انسان د عرفاني وسوسې او تلوسې له برکته اشرف المخلوقات ګاڼه شي او کرامت لري.

عِرفان، ستر حقیقت ته  رسېدل، له سترې هستۍ سره یوکېدل، خدای پېژندنه او هغه روحي تجربه ده، چې انسان په کې خپله هستي الهي وحدت ته رسېدلې وګڼي. د نړۍ د تاریخ یوشمېر ګروهې (عقیدې) د پنځوونکي ذات او پنځېدونکیو ترمنځ  پرتوپیر او واټن ګروهمن دي، خو عارف دا توپیر نه پېژني او د یو کېدو ( وصلت ) تږی دی.

ویل کیږي، چې عرفان تاریخ نه لري او دبشریت په تاریخ کې چې هر انسان د ځان او خدای پېژندنې هڅه کړې ده، په حقیقت کې یې د عرفان پر اوږده لاره مزل پیل کړی دی. د اسلامي دوران عارفان د تصوف پرلار  دسیرو سلوک په  ځواک د ځان او خپل خالق د پېژندنې هڅه  پیل کړې ده، د اسلامي تصوف یو نوموتی عارف ابوالحسن علي بن عثمان هُجویري غزنوي په خپل نوموتي کتاب ( کشف المحجوب) کې لیکي :

( ان که به محبت مصفا شود صافی بود و آن که مستغرق دوست شود و ازغیر دوست بری شود صوفی بود )  [ کشف المحجوب ـ ۴۸]

بل ځای :

( پس صوفی آن بود که از خود فانی بود و به حق باقي ) [ کشف المحجوب ـ ۴۹]

که څه هم عرفان  دا ګڼي، چې د ( زه ) مفهوم حقیقي نه دی، خو هغه مهال چې ( زه ) د متعالي اروا په وزرنو د ستر حقیقت یوه برخه شي او یا د څاڅکي په څېر سمندر ته ورګډ شي، نو ارزښت مومي او د دغې ارزښت موندنې لپاره  انسان باید له ګڼو اخلاقي ازمېښتونو څخه بریالی راووځي.  ګڼ عارفان خپل عرفاني سفر له  ( زه ) څخه پیلوي، هیندوستاني عارف (سوامي وی وي کېندا)  ویلي و:

( ...شرک، زموږ له نظر، له دې ځایه پيلیږي، چې د خپلې اروا پر لوړتیا اوستروالي باور ونه لرو)  [دنیای سوفی ـ  ۱۶۳ ]

د عرفان له نظره ( انسان ) مهم دی، ځکه یوازینی مخلوق دی، چې له سترې هستۍ سره د یوځای کېدو په راز پوهېدلای شي او د ( معرفت) يا پېژندنې نعمت ورپه برخه دی.  د وحدت الوجودي فلسفې پربنسټ که هر (څه ) د یوې لویې هستۍ برخه وي، نو له دې ټولو ( څيزونو) څخه یوازې انسان دی، چې پر دې پوهیږي  یا د دې پوهه ورپه برخه ده، چې ( دی ) او نور ( هرڅه ) د یوې لویې هستۍ برخه دي. په بله ژبه همدغه ( پوهه) یا  معرفت د هغه ذاتي صفت دی، چې د سترې هستۍ تر نورو اجزاوو یې  لوړوي . په دې توګه د انسان د فضیلت او لوړاوي ځانګړنه پېژندنه ( معرفت ) دی.

جماد، نبات او حیوان هم د لویې هستۍ اجزا دي، خو له دې ټولو سره د ( انسان ) توپیر دا دی چې انسان د پېژندنې وړتیا یا معرفت لري، مانا د انسان ماهیت دا دی چې ( عارف ) کېدلای شي.

انسان د همدې عرفاني وسوسې او تلوسې له برکته اشرف المخلوقات ګاڼه شي او کرامت لري.

له فلسفي پلوه یوازې خدای کامل وجود لري . د نوې زمانې د فیلاسفې راپیلوونکي ریاضي پوه او فیلسوف  رنه دیکارت  ویل :  (... د کامل وجود تصور له داسې  چا کېدلای نه شي ، چې خپله کامل نه دی، نو د کامل وجود تصور باید پخپله له کامل وجود څخه وشي ، چې هغه د خدای وجود دی ... له دې بحث څخه دیکارت پایله اخلي : باید یو کامل وجود وي، چې په ما کې د مطلق کمال تصور رامنځ ته کړي )  [ تاریخ فلسفه غرب  ـ ۲۰۴]  دیکارت  کمال ته د رسېدو لپاره، پراخلاقو ټینګار کوي او باور لري، چې دا موږ یو، چې باید کمال ته ورسیږو. د دنیايي ژوند یوه موخه کمال ته د ( انسان ) د رسېدلو هڅه ده. اخلاق هغه بشري یا ټولنیز قوانین دي، چې انسان کمال ته رسوي .  

 ښايي  د همداسې باورونو پربنسټ به وي، چې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو ادیانو عرفاني تفکر  پر  ( انسان) ډېر ټینګار کوي او خدای پېژندنه له ځانپېژندنې څخه راپیلوي.

په هر فکري مکتب کې، چې انسان مهم وګڼل شي هلته ضد انساني ښکارندې ناوړه ګڼل کیږي.

په بله ژبه : د عرفان اخلاقي بنسټ انسانمحوریت دی .  له نوموتي افغان مبارز پاچا خان څخه د (خدايي خدمتګارۍ ) په اړه پوښتنه وشوه، ده ځواب ورکړ:

بېشکه چې خدای خدمت ته اړتیا نه لري، په حقیقت کې دخدای د مخلوقاتو خدمت د خدای خدمت دی.

په عرفاني ادبیاتو کې د مذهبونو او ادیانو ترمنځ پر پخلاینې ټینګار کیږي، دغې پخلاینې ته (صلح کل) وايي او په ګڼو ځایونو کې لولو، چې د دوه اویا ملتونو ترمنځ جګړه بېځایه ده.

جنګ هفتاد و دوملت همه را عذر بنه

چون ندیدند حقیقت ره افسانه زدند

شکر ایزد که میان من و او صلح افتاد

صوفیان رقص کنان ساغر شکرانه زدند

یا

مذهب عاشق ز مذهبها جداست

عاشقان را مذهب و ملت خداست

د ( صلح کُل ) اصلي مفهوم هم دا دی، چې  انساني نړۍ له انساني ضد ښکارندو او له هغې جملې څخه له جګړې څخه بشریت د تل لپاره ځان خلاص کړي.

ایمانویل کانت  باور درلود، چې ((تلپاتې سوله)) هغه وخت راتللای شي، چې اخلاق عمومیت پیدا کړي، عجیبه دا ده، چې د کانت له نظره اخلاق بشپړ عرفاني ماهیت لري، ځکه هغه باورلري، چې : ( څوک چې د ژوند دغوښتنو او مصلحتونو لپاره ښه کارونه کوي، اخلاقي شخص نه دی، بلکې هغه څوک اخلاقي دی، چې د اخلاقو له حکم سره سم ښه کارونه کوي. )

 [ تاریخ فلسفه  غرب – ۲۵۲]

د جګړو بنسټ او لامل مادي غوښتنې او د ګټو خوندي کول دي، عرفان د انساني تکامل لپاره پر ګټو او مادي غوښتنو پښې اېښوول لومړنی ګام ګڼي.

که انسان د نفساني غوښتنو، ګټو او ځانځانۍ له امله د بل انسان وژل او ځپل روا ونه بولي، بشریت تلپاتې سولې ته رسیږي.

په اروپا کې د زر کلنې تورې دورې یا منځنیو پېړیو په بهیر کې  پرانسان د انسان  د زورزیاتي او تشدد په وړاندې لومړنی فکري پاڅون عرفاني رنګ درلوده. اوږدمهالیو صلیبي جګړو پوښتنه رامنځ ته کړه، چې ایا د انسان ژغورنې لار د ادیانو ترمنځ د جګړو پر واټ تیریږي؟

ایا ریښتیا لوی خدای په دې راضي کیږي، چې د هغه په نامه انسانان سره ووژني او هره ډله ادعا وکړي، چې دا کار د خدای د رضایت او خوشالۍ لپاره کوي؟

د بیا ویښتیا یا رنسانس زمانه له عرفان، فلسفې او هغې تلوسې څخه راوزېږده، چې انسانانو تلپاتې سولې ( صلح کل ) ته درلودله. د رنسانس د پیلیزې  دورې پوهانو هڅه وکړه، له عرفان څخه مرسته وغواړي او د خالق او مخلوق اړیکه له سره وپېژني. اصلي پوښتنه دا وه، چې واحد، واجب الوجود او قادرمطلق خالق  پرخپلو بنده ګانو د خپلو بنده ګانو له تشدد څخه خوشالیږي؟ بېشکه چې دا وړه پوښتنه نه وه. په مسیحي اروپا کې د مدنیتونو او ادیانو ترمنځ د صلح کل او تفاهم اړتیا او غوښتنه هغه وخت رامنځته شوه، چې اروپامېشتو مسیحي  پوهانو ځانونه د اسلامي نړۍ د پوهانو او عارفانو پوروړي وګڼل، ځکه د یوناني فلسفې او پوهنې متون د اسلامي پوهانو له برکته بېرته د دوی ګوتو ته ورسېدل.  یعقوب بن اسحاق الکندي، ابوبکر محمد بن زکریای رازي، ابو نصر فارابي ، بلخي ابن سینا،ابوریحان البیروني،  ابن رشد او نور و اسلامي پوهانو د یوناني فلسفې، اسلامي تصوف او ان هندي عرفان ځلنده پیغامونه اروپا ته ورسول او دا ټول د رڼا دکوشنیو څانګو په څېر سره یوځای شول او په اروپا کې یې د بیا ویښتیا سباوون ته لاره هواره کړه.  تر دیکارت وروسته په اروپا کې د فلسفي افکارو دتنظیم او تدوین کار پیل شو، خو په ختیځ کې فلسفه له عرفان، تصوف، ادبیاتو او هنرونو سره ګډه پاتې شوه.  په حقیقت کې د ختیز عرفان ښکاره او رڼو پیغامونو د لویدیزې فلسفې بنسټونه رامنځته کړل، بيرته د انسانمحوریت په خوا راګرځېدل یو له همدغو پیغامونو څخه و، چې په اروپا کې یې په لومړي پړاو کې دیني اصلاح او په دوهم هغه کې انسانمحوره رنسانس ته لاره هواره کړه.

د بشري نړۍ په ځینو برخو کې چې همدا اوس د تشدد، تاوتریخوالي، ټولوژنو او ناخوالو ګڼې پېښې رامنځته کیږي او ځینې ډلې یې په بېلابېلو ادیانو پورې تړي، ښايي د اوسمهالې نړۍ تر ټولو بدمرغه او ګواښونکې پېښې وي. په افغانستان، منځني ختیځ او ان د افریقا په شمال کې چې په اسلامي نړۍ کې څه روان دي، یا هم په برماکې د بودايي افراطیونو او فلسطین کې د اسرائیلي صهیونیزم له لوري پر مسلمانانو څه تېریږي ، دا ښيي، چې د دین په نامه د تاوتریخوالي او جګړو کیسه لا روانه ده. د اسلامي نړۍ کیسه خو لا غمجنه ځکه ده، چې هلته مسلمان پرمسلمان ظلم کوي او دعوه کوي، چې دا ظلمونه ګواکې د خدای د رضایت او خوشالۍ لپاره کوي. دا مهمه ده، چې له ځانه وپوښتلای شو، چې ایا ریښتیا لوی خدای ج په دې خوشالیږي، چې موږ مسلمانان یو بل ووژنو؟

تر دې یې په پراخه پیمانه یو له بله پوښتلی شو، چې ایا دا سمه ده، چې بودایي، مسلمان او مسیحي یا یهودي یو بل ووژني؟  په هر دین کې عرفاني تفکر دغو پوښتنو ته ځواب موندلای شي.

د معرفت او فلسفې پیل له پوښتنې کیږي، سوکرات څه نه لیکل، یوازې یې له خپلو مخاطبانو پوښتنې کولې؟ عرفان هم خپل کار له پوښتنو پیلوي: څوک یو، ولې یو، چېرته  ځو؟

په اسلامي نړۍ کې د وژنو او تشدد د پلویانو لومړۍ وسله دا ده، چې د انسانانو په ذهن کې د معرفتي پوښتنو د رامنځته کېدومخه ونیسي او د هر بل تفکر پرځای د تشدد او وژنې متحجر افکار په ذهنونو کې رامنځ ته کړي. ځکه جګړې تر ډګرونو وړاندې په زړونو او ذهنونو کې پېښیږی. هغه تش په نامه اسلامي اورپکې ډلې، چې ځانمرګي بریدګر روزي ترهرڅه وړاندې د خپل قرباني پر ذهن کار کوي، د ځانمرګیو پر اذهانو کار له دې تلقینه  پیلیږي، چې  ګواکې دا دنیا په ژوند کولو نه ارزي او ډېر ژرباید سړی ځان بلې دنیا ته ورسوي . له دې دنیا څخه د قرباني زړه توري کول د ترهګرو د کار پیل دی او ښايي ترهګرو د عارف او صوفي عبدالرحمان بابا مقبرې ته ځکه بمونه کېښودل، چې هغه ویلي وو :

ښه ده ښه ده دا دنیا                          چې توښه ده د عقبا

په دنیا کې بدي نه شته                          که بدي نه وي له تا  

او ښايي  د شهباز لعل قلندر  ( عثمان مروندي ) په زیارت کې يې ځکه په لسګونه زایرین ووژل، چې دغه صوفي اوعارف  پخپله د صلح کل سېمبول و، شهباز قلندر اهل سنت، تشیع او ان هیندو باورانو ته ددرناوي وړ و او دی.  کله چې د قوالانو په غږ کې د ( دمادم مست قلندر  ) غږ پورته شي نو  د هیندو، سُني، سیکهـ  او شیعه ترمنځ بریدونه نړیږي، شهبازقلندر د مذاهبو ترمنځ د تلپاتې سولې په اړه وايي :

 

من آن درّم که دربحر جلال الله بودستم

به کوه طور باموسی کلیم الله بودستم

ګهی زنار می بستم ، ګهی قرآن میخواندم

ګهی در مذهب ترسا، بسی محنت کشیدستم

دوصد جامه کهن کردم لباس فقر پوشیدم

بر آن برجی که من بودم، هزاران یک رسیدستم

به اسماعیل پیغمبر به ابراهیم بن آذر

درآن سروقت قربانی به قربانګاه بودستم

ایا ملا مکن ظاهر سِرّ اسرار مردان را

ندانستی، ندانستی که سِرّ الله بودستم

ایا عثمان مروندی چرا مستی دراین عالم

که جز ( یاهو) و یا ( من هو) دګر چیزی ندانستم

سرچینې :

۱ـ  ابوالحسن علي بن عثمان هُجویري: کشف المحجوب، د دکتور محمود عابدي په زیار، شپږم چاپ ، سروش، ۱۳۸۳ ل، تهران.

۲ـ یوستین ګرودر: دنیاي سوفي، د حسن کامشاد ژباړه، انتشارات نیلوفر، شپږم چاپ، ۱۳۸۱ل، تهران.

۳ـ سروپالي رادا کریشنان: تاریخ فلسفه غرب، دوهم ټوک د جواد یوسفیان ژباړه، انتشارات علمي وفرهنګي، درېیم چاپ، ۱۳۸۷ ل، تهران.

 

شریک کړئ