په اوسنۍ افغان ټولنه کې څه ډول انسان روزنې ته اړتیا ده؟

د ښوونې او روزنې، اخلاقو او د ښه انسان د روزنې پر جریان بحث (لومړنۍ او پیلنۍ بحث)

یادونه: د ښوونې او روزنې او د یو بشرپال انسان د تولید پر لارو چارو، د ښې ماشوم روزنې پر ماهیت، د کورنۍ، ټولنیزو پرنسیپونو، چاپېریال، اخلاقي مقرراتو، ښوونیز نصاب، ارواپوهنې، او ګڼو نورو مسایلو په اړه د پراخو بحثونو د کولو په برخه کې روانه لیکنه، پيل دی. د لومړني او پیلني بحث په حیث یوازې د یو داسې ایډیال انسان په لومړنیو او ابتدايي تعریفونو او مشخصاتو غږېږو چې د یوې ښې بشرپالنې روحیه په کې لیدل کېږي. درنښت

د افغان انسان روزنه، ساتنه او په علمي کچه یې د ارزښتونو، فکري او علمي کړنو په اصولو د هغه برابرول، زموږ د موخو یوه ستره برخه ټاکې. تعلیم او تربیه د انسان له ارزښتونو او فکري ماهیت سره تړلی فاکتور دی او په دې برخه کې تر بلې هرې هڅې زیات موثریت لري. له دې روان بحث څخه زموږ موخه دا ده؛ چې د ښوونې او روزنې موخې او ارمانونه د یو داسې انسان په روزنه کې چې په ټولنیزو، اخلاقي، فکري، علمي، سیاسي او انساني ارزښتونو او اصولو سمبال وي، څه دي؟

په اوسنۍ افغان ټولنه کې څه ډول انسان روزنې ته اړتیا ده؟ او په دې مسله کې د ښوونې او روزنې ونډه او برخه څومره ده؟ د ښوونیز نصاب، ارواپوهنیزو بهیرونو، ښې او غوره ماشوم روزنې او د دې چارې پر راتلونکې باندې د مثبتو تاثیراتو د شتون په اړه مهم وضاحتونه؟ ... د یاد بحث مهمې پوښتنې دي.

د ۱۹ پېړۍ تر نیمایي د ښوونې او روزنې فلسفه درېیو څانګو ته په پام سره مطالعه کېده. نظري، معیاري او انتقادي.

د ښوونې او روزنې د نظري فلسفې په برخه کې د طبیعت، ټولنې، او انساني شعور عمومي قوانین تر مطالعې لاندې نیول کېږي او وروسته بیا د یادو قوانینو په اساس د انسان پر مقام، موخو، ارمانونو، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د ښوونې او روزنې له لوري بحث کېږي.

د تعلیم او تربیې د فلسفې دویمه څانګه معیاري فلسفه ده چې تر ډېره بریده په تطبیقي او علمي مسایلو را څرخي او همدارنګه انتقادي فلسفه بیا د نظري او معیاري فلسفو پرنسیپونه، وړاندیزونه او معیارونه تر کتنې لاندې نیسي.

ښوونه او روزنه غواړي چې انسان زده کړه ترلاسه کړي چې وکولای شي ځان وپېژني، خپل ارزښتونه وپېژني او د خپلواکې ارادې خاوند شي. نننی انسان باید داسې وړتیاوې تر لاسه کړي چې وکولای شي خپل فکر وروزي او عملي یې کړي.

دا مو باید له یاده ونه وځي چې ښوونه او روزنه د یوې ټولنې له هر فرهنګي، ټولنیز، سیاسی، اخلاقي او کورني نظام او ارزښتونو سره تړاو لري چې په ټولنه کې د انسان فکري او عملي شخصیت را منځته کوي او ټولنه د دا ډول انسان شتون ته اړتیا لري.

د ۱۷ پېړۍ د ښوونې او روزنې نامتو فیلسوف ژان آموس کامینوس وایي: "د بشري ټولنې د اصلاح لپاره باید د انسان ټولنیز عقل را ویښ کړای شي او د دې ویښتیا اصلي او تر ټولو ښه وسیله، دیموکراتیکه او انساني ښوونه او روزنه ده. د ښوونې او روزنې یوه ستره هڅه دا ده چې د انسان منطقي تفکر وروزي او په ټولنه کې له هرې پېښې سره د ټولنیزو قوانینو، د خپلو حقوقو په حدودو، او د بل انسان د حق په نظر کې نیولو سره چلند وکړي." همداراز، په اتلسمه پېړۍ کې چې د «روښانتیا پېړۍ» په نامه نومول شوې ده، د وخت د ښوونې او روزنې مفکرین او پوهان د کلیسا د خرافاتو او ناخوالو په وړاندې را پورته شول او د پوهې د دفاع په موخه یې خپل اصلي هدف د انسان فکري آزادي، او له ټولنیزو، سیاسي او فکري قیوداتو او بند څخه د انسان خلاصون وټاکه.

ژان ژاک روسو هغه کس دی چې د امیل په نامه یې د کتاب په خپرولو سره د غربي نظام په ښوونه او روزنه کې لوی انقلاب رامنځته کړ. روسو وایي چې؛ ښوونه او روزنه غواړي د انسان هغه پاک او آزاد ماهیت او طبیعت د ټولنیز چاپېریال د فساد پر وړاندې وساتي. د ټولنې په کچه تر ټولو ښه او اساسي احساس، د نورو انسانانو پر وړاندې د ترحم احساس دی چې د دې حس په راویښولو سره انسان په ټولنه کې اخلاقي حقیقتونه پېژني.

د تعلیم او تربیې ستره موخه هم همدا ده چې غواړي انسان په اخلاقي او انساني ښېګڼو وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي. د یو هېواد د ساتلو لپاره باید هغه پاک او سپېڅلی جوهر چې د ماشوم په فطرت کې پروت دی، کار پرې وشي، وروزل شي او د ښه انسان جوړېدو په موخه باید همداسې سپېڅلی پاتې شي.

افلاطون د یو کلاسیک او سنتي فیلسوف په حیث په دې باور دی چې د انسان وجود دوه؛ جسم او روح برخې لري او په روح باندې ډېر ټینګار کوي. د ښوونې او روزنې په اړه يې بېلابېلې نظريې درلودلې. څرنګه چې خپله یو آرمانپاله فیلسوف و، د ښوونې او روزنې موخه هم د یو داسې انسان روزل بولي چې د آرماني ټولنې په رامنځته کولو کې فعال او موثر و اوسي او په دی برخه کې په ډیالیکټیکي پوهې تاکيد کوي.

د سنتي انسان روزنې د فلسفې په اساس ښوونه او روزنه غواړي چې انسان دروني وړتیاوې لاسته راوړي او یوې آرماني یا داسې ټولنې ته چې د عدالت او قانون پر بنسټ ولاړه وي، چېرته چې انسان او د انسان اړوند ارزښتونه تر بل هر مادي او معنوي ګټو لومړيتوب ولري او بالاخره انسان د رهبریت لپاره چمتو کړي. په اصل کې انسان د ټولنیزو او سیاسي موخو د لاسته راوړلو لپاره باید وروزل شي او له دې ډول روزنې څخه هدف د یوې منظمې او عادلانه ټولنې رامنځته کول دي. له دې ښکاري چې دوی د یوې عادلانه ټولنې موجودیت د پاکو او سپېڅلیو سیاستوالو کار ګڼي او د همدې ډول سیاستوالو موجودیت د ښه او موثر تربیتي جریان انتخاب دی. نو له دې مخې ماشوم باید له دواړو اړخونو په انساني ارزښتونو وروزل شي یانې نه یوازې تن، بلکې فکر یې هم باید له انسان سره ښیګڼې، مینې، او ارزښت ورکولو ته آماده شي.

د شلمې پېړۍ اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي غوښتنې او حالات ستر عوامل وو چې د پراګماتیزم فلسفه رامنځته شي. اخلاقي او انساني ژوند، د انسان د ارزښتونو خوندي کول او له ټولنیز چاپېریال سره د انسان اړیکي؛ د ماشوم په فکري روزنه کې د اساسي او حیاتي تفکر اصل دی. د دې لپاره باید اخلاقي او ټولنیز نظام سره یو او همغږی شي. فکر کول د ژوند لپاره د انسان اماده کول نه دي، بلکې فکر خپله ژوند دی. تعلیم او تربیه غواړي انسان ته همدا ژوند ورکړي.

د پراګماتیزم فلسفې بنسټ ایښودونکی جان دیويي وايي؛ تعلیم او تربیه غواړي د ډېرو لرې آرمانونو د لاسته راوړلو پر ځای، انسان د عملي فکر په مهارتونو وروزی او په یوه ډیموکراټیکه ټولنه کې یې فعال او آزادانه ګډون ته لاره هواره کړي.

د جان دیويي په اند د ښوونې او روزنې هدف ډیموکراټیکه ټولنه ده. دیموکراټیکه ټولنه هغه ټولنه ده چې د قومي، نژادي، ژبنيو، او سمتي تعصبونو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي. جان دیويي په خپلو زیاتو اثارو کې د ښوونې او روزنې په میتود او تعلیمي نصاب زیات ټینګار کړی او وایي چې د مطالبو د کلي او ذهني/ انتزاعي بیان پر ځای باید له وسایلو څخه مرسته واخیستل شي چې د ماشومانو د درک وړتیا زیاته کړي. دیويي په دې باور دی چې د ښوونې او روزنې طریقه او میتود باید عملي وي چې زده کړې ته عمق ور وبخښي.

له دې څخه ورهاخوا، امانویل کانټ بیا د تعلیم او تربیې اهداف ډېر ژور ګڼلي او په دې باور دی چې بشر یوازې او یوازې د ښوونې او روزنې له لارې انسان کېدلای شي او د روسو له دې نظر سره چې ګواکې انسان فطرتاً ښه دی او ښېګڼې پکې نغښتې دي، همغږی دی. په همدې اساس د تعلیم او تربیې هدف هم دا دی چې طبیعی انسان په یو آزاد او اخلاقي انسان بدل شي.

د کانټ له نظره، د ښوونې او روزنې اساسي هدف او آرمان له حیوانیت او له هغو بندونو څخه خلاصون دی چې د ټولنې د دودونو او عنعناتو له لارې په انسان تحمیل شوي دي. انسان باید یوازې د عقل له قوانینو څخه ملاتړ وکړي او په خپله ځانته د ځان له پاره قانون جوړوونکی وي.

اخلاق او انسان روزنه: د اخلاقي ارزښتونو فلسفه او دا چې کومې کړنې د اخلاقي علومو له نظره ارزښتناکې دي او کوم کار اخلاقي عمل نه ګڼل کېږي، په هره ټولنه کې توپیر لري. اخلاقي کړنې له عقل سره نژدې والی لري او تر ډېره بريده د شخص احساسات او غوښتنې په کې دخالت نه لري؛ یانې انسان باید د عقل په مرسته اخلاقي کړنې تشخیص او بیا يې تر سره کړي.

اخلاق د انساني ارزښتونو او ټولنیزو اصولو او قوانینو یو اساسي رکن دی. ښوونې او روزنې (انساني روزنې) ته چې له هرې زاويې (ارواپوهنې، ټولنپوهنې،ښوونیز علومو) وکتل شي بیا هم د اخلاقي اصولو او معیارونو په اساس مخته وړل کېږي. په اصل کې له ټولنې سره د انسان اړیکه د اخلاقي روزنې پر بنسټ رامنځته کېږي او دوام مومي.

جان دیويي په خپله اخلاقي فلسفه کې چې د نیچرلیزم یا طبعیت ګرایی په نامه یادېږي وايي؛ انسان که وغواړي یا ونه غواړي، اړ دی چې له طبیعت او خپلو همنوعو سره په اړیکه کې وي دا اړیکې د اخلاقي اصولو په رڼا کې منځته راځي، او دا اخلاقي اصول او ارزښتونه انسان یوازې د زده کړې له لارې لاسته راوړلی شي.

د جان دیویي له نظره تعلیم او تربیه دوه سترې آرماني موخې لري؛ یو د انساني شخصیت وده او پرمختګ، او بل په ډیموکراټیکه ټولنه کې د غړیتوب لپاره عقلي او اخلاقي چمتووالی.

ځیني ارواپوهان او فیلسوفان د اخلاقو په ټولنیز اړخ ټینګار کوي او وايي چې د تعلیم او تربیې اساسي هدف دا دی چې انسان ټولنیز ژوند ته آماده کړي او په ټولنیزو اخلاقو او ارزښتونو يې وپوهوي. خو ځینې بیا د اخلاقي روزنې پلویان دي یانې د روزنې پایله یوازې اخلاق ګڼي او په دې باوري دي چې په لومړي سر کې د تعلیم او تربيې دنده د انسان د ژوند ژغورل او ساتل دي، او په دویم پړاو کې د تعلیم او تربیې اصلي هدف دا دی چې اخلاقي شخصیت د ښې پوهې او ښې روزنې له لارې بشپړیږي.

شریک کړئ