«موږ د مډرن ښکېلاک په زمانه کې داسې ویښ نسل ته اړتیا لرو چې د مشروطه غوښتونکو پر نقش قدم ګام کیږدي او د هغو د شاګردانو په څېر په نویو اوزارو ځان له احتیاجه خلاص کړي.»

ﺩ ﺳﺮﺍﺝ ﺍﻻﺧﺒﺎﺭ ﺯﻣﺎﻧﻪ، ښکېلاک ﺍﻭ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﺮﻭﻥ ﺍﻭ ﻧﻦ

لومړی غواړم پورته څو یاد شوي نومونه دروپېژنم:

ﺩ ﺳﺮﺍﺝ ﺍﻻﺧﺒﺎﺭ ﺯﻣﺎﻧﻪ : ﺩﺍ ﭘﻪ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐې ﺩﻟﻮﻣړﻱ ﺍﻭ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﺸﺮﻭﻃﯿﺖ ﺯﻣﺎﻧﻪ ﺩﻩ، ﭼې ﺩ ﺷﻠﻤې ﻣﯿﻼﺩﻱ ﭘېړۍ په لومړیو کلونو کې پیلېږي. ﺩ ﺍﺳﺘﺎﺩ ﺣﺒﯿﺒﻲ ﭘﻪ ﻗﻮﻝ ﺩ ﺷﺎﻫﻲ ﻣﺪﺭﺳې ﺍﻭ ﺣﺒﯿﺒﯿې ﺩﺍﺭﺍﻟﻌﻠﻮﻡ ﺍړﻭﻧﺪﻭ ﺭﻭښﺎﻧﻔﮑﺮﺍﻧﻮ ﺍﻭﭘﻮﻫﺎﻧﻮ د امیر حبیب الله خان دربار ته په ۱۹۰۳لمریز کال کې د سراج الخبار په نوم د یوې جریدې د خپرولو او یوه انجمن د جوړولو وړاندیز وکړ. (۶-۱)

له همدې راپیل او د غازي شاه امان الله خان د روښنایۍ دورې تر پایه دوام کوي.

ښکېلاک: ﺧﭙﻠﻮ ګټﻮ ﺗﻪ ﺩﺭﺳېﺪﻟﻮ، ﺳﯿﺎﺳﻲ ﻣﻮﺧﻮ ﯾﺎ ﭘﻮځي ﻧﯿﻮﺍﮎ ﻟﭙﺎﺭﻩ، ﺩ ﺯﺑﺮځﻮﺍﮐﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮﺍ ﺩﮐﻤﺰﻭﺭﻭ ﻭﻟﺴﻮﻧﻮ ښﮑېﻠﻮﻟﻮ ﺗﻪښکېلاک ﻭﺍﻳﻲ، ﭼې ﭘﻪ ﻧړۍ ﮐې ﻻ ﭘﺎﯼ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺩﯼ ﺭﺳېﺪﻟﯽ، ﺧﻮ ﺩ ښکېلاک ﻟﻪ ﺍﻭﺯﺍﺭﻭ ﺍﻭ ﻓﮑﺮﻱ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﺳﺮﻩ ﯾې بڼه بدله شوې.

ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ: ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻫﺮﺍﻭﺳﯿﺪﻭﻧﮑﯽ، ﭼې ﻟﻪ ﺑﺪﻩ ﻣﺮﻏﻪ ﻻﺗﺮﺍﻭﺳﻪ ﯾې ﺩ ژﻭﻧﺪ ﺩ ﺷﺮﺍﯾﻄﻮ ﺩښﻪ ﻭﺍﻟﻲ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻣﺴﺘﻤﺮ ﺍﻭ ﻣﻨﻈﻢ ﻓﮑﺮ اﻭ ﻋﻤﻞ ﻧﻪ ﺩﯼ ﺷﻮﯼ، ﺑﻠﮑې ډﻳﺮ ځﻠﻪ ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ژﻭﻧﺪ ﺩﺷﺮﺍﯾﻄﻮ ﺩښﻪ ﮐېﺪﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﺷﻮﯼ ﺍﻭﺩﯾﻮﻩ ﻋﺎﻣﻞ، ﻭﺳﯿﻠې ﺍﻭ ﺍﻭﺯﺍﺭ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﮐﺎﺭﻭﻝ ﺷﻮﯼ. ﻣﺎﻧﺎ ﺩﺍ ﭼې ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺍﺻﻞ ﻧﻪ ﺩﯼ ګڼﻞﺷﻮﯼ، ﺑﻠﮑې ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﺍﺻﻠﻮﻧﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﻓﺮﻋې ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﮐﺎﺭ ﻭﺭڅﺨﻪ ﺍﺧﯿﺴﺘﻞ ﺷﻮﯼ.

ﺯﻣﺎ ﺩ ﺩې ﻟﯿﮑﻨې ﺗﯿﺰﺱ ﻫﻢ ﺩﺍ ﺩﯼ ﭼې څﻨګﻪ ﺩ ﺗﺎﺭﯾﺨﻲ، ﭘﻪ ﺗﯿﺮﻩ ﺑﯿﺎ ﺩ ﺳﺮﺍﺝ ﺍﻻﺧﺒﺎﺭ ﺩ ﺯﻣﺎﻧې ﻟﻪ ﺗﺠﺮﺑﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ ګټې ﺍﺧﯿﺴﺘﻨې ﺳﺮﻩ ﺩﻏﻪ ﻓﺮﻋﻪ ﭘﻪ ﺍﺻﻞ ﺑﺪﻟﻮﻻﯼ ﺷﻮ ﺍﻭ ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﻲ ﺭﻧﺴﺎﻧﺲ ﺩې ﻣﻔﻬﻮﻡ ﺗﻪ څنګه ځﺎﻥ ﺭﺳﻮﻻﯼ ﺷﻮ، ﭼې ﻫﺮﻩ ښېګڼﻪﺩﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﻩ! ﭘﻪ ﺍﺭﻭﭘﺎ ﮐې ﺗﺮ ﺗﯿﺎﺭﻭ ﭘېړﯾﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﺑﯿﺎ ﺭﺍﻭﯾښﯿﺪﻭ ﭘﻪ ﺯﻣﺎﻧﻪ ﮐې ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ژﻭﻧﺪ ﺩ ﺷﺮﺍﯾﻄﻮ ښﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺭﺍ ﻭﺍﻭښﺘﻪ، ﺩ ټﻮﻟﻮ ﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ﻫڅﻮ ﭘﻪ ﻣﺤﺮﺍﻕ ﮐې ﺍﺭﻭﭘﺎﯾﻲﺍﻧﺴﺎﻥ ﺭﺍﻏﯽ، ﺩ ﺑﺨﺎﺭ ﻣﺎﺷﯿﻦ ﺩﺩېﻟﭙﺎﺭﻩ ﺟﻮړ ﺷﻮ، ﭼې ﺍﻧﺴﺎﻧﺎﻥ ﭘﻪ ﺍﺳﺎﻧﻪﻟﻪ ﯾﻮﻩ ځﺎﯾﻪ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻭﻻړﺷﻲ، ﺩﭼﺎﭖﻣﺎﺷﯿﻦ ﺩﺩې ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺍﺧﺘﺮﺍﻉ ﺷﻮ ﭼېﺍﻧﺴﺎﻧﺎﻥ ﺧﭙﻞ ﻓﮑﺮﻭﻧﻪ ﯾﻮ ﺑﻞ ﺗﻪﻭﻟﯿږﺩﻭﻟﯽ ﺷﻲ ﺍﻭ ﺩ ﮐﺮﻧې ﻣېﮑﺎﻧﯿﺰﻩ ﮐېﺪﻝ ځﮑﻪ ﭘﯿﻞ ﺷﻮﻝ ﭼې ﺍﻧﺴﺎﻧﺎﻥﭘﻪ ګېډﻩ ﻣﺎړﻩ ﺷﻲ. ﺩ ﺭﻧﺴﺎﻧﺲ ﯾﻮﻓﻠﺴﻔﻲ ﺑﺪﻟﻮﻥ ﻫﻤﺪﺍ ﻭ ﭼې ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩټﻮﻟې ﭘﺎﻣﻠﺮﻧې ﻣﻨځټﮑﯽ ﺷﻮ. ﺑﻠﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ ﺩ ﺣﻖ ﺍﻭ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﻭﻩ ﺩﺍ ﺩﻭﺍړﻩ ﻣﻔﻬوﻤﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩژﻭﻧﺪ ﺩښﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻭﮐﺎﺭﻭﻝ ﺷﻮﻝ، ﺩ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﭘﺮ ټﻮﻟﻮ ﺍړﺧﻮﻧﻮ ﻓﮑﺮ ﻭﺷﻮ ﺍﻭ ﻫﻤﺪې ﭘﺮﻣﺨﺘګﻮﻧﻮ ﺩ ښکېلاک بڼه څو څو واره بدله کړه. ﯾﻮﻣﻬﺎﻝ ﮐﻤﺰﻭﺭﻱ ﻭﻟﺴﻮﻧﻪ ﯾﻮﺍﺯې ﺩ ﺯﻭﺭ ﺍﻭ ځﻮﺍﮎ ﭘﻪ ﮐﺎﺭﻭﻟﻮ ﺳﺮﻩ ښﮑېﻠېﺪﻝ، ﺧﻮ ﭘﻪ ﻧﻮې ﺯﻣﺎﻧﻪ ﮐې ﺯﻭﺭ ﺍﻭ ځﻮﺍﮎ ﺧﭙﻞ ځﺎﯼ ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺑﺮﺗﺮۍ ﺗﻪ ﭘﺮﯾښﻮﺩ، ﻫﺮ ﻭږﯼﺍﺣﺘﯿﺎﺝ ﺍﻭ ﺑېﻮﺯﻟﯽ ﻭﻟﺲ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺩښﮑېﻠېﺪﻭ ﺧﻮﺍ ﺗﻪ ﻭﺭڅښېﺪﻩ. ﺩې ﭘېښې ﯾﻮ ﻧﻮﯼ ﻣﻨﻄﻖ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪﮐړ، ﭼې ﻟﻪ ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﭘﻠﻮﻩ ﺍﺣﺘﯿﺎﺝ ﻭﻟﺴﻮﻧﻪ ﺑﺸﭙړې ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺭﺳېﺪﻻﯼ، ﺍﺣﺘﯿﺎجي ﭘﺨﭙﻠﻪ ښﮑېﻠﺘﯿﺎ ﺩﻩ ﺩﺍﺧﺒﺮﻩ ﻫﻢ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮﻩ ﭼې ﺩ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ګټﻞ ښﻪ ﺩﻱ؛ ﺧﻮ ﺍﺻﻠﻲ ﮐﺎﺭ ﺍﻭ ﺍﺭﺯښﺖ ﺩﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺳﺎﺗﻞ ﺩﻱ.

ﻣﻮږ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺗﺎﺭﯾﺦ ﮐې ﺩ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺩګټﻠﻮ ډﯾﺮې ﺗﺠﺮﺑې ﻟﺮﻭ. ﺩﺍ ﺩ ﺧﻮﺷﺎﻟۍ ﺧﺒﺮﻩ ﻧﺪﻩ ، ځﮑﻪ چې ډﯾﺮېﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍﺍﺧﯿﺴﺘﻨې ﺩ ډﯾﺮ ځﻠﻪ ښﮑېﻠېﺪﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﺎﻧﺎ ﺩﻱ ، ﻫﻮښﯿﺎﺭ ﻭﻟﺴﻮﻧﻪ څﻮ ځﻠې ﻧﻪ ښﮑېﻞ ﮐﯿږﻱ. ډﯾﺮ ځﻠﻪ ﻣﻮږ ﺩﻟﯿﻞ ﺭﺍﻭړﻭ ﭼې ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻣﻮﻗﻌﯿﺖ ډﯾﺮ ﺣﺴﺎﺱ ﺍﻭ ﻣﻬﻢ ﺩﯼ؛ خو ﭘﻪ ﻧړۍ ﮐې ﺩﺍ ﯾﻮﺍﺯﯾﻨۍ ﻣﻬﻤﻪ ﺟﻐﺮﺍﻓﯿﻪ ﻧﺪﻩ، ﻣﺎﻧﺎ ﺩﺍ ﭼې ﻣﻮږ ﯾﻮﺍﺯې ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ګټﻠې ﺩﻱ ﺳﺎﺗﻠې ﻣﻮ ﻧﻪ ﺩﻱ. ﺧﻮ ﺩ ﺷﻠﻤې ﭘﯿړۍ ﭘﻪ ﭘﯿﻞ ﮐې ﻟﻪ ﺍﻧګﺮﯾﺰي ښﮑېﻼﮐﻪ ﺩ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺍﺧﯿﺴﺘﻨې ﻫﻠﻮځﻠﻮ ﯾﻮ ﺗﻮﭘﯿﺮ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ، هغه دا ﭼې ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﻣﺨﮑې ﯾې ﻓﮑﺮﻱ ﺍﺳﺎﺳﺎﺕ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮﻝ ﺍﻭ ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ، ﺩﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺩﺳﺎﺗﻠﻮ ﺩﻓﮑﺮﻱ ﺍﻭ ﻋﻤﻠﻲ ﺑﺴﺘﺮ ﺩ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﻫڅه هم د یوې مودې لپاره وغزېده. ﺩ ﺩې ﺑﻬﯿﺮ ﻋﻠﻤﻲ ﺍﻭ ﻋﻤﻠﻲ ځﻮﺍﮎ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﺩﻣﺸﺮﻭﻃﯿﺖ ﺩﻏﻮﺭځﻨګ ﺍﺗﻼﻥ ﻭو، ﭼې ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﯿﮑﻨﻮ ، ﺳﯿﺎﺳﻲ ﻫﻠﻮځﻠﻮ ﺍﻭ ﻗﺮﺑﺎﻧﯿﻮ ﯾې ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﯿﻐﺎﻡ ﻭﺭﮐړ ﭼې ﺩﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ،ﻏﻮښﺘﻨې ﺗﺮڅﻨګ ﺩﭘﻮﻫې، ﭘﺮﻣﺨﺘګ، ويښتیا، روښانتیا ﺍﻭ ﻟﻪ ﻣﻠﻲ ﺍﺣﺘﯿﺎﺟﻪ ﺩځﺎﻥ ﺧﻼﺻﻮﻟﻮ ﻫﻠې ځﻠې ﻫﻢ ﻣﻬﻤې ﺩﻱ، ځﮑﻪ ﺩﺍ ﻫﻐﻪ ﺍﺳﺒﺎﺏ ﺩﻱ ﭼې ﺧﭙﻠﻮﺍﮐﻲ ﻟﻪ ﺑﯿﺮﺗﻪ ﺑﺎﯾﻠﻠﻮ څﺨﻪ ژﻏﻮﺭﻟﯽ ﺷﻲ. ﺯﻣﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﺳﺮﺍﺝ ﺍﻻﺧﺒﺎﺭ ﺯﻣﺎﻧﻪ ﺍﻭ ﺩﻣﺸﺮﻭﻃﻪ ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻮ ﻏﻮﺭځﻨګ ﺩﻏﻪ ځﺎﻧګړﻧﻪ ﻟﺮﻱ ﭼې ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ګټﻠﻮ ډېﺮ ﺩ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻓﮑﺮ ﮐې ﻭو، ﺩﻭﯼ ﻫﻐﻪ ﻋﻮﺍﻣﻞ ډﯾﺮ ښﻪ ﺗﺸﺨﯿﺺ ﮐړﻱ ﻭﻭ ﭼې له افغانانو څخه یې بېرته ﺧﭙﻠﻮﺍﮐﻲ اخیستلی شوی. ﻧﺎﭘﻮﻫﻲ، ځﺎﻧځﺎﻧﻲ، ﻟوږﻩ، ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺮﭼﯿﻨﻮ څﺨﻪ ﺩ ګټې ﺍﺧﯿﺴﺘﻨې ﺩ ﺷﻌﻮﺭ ﻧﺸﺘﻮﺍﻟﯽ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻧړﯾﻮﺍﻟﻮ ﭘﺮﻣﺨﺘګﻮﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ  ﯾﻮې ﻣﻌﻘﻮﻟې ﻣﺨﺎﻣﺨﺘﯿﺎ ﺗﺸﻪ.

 ﻣﺤﻤﻮﺩ ﻃﺮﺯﻱ د ۱۲۹۶لمریز کال د زمري په ۱۳مه د ﺳﺮﺍﺝ ﺍﻻﺧﺒﺎﺭ په لومړۍ ګڼه کې د (استعداد و قابلیت دینی، اجتماعی، سیاسی افغانستان) تر سرلیک لاندې یوه مقاله راوړي؛ ﭘﻪ ﺩې ﻣﻘﺎﻟﻪ ﮐې ﺯﻣﻮږ ﺩﻏﻪ ځﯿﺮﻣﻦ ﻟﯿﮑﻮﺍﻝ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻟﻪ ﺳﯿﻤﻪ ﯾﯿﺰ ﺍﻭ ﻧړﯾﻮﺍﻝ ځﺎﯾځﺎﯾګﻲ ﺭﺍﻧﯿﻮﻟې ﺗﺮ ﮐﻮﺭﻧﯿﻮ ﺣﺎﻻﺗﻮ، وړتیاوو، ﻧﯿﻤګړﺗﯿﺎﻭﻭ ﺍﻭ ﺳﺘﻮﻧزﻮ ﭘﻮﺭې ﻫﺮڅﻪ ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﻧﯿﺴﻲ، څﯿړﻱ ﯾې ﺍﻭ  ﺩﺣﻠﻼﺭﻭ ﭘﻪ ښﻮﻭﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﻲ ﺭﺳﺎﻟﺖ ﺳﺮﺗﻪ ﺭﺳﻮﻱ؛ ﺩﯼ ﺩﺩې  ﻣﻘﺎﻟې ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﺑﺮﺧﻪ ﮐې ﻟﯿﮑﻲ :

«ﺑﺴﯿﺎﺭ ﺍﻓﺴﻮﺱ ﺍﺳﺖ ﮐﻪ ﻣﺎ ﻣﺮﺩﻣﺎﻥ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺑﻪ ﺳﺒﺐ ﺟﻨګ ﺁﻭﺭﻱ ﻭﺳﻠﺤﺸﻮﺭﻱ ﮐﻪ ﺩﺭ ﺧﻠﻘﺖ ﺑﻪ ﺁﻥﻣﺘﻌﻠﻖ ﻫﺴﺘﯿﻢ، ﻫﺮﭼﯿﺰﯼ ﺭﺍ ﺑﻪ ﻗﻮﺕ ﺷﻤﺸﯿر ﻣﻨﺤﺼﺮ ﭘﻨﺪﺍﺷﺘﻪ ،ﺟﻬﺖ ﻗﻮﺕﻋﻠﻤﯽ ﺭﺍ ﻫﯿﭻ ﺩﺭ ﻫﯿﭻ ﻣﯽ ﺩﺍﻧﯿﻢ. ﺯﯾﺮﺍ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻥ ﻣﺎ، ﻋﻠﻢ ﺭﺍﺑﻪ ﻣﻌﻨﯽ ﺩﺍﻧﺎﯾﯽﺗﻠﻘﯽ ﻧﻤﯽ ﮐﻨﻨﺪ ﻭ ﻣﻨﺤﺼﺮ ﺩﺭ ﻫﻤﺎﻥ ﮐﺘﺎﺑﻬﺎﯼ ﮐﻬﻨﻪ ﻭﻓﺮﺳﻮﺩﻩ ﻣﯿﺸﻤﺎﺭﻧﺪ ﻭﺍګﺮ ﭼﻨﯿﻦ ﻧﻤﯽ ﺑﻮﺩ، ﺩﺭﯾﻦ ﻗﺪﺭ ﺳﺎﻟﻬﺎﯼ ﻣﺪﯾﺪ، ﺩﯾﺪﻩ ﻫﺎﯼ ﻣﺎ ﯾﮏ ﺑﻨﺎﯼ ﺟﺪﯾﺪ ﺑﻪ ﻧﺎﻡ ﻣﮑﺘﺐ ﺑﺎﯾﺪ ﻣﯽ ﺩﯾﺪ، ﺣﺎﻝ ﺁﻧﮑﻪ ﻧﺪﯾﺪ. ﺣﺘﯽ ﻣﻌﺎﺭﻑﻭﻣﮑﺘﺐ ﺭﺍ ﺑﺪﻋﺖ ﻭ ﺗﻘﻠﯿﺪ ﻏﯿﺮ ﺩﯾﻦ ﻭﻣﻠﺖ ﻫﻢ ﭘﻨﺪﺍﺷﺘﻨﺪ!» (۲۳۸-۲)

 ﺍﻭ ﺩﺍ ﺣﺎﻝ ﻧږﺩې ﺳﻞ ﮐﺎﻟﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻫﻤﺪﺍ ﺍﻭﺱ ﺗﺮ دغې ﻟﯿﮑﻨې پورې ﺭﻭﺍﻥ ﺩﯼ، ﻣﻮږ ﭘﻪ ﻧړۍ ﮐې ﯾﻮﺍﺯﯾﻨﯽ ﻭﻟﺲ ﯾﻮ ﭼې موږ ﻭﺭﺗﻪ ګورو ﺍﻭ ښوونځي ﻣﻮ ﺭﺍﺳﯿﺰﻝ ﮐﯿږﻱ. ﻣﺸﺮﻭﻃﻪ ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻮ ﺩﺧﭙﻞ ﻫېﻮﺍد ﺳﺘﻮﻧزې ډﯾﺮې ښې ﭘﯿژﻧﺪﻟې ﻭې ﺍﻭ ﯾﻮﺍﺯې ﯾې ﭘﻪ ﭘېژﻧﺪﻟﻮ ﻫﻢ ﺑﺴﻨﻪ ﻧﻪ ﻭﻩ ﮐړې، حللاﺭې یې ﻫﻢ ورته ﺳﻨﺠﻮﻟې ﻭې، ﺩ ﺩغو ﺣﻠﻼﺭﻭ ﺩﻋﻤﻠﻲ ﮐﻮﻟﻮﻟﭙﺎﺭﻩ ﯾې ﻋﻤﻠﻲ ﻣﺒﺎﺭﺯﻩ ﻫﻢ ﭘﯿﻞ ﮐړې ﻭﻩ ﺍﻭ ﺩﺩې ﻣﺒﺎﺭﺯې ﭘﻪ ﺑﻬﯿﺮ ﮐې ﻟﻪ ﺳﺮ اﻭ ﻣﺎﻟﻪ ﺗېﺮ ﻭﻭ. ﺩﻭﯼ ﺩ ﺯﺍړﻩ ښکېلاک ځﺎﻧګړﺗﯿﺎﻭې ﭘېژﻧﺪﻟې ﺍﻭ ﭘﻪ ﻧﻮﻱ ښکېلاک ﺩﺑﺪﻟﯿﺪﻟﻮ ﺩﺑﻬﯿﺮ ﻋﯿﻨﻲ ﺷﺎﻫﺪﺍﻥ ﻭﻭ، ﺩﻭﯼ ﻟﯿﺪﻝ ﭼې ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺩ ﺍﻧګﺮﯾﺰﻱ ښکېلاک ﮐﻨګﻠﯿﺰﻩ بلا ﭘﻪ ﻭﯾﻠې ﮐېﺪﻭ کړې ﻭﻩ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻧړۍ ﮐې ﻳې ﺧﭙﻠﻮﺍﮐي ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻲ ﻏﻮﺭځﻨګﻮﻧﻪ ﺭﺍﻭﯾښ ﮐړﻱ ﻭﻭ. ﺩﻭﯼ ﻟﯿﺪﻩ ،ﭼې ﺩ «ﺑېﻞ ﯾې ﮐړﻩ، ﺍېﻞ ﯾې ﮐړﻩ !» ﺗﯿﻮﺭﻱ ﭘﻪ ﻧﻮې ﺑڼﻪ ﺍﻭړﻱ ﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﺩﺍﭼې «ﺍړ ﯾې ﮐړﻩ ، ﭘړ ﯾې ﮐړﻩ ﺍﻭﻣړﯾې ﮐړﻩ!» ﻟﻮﯾﺪﯾځ ﻭﺭﻭ ﻭﺭﻭ ﺗﻮﺭې ﺍﻭ ټﻮﭘﮏ ﻣﻮﺯﯾﻤﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﭙﺎﺭﻝ ﺍﻭ ﻣﺎﺷﯿﻦ ﯾې ﺭﺍﻭړﺍﻧﺪې ﮐﺎﻭﻩ، ﺩﻭﯼ ﭘﻮﻫېﺪﻝﭼې ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﭘﺎﺗې، ﻧﺎﻟﻮﺳﺘﻲ او  ﭘﻪ ﺍﯾډﯾﻮﻟﻮژﯾﮑﻮ ﺑﺮﯾﺪﻭﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﻭﯾﺸﻠﻲ ﻭﻟﺴﻮﻧﻪ ﯾﻮﺍﺯې په ټﻮﭘﮏ ﺍﻭ ﺗﻮﺭه ﺟﻨګﯿږﻱ، ﺩ ﭘﯿﺴﻮ، ﻣﺎﺷﯿﻦ ﺍﻭ ټېکنالوژۍ ﭘر ﻭړﺍﻧﺪې ﻧﺸﻲ ﺟﻨګېﺪﻻﯼ ، ځﮑﻪ ﺧﻮ ﻣﺸﺮﻭﻃﻪ ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻮ ﯾﻮﺍﺯې ﺩﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﭘﺮ ﺍﺧﯿﺴﺘﻠﻮ ټﯿﻨګﺎﺭ ﻧﻪ ﮐﺎﻭﻩ، ﺑﻠﮑې ﺩ ﭘﻮﻫې، ﺗﻮﻟﯿﺪ ، ﺍﻭ ﺩﻭﻟﺲ ﺩﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ژﻭﻧﺪ ﺩښﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻳې ﻫﻢ ﻓﮑﺮ ﮐړﯼ ﻭ؛ ﺩﻭﯼ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼې ﺩﺧﭙﻞ هېواد ﮐﺎﺩﺭﻭﻧﻪ ﯾې ﺩﺩې ﻭړ ﺷﻲﭼې ﺩﻣﻠﻲ ګټﻮﻟﭙﺎﺭﻩ ﻣټې ﺭﺍﻭﻧﻐﺎړﻱ. ﺭﺍځﺊ ﺩﻃﺮﺯﻱ ﺩﺍﮐﺮښې ﻭﻟﻮﻟﻮ،ﭼې څﻨګﻪ ﯾې ﺩﺧﭙﻠﻮ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﮐﺎﺩﺭﻭﻧﻮ ﺩﻟﺮﻟﻮ هیله کړې:

« ﻣﻌﻠﻤﯽ ﮐﻪ ﺍﺯ ﺩﺍﺭﺍﻟﻔﻨﻮﻥ ﻫﺎﯼ ﻋﺎﻟﯽ ﻟﻨﺪﻥ ﺍﺯﺧﻮﺩ ﻟﻨﺪﻧﯽ ﺍﻻﺻﻞ ﻫﺎ ﺑﻪ ﻭﺟﻮﺩ ﺁﻣﺪﻩ ﺑﺎﺷﺪ، ﺩﺭﺧﺼﻮﺹ ﺗﻌﻠﯿﻢ ﻻﺑﺪ ﮐﻪ ﻣﻌﻠﻢ ﺗﺮ ﻭﻋﺎﺭﻑ ﺗﺮ ﺧﻮﺍﻫﺪ ﺑﻮﺩ! ﺍﻣﺎ ﭼﯽ ﻓﺎﯾﺪﻩ، ﮐﻪ ﻧﻪ ﻣﺎ ﺁﻧﻬﺎ ﺭﺍﻗﺒﻮﻝ ﮐﺮﺩﻩ ﻣﯽ ﺗﻮﺍﻧﯿﻢ ﻭ ﺍګﺮ ﺑﺘﻮﺍﻧﯿﻢ ، ﺁﯾﺎ ﺁﻧﻬﺎ ﺑﺮﻫﻨﺪﻭﺳﺘﺎﻧﯽ ﻫﺎ ﭼﻘﺪﺭ ﺩﻝ ﺷﺎﻥ ﺳﻮﺧﺘﻪ، ﮐﻪ ﺑﺮﻣﺎ ﺑﺴﻮﺯﺩ....!  ﻋﻠﯽ ﺍﻟﺨﺼﻮﺹ، ﺑﺎﻟﺨﺼﻮﺹ، ﮐﻪ ﻣﺎ ﻋﻠﻮﻡ ﻭﻓﻨﻮﻥ ﺣﺮﺑﯿﻪ ﻭﻋﺴﮑﺮﯾﻪ ﺭﺍﺑﻪ ﻫﯿﭻ ﺻﻮﺭﺕ ﺍﺯ ﺩﻭﻟﺖ ﻫﻤﺴﺎﯾﻪ  ﺧﻮﺩ ﺁﻣﻮﺧﺘﻪ ﻧﻤﯽ ﺗﻮﺍﻧﯿﻢ ﻭ ﺍﻓﺴﺮ ﺍﺯ ﺁﻧﻬﺎ ﺁﻭﺭﺩﻥ ﺭﺍﺑﺎﯾﺪ ﻫﻼک ﺧﻮﺩ ﺗﺼﻮﺭ ﮐﻨﯿﻢ ﻭﻣﯽ ﮐﻨﯿﻢ، ﺯﯾﺮﺍ ﺁﻻﯾﻪ ﻫﺎﯾﯽ ﮐﻪ ﺭﻭﺳﻬﺎ ﺩﺭ ﺍﯾﺮﺍﻥ ﺗﺮﺑﯿﻪ ﮐﺮﺩﻧﺪ، ﯾﮏ ﺩﺭﺱ ګاه ﻋﺒﺮﺕ ﻋﻈﯿﻢ ﺍﺳﺖ....!» (۳۵۰-۲)

ﻣﺤﻤﻮﺩ ﻃﺮﺯﻱ ﺍﻭ ملګري یې ﭘر ﺩې ﻫﻢ ﭘﻮﻫېﺪﻝ ، ﭼې  ښکېلاک ﺗﻪ ﺩﺳﺮ ﺍﯾښﻮﺩﻟﻮ ﻧﻨګ ﻟﻪ لوږې څﺨﻪ ﭘﯿﻞ ﮐﯿږﻱ ، ﻫﻐﻪ هېواد ﭼې ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻏﻨﻤﻮ ﻧﻪ ﻭﻱ ﻣﻮړ ﺧﭙﻠﻮ ﺍﮐﻲ ﻧﺸﻲ ﺳﺎﺗﯼ ﺍﻭ ﺗﺮ ډﯾﺮﻭ ﺗﻮﺭﻭ ﺩﯾﻮې ﭼﺮګې ﯾﺎ ﺩﭘﯿﻨځﻮ ﻫګﯿﻮ ﺗﻮﻟﯿﺪ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺗﻪ ﺩﺭﺳېﺪﻟﻮ ښﻪ ﻭﺳﺎﯾﻞ ﺩﻱ. دی لیکي:

« ﺭﻧﺞ ﺑﺮﺭﻧﺞ ﻣﯿﮑﺸﺪ ، ګﻨج ﻣﯿﺪﻫﺪ ....ﺗﯿﻞ ﭼﺮﺍﻍ ﺣﯿﺎﺕ ﭼﯿﺴﺖ ؟ ګﻨﺪﻡ ،ﺟﻮ ، ﺟﻮﺍﺭﻱ ، ﺷﺎﻟﻲ ، ﻧﯿﺸﮑﺮ ، ﭼﻐﻨﺪﺭ، ﺁﻟﻮ ، ﮐﭽﺎﻟﻮ ، ﺗﺨﻢ ﻣﺮﻍ ، ﺧﻮﺩ ﻣﺮﻍ ، ګﺎﻭ ، ﺷﯿﺮ ، ﻣﺎﺳﺖ، ﺭﻭﻏﻦ ، ګﻮﺷﺖ ﻭﻏﯿﺮﻩ ... .» (۴۸۸-۲)

ﻋﺠﯿﺒﻪ ﺩﺍ ﺩﻩ ﭼې ﻧږﺩې ﺍﻭﯾﺎ ﮐﺎﻟﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ، ﭼې ﻣﻮږ ﻟﻪ ﯾﻮﻩ ﺑﻞ ﺯﺑﺮځﻮﺍﮐﻪ ﭘﻪ ﺍﺻﻄﻼﺡ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐﻲ ﺍﺧﯿﺴﺘﻪ ، ﻧﻮ ﺩﻣﺸﺮﻭﻃﻪ ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻮ ﭘﻪ څېﺮ ﺑﺼﯿﺮﺕ ﻣﻮ ﻧﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ ﭼې  ﺩﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺳﺎﺗﻨې ﭘﻪ ﻓﮑﺮ ﮐې ﺷﻮ، ﺍﻭﺯﺍﺭ ﯾې ﻭﭘﯿژﻧﻮ ﺍﻭ ﺩﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﻟﻪ ﺑﺮﮐﺘﻪ ﺩﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩژﻭﻧﺪ ﺩﺷﺮﺍﯾﻄﻮ ﺩښﻪ ﻭﺍﻟﻲ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻫڅﻪ ﻭﮐړﻭ. ﻣﻮږ ﺳﺮﭼﭙﻪ ﻭځﻐﻠېﺪﻭ ﺍﻭ ﺩﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﭘﻪ ﺧﻮﺷﺎﻟۍ ﮐې ﻣﻮ ﺩﻟﺴګﻮﻧﻪ ﺯﺭﻭ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺣﻼﻟﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻻﺳﻮﻧﻮﻭﺭﮐړﻩ ﺍﻭ ﻻﻫﻢ ﺭﻭﺍﻧﻪ ﺩﻩ.  ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼې ﺩ ﺳﺮﺍﺝ ﺍﻻﺧﺒﺎﺭ ﺩﺯﻣﺎﻧې ﺭﻭښﺎﻧﻔﮑﺮﻭ ﻣﺒﺎﺭﺯﯾﻨﻮ ﺩﺧﭙﻠې ﻣﺒﺎﺭﺯې ﮐړﻧﻼﺭﻩ ټﺎﮐﻠې ﻭﻩ ﻧﻦ ﻫﻢ ﮐټ ﻣټ ﺩﻧﻮﻮ ﺍﻭﺯﺍﺭﻭ ﺍﻭ ﺗﮑﺘﯿﮑﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﮐېﺪﻝ ﻏﻮﺍړﻱ ځﮑﻪ  ﺩﻫﻐې ﻭﺭځې ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻟﻪ ﻫﻤﺪﺍﺳې ﯾﻮې ﺳﺘﻮﻧزې ﮐړېﺪﻩ، ﭼې نن ﺗﺮې ﮐړﻳږﻱ. ﻣﻮږ ﮐﻪ ﻧﻮﯼ ﻓﮑﺮ ﻧﺸﻮ ﮐﻮلی، ﻟږ ﺗﺮﻟږﻩ ﺩﺳﻠﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮﻭړﺍﻧﺪې ﻣﺰﻝ خو ﺭﺍژﻭﻧﺪﯼ ﮐﻮﻻﯼ ﺷﻮ. ﺩﺍﮐړﻧﻼﺭﻩ څﻨګﻪ ﺩﻩ؟

ﻫﺮﻩ ښېګڼه ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻟﭙﺎﺭﻩ!

راځئ د دې هېواد اوسېدونکو ته د ژوند او بیا ښه ژوند حق وغواړو، لکه مشروطه غوښتونکو چې مبارزه ورته پیل کړې وه. محود طرزي دا غوښتنه داسې مطرح کړې:

 

« تا به حال هر چی که بود، هر چه که شد، شد! لکن بعد از این افغان، آن افغان نیست که از حق خو چشم پوشی بتواند». ( ۳۱۰-۲ )

ﻣﺸﺮﻭﻃﻪ ﻧﻬﻀﺖ ﺩﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻮ ﻫڅو ﭘﻪ ﻣﺤﺮﺍﻕ ﮐې ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺍﻭﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺭﺍﻭﺳﺖ ﺍﻭ ﺩﺧﭙﻠې ﻣﺒﺎﺭﺯې ﻟﭙﺎﺭﻩ ﯾې ﻣﻨﻈﻤﻪ ﻓﮑﺮﻱ  تګلاره ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﮐړﻩ ، ﺩﻭﯼ ﭘر ﺩې ﺑﺎﻭﺭ ﻭﻭ ﭼې ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻮﯼ ﺩښمن ﻟﻪ ﻧﻮې ﭘﻮهې څﺨﻪ ﻣﺤﺮﻭﻣﯿﺖ ﺍﻭ ﺩ ښکېلاکګرو ﻟﻪ ﺩﺳﯿﺴﻮ او چلونو نه بې خبري ﺩﻩ. ﺩﻭﯼ ﭘر ﺩې ﺧﻮﺍﺷﯿﻨﻲ ﻭﻭ ﭼې ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻥ ﻟﻪ ﻧﻮﻮ ﺳﯿﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮﻩ نه دﻱ ﺍﺷﻨﺎ ﺍﻭ ځﮑﻪ ﺧﻮ ﺩ ﺩﻭﯼ ﻓﮑﺮﻱ ﺑﺪﻟﻮﻥ ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ده.  ﻫﻤﺪﺍ ﻭﻩ ﭼې ﺩ ﻣﺸﺮﻭﻃﻪ ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻮ ﻣﺒﺎﺭﺯﻩ ﺩ ویښتیا ﺍﻭ ﺭﻭښاﻧﺘﯿﺎ ﻟﻪ ﭘړﺍﻭﻭﻧﻮ څﺨﻪ پیلېده ﺍﻭ ﭘﻪ ټﻮﻟﯿﺰ ﺑﺪﻟﻮﻥ ﺭﺍﻭﺳﺘﻠﻮ ﺑﺸﭙړﯾﺪﻩ. ﺩﺍﻫﻐﻪ ﭘړﺍﻭﻭﻧﻪ ﺩﻱ ﭼې ﻧﻨﻨﯽ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﯾې ﻫﻢ ﺩﺧﭙﻠې ژﻏﻮﺭﻧې ﻟﭙﺎﺭﻩ ښاﻳﻲ ﭘﯿﻞ ﮐړﻱ. ﻣﻮږ ﻧﻦ ﻫﻢ د ښکېلاک ﭘﻪ ﻧﻮې ﺍﻭ ﻣډﺭﻧﻪ  ﺯﻣﺎﻧﻪ ﮐې ﺩﻭیښتیا، ﺭﻭښاﻧﺘﯿﺎ ﺍﻭ ﺩﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺍﺭﺍﺩﻩ ﯾﻮﻩ ﺍﺭﺍﻡ ﺧﻮ ﻣﻌﻘﻮﻝ ﺑﺪﻟﻮﻥ ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﻟﺮﻭ؛  ﺩﺍﺳې ﯾﻮ ﺑﻬﯿﺮ ﭼې ټﻮﻟﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﯾې ﺩ ﺩې هېواد ﺩﺍﻭسېدﻭﻧﮑﻮ ﺩﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ژﻭﻧﺪ ښه‌ﻭﺍﻟﯽ ﺍﻭ ﺩ هېواد ﭘﺮ ﺧﭙﻠﻮ پښو ﺩﺭېدل ﻭﻱ. ﻣﻮږ ﺩ ﻣډﺭﻥ ښکېلاک ﭘﻪ ﺯﻣﺎﻧﻪ ﮐې ﺩﺍﺳې ﻭﯾښ ﻧﺴﻞ ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﻟﺮﻭ ﭼې ﺩ ﻣﺸﺮﻭﻃﻪ ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻮ ﭘﺮ پله پل ﮐﯿږﺩﻱ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻮ ﺩﺷﺎګﺮﺩﺍﻧﻮ ﭘﻪ څېﺮ ﭘﻪ ﻧﻮﻮ ﺍﻭﺯﺍﺭﻭ ځﺎﻥ ﻟﻪ ﺍﺣﺘﯿﺎﺟﻪ ﺧﻼﺹ ﮐړﻱ!

پایله:

ﻣﺸﺮﻭﻃﻪ ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻲ ﻧﻬﻀﺖ ﻧږﺩې ﯾﻮﻩ ﭘﯿړۍ ﻭړﺍﻧﺪې ﺩ ﺧﭙﻞ هېواد ﺳﯿﻤې ﺍﻭ ﻧړۍ ﭘﻪ ﭘﯿژﻧﺪﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﯾﻮﻩ ﺑﺮﯾﺎﻟۍ ﺍﻭ ﺭﻭښﺎﻧﻪ ﻣﻠﻲ ﻣﺒﺎﺭﺯﻩ ﭘﯿﻞ ﮐړﻩ، ﭼې ﻧﻦ ﯾې ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻮې ﺑڼﻪ ﺩﻭﺍﻡ ﻭﺭﮐﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﺷﺘﻪ، ځﮑﻪ چې ﺯﻣﻮږ ﻭﻟﺲ ﭘﻪ ﻧﻮې ﺯﻣﺎﻧﻪ ﮐې ﺍﻭ ﭘﻪ ﻧﻮې ﺑڼﻪ ﻟﻪ ﻫﻤﻏې ﺳﺘﻮﻧزې څﺨﻪ ﮐړﯾږﻱ چې هغه وخت ترې کړېده.   ښکېلاک ﭘﺎﯼ ﺗﻪ ﻧه ﺪﯼ ﺭﺳېﺪﻟﯽ، ﺑﻠﮑې ﺑڼﻪ ﯾې ﺑﺪﻟﻪ ﺷﻮې ﺍﻭ ﻟﻪ ﻧﻮﻱ ښکېلاک ﺳﺮﻩ ﺩﻧﻮﻮ ﺍﻭﺯﺍﺭﻭ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻣﺒﺎﺭﺯﻩ ﮐﯿﺪﺍﯼ ﺷﻲ. ﻧﻮﻱ ﺍﻭﺯﺍﺭ ﯾې ټﻮﭘﮏ ﺍﻭ ﺗﻮﺭه ﻧﻪ، ﺑﻠﮑې ځﺎﻥ ﻟﻪ ﻫﺮ ﺍړﺧﯿﺰ ﺍﺣﺘﯿﺎﺟﻪ ﺧﻼﺻﻮﻝ، ﭘﺮﺧﭙﻠﻮ ﭘښﻮ ﺩﺭېﺪﻝ ﺍﻭ ﺗﺮ ﻫﺮڅﻪ ﻭړﺍﻧﺪې ﺩ ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ګټﻞ ﺩﻱ، ځﮑﻪ ﭼې څو اقتصادي خپلواکي نه وي، ﺳﯿﺎﺳﻲ ﺍﻭ ﺍﻣﻨﯿﺘﻲ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐﻲ ناشونې ده. ﺩﺍﺳې ﯾﻮې ﺧﭙﻠﻮﺍﮐۍ ﺍﻭ ﺑﺪﻟﻮﻥ ﺗﻪ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺍﻭ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﺭﺳﻮﻟﻮ ﻻﺭ ﻟﻪ ویښتیا ﺍﻭ روښانتیا څﺨﻪ ﺗﯿﺮﯾږﻱ، ﭼې ﺩ ﻭﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺷﻌﻮﺭ ﺍﺭﺍﺩﻩ ﺍﻭ ﺩ ﺩې هېوادﻩ ﻟﻪ ﺍﺭﺯښﺘﻮﻧﻮ، ﻋﻘﺎﯾﺪﻭ ﺍﻭ ﺷﺮﺍﯾﻄﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﻤې ﺳﻮﻟﻪ ﯾﯿﺰې ﻫڅې ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﻟﺮﻱ.

سرچینې:

۱-حبیبي، پوهاند عبدالحی، جنبش مشروطیت در افغانستان، درېیم چاپ، سازمان مهارین مسلمان. ۱۳۷۷لمریز. کابل، افغانستان.

۲- طرزي، محمود، مقالات محمود طرزي. د عبدالغفور روان فرهادي په زیات، دویم چاپ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، ۱۳۸۷لمریز، کابل.

 

شریک کړئ