منظور ولې منظور شو؟

 | سیاست, لومړنۍ خبرونه

|

336

لیدنې

د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتې قبایلي سیمې د انګریزي استعمار له لوري په یو سنتي او زجرکشن قانون کنټرولیږي. د دې سیمو د وګړیو لپاره د سیاسي فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې او حتی هلته ورځ تر بلې پراخېدونکی افراطیت د سیمې او هلته مېشتو خلکو لپاره په یو جدي او پراخ تهدید بدلېدونکی دی. له دې مخې په داسې یوه جغرافیه کې چې تروریستي ډلو حاکمیت وي او د پاکستاني پوځ پوره واک حاکم وي، یو ملتپال مشر څنګه کولای شي د پوځي حکومت پر کارونو نیوکې وکړي او د قبایلو اکثریت ځوانان د ملي غوښتنو په موخه سره همغږي کړي؟
مذهبي ډلو او مشرانو تر څنګ شته د پښتنو ملتپالو ګوندونو ولې ونشوای کولای چې د قبایلو د حقونو لپاره غږ پورته کړي. دا جریان د څه شي ښودنه کوي؟

۱

دپښتنو د ژوند په  روان بهير  او اوسني تاريخ کې روانې پېښې هم مخالفينو او هم  موافقينو  دواړو خواو  ته  د حيرانتيا سبب شوي دي. دا پېښې د يو رواني پړسوب ښکارندوى دي. په لږه موده کې په ټولو پښتنو ځوانانو کې د يوه ځلمي سره خولۍ سمبول وگرځيده؛ د هغه څادر د پښتنو ځوانانو له پاره له امريکا نه تر ماليزيا پورې  د سټايل نښانه شوه. د خبرو تون يې د تقليد سبب شو. په غونډو او پرلتونو کې د ټولو پښتنو په تېره د ځوان کهول شعارونو کې هغه څه مطرح شول چې چا يې د اورېدو تصور نه کاوه، او ان ځينو خو په خپلو پروفايلونو کې  د هغه عکس يا تصوير کېښود.

دا ټولې پېښې او دا ټول حرکات څه ساده هغه نه دي  او نه خو کوم تصادفي کړنه ده. موږ د دې پيښې او د اوسني جريان د شننې په موخه هڅه کوو يو نيمگړى انځور وړاندې کړو.

يو ارواه‌پوه فيلسوف د ټولنيز روان په باب ډېر پيچلى تصوير وړاندې کوي. چې هم باخبري شعور (شعور اگاه) اوهم ناخبري شعور (ناخود اگاه) چې هم شخصي عنصر او هم ټولنيز عنصر له ځانه سره لري، په هغه کې خپله  لاس  وهنه کوي·

شخصي شعوري برخه د باخبره او بې واسطې احساس نه جوړه ده چې هم بيروني احساس او هم له دروني حرکاتو او لمسونونو  په اثر،  هم شخصي عنصر  او هم ټولنيز عنصر له ځانه سره لري. شخصي باخبرې چې د آگاهانه او بې‌واسطې احساس او له بېروني او دروني محرکاتو ټولگه ده، مخکيني اغيزې هم له ځانه سره لري او بيا د انسان باخبرې (شعوري) سطحې ته ورځي او په يوه پېچلې او څو کونجيزه ځاى کې په  متحرک او يا سيال حرکت کې سره يو ځاى کېږي.

“خو ټولنيزه ځان خبري يا د زماني روح هماغه نړۍ ليد  دى چې له باورونو، عقايدو، مقرراتو او د هرې ټولنې له اصولو يا مشخصو ډلو  له انگيرنو څخه جوړيږي. په شخصي ناخبري شعور  کې شخصي تجربې چې هېرې شوي وي او يا ځپل شوي او د هغو اغېزې په ځاى پاتي وي، څخه جوړ دى. بالاخره ټولنيز ناخبري شعور له غرايزو او ارثي ډولونو او پوهېدنو څخه جوړ  دى چې هېڅکله  فردي خبرتيا نه لري او د ژوند په اوږدو کې  نه تر لاسه کيږي، بلکې مشخصه وجه يې يوه ډله خلک کورنۍ، ملت، نژاد او  بشريت  دى[۱]”.

د پښتنو د اوسني اروايي حالت او پړسوب په باب دا هم صدق کوي چې د سيمې د نورو اولسونو سره په پرتلنه کې ډېرې زياتې ستونزې، دردونه او کامپلکسونه د پښتنو په ټولنيز لاشعور کې پراته دي. د دې جرقه او اور  بلېدل ټولو خواو ته؛ هم پښتنو ته او هم د پښتنو دوښمنانو ته له خطر نه ډک جريان دى. د پرمختگ، خپلواکۍ، فرهنگي ودې، ارضي تماميت، د خپل مرکز نشتون او نور ډېر مسايل اوس د پښتنو د ځوان نسل له پاره په يو اروايي پړسوب بدل شوي چې د هغه د عملياتو بهير له درده ډک برېښي.

د پښتنو د ژوند د ساتلو سوال اوس د يو باخبره ليډرشيب له خوا مطرح دى. دې ليدرشيپ په سوليدلو رهبرانو يا کلاسيکو مشرانو خط ايستلی او د نوي نسل په رگونو کې يې د وينې حرکت توند کړى دى.

۲

په ټولنيزو بدلونونو  کې اگاهانه او خپل سري (خود بخودي)  فکتورونه:

يوه هغه پېچلې مسأله چې د ټولنيزو بهيرونو له پاره د هغو په سمه او باخبره توگه اداره کول اړين گڼل کيږي، دا ده چې په تاريخ کې د خودبخودي يا خپل سره او باخبره جريانونو ترمنځ  تناسب وپېژندل شي. خودبخودي  د تاريخ د پروسې د عيني تکامل لړۍ  ده چې د ټولنيز جوړښت د قوانينوسره سم ترسره کېږي. اگاهانه يا شعوري يعنې هغه حرکت چې د انسانانو د متشکلې ارادې له مخې تر سره کېږي او د ټولنيز تکامل په قوانينو خبرتيا او د پرمختگ جريان د چټکوالي او بدلون د رامنځته کېدو سبب کېږي.

په ټولنيزو بدلونونو کې دغه دوه گړنې په تېره د کيڼ اړخو غورځنگونو په ادبياتو  کې ډېرې کارول کيږي.

نا اگاهانه حرکتونه يا غورځنگونه هغه دي  چې په «خود جوشه» توگه د خلکو د ټولنيزو، اقتصادي، او فرهنگي  او ان قومي غوښتنو له مخې  د لاوې او اور  غورځوونکي په توگه هم را بهر کيږي او  د موجوده نظام او سيستم چې په هره مانا وي د ويجاړۍ سبب کيږي.

خو خبري او آگاهانه حرکتونه هغه دي چې يو باخبري لارښود  او سالم مشرتوب ولري او د يو څرگند پلاتفارم او پروگرام له مخې عمل کوي. دا عمل او کړنې هم دوه لوري او بعدونه لري يو سوله‌ييز او بل له قهر او تشدد نه ډک وي. خو کله نا کله دغه قهر او تشدد په دواړو حالتونو کې د راپورته شوي غورځنگ په وجود او بدنه باندې تحميل کيږي. د دې دليل دا کېداى شي چې په حاکمو پوړيو کې وېره او ترهه ايجاديږي او د مونتسکيو په قول چې ډار او ترهه د استبداد سبب کېږي. استبداد  پخپل ذات کې د تشدد او قهر زېږنده ده. هم يې خپله زېږوي او هم مقابل لوری دې ته هڅوي يا لمسوي چې تشدد ته لاس کړي. که موږ لږ څه د دې شننې په مقياس  د پښتون ژغورنې غورځنګ ته وگورو، دا غورځنگ کوم ناخبرې يا نا اگاهانه جريان نه دى؛ بلکې شعوري اړخ يې په بشپړه توگه پياوړى دى. البته په نااگاهانه توگه دا شرايط او زمينه په پښتنو سيمو کې له پخوا رامنځ ته شوې او  شته شوې چې خلک نا اگاهانه اوخودجوشه عمل ته را وبولي. خو له نيکه‌مرغه د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو مالوماتو او د دوران د اوسني حالت نه په درک او پوهاوي سره لارښودونکي يا رهبري کوونکي لري؛ په وينا اوعمل کې يې پوره  دقت او عمل شته، او د خپلې ټولنې په نبض هم ښه پوهيږي.

يوه هغه پېچلې مسأله چې د ټولنيزو بهيرونو له پاره د هغو په سمه او باخبره توگه اداره کول اړين گڼل کيږي، دا ده چې په تاريخ کې د خودبخودي يا خپل سره او باخبره جريانونو ترمنځ تناسب وپېژندل شي. خودبخودي د تاريخ د پروسې د عيني تکامل لړۍ ده چې د ټولنيز جوړښت د قوانينوسره سم ترسره کېږي.

(۳)

د ښکېلاک يا استعمار موخه او خصلت:

له بلې خوا د دې له پاره ډېر ښه شرح نزول د تور پوستي او د الجزاير انقلابي او ازادي غوښتونکي داکتر فرانتس فانون چې په فرانسه کې يې زده‌کړې کړې وې او په الجزاير کې يې کار کاوه، خبره صدق کوي. ياد شخصيت  «دځمکې پر سر دوزخيان» په نوم اثر کې د استعمار کړنې او کردارونو څخه ډېره ښه پرده پورته کړې ده. هغه په دې عقيده دى چې په يوه مستعمره ټولنه کې بومي انسان نه يوازې په اخلاقي لحاظ د بې‌پامه او بې‌توجه موجود په توگه گڼل کېږي؛ بلکې هغه د مطلق شر تجسم گڼلى شي. “هغه مخرب او ورانکاری موجود دى چې که هر څوک ور نږدې شي نو له منځه يې وړي، هغه معيوبوونکی عنصر دى چې هر هغه څه چې له ښکلا او اخلاقو سره رابطه لري له هغه يې ليرې بولي. هغه د زيان رسوونکو ځواکونو مخزن او د نه سمېدو او جوړېدو او د ړندو ځواکونو ناخبرې وسېله ده”.

همدارنگه داستعمارگرو له ذهنيت نه دفرانتس فانون منطقي پوهاوى په دې ډول دى چې وايي:

“د ښکيلاکگرو په نظر بومي وگړی انسان نه دى، بلکې يو حيوان دى. په مستعمره کې هستوگن کډوال يا ښکيلاکگر د بوميانو په باب د داسې فرد په ژبه خبرې کوي چې د حيواناتو له پاره کارول کېږي. هغه د زېړ پوستو خزنده انسانانو له حرکاتو، او د بوميانو د خوسا بوی، يا هغه شوبلي (حشرې) چې يوازې زيږون کوي، چټلي کوي،  هگۍ اچوي د بويناکو  افرادو په ايمايي يا د اشارو په  ژبه پرې خبرې کوي[۲]”.

 دا د حيرانتيا خبره نه ده چې په مستعمرو کې هستوگن کډوال چې کله له وحشت او قهر سره مخامخ کېږي د هغوی په ذهن کې دوزخ را ژوندی کېږي؛ نو بيا بله هېڅ لاره نه لري پرته له دې چې بوميان کليسا ته وسپاري چې  اهريمني روح د هغو له وجوده وباسي، يانې تزکيه ورکړي، او تطهير يې کړي. خو هغه چې په بشپړه توگه د کليسا په ځواک ډاډه نه وي. په هماغه حالت کې بوميان  دقوانينو  په رسيو  تړي اوتل چمتو دي چې په ټاکلي  ځاى کې دبوميانو دکښينولو له پاره له زور اوقهر نه کار واخلي. په واقعيت کې دهغو گوته تل په ماشه ده. دا ځکه چې له بوميانو ډار لري، خو هيڅکله په دې حقيقت اعتراف نه کوي.

بل مثال يې د ادوارد سعيد فلسطيني پوه خبره ده چې په فرهنگ او امپرياليزم کې داستعمار په باب وايي:

ادوارد سعيد  د کالدر په نوم د يو ليکوال له قوله ليکي : «په ايرليند کې د سلتي خلکو وژنه د انگلستان د سلطنتي پوځ او د هيواد پالنې، او په سلطنت باندې د عقيدې د ښکاره کولو او د قهرمانانه او عادلانه اعمالو معيار او دندې يوه برخه وه چې د انگلستان د نژادي برترۍ يوه لرغوني ماضي هم ده. ادموند سپنسر په خپل کتاب کې چې په “اوسنيو شيبو کې( ۱۵۹۶) د ايرليند تصوير” نوميږي  په بې پروایۍ سره وايي:

«له کومه ځايه چې ايرلينديان سکايي وحشيان دى، بايد دروزگار له صفحې  ليرې شي» (يعنې ټول دې ووژل شي.)[۳]

اوس گورو پورتنۍ شننه د يو ډول تداعي جوگه هم ده، يانې يوه خبرتيا راکوي. له بلې خوا که لږ څه د پښتنو د څو پيړيو تاريخ ته ځير شو له دې بدترې پېښې او ويناوې رامنځ ته کيږي. له يوې خوا د اسيا د لويې وچې د يو عظيم اولس وجود څو ځایه غوڅ او پرې شوی دی؛ لومړی د غربي استعمار له خوا، او بيا د پاکستاني استعمار له خوا.  د شمال مغربي صوبه سرحد، فاټا  قبايلي سيمو يا پوليټيکل ايجنسيو په نوم ويشل شوي دي. که ټول بهير  په دقت او غور تعقيب شي او وڅېړل شي د دوی د اداره کولو او تابع کولو له پاره د يوې داسې وسيلې نه کار اخيستل شوی چې د هغې په لارښوونه کې ((خدای تعالی)) دخيل بولي، خو اصلي حکمران او يا ښکيلاکگر  پخپله نعوذبالله د (خداى) رول لوبوي. اسلام داسې وسيله گرځېدلې چې نه يوازې د دوى کنترول کوي او يا پښتانه کنترولوي، بلکې د دوى خپلواکۍ، مدرن کېدلو  او فرهنگي زده کړو په وړاندې يې د يو ديوال حيثيت غوره کړى دى. ددې اولس سنت او دود، هوجره او دېره يې په تدريج له منځه وړي.

دهشت گردي  يا ترهگري چې نن ورځ  اهمه موضوع ده، تر هر څه لومړى په پښتنو وتپل شوه. دا د دې له پاره وه چې د پښتون ولس د جينوسايډ يا ډله‌ييزې وژنې  له پاره لاره هواره کړي؛ نو ترهگري او هغه هم د اسلام، کليمه الله او الله اکبر په مقدسو کليماتو او شعارونو په پرده کې پرې وتپل شوه.  له دې ور اخوا هغه استعماري سپکاوى او تحقير چې د (فانون) په ويناوو کې را ښکاره کيږي له هغو ډېر ناوړه او ډېر بد د پښتنو په ادرس هم ويل شوى او عملي کېږي چې که د ټولو ياد وشي مقاله  غځيږي. له هر څه تر مخه د دوی د ملت جوړېدنې مخه ډب شوې، په فرهنگي لحاظ وروسته پاتې او  وحشي بلل شوي، جگړه‌مار او دهشتگرد بلل شوي او د هر مهذب او متمدن عمل مخه يې نيول شوې ده. دا واقعيتونه ددې سبب شول چې يو ځوان له هاغه ځمکې او له هاغه کليو چې بايزيد روښان په کې پيدا شوی او بيا فقير ايپي ميرزا عليخان را پورته شوی وو، راپاڅي او په سوله‌ييزه توگه او د نه تشدد له لارې د خپلو حقوقو مطالبه وکړي او د خپل ولس د ژوند د تضمين له پاره اواز پورته کړي. په پايله کې دې ټولو هلو ځلو يو اسطوروي بڼه غوره کړه. تاريخ نه تکراريږي خو کله نا کله سترې پېښې د هگل په قول دوه وارې ظهور کوي؛ يو وار په کوميډي توگه او بل وار په تراژيکه توگه· لومړی د انگليس د استعمار په جامه کې او دويم وار د اسلام په نوم د پاکستاني يا پنجابي ښکيلاک په جامه کې.

(۴)

کوم اوڅه ډول اسلام؟

د پاکستان يو وتلی روښانفکر  حسين حقاني چې اوس يې پاکستانۍ اداره دحقايقو په ويلو محکوموي په خپلو اثارو کې دا واقعيت روښانوي چې پاکستان په لومړي سر کې د يو سيکولر هېواد په نوم جوړ شو، خو ډېر ژر له ځينو ستونزو سره مخامخ شو. ددغه ستونزو د هواري له پاره يې اسلامې توندلارۍ  ته چې جرړې يې په خليج کې وې پناه يوړه او له هغه ترهگرو سره يې رابطه ټينگه کړه. پاکستاني ايديولوگانو له هند سره په جگړه کې ماته وخوړه او له ماتې نه وروسته په دې فکر کې شول چې يو ارزان‌بيه ځواک پيدا کړي او د تل له پاره د هغو په وسيله سيمه په اور بدله کړي. په کشمير کې په يوه جنگ کې په سلگونو پښتنو  په ځانونو پورې بمونه وتړل او  او د هند د زغروال ځواک مخه يې ونيوله. دا تجربه وروسته جنرالايز يا تعميم شوه او د تل له پاره د پاکستان د ستراتيژۍ برخه شوه چې څنگه وروسته پاتې اولسونه په تورتم کې وساتي او گاونډيان لکه هند او افغانستان پرې نارامه کړي. البته دا داستان اوږد دى؛ خو پايله يې دا کيږي چې اسلام د یوې ښې او غوښنې وسېلي په توگه کارول کيږي؛ خو دا کوم اسلام دى؟

په واقعيت کې دا کوم منځمهالی يا معتدل اسلام نه دى، بلکې ددې اسلام ريښو ته خان عبدالولي خان په خپل اثر (رښتيا رښتيا دي) کې اشاره کوي او د کننگهم دايرې له مخې يې را سپړي چې دلته يوازې يو مثال کفايت کوي چې يادونه يې وکړو:

“د پيرنگيانو د ټولې پاليسۍ دارومدار صرف په اسلام و،  نو له دې امله د سر جارج کننگهم دا رپوټ په تفصيل را  نقلوم چې قام ته پته ولگي چې کافر پيرنگي څنگه په بيلابيلو وسيلو د مسلمانانو ديني مشران او په حققت کې د رسول اکرم (ص) وارثان او د هغه محراب او منبر تابعداران د خپل کافرانه غرض له پاره استعمال کړي دي”.

او څومره په ارزانه يې استعمال کړي دي. ولي خان زياتوي:

د پيرنگيانو وخت له سره دا هڅه وه چې هغوی په هندوستان کې د بيلابيلو فرقو ترمنځ نفاق پيدا کړي. او له دغه نفاق نه د خپلې فايدې له پاره کار واخلي، خو په صوبه سرحد يا اوسنۍ خیبر پښتونخوا کې ستونزه دا وه چې د غير مسلمانو له غلبې نه نه وېرېده. بله داچې پښتانه په خپل ځان دومره ډاډه ول چې د بل چا د غلامۍ تصور يې هم نه کاوه، او چې کوم قوم د پيرنگي غوندې ظالم، جابر او قوي طاقت سره ډغرې ته تيار وي نو هغه نور چا نه شو وېرولي، خو په دې سيمه کې پيرنگي ملايان له ځانه سره ملگري کړل چې هغوی د روس او بيا د شوروي اتحاد په خلاف د پيرنگي په حق کې اواز پورته کوي. په همدې لړ کې د پيرنگي ملايانو د افغانستان د نوي ازاد او خپلواک پاچا پر ضد دسيسي پيل کړې او امان الله خان يې له صحنې ليرې کړ، خو کله چې حالات بدل شول پېرنگي ټول پام اسلام ته واړاوه او مليانو ته يې زياته پاملرنه وکړه چې په پښتونخوا، قبايلي سيمو او ان په افغانستان کې دننه خپل سنگر را ټينگ کړي. کننگهم ليکي:

“قلي خان ډېر ژر قبايلي ملايانو او له نورو سره چې ځانونه يې نه ښکاره کول رابطه ټينگه کړه. ځينو سره هغه د حيدراباد په رياست کې د ځينو افرادو په وسيله تعلقات جوړ کړل”.

کننگهم وايي چې دا د مليانو سره د رابطې کار موږ خان بهادر قلي خان ته په حواله کړ چې هغه دې د دې سيمې له ملايانو سره په پټه رابطه قايمه کړي. څوک چې په څرگنده له پېرنگي سره تعاون او ملگرتيا ته نه را ووځي. خبره بالکل روښانه ده چې موږ خو دا هر څه صرف د اسلام د خدمت له پاره کوو او صرف د اسلام د دوښمنانو په خلاف يوه مورچه قايمول غواړو او د اسلام دښمن خو صرف يو و يانې بالشويک.

کننگهم ليکي: “نو اولنۍ ملا چې قلي خان برتې کړ نو هغه ملا مروت و چې اول یې د خاکسار تنظيم سره تعلق و. اول ورته هغه د اسلام خدمت ښکاريده. خو دا مهال يې قلي خان په دې ډاډه کړ چې د اسلام خدمت اوس صرف د «جهاد» په اعلان کېدى شي چې د اسلام د دوښمنانو برخلاف يې پورته کړي…” [۴] .

د کننگهم د ډایري يادښتونه بېخي زيات دي او په بيا بيا لوستلو او په چاپولو ارزي، په تېره ځوانان بايد دا ارومرو ولولي. په ياده ليکنه او يادښتونو کې د اوسني پاکستاني اسلام جرړې را سپړل شوي او د ملايانو جلب او جذب د یوې مهمې سياسې پروژې په توگه په ستراتيژي کې ورگډ شوي دي چې څرنگه د اوسنۍ ادارې او بيروکراسۍ د خدمت له پاره چمتو شي. دا يادښتونه او وروستي جريانات روښانه کوي چې د پاکستان د فاشيستي دولت له پاره اتومي وسله دومره موثره نه وه  لکه اپيون، او په تېره دغه پاکستاني انگريزي ماډل اسلام چې په اغېزمنه توگه يې ترې گټه واخيسته؛ هم يې د پښتنو د کنترول له پاره او هم يې د خپلو اهدافو په خاطر د هغو د استعمال له پاره او هم د پښتنو د تخدير له پاره  یې ترې کار واخيست؛ خو د پښتين په غورځنگ سره دا  کنگل هم ورو ورو  ويلي شو. نور ځوان نسل په دې نه غوليږي چې څوک به يې د کفر او الحاد په نوم ورټي او محکوم به يې کړي، او يا به يې څوک د را او د افغانستان  د امنيتي ادارو له پاره د خدمت په نوم  ورټي او بدنام کړي. خبره اوس ډېره روښانه ده

د شلمې پيړۍ په سر کې ځوان خان عبدالغفار خان پاچا خان او د هغه ملگرو د انگريزي استعمار په وړاندې مبارزه پيل کړه. د هغه لاره د عدم تشدد لاره وه. د ځينو څېړنو په اساس چې د عدم تشدد مفکوره او باور د پښتنو په ټولنيز تحت الشعور کې د بودايي او ويدي مدنيت څخه را هيسې ځاى نيولي و.

(۵)

ايا پښتانه  تشدد پسنده دي؟

د شلمې پيړۍ په سر کې ځوان خان عبدالغفار خان پاچا خان او د هغه ملگرو د انگريزي استعمار په وړاندې مبارزه پيل کړه. د هغه لاره د عدم تشدد لاره وه. د ځينو څېړنو په اساس چې د عدم تشدد مفکوره او باور  د پښتنو په ټولنيز  تحت الشعور کې د بودايي او ويدي مدنيت څخه را هيسې ځاى نيولي و. ياني د دوی په  ټولنيز تحت الشعور کې  هډو تشدد او د وسلې کارول، او وينې تويول نه دي اخښل شوي، بلکې تشدد د هونيانو، ترکانو، مغولو، او په خاص ډول د سارايي عربو له خوا او بيا وروسته د استعماري ځواکونوله خوا په پښتنو وتپل شو چې نن يو دروغجن او له فريب او دوکې ډک تومت دى. که لږ څه ځير شو د جواهر لال نهرو دا وينا مساله نوره هم روښانوي:

جواهر لال نهرو په خپل مشهور اثر د هند کشف کې ليکي:

“د هغه ټولو فوق العاده پېښو نه چې په وروستيو وختونو کې په  هند کې پېښ شول، بل هېڅ شى دومره د حيرانتيا وړ نه دى لکه دا چې عبدالغفار خان څنگه وکړاى شول، هغه خلک چې بې حوصلې او جگړه مار وو  اړ يې  کړل چې د سوله‌ييزو تگ لارو نه په خپلو سياسى فعاليتونو کې کار واخلي. په داسې حال کې چې دا ډول  مبارزه له زياتو رنځونو او زغمونو سره ملگرې وه. په واقعيت کې دا ډېر سخت مصيبتونه وو او ترخې خاطرې ترې پاتي دي؛ نو په دې اساس ددې سيمي په خلکو کې په نفس باندې حاکميت او لاسبری په دومره اندازه قوي و چې پښتنو  (پټانان ) ان يو قهر اميزه اقدام د حکومتي ځواکونو او نورو مخالفينو په وړاندې ونه کړ. که په ياد راوړو چې يو پښتانه ته ټوپک له ورور هم گران دى او په اسانۍ په قهر راځي، او تل په دې مشهور و چې په ډېر لږ تحريک (لمسونې) سره خپل دوښمن وژني. دغه انضباط او دسپلين چې له دوى وليدل شو، د معجزې په څير له ېوې  پيښې سره شباهت لري[۵] “.

دځوان پښتين په يوه وينا کې دا خبره لا جوته شوه چې موږ اواز پورته کړ او د خلکو را ټوليدل او په دې اوږده مارش کې گډون او زموږ د مطالبو ملاتړ يوې معجزې ته ورته و.

هغه وايي: “دلته که موږ خالي کرسۍ ايښې وې. زموږ شهيدان اومظلومان ورته راغلي دي. دا خلک چې تاسو گورئ دا هغه د مظلومو شهيدانو ارواحې دي. هغوی راغلي دي”.

په واقعيت کې  دا معجزه هم ده او هم د ښکيلاک لاندې خلکو د وجود او ټولنيز روان يو پړسوب هم دى، چې د هغو له ټولنيز تحت الشعور نه شعوري سطحې ته را پورته کيږي او د مليونونو اولسونو اواز  په يوه سمفوني کې انعکاس کوي.

کلونه وشول له هغه وخته چې پاکستان جوړ شوی دى پاچا خان تبعيد شو، نور مشران زندانونو ته ولاړ ل، پښتانه بې مشره او بې رهبره شول. د پښتنو د پخواني ليدرشيپ بقايا يا پاتي شوني چې ډېر سوليدلي او ډېر تطميع شوي و،  د پاکستان هڅه دا وه چې دغه کلاسيکې سياسي ډلې نور د باچا خان او د هغه لاره له ياده وباسي، او د خپل ځان غلام يې کړي خو اولس او يا د خلکو مليوني پرگنې او د هغوی ټولنيز شعور غلامي کله منلی شي  نو هغو يو منظور وزېږاوه او منظور نن ټولو ته منظور دى.

اوس را ځو  ددې خبرو پاېلو ته:

  • د پښتون تحفظ مومنټ کوم نااگاهانه يا خود جوشه جريان نه دى، بلکې د شعور او خبرتيا زيږنده دى. په دې غورځنگ کې  د بايزيد روښان، فقير ايپي، او د باچا خان ارواوې موجودې دي.
  • دا غورځنگ د استعمار له دورانه تر اوسه پورې د پښتنو د ازادۍ او خپلواکۍ د روح بياځلي ظهور دى.
  • ددې جريان ليدرشيپ  کوم تصادفي  پېښه نه ده بلکې د ټولنې له اړتيا سره سم، د تاريخي جبر په ترڅ کې رامنځ ته شوي او د حافط خبره اوس “قرعه فال د دوی په نوم” راوتې ده.
  • په ټولنه کې د سترو شخصيتونو ظهور د فرمانونو او لارښونو له مخې نه تر سره کېږي، بلکې د شخصيتونو او قهرمانانو ظهور د ملتونو د روح او د هغوی د غوښتنو له مخې را منځ ته کيږي چې اوسنۍ جريان يې يوه نمونه ده.

ددې حرکت  په باب د وړاندوينې له پاره لا وخت شته؛ خو نن دنيا بدله شوې ده. د عربو پسرلی زموږ په وړاندې تېر شو. په سيمه کې ستر بدلونونه رامنځ ته شول. پښتانه هم د يوه ناملت شوي اولس په توگه د متمدن ژوند حق لري او ددې حق له پاره مبارزه د تاريخ غوښتنه ده. د تاريخ حکم او غوښتنه په اتومي وسلو هم له منځه نه ځي.

یادښتونه:

[۱] ولاديمير والتراوداينيک · يونگ سياست. (ترجمه عليرضا ظيب ) نشر نى · ۱۳۷۹ ص ۳۰

[۲] فرانيس فانون. “دوزخيان روى زمين” · ترجمه علي شريعتي ·   ص  ۵۰

[۳] ادوارد سعيد. فرهنگ او امپرياليزم. (اکبر افسري )،علم روز · ۱۳۸۲.  ص ۳۲۹

[۴] عبدالولي خان · رښتيا رښتيا دي. دقومونو اوقبايلو وزارت دنشراتو رياست. کابل.۱۳۶۵کال  مخونه  ۱۴۵-۱۴۷

[۵]  جواهر لال نهرو. کشف هند. (ترجمه محمود تفضلي )  جلد دوم. انتشارات امير کبير. تهران : ۱۳۶۱  ص ۶۳۶

Recommended Posts

دلته یې وپلټئ