د «تاریخ اونۍ» په لړ کې د ارګ آرشیف ته علمي سیر

رفیع‌الله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.

د تاریخ اونۍ په لړ کې د «انسان» کاري ډلې او غړیو د ارګ آرشیف ولید او د تاریخ، فرهنګ، ژوند، سیاست او تېر په اړه یې د لومړی لاس اسنادو څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنه چې د «تاریخ اونۍ – ۴ جنوري تر ۹ جنوري» د «انسان» له لوري اعلان شوې وه، د څو ورځني ځنډ وروسته د همدې اونۍ د فعالیتونو په لړ کې ترسره شوه.

ارګ آرشیف مسوولینو د ياد بحث پرمهال څرګنده کړه چې په دې وروستيو کې د ګڼ شمېر هغو تاریخي اسنادو، انځورونو، فلمونو، پروتوکولونو، کتابونو او نور مهم اسناد پر راټولو او بېرته رغولو توانيدلي چې د څو لسيزو ترڅ کې لا درکه او يا هم وران شوي وو.

د ارګ آرشیف درې سترې برخې لري، خطي اسناد، فېلمونه او انځورونه. د دې ترڅنګ د دې آرشیف په اډانه کې یو موزیم او د پخوانیو کتابونو د ساتنې یوه ځانګړې برخه چې په کتابتون بدلیږي، هم شامل دي.

د خطي اسنادو د آرشیف څانګه کې د اسنادو د لابراتوار، صحافت او مرمت، د اسنادو د تحلیل او تفکیک، ډیجیټال کولو او د اسنادو د ځای پر ځای کولو برخې شاملې دي چې نژدې یو میلیون سندونه مرمت شوي دي.

د ارګ ارشیف دویمه څانګه د موزیم په ګډون د انځورونو او فلمونو د ساتلو ځای دی چې د ارشيف مسوولینو د مالوماتو له مخې شاوخوا ۶۵ زره تاریخي انځورونه په کې دي.

رفیع‌الله عزیزي چې د یاد آرشیف مسوول دی د «انسان» کاري ډلې او غړیو ته وویل، د ارګ په ارشیف کې د افغانستان د تاريخ په اړه يو ۱۲ زره ساعته فلم موجود دی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو دورو حقيقي انځور نسخې وړاندې شوي دي. د دوی په خبره یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یاد آرشیف ۲۱۴۰۰ ډالر عاید لرل.

د ارشیف مسوولانو په خبره، په راتلونکو ۶ میاشتو کې به د ارګ ارشیف کتابتون هم جوړ شي چې په کې به د تېرو ۲ پېړیو کتابونه ساتل کېږي.

ښاغلي عزیزي وویل:

«د ۱۳۹۶ کال په مرغومي میاشت کې د ارګ نوی ارشیف چې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا ملاتړې او عملیاتي ادارې تر چتر لاندې جوړ شوی و، د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۴مه نېټه یې رسمي چارې په بریالیتوب سره د ولسمشر غني له لوري پرانیستل شوې.»

په یاد آرشیف کې پخواني نایابه فېلمونه، انځورونه، کتابونه او تاریخي اسناد چې ګومان کېده وبه نه موندل شي، په دې آرشیف کې ساتل کېږي.

د «انسان» له لوري د تاریخي څېړنو، مطالعاتو، د جګړې، ښوونې او روزنې، فرهنګ، ټولنې او ژوند په تړاو د دقیقو مطالعاتو او د ګډو هڅو د لا زیات تمرکز په موخه د اختصاصي خبرو په لړ کې په دې ټینګار وشو چې د «انسان» څېړونکي، غړي او لیکوالان به وکولای شي له دې عظیمو سرچینو په خپلو څېړنو کې ګټه واخلي.