انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده.

د ۲۰۱۹ کال په پيل کې «انسان» د خبر لپاره یو ځانګړی ډېسک رامنځته کړي، دا د انسان نیوز ډېسک و. د انسان نیوز ډېسک ټول فعالیتونه او چارې د «انسان» له ټولیزې برنامې سره په خوا کې پرمخ تلې او د یو خپلواک مدیریت له لارې یې مشري کېدله.

انسان نیوز ډېسک په نژدې یو کلن کاري سیر کې له پراخو تجربو تېر شو. زموږ د نیوز ډېسک همکارانو په پوره امانتدارۍ، مسلکیتوب او غوره چلند په لسګونو ځانګړي راپورونه او په سلګونه راپورونه، خبرونه او تحلیلونه خپاره کړل.

انسان نیوز ډېسک د خپل همدې نژدې یو کلن فعالیت په لړ کې د ډېرو افغان کالم‌نګارانو لپاره د نظریاتو د خپراوي یو ښه بستر و. انسان نیوز ډېسک په لسو شاوخوا کالم‌نګاران او ګڼ ګډونوال درلودل. د تاریخ د بیاځلي لوستنې یو نوی روایت، د فرهنګ په اړه ځانګړي تحلیلي سلسلې، د خاصو ورځو په اړه تحلیلي تمرکز، د ګندمګ ۱۴۰مه کلیزه، د احمد ظاهر ۴۰م تلین او داسې نور د انسان نیوز ډېسک جدي پروګرامونه وو.

انسان نیوز ډېسک د یو شمېر خاصو چارو په اړه ځانګړې پاڼې هم رامنځته کړې، لکه د ولسمشریزو ټاکنو او له طالبانو سره د سولې د پروسې په اړه د خبري او تحلیلي جزیاتو د خپراوي او پوښښ په موخه خاص نشرات.

انسان نیوز ډېسک د مرور او تبصرې په نوم دوه متني او محتوايي جوړښتونه هم لرل چې د نیوز ډېسک د مشرتابه له لوري به خپرېدل. په دې دوو متني او محتوايي شکلونو کې لسګونه تحلیلونه او تبصرې د روان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په تړاو خپرې شوې.

انسان نیوز ډېسک یو رسالت درلود، د ژوند د هرې برخې په تړاو مسوولانه او پر وخت پوښښ. په دې اړه د نیوز ډېسک په معرفي لیک کې راغلي وو؛

« قومي او مذهبي اقلیتونه، فرهنګ، معرفت، ماشومان او ښځې، چاپېریال، ساینس، بشري حقونه او د بیان آزادي ملاتړ به د یادې خبري څانګې مهم کاري او نشراتي ارزښتونه وي. موږ په دې باور لرو چې یاد ټول مسایل د افغانستان د تاریخي حافظې په هېرولو نه میسریږي، نو اړینه بولو چې تاریخ او تاریخي معرفت به د ځانګړې توجو وړ وي.

موږ به هڅه وکړو چې د خبري رسنیو تر منځ د غوره، مناسبو او پر وخت همکاریو یوه نوې تجربه وکړو. زموږ لویه هڅه به دا وي چې مرستندوی اوسو، د خپلو همکارانو، هملارو، او همفکرو ملګرو او خبري بنسټونو سره به د مشترکو ژورنالیستیکي فعالیتونو تجربه وکړو. افغانستان ترلاسه کړې د رسنیو دا تجربه باید وستایل شي او ملاتړ یې وشي.»

انسان نیوز ډېسک یوازینۍ انلاین رسنۍ وه چې ویډیويي خپرونه یې درلوده. دا خپرونه کابل نومېده او هڅه دا وه، کابل د یو آرماني ښار په توګه د هغه کسانو له نظره وپوښتي چې هر څه یې په کابل کې ترلاسه کړي وي. د دې ویډیويي خپرونې تر لسو ډېرې برخې خپرې شوې.

اوس چې انسان نیوز ډېسک د خپل کاري بهیر وروستۍ شېبې ته رسیږي، او خپل مسوولیت یو بل مدیریت ته سپاري، «انسان» هیله‌مند دی چې د خبر یادې څانګې د افغانستان په رسنیز تاریخ کې حداقل ماناداره ونډه اخیستې وي.

په عین حال کې د انسان نیوز ډېسک درنو همکارانو ته چې په دې برخه کې فعاله ونډه اخیستې وه، مننه کوو. دوی په سختو شرایطو او محدودو امکاناتو ډېر کار وکړ او حتما به یې د افغانستان د رسنیو تاریخ په یاد وساتي.

انسان نیوز ډېسک نور نشته، ټول فعالیت یې د «افغانیه» په نوم رسنیز بنسټ ته انتقالیږي او افغانیه به د «انسان» ارتباطي او تړلی بنسټ وي. په چارو کې بشپړه خپلواکي، نشراتي سیاست، کاري تګلوری، فکري او داخلي کاري او محتوايي څرنګوالی به د نوي مدیریت او ټیم وي.

د «انسان» مشرتابه او ټول غړي هیله لري چې افغانیه په خپلو راتلونکو کارونو او فعالیتونو کې بریالۍ وي او وکولای شي د ټولو انسانانو د ښګېڼې لپاره د خبر او تحلیل یوه متفاوته تجربه عملي کړي.

موږ هیله لرو چې افغانیه ډېر ژر د خپلو نويو نشراتو او پیل لپاره خپل میکانیزم او طرحې وړاندې کړي او د پروسې بشپړ مسوولیت ترلاسه کړي.

 

په درناوي

«انسان»

کابل – افغانستان

د تلې ۲۰مه

شریک کړئ