د سیاست او اخلاقو ترمېنځ اړیکې او د سیاسي اخلاقو مسئله

لنډیز:

د سیاست او اخلاقو ترمېنځ د اړیکو بحث د  نیکولو مکیاوېلي[1] د نظریاتو پرته نیمګړی دی. ځکه له یوې خوا د رېنسانس د دورې د یو متفکر په توګه هغه د مدرن سیاسي اقتدار د بنسټګرعنوان لري. خصوصاً د ټوماس هابس[2] او سپینوزا[3] په څېر د ریالېزم  د تیورۍ علمبرداران د مکیاوېلي له نظریاتو اغېزمن شوي دي. له بلې خوا  تر مکیاوېلي وړاندې او وروسته د سیاست – اخلاقو ترمېنځ د  اړیکو په اړه د کلاسیکې  یوناني فلسفې او د منځنیو  پېړیو  د دیني فلسفې اغېزې ددې سبب شوې دي چې د مکیاوېلي شیطاني افکار د یو شمېر متفکرینو او سیاستوالو دښمني پر غاړه  واخلي.  

پدې مقاله کې به د مکیاوېلي د پورتني نېک او بد شهرت د لاملونو د څېړلو ترڅنګ دې پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه وشي. آیا د مکیاوېلي مدرنه سیاسي تیوري اخلاقي اړخ لري که غیر اخلاقي ده؟ د مکیاوېلي د تیورۍ په چوکاټ کې د څه ډول سیاسي اخلاقو موضوع د بحث وړ ده؟ آیا د مدرنې سیاسي تیورۍ لپاره  د کلاسیکي تیورۍ پرېښودل په  عین حال کې د اخلاقو د پرېښودلو په معنا هم ده؟ ددې  مقالې ادعا دا ده چې که چېرې لومړی د مکیاوېلي د تیورۍ له مخې د سیاست او اخلاقو ترمېنځ اړیکې د زمان او مکان په نظر کې نیولو سره نقد شي، بیا د سیاسي اخلاقو مسئله وڅېړل شي نو ددې ایټالوي تیوریسن د پورتني نېک او بد شهرت د بدیل په توګه  درېمه لار هم ممکنه ده.

 

مهم اصطلاحات: اخلاق، سیاست، سیاسي تیوري، سیاسي اخلاق، مکیاوېلي،

 

مقدمه:

لیو شټراوس[4]    چې په شلمه میلادي پېړۍ کې له اخلاقي اړخه د مکیاويلې  تر ټول لوی  منقد دی، نوموړي ته یې " د شرارت استاد" ویلی دی(Strauss, 1958: 26)[5]. البته د شټراوس نظریات د مکیاوېلي د آثارو په رڼا کې د نوموړي د سیاسي تیورۍ هر اړخیزه څېړنه ده چې اخلاقي اړخ  یې یوه کوچنۍ برخه جوړوي خو دومره «بېرحمانه» نقد دا په ډاګه کوي چې د مکیاوېلي سیاسي تیوري له هغه څه ډېره ژوره ده  چې شټراوس یې اخلاقي سیاست بولي. د مکیاوېلي دا ډول نقد په عامه اذهانو کې د نوموړي د شیطان صفته او بد اخلاقه شهرت مغالطه رامنځته کړې چې تر ده وروسته د "مکیاوېلیزم" د اصطلاح  رامنځته کېدلو ته یې لار هواره  کړې ده. یو زیات شمېر سیاستپوهان د مکیاوېلي  په  حق کې دا ډول چلند بې انصافي او د نوموړي د افکارو پر وړاندې له مسئولیته  تېښته بولي.

د پورتنۍ مغالطې یا غیر عادلانه چلند یو علت دا دی چې د مکیاوېلي د سیاسي تیورۍ په چوکاټ کې د سیاست او اخلاقو د اړیکو د څېړنې پرمهال د زمان او مکان فکتورونه په  نظر کې نه دي نیول شوي. که چېرې د ۱۴مې میلادي پېړۍ په فلورېنس کې د رېنېسانس د دورې د شرایطو سره  سم د مکیاوېلې اهداف، اندېښنې او حل لارې په نظر کې ونه نیول شي،  د سیاست او اخلاقو تعریفونه به هم نیمګړي پاتې شي. دا نیمګړتیا په حقیقت کې د پورتنۍ مغالطې اصلي ریښه ده چې سطحي او حتا غیر عادلانه قضاوتونو ته لار پرانیزی.

مکیاوېلي د سیاستپوهانو ترمېنځ  له اخلاقي پلوه د بد شهرت تر څنګ د مدرنې سیاسې تیورۍ او  ورسره جوښت د مدرنو سیاسي اخلاقو د بنسټګر غوندې په څېر عنوان او ښه شهرت هم لري.  مثلاً د جمهوریت او شهروندۍ په اړه د نوموړي نظریات د فرانسې او امریکا د انقلابونو لپاره د سرمشق په توګه د روسو[6] او دېدرو[7] لخوا  لوستل شوي او ترې ګټه پورته شوې ده. اوس پوښتنه  دلته ده چې د مکیاوېلي د شیطاني شهرت په نظر کې نیولو سره سره  څرنګه  کولای شو چې نوموړی د مدرنې سیاسي تیورۍ د بنسټګر په توګه تحلیل کړو؟

د مکیاوېلي د سیاسي اخلاقو د موضوع د بې پرې تحلیل لپاره دوه جلا لارې په نظر کې نیول شوي دی. لومړی د اخلاقي کټه ګوریو په چوکاټ کې د عیسويت پر اساس د الهي دین د اخلاقي ارزښتونو په  مقابل  کې د پګانیزم[8] د اخلاقي ارزښتونو نه دفاع ده. دویم، د مکیاوېلي د سیاست په تیورۍ کې د اخلاقو د کټه ګورۍ د نشتوالي نظریه  ده. یعنې دا  تیوري د ښو یا بدو  په څېر د اخلاقي نورمونو نه مبرا ده. د مکیاوېلي په سیاسي تیورۍ کې د بېلګې په توګه ښه سیاستوال یا بد سیاستوال نشته. برعکس  بریالی سیاستوال او ناکام سیاستوال مطرح دی چې دا موضوع د اخلاقي ارزښتونو سره تړاو نه لري.

پدې مقاله کې هڅه شوې ده چې لومړی د رېنسانس د دورې په اروپا کې هغه عوامل او شرایط وڅېړل شي چې نیکولو مکیاوېلي یې دې ته اړ کړ چې د فلورېنس  په څېر د نسبتاً د کوچني دولت او په ټوله کې د ۱۶مې پېړۍ د اروپا د تقدیر د بدلولو په موخه د مدرنې  سیاسي تیورۍ بنسټ کېږدي. په دویم پړاو کې به د مکیاوېلي پر سیاسي تیورۍ لنډه رڼا واچول  شي تر څو د اخلاقي اړم د تحلیل چارې یې آسانې شي.  د مقالې درېمې او وروستۍ برخې کې به په ټولیزه توګه د اخلاقو او سیاست د اړیکو د موضوع د څېړنې هڅه وشي او په پایله  کې به د مکیاوېلي د شیطاني شهرت لپاره بدیل وړاندې شي. دا بحث به  د نوموړي د دوو  مهمو آثارو ( The Prince[9] او Discourses on Livy[10]) په رڼا کې د مکیاوېلیانیستي اخلاقو د تعریف او سیاست سره د هغه د اړیکو په اړه وي.

 

رېنېسانس او  فلورېنس

د مدرنې سیاسي تیورۍ او ورسره  جوښت د سیاسي اخلاقو نوې تعریف د انساني او ټولنیزو اړتیاو، غوښتنو او شرایطو د په نظر کې نیولو پرته شونی نه  دی. پدې چوکاټ د مکیاوېلي افکار د زمان یعنې رېنېسانس د دورې او مکان یعنې د فلورېنس په ګډون د وخت د اروپا د سیاسي شرایطو په نظر کې نیولو سره باید مطالعه  شي.

رېنېسانس د یوې تاریخي دورې په توګه د عیسویت د دیني دوکتورین له حاکمیته چې په ټولیزه توګه "منځنۍ پېړۍ یا توره دوره" هم ورته ویل کیږي، د ویښتیا او یا نوي پړاو  ترمېنځ د پرتو کلونو نوم دی(Ağaoğulları, 2011: 290). کیدای شي دا ډول تعریف غیر دقیق او نمیګړی وي خو  د ۱۶مې پېړۍ په اروپا کې د هنر، ادبیاتو، سیاست، سوسیولوژۍ او ساینس  په ډګر کې ژور بدلون او د دیني فلسفې پر ځای د لرغوني یوناني فلسفې او روم د امپراتورۍ د سیاسي مکتب د بیا کشف او ژوندي کېدلو ټولو چارو ته په مجازي توګه رېنېسانس ویل کیږي چې پښتو مفهوم  یې هم  " بیا را ژوندي کېدل" دي. مثلاً د ساینس په ډګر کې د لومړي ځل لپاره  د ګالیلیو ګالیله[11] او نیکولاس کوپرنیک[12]  علمي نظریاتو د کلیسا د ټولنیز مشروعیت شاوخوا یو نیم زر کلن بنسټونه ولړزول. ګالیله د کایناتو د فعالیت په اړه د کوپرنیک  د نظر د تایید سره ادعا وکړه چې لمر د ځمکې پر مدار نه څرخيږي، برعکس دا ځمکه ده چې د لمر پر مدار څرخي. که چېرې ګالیله د کاتولیکې کلیسا د پاپ پر وړاندې توبه نه وای ویستلې نو ژوندی په اور کې سوځول  شوی وای (Ağaoğulları, 2011: 293). دا په حقیقت کې د یو ډول انقلاب پیل و چې بیا وروسته د نورو پوهانو لخوا ثمر ته ورسېد. په ورته ډول په سیاسي ډګر کې د مکیاوېلي تیوري هم لږ تر لږه د کایناتو په اړه د ګالیله د تیورۍ هومره مهمه وه. ځکه چې د لومړي ځل لپاره یې د  اقتدار مشروعیت له آسمانه ځمکې ته را کوز کړ او  ورته یې دنیوي او مادي بڼه وکړه. پدې ډول د اقتدار د مشروعیت اساس له  الهي ارادې  واخیستل شو او د حکمران ارادې ته وسپارل شو.

 د رېنېسانس کلمه حقیقي مفهوم هم  لري. په ۱۴مې او ۱۵مې میلادي پېړیو کې په اروپا کې د وبا د ساري ناروغۍ له امله ددې لویې وچې د نفوسو مهمه برخه له  منځه لاړه. ۱۶مه پېړۍ  ددې ناروغۍ د ټغر د ټولېدلو او د نفوسو د ناڅاپي زیاتېدلو په معنی د رېنېسانس دوره بلل کیږي.

په منځنیو پېړیو کې د اوسنۍ ایټالیا د ښاري دولتونو اقتصادي، سیاسي او روشنفکري جوړښت ته که وکتل شي نو د مکیاوېلي، ګالیله او میکیلانجلو[13] په څېر د رېنېسانس د دورې د نامتو څېرو ظهور تصادفي نه  دی. د  فلورېنس، وینز، ناپولي، میلان او روم په څېر  د ایټالیا دا کوچني ښاري دولتونه د سیاسي او دولتي عنعنې له پلوه د روم د امپراتورۍ میراثخواره  وو. سربېره پر دې د اروپا په سوېل کې د سوداګرۍ له مهمو مرکزونو شمېرل کېدل. دې  کوچنیو ښاري دولتونو د فرانسې او اسپانیا په څېر د پیاوړو دولتونو سره د رقابت او بقا په موخه سوداګرۍ او د  جګړې پر ځای  ډیپلوماسۍ ته ترجېح  ورکوله. د بله  پلوه د ایټالیا د  یووالي په موخه ددې خورو ورو ښاري دولتونو د اتحاد موضوع هم ځکه مهمه وه چې د خپلو فرانسوي او اسپانوي رقیبانو پر وړاندې د دفاع ګډ میکانیزم ولري. مکیاوېلي د همدې شرایطو  محصول  و چې د جیفري اېبرمسن په اند  یواځینی هدف یې د ایټالیا متحدول(Abramson, 2010: 183) و.

 

مکیاوېلي او مدرنه سیاسي تیوري

نیکولو مکیاوېلي د ۱۴۶۹م میلادي کال د مې د میاشتې په ۳مه نېټه د فلورېنس په ښار کې زېږېدلی دی. د ژوند  یوه زیاته برخه یې د ښاري دولت به چوکاټ کې د اداري، سیاسي او ډیپلوماټیکو دندو په ترسره کولو تېره کړې ده. دې کاري تجربې ورته ددې زمینه برابره  کړه چې د مدرنې سیاسي تیورۍ د څرنګوالي په  اړه خپل پارونکي نظریات ولیکي. د سیاست د تیورۍ د نورو لیکوالو سره  یې توپیر پدې کې دی چې نورو د تیوريک  چوکاټ نه عملي پایلې ته د رسېدلو هڅه کړې ده خو مکیاوېلي له عملي تجربې سیاسي تیوري استخراج کړه(ibid, 183 -185). د مکیاوېلي دا انقلابي نظریات د  ۱۵۲۷م میلادي کال د جون د میاشتې په ۲۲مه نېټه تر مړینې وروسته  د شاوخوا ۱۵۰ کلونو پورې د وخت د حاکمانو او روشنفکرې طبقې د سخت  غبرګون سره مخامخ شول. دا ځکه چې تر رېنېسانس وروسته د روښانتیا تر پېر پورې د کلیسا یا  الهي اقتدار او دولت یا سیکولر اقتدار ترمېنځ د بې امانه مجادلې د  اور بلونکي تیلي حیثیت درلود. مثلاً شکسپیر[14] نوموړي ته  د  "قاتل" خطاب کوي.  د مکیاوېلي سره د دښمنۍ بله جالبه بېلګه  د پروسیا  پادشاه دویم  فریدیک[15] دی چې د پولنډ د ټوټې ټوټې کولو پرمهال یې کټ مټ د مکیاوېلي توصیې عملي کړې. دا په داسې حال کې ده چې دویم فرېدریک چې کله  ولیهعد شهزاده وو، د « انتي مکیاوېلي» په نامه یې یو کتاب لیکلی و چې په کې مکیاوېلي "د بشریت  د دښمن او ځناور" په توګه یاد شوی و! داسې اټکل کېږي چې په انګلستان، فرانسه او پروسیا کې د مکیاوېلي د نامتو  رسالې ټولواک تر ژباړلو وړاندې د دویم  فریدریک « انتي مکیاوېلي» اثر شهرت پیدا کوي او د وخت روشنفکره طبقه پرته  له دې چې اصلي اثر ولولي، د هغه د ځوابیه اثر پر اساس قضاوت کوي(Ağaoğulları, 2011: 323).

شاوخوا ۳ پېړۍ وروسته په ۱۸مه میلادي پېړۍ کې په اروپا کې د سیاسي لېبرالیزم د جریانونو د ظهور او پیاوړتیا سره  جوښت مکیاوېلي دا ځل د "د آزادۍ د پیاوړي مدافع او د ملي  حاکمیت د پلوي" په توګه یو ځل بیا کشفیږي(ibid: 323). په تېره بیا د فرانسې د انقلاب تر بریالیتوب وروسته د هېګل[16] په څېر د ملي حاکمیت د تېزس مدافعین، مکیاوېلي ته حتا د "ملي اتل" لقب ورکوي. ددې ترڅنګ  په ۱۹مه ميلادي پېړۍ کې  د ایټالیا د ملي یووالي د مبارزې پر مهال  مکیاوېلي یو ځل بیا ملي اتل کیږي.  وورسته د ۲۰مې پېړۍ په ایټالیا کې د مکیاوېلي نظریات د ګرامشي[17]  په څېر د مارکیستو متفکرینو پاملرنه جلبوي او ددې آثارو انقلابي اړخ باندې تاکید کوي. حتا د موسولیني[18] په  وینا " نن ورځ د مکیاوېلي افکار د تېرو ۴۰۰ کلونو په پرتله لا زیات ژوندي دي." پدې ډول د مکیاوېلي له افکارو یو ډول  فاشیست تحلیل ته زمینه برابروي(ibid: 324).

 

د مکیاوېلي سیاسي تیوري او د اخلاقي سیاست بحث

د یو زیات  شمېر مکیاوېلي پوهانو لپاره د نوموړي  سیاسي تیوري د مدرن سیاست او په ټوله کې د مدرنیزم د بهیر د بنسټ د ډبرې حیثیت لري. تر ده وړاندې له اپلاتون[19] نیولې بیا د روم  د امپراتورۍ پر مهال د چیچرو[20] سیاسي تیوري ګانې او بیا وروسته د ټوماس اکویناس[21] په څېر د الهي شریعت د تیوریسنانو سیاسي تیوري د آیډیال سیاسي نظام د څرنګوالي پر پوښتنې را څرخېدله. یعنې د کلاسیکو سیاسي افکارو عنعنې، د «څه ډول سیاسي نظام؟» پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه کړې. مکیاوېلي بیا  برعکس د خپل سیاسي، اداري او ډيپلوماټیک کار له تجاربو په رڼا کې د خپلې ټولنې د عیني واقعیتونو، اړتیاو، غوښتنو او حقایقو په نظر کې نیولو سره د « واک د ترلاسه کولو او ساتنې» پر هنر د ولاړې سیاسي تیورۍ بنسټ کېښود. یعنې مکیاوېلي ددې پر ځای چې د «څه ډول سیاسي نظام؟» پوښتنې باندې بحث وکړي، دا پوښتنې له ځانه کوي:

اقتدار څه دی؟

څو ډولونه لري؟

 څرنګه ترلاسه کیږي؟

څرنګه له لاسه ورکول کیږي؟

...

مکیاوېلي شاید لومړنی کس وي چې سیاسي نظام یې د تجربې پورې مشروط کړ. په اصل کې د تجربوي فلسفې مهم استازی فرانسیس بېکن[22] دی  خو حتا نوموړی هم پدې اعتراف کوي چې مکیاوېلي د کلاسیکې سیاسي تیورۍ برجونه ړنګ کړل او خلکو ته یې د تجزیې او تحلیل له لارې د اقتدار د ترلاسه کولو د تحلیل چل وښود(ibid: 324).    

د اخلاقي سیاست موضوع هم د پورتنیو پوښتنو د ځوابولو پر مهال مطرح کیږي. که چېرې له اخلاقي سیاسته موخه دا وي چې د اقتدار د ترلاسه کولو او ساتنې په موخه د مبارزې پر مهال د اخلاقي نورمونه موضوع ته باید پاملرنه وشي، نو دا د مکیاوېلي د تیورۍ ناسم تحلیل دی. زما په اند د اخلاقي سیاست او سیاسي اخلاقو ترمېنځ باریکۍ  ته نه پاملرنه، د مکیاوېلي د افکارو په اړه سو تفاهم رامنځته کړی دی. البته د مکیاوېلي په سیاسي تیورۍ کې اخلاقي سیاست یا  د سیاسي مبارزې پر مهال پر اخلاقي نورمونو باندې ټینګار ځای نه لري. له دې زاویې که وکتل شي نو د مکیاوېلي لپاره سیاست او اخلاق دوه جلا ګټه ګورۍ دي. د مکیاوېلیزم شیطاني شهرت هم د سیاسي مبارزې پر مهال د اخلاقي نورمونو تر پښو لاندې کولو پورې اړه لري. د مکیاوېلیزم لنډ او عامیانه تعریف دا دی چې « هدف ته  د رسېدلو لپاره هره لار مباح ده.» دلته د یوي مهمې مغالطې د مخنیوي په موخه باید دغې باریکۍ ته پاملرنه وشي: مکیاوېلي اقتدار ته د رسېدلو په موخه له سیاسي ابزارو د ګټې اخیستلو لپاره هېڅ ډول اخلاقي سرحد نه دی ټاکلی چې همدې بې سرحدۍ ته  میکاوېلیزم ویل کیږي. خو که چېرې له مکیاوېلیزمه مراد « د سیاسي بري لپاره له نورو سره ناوړه چلند کول» وي دا منفي معنا لري. خو که چېرې له مکیاوېلیزمه هدف « د سیاسي بري لپاره د مجبوریت له مخې د ښه او بد ترمېنځ د اړتیا په صورت کې له بدو هم ګټه پورته  کول» وي، دا په خپل ذات کې د میکاوېلي د تیورۍ مکیاوېلیست تعبير دی(Ağaoğulları, 2011: 323).

د سیاست او اخلاقو ترمېنځ اړیکې او د سیاسي اخلاقو مسئله

لکه څرنګه چې پورته یادونه شوې ده، د مکیاوېلي سیاسي تیوري د اقتدار پر مدار څرخي. دا هغه  څه دي چې د ۱۶مې پېړۍ ایټالوي ښارونو ورته شدیده اړتیا لرله. د همدې امله  د ټولواک د کتاب ژبه داسې طراحي شوې ده چې د اقتدار د تر لاسه  کولو او ساتنې په اړه ټول تدابیر پکې نیول شوي دي.

جیفړي اېبرمسن د مکیاوېلي له خولې ځینې «شیطاني توصیې» را ټولې کړي دي چې اصلي مخاطبین یې دولتي چاوراکي یا په ټوله کې سیاستوال دي. فکر کوم د سیاست او اخلاقو د بحث لپاره یې ځینې مهمې دي.

  • له اخلاقي پلوه وجدان لرونکي کسان، په سیاست کې پلي پاتې کیږي، دوی د خپل ځان او هېواد دواړو لپاره ناورین ته بلنه ورکوي.
  • بریالیتوب له ځانه  سره خپل حقانیت هم راوړي.
  • هغه چا چې د وسلې په زور اقتدار ترلاسه کړی وي، باید پدې ځان ډاډه کړي چې د مغلوم  شخص په ګډون د هغه ټول نږدې پلویان هم ترتېغ  تېر شوي دي، ځکه دوی به پرې هېڅکله رحم  ونکړي.
  • د اړتیا په  صورت کې خپلو دوستانو سره  خیانت کول مشروع دي.
  • انسانان د خپلو پلرونو مړینه هېروي خو له هغوی پاتې شوی میراث هېڅکله نه هېروي(Abramson, 2010: 183).

پورتنیو جملې که په دقت سره  ولوستل شي نو ساده  مفهوم یې د اقتدار د ترلاسه کولو په لار کې ځینو مهمو پرېکړو ته اشاره ده چې شاید د اخلاقي سیاست د نورمونو سره اړخ ونه لګوي. د شټراوس په اند همدا غیر اخلاقي چلند، د مکیاوېلي مدرنه سیاسي تیوري د کلاسیکې سیاسي تیورۍ نه  جلا کوي(Strauss, Hünler, 2000:75). راځئ دا بحث پدې پوښتنو پیل کړو: آیا د مکیاوېلي مدرنه سیاسي تیوري اخلاقي اړخ لري؟ آیا د مکیاوېلي د تیورۍ په چوکاټ کې د سیاسي اخلاقو موضوع  د بحث وړ ده؟ آیا د مدرنې سیاسي تیورۍ لپاره  د کلاسیکي تیورۍ پرېښودل په  عین حال کې د اخلاقو د پرېښودلو په معنا هم ده؟

دا اساسي پوښتنې عمدتاً دوه  جلا ځوابونه لري. لومړی ځواب د برلین د تحلیل پر اساس د اخلاقي نورمونو په توپير کې دی. دویم ځواب د شټراوس، ویرولي[23]، او  کاسیرر[24] په څېر د سیاسي تیورۍ او د فلسفې د اکاډیمیکو څېرو او مکیاوېلي پوهانو د نظریاتو سنتېزس دی چې مخامخ یې د اخلاقو موضوع  شاربلې ده.  

۱ – آیزیا برلین باور لري چې د مکیاويلي تیوري پر یو لړ اخلاقي نورمونو ولاړه ده خو دا نورمونه د الهي دین «عیسویت» د اخلاقي نورمونو سره چې اساس یې ښه او بد اعمال جوړوي، توپیر لري. د برلین په اند، هغه اخلاقي نورمونه چې د دولتي چارو د ترسره کولو او سیاسي اقتدار د لاسته  راوړنې پر مهال شخص ته د قطب نما حیثیت لري، د مشروعیت سرچینه یې الهي احکام نه  بلکې د پګانیزم ارزښتونه دي چې تر عیسویت وړاندې لرغوني یونان او روم کې یې دولتي چارې تنظیمولې. برلین زیاتوي چې عیسویت د نهایي موخو لپاره چې هماغه «آخرت» دی، د بشریت د روزنې او معنوي تطمین رامنځته شوی سیستم دی. پدې سیستم کې د اخلاقي ارزښتونو په نامه د سپېڅلو موخو لپاره له سیاسته او اقتداره ابزاري ګټه پورته کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د روم یا کلاسیکو اخلاقي ارزښتونو په سیستم کې چې پګانیزم نومیږي، اقتدار ته رسېدل،  شان او شوکت او برم او جلال پخپله سپېڅلې موخې دي(Berlin, 1971:17).

 د مکیاوېلي هېواد د روم د عظیمې امپراتورۍ د دولتي او سیاسي عنعنې د میراثخور موقف تر څنګ په عین حال کې د عیسویت  او  په ځانګړي توګه د کاتولیک مذهب د سیاسي او اداري مرکز حیثیت هم درلود. د نوموړي نږدې ټول آثار تر عیسویت وړاندې د روم او تر عیسویت  وروسته د روم د دولتي عنعنو پر هر  اړخیزې مقایسې ولاړ دي. د برلین په اند د عیسویت اخلاقي نورمونه پر انفرادي تزکیې او نهایي نجات تاکید کوي.  یعنې د ثواب او عذاب سیستم  له فرده پیل او بیا پر ټولنې تطبیقیږي. دا  دنیا د آخرت د ګټلو لپاره ده  او همدومره  باید  ورسره مینه وشي چې د آخرت د ګټلو زمینه برابره شي.

 ددې په مقابل کې بیا پګانيست اخلاقي نورمونه د انفرادیت پر ځای پر عمومیت تاکید کوي. ددې نورمونو اساس پر وطندوستۍ، شان او شوکت، برم او جلال، صداقت او فداکارۍ، نیک نیت او په ټولنیز ژوند کې پر مشترکو ګټو او ښېګڼو ولاړ دی(ibid: 18).  د مکیاوېلي په اند داسې نشي کیدلای چې یو سیاستوال دې هم په شخصي ژوند کې متقي او پرهېزګار وي او هم په ټولنیز ژوند کې د شان او شوکت خاوند، وطندوست او فداکار وي. دا د انساني طبعیت د قانون خلاف دی. د مکیاوېلي مشهور دریځ دا دی چې «یو شخص خپل هېواد ته د خدمت کولو او د هېواد د ژغورنې لپاره  کولای شي چې خپل روح وپلوري.» همدا  دریځ دی چې په حقیقت کې یې مکیاوېلي ته  شیطاني شهرت ور په برخه کړی دی. پدې ډول د مکیاوېلي سیاسي تیوري اخلاقي اړخ لري. یعنې که چېرې د اخلاقي سیاست پر نومونو  باندې بحث کیږينو دا به د پګانیزم اخلاقي نورمونه وي، نه د عیسویت په څېر د الهي ادیانو اخلاقي نومورنه. اېبرمسن د مکیاوېلي سیاسي اخلاقو ته  د جمهوریت پلوه اخلاقو نوم ورکوي(Abramson, 2010: 186 ). 

پر پګانیزم د مکیاوېلي د اخلاقي سیاست د نورمونو اتکاء تصادفي نه ده. د ۱۶مې پېړۍ د  ټوټې ټوټې ایټالیا سیاسي حالات دومره خراب وو چې نه یواځې  کاتولیکي کلیسا یا الهي احکامو نشو کولای چې دا کوچني ښارګوټي وژغوري، بلکې کلیسا او عیسویت دواړه ددې سبب شوي وو چې د تمدن دا څلي د فرانسې، اسپانیا او حتا عثماني امپراتورۍ ترمېنځ  د سیالي ډګر ته ګوزار کړي. مکیاوېلي د خپلو اجدادو اخلاقي نورمونو ته د رجوع پرته بله لار نه درلودله. ځکه خو پر وطن باندې سر ورکول د انسان په ژوند تر ټولو عالي اخلاقي ګام بولي(Berlin, 1981: 45)[25].

۲ – لیو شټراوس د اخلاقو په اړه د مکیاوېلي د سیاسي تیورۍ دومره  لوی منقد دی چې په خپلې یوې مشهورې وینا کې یې نوموړی د  "د شرارت استاد" بللی دی(Strauss, 1958:26)[26].   خو ددې سره سره نوموړي ته د مدرن سیاست د بنسټګر لقب  هم ورکړی دی. مکیاوېلي د ریالیستې تیورۍ پر اساس د انسان طبعیت ناوړه، بخیل او بوالهوس بولي. په همدې اساس له ټولنیزې مراودې نیولې، لوړو سیاسي اهدافو ته  د رسېدلو په موخه انساني طبعیت او یا په  بل عبارت شخصي ګټې ددې سبب کیږي چې لوړ  اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې شي. د شټراوس په وینا له همدې امله مکیاوېلي د اقتدار د ترلاسه  کولو لپاره  د مبارزې اخلاقي سټندرد د انسان د ناوړه طبعیت یا خوی پورې محدودوي. که چېرې سیاسي مبارزه هم  د انساني طبعیت د ناوړه خصوصیت سره  موازي شي نو ددې مبارزې  د بریالیتونو چانس به ډېر وي(Strauss, Hünler, 2000:75 ).

د مکیاوېلي په اند انسان د کلاسیکې سیاسي تیورۍ پر اساس د هغو خیالونو او آیډیالیستو اخلاقي او سیاسي موخو د تحقق هڅه کوي چې عملاً ناممکن  دي. ځکه چې دا خیالونه  او آیډیالونه د ورځینو سیاسي حالاتو او ناوړه انساني طبعیت سره اړخ نه لګوي. د مکیاوېلي لپاره دا ډول خیالي نړۍ یواځې د انسان د ذهن یوتوپیک محصول وي، به حقیقي ژوند کې د پلي کېدلو چانس نه لري. د یوتوپیا او  ریالیزم ترمېنځ واټن د بخت او طالع به واسطه نه  لنډیږي.

 مکیاوېلي د چانس، خیالونو، بخت او طالع او تصادفاتو په اړه د ټولواک او بحثونو په کتابونو کې ډېر څه ویلي دي. نوموړي د ژوند د ورځینو چارو  سره د مبارزې  په موخه د (فورتونا او ویرتو[27]) په څېر دوه  مهم اصطلاحات کارولي دي چې مفهموم یې د هر ډول احتمالي پېښو پر وړاندې د تدابیرو نیول دي. د شټراوس لپاره مکیاوېلي فیلسوف نه بلکې سیاستپوه دی (Strauss, 1958: 7). له همدې امله  د بېلګې په توګه ویرولي د مکیاوېلي سیاسي تیورۍ ته «واک ته د رسېدلو د هنر» نوم ورکوي. د نوموړي په وینا، مکیاوېلي، واک ته د رسېدلو په هنر کې د کارپوه په توګه د ځان ښودنې عادت درلود.(Viroli, 1998: 43).

کاسیرر بیا تر دې هم لږ وړاندې ځي او ادعا کوي چې تر مکیاوېلي مخکې د کلاسیکې سیاسي تیورۍ هېڅ یو تیوریسن هم حکمران ته دا چل نه دی ښودلی  چې څرنګه اقتدار  ترلاسه کړي. د نوموړي په وینا دا یو ډول د جرایمو د ترسره کولو هنر و چې تر مکیاوېلي وړاندې د سیاسي تیورۍ هېڅ استاد ددې جرائت ونکړ چې نورو ته ددې هنر درس ورکړي(Cassirer, 1984: 154).

کاسیرر د مکیاوېلي د سیاسي اخلاقو یا بد اخلاقۍ  په موضوع کې لږ تر لږه د ټولواک د کتاب د محتوا په نظر کې نیولو سره له نوموړي دفاع کوي او زیاتوي چې دا  تخنیکي او مسلکي کتاب دی. د همدې امله په کې  اخلاقي نورمونو ته یعنې د ښه او بد قضاوت ته ځای نشته دی. کاسیرر د مکیاوېلي لخوا د اقتدار د ترلاسه کولو او ساتنې هنر د یو ډاکټر د درملنې د هنر او مسلک سره پرتله کوي او زیاتوي چې لکه څرنګه چې یو ډاکټر د یوې ناروغۍ اعراضو او علایمو ته په کتلو  سره هغه  تشخیصوي، مکیاوېلي هم د اقتدار د موضوع  د ټولو اړخونو د تحلیل په پایله کې حکمران ته یو لړ مشورې ورکوي. کاسیرر پدې اړه  یوه بل مثال ته هم اشاره کوي او وايي چې که چېرې کوم  کېمیاپوه په لابراتوار کې وژونکي زهر جوړ کړي نو ددې زهرو د خطر او پایلو مسئولیت هېڅکله د نوموړي پر غاړه نه دی. کېمیاپوه ته  دا مهمه نه ده چې دا زهر د نورو د وژلو لپاره کارول کیږي، که د ناروغ د درملنې لپاره. مکیاوېلي هم لکه د ساینسي علومو په څېر د سیاستپوهنې د علم په چوکاټ  کې به  بېطرفانه ډول د ناروغۍ د درملنې لپاره سیاسي نسخه لیکلې ده. دا چې دا نسخه د چا لخوا او د کومو موخو لپاره کارول کیږي، دا د مکیاوېلي د سیاسي تیورۍ پورې هېڅ اړه نه لري(Cassirer, 1984: 157).

البته ویرولي بیا د کاسیرر پر علمي او بېطرفانه نظر باندې نیوکه  کوي او زیاتوي چې د آزمایښت، پلټنې او څېړنې په څېر تجربوي علمي میتودونه د سیاسي او ټولنیزو چارو د تنظیم او تعریف دقیقې پایلې نه لري. لږ تر لږه د مکیاوېلي د سیاسي تیورۍ په باب کې دا ډول تجربوي نظر ناسم دی. ځکه د مکیاوېلي آثارو ته په کتلو سره نوموړي  دا نیت نه درلود چې د علمي میتودونو په نظر کې نیولو سره دې د نوې سیاسي تیورۍ د بنسټ ډبره کېږدي. هغه  په حقیقت کې د زمان او مکان د شرایطو پر اساس د تاریخپوهنې په رڼا کې د خپل وخت سیاسي ستونزو ته د حل لارې په لټه کې و(Viroli, 1998: 1).

د شـټراوس، کاسیرر او ویرولي له تحلیلونو یوې مهمې پایلې ته رسېدلی شو. هغه دا چې د مکیاوېلي ظاهراً شیطاني افکار نه باید د «ښه او بد» په څېر د اخلاقي نورمونو د کټه ګوریو په تله وتلل شي. یعنې لږ تر لږه حکمران ته د مکیاوېلي سیاسي توصیې او سپارښتنې « بد اخلاقه»  نه  بلکې «غیر اخلاقي» دي.[28] غیر اخلاقي پدې معنا چې د مکیاوېلي شیطاني نظریات د ټولنې د حاکمو اخلاقي نورمونو د کټه ګورۍ بهر دي. پدې برخه کې د کاسیرر د داکټر او کېمیاپوه مثالونه د پاملرنې وړ دي.

پایله

نږدې ټول مکیاوېلي پوهان پدې اتفاق لري چې د نوموړي نظریات یا لږ تر لږه لیکلي آثار له جدي تناقضاتو سره لاس او ګرېوان دي.  الېساندرو دېنترېوېس[29] پدې اړه  وايي چې د مکیاوېلې د تحلیل پر مهال که هر څومره له دقته کار هم واخلو بیا هم له  داسې ابهام سره لاس او ګرېوان یو چې هېڅکله به یې پر حقیقت باندې پوه نشو. هغه دا چې آیا مکیاوېلي د  خپل زړه په تل کې  دا  شیطاني او بې رحمانه افکار چې نه یواځې د عیسوي دین د اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، بلکې په عین حال کې د بشري ارزښتونو سره هم اړخ نه  لګوي، محکوم کړي هم دي او که نه د عامه او ملي ګټو د تامین لپاره یې نوی اخلاقي نورم  او یا یو ډول نوی انجیل لیکلی دی(D’entreves, 2002:202)؟ ظاهراً د افکارو ترمېنځ تناقض د کمزورتیا  نښه ده خو زما په اند همدا تناقضات د مکیاوېلې د سیاسي تیورۍ پیاوړی اړخ هم دی. ځکه همدا تناقضات  ددې سبب شوي دي چې د مکیاوېلي سیاسي تیوري دې د نوموړي له مړینې څه باندې ۵۰۰ کاله وروسته هم ژوندۍ وي.

نه یواځې د مکیاوېلي، بلکې د هر بل تیوریسن د سیاسي تیورۍ درک کول یواځې د هغو زماني او مکاني شرایطو په اړه لري چې ده په کې ژوند  او مبارزه کړې ده. مثلاً که چېرې مکیاوېلي د رېنېسانس د دورې په فلورېنس کې نه بلکې د  ۱۸مې پېړۍ په فرانسه کې اوسېدلی نو شاید افکار او سیاسي تیوري یې هم انقلابي یا ضد انقلابي وای. 

پدې اساس که چېرې د مقالې په سر کې پوښتنو ته د لنډو ځوابونو د ورکولو جسارت وکړو نو، هو مکیاوېلي د دیني اخلاقي نورمونو پر اساس شریر او شیطان صفته شخص و. خو که د اخلاقو تعریف د الهي دین پر ځای د پګانیزم پر اساس وکړو نو حکمران  ته  د نوموړي هره توصیه او مشوره نه یواځې دا چې شیطاني او مردوده نه ده، په عین حال کې د وطندوستۍ، خلکو ته د خدمت او پیاوړي نظام د ټینګښت لپاره د سرو زرو هومره  ارزښتناکه ده. فکر کوم په اوسنۍ سیاسي نړۍ کې هر حکمران د خپلې وسې پورې مکیاوېلېست دی خو څوک حال وايي، څوک یې نه وايي. د مکیاوېلي د تیورۍ لپاره د سیاست او اخلاقو ترمېنځ اړیکه مجبوري ځکه نه ده چې د خپلې تیورۍ د تشرېح لپاره په اصل کې اخلاقي کټه ګوریو ته اړتیا نه لري.

اېبرمسن په ساده الفاظو وايي چې ظالم، خاین او ناوړه انسان دې ته اړتیا نه لري چې ظلم، خیانت، چلبازي له نورو زده کړي. ځکه هغه هسې هم ظالم او خاین دی. مهمه دا ده چې عادل، صادق او نېک انسان د ملي او عامه ګټو د ساتنې، وطندوستۍ او یووالي د تحقق لپاره، د اړتیا په صورت کې ظالم او یا ناوړه انسان شي(Abramson, 2010: 186 ). دا کټ مټ هغه څه دي چې مکیاوېلي د اخلاقو په اړه موږ ته را زده کړي دي.

 

 

 

مأخذونه:

 

  1. Abramson, J. (2010), Minerva`s Owl: The Tradition of Western Political Thought, USA, Harvard University Press.
  2. Berlin, İ. (1971), A Special Suplement: The Question of Machiavelli, NEY YORK: New York Review of Books 17, no:7.
  3. Berlin, İ. (1981), The Originality of Machiavelli." In Against the Current, 25-79. NEY YORK: Viking Press, 1980.
  4. Cassirer, E.(1984), Devlet Efsanesi, Trns. Arat, N. İSTANBUL, Remzi Kitabevi.
  5. D’entreves, A. P. (2002), Devlet Kavramı, Trans. Bali, C. A. in Devlet Kuramı, edit. Bali,C. A. İSTANBUL, Dost Kitapevi.
  6. Leo Strauss, Politika Felsefesi Nedir? çev. Solmaz Zelyüt Hünler, Paradigma Yay., İstanbul, 2000, s: 75. 
  7. Machiavelli, N. (1985), Discourses on Livy, trans. Mansfield, H. & Tarcov, N. CHICAGO&LONDON, The University of Chicago Press.
  8. Strauss, L. & Cropsey, J. (1987), The History of Political Philosophy, 3th edi. CHICAGO, the  University of Chicago Press.
  9. Strauss, L. (1958), Thoughts on Machiavelli, LONDON, The University of Chicago Press.
  10. Viroli, M. (1998), Founders of Modern Political and Social Thought: Machiavelli, NEW YORK, Oxford University Press.
  11. Machiavelli, N. (1993), The Prince, trns. Mansfield, H. C. 2nd ed. CHICAGO&LONDON, The University of Chicago Press.

 

 


[1] Niccolo Machiavelli.

[2] Thomas Hobbes.

[3] Spinoza.

[4] Leo Strauss.

[5] د  مکیاوېلي په اړه د شټراوس د نظریاتو په لپاره وګورئ:

Strauss, L. (1958), Thoughts on Machiavelli, LONDON, The University of Chicago Press.

 

[6] Rousseau.

[7] Diderot.

[8] د  پګانیزم لغوي معنا بت پرستي او یا  هم د الهي ادیانو پرته چې یواځې پر یو  معبود باور لري، نورو ټولو ادیانو ته په ټولیزه  توګه پګانیزم او لارویانو ته یې پګانیان ویل کیږي. خو پدې مقاله کې د پګانیزم اصطلاح د  آیزایا برلین او برتراند راسل په څېر د سیاسي تیورۍ او اخلاقو  د متفکرینو او  وېل ‌ډورانټ په څېر د تاریخپوهانو لخوا د منځنیو پېړیو د عیسويت  د باورونو په مقابل کې د لرغوني یونان د دولتونو او  د روم  د امپراتورۍ د دیني بارونو د مجموعې په توګه کارول شوې ده.  

[9] دا کتاب په    کې د ډاکټر محمد داود حبیبزي لخوا  د ټولواک تر عنوان لاندې پښتو ته ژباړل شوی دی چې په ۱۳۸۶م کال کې د میوند خپرندویې ټولنې لخوا چاپ شوی دی.  پدې مقاله کې ددې کتاب انګلیسي ژباړه په نظر کې نیول شوې ده.

[10] د کتاب اصلي نوم  "د  ټیټوس لېویس د تاریخ  د لومړیو لسو ټوکونو په اړه بحثونه" دی چې عمدتاً د روم د امپراتورۍ د نامتو تاریخپوه آثار پکې څېړل شوي دی او د مکیاوېلي د وخت د سیاسي شرایطو سره  پرته شوي دی.

[11] Galileo Galilie.

[12] Nicolaus Copernicus.

[13] Michelangelo.

[14] Shakespear.

[15] II Friedrich.

[16] Hegel.

[17] Gramsci.

[18] Mussolini.

[19] Plato

[20] Cicero

[21] Thomas Aquinas.

[22] Francis Bacon.

[23] Viroli.

[24] Cassirer.

[25] د مکیاوېلي د سیاسي اخلاقو په اړه د آیزیا برلین د بحث د جزییاتو لپاره وګورئ :

Berlin, İ. (1981), The Originality of Machiavelli." In Against the Current, 25-79. NEY YORK: Viking Press.

 

[26] د مکیاوېلي پر سیاسي اخلاقو باندې د لیو شټراوس د بحث د جزییاتو لپاره وګورئ:

Strauss, L. (1958), Thoughts on Machiavelli, LONDON, The University of Chicago Press.

 

[27] La fortuna, La Virtu:

فورتونا د یوناني میتولوژۍ د یوې الهې نوم دی خو نورو ژبو ته د چانس، تقدیر، بخت او  طالع په توګه ژباړل شوې ده. البته دا کلمه همېشه مثبته معنا نه لري. د مکیاوېلي په منطق کې بیا هغو  طبعي او غیر طبعي پېښو او کړنو ته ویل کیږي چې د انسان  د ارادې پرته پېښېږي. البته له فورتونا نه د مکیاوېلي هدف د انسان د ارادې پر وړاندې د مجهولیتونو د شتوالي حقیقت ته اشاره ده. د ویرتو کلمه ( انګلیسي تلفظ یې ویرچو دی.) که څه هم په ایټالوي  ژبه کې ډېره کارول  کیږي کې خو په نورو ژبو کې ورته سمه ژباړه نشته دی. دېری ېې د قابلیب په توګه ژباړي. په حقیقت کې له ویرتو نه د مکیاوېلي د هدف سره سم د «قابلیت» ژباړه به مناسبه وي. ځکه  د مکیاوېلي په اند حکمران له فورتونا سره د مبارزې په موخه باید ویرتو ولري. پدې اړه د جزییاتو لپاره وګورئ:

Strauss, L. & Cropsey, J. (1987), The History of Political Philosophy, 3th edi. CHICAGO, the  University of Chicago Press. pp. 296 – 317.

[28] دلته باید یوې مهمې باریکۍ ته پاملرنه وشي. که چېرې په انګليسي ژبه کې د "immoral" کلمه پښتو ته د "بد اخلاقۍ" په توګه وژباړل شي نو باید د انگلیسِ ژبي بله  کلمه "amoral" کلمه پښتو ته د "غیر اخلاقي" په توګه وژباړل شي. "amoral" یعنې د اخلاقي نورمونو د کټه ګورۍ نه بهر حالت یا خنثا او بېطرفه  ته اطلاق کېدلی شي. له بده مرغه پښتو د کلماتو د خزانې له پلوه د انګلیسي ژبې په پرتله وروسته پاتې ده. یا لږ تر لږه زه په پښتو دومره نه پوهېږم چې د مکیاوېلي د سیاسي اخلاقو موضوع پرې تشرېح کړم.

[29] Alessandro  D’entreves.

شریک کړئ