې ته هم نقص رسوي. همدا علت دی چې ولسمشر غني په تیرو کلونو کې د ظرفیتونو پر روزولو، ظرفیت سازۍ، تعلیم و تربیې او روغتیا پر ښه والي ډېر کار وکړ. لیکوال زیاتوي چې کله د سولې تړون کیږي نو چارواکي او نور ډېر شمېر متخصصین د هېواد د راتلونکي په اړه ستراتیژي جوړوي خو د هر څه پرته له کوم هماهنګۍ ترسره کیږي چې په پایله کې یې له پنځوسو زیاتې ستراتیژې موږ ته په لاس راځي، دا هغه څه دي چې د وخت ضایع کیدو باعث کیږي. همدا ډول کله چې یو هېواد له شخړې څخه سولې ته ځي نو بیا نامتو کمپنۍ، مؤسسې او ادارې راځي او په خپلو چارو کې زیاتوالی راولي هان تر دې چې د دولت په چارو کې هم مداخله کوي. نو پکار ده چې دې ادارو ته خپل لایحه وظایف ورکړل شي نه دا چې دوی له سولې وروسته د دولت په چارو کې مداخله پیل کړي.

لیکوال یو بل مهم ټکي ته اشاره کوي چې له سولې وروسته باید د هر لوبغاړي نقش مالوم وي او  ښه دا ده چې دا نقش باید د سولې په تړون کې مالوم کړای شي. څو وروسته دا نقس په وظیفوي تداخل یا شخړې مبدل نشي نو اړینه ده چې د سولې چارچوب او تړون له ډېر غور و فکر وروسته تنظیم او تفاهم پرې رامنځته شي. ولې که داسې نه کیږي نو بیا د سولې تړونلیکونه ډېر ځله په ځای د دې چې سوله رامنځته کړي بېرته په بحران او شخړه بدلیږي. لیکوال د دې واضحه بیلګې په خپل کتاب کې وړاندې کړې دي چې څنګه د سولې تړونلیکونه په دوامداره خپلمنځي شخړو یا کورنیو شخړو بدل شوي دي. پدې کتاب کې د سولې په اړه دا یادونه هم شوې ده چې څنګه د سولې د تړونلیکونو په ترڅ کې یاغیان په دولت غالب شوي دي او نتایج څه وو. پر دې سربیره هغو هېوادونو ته یې اشاره پکې کړې ده چې څنګه هغه هېوادونه په بحران بدل شول چې د سولې له تړونلیکونو وروسته نړیوالې ټولنې یوازې پرېښودل.