په اروپا کې د دین او سیاست تاریخي - ټولنپوهنیزه ارزونه، له لرغوني یونان نه رانیولې، د رومي دینواکه امپراتورۍ، د مسیحیت منځته راتګ او پراختیا، د مسیحیت دینواکي، د دولت او دین لانجه، د اسلام او اروپا ګډ تعامل، صلیبي جګړې او ورپسې په نوې اروپا کې دین او سیاست څېړل کېږي. دا لیکنه په څلورو برخو کې خپره شوې ده.

یوزېفینیستي موډېرنیزم

د کیسر یوزېف د واکمنۍ په موده کې د کلیسايي سمون تر څنګ د نورو ټولنیزو چارو سمون ته هم زښته پاملرنه ور اوښتې وه. نوموړي په دې برخه کې:

  • د اشرافو او ساده پرګنو تر منځ عدلي توپیر له منځه یووړ.
  • بې ځمکې کروندګرو ته یې هماغه ځمکې ورکړې چې کرلې یې او په دې توګه یې له جسمي پلوه د ځمکوالو (فیوډالو) د شتمنیو له شمېره ووېستل او ټولنیزه خپلواکي یې ور پر برخه کړه.
  • تر نه کلنۍ وړاندې په فابریکو کې د کوشنیو پر کارولو بندیځ ولګېد.
  • د مذهبي نکاح تر څنګ یې د واده مدني تړون دود کړ او طلاق شویو ته یې د بیا واده کولو لار پرانیسته.
  • د خوښونو پر بنسټ ښاروالۍ جوړې شوې.
  • عدلي محاکم له نورو ادارو جلا کړای شول. ځانګړې محکمې او جسمي ځورونې او شکنجې له منځه ولاړې. یوازینۍ جزايي محکمه جوړه شوه. د جزا مدني قانون پلی شو او د مرګ سزا د پلي کولو واک یوازې دولتي محاکمو ته ورکړل شو.

همداراز، کیسر لارښوونه وکړه چې نورې دې په استوګنو سیمو کې هدیرې نه جوړېږي او مړي دې له تابوت پرته یوازې په کفنه کې ښخېږي. خو دا پرېکړه له ناڅرګنده لامله یو کال وروسته بېرته واخیستل شوه (۳۱).

یوزېفینیست سمونپال بهیر له باسه (واکمنه کړۍ) پیل شوی انقلاب وو. په دغه انقلاب کې اروپا د بېلابېلو پرمختګپالو ټولنیزو پوړونو او ځواکونو شعوري غوښتنو په سیده یا ناسیده بڼه خپل اغېز درلود. په دغه ترڅ کې د یوزېف تاریخي ارزښت ځکه ډېر اوچت دی چې هغه د یوه رېښتیاپال واکمن په توګه دغه غوښتنې ژورې وپېژندلای شوې. ده د فرانسه‌یي لویيانو غوندې دا راز غوښتنې بابېزه ونه ګڼلې او د پر شا تمبولو هڅه یې ونکړه. په خپله یې سرلاری شو او پرې یې نښووه چې ټولنه تر هغې پوزې ته راشي چې د اور و وینو په بهیر کې د هغوی پلي کولو ته لار پرانیزي. کټمټ لکه د ده تر مرګ یو کال مخکې چې د فرانسې ستر انقلاب د همداسې اور و وینو په بیه رامنځته شو. سره له دې چې د فرانسې انقلاب فکري کرښو پر اروپا سربېره په ټوله نړۍ کې خپل ژور اغېز څرګند کړ خو دا به هم ناسمه نه وي که ووایو چې د دغه انقلاب په منځته راتګ کې د «یوزېفینیزم» پراتیک اړخ هم خپل ژور اغېز ښندلای دی.‌

د فرانسې انقلاب

د اووه لسمې تر دویمه نیمايي پورې فرانسه داسې ولږې او بېوزلۍ نیولې وه چې پاریس ښار له بېکوره کوڅه ډبو ډک ښکارېده. دولت پرته له دې چې د دې ستونځې د هواري بنسټیزه لار ولټوي، لایې پر دغو بې اسرې بېوزلو پسې راواخیسته او شپاړسم لودویګ د ۱۷۷۷ کال د جولای پر دیارلسمه په یوه فرمان کې وویل چې له ۱۶ کلنه تر ۶۰ کلنه هر هغه روغ انسان چې د ژوند کولو ټاکلې سرچینه او ځانګړی کار نلري، ودې نیول شي او په بېړۍ چلونه کې دې راشپېل وهلو ته ولېږل شي. په دې بڼه، سلطنتي-اشرافي زبېښاک هم کلیوال پرلپسې په زور له ځمکو او شتمنیو بې برخې کول او کوڅه ډب یې ترې جوړول او هم یې تر داسې خندنیو او ترهګرو قوانینو لاندې په متروکو داغل او د ورځ مزدورۍ دغسې کاري دسپلین ته یې ور وکاږل (۳۲). په بانکونو کې د بودیجې کړکېچ بل هغه لامل وو چې فرانسه یې له مالي پلوه کمزورې او له سختې ولږې، بېوزلۍ، ناروغۍ، ناامنۍ او داسې نورو ټولنیزو نیمګړتیاوو سره لاس و ګرېوان کړه. دغو تولنیزو-اقتصادي ناخوالو فرانسه وبوګنوله او په هېواد کې د واکمنو کړیو پر وړاندې کرکې وده وکړه خو دولت د مخالفینو پر وړاندې د پولیسي ځواک په مرسته یوازې پر کلکو جزايي لارو، چارو ډډه لګولې وه.

له ذهني پلوه فرانسه د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله د رڼا پېر له اغېزه اوچت سیاسي شعوري پړاو ته رسېدلې وه او د شاهي دولت پر ځای دیموکرات دولت ته تلوسې وده پکې کړې وه. فرانسویان پوه شوي ول چې یو کوشنی شتمن پوړ یې پر برخلیک واکمن دی او هغه یې د خولو او لاس تڼاکو په بیه داسې لوکسو او فېشني شرایطو کې ژوند کوي چې بېوزله پرګنې یوه ګوله توره ډوډۍ هم په اسانۍ په کې ګټلای نشي. پرلپسې بېوزلۍ او له هغې رازېږېدلي سیاسي شعور فرانسه وخوځوله او پر ۱۷۸۹ کال یې د اوږدمهالي استبداد پر وړاندې خونړی انقلاب پیل کړ. دغه انقلاب څرګنده کړه چې هر څومره چې په ټولنه کې سیاسي فشار ډېر شي هماغومره سخت غبرګون ترې رامنځته کېدونکی دی. د فرانسې انقلاب سخت غبرګون هم د هغو اوږدمهالو پرلپسې فشارونو پایله وه چې دغه ټولنه یې پوزې ته راوسته او د خپل بهیر په اوږدو کې یې ډېرې وینې وبهولې.‌ د فرانسې انقلاب پرمختګپال اړخ دا وو چې د زاړه سیاسی جوړښت جرړې یې ووېستې او پرګنو ته یې سیاسي واک ور ولېږداوه.

د شپاړسم لودویګ تر نسکورېدلو وروسته چې انقلابي ځواکونو سیاسي واک ونیو، تر هر څه لومړی د بشر او ښاریانو (د هېواد د ځايي اوسېدونکیو) رښتې ومنل شوې او د جانلاک، مونتېسکو، ولټېر، دېوېد هیوم، ژانژاک روسو او داسې نورو د سیاسي-فیلوسوفيکو څرګندونو تر اغېز لاندې مدني قانون منځته راغی. په دغه قانون کې دیموکراسي د سیاسي واک یوازینی بنسټ وګڼل شو او سیاست له دینه بېل کړای شو. د کلیسا پر وړاندې اوږدې کرکې انقلابیون وهڅول چې شتمنې یې دولتي کړي او ویې پلوري. دغه ګام انقلابي دولت له مالي پلوه غښتلی کړ او د راوروستیو دندو په لار کې یې جوګه ور وبښله. پر دې سربېره، کلیسايي چارواکیو ته سپارښتنه وشوه چې د نوي دولت پر بنسټیز قانون لوړه وکړي. دې ته څېرمه، په ګرده فرانسه کې اشرافیت هم پای ته ورسول شو. د انقلابي دولت پرېکړې روحانیو او اشرافو ته ډېرې ترخې وې. دغو دواړو ډلو د نوي دولت نسکورولو لپاره لاسونه سره یو کړل، خو کار یې ځای ته ونه رسېد او ډېر کلک وځپل شول. د فرانسې انقلابي ځواکونو هیله درلوده چې په ټولو اروپايي هېوادو کې ورته پېښې رامنځته شي او تر رومه د پاپ واکمني پای ته ورسېږي. که څه هم چې سملاسي دا کار ونشو خو د دغه انقلاب اغېز ګام پر ګام ګرده اروپا ونیوه او په دولتي جوړښتونو کې یو پر بل پسې د نويوالي نښې راڅرګندې شوې.

د نوې اروپا سیاست و دین

ټولنیز شعور د ژوندانه د تګلارې یوازینی ټاکونکی ځواک دی او انسانان په خپله پرېکړه یا لږ تر لږه هوکړه کوي چې څه ډول ژوند وکړي. هېڅ تاریخي پړاو تر هغې پورې چې اړتیا یې منځته راغلې نه وی او ورسره دغه اړتیا پېژندل شوې نه وي؛ منځته راتلای نشي. د هرې اړتیا دواړه ابجکتیو او سوبجکتیو اړخونه په ګډه له زاړه جوړښته نوي هغه ته د یوې ټولنې د ور اوښتلو لار هوارولای شي.

په اروپا کې د منځنیو پېړیو د زړو ورستو شویو بنسټونو نړول هره ګړۍ یوه اړتیا وه، خو تر هغې چې د دغې اړتیا پېژندنې په سراسري شعور کې ځای ونه نیو، د استبدادي ودانۍ د بنسټ یوه خښته هم له ځانه ونه خوځېده. د اروپا روښانه پوړ ان د منځنیو پېړیو په تل کې د دغه آر په ارزښت پوهېدلی وو او خپل ټول ځواک یې د دې لپاره کاراوه چې یوې نوې انساني ګاندې ته د رسېدلو لپاره پرګنې را ویښې کړي او سترو انقلابونو ته لار پرانیزي. په رېښتیا چې دا یو لوی ستونځمن کار وو او هغه ته اوږه ورکول لوی زړه او زغم غوښته. اروپايي مفکرینو په خپل ځان کې همداسې زغم وروزه، د ورځني ژوندانه بابېزه کوشنیو چارو ته یې شا ور واړوله او همدغه ستر کار ته یې اوږه ورکړه. د منځنیو پېړیو له ژورې کوما د پرګنو د راویښولو په لار کې اروپايي روښانه وګړو‌ (شخصیتونو) هڅې په سیستماتیک ډول له رونېسانس و وګړپالنې راپیل شوې. د دغه فکري غورځنګ مخکښ وپوهېدل چې له دغې واکمنې تیارې څخه د ګناه ځپلي او وېرېدلي انسان د راوېستلو لومړنۍ لار دا ده چې د ټولنې استیتیک احساس بیا را وپارول شي او د ژوندانه له ښکلاییز اړخ سره یې اړیکي رامنځته شي. په دې برخه کې لرغونی یونان د تاریخي زده‌کړې سرچینه وټاکل شوه. دغې سرچینې د نېژدې یو نیم زر کاله پخواني هېر شوي تمدن داسې انځور رامنځته کړ چې له ژوندانه سره یې د انسان استیتیکي-فکري تلوسه بیا راتانده کړه. له ژوندانه سره د مینه ناکو اړیکیو ټینګول او هغه ته د یوه جدي ارزښت له زاویې کتل دوې بنسټیزې دندې وې چې وګړپال رونېسانس بشپړې کړای شوې او په اروپا کې یې د خپلواکو پرېکړو زړورتیا وزېږوله. د دغې زړورتیا تاریخي نښه د مارتین لوتر په سرښندنه د کلیسا په ګوګل کې د پروتستانتیزم په بڼه راڅرګنده شوه. پروتستانتیزم هغه زړه تابو ماته کړه چې له پېړیو راهیسې یې د پرګنو سترګې او خوله ورتړلي ول او دا وېره یې خپروله چې ګوندې د پاپ و کلیسا چلن ته ګوتنیوی خدای له خوښې او پرېکړې سرغړونه ده. له دې سره د روحانیت په لاس کې د سپېڅلتیا اوږده کونټۍ ماته شوه او دا جوته شوه چې د پاپ د خوښې پر وړاندې په دین کې د دومره لوی انقلاب له پېښېدلو سره، سره هم خدای له ځایه ونه خوځېد او هیڅ غبرګون یې ونه ښود.

په پرګنو کې د پخوانۍ فکري وېرې له کمېدلو سره فېزیکي وېره هم کمزورې شوه او اروپايي بزګر پوړ په خپله د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د اقتصادي او ټولنیزو ازادیو په لار کې مخامخ جګړو ته لاس ور واچاوه. دوی واکمن پوړ وپوهاوه چې غوښتنو ته یې غاړه کېږدي او هغوی د یوه رېښتیاني او پر ځای فاکتور په مانا وپېژني.

د ټولنیزو ازادیو د پرلپسې غوښتنو او د عقل په مرسته ژوندانه ته د تګلار ټاکلو پړاو له رڼاپېره راپیل شو. په دغه پړاو کې نوې فیلوسوفي وزېږېده چې منځټکی یې انسانباوري او د انسان د پوهې وده وه. د رڼاپېر فیلوسوفانو یومخیز زیار وګاله چې د دوګماتیزم پر وړاندې ریالیزم راوړاندې کړي او انسان دې ته وهڅوي چې اورېدل شوي وارزوي، د هر څه په اړه په خپله فکر وکړي او له عقل و پوهې سره سمو چارو ته مخه کړي. رڼاپېر له ژوند سره علمي اړیکي رامنځته کړل او په ګردو چارو کې یې د انسان د رغنده ځواک پر پالنه او روزنه ټینګار ښکاره کړ. د رڼاپېر عملي اړخ د اوتریش-هنګري شاهۍ د واکمن پوړ په کړنو کې راڅرګند شو. د کیسر دویم یوزیف په خپله سیاسي تګلار کې دغه اړخ وځلاوه او په ټولنیزو، اقتصادي او دیني برخو کې یې پخواني دودونه مات کړل. تر یوزیف وروسته د فرانسې انقلاب په ډېره رادیکاله بڼه د زړې او نوې اروپا د سیاسي-دیني سیستمونو تر منځ سره کرښه وکاږله. سیاسي توتالیتاریزم یې پای ته ورساوه او لومړی ځل یې دولت، دین و پوهه درېواړه یو تر بله جلا کړل. د فرانسې انقلاب دیموکراسۍ او سیکولاریزم په پرلپسې ډول ګردې اروپا ته لار پرانیسته او د نوي اروپايي تمدن په بنسټ کې یې ځای ونیو. د بریتانیا صنعتي انقلاب د فرانسې له سیاسي انقلاب سره پیوند شو او دواړو اوږه پر اوږه اروپا د منځنیو پېړیو له ژورې کندې راوویسته او د یوه نوي تمدن سرلارې یې کړه. له دې سره هم، سیاسي او اقتصادي پرمختګ د نوې اروپايي تمدن بنسټ نه دی. هغه څه چې په دې برخه کې تر ټولو بنسټیز ارزښت لري هغه د انسان «عقلي ځواک» ته ژوره پاملرنه ده.

اروپایان په دې پوه شوي چې د هر ډول پرمختګ راز د انسان په عقل کې نغښتی دی. دوی د عقلي ځواک پر وړاندې په قانون کې هر ډول خنډونه له منځه وړي. دوی د هر څه ښه والی او بدوالی پر ورځني ژوندانه د هغه په پراګماتیک اغېز کې ویني. اروپايي سیاستوال پوهېږي چې اروپایان تر ډیموکراسۍ پرته هېڅ بل ډول سیستم ته غاړه نه ږدي. د پرګنو همدغه کلک ټینګار دی چې هېڅ سیاسي ډله یې له خوښې پرته واک ته رسېدلای نشي.

د اروپا حقوقي او قانوني سیستم د اوږدمهالي تاریخي ازمېښت، علمي څېړنو او په ټوله مانا د بشر د عقل، پوهې او منطق زېږنده دی. په هغه کې د انسان بنسټیزو، طبیعي، غریزي، استیتیکو او اروايي غوښتنو او رښتو ته ځای ورکړل شوی او ځاني او تولنیزې ازادۍ یې په کې خوندي شوي دي. د دغه سیستم تر‌ټولو علمي اړخ دا دی چې سپېڅلی او تلپاتې نه ګڼل کېږي. هماغسې چې د ژوندانه بهیر وده او پراختیا مومي او بڼه یې اوړي، ورسره د دغه سیستم بڼه هم اړول کېدای او وده او پراختیا په کې راوستل کېدای شي. هغه سیاسي شعور چې اروپا اداره کوي شپه او ورځ د ټولنیز نظم پر ساتلو لګیا دی. په دغه ترڅ کې د هرې هغې پېښې او لامل چټک هواری لومړنی ځای لري چې ټولنیز اعصاب راپاروي او د انسان ژوند د پاڅون یا انقلاب تر بریده ورتریخولای شي. اروپایانو د اروپايي ټولنې په رامنځته کولو چې دا دی ورو، ورو د یوې لویې کورنۍ ارزښت وربښي، نړۍ ته د ښه ګاونډیتوب، خپلمنځي درناوي او د پرګنو تر منځ د ازادو دوستانه اړیکیو غوره انساني بېلګه وړاندې کړه.

د اروپا په قوانینو کې سیاست و دین بشپړ سره جلا شوي. دین تر سیکولاریستي سیستم لاندې یوازې شخصي وجداني ډاډ دی او تر هغه ځایه یې ازادي خوندي ده چې ټولنیز ګواښ ونه پاروي.‌په اروپا کې مسیحیت تر ټولو ستر دین دی او ورسره نور دینونه هم په رسمیت پېژندل شوي. هر څوک کړای شي چې په خپله کړۍ کې خپل دیني مراسم ترسره کړي. دولت له ټولو جلا د ټولو تر منځ د سوله ییزو اړیکیو د څارنې دنده لري. دیني ټولنپوهنې ته په کتنه داسې ښکاري چې په دغه لویه وچه کې دیني ګروهه مخ پر کمزورتیا روانه ده. کېدای شي د دغه بهیر یو لامل دا وي چې انسان د توکیزو امکاناتو او په ورځني ژوندانه کې د اسانتیاوو له پلوه تر پخوا بسیا شوی او میتافیزیکي ځواکونو ته یې اړتیا کمه شوې ده. همداراز، د ساینسي پرمختګونو ځینو نویو سپړونو هم یو شمېر میتولوژیک تېزسونه له ژورې پوښتنې سره مخامخ کړي او دینباوري یې کمزورې کړې ده. د اروپایانو په ورځني ژوندانه کې د دین د ونډې د پېژندلو لپاره کېدای شي چې د دغه ځای تر ټولو لوی او پخواني دین (مسیحیت) ته وکتل شي. دا کتنه له کلیسا پیلېدای شي چې د مسیحیت زړه دی او اوچت برجونه یې لا د منځنیو پېړیو د واک و ځواک یادونه کوي. که د یوه خدايي خدمت (لمانځه) پر ورځ د یوې کلیسا پېړ و پنډ ور پرانیزو او یوه شېبه یې په یوه ګوډ کې پر څوکۍ کېنو، د یوې لنډې ارزونې په ترڅ کې به ډېر څه پکې ولیدلای شو. مخامخ پر صلیب ځړېدلې انساني مجسمه چې پر پښو او لاسونو یې ټکوهل شوي مېخونه او له بدنه یې بهېدلې وینې د یوې تراژېدۍ څرګندونه کوي او انساني عاطفه راپاروي. د هغې تر څنګ د ډیوو په تته رڼا کې د یوې ښکلې ختیزې مېرمنې بله مجسمه ده چې په ژور سوچ کې ډوبه ښکاري. شاوخوا د هواریونو او ملایکو انځورونه او داسې نور ګرد سره هغه څه دي چې کېدای شي له هغه مهال سره به تړاو ولري چې ډېرو بایبل لوستلای نشو او هڅه شوې چې کلیسا ته یې له ورتګ سره د همدغه انځوریز هنر له لارې له داستان سره اشنا کړای شي.

نن ورځ ټول په لیک‌لوست پوهېږي، په خپله بایبل لوستلای شي، له داستانه یې خبر دي او لا یې پر مخ د کلیسا ور بشپړ پرانیستی دی. خو کلیسا سړه ده او تر لومړیو لیکو یې پرته چې څو تنه سپینسرې او سپینږیري په کې ناست دي، د لمانځه کتابونه یې په لاس کې نیولي او د کشیش دوو زرو کلنو پخوانیو خبرو ته ځیر دي، ډېر څوک په کې نه لیدل کېږي او شا ته ګردسره تشه وي. ما ته همدغه کوشنۍ ډله په رېښتینې مانا مسیحیان ښکاري ځکه چې بې له کومې دنیايي وېرې، هیلې، زور یا هڅونې یې په ټوله مانا یوازې او یوازې وجداني لامل دغه ځای ته راولي. دا د اوسنۍ کلیسا د رومانتیک انځور یوه څنډه ده چې په سراسر اروپا کې د پرګنو او دین د اړیکیو څرګندونه کوي.

د دغو اړیکیو ټولنپوهنیزه ارزونه اروپايي ګروهنیز جوړښت پر درېیو ډلو وېشي چې کوشنۍ یې اتاييست، منځنۍ یې مذهبیون او ستره برخه یې اګنوستیک نومېږي او «زغم» د ټولو تر منځ د ژوندانه قانون دی. د اروپا په ټولنیز جوړښت کې فکري زغم د انساني سایکالوژۍ د رنګارنګۍ ژوره پېژندنه څرګندوي. دغې پوهې هغه دوګما بې ارزښته کړه چې ګوندې ټول انسانان دې یو راز فکر ولري. دا یو حقیقت دی چې هر څه تر بله توپیر لري او په نړۍ کې هیڅ داسې دوې پېښې یا ښکارندې نشته چې یوه بلې ته کټمټ ورته وي. په تېره د انسان فکري ځانګړتیاوې، استیتیکي غوښتنې، هیلې او ارمانونه او داسې نور د انسانانو له شمېر سره سم او بېلابېل دي. په یوه مغازه کې د کالیو د سلګونه ډولو شتوالی د بېلابېلو پېرودونکیو د شتوالي څرګندونه کوي. همداسې چې ټول یو ډول او یو رنګ کالي نه خوښوي همداسې یو ډول او یو رنګ غوښتنې او فکر هم درلودلای نشي. دا ټکی د هرې ټولنې په جوړښت کې د زښته پاملرنې وړ دی. هغوی چې دغه انساني ځانګړتیا بابېزه ګڼي او هڅه کوي چې ټول دې د دوی غوندې شي او د دوی غوندې فکر دې وکړي، لا تر اوسه په تیاره کې پاتې دي او متمدن شوي نه دي.

اروپایان په دغه حقیقت پوه شوي، له تیارې وتلي او په دې برخه کې په رېښتیا متمدن انسانان دي. د اروپايي تمدن د چټک کلتوري ځواک نښې لږ یا ډېرې د نړۍ هر ګوډ ته ورسېدې او په ټولو سترو وچو کې یې د میلیاردونو انسانانو د ژوند زړه بڼه ور نوې کړه. هغه کنسرواتیف کړۍ چې د دغه تمدن پر وړاندې کرکه څرګندوي، بېځایه تورونه ورپورې تړي او له دې لارې یې د مخنیوي او کمزورتیا هیله لري، پرته له دې چې د خپل پرمختګ خنډ شوي وي، بل هېڅه به ونه ګټلای شي. دا هغه څوک دي چې یا مثبته سیالۍ نشي کړای او یا وېرېږي چې که ویدې کړې پرګنې راویښې شوې او د اروپا تاریخي ازمېښتونه او د هغوی پایلې یې وپېژندې، ورسره به یې د دوی شته واک له لاسه ووځي.

له راڼه عقل سره سم چلن سپارښتنه کوي چې د اروپايي کلتور غندنو ته د غوږ نیولو پر ځای هغه ژور وپېژندل شي. زده کړه ترې وشي او د هرې ټولنې له ځانګړتیاوو سره سم یې په پرمختیايي بهیر کې رڼا وکارول شي. پر دې سربېر، هماغسې چې هره ښکارنده دواړه مثبت و منفي اړخونه لري، اروپايي تمدن هم له دې ځانګړنې جلا ندی. په ټولنو کې د شتمنیو ناانډوله وېش د اروپايي تمدن تر ټولو ستره نیمګړتیا ده. سره له دې چې په اروپا کې د نورې نړۍ په پرتله بېوزلي نشته خو بیا هم د هغې خپلو اقتصادي او ټولنیزو ځانګړتیاوو ته په پاملرنه د بېوزله او شتمن پوړ تر منځ ورځ پر ورځ ډېرېدونکی واټن یې د ژورې سیاسي اندېښنې وړ دی. پر دې سربېره، اروپا د اینرژیتیکو او اومو توکیو د سرچینو له کمي سره مخامخ ده. دغه اقتصادي فکتور هم اروپايي تمدن و سیاست د ګاندې په لویو ستونځو کې شمېرل کېدای شي.‌

*  *  *

سرچینې:

1. Lexikothek, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh, 1974/75, S. 103

2. Volker, Wilhelm: Wörterbuch der Mythologie, Hoffmann’sche Verlagsbuchhandlung, Stuttgart 1874, 3. Auflage, S. 187, 226, 424.

3. Spektrum der Literatur, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh 1974/75, S. 27

4. Ernst R. Sandvoss, Geschichte der Philosophie, Matrix Verlag, Wiesbaden 2004, S. 228

5. Personen - Lexikon zur Weltgeschichte, Band 2 L-Z, Westermann Druck GmbH, Braunschweig 1985, S. 1277

6. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S. 4144

7. Großes Universal Volkslexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1984, S. 242

8. Danubia Volkslexikon, Danubia-Verlag, Wien 1948, S. 631

9. vgl.: Die Geschichte des Christentums, Band 1, Die Zeit des Anfangs (bis 250), Herder Verlag, Freiburg im Breisgau, 2003, S. 46

10. vgl. Gerd Heißen, Die Religion der ersten Christen, Chr. Kaiser/Gütersloher Verlagshaus, Güterloh 2000, 2. Auflage 2001, S. 53, 72, 71.

11. Mt 19,23 (in der Bibel: Evangelium nach Matthäus, Kapitel 19, Vers 23)

12. Universallexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1975, S. 109

13. Wilfried Hartmann, Der Investiturstreit, Enzyklopädie Deutscher Geschichte, Band 21, Oldenburg Wissenschaftsverlag, München, 1996, S. 24f.

14. Die Chronik Österreichs, Chronik Verlag in der Hardenberg Kommunikation Verlags- und Mediengesellschaft mbH und & Co. KG, Dortmund 1984, S. 73

15. vgl.: Alfred Haverkamp, Aufbruch und Gestaltung, Deutschland 1056 - 1273, Neue Deutsche Geschichte, Band 2, Verlag C. H. Beck, München, 2. überarbeitete Auflage 1993, S. 159 f.

16. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S. 289

17. Großes Universal Volkslexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1984, S. 110

18. vgl. Personen - Lexikon zur Weltgeschichte, Band 1 L-Z, Westermann Druck GmbH, Brauns 1985, S. 650

19. vgl. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S. 4894

20. vgl. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S. 2895

21. vgl. Duden Philosophie, Bibliographisches Institut und F.A. Brockhaus AG, Mannheim 2002, S. 346 f.

22. vgl. Arno Borst, Die Katharer Hiersemann Verlag, Stuttgart, 1953, S. 226-229

23. vgl. Arno Borst, Die Katharer Hiersemann Verlag, Stuttgart, 1953, S. 109-111

24. vgl. Rainer Janssen, Wallender, in: Lexikon reformierter Grundbegriffe, www.reformiert-online.de, Stiftung Johannes a Lasso Bibliothek, Große Kirche Emden, 2002.

25. www.inquisition2000.de (Website von S. Ragt, Radolfzell, sragg.de 2000-2007)

26. vgl.: Handbuch der Kirchengeschichte. Die mittelalterliche Kirche, Band 3/1, Verlag herder KG Freiburg im Breisgau 1966, S. 510 f, 513

27. vgl.: Handbuch der Kirchengeschichte. Die mittelalterliche Kirche, Band 3/1, Verlag herder KG Freiburg im Breisgau 1966, S. 475

28. vgl.: Spektrum der Kunst, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh 1974/75, S. 200

29. Friedrich Engels, Der Deutsche Bauernkrieg, Hamburg 1850, in: Karl Marx - Friedrich Engels - Werke, Band 7, Dietz Verlag, Berlin/DDR 1960, S. 342-358

30. vgl. Die westfälischen Friedensverträge vom 24. Oktober 1648, Texte und Übersetzungen (Acta Paris Wesfalicae), Deutsche Übersetzung des IPM von Arno Buschman, 1984, Publiziert im Internet 2004

31. vgl. Die Chronik Österreichs, Chronik Verlag in der Harenberg Kommunikation Verlags- und Mediengesellschaft mbH & Co. KG, Dortmund 1984, S. 269 f.

32. vgl. Karl Marx, Das Kapital, Erster Band, Vierundzwanzigstes Kapitel, Dietz Verlag, Berlin 1947, S. 765

شریک کړئ