په اروپا کې د دین او سیاست تاریخي - ټولنپوهنیزه ارزونه، له لرغوني یونان نه رانیولې، د رومي دینواکه امپراتورۍ، د مسیحیت منځته راتګ او پراختیا، د مسیحیت دینواکي، د دولت او دین لانجه، د اسلام او اروپا ګډ تعامل، صلیبي جګړې او ورپسې په نوې اروپا کې دین او سیاست څېړل کېږي. دا لیکنه په څلورو برخو کې خپره شوې ده.

 صلیبي جګړې:

د یوولسمې زېږدې پېړۍ تر منځنیو کلو پورې د روم امپراتوري د وېش تر بریده کمزورې شوه او د روم و بیزانس تر منځ پرلپسې سیاسي تاوتریخوالي پر دیني سازمانو هم اغېز وکړ. د دغه تاوتریخوالي پایله دا شوه چې ختیزو کلیساوو وغوښتل چې د روم سراسري واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي او د یوه خپلواک بنسټ په نامه ځان څرګند کړي. دا پېښه روم ته یو سخت شوک وو او د راتلونکي په اړه یې له کلکې اندېښنې سره مخامخ کړ. دې ته څېرمه، کاتولیک کلیسا لیدل چې له نېژدې شپږوسوو کلو را پردېخوا اسلامي لښکرې د ځمکنۍ پراختیا پر چارو بوختې دي. اسلام له منځني ختیځه تر منځنۍ اسیا، افریقا او اروپا پورې رسېدلی او هره ګړۍ مسیحي واکمنۍ ته ګواښ پېښولای شي. تر دې اخوا، د روم امپراتورۍ سیاسي کړیو هیله درلوده چې د ختیځ په لاندې کولو به سترې مالي سرچینې او سوداګریزې سیمې لاس ته ورشي.پورتني فاکټورونه د دې لامل شول چې روم د دولتي پوځونو په سیده ملاتړ جګړې ته لاس ور واچوي. دا مهال د بیزانس کیسر الېکسیوس د سلجوکیو پر وړاندې له پاپه د ملاتړ غوښتنه وکړه. دغې پېښې د روم مخه پرانیسته او پاپ (دویم اوربان) پر ۱۰۹۵ کال د د کلیرمونت په روحاني غونډه کې د سپېڅلې جګړې د پیلولو غږ پورته کړ او ویې ویل، خدای غواړي چې مسلمانان له سپېڅلې ځمکې (اورشلیم) وشړل شي او هر څوک چې په دغه جګړه کې برخه واخلي تولې ګناوې یې وربښل کېږي. کېدای شي پر دغه خندنۍ وینا پورې به هاغه مهال هیچا خندلي نه وي او یا به چا دومره متره نه درلوده چې ورپورې وخندلای شي. دا خو لا پر ځای پرېږده چې چا دې پوښتلای وي چې ته کله د خدای لیدو ته ورغلی وې چې داسې لارښوونه یې درته وکړه؟ د پاپ له دې دیني سپارښتنې سره جوښت د اروپا کاتولیکو په هغو «صلیبي جګړو» کې د ګډون ملا وتړله چې پاپ سپېڅلې ګڼلې وه او نېژدې دوه سوه کاله اوږده شوه. د دې جګړې لپاره دیني کړیو ډېره موده سایکالوژیک کار کړی وو او د هغې تر پیل له مخه یې دا ټکی هم ډېر یاداوه چې ختیز مسیحیان د تورکانو له جغه ازادوو. مسیحیانو ته دغه جګړه یو سپېڅلی دیني ارزښت ښکاره شو او په هغې کې د ګډونکوونکیو د زړورتیا لپاره وویل شول چې که هر څوک په کې ووژل شو شهید دی. له دې سره یوازې د ۱۰۹۶ کال له اپرېله تر جون پورې د جرمني له شاوخوا له ۵۰۰۰۰ تر ۷۰۰۰۰ تنو راټول او د جګړې کرښو ته روان شول. دا ډله ګرد سره له بېوزله پوړه راپورته شوې وه او ښځې هم په کې وې. پاپ غوښتل د دغې جګړې په ترڅ کې اورشلیم وګټي او د خپلې واکمنۍ تر پراخولو او ټینګولو وروسته ختیزه اورتودوکس کلیسا بېرته پر روم پورې وتړي. اروپايي ارېستوکراتانو هیله درلوده چې په نیول شویو سیمو کې به پر ځمکو سربېره هر راز نورې شتمنۍ لاس ته ورشي. په ځانګړې توګه دغې جګړې ته د ارېستوکراتو کورنیو هغه کشران زامن ډېر لېوال ول چې په پلرني میراث کې یې ونډه نه په برخه کېده ځکه چې هاغه مهال میراث یوازې مشر زوی ته پاتېده. بېوزله پرګنو ته دغه جګړه په خپلو هېوادو کې د ژوندانه له سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د تېښتې لنډه لار ښکارېده. په دوی کې ګڼشمېر هغه کروندګر ول چې د لویو ځمکوالو په جسمي شتمنیو کې راتلل. پاپ دوی ته ژمنه کړې وه چې که جګړې ته ولاړ شي جسمي ازادي به یې ور پر برخه کړي. دوی هیله من ول چې په دغه جګړه کې به یې ژوند ښه شي (۲۶). مجرمینو، جنایتکارو، او زندانیو ته هم په دغو جګړو کې پراخه برخه ورکړل شوه. پاپ یې له دې لارې څارنه، سزا او ګناه درېواړه وربښلې او لا یې د جنګي غنیمت د نیولو او خپلولو ازادي هم وګټله. پاپ له صلیبي جګړو هغه هېنداره جوړه کړې وه چې هر ګډونوال د دنیا او آخرت خپلې دواړه ګټې په کې لیدې.  «ړوند له خدایه څه غواړي؟ دوې سترګې.». کاتولیکه اروپا د دین و دونیا د ګټو د تودو هیلو په څپو کې ګرد سره مخ پر ختیځ ور شېوه او یوې سترې هژمونیستي جګړې ته ورګډه شوه. دغې جګړې د خدای د غوښتنې تر نامه لاندې سلګونه زره انسانان په وینو ولړل او د تاریخ یوه ستره تباهي وزېږوله.د صلیبي جګړو په پای کې یې پیلوونکې کاتولیکې کلیسا ماتې وخوړه او اروپا یې تر پخوا لا له راز، راز ټولنیزو او اقتصادي ستونځو سره لاس و ګرېوان کړه.

له دې سره، کلیسا هېڅکله دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه چې ولې هغې «سپېڅلې جګړې» بری ونه موند چې خدای یې سپارښتنه او د ملاتړ ژمنه کړې وه؟

غبرګونونه:

په دینواک پېر کې ټولیز شعور یومخیز پر دیني بنسټ ولاړ وو او هر څه ته یوازې د دین له لیدلوري چې کلیسا یې ښوونه کوله سم یا ناسم ویل کېدل. دا راز قضاوتونه هم تل داسې نه ول چې له دین سره دې هرومرو همغږي وي. د دې خبرې په راز یوازې هماغه څوک پوهېدل چې لاتین ژبه یې زده وه او دیني زده کړې یې کړې وې. په دوی کې ډېرو ځکه چوپتیا غوره کړې وه او څه یې نه ویل چې په همدغه واکمن سیستم کې یې ګټې خوندي وې. له دې سره هم په ګرده اروپا کې ځای، ځای داسې کړۍ وې چې د دین تر پردې لاندې یې د کاتولیک کلیسا دا راز بې بریده ټولواکي نه خوښېده.

کلیسايي بېلتون:

په یوولسمه پېړۍ کې پاپ دیني ټولواک ګڼل کېده او د هر ډول پرېکړو پورتنۍ څوکې ته یې ختلای وو. ختیزو کلیساوو لیدل چې له دوی څخه یوازې د روم د بلنو او غوښتنو د پر ځای کولو په لارې کار اخیستل کېږي او د خپلې خوښې پلې کولو ته نه پرېښودل کېږي. دغه ټکی پر دوی ښه ونه لګېد او پایله یې دا شوه چې ختیزې کلیسا پر ۱۰۵۴ کال د کاتولیک دوګماتیز پر وړاندې سکیسما (بېلتونپالې) هڅې ونښلولې. له همدغه لامله د یولسمې پېړۍ د دویمې نیمايي په پیل کې اورتودوکس (سمباوري) کلیسا ته تر تله له رومي کاتوليک (سراسري) هغې خپله لار بېله کړه. له کاتولیکو د اورتودوکسو د مرورتیا او بېلتانه بنسټیز لامل هماغه وو چې په روم کې د واک یوازینۍ سرچینه پاپ ګڼل کېده. په نوې اورتودوکس کلیسا کې دغه آر و دود مات کړای شو او د سپېڅلې پېنځګونې پلرولۍ پر جوړښت ډډه ولګول شوه. په دغه جوړښټ کې کاتولیک پاپ هم د پېنځو سپېڅلیو پلرونو انډول سپېڅلی پلار ګڼل کېده. پاپ دغه جوړښت ونه مانه او د بېلارۍ او کفر تور یې پرې ولګاوه ځکه چې په هغه کې د ده یوازینی واک پر پېنځو وېشل کېده او شته برم یې له لاسه ووت. د اورتودوکس کلیسا له منځه راتګ سره ختیزه اروپا تر روسیه پورې له دغې نوې مذهبي څانګې سره یو ځای شوه او  د مسیحي دین یووالی له منځه ولاړ.

لومړنی مسیحي سوسیالیست:

د کاتولیک و اورتودوکس کلیساوو تر بېلتانه وروسته په کاتولیک څانګه کې نورې مرورې څېرې هم را څرګندې شوې. دوی له واکمنه تورتمه د اروپا د ژغورلو هیلې درلودې او په بېلابېلو لارو، چارو یې مبارزې کولې. د دغو مبارزو یوه نښه پر دوولسمه پېړۍ د کاتولیک کلیسا په کړکۍ کې راڅرګنده شوه او سرلاری یې د ایټالیا په اسیسې ښار کې «فرانڅیسکو» نومېده. فرانڅیسکو یو روحاني او د ډېر شتمن سوداګر زوی وو چې ناوړه او ناانډوله ټولنیزو اقتصادي شرایطو وبوګناوه او د واکمن سیستم پر وړاندې یې وپاراوه. ده لیدل چې میلیونونه انسانان په ولږه او بېوزلۍ اخته دي او یوه کوشني شمېر دیني واکمنو پر هر څه ګونډې وهلې. همدغه ټکي د ده په ذهن کې بدلون راوست او د هغه پر وړاندې یې مبارزې ته ملا وتړله. فرانڅیسکو دا مبارزه لومړی له خپل ژوندانه پیل کړه او هغه داسې چې د «بودا» غوندې یې له شتمنۍ کرکه وکړه او له پلاره ورپاتې ګرده هغه یې تر خپلو کالیو پورې د بېوزلو تر منځ ووېشله. تر دې وروسته یې د څرګندونو منځټکی دا وو چې د پاپ و کلیسا ورځنۍ کړنې د عیسا له شخصیت او د هغه له لارښوونو سره سمون نلري. هغه شتمني نه درلوده، بېوزله وو او هیڅکله یې هغې ته لېوالتیا ونه ښوده. که څوک ځانته په رېښتیا مسیحي وايي، له ډېرې شتمنۍ دې ځان لرې وساتي. کلیسا دې له مالي پلوه بېوزله وي، ځکه چې عیسا بېوزله او د بېوزلو پلوي وو. د دې تر څنګ، ده د پاپ یو شمېر نورو هغو کږو کړنو ته هم ګوته ونیوه چې له بایبل سره یې ټکر په کې لیده.

فرانڅیسکو په کلیسا کې دننه او له هغې بهر د خپلې تګلارې یو شمېر پلویان وموندل چې تر ننه هم پرې باوري دي. همدا ټکی د دې لامل شو چې روم مخامخ ټکر ورسره ونکړای شي. د فرانڅیسکو څرګندونې د کاتولیک کلیسا د لړزولو کارنده ګوزار وو چې ورو، ورو یې د هغې د ناپایه واکمنۍ کمزورولو ته لار هواروله.

فرانڅیسکو په ټولنه کې اقتصادي عدالت غوښته او له بېکچه شتمنۍ او بېوزلۍ دواړو سره جوړ نه وو. هغه ته د همدغو اقتصادي او ټولنیزو غوښتنو له مخې په اروپا او په ځانګړې توګه په مسیحي نړۍ کې لومړنی سوسیالیست ویلای شو.

همدا راز، فرانڅیسکو طبیعي چاپېریال ته ډېره پاملرنه درلوده او بېځایه به نه وي که وویل شي چې د چاپېریالژغورنې د ننني نړیوال غورځنګ لومړنۍ جرړې هم د فرانڅیسکو له اندېښنو خړوبېږي.

وګړپالنه او رونېسانس:

صلیبي جګړو د کلیسا واکمني او ورسره رومي امپراتوري کمزورې کړه. له دې سره پخوانی سیاسي ټېکاو هم له منځه ولاړ او د ټولنیز سمون نوې اړتیا رامنځته شوه. د نوموړې اړتیا په ترڅ کې د کلیسا هغو پخوانیو څرګندونو ته لومړی ځل په ایټالیا کې د شک په سترګه وکتل شول چې ویل یې انسان په ګناهونو کې ډوب دی، دنیايي ژوند په بدیو ککړ دی، او رېښتیني ښه ژوند ته یوازې تر مرګ وروسته رسېدلای شو. په دې اړه شک هسپانیا ته د عربو له راتګ سره هله لا پسې پیاوړی شو چې د انتیک یونان د ادبیاتو په اړه عربي کتابونه په اروپايي ژبو واړول شول. سربېره پر دې، هغه شمېر بیزانتي پوهانو چې پر پېنځلسمه پېړۍ د تورکانو له لاسه له کونستانتینوپل څخه ایټالیا ته تښتېدلي ول، د انتیک یونان په اړه اروپا ته نوې پوهه له ځان سره ولېږدوله. دغو پېښو په ایټالیا کې د کلاسیک یونانپېژندنې تلوسه وپاروله او د‌ پخوانیو تړل شویو یوناني کتابونو مخونه یې پرانیستل. له دې سره، د ایټالیې لیکوالو (دانتې، بوکاچو او پیتراک) په مشرۍ د وګړپالنې غورځنګ رامنځته شو. چې پر ادبي او کلتوري بنسټونو درول شوی وو او د دنیايي زوند د سمون، د انساني کرامت د درناوي او د انساني ځواک د ودې غوښتنه یې کوله. د وګړپالنې له ادبي-کلتوري غورځنګ سره سم د هنر په برخه کې هم انتیک یونان ته پام ور واووښت او د ایټالیا په فلورانس ښار کې د هغه د بیا زېږېدنې هڅې پیل شوې. بیازېږېدنه یا رونېسانس د پېنځلسمې پېړۍ په پیل کې تر یوه اوږدمهالې تیاره ځنډ وروسته د ژوند په بېلابېلو خواوو کې د لرغوني یونان ټولنیزو شرایطو ته د بیا ورستنېدلو هڅه وه (۲۸). د دغه هنري بهیر سرلاریو رافایل، میکل انجیلو او لیوناردو داوینچي وکړای شول چې د نویو هنري پنځونو په مرسته تیاره اروپا له خپل ځلاند تېرمهال سره وتړی او انسان ته وروښيي چې د خپل فکر په مرسته په ژوندانه کې پر زړه پورې او زړه راکښونکي هنري-علمي ارزښتونه پنځولای شي. د وګړپالنې او رونېسانس ګډ غورځنګ تر یوه ځایه د منځنیو پېړیو دودیز کلیسايي تفکر مات کړ او په اخرتي نړۍ کې د ډوب انسان پام یې روان ژوندانه ته ور واړاوه. دغه غورځنګ وکړای شول چې د ځانباورۍ زړی وکري، وده ورکړي او له دوګماتیزم و تیاره ایډیالیزمه د ریالیزم و پراګماتیزم پر لوري لار پرانېزي. د نننۍ اروپا د نوي مدني بنسټ سترې ډبرې د وګړپالنې او رونېسانس په لومړیو کلونو کې کېښوول شوې او را وروسته فکري ودې او پراختیا ته یې ذهني ځمکه خړوب کړه.

پروتېستانتیزم:

د روم اټکل دا وو چې ګوندې د سخت تاوتریخوالي په څرګندولو به وېره خپره کړای شي او په دې توګه به د نورو پاڅونو مخه ونیولای شي، خو دا خوب سم ونه خوت.د والدینڅر غورځنګ تر خونړۍ ځپنې وروسته پر شپاړسمه پېړۍ د کلیسا په ځاله کې بل ستر غورځنګ وزېږېد چې روم یې له یوې بلې سترې ماتې او شاتګ سره مخامخ کړ. دا ځل د دغه غورځنګ مشري «مارتین لوتر» په نامه بیا هم یوه مسیحي روحاني پر غاړه واخیسته. ده د روم کړنې ناسمې وګڼلې او د مسیحیانو د پوهولو او را ویښولو لپاره یې لومړی ځل بایبل له لاتینه الماني ژبې ته واړاوه او د ګناه بښلو روانه سوداګري یې کلکه وغندله. د مارتین لوتر ښوونې له ۱۵۱۷ کاله را پیل شوې او یو سمونپال غورځنګ یې رامنځته کړ. که مارتین لوتر یو خوا د روم پر وړاندې یو غبرګون وښود، بلخوا یې مسیحیت هم له بشپړ ډوبېدلو او له منځه تګه وژغوره. دا په دې مانا چې کلیسايي ترخې واکمنۍ خبره دې ته ورنېژدې کړې وه چې مسیحیت په اروپا کې له بنسټه ونړېږي. لوتر په همدغو ترینګلیو تاریخي شېبو کې له آره د مسیحیت ننګې ته ورودانګل او داسې نوی باور یې رامنځته کړای شو چې د مسیحیت لارښوونې له هغه څه سره ژور توپیر لري چې روم یې غوښتنه کوي. دغه ټکي پر مسیحیت باندې د خلکو باور پر ځای وساته او هغه یې له ډوبېدلو وژغوره. د «لوتر» څرګندونو د کاتولیک کلیسا او د هغې په سر کې د پاپ د غوښتنو او چارچلن پر وړاندې اعتراضي دریځ درلود او له همدغه لامله د «پروتستانتیزم» نوم ورکړل شو.

بزګري پاڅونونه:

سره له دې چې د مسیحیت منځته راتګ پخوانی مرییتوب پای ته رسولای وو خو فیوډالي سیستم یې یو نوی ډول رامنځته کړ. په دغه سیستم کې بې ځمکو کروندګرو د ځمکوالو په کروندو کې کار کاوه. دوی ته له خپله کاره ایله همدومره وړه برخه ور رسېده چې تر بله کاله ژوندي پرې پاتې شي او نوره ځمکوالو ترې اخیسته. دوی د خپلو اقتصادي اړتیاوو له لامله ټولنیزه ازادي نه درلوده او د ځمکې په څېر د ځمکوالو په شتمنیو کې ګڼل کېدل. پر څوارلسمه پېړۍ لومړی ځل به فرانسه کې د بزګرو د ژوندانه ناوړه شرایطو دوی د اقتصادي او ټولنیزو ازادیو د ګټلو لپاره پاڅون ته اړ کړل. د پېنځلسمې پېړۍ د دویمې نیمايي تر پیل راوروسته د جرمني بزګر هم څو ځله د خپلو غوښتنو لپاره راپاڅېدل خو په خونړۍ بڼه وټکول شول. د شپاړسمې پېړۍ پر دویمه نیمايي اروپايي بزګر د پروتستانتیزم مذهبي غورځنګ ملاتړي شول. دوی هیله من ول چې د دغه غورځنګ له بري سره جوخت به خپلواک شي او سختو جګړو ته یې لاس واچاوه. دغه جګړې له سویسه پیل شوې او تر جرمني او اوتریشه وغځېدې. کاتولیک کلیسا او فیوډال پوړ د خپل واک ساتلو لپاره له پروتستانتو او کروندګرو سره ټکر وکړ چې په ترڅ کې یې پر ۱۵۲۴ کال د دواړو اړخونو تر منځ دوه کلنه جګړه ونښته خو هغې هم بزګري غورځنګ ارماني بري ته ونه رسولای شو (۲۹). د بزګرو تر دغې ماتې نېژدې یوه پېړۍ وروسته د اوکراین بزګر راپورته شول او د پاڅون لړۍ یې سهیلي روسیې ته ورسېده. سره له دې چې روسي کازاکو بزګرو د پوګاچیوف تر مشرۍ لاندې د څاري امپراتورۍ پر وړاندې سختې جګړې وکړې، خو په دغو جګړو کې یې وینې وبهول شوې، مشر یې غرغرې ته وخېژول شو او بیا هم خپلو ارمانونو ته ونه رسېدل.

د خدای په لار کې دېرش کاله جګړه:

پروتستانتیزم غورځنګ رېفورمېستي بڼه درلوده او ډېر ژر یې په اروپا کې د پلویانو شمېر ډېر شو. دوی له رومه خپله لار بېله کړه او ځانګړې کلیسا یې منځته راوسته. روم د دغه بېلتانه پر وړاندې راپورته شو. پر اووه لسمه پېړۍ په ګرده اروپا کې د کاتولیکو او پروتستانتو تر منځ سختې جګړې ونښتې او هر اړخ په دې هیله د بل هغه وینې تویولې چې د خدای خوښي یې پر برخه شي. د جګړې هر اړخ بشپړ ډاډه وو چې ګوندې په سمه د خدای په لار کې جنګېږي او اسماني مرسته او ملاتړ نېغ ورسره ملګري دي. دغه جګړې دېرش کاله (۱۶۴۸-۱۶۱۸) اوږدې شوې او ټوله اروپا یې خورا وځپله. دغه اوږده خونړي بهیر دواړه لوري کمزوري کړل او دا یې پرې ومنله چې د جګړې په لار اوږدولو څه لاس ته نه ورځي. یا کېدای شي دا فکر به یې کړی وي چې موږ دومره د خدای په لار کې وجنګېدو خو تر اوسه له بره هېڅ داسې غږ رانغی چې په موږ کې یو اړخ رېښتینی وښيي.

له دې سره، دواړه ستومانه شوې خواوې د جرمني د وېستفال ایالت د سولې د تړون په ترڅ کې دې پرېکړې ته ورسېدې چې د هر واکمن په هېواد کې دې هماغه مذهب چلېږي چې دی یې غواړي. پورتنۍ هوکړې جګړه پای ته ورسوله، پروتستانتیزم په رسمیت وپېژندل شو (۳۰) او د اورتودوکس تر‌ څنګ یې بله څانګه او کلیسا جوړه کړه چې په هغه کې د پاپ غوندې یواځینۍ ځانګړې وګړې (شخصیت) ته ځای ورکړل شوی نه وو.

پروتستانتیزم د دینواکۍ دوګماتیک پېر وروستیو سلګیو ته ورنېژدې کړ. د دغه سمونپال (ریفورمیست) غورځنګ تاریخي ارزښت په همدې کې دی چې دیني توتالیتاریزم (مطلقیت) ته یې د پای ټکی کېښوو او فکري نویوالي ته یې لار پرانیسته. تر دې وروسته هر څوک زړور شو چې د ژوندانه بهیر د څرنګوالي په اړه وغږېږي او ښو یا بدو ته یې ګوته ونیسي. له دغو نویو اسانتیاوو اروپايي هنرمنو، پوهانو او فیلوسوفانو هراړخیزه ګټه وکړه او په مرسته یې د تیاره پېر د پای ته رسولو بهیر چټک کړ.

رڼاپېر:

د سیاسي ټولنیزو غورځنګونو پرلپسې منځته راتګ یو خوا‌ پر ژوندانه باندې د واکمنو اړیکیو پر وړاندې کرکه څرګندوله او بلخوا یې استبدادي ځواکونه کمزوري کول. دیندولتي استبداد په خپلو ټولو امکاناتو هلېځلې کولې چې د ټولنیز بهیر واګي په خپلو لاسونو کې وساتي. هغه هېڅ داسې فکر ته اجازه نه ورکوله چې دغه بهیر ته ګوته ونیسي. بیا هم په ټولنو کې د ځای او مهال په توپیر داسې وګړې او اندوال کرکټرونه بېږېدلي چې د ښکېل شوي انسان د ازادۍ ارمانونه یې درلودل. دوی د دغو ارمانونو د پلي کولو په لار کې هر ډول ناخوالو ته غاړه ایښې ده.

اووه لسمه او اتلسمه پېړۍ د دیني-سیاسي استبداد پر وړاندې د فکري مبارزې اوچت پړاو ګنل کېږي. دغه پړاو د هغو انسانانو له نومونو سره تړاو لري چې په تپه تیاره کې یې د انسان شعور ته د رڼا وروستلو هلېځلې ګړندۍ کړې. دوی زیار وګاله هغه انسان چې په خپله یې له خپل شعوره د تورتم دېوالونه چاپېر کړي، د هغه نړولو ته وهڅوي چې په غړېدلیو سترګو نړۍ ولیدلای شي.

د دغه رڼاپېر سرلاری فیلوسوف سپینوزا وو چې د امستردام په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد. ده تر دیني او فلیوسوفیکو زده‌کړو وروسته د بایبل و تورات د لارښوونو پر وړاندې خدای او طبیعت دواړه یو وګڼل او له دې لارې یې لومړی ځل د دودیزې تیولوژۍ «تابو» ماته کړای شوه. یهودي مذهبي ټولنې سپینوزا له خپلې ډلې وشاړه او د بېدینۍ تور یې پرې ولګاوه. تر سپینوزا راوروسته د اروپا په ټولنیزو شرایطو کې ورو، ورو مذهبي اغېز کمزوری کېده او د فیلوسوفي ودې ته لار پرانیستل کېده. په دغه بهیر کې د زاړه مذهبي او سیاسي استبداد پر وړاندې نوي اند و پوهې ته اړتیا لیدل کېده چې د جان‌لاک، مونتېسکو، ولټېر، دېوېد هیوم، ژانژاک روسو، دېنیس دیدرو، ایمانووېل کانت، او داسې نورو سترو فیلوسوفانو په ناستومانو هلوځلو یې وده او پراختیا ومونده.

د رڼاپېر په دغه فیلوسوفيک بهیر کې هڅه وشوه چې ټولنیز شعور په خپلواک ډول کارولو ته وهڅوي او د پېړیو له زاړه مذهبي-سیاسي دیکتاته یې وژغوري. نوموړیو فیلوسوفانو د بشر د عقل و تفکر په مرسته پوهه د ازمېښت د یوازیني بنسټ زېږنده وګڼله. دوی د انساني رښتو، کرامت و برابرۍ د پرځای کېدلو غوښتنه وکړه، د سیکولاریزم په چوکاټ کې یې د دین و دولت بېلتون وړاندې کړ، سیاسي جوړښتونه یې یوازې د دیموکراسۍ له لارې مشروع وبلل او له هر راز استبداد و زورواکۍ یې د انسان د ژغورلو او ‌په ازاده توګه د هغه د فکري وړتیاوو د ودې غږ پورته کړ. د رڼاپېر د فیلوسوفانو فکري ارزښت خپل تاریخي ځای ونیو او ډېرې خواوې یې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ په اعلامیه، د فرانسې په انقلاب او په شلمه پېړۍ کې د وګړرښتو په نړیواله اعلامیه کې راڅرګندې شوې.

یوزېفینیزم:

د اوتریش «هابسبورګ» شاهي کورنۍ کیسره «مارییا تېرېزیا» د ټولنیزو او مدني چارو د ښه سمون و سمبالولو په برخه کې د غوره نامه خاونده ده. دغې روښاندې کیسرې د خپلو رسمي-دولتي دندو تر څنګ د یوې داسې مور غوندې چې تر ښوونکې کمه نه وه، د خپلو لوڼو-زامنو روزنې ته ډېره پاملرنه درلوده. د مارییا تېرېزیا زوی (دویم یوزېف) د همدغې روزنې په رڼا کې راستر شو او په دولتي اداره کې یې د مور مرسته کوله. روښانه روزنې له دویم یوزېف سره مرسته وکړه چې ټولنیز څرنګوالي ته ځیر شي او هغه زاړه اړیکي وپېژني چې یو خوا یې له پېړیو راهیسې په سیاسي، اداري چارو کې امپراتوري پوره خپلواکۍ ته نه پرېښووه او بلخوا یې د ټولنیز ژوندانه ټول اړخونه تر خپله ولکه لاندې راوستي ول.

د یوزېف له ځینو نویو اداري، ټولنیزو کړنو داسې ښکاري لکه درېزره کاله وروسته چې د اروپا په زړه کې بیا فرعون اېخناتون راژوندی شوی وي.

یوزېفینیستي سیکولاریزم:

د روحانیت له اغېزه د کیسرو دولت خپلواکول د یوزېف بنسټیزه موخه وه. د همدې موخې لپاره تر ۱۷۸۰ کال راوروسته چې په اوتریش کې د سپېڅلې رومي امپراتورۍ او جرمن ملت کیسر شو، یو لړ پراخو پرمختیايي اړونو او بدلونو ته ملا وتړله. د یوزېف د سمونپالو هڅو لومړی ګام د کلیسايي دینواکۍ له پای ته رسولو او سیکولاریزمه پیلېږي.‌ د هاغه مهال شمېرنو له مخې پر ۱۷۷۰ کال یوازې په اوتریش-هنګري کې ۲۱۶۳ کلیساوې او په هغوی کې ۴۵۰۰۰ روحانیون ول. له دغه شمېره اټکلېدای شي چې په ګرده مسیحي اروپا کې به کلیسايي تیارخواره بنسټونه څومره ارت و پراخ ول.

دغې نادودې یوزېف وخوځاونه او پر ۱۷۸۱ کال یې د ډېرو کلیساوو د تړلو پرېکړه وکړه. ده وویل، هغه مذهبي ټولنه چې د رنځورو او بېوزلو کوشنیو پالنه نکوي د خدای نه خوښېږي او نور یې شتوالي او پایښت ته اړتیا نشته. له دې سره د کلیسا تړلو او له هغې د شتمنۍ اخیستلو لړۍ پیل شوه او په ترڅ کې یې تر ۱۷۸۶ کال پورې د ۷۳۸ کلیساوو ودانۍ روغتونو، مرستونو، کارګري استوګنځیو، پوځي هډو، کارځیو، پوست و اداري بنسټونو ته وزګارې کړای شوې. یوزېف لیدل چې د هرې کلیسا او مذهبي کړۍ پر شاوخوا ډلې، ډلې وزګار روحانیون راټول او د خلکو پر اوږو سپاره هوسا شپې ورځې تېروي. دوی ته داسې تګلار جوړه شوه چې د هرې سیمې د وګړیو د انډول له مخې روحانیون په کې پاتې کېدای شول او پاتې برخه اړ شول چې ځانته به بل کار ولټوي. پاپ (شپږم پېیوس) د دینواکۍ پر وړاندې د یوزېف د کړنو له امله واېشېده او هڅه یې وکړه چې مسیحي پرګنې پرې راوپاروي او له خپلې پرېکړې یې واړوي. دی د همدغې موخې لپاره وین ته وخوځېد چې مخامخ کیسر وویني او په دې اړه ورسره وغږېږي. داسې ښکاري چې دا مهال دینواکۍ د پرګنو تر منځ خپل پخوانی برم و پرتم بایللی وو او چا ډېر غوږ پرې نه ګراوه. یوزېف په همدغه نوې فکري اوتا کې د پاپ ډېره پروا ونکړه او وین ته تر راتګه پورې یې یوه میاشت له ښاره بهر په «وینرنوری شتاد» کې تم کړ. یوزېف د پاپ د څرګندونو پر وړاندې داسې وښوده چې د کلیسا په اړه د خپل اند پر بشپړ سموالي ډاډه دی او هېڅ داسې څه یې ونه منل چې له خپله هوډه یې واړولای شي. سره له دې چې یو شمېر مذهبي کړیو د پاپ ملاتړ کاوه خو هغه ډک زړه او تش لاس بېرته روم ته ستون شو. په سیکولاریستي بهیر کې کیسر یوزېف مسیحي دینواکي له منځه یووړه او پر مسیحیت سربېره یې یهودیت و اسلام ته هم یو شمېر رښتې ور پر برخه کړې.

شریک کړئ