په اروپا کې د دین او سیاست تاریخي - ټولنپوهنیزه ارزونه، له لرغوني یونان نه رانیولې، د رومي دینواکه امپراتورۍ، د مسیحیت منځته راتګ او پراختیا، د مسیحیت دینواکي، د دولت او دین لانجه، د اسلام او اروپا ګډ تعامل، صلیبي جګړې او ورپسې په نوې اروپا کې دین او سیاست څېړل کېږي. دا لیکنه په څلورو برخو کې خپره شوې ده.

لرغونی یونان:

د مدیترانې د څنډو ایکالوژیکي ځانګړنو انسان اړ وېسته او هڅاوه چې د ژوند د هوساینې پوهنیزې، هنري او تخنیکي لارې چارې ولټوي. د همدغه لټون په ترڅ کې د ښکار، کب نیونې، څاروي روزنې، کرنې، لاسي صنعت او بېړۍ چلونې غوندې ګڼشمېر اقتصادي فاکټورونو وده وکړه چې یو خوا یې ټولنیز جوړښتونه پیاوړي کړل او بلخوا یې د بېلابېلو ټولنو تر منځ سوداګریز، سیاسي او کلتوري اړیکي رامنځته کړل.

لرغونی یونان د همدغو ځانګړنو تر اغېز لاندې داسې مهال یوه نوې کلتوري-مدني زانګو شوه چې د کوشنۍ اسیا او مصر له کلتورونو او تمدنو سره یې د وچې او اوبو له لارې تګ، راتګ درلود. یونانیو وکړای شول چې د همدغو مدني ګاونډیو ګنشمېر کلتوري توکي له خپلو هغو سره وپېیي او تر زېږکالشمېر نېژدې اووه نیمې پېړۍ وړاندې په اروپا کې د تمدن بنسټ کېږدي.

د ژوند و نړۍ په اړه پوښتنو د هرې بلې ټولنې غوندې یوناني تفکر کې هم ځای درلود. هماغسې چې لرغوني انسان دغه راز پوښتنو ته د ځواب موندلو لنډه لار په نالیدلیو میتافیزیک ځواکونو کې لټوله؛ یوناني ټولنو هم خپل فکري اړیکي له میتافیزیک سره تړلي او زرګونه کاله وړاندې یې د فانتازۍ په مرسته د بېلابېلو ښکارندو، پېښو او چارو لپاره بېلابېل خدایان ټاکلي ول.

په ایلیاس و اودېسې کې د «هومېر» اشعار د انسان پر ژوند د دغو خدایانو اغېز او پر هغوی باندې د یوناني ټولنې د ګروهې او باور څرګندونه کوي.

د یونان ګڼخډايیز سیستم زښت ډېر مصر ته ورته دی او داسې ښکاري چې یوناني «زیوس» به په نوي نامه هماغه مصري «امون» وي ځکه چې یونانیو هم د مصریو غوندې زیوس د لمر خدای په نامه پېژانده او تر څنګ یې د بېلابېلو چارو او پېښو لپاره اموني سیستم ته ورته ګڼشمېر نارینه او ښځینه مرستیال خدایان درلودل. په انتیک یوناني ښارونو کې دیني جرړې ډېرې کلکې وې. که څه هم چې دوی کوم ځانګړی دیني کتاب نه درلود او دیني سرچینې یې د خدایانو او اتلانو اسطوره‌یي کیسې وې، خو په ګردو ټولنیزو او ځانګړیو ستونځو او چارو کې یې له هغوی مرسته غوښته. د لرغوني یونان خدايي جوړښت پر مصر سربېره د بین‌النهرین نښې هم لري او داسې پېچلی کورنی جوړښت څرګندوي چې کېدای شي تر ځايي مهالنیو دینپوهانو پرته به عام وګړي بشپړ پرې نه پوهېدل، خو له دې سره یې هم ګروهنیز اړخ ډېر پیاوړی وو. په دغه خدايي کورني جوړښت کې «زیوس» له پېنځو خویندو «دوې یې د (زیوس) ماندینې دي»، اتو مېرمنو او دوولسو لوڼو-زامنو سره ښودل شوی او د ټولو خدایانو شمېر یې تر پنځوسو اوړي.

د یوناني میتولوژۍ له مخې زیوس «د رهېیا او کرونوس» زوی له خپل پلار سره په یوه ستره جګړه کې پر هغه برلاسی شو او خدايي یې ترې ونیوه. سربېره پر دې چې هغه د اسمان، شپې-ورځې، وورښت، تالندې، برېښنا او وړاندوینې د هنر خدای ګڼل کېده، د ټولو خدایانو او انسان پلار هم منل شوی وو.

د انسان د پیدایښت په اړه پوښتنې ته د یوناني میتولوژۍ ځواب دا وو چې  زیوس د تیتانو (د تیتان ډېرګړې بڼه) زوی (پرومیتیوس) ته لارښوونه وکړه چې له خټې انسان وپنځوي او د ژوند کولو ځینې کلتوري چارې هم ور زده کړي. پرومیتیوس دا دنده پر ځای کړه خو د زیوس له وینا او غوښتنې پرته یې اور «چې د زیوس تر ځانګړې څارنه لاندې وو» هم انسان ته ور وړ او کارول یې ور وښودل. زیوس له دې امله سخته غوصه وکړه. هغه پرومیتیوس د کوکاز غره په یوه ستره ډبره کې ویلي کړ او یو مارغه یې ور ولېږه چې بیا، بیا رغېدونکی لړمون یې خوري. پر دې سربېره یې د انسان پر وړاندې هم د کرکې له مخې لومړنۍ «پاندورا» نومې ښځه وپنځوله چې هغه په بدمرغۍ ککړ کړي(۱).

د اولمپ غره سپېڅلتیا هم د زیوس له نامه سره اړیکي لري. داسې منل شوې وه چې زیوس چې له هسکه راکښته کېږي، خپلې پښې د اولمپ غره پر څوکو ږدي او دغه غر د دوولسو خدایانو ځای ګڼل کېده. هغه ورځې چې اولمپ ته د زیوس د راکښته کېدلو لپاره په پام کې نیول شوې وې د هغه د هرکلي په ویاړ د یونانیو مذهبي نڅاوو او سپورتي لوبو لمانځل کېدې. یوناني خدایانو داسې انساني نارینه او ښځینه بڼې درلودې چې زورور ځواک یې تر انسانانو اوچت وو او هغه چارې یې سرته رسولای شوې چې انسان یې وړتیا نه درلوده. په دغه جوړښت کې هر خدای ځانګړې چارې پر مخ بېولې او په هره برخه کې به چې انسان له یوې ستونځې سره مخامخېده هماغه ځانګړي خدای ته یې مخ وراړاوه او مرسته یې ترې غوښته. پر دې سربېره، تر مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدلو انساني تنده د خدایانو په بېساري ځواک خړوبېده. همدا هیله وه چې د دنیايي ستونځو د هواري تر څنګ یې انسان د دیني شخصیت خپلولو او پر خدایانو باور ته ورکاږه. د همدغه باور له مخې نړۍ پر درېیو برخو (ځمکه، هسک او کنده) وېشل شوې وه. فزیکي نړۍ ځمکه نومېده. هسک د خدایانو سیمه وه او کنده هغه ځای وو چې انسان تر مرګ وروسته ورتلو او له سره یې نوی ژوند په کې پیلاوه. په کنده کې ډېر سیندونه بهېدل او درې برخې یې درلودې چې هادیس، تارتاروس او ایلیزیو نومېدې. په هادیس کې مړی محکمه کېده او د راتلونکي برخلیک په اړه یې پرېکړه کېده. که منل شوې وای چې د زیوس له غوښتنو سره یې سم ژوند کړی ایلیزیوم ته استول کېده چې ډېر ښکلی، هوسا او زړه راکښونکی انځور شوی وو او د لرغونیو اتلانو او کره ګروهمنو استوګنځی وو. په ایلیزیوم کې د انسان ټولې غوښتنې، هیلې او ارمانونه بشپړېدل او ژوند پای ته نه پکې رسېده. خو که سرغړوونکی به وګڼل شو بیا نو هماغه تارتاروس ته ور اچول کېده چې ډېر بد، ناوړه، دردوونکی او کرکجن ځای وو(۲). تارتاروس دومره ژوره کنده وه چې که یو وسپنیز مارتول ور غورځول شوی وای ایله به یې تل ته نه ورځې او نه شپې وروسته ور رسېدلای وای. د دغه ځای تر شاوخوا درې دېوالونه چاپېر ول او تر منځ یې اورسیندونه بهېدل. د هومېر د شعرونو له مخې په تارتاروس کې د تیتاني زندانیو د ژوندانه څو بېلګې داسې دي:

د ګایا زوی تیتوس پر ځمکه څملول شوی او ټپوسان راځي او ینه یې خوري، خو دی ځان خوځولای نشي. د سیپیلوس پخوانی پاچاه تانتالوس په تنده او ولږه ناپایه ځورول کېږي. دی تر ستوني پورې په اوبو کې تږی ولاړ دی خو چې وغواړي اوبه وڅښي هغه کښته ترې ټیټېږي. همدا راز یې د سر له پاسه مېوې راځوړندې دي او دی چې وغواړي راویې نیسي او ویې خوري، یو ناڅرګند لاس وروغځېږي او پورته یې ترې راکاږي. د کورینت ښار بنسټ اېښوونکی سیسیفوس اړ کړای شوی چې یوه غټه تیږه د غره څوکې ته اوچته کړي. هر ځل چې دی په ډېر ځور دغه تیږه ټاکلي ځای ته ورنېژدې کوي هغه بېرته کښته راولوېږي او دی یې بیا پورته کولو ته اړ وېستل کېږي. اکزیون پاچاه د اور پر څرخ پورې تړل شوی او شپه او ورځ تاوېږي. د داناووس پاچاه پېنځوس لوڼې اړ دي چې سورۍ شوې بېړۍ په یوه ګړي له اوبو تشې کړي.‌ په تارتاروس کې هر څوک خپله سزا ناپایه ګالي او پرلپسې بې پایلې هڅو ته اړوېستل کېږي.

د ورځني ژوندانه له ستونځو او ترخو پېښو کرکه، تر مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدلو ډاډ او په هغه کې اپلوزیوم ته د ورتګ هیله او له تارتاروسه کرکه او وېره هغه بنسټیز فاکټورونه ول چې په یوناني ټولنه کې یې دین ته اړتیا رامنځته کوله او انسان یې هڅاوه چې د هغو خدایانو غوښتنې او سپارښتنې پرځای کړي چې دوی په خپل فانتازي ځواک زېږولي ول.

داسې ښکاري چې دین ته د انسان اړتیا د هغه رېښتینولۍ ته تر ژورې پاملرنې ډېره مخکې ده. د یونان سیاسي جوړښت هم د هغه له ګڼخداییز سیستمه رنګ اخیستی وو او د دویم فیلیپ تر واکمنۍ پورې هیڅکله یوازینی منځنی دولت پکې رامنځته نشو. دغو سیاسي جوړښتونو «ښار دولتي» بڼه درلوده او تر منځ یې د واک غځولو پر سر پرلپسې جګړې روانې وې. تر اوږدو جګړو وروسته پر شپږمه مخزېږدې پېړۍ کې د ښاري دولتونو له ډلې «سپارتاښار» تر نورو غښتلی شو او ویې کړایش ول چې د شمالختیزو پېلوپوني ښاري دولتونو تر منځ یو تړون رامنځته کړي. دغه تړون له یونان سره د پوځي پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړه او د سیاسي اغېز د پراختیا لار یې ورپرانیسته.

لومړني ښاري دولتونه د زورورو اشرافي کړیو په لاس کې ول او په بشپړ استبداد و اختناق یې د وسله والو پوځونو په مرسته ساتنه کېده. که یو دولت به له داسې کورني ګواښ سره مخامخېده چې کېدای شوه ړنګ شي؛ بل ګاونډي دولت یې مرسته او ملاتړ کاوه. دا مرسته د دې لپاره کېده چې کورني ځواکونه د دولتونو د نسکورولو زړورتیا ونه مومي او هر دولت د هغوی پر وړاندې واک خوندي په ولکه کې وساتلای شي. تر دې اخوا د دولتونو تر منځ کومه خواخوږي یا بله پېرزوینه نه وه. دوی هره شېبه یو تربله وېره درلوده او ځانساتنې ته پرلپسې چمتو ول.‌د یونانیو تر منځ سیاسي بېلتانه یې د ملي یووالي مخه نیوله. هغه څه چې دوی یې پر دغه بېلتانه سربېره بیا هم سره نېژدې کولای شول، د دوی پان هېلیني غوښتنې، ورته مذهبي دودونه، ګډه ژبه او په ځانګړې توګه اولمپیک لوبې وې. د اشرافي پوړ تر منځ د سیاسي واکمنۍ له امله پرلپسې کړکېچونو او جګړو پر پېنځمه مخزېږدې پېړۍ په اتن ښار کې د «بېریکلیس» په نوښت سیاسي واک ته د رسېدلو یو نوی سیستم رامنځته کړ. دغه سیستم د سیاسي جوړښت زړه استبدادي بڼه واړوله او د دیموکراسۍ په چوکاټ کې د واکمنو د ټاکنې واک د پرګنو لاس ته ورغی (۳). په دغه پرګنواکۍ کې چې نېژدې یوه نیمه پېړۍ پر ځای وه؛ د لومړني سیاسي ازمېښت په توګه ښځو، مریانو او بل هر هغه چا ته د ګډون برخه نه ورکول کېده چې له اتني مور و پلاره زېږېدلي نه ول. تر دېموکراتیک پړاوه راوروسته اتن پر سیاسي ارزښت سربېره د فلسفې، پوهې، او هنر په برخو کې ډېرې بریاوې وګټلې او ستر تاریخي ځای یې وموند. له دې سره، په یونان کې د دودیزو خدایانو اغېز خپل ځانګړی ځای درلود. دغه ټکي د یونان په میتافیزیک فلسفه کې څرګندېږي. دلته د هېراکلیت دا څرګندونه ډېره منل شوې وه چې ویل یې «هر څه خدای دي». دا وینا داسې مانا کېده چې نړۍ د خدای وجود دی او یا دا چې نړۍ په خپله خدایي ده. اریستو هم د هراکلیت غوندې د میتافیزیک پر کرښه روان وو؛ خدای یې مانه او هغه یې «ناخوځنده خوځندوی» ګاڼه (۴). د میتافیزیک تر څنګ ماتریالیستي او اګنوستیک فیلوسوفۍ هم خپل پلوي درلودل. خو داسې ښکاري چې له سیاسي او ټولنیز ملاتړه بې برخې وه او څرګندولو یې سخت ګواښ هم پېښولای شو.

په دغه ټکي د پوهېدو لپاره به همدا بس وي چې د «سوکرات ۳۰۰-۴۷۰ مخزېږد» برخلیک ته ځیر شو. هغه په اتن کې یو کاریزماتیک شخصیت ګڼل کېده. همدغه ځانګړی شخصیت پر ده پورې سور اور شو او د یو شمېر هغو کړیو رخه او کرکه ورنېغه شوه چې د ده د سیالۍ جوګه نه ول. دوی د دیني لمنې په نیولو او سوکرات د له منځه وړلو اسانه لار ومونده او دا یې ورپلمه کړه چې هغه د دوی خدایان نه مني او په خپلو ښوونو ځلمی کول له دینه بېلارې کوي. د دغه تور سزا مرګ وه. سوکرات مرګ ومانه او د سڼکیا کټوری یې په ستوني کې تش کړ خو له خپله انده وانه ووښت. که د دغه فیلووسوف شاګردانو (اپلاتون، کسینوفون و اریستوفان) یې د فیلوسوفیک لیدلوري یادونه کړې نه وای، کېدای شوه چې موږ به نن نه پېژانده (۵). دا ځکه چې له دغه فیلوسوفه هیڅډول لیکنه راپاتې نه ده. له دې سره هم په یونان کې دین و خدایان د ټولو لپاره د منلو او نمانځنې وړ نه ول. «اویهېمېروس» له همدې ډلې څخه هغه فیلوسوف وو چې ویل یې خدایان له آره هغه لرغوني پاچاهان و اتلان ول چې ځینې ځانګړې چارې یې سر ته رسولي او په اساطیري سیستم کې یې د خدایانو بڼې موندلې دي.

د سیاسي واک پر سر پرلپسې شخړې او د ښاري دولتونو تر منځ اوږدې جګړې د منځني دولت له جوړېدلو سره پای ته ورسېدې او یونان د یوه پوځي زبرځواک په بڼه راڅرګند شو. د دغه تاریخي پړاو پیل پر ۳۵۹ مخزېږدي کال په ماکېدونیا کې د دویم فیلیپ له واکمنۍ سره تړاو لري. هغه د یوناني ښارونو له هغو خپلمنځي جګړو ګټه واخیسته چې له اوږدې مودې راهیسې روانې وې. د ده سیاسي تاکتیک دا وو چې د واک هیله‌منې سیاسي سیالې اشرافي کورنۍ یې له ځان سره یو ځای کړې او ډېر ژر یې داسې غښتلی پوځ پر پښو ودراوه چې په زور یې ماکېدونیا پر ټول یونان واکمنه شوه. له دې سره، په «تراکین» کې د سرو زرو کان لاسته ورغی او له مالي پلوه غښتلی شو. فیلیپ د یوې لویې امپراتورۍ د جوړولو ستراتیژي درلوده او د هغې د پلي کولو اړوند پوځي-لوژیستیکي تابیا یې نیولې وه خو کورنیو پټو لاسونو د مرګ په څپېړو وواهه او هر څه یې ترې پاتې کړل.

د فیلیپ زوی الېکساندر چې د پلار ځایناستی شو؛ د هغه د ارمان پوره کولو لار پر مخ بوتله او د مدیترانې له کڅو یې د هېند تر بریده او منځنۍ اسیا د یونان تر ولکه لاندې راوستل. له دې سره په نیول شویو سیمو کې د هیلینیستي کلتور پراختیا ته لار هواره شوه او یونان د یوه ستر تمدن په نامه وپېژندل شو.

د الېکساندر له بیړني مرګ سره نه یوازې د هغه ستراتیژي بشپړه نشوه چې لا هماغه جوړه کړې امپراتوري امپراتوري یې هم وشنل شوه او یوناني واکمن ډېر ژر د هماغو سیمو له اوسېدونکیو سره وپیوند شول چې د دوی تر ولکه لاندې ول.

د الېکساندر تر مرګ وروسته یونان په هیلیني پېر کې د خپلمنځي جګړو ډګر شو. د انتیګونوس (د الېکساندر ستر جنرال) پلویانو هڅه کوله چې ماکېدوني امپراتوري بېرته ټینګه کړي او د اتن اوسېدونکیو هلېځلې کولې چې اتن د یوه خپلواک ښار په توګه پاتې شي. دغه راز غوښتنو جګړو ته لار پرانیسته او د هېواد سیاسي او پوځي ټیکاو یې کمزوری کړ. دا مهال په شمال لوېدیځ کې رومي ځواکونو له دغه کړکېچه ګټه واخیسته او د ماکېدونیا تر ټکولو وروسته مخ پر اتن ورشېوه شول او ګرد یونان یې د رومي پاچاهۍ یو ولایت کړ.

د یونان لرغوني سیاسي تاریخ کې دولتونه د دین ساتندوی ښکاري. «د سوکرات مرګ یې یوه بېلګه ده.» تر ټولو ستره ګټه چې سیاسي واکمنو له دینه تر لاسه کوله دا وه چې خپلو پرېکړو ته یې د روحاني کړیو په مرسته دیني مشروعیت ورکولای شو. په لرغوني یونان کې دا باور ډېر کلک وو چې د «اوراکل» و «مانتیک» په مرسته یو شمېر ځانګړي انسانان او ځینې نښې په ورځنیو چارو کې د خدایانو خوښه او پرېکړه څرګندولای شي. د وړاندوینې دغو دواړو هنرونو پر لمرخدای زیوس پورې اړه درلوده چې هغه یې وروسته واک اپولون ته هم ورکړی وو. اوراکل سپېڅلي ځایونه، ټاکلې ورځې، او ځانګړي روحانیون (پېتیا) درلودل. په دیلفي کې د اپولون اوراکل د ګرد یونان لپاره تر ټولو اوچت ارزښت درلود. هر چا به چې غوښتل د خپل راتلونکي په اړه د خدایانو په خوښه وپوهېږي، یو لړ مذهبي مراسم به یې پر ځای کول او له پېتیا څخه یې غوښتل چې پایله یې ورته ووايي. پېتیا تر اړوندو مذهبي مراسمو وروسته ځان بېسده کاوه او داسې ګډې‌وډې او اپلتې یې ویلې چې څه مانا یې نه درلوده. د دوی تر منځ به یو درېیمګړی ناست وو چې ګوندې د خدای خبرې ژباړي. سیاسي واکمنو هم له همدغه کلک منل شوي دوده ګټه اخیسته او د دې لپاره چې ټولنیز-دیني ملاتړ تر لاسه کړي او هوډ یې خدايي بڼه ومومي؛ اوراکل ته یې لاس اچاوه. ښکاره ده چې روحانیون د سیاسي واکمنو په غوښتنو پوهېدل او له هغوی سره سمې څرګندونې یې ورته کولې. واکمنو دغه څرګندونې ټولو ته پر ډاګه کولې او په ټولنه کې دا ډاډ بشپړېده چې ګوندې زیوس د واکمن له پرېکړې سره همغږی دی. دغه هنر د واکمنو د کړنو د خدايي ملاتړ په توګه کارول کېده او ژور سایکالوژیک اغېز یې مونده. دا چې اوراکل و مانتیک په سیاست کې ډېره مرسته کوله او ولۍ یې پر دین پورې نښتې وې، منطقي ده چې سیاسي واکمنو یې د ژوندي ساتلو لپاره په‌ ټولنه کې د دیني باورونو د کلک ساتلو هڅه کوله.

رومي دینواکه امپراتوري:

تر مسیحي کالشمېره نېژدې اووه سوه کاله وړاندې د یوناني انتیک تمدن تر څنګ شمال لوېدیځ لوري ته «روم» د نړۍ په تاریخ کې د یوه نوي ځواک په بڼه راڅرګند شو. د روم د تاریخي ځانګړتیا سیاسي اړخ تر مدني هغه پېړ دی. ځکه چې د تمدن په بنسټ کې یې د یونان ډبرې ایښودل شوې وې او په سیاسي جوړښت کې یې هم تر یوه ځایه د ارېستو او اپلاتون سیاسي نظریات له تیورۍ پراتیک ته راوېستلي ول. دغه واکمني تر لومړۍ مسیحي پېړۍ پر اروپا سربېره تر لوېدیزه آسیا، منځني ختیز و شمالي افریقا پورې وغځېده او ځواکمنه امپراتوري شوه. په هغې کې د بېلابېلو ژبو، دینونو او داسې نورو کلتوري ارزښتونو خاوند اتنیکي ګروپونه تر ولکه لاندې راوستل شول. په یوه کړۍ کې د دومره لویې ځمکې او پر هغې د بېلابېلو مېشتو ټبرونو اداره یو ګران کار وو. رومي امپراتورانو د دې چارې د پر مخ بېولو لپاره تر هر څه لومړی وېره کاروله. دغې وېرې دوې بڼې درلودې. لومړۍ یې له رومي خدایانو وېره وه چې له پېړیو راهیسې یې په ټولنیز شعور کې دودیز ځای نیولای وو او کیسر د امپراتورۍ اوسېدونکی اړ کړي ول چې هرومرو د روم پر خدایانو ګروهمن وي. دویمه یې دولتي وېره وه چې د وسله وال پوځ و ژاندارم په زور خپرول کېده. د وېرولو دغه دواړه سازمانونه (دین و دولت) د کیسر په لاس کې ول. هماغسې چې د لرغوني مصر و انتیک یونان په تیولوژۍ کې د «لمر» تر واک لاندې ګڼخداییز سیستم منل شوی وو او لومړی «د خدایان پاچاه امون(رې)» او بیا «زییوس» ستر خدایان ګڼل کېدل؛ په رومي تیولوژۍ کې هم هرې پېښې او ښکارندې ته یو خدای ځانګړی شوی وو. پروسېرپینا، سېګیستا او فلورا د کرکیلې خدایان ول. ماتورا دولتي چارې سمبالولوې. مارس په جګړو کې د لښکر مرستندوی وو. ژانوس د ورونو ساتنه کوله. وېستا د اور لپاره ځانګړې شوې وه او لمرخدای (ژیوپیتر) وورښت کاوه، کرنیزه پېبره یې پخوله او د ټولو خدایانو له پاسه ځای ورکړل شوی وو.

هله چې د روم خدايي جوړښت وده کوله، لرغوني رومي خدایان له یوناني هغوی سره د ورته والي له مخې همرنګي شول او رومي دین له هیلینیستي پړاوه د تېرېدلو په ترڅ کې یوناني میتولوژي خپله کړه. ایتروسک (ایټالیا ته راکوچېدلې ډله) هم په دغه بهیر کې خورا اغېزناک شول او دولتي دین ته یې ځانګړې سازماني بڼه ورکړه. دغه اغېز د خدایانو ځواک له سیاست سره وپېیه او لوړپوړیو چارواکیو د ژیوپیتر، مارس او نورو خدایانو د لمانځنې او هغوی ته د قربانیو د سمبالولو چارې پر غاړه واخیستې. د روم په ګڼخداییز سیستم کې د اړتیا له مخې پردیو اغېزناکو خدایانو ته هم ځای ورکول کېده. له همدغه لامله پر ۲۰۴ مخزېږدي کال لومړی ځل د کوشنۍ آسیا د خدایانو مور (کېبېلي) په روم کې ومنل شوه. د کیسر د واکمنۍ په کلونو کې د هغه ښېګڼو، افکارو او د واکمنۍ برکتي کولو ځانګړي مزدکونه جوړ شوي ول چې ولس کیسر ته د رېښتینولۍ سوګندونه او زبات هم په کې کاوه (۶). رومیان ګروهمن ول چې د دوی خدایان په تېره لمرخدای (ژیوپیتر) هغومره اوچت ځواک لري چې هېڅوک و هېڅه یې سیال نه دي. دغه بیساري اټکلي ځواک دوی اړوېستل چې په ستونځو کې مرسته ترې وغواړي، ویې ستايي او هر ژمی یې په لوی جشن ولممانځي. دا جشن د مسیحیت تر لومړیو هم په پخوانۍ بڼه پر ځای وو. پاپ پرڅلورمه پېړۍ د پخوانیو دینو او دودو د هېرولو او ډوبولو په موخه لارښوونه وکړه چې تر دې اخوا دې دغه ورځ د مسیح د زېږورځې په نامه ولمانځل شي. تر دې وروسته د رومي تیولوژۍ دغه لرغوني جشن په مسیحي چوکاټ کې په بله بڼه د «کرېسمېس» په نامه ځای ونیو.

په رومي دین کې خدایان د واکمنو په وجود کې مجسم کېدل او په همدې پلمه دولت ته د مصري فراعنه وو په پېښو خدايي سپېڅلې بڼه ورکول کېده. د دولت درېیو ساتندویو خدایانو (ژیوپیتر، جونو، مینېروا) ته له سیاسي پلوه ځانګړې پاملرنه ور اوښتې وه او په ټولنه کې یې د لممانځنې کلکه غوښتنه کېده. رومیانو به یوه ځانګړې پېښه کې چې خدای به یې نه ورته درلود؛ د مرستې او ملاتړ د لاس ته ور وړلو لپاره د نورو دینو خدایانو ته مخ ور اړاوه او په ترڅ کې یې د اریانا د رڼا ښځینه خدای (میترا) هم په خدایۍ ومنل شوه (۷). دولت پوهېده چې د رومي ټولنې د ژوندانه په هره برخه کې د خدایانو اغېز خورا جدي دی. دغه فاکتور پر دین د دولت تکیا لا کلکه کړه او د هغه د لومړني پلي کوونکي او ساتونکي ځواک بڼه یې ور وبښله. په دغه لړ کې دولت دا دنده پر غاړه واخیسته چې د بېدینۍ مخه ونیسي او د لمانځنو او دیني چارو د پر ځای کېدلو هر اړخیزه څارنه وکړي. امپراتورانو چې پر خدایانو د ټولنې کلک باور لیده، له هغوی سره یې په بېلابېلو پلمو ځانونه وپېیل او خدايي-سپېڅلي کرکټرونه یې خپل کړل. له دې سره، رومي امپراتوري «خدايي واکمني» نومېده او دا باور منځته راغی چې له کیسر سره مخامخ خدايي مرسته او ملاتړ ملګري دي. نوموړی باور د سیاسي واکمنۍ تر ټولو  اسانه سایکالوژیکه بیمه وه چې له ډېرو کورنیو ګواښونو یې ژغورلای شو. دا ټکی راښيي چې رومي کیسر د مصري فرعون یو تاریخي تکرار او رومي امپراتوري د بې اهرامه فرعونانو دینواکي وه. په دغه سیستم کې دین و سیاست په ګډه د دولتي ماشین څرخونه تاووي او د کیسر د واکمنۍ په لار کې یو د بل ساتنه کوي. رومي واکمن پوهېدل چې دین یې د سیاسي واکمنۍ د پایښت په بهیر کې تر ټولو اغېزمن لوښی دی او په کار ده چې کلکه ساتنه یې وشي. دوی د دود شویو دیني ارزښتونو د ننګې او ملاتړ په لار کې خورا جدي ول او له هر هغه چا سره یې زړه بوګنوونکی جزايي چلن کاوه چې دغه ارزښتونه بابېزه ورته ښکارېدل یا یې د هغوی د له منځه وړلو هڅه کوله. دا وینا د امپراتورۍ له هغو عکس‌العملو لا ښه څرګندېږي چې د یهودو او بیا یې د مسیحیت په لومړیو پېړیو کې د مسیحي مېسیونرو (تبلیغیو) پر وړاندې ښکاره کول. په دغو بېړیو کې امپراتورۍ ګڼشمېر مسیحي مېسیونران ووژل ځکه دوی د نوي دین (مسیحیت) په دودولو سره هغه زاړه دینونه بې باوره کول چې اوږده موده د واکمنۍ ستنې پرې ولاړې وې. وروسته چې مسیحیت پراختیا ومونده، همدغو واکمنو د خپل پایښت لپاره د زړو بېواکه شویو دینونو پړی خوشې کړ او د نوي هغه ته یې منګولې ور واچولې.

دغه تاریخي-ټولنپوهنیزه زده‌کړه راښيي چې واکګټنې او واکساتنې تل ستراتیژیک ارزښت درلودلای او له ټولنیز شعوره د هغه په لار کې تاکتیکي کار اخیستل شوی دی. په هغو ټولنو کې چې د شعور ستره برخه پر دیني بنستونو ولاړه وي، یو شمېر سیاسي کړۍ په دیني میکانیزم کې تر ځانپېیلو وروسته په اسانۍ سره خپلې ستراتېژۍ ته رسېدلای شي. دا هرومرو نه ده چې سیاسي-دیني کړۍ به یومخیزې هماغسې پر یوه دین ګروهمنې وي لکه یادونه یې چې کوي، خو دا هرومرو ده چې د تاکتیکي مانور په ترڅ کې به دیني ټولنې ته ځان داسې ښيي چې د دین تر ټولو غوره خواخوږی وګڼل شي. په سیاسي تیاتر کې د دغو لوبو کلک بنسټ رومي امپراتورانو کېښوو. دوی د طبېعي او مسیحي دینواکۍ پر دواړو سټېجونو ښه ولوبېدل او تر دواړو پردو لاندې نېژدې دوه زره کاله د ناخبرو پرګنو پر اوږو سپاروه ول.

د مسیحیت منځته راتګ و پراختیا:

رومي امپراتورۍ له نیول شویو سیمو او پرګنو درنې مالیې ټولولې؛ وینځې او مریان یې نیول؛ خوځنده او خپلواکپال ځواکونه یې د خدای له پرېکړې او خوښې په سرغړاوي تورنول؛ رنګرنګ سزاوې یې ورکولې؛ ځپل یې؛ زندانو ته یې اچول او په ډبرزړي چلن یې وژل. دغه ترخه او زورواک چلن ولږه، بېوزلي، ناپوهي او راز، راز ټولنیزې نیمګړتیاوې وزېږولې. نوموړیو ناوړه ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي شرایطو د ژوندانه بهیر کې د یوه نویوالي او اوښتون بیړنۍ غوښتنه کوله. له سیاسي پلوه دا راز اوښتون ډېر سخت وو. ځکه چې امپراتورۍ هر ډول خوځښت په کلکه ځاپه او جرړې یې وروېستلې. د ساري په توګه، پر لومړۍ مخزېږدې پېړۍ «سپارتاکوس» په ډېره  اتلولۍ د مریانو د خپلواکۍ غورځنګ رامنځته کړ او تر یوه ځایه پر مخ هم ولاړ، خو د وسله وال پوځ په زور د هغه په ګډون لسګونه زره خپلواکپال یا په تورو او غشیو کې ووژل شول او یا هم پر صلیبونو وزړول شول. د زورواکۍ دغه راز ترخو اغېزو په ټولنو کې د نهیلۍ څپې خپرې کړې او په ښکېل شویو پرګنو کې یې د مخامخ غبرګون ځواک ووژاه. خو هغه کرکه چې د واکمنې کړۍ د ناوړه او ناانساني چلن پر وړاندې یې د پرګنو په زړونو کې ځای نیولای وو، نه یوازې له زړونو ونه وته چې لا یې د هرې ورځې په تېرېدلو سره وده هم کوله. په دغه لړ کې یهودو هیله درلوده چې خدای به له اسمانه یو داسې ژغورونکی (مېسیاس) راولېږي چې دغو ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي. دوی تر بل هر چا د رومي امپراتورانو پر سپېڅلتیا بې باوره ول او د خپل دین په چوکاټ کې یې هغه خدايي ځانګړتیاوې منلای نشوې چې واکمنو ځانته غوره کړې وې. همدغه ټکي د نورو په پرتله له دوی سره د سیاسي شعور په وده کې مرسته کوله او دا باور یې ورپیاوړی کاوه چې دغه واکمني د نسکورولو وړ ده او خدای یې ساتنه نه کوي. د همدغه باور په رڼا کې یو شمېر یهودي کړیو د خپلواکۍ هلېځلې کولې. د روم امپراتور د ځان په اړه د هغوی پر فکري څرنګوالي پوهېده او تل یې ځپل، ځورول او تر ځانګړې څارنه لاندې یې ساتل.

څه له پاڅه دوه زره کاله وړاندې د ولږې، بېوزلۍ، مرییتوب، ښکېلاک، زبېښاک، اختناق او استبداد تر تورو ورېځو لاندې د تاریخ یو نوی پړاو پیل شو. د بایبل څرګندونې دغه پړاو د هېردوس د واکمنۍ پر مهال په «بیت لحم» کې د عیسا له زېږېدنې سره تړي. په دغو لیکنو کې راغلي چې د عیسا مور مریم د یوسف نجل وه. دوی لا واده کړی نه وو چې سپېڅلې اروا هغه دوه ځانې کړه. یوسف چې اخلاقي آرونو ته ډېر ژمن وو؛ پرېکړه یې وکړه چې دغه کوژده وشلوي. خو دا یې په پټه غوښتل ځکه چې د مریم د سپکېدا اندېښنه ورسره وه. یوسف په همدغو چورتونو کې ویده شو او په خوب کې یې ملایکه ولیده چې ورته ویې ویل: له مریم سره واده وکړه. د هغې په ګېډه کې کوشنی له سپېڅلې اروا دی. چې وزېږېد عیسا (ژغورونکی) نوم به پرې کېږدې. هغه به خپل قوم له ګناهونو وژغوري. یوسف چې له خوبه راویښ شو، د ملایکې په سپارښتنه یې مریم واده کړه او کور ته یې راوسته. خو تر هغې چې هغې خپل زوی وزېږاوه، ورسره ملاست نشو. سره له دې چې د زېږېدنې داسې پېښه په بیولوژیکي قانون کې نه راځي، خو په یتولوژیکي چوکاټ کې یوه منل شوې پېښه ګڼل کېږي او منطق یې دا دی چې «خدای هر څه کړای شي». مسیحیان عیسا د خپل دین خدايي سرچینه ګڼي (۸) او ګروهمن دي چې خدای د انسانانو د ژغورنې لپاره خپل زوی عیسا نړۍ ته راواستاوه او همدا چې د رومیانو په لاس ووژل شو، ورسره انسانان هم له میراثي ګناه پاک شول او هغه بېرته اسمان ته ولاړ.

تاریخ څېړونکي وايي چې رومي امپراتورۍ یوازې له سیاسي لامله عیسا وواژه ځکه ورته ویل شوي ول چې د کیسري واک پر وړاندې سیاسي پارونې کوي (۹) او غواړي پر ځمکنیو پاچاهانو تر بري وروسته په خپله پاچاه شي. دغه ټکي دا وېره زېږوله چې شکمن یهود به د امپراتورۍ پر وړاندې کوم ګواښ پېښ کړای شي. رومیو د عیسا د صلیب له پاسه یوه دړه زړولې وه چې په ملنډو یې «د یهودو پاچاه» پرې لیکلي ول. د دې لیکنې مانا دا وه چې له دې پېښې سره جوښت د یهودو د خپلواکۍ ګردې هیلې پر صلیب وځړول شوې. د تاریخ څېړنکیو په دغو څرګندونو کې دا هم ویل شوي چې لومړي مسیحیان د عیسا په اړه دومره ډېر غږېدلي چې هغومره هغه په خپله د ځان په اړه غږېدلی هم نه وو (۱۰). له دې جوتېږي چې نېژدې نیمه پېړۍ وروسته چې د «پاولوس» د لیکنو په ګډون بایبل لیکنې پیل شوې؛ لیکوالو یې په خپل نوښت د عیسا وګړه (شخصیت) خدايي وښوده او هڅه یې وکړه چې د نوي دین د سرچینې په توګه یې سایکالوژیک اغېز پیاوړی کړي. مسیحیت د عیسا د کاریزما پر بنسټ په داسې یوه چاپېریال کې منځته راغی چې پر ناوړه ټولنیزو شرایطو سربېره دودیز خدایان زاړه شوي او په سیمه کې یو پیاوړی، یوازینی ډېر منلی دین نه لیدل کېده. دا مهال یهود هم پر څو ډلو وېشل شوي او په خپلو کې سره وران ول. د امپراتورۍ زورواک وسپنیز چلن هم د ښکېل شویو او اسکېرلیو پرګنو ورځنی ژوند له نهیلۍ سره مخامخ کړی وو. زورورو ځمکواکو (فیوډالانو) هره ورځ له کمزوریو بزګرو ځمکې نیولې او تر سختو ناانساني شرایطو لاندې یې په مریانو د متروکې په زور کرلې. له دې سره په کلیو کې د وزګارۍ کچه پورته تله او تشلاسې پرګنې د کار موندلو لپاره مخ پر ښارونو ورشېوه کېدې. دا چې هاغه مهال د ښارونو د کوشنیو مانوفاکتورو غېږ دومره ارته نه وه چې دغو بېشمېره وزګارو ته کار ورکړای شي نو له ګدایۍ پرته بله لار نه ور پاتې کېده. د شتمنو او بېوزلو تر منځ ارت ټولنیز واتن هره شېبه نشتمن انسانان پاڅون ته هڅول. خو امپراتورۍ د شتمن پوړ په هر اړخیز ملاتړ له همدغو بېوزلو پرګنو یوه شمېر ته په پوځ کې ځای ورکړی وو، په وسلو یې سمبال کړي ول، په ګېډه یې ماړه ساتل او د هر رنګه پاڅون د ځپلو کار یې تې اخیسته. دغه راز ټولنیزو شرایطو د یوه فکري نویوالي او په ژوندانه کې د هیلو او اروايي ډاډ د راپنځېدلو غوښتنه کوله. تر همدغو ترخو شرایطو او کلکو دولتي مخنیویو لاندې مسیحیت د پاولوس غوندې سرسپارلي ګروهمن وموندل چې په پټه یې نوی دین (مسیحیت) پر یومه او دویمه پېړۍ کې تر سوریې، کوشنۍ آسیا، یونان، شمالي افریقا، ایتالیا، اسپانیا او فراسه پورې وغځولای شو. د مسیحیت د چټکې ودې او پراختیا ټولنپوهنیز لامل دا وو چې تر هر څه لومړی د بېوزله ډېرګړیو (اکثریت) د پاملرنې وړ وګرځېد. دا مهال د ټولنیزو جوړښتونو ستره برخه بېوزلي او مریان ول. مسیحیت د شتمنو او واکمنو پر وړاندې د همدوی خوا ونیوه او ویل یې چې عیسا په بېوزله چاپېریال کې زېږېدلی، تل یې په بېوزلۍ کې زوند کړی او د بېوزلو او رنځورو پلوي او خواخوږی وو. همدا راز یې د ټیټ پوړ د ډاډېینې لپاره وویل چې جنت ته د یوه شتمن ورتګ هماغومره ستونځمن دی لکه یو بارکړی اوښ چې د ستنې له سوري تېرېږي (۱۱). لومړنیو مسیحي ټولنو ټینګار درلود چې شتمني دې پر ګرده ټولنه ووېشل شي او خدايي عدالت غوښتنه کوي چې ټول دې هغې ته یو راز لاسرسی ولري.‌ دا څرګندونې بېوزله پوړ ته پر زړه پورې وې. دوی لیدل چې پخواني دینونه یوازې د زورورو تر شا ولاړ ول او تل یې د هغوی د ګټو ساتنه کوله، خو مسیحیت له شتمنۍ مخ اړوي او د ځورېدلیو تر څنګ ولاړ دی. د مسیحیت بل غوره انساني اړخ دا وو چې د وګړیو تر منځ یې د برابرۍ زېری راوړ او د زرګونه کلن مرییتابه د وراسته شوي ټولنیز-اقتصادي دود د غندنې او مخنیوي غږ یې پورته کړ. دغه دین پرګنې خپلمنځي مینې، زړه‌سوي او خواخوږۍ ته وربللې او د کرکې او رخې پر ځای یې د بښنې، زغم و تېرېدنې اخلاقی ارزښتو ته وده ورکوله. دا ګرد سره هغه آرونه ول چې واکمنو ترخو ټولنیزو شرایطو یې کلکه غوښتنه کوله او واکځپلیو او اسکېرلیو پرګنو خپله اروايي هوساینه او د ورځني ژوند ارمانونه په کې لیدل. همدا لامل وو چې د مسیحیت لومړنیو جرړو او ولیو تر ځمکه لاندې د مرییو او د ټولنې په بېوزله پوړ کې چټکه وده او پراختیا وموندله. دا هغه کلونه ول چې رومي امپراتوري کمزورې شوې او د پایښت نوې لارې چارې یې لټولې. کیسر «کونستانتین» د همدغې لټې په ترڅ کې ځیر شو چې له دومره کلک څار و مخنیوي سره، سره بیا هم له مسیحیته یو غښتلی دین جوړ شوی او دومره ډېر پلوي یې موندلي دي. ده وپتیله چې له دغه دین سره په یو ځای کېدلو کې به له یوه پراخ پرګنیز ملاتړه برخمن شي او په دې توګه به د امپراتورۍ لړزنده ستنې بیا کلکې کړای شي. په دې توګه یې پر ۳۱۳ کال مسیحیت او د نورو دینو تر څنګه د هغه ازادي ومنله او وروسته پر ۳۹۱ کال کیسر «تیودوسیوس» د ګردې امپراتورۍ د دولتي دین په نامه وپېژانده.(۱۲)

مسیحي دینواکي

تر دې وروسته مسیحي میسیونرانو (تبلیغیو) شپه او ورځ پر ځان یوه کړه او د مسیحیت د خپرولو لپاره یې ښکاره هلېځلې پیل کړې. دا هلېځلې اته سوه کاله وغځېدې او په دې موده کې دومره پرګنې مسیحیت ته ورننوتې چې په اروپا کې یې د یوه بېساري یو موټي دیني ځواک بڼه ومونده. د دغه ځواک واګي د پاپ په لاس کې ول. هغه لیدل چې ټولنه د کلیسا له لارښوونو سره سمه تر غوږو پورې په دین کې ډوبه شوې او مسیحي شوې پرګنې یې په پټو سترګو هره لارښوونه او پرېکړه بې «ولې؟ او څنګه» پر ځای کوي. دغې وړتیا او پیاوړتیا چې مسیحیانو په خپله خوښه پاپ و کلیسا ته ور پر برخه کړې وه؛ پاپ زړور کړ چې په سیاسي چارو کې مخامخ ګډون ته مټې ونغاړي.

دولتونو د دې پرېکړې پر وړاندې «نه» ونه ویلای شول. دوی پوهېدل او وېرېدل چې د مسیحیو شمېر زښته ډېر شوی او ګرد سره په یوه غږ د پاپ د هرې پرېکړې ملاتړ کوي. که چا یې پر وړاندې «نه» وویل، ټول به پرې راپاڅېږي او یوه شپه به هم په واک کې پاتې نشي.

شریک کړئ