په اروپا کې د دین او سیاست تاریخي - ټولنپوهنیزه ارزونه، له لرغوني یونان نه رانیولې، د رومي دینواکه امپراتورۍ، د مسیحیت منځته راتګ او پراختیا، د مسیحیت دینواکي، د دولت او دین لانجه، د اسلام او اروپا ګډ تعامل، صلیبي جګړې او ورپسې په نوې اروپا کې دین او سیاست څېړل کېږي. دا لیکنه په څلورو برخو کې خپره شوې ده.

د دین و دولت تر منځ لانجه:

تر لومړي کونستانتین راوروسته منل شوې وه چې که څه هم پاچا په کلیسايي جوړښت کې ځای نه نیسي خو کلیسا به هغه قانوني پرستیژ ورکوي چې نور اشراف ترې بې برخې دي. دا آر تر کیسر «لومړي اوتو» پورې چلېده. یوازې همدومره وه چې پاپ د کیسر سر نه ورغوړاوه. د سر غوړولو مانا دا وه چې پاپ د خدای په استازیتوب کیسر ومانه؛ ویې ټاکه او له خدايي ملاتړه برخمن شو. د مصري رنځپوه «سینوهه» په یادښتو کې راغلي چې په لرغوني مصر کې هم کټمټ همدا دود وو. د هر فرعون د واکمنۍ پر لومړۍ ورځ د امون کاهنانو په معطرو تېلو د هغه سر و ځان ورغوړول او له دې سره یې داسې باور خپراوه چې ګوندې خدایۍ ته ورسېد او د امون تر سیوري لاندې شو. په یوناني ژبه «کرېستوس» هم غوړ کړای شوي ته وايي. د کلیسا دا څرګندونه مصري تیولوژۍ ته زښته ورته ښکاري چې وايي خدای، عیسا د پاچاهۍ لپاره غوړ کړ. مسیحي پاچاهانو د مذهبي پرستېژ ګټلو په هیله د پاپ په لاس د سر غوړولو ډېره تلوسه درلوده. «لومړی اوتو» چې پر ۹۳۶ کال د ختیز فرانک پاچا شو؛ ورسره جوښت یې په ستر بیشوف (د یوې سیمې د ټولو کلیساوو مذهبي مشر) خپل سر هم غوړ کړ. تر دې پېښې ۲۶ کاله وروسته چې «اوتو» د کیسر تاج پر سر کېښوو، په لویدیزه اروپا کې یې یوه نوې ځانګړتیا په برخه شوه او هغه دا چې د نورو مسیحي واکمنو په پرتله غوړ کړای شوی (خدای منلی) کیسر شو.

د ۱۰۷۲-۹۳۶ کلونو په موده کې د سیاسي واکمنو تر منځ د سیمه ییزو کلیساوو پر وړاندې خپلمنځي پوهاوی دومره پیاوړی وو چې د کلیسايي مشرانو د ټاکنې بشپړ واک یې په لاس کې وو. پر یوولسمه پېړۍ دولتي او کلیسايي واکمنۍ یوه بلې ته ډېرې نېژدې او داسې دوه اړخیزې مرستندویې شوې چې د روم مطلقیت یې له خنډ سره مخامخاوه. رومي مذهبي کره کتونکیو دا چلن نه خوښاوه او ویل یې چې د روحاني چارو لپاره د عوامو په خوښه د چا ټاکنه ناسمه ده. دوی اندېښمن ول چې که دا لړۍ همداسې روانه وي، یوه ورځ به مذهبي زده‌کړې او ځانګړنې خپل ارزښت وبایلي او ځای به یې واکمنو ته نېژدېوالی او هغوی ته رېښتینولي ونیسي. په دغه بهیر کې یوه نوې ارېستوکراسي مخ پر وده وه چې هم د پاچا ملاتړ ورسره وو او هم یې مذهبي اړخ درلود. د کلیسا واګي ورو، ورو همدغې ارېستوکراسۍ ته ورکړل شول چې له دواړو سیاسي-مذهبي اړخو قانوني ګڼل کېده. پاچاه د سیاسي واکمنۍ د ټینګښت په لار کې د دغه نوي سازمان په ارزښت وپوهېد او په خپله خوښه یې پرلپسې بیشوف ټاکنو ته ملا وتړله. پاپ د کلیسا په سازماني چارو کې د پاچاه لاسوهنه د خپل واک کمزورتیا وګڼله او د هغو بیشوفانو نومونه یې له کلیسا وتوږل چې د ده له خوښې پرته ټاکل شوي ول. پر ۱۰۷۵ کال جرمن پاچاه «څلورم هانریښ» روم ته په بې پروایۍ د «مایلند» هغه بیشوف بیا وټاکه چې پاپ الېکساندر له کلیسا ویستلی وو. د پاپ الېکساندر تر نېژدې مړینې وروسته پاپ «اووم ګریګور» په دې اړه له څلورم هانریښ سره وعږېد خو پاچاه یې پر غوښتنه غوږ ونه ګراوه او لا یې په ایټالیا کې هم د خپلو پلوي بیشوفانو ځای پر ځایول پیل کړل. پاپ د دغه چلن له امله د پاچاه سلاکار وغانده، د کلیسا له غړیتوبه یې وویست او پاچاه یې وګواښه چې که غوښتنه یې ونه مني همداسې به له ده سره هم وکړي. د پاپ لخوا د چا غندنه او د کلیسا له غړیتوبه یې بې برخې کول یوه درنه سزا وه. غندل شوي په ټولنه کې هر ډول ملاتړ بایله او هر چا په خپل لاس وژلای شو. که څوک به تورن شو چې د غندل شوي مرسته یې کړې، هغه هم غندل کېده. د غندنې سزا یوازې پاپ بښلای شوه. د جرمني بیشوفانو، چې د پاچا په خوښه ټاکل شوي ول او پوهېدل چې پاپ یې لرې کوي، د پاچا خوا ونیوه او زړور یې کړ. پر ۱۰۷۶ کال هانریښ د همدغه خوانیوي په ډاډ د بیشوفانو غونډه وروبلله او د پاپ د لرې کېدلو غوښتنه یې وکړه (۱۳). پاپ د ۱۰۷۵ کال د دسامبر پر اتمه نېټه د یوه لیک په ترڅ کې د هانریښ له لوري د مایلنډ بیشوف ټاکنه وغندله او ویې ویل چې سملاسي دې د روم پرېکړې ته غاړه کېښوول شي. دا لیک داسې مهال خپور شو چې تر هغه وړاندې د عوامو په خوښه د کلیسايي چارواکیو ټاکنه او د کلیسايي څوکیو پلورنه ناسم بلل شوي ول. د همدغه مهال د مارچ په میاشت کې پاپ خپله یوه وینا خپره کړه چې په هغې کې یې ځان د ګردو کلیساوو یوازینی واکمن ښودلی وو. د دغې اووه ویشت توکیزې وینا ځینې توکی دا دي: \

  • د رومي کلیسا بنسټ څښتن (خدای) ایښی دی.
  • د روم پاپ د ګردې نړۍ لپاره دی.
  • یوازې دی (پاپ) بیشوفان ټاکلای، لرې کولای او بښلای شي.
  • یوازې دی کیسر ټاکلای شي.
  • ګرد اشراف به یوازې د پاپ پښې کښلوي.
  • یوازې د ده نوم به په کلیسا کې اخیستل کېږي.
  • دی کړای شي چې کیسر بېواکه کړي.
  • هیڅوک د ده پرېکړه ماتولای نشي، دی په خپله هغه اړولای شي.
  • هېڅوک د ده په اړه پرېکړه نشي کړای.
  • هره کلیسا به مهمې رښتپېښې ده ته وړاندې کوي.
  • رومي کلیسا هیڅکله تېروتې نه ده او د سپېڅلې لیکنې (بایبل) له ښوونو سره سمه به هېڅکله تېر نه وځي.
  • دی د واکمنو پر وړاندې د اتباعو متابعت شنډولای شي.

څلورم هانریښ د دین و دولت تر منځ په دغه روانه توده جګړه کې پاپ ته ځان ونه سپاره. پاپ د هغه پر وړاندې د ۱۰۷۶ کال په پیل کې د پاچاهانو غونډې ته د بلې وینا په ترڅ کې څرګنده کړه چې تر دې وروسته څلورم هانریښ پاچاه نه دی. ورسره یې شل ورځې وروسته هغه د کلیسا له غړیتوبه غندلی وویسته او ټولو اتباعو ته یې لارښوونه وکړه چې نوره یې خبره ونه مني. له دې پېښې سره جوخت پاچاه د جرمني بیشوفانو ملاتړ وبایله او پر وړاندې یې د مخالفینو شاهزیو ډله جوړه شوه. دوی له هانریښه مخ وګرځاوه او ورته ویې ویل تر هغې چې دې پاپ ونه بښي موږ به دې نور د پاچاه په نامه ونه پېژنو. هانریښ ته د پاپ تر لیدلو پرته بله لار پاتې نشوه. بېچاره له جرمني وخوځېد او د آلپ د غرونو له منځه مخ پر روم روان شو چې پاپ وویني او بښنه ترې وغواړي. پاپ ځان نه ورښوده او یوه او بل لوري ته ځنې خوځنده وو. په پای کې یې تر یوه کال لالهاندۍ وروسته د ۱۰۷۷ کال د جنوري پر ۲۸مه په «کانوزا» کې پاپ وموند، پښې یې ور کښل کړې او وبښل شو (۱۴). د هانریښ ماتې وښوده چې دین څومره زورور دی. کلیسا د دغه زور په څرګندولو ډاډه شوه چې د اغېز په سیمه کې یې له خوښې پرته څوک د سر خوځولو جوګه نه دی او تر هغې چې مسیحیت د پرګنو په شعور کې همداسې ځواکمن وي هېڅوک به د روم ځواک کمزوری نکړای شي. د عامو پرګنو په اړه د کلیسا دغه اټکل سم وو خو سیاسي واکمنو کړیو ته چې په چارو کې یې خپلواکی غوښته، روم سپېڅلی نه ښکارېده. همدا لامل وو چې څلورم هانریښ تر بښنې وروسته لا هم ډک‌زړی وو او همدا چې واک ته ورسېد پر روم یې ور ودانګل او پاپ یې تېښتې ته اړ وېست. د سهېلي ایټالیا اوسېدونکي (نورمان)، «اېنګلسبورګ» ته د تښتېدلي پاپ ګریګور ملاتړي شول او هانریښ یې له ړنګ کړي رومه بېرته شاتګ ته اړ کړ. پاپ بیا هم له وېرې روم ته رانغی او جلاوطن په سالېرنو کې ومړ.

پاپ (دویم پاشالیس) د هانریښ پخوانۍ سزا ور نوې کړه. هانریښ بیا لوبې راواخیستې او دا ځل یې وویل چې بښنې لپاره به په صلیبي جګړو کې ګډون وکړي او اورشلیم ته به ولاړ شي. پاپ نور د ده په خوله ونه غولېد او د هغه زوی (پنځم هانریښ) یې په غېږ کې ورته ونیو. پېنځم هانریښ هم ډېره موده د روم په غېږ کې پاتې نشو او د پلار لار یې ونیوه. ده پاپ دویم پاشالیس بندي کړ او اړ یې ویست چې د بیشوفانو د ټاکنې واک ترې واخلي او د کیسر تاج ور پر سر کړي. پر ۱۱۲۲ کال پاپ (دویم کالیکست) د پېنځم هانریښ غوښتنه ومنله او د یوه دوه اړخیز تړون په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې پاپ «یوازې» د جرمني پاچا ته اجازه ورکوي چې د بیشوفانو په خوښونه کې ګډون وکړي. غوره کړای شوی بیشوف به هرومرو پاچاه ته د ملګرتیا لوړه کوي. په دې اړه پاچاه د بیشوف ټاکنې له سیده رښتې تېرېږي او مني چې لوړپوړي روحاني چارواکي دې د پاپ په خوښه وټاکل شي. (۱۵)

تر دوولسمې تر پېنځلسمه پېړۍ پورې په اروپا کې د پاپ غوښتنه او د خلکو په زور و بشپړ ملاتړ دین و دولت سره ګډ شول او که یو خوا دولتونو دینی بڼه خپله کړه، ورسره جوښت دین هم دولتي شو. په درېسوه کلن دیندولتي پېر (منځنۍ پېړۍ) کې پاچاهان و دولتونه د کلیسا په ولکه کې ول. دغو دواړو خواوو په ګډه د خپلو اروايي او فېزیکي ځواکونو په کارولو د یوه او بل ګټې ساتلې او هغه داسې چې پاپ خپل سایکالوژیک اغېز کاراوه او پاچاه له پوځي-ژاندارمي ځواکه کار اخیسته، خو د پاپ غوښتنه تل د پاچاه تر هغې اوچته او لومړۍ ګڼل کېده. تر دې وروسته، هغو پرګنو چې په خپله خوښه یې خپلو پښو او لاسو ته د دوګماتیزم زنځیرونه ور اچولي ول، یو مخیز د پاپ د مریانو بڼه ومونده او د ورځني ژوندانه هر ډول خپلواکي یې د هغه د خوښې او غوښتنې کړۍ کې وبایلله. پاپ پوهېده چې دا دومره ځواکمنه واکمني یې ځکه په برخه شوې چې پلویان یې په څه نپوهېږي او خپلواک شعور نلري. دغې پېژندګلوۍ پاپ دې ته ځیر کړ چې په ټول ځواک د خلکو د پوهېدلو مخه ونیسي او تل یې په تیاره کې وساتي. تیاره پېر له دوولسمې تر پېنځلسمې پېړۍ پورې اوږد شو. په دغه پېر کې د انساني اړتیاوو، غوښتنو او هڅو هره برخه چې د کلیسا له ښوونو سره سمه نه وه، به ټپه ودرول شوه. په ځانګړې توګه فیلوسوفي له سختو ستونځو او مخنیوي سره مخامخ شوه او یوازې د سکولاستیک کلیسايي منطق په چوکاټ کې زغمل کېده. که څه هم چې په یو شمېر دولتي پوهنتونو کې ریاضي، هندسه، طب، ادبیات، رښتپوهه (حقوق)، او داسې نور لوستل کېدل خو د زده‌کړې بهیر یې په کلکه تر څار لاندې وو او ټولې هغه برخې چې له دیني لارښوونو سره همغږي نه وې، ترې وویستل شوې او پر ځای یې دیني زده‌کړو ته ځای په کې ورکړل شو. هنر هم له ټولنې خپله لمن ونغاړله او د کلیسا او ځمکواکۍ (فیوډالیزم) چوپړ ته ور وکاږل شوه. ځکه چې ټولنه نشتمنه وه او هنر وده په کې نشوه کړای. یواځې کلیسا او فیوډالیزم پیسې درلودې او همدوی دواړو په مالي ځواک هنر په خپله ولکه کې ور وستلای شو. په دغه لړ کې ودانیز صنعت، انځورګرۍ او بوت‌توږنې خورا وده وکړه او پرتمینې کلیساوې، برجونه، ماڼۍ، پلونه، بڼونه او داسې نور ودان شول.

دین د شتمنیو لپاره:

د دینواکۍ په ټوله موده کې کلیساوې د شتمنیو پر زېرمه لګیا وې. د دې لپاره یې یو شمېر لاندینۍ سرچینې موندلې وې:

  • شتمنو مسیحیانو د خپلو شتمنیو یوه برخه او ځینې مهال هغه ګرد سره د خدای د خوښۍ په هیله کلیسا ته بښلې یا یې میراث پرېښودلې.
  • کیسرانو او امپراتورانو د کلیسا د خوښۍ او ملاتړ لاسته ګټلو لپاره کروندې ځنګلونه او داسې نور وربښل.
  • اشرافي کړیو د بیشوفانو د ملاتړ موندلو لپاره هغوی په مالي لارو ځانته ماتول.
  • بیشوفان ډېر شتمن ول. دوی د کلیسايي آرونو له مخې ودونه نه کول او تر مرګ وروسته یې د شتمنیو یوه برخه پر نېژدې خپلوانو سربېره کلیسا ته ټاکله.
  • ګردې کلیساوې اړ وې چې د خپلو ګټنو ټاکلې برخه روم ته واستوي.
  • کلیسا په صلیبي جګړو کې نیول شویو غنیمتو هم خورا شتمنه کړه.
  • کلیسا ځانته واک ورکړی وو چې ګناهکار له ګناه پاک کړي او هغه موده چې یو ګناهکار یې تر مرګ وروسته جنت ته د تګ په لار کې په پاکوونکي اور کې تېروي، ور لنډه کړي. په دغه ترڅ کې ګناهکار اړ وو چې ځينې عبادتي چارې ترسره کړي او ورسره کلیسا ته هم څه پیسې ورکړي.

له دغه راز پورتنیو لاروچارو کلیساوې ډېرې شتمنې شوې او پر نغدو پیسو سربېره یې هنري توکي، ارتې کرنیزې ځمکې، بڼونه او ځنګلونه خپل کړای شول. دا چې د دغو شتمنیو ټاکلې برخې پر روم پورې اړه درلوده نو هغه په نړۍ کې د روحاني ځواک تر څنګ له ستر اقتصادي ځواکه هم برخمن شو. په سیمه ییزو کچو هم کلیساوې ډېرې بډایې وې او د لګښتونو واک یې د کلیسا د مشر بیشوف (د څو کلیساوو مشر) او کاردینال لاس کې وو. د دوی ورځنۍ اړتیاوې له همدغو پیسو پوره کېدې او خورا شیک ژوند یې کاوه. سره له دې چې دوی ښکاره ودونه نشول کړای خو ویل کېږي چې د مالي وړتیاوو په مرسته یې ځینو په پټه جنسي تندې ماتولې او په دې اړه یې د کلیسا د لارښوونو ډېره پروا نه کوله. د کلیسايي چارواکو نېژدې خپلوان هم د هغوی شتمنیو ته د لاسرسي له امله خورا بډای شول. د کلیسا ډېره شتمني د دین د ټینګښت، ودې او پراختیا لپاره کارول کېده. په دغه لړ کې پرتمینې کلیساوې جوړېدې، روحانیون روزل کېدل، دیني تبلیغ ګړندی وو، اړوند روحاني چارواکو ته ښې تنخاوې ورکول کېدې او د ټولنیزو چارو په برخه کې روغتونونه، مرستونونه، او ښوونځي جوړېدل او له خورا بېوزلو سره سیده مرستې هم کېدې.

اروپا او اسلام:

د اتمې پېړۍ په پیل کې د اموي امپراتورۍ مسلمان سمندري ځواک د افریقا له شماله د مراکش له لارې تر سختو جګړو وروسته اسپانیا (اندولس) ته ورننوت، د ګوتانو لویدیزه پاچاهي یې ړنګه کړه او د فرانسې تر سهیلي سیمو پر مخ ولاړ. په اندولس کې د مسلمانانو له ځای پر ځای کېدلو سره د «کوردوبا» اسلامي خلافت منځته راغی او هڅه پیل شوه چې له دې لارې په ټوله اروپا کې نوی دین خپور کړای شي. د همدې هڅې په ترڅ کې د یوولسمې پېړۍ تر دویمه نیمايي پورې عربي واکمنو په کوردوبا کې نېژدې شپږ سوه جوماتونه جوړ کړل. مسلمانان داسې مهال اسپانیا ته ورننوتل چې اروپا د منځنیو پېړیو په تیارو کې ډوبه وه او مذهبي ښوونو یې د هر ډول ازمېښتي پوهې او پرمختګ لار چوره تړلې وه. مسلمانانو د نوي دین تر څنګ دغې تیارې ته له ځان سره د ختیز کلتور و تمدن نوې رڼا ور وسته. ریاضي، طب، کیمیا، ستورپوهنه، او عربي شعر یې په کې دود کړل. د ودانیو نوی هنر یې وځلاوه. د اوبو لګولو کانالونه یې په کې ووېستل او بڼونه او کروندې یې په کې جوړې کړې. اروپا له عربو سره د اړیکیو په ترڅ کې د عربي ژبې د متونو په مرسته د کلاسیک یونان تمدن وپېژاند چې وروسته د رونېسانس په منځته راتګ کې پراخه ګټه ترې واخیستل شوه. اسپانیا د عربو تر واکمنۍ لاندې د ګردې اروپا په پرتله د پوهې، هنر، ودانیزو چارو، کرنې او په تېره د سیاسي ټولېرانس (زغم) په برخه کې بېسارې وده وکړه. د اتمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې «کوردوبا» له ټولنیز-کلتوري پلوه د اروپا یو پرمختللی ښار ګڼل کېده او هغې ته څېرمه، سېویلیا او ګرانادا هم اوچت برم و پرتم ته ورسېدل (۱۶). په اسپانیا کې د مسلمانانو له واکمنۍ سره یهودو د هوساینې یو څه ساه واخیسته. سره له دې چې دوی اړ ول د خپل ژوند و دین رښتې اسلامي واکمنو ته د ټاکلیو پیسو په ورکړه خوندي وساتي او د بل دین د درلودلو په ګرمه د هغوی پرلپسې مالي فشار وګالي، خو بیا هم دومره شوه چې د نړۍ په دغه ګوډ کې تر یوه ځایه له هغه پخواني ړانده انتي سېمیتیستي اختناق و استبداده وژغورل شول چې له پېړیو راهیسې یې دغه مذهبي ټولنه اسکېرله، شړله، وژله او د ژوندانه ورځنیو چارو ته یې په کرار نه پرېښووه.(۱۷)

د پېنځلسمې پېړۍ په پای کې پاپ(شپږم الېکساندر) له اسپانیا څخه د مسلمانانو د توږلو پرېکړه وکړه او دویم فېردینانت یې د هغه له مېرمنې (لومړۍ ایزابیلا) سره جوړه د اسپانیا «کاتولیک پاچاهان» ونومول. دوی د واکمنۍ د ټینګښت په ترڅ کې د مذهبي رخې پر بنسټ د ګردو یهودو او مسلمانانو د پېژندلو فرمان خپور کړ چې له مخې یې د هغوی زرګونه تنه په زړه بوګنوونکي ډول ووژل شول او پاتې یې وشړل شول.(۱۸)

اروپا ته د اسلام د ورننوتلو دویم پړاو تر څوارلسمه پېړۍ راوروسته په کونستانتینوپل کې د غثماني تورکانو د خلافت له ټینګښت سره سم په ختیز روم کې پیل او تر بالکان و کوکازه ورسول شو. د پېنځلسمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې تورکانو بوسنیا او هرزګووینا ونیول او ورسره جوخت یې اسلام ته د هغوی د اړولو چارې پیل کړې. پر ۱۵۲۱ کال چې خلیفه سلیمان بلګراد ونیو تورکان د مدیترانې پر سوداګریزو اقتصادي چارو واکمن شول او امپراتوري یې غښتلې شوه. سره له دې چې تورکانو بالکان نیولای وو او پر شپاړسمه او اوو‌ه‌لسمه پېړۍ دوه ځله تر وین پورې ورسېدل، خو بالکان یو مخیز اسلام ونه مانه او د مسیحیانو تر منځ د مسلمانانو هغه کوشنۍ ډلې په کې جوړې شوې چې تر ننه په همدغه نامه پېژندل کېږي (۱۹). عثماني خلافت د امپراتورۍ په پراختیايي ستراتېژۍ کې اسلام د سیاسي ایډیولوژۍ په توګه کاراوه او د خپل سخت چارچلن له مخې یې اروپايي پرګنو ته د مسیحي استبداد پر ځای اسلامي زورواکي ورښوده. اروپایانو د کاتولیک پاپ و عثماني خلیفه تر منځ لا دا توپیر هم لیده چې پاپ یوازې هغه روحاني مشر دی چې د پاچاهانو په ټاکنه کې یې خوښه په پام کې نیول کېږي او عثماني خلیفه هم ځان روحاني مشر ګڼي او هم په خپله امپراتور دی. د عثماني خلافت تر واک لاندې اروپايي سیمې چې په اجباري توګه د اسلام منلو ته اړ وېستل کېدې، جزیه ترې اخیستل کېده او تر سختو دولتي قوانینو لاندې راوستل شوې وې. پرګنې له دا هر څه پوزې ته راغلې او ځای، ځای یې پاڅونونه پیل کړل. په دغه لړ کې پر ۱۳-۱۸۰۴ کلونو پورې سربیان د اورتودوکسو روسانو په ملاتړ پورته شول او له تورکانو یې خپلواکي وګټله. څلور کاله وروسته یونان د خپلواکۍ جګړه پیل کړه. روسیه، بریتانیا، او فرانسه د دې جګړې تر شا ودرېدل او د تورکیې بېړۍ یې ونیوې. د ۱۸۲۹ کال د سولې په تړون کې روسانو وکړای شول چې د تور سمندرګي ختیزه برخه او کوکاز له تورکانو ونیسي. دا مهال عثماني خلافت په اروپايي برخو کې دومره کمزوری شوی وو چې له مالداویا تر سربیا پورې ټولې ځمکې یې له لاسه ووتې او د لندن په پروتوکول کې د یونان خپلواکي هم پرې ومنل شوه. تر ۱۸۳۹ کال راوروسته عثماني خلیفه (دویم عبدالمجید) په دولتي جوړښت کې د «تنیظیمات» تر نامه لاندې د یو شمېر سمونو راوستلو ته اړ شو. د هغوی په ترڅ کې د شریعت تر څنګ مدني قانون هم ومنل شو او د سوداګرۍ او جزا قانون د فرانسې د قوانینو له مخې جوړ کړای شول چې بهرنیو پانګونو ته لار پکې پرانیستل شوې وه (۲۰). تر دې ورسته د شاوخوا اغېزمنو ځواکونو له پیاوړتیا سره سم عثماني خلافت مخ پر ځوړه لار ونیوه او د ځلمیو تورکانو ګوند له منځته راتګ سره په زړه شوې تورکیه کې د مډرنیزم څپې وخوځېدې.

د شلمې پېړۍ په پیل کې د مصطفا کمال پاشا تر مشرۍ لاندې ملتپال تورکان سره یو ځای شول او د فرانسې سیکولار موډل له مخې یې په تورکیه کې دین و سیاست یو تر بله بېل کړل.

سکولاستیک فیلوسوفي:

په دیني جغرافیه کې فیلوسوفي هغه زهرجنه ونه ده چې یا یې د جرړو د ویستلو هڅه کېږي او یا لږ تر لږه نور داسې ترې وېرول کېږي چې ورنېژدې نشي. دا ځکه چې دین د‌ ژوند و نړۍ او پر هغوی باندې د واکمنو فوانینو د پېژندلو په اړه یوازینی او مطلق ځواب وړاندې کوي. دین هڅه کوي چې فکري تلوسې ته په هغه ځانګړي چوکاټ کې داسې ناخوځنده برید وټاکي چې د یوه نوي اورېدونکي انسان تر زېږېدلو وړاندې جوړ شوی او دی هېڅډول نویوالی پکې راوستلای نشي. خو په فیلوسوفي کې د پېژندنې او پوهېدنې بحث د نړۍ د ارتوالي په انډول ناپایه دی او انساني تفکر ته په هېڅ مانا وروستی برید پکې نه ټاکل کېږي. په بله وینا، په دین کې پېژندنه بشپړه شوې او ټولو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي. په فیلوسوفي کې پېژندنه لا نابشپړه ده او هرې نوې پوښتنې ته ځای په کې ورکول کېږي. دغه ژور توپیر د دین و فیلوسوفي تر منځ د بېلتانه کرښه راکاږي او هر یو پر خپله ټاکلې لار روانوي. تیولوژي وېره لري چې فیلوسوفي یې د تېزېسونو پر وړاندې ټولنیزه ګروهه کمزورې کوي یا به هغه له منځه یوسي. په مطلق دیني چاپېریال کې فیلوسوفي خپلواکې ودې ته نه پرېښوول کېږي. دلته هڅه کېږي چې د ژورو استدلالي اړتیاوو په ترڅ کې د فیلوسوفي له هغې برخې څخه د یوه لوښي په توګه کار واخیستل شي چې دین له عقلي پلوه پرې سینګارېدلای شي. دا ډول کارونه هغه څه ته ورته دي لکه یو څوک چې له زهرجنې ونې کرکه لري خو چې د لمر تودوخه یې تنګ کړي نو بیا د هماغې ونې تر سیوري لاندې هم کېني. پورتني ذهنیت د انتیک یونان تر پای وروسته څه له پاسه یونیم زر کاله اروپا د «ګناه» له وېرې په تیاره کې وساتله او له خپلواک انسانه یې هغه فکري مریی جوړ کړ چې د ‌ژوندانه د ټولو چارو واګي یې د واکمنې مذهبي او سیاسي اتاریټۍ په لاس کې ول. له فیلوسوفي سره د کلیسا اړیکي د هماغې زهرجنې ونې غوندې ول. په پیل کې یې یومخیزه شا ورګرځولې وه. خو په پاتریستیک پېر (لومړۍ او دویمه زېږدې پېړۍ) کې یې چې استدلالي اړتیا ته ور پام شو، د اپلاتون لمن یې ونیوه او د نوي پلاتونیزم په مرسته یې خپلو څرګندونو ته فیلوسوفیک رنګ ورکړ. تر اتمې پېړۍ راوروسته د راهبانو په خونو او کورنیو ښوونځیو کې د روحاني روزنې لپاره د تیولوژیکو او فیلوسوفیکو ګډو ښوونو سکولاستیک پېر پیل شو. دا مهال د عربي متونو له لارې ارېستو وپېژندل شو او د منطق، طبیعي پوهنې، او داسې نورو په برخه کې یې ښوونو د کلیسا پام ځانته ور واړاوه. البېرتوس ماګنوس هڅه پیل کړه چې د ارېستو ښوونې له کلیسايي هغو سره وپېيي او شاګرد یې توماس اکوین دغه لړۍ ته وده ورکړه چې تر شپاړسمه پېړۍ پورې وغځېده.

په سکولاستیک پېر کې د کلیسايي دکتورینو منځټکي دا ول چې «رېښتیا» له ټاکلیو بشپړو سرچینو (بایبل، کلیسا او ارېستو) بهر لټول کېدای او موندل کېدای نشي. د رېښتیا د پېژندلو لپاره دې یوازې د روحانیت څرګندونې ومنل شي، ځکه چې هغه له خدای سره اړیکي لري او یوازې خدای په هر څه پوهېږي. هر ډول پوښتنې به د دیني اتارېټۍ اعتراض ته په پاملرنه د هغوی تر څېړنې او خوښې وروسته ځوابېږي. سکولاستیک سیستم فیلوسوفي د تیولوژۍ تر سیوري لاندې راوسته او د دین په لار کې یې د هغې نوکرې دنده ورکړه چې د مسیحیت «یوازېنۍ رېښتینې» ښوونې په شعوري رڼا څرګندې کړي. پورتنۍ دکتورین نېژدې زر کاله ټولنیز شعور تر خپل اغېز لاندې وساته او دیني ښوونو ته یې د رېښتیاینې جامې وراغوستې وې. په لوړ او وروستي سکولاستیک فیلوسوفي پېر کې چې ګڼشمېر پوهنتونونه جوړ او د ازمېیښتي پوهې ورونه پرانیستل شول، دا ډول څرګندونې هم بې غبرګونه پاتې نشوې او د دین و پوهې تر منځ د دیالیکتیکي اړیکیو د پوښتنې شاربل پیل شول. په وروستي سکولاستیک کې دا پوښتنې تر هغې ورسېدې چې ویلهېلم اوکهام د «د زړې لارې پر ځای نوې لار» نومې تیوري وړاندې کړه. په دغه تیورۍ کې له دینه د پوهې د بېلولو غوښتنه کېده او د نوي فکري پېر پر لوري یې ور پرانیسته. (۲۱) 

پوهنتوني بهیر په اروپا کې له مطلقو افکارو څخه د ځلمي کول په رابېلولو او خپلواکو افکارو ته د هغوی د پاملرنې په لار کې ژور اغېز وکړ. دا مهال چې رونېسانس په وده کې وو یوخوا په علمي ډګر کې د لرغونیو کتابونو مخونه پرانیستل شول او بلخوا ازمېښتي او استدلالي سیستم منځته راغی. له دې سره په پرلپسې توګه د فکري خپلواکۍ بهیر تر هغه ځایه چټک شو چې په رڼا پېر کې یې اروپا د نوې فیلوسوفي او پوهې حاونده کړه او په پای کې یې یو مخیزه د منځنیو پېړیو له تورتمه را ووېستلای شوه.

وجدانپلټنه:

د یوولسمې پېړۍ په پیل کې له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو سره سم ښارونو او د هغوی اړوندو چارو پراختیا ومونده او تر رڼا لاندې یې روښاندې کړۍ منځته راغلې. په دوی کې ځینو د کلیسا چارچلن ته د سمون په موخه ګوته نیوه خو کلیسا هغوی ملحدین بلل. په سر کې کلیسا له دوی څه اندېښنه او وېره نه درلوده، ځکه چې بنسټیز ځواک (پرګنې) د کلیسا تر شا ولاړ وو. پرګنو له خپلواک اند کارولو پرته په پټو سترګو د هغې هر راز څرګندونې او سپارښتنې پر ځای کولې او د خپل کورني او ټولنیز ژوندانه بشپړ واک یې په لاس کې ورکړی وو. دوی نه په خپله د خپلواک تفکر تلوسه درلوده او نه یې هم له کلیسايي کلیشې بهر د بل چا څرګندونو ته غوږ نیوه. په هاغه مهال اروپا کې د دینواکۍ (تیوکراسۍ) راز په همدې کې وو چې پرګنو یې ړوند ملاتړ کاوه، کنه پاپ خو له خپل ټول کلیسايي سازمان سره، سره دومره فیزیکي زور نه درلود چې په یوازې سر هر څه په خپل ګورت کې ونیسي او داسې مېچنې وچلولای شي. او هماغسې چې هېڅه په یوه بڼه نه پاتېږي، د د دوولسمې پېړۍ تر لومړۍ نیمايي را وروسته الحادي ډلو د «کاتار» او «والدینز» په ګډون د یوه ستر غورځنګ بڼه ومونده او د کاتولیک کلیسا د واکمنۍ پر وړاندې یې جدي ګواښ رامنځته کړ. کاتارانو د زردشت غوندې نړۍ د ښو او بدو تر منځ د بې پایه جګړې لوبغالی ګاڼه، د کلیسا واکمني یې غندله او له توکیزو شتمنیو او لمنځونو یې مخ اړولای وو (۲۲). والدینز هم تر یوه ځایه کاتارانو ته ورته ول. دوی د شتمنیو پر وړاندې د کلیسا له وږسترګۍ کرکه کوله او د «اپوستولي» بېوزلۍ په بڼه یې ژوند غوره کړی وو (۲۳). په اروپا کې د مرګ سزا د له منځه وړلو لومړني غوښتونکي هم والدینز ول. دغو دواړو ډلو چې د فرانسې له سهیلي برخو راپورته شوې وې، له کلیسا سره څه تړاو نه درلود او یوازې پر بېوزله پرګنیز بنسټ ولاړې وې. د دوی د هلوځلو موده نېژدې درې سوه کاله تر هغې اوږده شوه چې پر پېنځلسمه پېړۍ د وجدانپلټونکیو لخوا والدینز داسې بشپړ پوپنا کړای شول (۲۴) چې یوازې پر یوه شپه یې د کاتولیکو زرګونه غړي ورووژل. د روم اټکل دا وو چې ګوندې د سخت تاوتریخوالي په څرګندولو به وېره خپره کړای شي او په دې توګه به د نورو پاڅونونو مخه ونیولای شي، خو دا خوب سم ونه خوت. د دغه راز خوځښتونو او غورځنګونو له پیله کلیسا پتیلې وه چې که مخنیوی یې ونشي ورو، ورو به یې په پرګنو کې اغېز تر هغه ځایه ورسېږي چې بیا به د کلیسا وینا او سپارښتنو ته څوک غوږ نه ږدي او ګټلی واک و ځواک به یې له لاسه ووځي. له همدغه لامله سیمه ییزو «بیشوفانو» او کلیسايي کړیو په هر هغه چا پسې راواخیسته چې د کلیسا له ښوونو سرغړوونکي ورته ښکارېدل. دغو سرغړوونکیو ته یې بېخدایه، بېلاري او مسیحي دښمن ویل او تر پوښتنو لاندې یې نیول. د دوی پر وړاندې د ټکر په لومړي پړاو کې به که څوک ملحد و بېلارې وپېژندل شو هغه به یا توبې کښلو ته اړ وېستل کېده یا به زندان ته اچول کېده یا به لعنت پرې ویل کېده او یا به له ټولنیزو اړیکیو بې برخې کېده (ایکس کامونیکېشن). د دوولسمې پېړۍ پر وروستیو کلونو د ملحدینو پلټنې د کلیسا په چوکاټ کې یوه ځانګړې تګلار او سازماني-قانوني بڼه ومونده. دا مهال الحاد ته د دولتي جرم غوندې له سیاسي سرغړاوي سره تړاو ورکړل شو. پاپ (نهم ګریګور) همدغه ټکی لاسوند کړ او په کلیسا کې یې د وجدان پلټنې (اینکویزېشن) څانګه پرانیسته. ده وجدان پلټونکیو ته پر ملحدینو او بېلاریو سربېره د ګناهکارو او هر هغه چا د څارنې، نیونې او پلټنې لارښوونه وکړه چې د کلیسا سپارښتنې او ویناوې یې ناسمې یا بابېزه ګڼلې. وجدان پلټنه د خدای د غوښتنو او لارښوونو د پر ځای کولو دنده ګڼل کېده. ټولنیز شعور ته دغه دنده «د خدای د خوښۍ له امله» سمه ښکارېده او کلیسا له همدې لارې خپل مخالفین ټکول او په ټولنه کې یې خپله واکمني ټینګه ساتله. پاپ وجدانپلټونکیو بنسټونو ته واک ورکړی وو چې هم تورن ومومي، هم یې وپلټي او هم په خپل اند تر مرګه سزا ورته وټاکي. دوی تورنو ته مرګسزا ټاکله خو هغه یې د دولتي اورګانو په لاس پلې کوله. ځکه ویل به یې چې موږ روحانیو یو او راسره نه ښايي چې لاسونه مو د چا په وینه سره شي. (!)

د دیارلسمې پېړۍ د دویمې نیمايي پر لومړیو کلونو چې «څلورم اېنوڅېنڅ» پاپ شو، وجدانپلټونکې څانګې په ګرده اروپا کې خورا ځواکمنې او د مخالفینو د ټکولو او ځپلو په کار کې زښته اغېزناکې وې. ده چې دغه ځواک و اغېز ولید، پلټونکیو ته یې وویل چې تر دې وروسته دې تورن د اعتراف لپاره شکنجه کړي. تر دې وروسته دغو بنسټونو د یهودو، اته‌ایستانو، اګنویستانو، کره کتونکیو، جادوګرو او پر نورو دینونو د ګروهمنو او هر هغه چا د موندلو او ټکولو بهیر لا پسې ګړندی کړ چې کلیسا وېره او کرکه ترې درلوده. بدمرغه تورن یې وهل، داغل، نوکان یې ترې وېستل، په ستوني کې یې د اوبو ډکې سلواغې ورتشولې، غړي یې ترې پرې کول او تر هغې چې لګېدلی تور به یې مانه، په داسې نورو لسګونو ډولو یې ځورول. که څوک به د دغو سزاوو په ترڅ کې مړ شو، قاضي به ویل چې هغه بېګناه وو او خدای ځانته ور وباله او که چا به سزا ونه زغملای شوه او خپل تور به یې ومانه نو هماغه ول چې لګېدلی تور رېښتینی  ګڼل کېده. بیا نو قاضي «د دولتي اورګانو په لاس» د مرګ سزا داسې ورته ټاکله چې یا به یې زندۍ کاوه یا به یې سر ترې پرې کاوه، یا به یې په اور سېزه او داسې نور. مانا دا چې تورن له محکمې ژوندی نه ووت. هغه محکمه چې تورن ننګوال (مدافع وکیل) په کې نه درلود او د څارنوال دنده هم قاضي ته ورکړل شوې وه.

لکه په تېرو کرښو کې چې وویل شول، د فېزیکي مرګ تر څنګ کله، کله داسې هم کېدای شوه چې تورن ته د لعنت او ټولنیز بایکاټ سزا هم ورکړل شي. دا هم کټمټ مرګ وو ځکه چې ټولو هر راز اړیکي ورسره پرې کول، بشپړ یوازې یې پرېښووه او په پای کې هغه له بېوزلۍ، ولږې یا ناروغۍ په خپله مړ کېده. له وجدانپلټونکیو هر چا کلکه وېره درلوده. دوی ته همدومره بس وه چې چا ورته ویلي وای چې هغه سړی یا ښځه دین نه مني یا یې دیني باور کمزوری دی او یا جادوګري کوي. ډېره ناشونې او ګرانه وه چې څوک دې له داسې توره سپین مارغه راووځي.

کلیسا د ښځو پر وړاندې ډېره ژر کرکه ښکاره کوله. هاغه مهال یو شمېر درملګرو ښځو چې درمل یې جوړول او د ناروغو درملنه یې کوله د خپل کار لپاره داسې ګوډونه غوره کول چې له ګڼه ګوڼې پر څنګ ول. د کلیسا اټکل دا وو چې دغه شمېر ښځې په یوازېتوب کې د کار تر څنګ په فیلوسوفيک او ټولنیز تفکر کې هم ډوبېدای او د پېښو څرنګوالي ته په ژوره توګه ځیر کېدای شي او بلخوا یې درملنه د کلیسا له کړۍ بهر پر ناروغو ښه اغېز ښندي او د وګړیو پاملرنه ور اوړي. دا دواړه فاکټورونه د کلیسا نه خوښېدل. ځکه چې هم یې د خپل ماهیت د رسوا کېدلو وېره درلوده او هم یې هغه «تېز» بې ارزښته کېده چې ګوندې د هرې ستونځې د هواري کیلي یوازې له روحانیونو سره ده. له همدغه لامله یې پر داسې ښځو تور لګاوه چې جادوګرې دي او په یوازېتوب کې له شیطان سره پټ اړیکي لري. دوی د همدغو اړیکیو په ترڅ کې له شیطان سره غوونه کوي او بیا درملنه ترې زده کووي. مذهبي انځورګرو شیطان داسې کرغېړن و کرکجن انځوراوه چې په لیدلو یې د هر چا غونی ځیږېده. ځکه خو له هغه سره د اړیکیو تور د دغو بېچاره ښځو پر وړاندې کلکه ټولنیزه کرکه پاروله او سزا یې له مرګ پرته بل څه نه وه. روحانیونو د خپلو زړونو د سړولو لپاره دغه بدمرغه ښځې د ملحدینو غوندې ژوندۍ په اور سېزلې او وژلې. پر پېنځلسمه پېړۍ د چادوګرۍ په تور د ښځو د ژوندي سېزلو بهیر په سیستماتیکه بڼه پیل شو او پر شپاړسمه او اووه‌لسمه پېړۍ پر کاتولیک کلیسا سربېره پروتستانت کلیسا او دولتي واکمنو هم د وجدان پلټنو په محکمو کې تورنې ښځې تر سختو شکنجو لاندې دې ته اړ وېستلې چې ووايي «هو موږ چادوګرې یو» چې ووژل شي. پر همدغو پېړیو زښته ډېرې ښځې د لرګیو د بارو له پاسه ژوندۍ وتړل شوې او د اور په لمبو وسېزل شوې. دا لړۍ نېژدې درېسوه کاله اووږده شوه او وروستۍ ډله ښځې د جادوګرۍ په پلمه او تور د اتلسمې پېړۍ په وروسیتو کلو کې په سویس کې په اور وسېزل شوې.(۲۵)

په اروپا کې په اور د انسان سېزنه د دینواک پېر یوه دودیزه سزا وه. دغه سزا د هر هغه چا په برخه کېده چې کړنو یې له واکمن سیستم سره ټکر کاوه او یا داسې اټکل ترې کېدای شو چې ګوندې دغه سیستم ته به ګواښ پېښ کړای شي. دغې زړه رېږنده سزا د انساني ژوندانه بېشمېره خواخوږي او سمونپال شخصیتونه (وګړې)، فیلوسوفان، پوهان، هنرمن، او د بلې ګروهې، اند و باور خاوندان ژوندي وریته او ایرې، سکاره کړل. د ساري په توګه، یوازې پر دیارلسمه پېړۍ د پورتګال په لېزبون ښار کې نېژدې نه سوه انسانان د همدغو فناتیکانو له لاسه به اور وسېزل شول ځکه چې یهود ول. (!)

وجدانپلټونکیو کړیو پوهانو او اندوالو ته تر هر بلچا ډېر پام ور اړاوه او د هغوی کلکه څارونه یې کوله. له دوی وېره کېده چې داسې څه یې له خولې را ونه وځي چې ټولیز ذهنیت بلخوا واړولای شي. په دوی کې ډېر د ژوندي پاتې کېدلو لپاره د ژوند تر پایه چوپ پاتې شول او هغوی چې له دغو تیارو یې د ټولنې د ژغورلو لپاره نوي څه وویل، بیا ساه کښلو ته پرې نه ښودل شول. دغه کار ته تر هر چا لومړی په خپله ټولنې او پر هغې باندې واکمن شعور د کلیسا لاس غځاوه. هر څوک به چې کلیسا له دینه د سرغړاوي یا وتلو په تور واژه، ټولنې یې ملاتړ کاوه او دا کار یې له دین سره سم، ښه او پر ځای ګاڼه.د دینواکۍ په موده کې د وګړیو غوڅ شمېر نالوستي ول او بایبل چې یوازې په لاتین ژبه لیکل شوی وو، دغو نالوستو نه لوستلای شو او نه هم په لاتین پوهېدل. د کاتولیک کلیسا هم نه خوښېده چې هغه په نورو ژبو وژباړل شي او څنګه یې چې خپله خوښه وه، هماغسې یې خلکو ته ښووه او تفسیراوه. دلته به بېځایه نه وي که یو ځل بیا وویل شي چې د دینواکۍ د ګردې تیارې او ترخې مودې پړه یوازې د پاپ و کلیسا پر غاړه نه ده. په دې اړه ټول هغه وګړي چې د وچ و ړانده باور له مخې یې د دغه سیستم ملاتړ کاوه او په خپله خوښه یې ځانونه د هغه مریان کړي ول، د خپل تیاره ژوند په اړه پړه او ګرم ګڼل کېږي. څرګنده ده چې که پاپ و کلیسا تر خپلې شاوخوا د اروپا د میلیونو انسانانو هر اړخیزه مرسته او ننګه نه لیدای؛ هیڅکله یې په یوازې سر داسې مخ پورته اوبه بیولای نشوې. په رېښتینې مانا، همدا پرګنې وې چې خپلواک شعور یې په لته وهلای وو او ناپوهۍ او تورتم کې یې د ورځني ژوندانه او ګاندې واګي د کلیسا استازیو ته په لاس کې ورکړي ول او هغوی هم هغې خوا ته ورکاږل چې خپله خوښه یې وه. سړی هک پک شي چې د دومره نادودو له لیدلو سره، سره څنګه کېدای شي چې ټولنیز شعور بیا هم داسې ویده او تپه تیاره پاتې شي او لا د خدای د خوښې په هیله د دا راز دین مزی په خپله غاړه کې پرېږدي. 

شریک کړئ