یادښت:
"البرت انشټاین په ۱۹۳۲ کې په پاریس د معنوي همکاریو نړیوال انسټیټوټ د رییس په بلنه چې ورته یې له یوه پېژندل شوي عالم سره د نظر د تبادلې ویلي وو، فروید ته لیک ولېږه. انشټاین چې ارواپوهنې ته یې چندان اعتقاد هم نه درلود، په لیک کې یې له فروید څخه وغوښتل چې د ارواپوهنې له نظره د جنګ په مخنیوي وغږيږي. که څه هم فروید له هغه سره تر مکاتبې له مخه یو ځل لیدلي وو او د اروا شننې په اړه یې په نظریاتو پوی و. هغه د انشټاین په اړه ویلي: "د اروا شننې په اړه د انشټاین په نظریاتو پوهېږم. څو کاله وړاندې یو فرصت برابر شو چې ورسره خبرې اترې ولرم او پوهېدم لکه څومره چې زه په ریاضیاتو پوهېږم په هماغه کچه د ده په اروا شننې سر خلاص دی. حتی کولای شم ووایم چې د اروا شننې په اړه د انشټاین تر شناخته د ریاضیاتو په اړه زما شناخت زیات دی."
انشټاین دا لیک فروید ته د جولايي په ۳۰ په ۱۹۳۲ کې ولیکه."
زېګموند فروید ته د البرټ انشټاین لیک
ښاغلی فروید؛
ډېرخوښ یم چې په پاریس کې د نړیوالې ټولنې او د معنوي همکاریو نړیوال انسټیټوټ را ته دا فرصت برابر کړ چې د خپل له خوښې شخصیت سره د خپلې خوښې پر موضوع د نظر تبادله ولرم. زه له همدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې له تاسو سره داسې یوه موضوع شریکوم چې فکر کوم په اوسني وخت کې د بشري تمدن تر ټولو مهمه او جدي موضوع ده: ایا داسې کومه لاره شته چې وتوانیږي بشریت د جګړې له دې شومې فاجعې وژغوري؟ دغه پوښتنه د عصري علومو له پرمختګ سره سمه د متمدن انسان لپاره په حیاتي موضوع اوښتې، په داسې حال کې، موږ ټول په دې پوهیږو چې د دې مسلې پر وړاندې ټولې هڅې په خورا بد ډول ناکامې شوي دي.
زه په دې باوري یم، ټول هغه انسانان چې له دې مسلې سره د عمل او یا مسلک له مخې سر او کار لري د ناتوانۍ او ستړیا له مخې شوق لري چې د هغو کسانو په نظریاتو وپوهیږي چې د خپلو علمي فعالیتونو په خاطر یې د انسان د ژوند په ټولو برخو کې پراخ شناخت او پېژندګلوي تر لاسه کړې ده. تر هغه ځایه چې په ما پورې اړه لري، زما د فکر عادي برخې د انساني اړتیاوو او احساساتو د ژورتیا شناخت نه شي راکولائ. زه د فکرونو په دې مبادله کې تر دې ډېر څه نه شم کولای چې هغه پوښتنې چې غواړم له تاسو څخه یې وپوښتم، پراخې او هر اړخیزې طرحه کړم او هڅه وکړم چې داسې ظاهري لارې چارې رامنځته کړم چې له لارې یې تاسو چې د انساني غرایزو په ژورو پوهیږئ مسله ژوره وڅېړئ. زه باور لرم، تاسو د دې وړتیا لرئ چې له روزنیز پلوه هغه روزنیزې لارې چارې په ګوته کړئ چې تقریبا په غیر سیاسي لارې د حل وړ وي؛ هغه موانع چې یو غیر ارواپوه کس یې موجودیت احساسوي ولې د هغوی د نسبت او قابلیت په اړه هیڅ داوري نه شي کولائ.
څنګه چې زه د ملت پالنې له هیجان څخه لرې پاتې یم او یو ازاد انسان یم؛ ظاهري اړخونه او یا په واضح ډول د مسلې تشکیلاتي اړخونه مې له نظره ساده دي: دولتونه، د قانون جوړونې او قضایي بنسټونه؛ چې د شته ټولو مخالفتونو د حل په موخه داسې یوه څانګه رامنځته کوي او ژمنه کوي، ټول هغه قوانین چې د مخالفتونو د رامنځته کېدو پر مهال له نړیوالو محکمو سره اړیکه پیدا کړي او پرېکړې یې پرته له کوم قید او شرط څخه عملي کړي او هغه کړنې چې محکمه یې د خپلو پرېکړو د عملي کېدو لپاره مهمې بولي، اجرا او ترسره کړي. مګر دلته له لومړنۍ ستونزې سره مخ کېږو: محکمه له هغو انسانانو څخه جوړ بنسټ دی، که چېرې د خپلو پرېکړو د اجرا او تطبیق لپاره لږ او کمزوری قدرت ولري، په هغه کې د بیروني غیر حقوقي عواملو د لاس وهنې امکان ډېریږي. د قدرت او حقوقو لاینفک کېدل، نه انکارېدونکی واقعیت دی. هغه وخت د حقوقي بنسټ نظریات یو مطلوب عدالت ته ورنژدې دي چې د ډېرو په نامه او ګټه وي؛ هر څومره چې د ټولنې اختیارات ډېر وي، په هماغه کچه خپل مطلوب عدالت ته درناوی په نورو هم منلی شي.
ولې موږ اوس مهال داسې یو له دولت پورته یا لوړ (فرادولتي) بنسټ نه لرو چې خپلو محکمو ته نه انکارېدونکی اقتدار ورکړي او د هغوی پرېکړې تطبیق کړائ شي. ناچاره، لومړنۍ پایله چې له دې بحث څخه تر لاسه کېږي دا ده چې، نړیوال امنیت ته د رسېدو په لاره کې باید دولتونه پرته له کوم قید او شرطه د خپل عمل او حق د ازادۍ له یوې برخې سترګې پټې کړي. پرته له کوم شک څخه د نړیوال امنیت د تامینولو لپاره به له دې بله هیڅ کومه لاره نه وي.
په تېرو لسیزو کې یادې موخې ته د رسېدو لپاره د ترسره شویو جدي او بې پایلو هڅو ته په کتو، کولائ شو هغه ستر رواني قوتونه ووینو چې دا کوښښونه بې اغېزې او بې لارې کوي. یو شمېر دغه قوتونه په ښکاره ډول د پېژندلو وړ دي. د هر هېواد حاکمیت غوښتونکي عناصر د هغوی د قدرت د محدودولو سره په ټکر کې دی. دغه سیاسي زور واکي معمولاْ په ټولنه کې له نورو زور واکو ((مادي – اقتصادي)) عناصرو سره پییل کېږي، او شدت خپلوي. منظور مې هغه کوچنۍ ولې په ټولنې کې د نفوذ لرونکې ډلې دي چې د ټولنیزو ارزښتونو پر وړاندې بې پروا دي او تر جنګ او د وسلې تر تولید او د خپل قدرت او زور تر دایرې ورهاخوا ورته هیڅ شی مهم نه دی.
دغه ساده واقعیت زموږ د خوښې وړ اړیکو د پېژندنې لپاره لومړنۍ ګام دی. اوس دا پوښتنه را پیدا کېږي، څه ډول دا کوچنی قدرت پر دې توانیږي چې د خپلو غوښتنو او تمایلاتو د تر لاسه کولو لپاره د خلکو دومره ستره برخه په خپل چوپړ کې ونیسي؟ هغه خلک چې په جنګ کې ورته یوازې بې وزلي او غم ور پاتې کېږي. زه چې کله د خلکو یوه برخه یادوم، هغه خلک مې هم منظور دي چې د ګڼو رتبو د یو سرتیري په صفت یې جنګ خپله حرفه ټاکلې ده، په دې باور چې په دې ډول په بهترین شکل د خپل ملت او د ملت د ګټو څخه د ساتنې په لار کې ولاړ دی او حتی په یو شمېر مواردو کې اعتقاد لري چې یرغل د دفاع یو بهترین ډول دی. لومړنی ځواب چې پورتنۍ پوښتنې ته ورکولای شو دا دی چې، په هره ټولنه کې حاکم اقلیت یو شمېر بنسټونه لکه، ښوونځي او مدرسې، د ټولیزو اړیکو وسایل او حتی په یو شمېر مواردو کې مذهبي بنسټونه په خپل واک کې لري او له دې وسایلو څخه له ګټې اخیستنې د خلکو د سترې کتلې پر احساساتو حکومت کوي او د خپلې موخې د تر لاسه کولو لپاره یې پر یوې بې ارادې وسیلې بدلوي.
مګر دا ځواب د ټولو شته مناسباتو روښانونکی نه دی. ځکه چې دلته بله پوښتنه مخې ته راځي چې ولې خلک اجازه ورکوي چې د یادو وسایلو له لارې یې، تر جنون، قهر او قرباني کېدا ورسوي؟ پورتنۍ پوښتنې ته چې یوازینۍ ځواب ورکولای شو دا دی چې، د انسانانو په دننه کې د نفرت او نابودۍ لپاره اړتیا شته. دغه عارضه په عادي حالت کې ویده او پټه ده، ولې په غیرعادي حالاتو کې را پورته کېږي او نسبتاْ په ساده ډول سره د تحریک وړ ده او کولای شي چې پر وګړنیز جنون واوړي. داسې مالومیږي چې د مسلې ټول عمق د دې شومې عقدې د تاثیراتو په پیچلتیا کې پټ دی. اوس هغه ټکي ته را ورسیدو، د هغه کس وس د دې مسلې پر حل بر دی چې له انساني غرایزو سره اشنا وي.
وروستۍ پاتې ځواب دا چې، آیا ددې امکان شته چې د انسان اروایي وده داسې رهبري شي چې وتوانیږي د نفرت او نابودۍ له جنون سره مقابله وکړي؟ دلته مې منظور د عامو او عادي خلکو په اصطلاح نه دی، بلکې د ژوند د تجربو پر بنا، هغه د روښنفکرانو په اصطلاح چې په ډېره ساده ګۍ سره د وګړنیو (خلکي) تلقیناتو تر تاثیر لاندې راځي؛ ځکه هغوی د خپل ژوند له بلاواسطه تجربو الهام نه اخلي، بلکې په ډېره اسانۍ د هغه څه په لوري تمایل پیدا کوي چې د کاغذ پر مخ کښل شوي وي.
په پای کې باید زیاته کړم چې زه دلته یوازې د دولتونو تر منځ پر جنګ، یعنې پر نړیوالو اختلافاتو غږېدلی یم، اما له ټولو تهاجماتو او تاوتریخوالي سره چې په مختلفو وختونو او ګڼو شرایطو کې رامنځته کېږي اشنایي لرم (د بېلګې په ډول، کورنۍ جګړې چې پخوا به یې مذهبي عوامل درلودل او نن د ټولنیزو عواملو له وجې رامنځته کېږي او پر ملي اقلیتونو ظلم کول). خو دلته مې په لوی لاس، د بشري ټولنو تر منځ تر ټولو څرګند او تر ټولو مصیبت اړونکي اختلاف مطرح کړی دی، چې شاید د یو خصمانه اختلاف د مخنیوي څرنګوالی لا ښه را وښایي.
پوهېږم چې تاسو په خپلو لیکنو کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول زموږ ټولو مهمو او حیاتي مسایلو ته ځواب ویلی دی، اما که یو ځل بیا د خپلو نويو مالوماتو پر مټ، په ځانګړي ډول له جګړې څخه د نړۍ د خلاصون موضوع وڅېړئ، ډېر به ګټمن وي او کېدلای شي چې د ګټمنو کوښښونو پیل وګرځي.
په دوستانه مینه
البرټ انشټین
انشټاین ته د فروید ځواب
وین سپتامبر ۱۹۳۲
ګران ښاغلی انشټاین!
کله چې خبر شوم، تاسو زه د هغې موضوع په اړه د نظر د تبادلې لپاره ټاکلی یم چې تاسو ته د ډېر اهمیت وړ ده او فکر کوئ چې نورو ته هم مهمه او جالبه ده، نو مې ورته په ډېره مینه هو ووایه. ما فکر کاوه چې تاسو به داسې یوه مسله ټاکئ چې د نننۍ پوهې تر محدودې وي او هر څوک وتوانیږي، که هغه یو فیزیک پوه وي او که یو ارواپوه چې په اړه يې تر یو بریده خپل نظر وړاندې کړي او له یوې متفاوتې نړۍ څخه یوې ګډې پایلې ته ورسیږي. مګر ستاسو له لوري د دې موضوع وړاندې کولو یو ډول حیران کړم چې ایا څه کولائ شو چې انسان د جنګ له دې ناورین څخه لرې وساتو؟ په لومړي سر کې زما نه صلاحیت [نژدې و چې ووایم، زموږ نه صلاحیت] د دې موضوع د ارزونې او طرحه کولو په برخه کې وډار کړم، ځکه زما په نظر دا کار د دولتي واکدارانو په عملي ونډو کې شمېرل کېږي. مګر وروسته وپوهېدم چې تاسو نه د یوه فیزیک پوه او طبیعت پوه په صفت، بلکې د هماغه قطب شناس (فریدیف نانزن) په شان چې په نړۍ کې یې د لوږې د له منځه وړلو او د بې کورو او د جنګ د قربانیانو سره د مرستې لپاره یې، خپل ټول امکانات د هغوی په اختیار کې ورکړل، تاسو هم د خپلې انسان دوستۍ له مخې دا موضوع مطرح کړې ده. نو له دې امله له ما هم کومه جدي غوښتنه نه کېږي چې په دې برخه کې عملي وړاندیزونه مطرح کړم، بلکې لازمه بریښي چې د خپل فعالیت په حدودو کې، د ارواپوهنې له مخې د جنګ د مخنیوي پر معضلې وغږېږم.
تاسو په خپل لیک کې په دې برخه کې هم ډېر مسایل مطرح کړي دي او زما کار مو را اسانه کړی دی، زه یوازې ستاسو خبرې اوږدوم او په دې بسنه کوم چې ستاسو ټولې خبرې تایید کړم او هڅه وکړم چې په خپلو اطلاعاتو او فرضیو یاد مسایل لا پراخ او ستر مطرح کړم.
تاسو د حقوقو او قدرت له مسلې پیل کړی و چې زما په نظر زموږ د ارزونې د پیل بهترین ټکی دی. اجازه لرم چې د "قدرت" کلمه د "زور" له تاوتریخجن ټکي سره بدله کړم؟ نن موږ ته حقوق او زور له یو او بل سره په تضاد کې ښکاري. له دې ټولو سره په ډېر ساده ډول ویلی شو چې لومړی "حقوق" له دویم "زور" څخه رامنځته شوي دي او که چېرې د مسلې منشاء ته ور وګرځو او په دقت سره د تغیر او تحولاتو جریانونو ته وګورو، حل به یې راته په ډېره سادګی د امکان وړ وي. وبخښۍ زه مو چې د اړیکو روښانولو ته را وبللم، نو چاره نه لرم چې هغه عمومي پېژندل شوي او منل شوي مسایل په دې ډول مطرح کړم چې ګویا نوي او نا پېژندل شوي دي.
اصولاْ د انسانانو تر منځ تضاد د زور په وسیله پای ته رسېږي، د حیواناتو په نړۍ کې همدا ډول دي او انسان هم باید ځان ترې بېل نه کړي. یانې تر دې حده چې د انسانانو تر منځ عقیدوي اختلاف هم د منافعو پر تضاد ورګډيږي او د شخړې لوړ ترین حد ته رسیږي او داسې ښکاري چې د دې له منځه وړل بل لاره چاره غواړي. مګر دا زموږ تر دې وروسته ستونزه ده. په پیل کې او کله به چې انسانانو ډله ییز ژوند کاوه، د مټ زور به په ګڼو چارو کې د ملکیت د ټاکلو او د وګړیو د تاثیر په ډول پېژندل کېده او چې څه شی پر چا پورې اړه لري او د چا له ارادې او غوښتنې باید پیروي وشي. د مټ زور ډېر ژر خپل ځای د ابزارو د تولید څخه ګټې اخیستنې ته پرېښود. بریا د هغه چا وه چې تر ټولو ښه وسله به یې درلوده او یا به یې په ډېر ښه ډول له هغو څخه د ګټې اخیستنې چل زده و. د وسلې له پیدا کېدو سره سم د مټ د زور ځای، فکري برترۍ ونیوه. د مبارزې تر ټولو وروستۍ موخه همدا وه چې مقابل لوري ته د زیان تر اړولو او د قدرت تر پای ته رسولو وروسته له مخالفته لاس واخلي او له خپلو غوښتنو او دعوو څخه سترګې پټې کړي. دغه چاره هغه وخت کاملاْ پایلې ته رسېدله چې د رقیب په قدرت کې تر پرله پسې بریاوو او د مقابل لوري تر مداومې کمزورتیا پورې او یا هم د هغه نابودۍ او وژلو امکان رامنځته کېده. دغې چارې د فاتح لپاره دوه امتیازه درلودل: لومړی دا چې دښمن به د قواوو د تجدید امکان له لاسه ورکاوه او بل دا چې سرنوشت به یې د نورو لپاره عبرت ګرځېده. له دې ټولو علاوه د دښمن وژل د یوې انساني غریزې د ارضاء کېدو سبب ګرځي چې وروسته به پرې خبرې وکړو. البته د دښمن د نابودۍ پرېکړه له دې محاسبې سره په تضاد کې لویږي چې ځنګه د وېریدلي دښمن له وژلو صرف نظر وکړې، کولای شي چې د خپلو غوښتنو د لاسته راوړلو لپاره ترې ګټه واخلي. له دې اړخه د غالب قدرت د مغلوب قدرت د وژلو پر ځای هغه خپل مطیع او مقهور ګرځوي. دا مرحله د دښمن د له منځه وړلو څخه د تېرېدو او سترګو پټولو او هغه ته د حفاظت ورکولو پیل دی؛ اما له بله اړخه، فاتح له دې وروسته د دښمن د انتقام په خاطر په کمین کې کیني، په وېره کې دی، او ناچاره خپل یو لړ امنیت او ارامتیا له لاسه ورکوي.
یقیناْ، دا د سترو قدرتونو د حاکمیت منشاء ده، هغه قدرتونه چې یا یوازې پر خپل زور یا پوهې متکي دي.
پوهېږو چې په دې نظامونو کې په تدریجي ډول یو لړ بدلونونه راغلل، او د زور د استعمال لارو چارو د حقوقو د حاکمیت په ګټې بدلون وموند. اما له کومو لارو؟ زما په نظر دغه بدلون له یوې لارې امکان درلود او هغه د سترو قدرتونو پر وړاندې د کوچنیو قدرتونو اتحاد او یووالی و. د زور ماتې د اتحاد له لارې امکان لري. د دې متحدینو قدرت، د هغه حقوقو ښودنه کوي چې د هر وګړي د فردي زور پر وړاندې دریږي. ګورو چې یوازې حقوق، د یوې ټولنې د قدرت ښودنه ښيي. دا ځل هم زور له هماغې موخې او وسایلو سره برخورد کوي او د هغو کسانو په مقابل کې دریږي چې مخالفت ته راپورته شوي دي. یوازې په همدې توپیر چې دا ځل زور انفرادي نه دی، بلکې یو ټولنیز قدرت دی. اما نویو حقوقو ته د زور انتقال د ارواپېژندنې پر یو شرط ولاړ دی: ټولیز اتحاد باید مداوم او مستمر اتحاد وي. که چېرې له اتحاد څخه مراد یوازې له ستر قدرت سره مبارزه وي او وروسته له بریا سره وپاشل شي، کار مخته نه دی تللی او بل قدرت چې ځان قوي ویني یو ځل بیا هڅه کوي چې د خپل زور حاکمیت وساتي او په دې ډول به دغه لوبه تر ابده تکراریږي. ټولنیز پیوستون باید تل پر ځای پاتې شي، ځان ته جوړښت ورکړي، قوانین را منځته کړي چې د قوانینو ساتونکی و اوسي او د هغوی په حقوقي اجرا کې ونډه ولري او هڅه وکړي. د داسې یوې ټولنې په رسمیت پېژندلو سره دوی د یووالې احساس کوي او قدرت به یې پر دې ټولنیز تړون ولاړ وي.
زما په ګومان په دې ډول به یو شمېر داسې شرایط رامنځته شي چې پر فردي زور د غلبې امکان به یوې سترې مجموعې ته د قدرت د انتقال له لارې مهیا کړای شي؛ هغه مجموعه چې د غړیو احساسي تړون به یې د بقا او دوام ضمانت کوي. یوازې هغه څه چې پاتې کېږي، هغه د اجراء کولو او دوام ورکولو مرحله ده. اما موجوده اړیکې به تر هغې ساده اړیکې وي چې ټولنه له هغو وګړیو څخه تشکیل شوي وي چې قدرت او وسایل یې سره برابر وي. د دغې مجموعې قوانین، فردي ازادۍ او له قدرت څخه استفاده ټاکي او تحدیدوي چې یې له لارې په ټولنه کې د افرادو تر منځ اوسېدنه تضمین او امکان پیدا کړي.
اما داسې یوه ارامي یوازې د نظر تر بریده تصور کېدای شي او په عمل کې یو پیچلی وضعیت خپلوي؛ ځکه چې ټولنه په پیل کې له هغو باقدرته وګړیو جوړه وي چې نابرابر امکانات لري، نران او ښځې، پلرونه او میندې او اولادونه، دومره وخت لا نه وي تېر شوی چې له یو بل سره د جګړې او غاړه اېښودلو له لارې فاتحین او مغلوبین رامنځته کېږي او په ارباب او بنده بدلیږي. نو په دې ډول ټولنیز حقوق د قدرت پر نسبي نابرابری بدلیږي. قوانین د حاکم قدرت په وسیله او لپاره پلان کیږي او تر لاسه لاندې کسان به د کمو حقونو څخه برخمن کېږي. له دې وروسته په ټولنه کې د تخطۍ او تحول دوه حقوقي حوزې رامنځته کېږي. په یوه کې هغه ځواکمنه ډله شاملیږي چې ټول هغه قانوني محدودیتونه چې د ټولو لپاره معتبر دي، نالیدلي نیسي او د قانون له حاکمیت څخه د زور نوي حاکمیت ته ورګرځي او بل د ټولنې د محرومو وګړیو مدام کوښښ دی چې د ډېر قدرت او د موجودو قوانینو تغیر او سر بېره پر دې، د قانون اصلې برابرۍ ته لاسرسری. دویم جریان په ځانګړي ډول هغه وخت اهمیت او مانا پیدا کوي چې د ټولنې په بنسټ کې په واقعي ډول د قدرت ځای پر ځای کېدل او د مناسباتو تغیر رامنځته شي. دغه کار د یو شمېر ګڼو تاریخي عواملو په پایله کې تر سره کېدای شي. په دې حالت کې، حقوق په تدریجي ډول ځان د نوي قدرت له مناسباتو سره تطبیقوي؛ یا هغه ډول چې حاکمه طبقه – هغه ډول چې تر ډېره رامنځته کېږي – دغه بدلون ته ځان نه ورکوي او د طرفینو له فشار سره، د کورنۍ جګړې بلوا او انقلاب سره نښلي او له دې سره د یو څه وخت لپاره قوانین ملغا او نوې زور ازمايي پیلیږي چې د نوي حقوقي نظام په رامنځته کېدا سره پای ته رسیږي. البته حقوقي تحولات له سوله ییزو لارو چارو هم تر لاسه کېدای شي چې د ټولنې په غړیو کې له فرهنګي بدلون سره مله دي. دغه فرهنګي بدلونونه له یو شمېر عواملو سره تړلي دي چې وروسته به ورته کتنه وشي.
نو په دې اساس ګورو چې د یوې ټولنې په محدوده کې هم د منافعو پر سر تضاد د زور په مرسته اجتناب ناپذیر دی. اما اړتیاوې او مشترک اړخونه چې په دې خاورینه کره کې له ګډ ژوند څخه را زېږېدلي دي د اختلافاتو او نښتو د ژر تر ژره له منځه وړلو لپاره امکان ډېروي او د همدې شان شرایطو تر چتر لاندې د یو سوله ایز حل احتمال ډېريږي. د بشر د تاریخ تر یوې ځغلنده کتنې وروسته را مالومیږي چې تل د یو یا څو ټولنیزو موجوداتو ترمنځ، د کوچنیو او سترو واحدونو تر منځ، ښاري محدودیتونه، مختلفې سیمې؛ د قبایلو، ملتونو او امپراتوریو تر منځ پای ته نه رسېدونکي اختلافات موجود وو چې بالاخره د جنګ او د زور د استعمال له لارې پای ته رسیدلي دي. دا ډول جګړې د لوټ او یا د یو لوري پر بشپړې غاړې اېښودنې سره پای ته رسیږي. البته د جنګي فتوحاتو په اړه نه شو کولائ یو شان قضاوت وکړو. ځینو لکه مغولانو او ترکانو یوازې بدبختي او تورې ورځې راوړې. ولې په مقابل کې یې ځینو نورو د سترو ټولنیزو واحدونو د رامنځته کولو له لارې د زور د حقوقو د بدلولو او په انتقال کې مرسته وکړه او له زور څخه د کار اخیستنې امکان یې له منځه یووړ او د یو نوي حقوقي نظام د اساس پر اېښودولو یې، اختلافات ختم کړل. د بېلګې په ډول د مدیترانې د ساحلي هېوادونو لپاره د رومیانو فتوحات، «رومي سوله» وزېږوله او د فرانسوي پاچاهانو هېواد د غوړونې هوس یو مستعد او سوله ییز هېواد را منځته کړ.
که څه هم دا خبره به سره تناقص ولري، ولې باید وویل شي چې جنګ د یوې «پایدارې» سولې ته رسیدو لپاره چې موږ ټول یې په لټه کې یو، نامناسبه وسیله نه ده؛ ځکه چې د دې وړتیا لري چې ستر واحدونه رامنځته کړي او د هغوی په محدوده کې به د مقتدر مرکزي قدرت له لارې، د نویو جنګونو رامنځته کېدل غیر ممکن وي. اما په واقعیت کې د دې کار قابلیت هم نه لري ځکه چې د فتوحاتو پایلې معمولاْ زیات دوام نه کوي او په اغلب ډول نوي واحدونه د مختلفو برخو د اجباري یووالي له وجې ډېر ژر سره پاشل کیږي. له دې ټولو ور وړاندې، تر نن پورې فتوحاتو یوازې دومره کړي دي چې جزیي اتحادونه – که هر څو هم پراخ وي رامنځته کړي دي چې نهایتاْ یې اختلافات د زور پر کارونې فیصله شوي دي. یوازینۍ پایله چې د دې جنګ غوښتنې له هڅو څخه ترلاسه شوې ده، بشریت ګڼې کوچنۍ جګړې، ولې پرله پسې جګړې پر کمو سترو جګړو، اما پر مخربو او ویجاړونکو جګړو بدلې کړي دي.
په اوس مهال کې هم، لکه تاسو چې هم ورته لنډه اشاره کړې وه، تر لاسه شوې نتیجه او استعمال هم د پخوا په شان دی. په واقعیت کې د جګړې له پېښدو څخه قطعي مخنیوی هغه وخت ممکن دی چې انسانان د مرکزي قدرت د ځای پر ځای کولو او د هغه د احکامو د رعایتولو پر سر د اختلاف په هر یو مورد کې، اصولي توافق ته ورسیږي. د دې امر د پر ځای کولو لپاره دوه شرطه لازم دي: لومړی شرط د همدې ډول سترو مراجعو تشکیلول او دویم شرط دا دی چې هغوی ته باید کافي واکونه ورکړل شي. یو عامل خاص څه نه شي تر سره کولای. په اوس مهال کې «نړیواله ټولنه» د همدې ډول مرکزي قدرت د سرپرست په حیث په نظر کې نیول شوې ده ولې دویم شرط ته لا د عمل جامه نده ور اغوستل شوې. نړیواله ټولنه ناتوانه ده او یوازې هغه مهال د دې وړتیا لري چې لازم امکانات او قدرت تر لاسه کړي چې د نوې اتحادیې غړي، یانې یو یو غړی هېواد، همدا ډول اقتدار ورته ورکړي. اما په اوس حال کې د داسې یو امر د تحقق کومه خاصه هیله نشته. د نړیوالې ټولنې تشکیلات زموږ لپاره د درک وړ نه و، او نه پوهېدو چې دلته د بشر د تاریخ یو نادرترین کوښښ او یا حتی لومړی کوښښ، په دومره ستره پراختیا رامنځته شوی دی. «نړیواله ټولنه» هغه هڅه ده چې اقتدار یا په بل عبارت مطلق نفوذ کول چې معمولاْ د قدرت پر ملکیت ولاړ دی، د ځانګړو معنوي نظرونو (نګرشونو) له لارې ځان ته انتقال کړي.
وړاندې مو وویل چې دوه عوامل د ټولنې د یووالي باعث ګرځي: یو د زور فشار او بل د غړیو احساسي تړون – په فني اصطلاح کې ورته یو کول وایي. په موقتي ډول د یو د له منځه تللو سره به، احتمالاْ دویم ټولنه همداسې پر پښو ودروي. البته څرګنده ده چې یوازې هغه نظرونه د اهمیت وړ دي چې د ټولنې د غړیو د ونډې د مهمو اړخونو ښودونکي وي. ښه، اوس دا پوښتنه مخې ته راځي چې دا نظرونه او فکرونه تر کومه بریده کولای شي چې د ټولنې د غړیو پر احساسي تړون تاثیر ولري؟ تاریخ موږ ته را زده کوي چې دې فکرونو عملاْ خپل تاثیر پرې ایښی دی. د بېلګې په ډول د یونان د یووالې فکر چې د ګڼو ښارونو په کلتوري – سیاسي مرکزونو کې، په معبدونو، په مذهبي مراسمو او په جنشنوارو کې به په یو تاکیدي قالب کې به پر بربري ګاونډي د یونان ستروالی بیانیده، له داسې یو تاثیر او قدرت څخه به برخمن و چې یونانیان له خپل منځۍ جنګ غوښتنې وساتي؛ اما دومره قوي نه و چې د یوناني ملت تر منځ د سترو او مخربو جګړو مخه ونیسي او حتی ونه توانید چې یو ښار یا د څو متحدو ښارونو مجموعه، پر خپل کورني رقیب د زیانونو د اړولو سره، له خپل ایراني دښمن سره یو ځای نه شي. همدا ډول د کلتوري رنسانس پر مهال د مسیحي یووالي احساس هم د زیات او ژور قدرت با وجود ونه توانید چې هغه مسیحي کوچني او ستر هېوادونه چې له یو او بل سره به په جنګ و، د خپل کورني رقیب د ځپلو لپاره د مسلمانو سلاطینو له مرستې او یارانې را وګرځوي. په اوسني عصر کې هم داسې یو فکر چې وتوانیږي د ټولنې کامل اقتدار او اعتبار ولري، نشته. اوس د ملتونو پر خپلو ملي ایدیالونو او ارمانونو پافشاري سرچپه نتیجه لري، داسې څرګنده ده چې هېڅ شرحې او توضیح ته اړتیا نه لري. یو شمېر بیا وړاندوینه کوي چې یوازې د بلشویکي افکارو ته وسعت او پراختیا ورکول، کولای شي چې جنګ ته د پای ټکی کېږدي؛ اما اوس داسې یوې موخې ته د رسېدلو لپاره لوی واټن پاتې دی، او ورته رسېدل تر یو کورني وحشتناک جنګ وروسته امکان پیدا کوي. په هر حال اوس خو داسې ښکاري چې په اوسنیو شرایطو کې د موجود واقعي قدرت پر ځای د نظرونو د قدرت ځای پر ځای کول، له ماتې سره مخ دی. اشتباه ده چې په خپلو محساباتو کې دا له یاده وباسو چې په لومړي سر کې د حقوقو اصلي منشاء یوازې زور و؛ لکه څرنګه چې اوس هم حقوق یوازې پر زور تر اتکاء سترګې نه شي پټولی.
اوس کوښښ کړم چې ستاسو یوه بله جمله تفسیر کړم. تاسو د جنګ لپاره د انسانانو د خپلې خوښونې له هڅې حیرانتیا ښودلې ده او ګومان مو کړی چې د انسان په داخل کې یو شی، پر دې هر څه اثر پرېباسي او وروسته مو د نفرت او نابودۍ له غریزې یادونه کړې ده چې دا هر څه اسانوي. دا ځل هم ستاسو نظر پرته له کومې لاسوهنې تاییدوم. موږ د داسې یوې غریزې په شته والي باور لرو او په دې وروستیو کلونو کې مو هڅه هم کړې ده چې د نښو او کړنو له لارې یې وڅېړو. اجازه لرم چې د دې برخې په حواله په روانکاوی کې د غريزې پر کړنو چې موږ ورته د زیاتو څېړنو او ارزونو وروسته رسیدلي یو، له تاسو سره شریک کړم؟ زموږ باور دا دی چې انساني غریزې په دوه ډوله دي:
- هغه غریزې چې د انساني نفس د ساتنې (صیانت/ بقاء) او له ژوند سره سروکار لري – موږ دا غریزې «عشقي» بولو، کاملاْ د عشق هغه مفهوم چې د افلاطون په «میلمستیا» کې راغلی دی؛ یا «جنسي» د عامه منل شویو جنسي تمایلاتو د مفهوم په شعوري پراختیا سره.
- هغه غریزې چې د ویجاړتیا او مرګ غوښتونکي دي. موږ هغه غریزې د ویجاړتیا او تخریب د غریزو په نامه یادوو.
ګورئ چې زموږ نظریې په واقعیت کې یوازې د عشق او نفرت د نظري تقابل بدلون دی او شاید لومړنی نسبت یې د «جاذبې» او «دافعې» قطبونو ته ورسیږي چې ستاسو په تخصصي څانګه کې هم ونډه لري. ښه، اوس مه پرېږدئ چې موږ دومره ژر د ښه او بد له ارزونې څخه تېر شو. یادې دواړه غریزې مهمې دي او د ژوند روښانتیا د همدې ډواړو غریزو د مشترکو کړنو او متقابلو تاثیراتو پایله ده. داسې مالومیږي چې یوه غریزه هم نه شي کولائ چې له بلې پرته او یوازې فعالیت وکړي او تل هره یوه له بلې سره تر یو ځانګړي حده ملګرې ده. په هغه ډول چې وایو: دغه په یو او بل کې نغښتي دي چې موخه تعدیلوي او هم د ځینو شرایطو په نظر کې نیولو سره ورته رسیږي. د بېلګې په ډول د نفس صیانت مسلماْ د عشق له غریزې سرچینه اخلي، که چېرې غواړي ستا منظور او مقصود تر لاسه کړي، قهر او غوصې ته اړتیا لري. همدا ډول د عشق غریزه، په هر ډول چې وي، د معشوق د تر لاسه کولو لپاره د تصاحب غریزې ته اړتیا لري. د یادو دواړو غریزو د تاثیراتو د جلاکولو ستونزې، تر ډېره موږ د دوی له پېژندګلوی لرې کړي وو.
که چېرې لږ نور هم را سره اوسئ، نو وبه ګورئ چې د انسان کړه وړه یوه ځانګړې پېچلتیا لري. په ډېرو کمو او استثنایي حالاتو کې به د دې شاهدان اوسو چې یوه انساني کړنه دې له یوې غریزې سرچینه اخیستي وي. ځکه هره کړنه په خپل سر تحریک شوي ډول، باید د عشق او نفرت د غریزې ګډ شکل و اوسي. قاعدتاْ ډېرې انګیزې باید په یو بل کې سره ګډې جبران شي چې د انسان کړنه امکان ولري. ستاسو یو همکار، پروفیسور «ګیورګ کرستف لیشتنبرګ» چې د ګوتنګن په پوهنتون کې د فیزیک یو پیاوړی استاد و، تر ډېره پر دې مسله واقف و، شاید هغه د یو اراپوه پر ځای نه شوای کولائ چې د یو فیزیکپوه په کچه اعتبار خپل کړي. په هر حال هغه د «انګیزو د ګلباد» کاشف و چې وایي ((د ټولو هغه کړنو علت چې موږ یې په اساس کوم کار تر سره کوو ((موږ ورته نن «انګیزې» وایو)) کولائ شو چې د قطب نما د پاڼې په څېر یې په ۳۲ برخو وویشو او تنظیم کړو او نومونه هم په مشابه ډول له یو بل سره څنګ ته کېږدو. د بېلګې په ډول «کتاب – کتاب، کباب – کباب، کباب – کتاب». په دې ډول، کله چې انسانان جنګ ته بلل کېږي ډېری انګېزې یې باید د جنګ لپاره د خوښۍ او شور ځواب ووایي او له جنګ سره موافقت ولري؛ سترې او ټیټې او ښې او بدې انګېزې؛ هغه انګیزې چې په لوړ غږ وړاندې کېږي او هغه انګیزې چې په سکوت سره ښکاره کېږي او پر ژبه نه راوړل کېږي. اړتیا نه لري چې موږ هغه ټولې ښکاره او راوباسو؛ اما تاوتریخوالي او تخریب ته میل یقیناْ چې په دوی کې شته. ډېر وحشتونه چې د تاریخ په لړ او په ورځني ژوند کې ترسره کيږي، د هغوی وجود او قدرت تاییدوي. مسلماْ د تخریبي تمایلاتو او له نورو شهواني او معنوي غرایزو نغښتل او ترکیب د هغوی ارضاء ساده کوي. کله چې د تاریخ ناورینونه او شخړې ګورو، کله داسې ښکاري چې اصلي او معنوي انګیزې یوازې د تخریبي میل د ارضاء لپاره بهانه وه. بل دا چې موږ باور لرو چې د مذهبي عقایدو د تفتیش محکمو د ظالمانه اعمالو او د وحشتونو د واقع کېدو پر وخت، معنوي انګیزو په شعور کې ځای ونیوه او د ځان په لوري يې د نظریاتو د جلب باعث شول او تخریبي انګیزو په لاشعوري ډول هغوی تقویه کړل. دواړه یاد شوي موارد د امکان وړ دي.
تصور کوم چې نه به مې ستاسو د علاقې له وړ موضوع څخه چې له «جنګه مخنیوی» دی او نه مې له خپلو نظریو څخه، سوء استفاده کړې وي، ولې پر دې ټولو سربېره، تمایل لرم چې لږ څه نور هم د تخریب پر غریزې وغږېږم؛ هغه غریزه چې محبوبیت یې په هېڅ وجه تر اهمیته نه رسېږي. موږ په خپلو څېړنو کې تر زیاتې ارزونې او تامل وروسته دې پایلې ته رسیدلي یو چې دا غریزه د هر ژوندي موجود په داخل کې فعاله ده او هڅه کوي چې ژوندی موجود په تدریجي ډول له پښو وغورځوي او ژوند پر یو غیرژوندي حالت واړوي. یاده غریزه په رښتیا هم د دې وړ ده چې «د مرګ غریزه» یې ونوموو؛ په داسې حال کې چې د عشق غریزه او شهواني غرایز د ژوند له کوښښونو او هڅو را زېږي. د مرګ غریزه هغه مهال د تخریب پر غریزې اوړي او بدلیږي چې د یو ځانګړي غړي (عضو) په مرسته د یو بهرني شي په مقابل کې ترې ګټه واخیستل شي. یا په بل عبارت، ژوندی موجود له خپل ژوند څخه د یو پردي د له منځه وړلو په موخه ترې ساتنه کوي. اما د مرګ د غریزې یوه برخه د ژوندي موجود په داخل کې فعاله کېږي. موږ کوښښ کړی دی چې یو شمېر ناروغ ډوله او عادي پدیدې د مرګ په غریزه کې له ننوتو څخه پایلې تر لاسه کړو. موږ حتی خپله پښه د عقایدو له محدودې بېرون ایښې ده او هڅه مو کړې چې د وجدان پیدا کېدا د همدې ډول تاوتریخوالي په ګردش کې توضیح کړو. وګورئ چې د دا ډول جریانانو لمنه له حد څخه زیاته پراخه شي او د تخریب غریزه په پراخه پیمانه دروني شي، په هیڅ وجه له ستونزو خالي نه ده او له یوې مخې زیان اړونکې ده او ګڼ عواقب به له ځانه سره ولري. په داسې حال کې چې د دغې غریزې د قواوو چرخش په بېرون کې او د تخریب او ورانۍ په ډول د ژوندي موجود بار سپکوي او ممکن یو مطبوع تاثیر پرې ولري. په واقعیت کې دغه جریانات د بیولوژیکي عذر د ټولو خطرناکو او بدو کوښښونو په خدمت کې دي چې موږ یې پر وړاندې د مبارزې هوډ لرو. باید وویل شي چې هغه د انسان طبعیت ته د هغوی پر وړاندې زموږ د مبارزې په نسبت ډېر نژدې دي چې حتی توجیه او توضیح هم ورته پیدا کړو. شاید تصور وکړئ چې زموږ نظریات یو ډول اسطوره پوهنه ده چې زړه وړونکې او خوښوونکې هم نه ده. پوښتنه کوم، ایا ټول طبعیي علوم په یو ډول اسطوره پوهنې ته نه ور رسیږي؟ ایا فیزیک د دې یوه برخه نه ده؟
د بحث د دوام لپاره، له پورتنیو مطالبو څخه همدومره پوهېدای شو چې د انسانانو د تاوتریخوالي لرونکي تمایلاتو د له منځه وړلو هېڅ امید نه شو درلودلای. وایې چې د خاورینې کرې په ښې او خوشحاله سیمه کې داسې قومونه موندل کېږي چې طبیعت ټول هغه څه چې انسان ورته اړتیا لري، په ښه پرېمانه اندازه ورته برابر کړي دي او ژوند یې په ډېره مینه او مهربانۍ او له جنګ، زور او تشدد څخه پرته تېریږي. زه په ډېره سختۍ پرې باور کولای شم، اما غواړم چې زیات د دې ډول خوشبختو انسانانو له ژوند څخه خبر شم. بلشویکان هیله مند دي چې د ټولنې د غړیو تر منځ د برابرۍ د پيدا کولو او د مادي اړتیاوو د تضمین او ارضاء کولو له لارې به تاوتریخوالی د انسانانو له منځه ورک کړي. زما په نظر یوه باطله او هسې غولونکې هیله ده. په اوس حال کې ښه ډېره وسله لري او حتی ځان ته د دې زحمت هم نه ورکوي چې خپل پلویان د نورو پر وړاندې له نفرت او کینې څخه را وګرځوي. له دې هر څه وړاندې، هماغه ډول چې تاسو هم ورته اشاره کړې ده، زموږ موخه په کامل ډول د انسانانو د تاوتریخوالي لرونکو تمایلاتو له منځه وړل نه دي. یوازې باید کوښښ وکړو چې دا تمایل داسې رهبري شي چې د جګړې په ډول سر راپورته نه کړي.
په دې ترتیب، د غریزې د اسطوریي زده کړې له لارې له جنګ څخه د غیر مستقیم مخنیوي اسانه لاره پیدا کولای شو. که چېرې جګړې ته تیاری د تخریب د غریزې د بلافاصله اثراتو پایله وي، داسې مالومیږي چې د همدې غریزې رقیب، یانې د عشق له غریزې څخه مرسته غوښتلی شو. هر هغه څه چې د انسانانو تر منځ د احساسي/ عاطفي تړون موجب ګرځي، کولای شو چې د جګړې پر وړاندې ترې کار واخیستل شي. دغه تړونونه کېدای شي چې په دوه ډوله و اوسي: یو د عاشقانه روابطو په اساس؛ حتا چې پرته له جنسي موخو څخه وي. آن کله چې اروا شننه د عشق په اړه غږیږي، نه شرمیږي، ځکه دین هم وایي: «له نورو سره د ځان په ډول مینه وکړئ.» لکه څرنګه چې ادعا اسانه ده، ولې ترسره کول یې سخت دي. د احساسي تړون بل ډول له هم ذات ګڼلو او د یووالي له احساس څخه را منځته کېږي. هغه وجوهات چې د انسانانو تر منځ مهم او استوار مشترک کمک رامنځته کړي، همدا ډول مشترک احساسات او هم ذات ګڼل به له ځانه سره لري. د یوې ټولنې ستره برخه پر همدې اړخونو ولاړه ده.
له اقتدار څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په اړه ستاسو ګیله او شکایت پلمه ګرځوم چې د جنګ غوښتنې له تمایلاتو څخه د مخنیوي یوې بلې غیر مستقیمې لارې ته اشاره ولرم. د انسانانو تر منځ د ذاتي او تغیر نه منونکې نابرابرۍ یو اړخ دا دی چې په دوو ډلو، رهبر او پلوي وېشل کېږي. دویمه ډله، یانې پلویان هغه ستره برخه تشکیلوي او هغه باقدرته سرچینې ته اړتیا لري چې د ځان په اړه ورته پرېکړه وکړي او دوی پرته له کوم قید او شرط څخه له هغوی پیروي کوي. دلته د یادولو وړ ده چې له مخکې باید زیات مراقب و اوسو، له دقت او کوښښ څخه کار واخلو، چې فکري ازاد، نه ډارېدونکي، او حقیقت پلټونکي انسانان، د ټولنې له سترو پوړونو وروزل شي او د تړلیو او غیر خپلواکو ټولنو هدایت ورته وسپارل شي. البته استدلال او ثبوت ته اړتیا نه لري چې د دولت د سترو قواو مداخله او لاسوهنه او د کلیسا فکري ممانعت به د دې ډول روزنیزې هڅې په ګټه نه وي. البته مطلوب او په زړه پورې وضعیت به له وګړیو جوړه مرکبه ټولنه وي چې غریزي ژوند به یې عقل او پوهې مطیع او مغلوب کړی وي. هیڅ بل عامل، حتا د وګړیو تر منځ له احساسي تړون څخه په صرفنظر کېدو، به د هغوی تر منځ دا ډول کامل او مقاوم یووالی ایجاد نه کړي. اما په ستر احتمال سره د دا ډول یو وضعیت یوازې یو خیال پلو او هسې غولونکې هیله ده. مسلماْ له جګړې څخه د غیر مستقیم مخنیوي نورې لارې هم شته چې تر دې زیاتې عملي او د انجام وړ دي؛ خو عاجله او فوري پایله نه لري. ډېر کم داسې خلک په دې فکر کوي چې ژرنده دې دومره په ورو وچلیږي او اوړه وکړي، چې سړی له لوږې ومري. په بله ژبه، ډېر کم څوک له مرګ څخه وروسته د درملو د خوړو په اړه فکر کوي.
تاسو ګورئ چې په عملي برخه کې د ځینو ضروري مسایلو د حل په موخه له نړۍ څخه د پردیو نظریه ورکونکو څخه مرسته غوښتل کومه پایله نه ورکوي. ښه دا ده چې د هرې مسلې د حل لپاره باید خطر ومنو، او هغه وسایل چې لرو یې، ګټه ترې واخلو. اوس غواړم د هغې مسلې په اړه وغږېږم چې تاسو ورته په خپل لیک کې یادونه نه وه کړې، خو زما لپاره زیاته جالبه ده.
رښتیا ولې موږ د جنګ پر وړاندې دومره پرېشانه کېږو؟ تاسو، زه او زموږ په شان نور ډېر؟ ولې جنګ ته د ژوند د نورو ازاررسونکو مصیبتونو په څېرغاړه نه ورکوو؟ اخر جنګ چې یو طبیعي امر تر سترګو کېږي، ژوند ژواک پېژندنې (زیست شناختي) عامل لري او عملاْ ورنه ډډه نه شي کېدای. زما له دې خبرې په ډار کې مه لوېږئ. کله چې د یوې موضوع د ارزونې قصد لرو، شاید اجازه ولرو چې د شایستګی او برترۍ نقاب چې په واقعیت کې ترې محروم یو، اغوندو او د همدې پوښتنې په ځواب کې ووایو: ځکه هر انسان د ژوند حق لري؛ ځکه د انسانانو پر بندي کېدا هغوی خوار او ذلیله کوي او بندي خانو ته یې لېږدوي؛ ځکه د غوښتنې پر خلاف یې وژنو ته هڅوي؛ ځکه چې ستر قیمتي مادي ارزښتونه یې چې د انسانانو د کار او زحمت پایله ده، نابودوي او ورانوي؛ او پر دې ټولو علاوه، ځکه چې په ننني شکل جنګ نور د پرونۍ قهرمانۍ د تحقق امکان نه لري او په را روانو جنګونو کې به د مدرنو جنګي وسایلو د تکامل په خاطر د جنګ د یوې خوا او یا هم دواړو خواوو کامله نابودي نغښتي وي. دا ټول دومره سم او پر ځای دي چې سړی په حیرت کې لویږي چې ولې تر ننه د جنګ په مخنیوي او له منځه وړلو کې یوه ټولیزه اجماع او توافق نه دی ترلاسه شوی. د دې هر ټکي په اړه کولای شو چې مناظره او بحث وکړو. اما دا پوښتنه مخې ته راځي چې ایا ټولنه هم د افرادو د ژوند په نسبت باید حق او حقوق و نه لري؟ نه شو کولای چې ټولې جګړې له اساس څخه محکومې کړو. تر څو پورې چې امپراتورۍ، قدرتونه او ملتونه وي او بېرحمانه د نورو د نابودۍ لپاره تیار وي، نور هم باید د جنګ لپاره ځان مسلح کړي. اما په چټکۍ له دې موضوع تېریږو؛ ځکه دا هغه برخه نه ده چې تاسو دې ورته اشاره کړې وي او یا دې زه ورته بللی اوسم. زما موخه یو بل شی دی. زما په باور د جنګ پر وړاندې زموږ د راپورته کېدو ستر عامل دا دی چې موږ له دې پرته کومه بله چاره نه لرو. موږ سوله غوښتونکي یو، ځکه د اندامي/ ارګانیکي پر دلایلو باید و اوسو. په همدې خاطر را ته اسانه ده چې نظریات مو په استدلال سره توجیه کړو.
ګومان کوم چې دا نظریه له توضیح څخه پرته د درک وړ نه ده. لاندې کوښښ کړم چې خپل نظر مې په روښانه ډول بیان کړم: د انسانانو تر منځ فرهنګي تکامل له ډېر اوږده وخته را پدې خوا دوام لري. ((پوهېږم چې نور غوره ګڼي چې دې جریان ته «تمدن» ووايي)). په حقیقت کې موږ خپله او ټول هر څه د همدې فرهنګي تکامل منندوی یو. هغه څه چې یو او هغه څه چې نه یو، له هغه څه مو چې ګټه کړې او له هغه څه چې ځوریږو د همدې فرهنګي تکامل د جریان حاصل دی چې علت او پیل یې ناروښانه، انجام یې نامالوم او ځینې ځانګړنې یې په ساده ډول ښکاره دي. شاید چې یو وخت همدا فرهنګي تکامل د بشر نسل له منځه یوسي؛ ځکه لږ و ډېر د جنسي میل استعمال ته ستر زیان رسوي؛ په داسې ډول چې نن ورځ زاد او ولد په بې فرهنګه نژادونو او په وروسته پاتې ټولنو کې، د نورو بافرهنګه ټولنو او ملتونو په نسبت زیات دی. شاید دغه جریان د یو شمېر مشخصو حیواناتو د ډولونو په اهلي کېدا کې د مقایسې وړ وي. پرته له شکه فرهنګي تکامل یو شمېر مشخص جسمي تغیرات هم له ځان سره درلودل؛ اما دا تصور چې فرهنګي تکامل هماغه «د اندامي تغیراتو جریان» دی، زموږ لپاره تر اوسه بې مانا او د لمس وړ نه دی. د همدې فرهنګي تکامل له لارې تر لاسه شوي تغیرات ښکاره او څرګند دي. دغه تغیرات د غریزي موخو د انتقال له پراختیا او د غریزي هیجاناتو له محدودیت سره مله دي. هغه حسي موندنې چې، تر موږ مخکې وګړي تر موږ زیات لذت غوښتونکي وو او تر موږ یې جنسي میل زیات درلود، زموږ لپاره تر سویې لوړ او د تحمل وړ نه دی. دا چې زموږ په زړه پورې اخلاقي او ښکلا پېژندونکو غوښتنو تغیر کړی دی، اندامي دلایل لري.
د فرهنګي تکامل د ارواپېژندنې د ځانګړنو له منځه دوه ځانګړنې د پام وړ اهمیت لري: یو چې پر غریزي ژوند عقل قدرت پیدا کړی؛ او بل د ټولو خطرناکو عواقبو او ګټورو پایلو سره د قهرجنو تمایلاتو دروني کېدل. هغه رواني لید چې د فرهنګي تکامل جریان یې پر موږ تحمیل کړی دی، شدیداْ له جنګ سره په مخالفت کې واقع دی. په همدې خاطر د جنګ پر وړاندې پرېشانه یا مضطربه کېږو او د تحمل وس یې نه لرو. دا یوازې عاطفي مخالفت او عقلاني غبرګون نه دی، بلکې زموږ مظطربه کېدل د زغم ذاتي کموالی دی؛ فکر کړې چې په شدیدترین حالت کې بنیادی حساسیت دی. داسې ښکاري، هغه تحقیر چې جنګ یې پر ښکلا پوهنې روا ګڼي، له هغه وحشتونو څخه چندان کم نه دی چې زموږ د بیزارۍ او مخالفت سرچېنه ده.
تر کله باید کینو چې نور هم سوله غوښتونکي شي؟ نه پوهېږم، اما شاید کوم هسې غولوونکی امید او خیال پلو نه وي که چېرې په هغو دوه عواملو پورې هیلې وتړو چې نه په لرې کې به د جنګ او جنګ غوښتنې ته د پای ټکی کېږدي: یو فرهنګي لید او بل د را روان جنګ له تاثیراتو او پایلو څخه موجه وېره. نه شو کولای چې حدس ووهو چې دا لاره به له څومره کږلیچ څخه تېره شي. په دې منځ کې یوازې همدومره ویلی شو چې، هر هغه څه چې له فرهنګي تکامل سره مرسته وکړي او هغه پياوړی او تسریح کړي، پرته له شکه چې د جنګ پر وړاندې مثبت استعمال لري.
زما له زړه څخه سلامونه ومنئ او هیله مند یم که چېرې زما توضیحات ستاسو له غوښتنې سره سم نه وي، ما وبښئ.
ستاسو ملګری
زیګموند فروید