فلسفه

میتافزیک څه دی؟

فرید باراني

متافزیک یوه یونانی کلمه ده، د متا له مختاړی چې د مابعد، د طبیعت وراېخوا، ماوراء او وروسته مانا ورکوی، او د فزیک چې د طبیعت مانا ورکوی، نه اخیستل شوی. د فزیک نه منظور هغه عالم او دنیا ده چې ماهیت یې مادی دی، حس کولای یې شو او زمونږ د ادراکاتو تر کنترول لاندې ده. نو متافزیک یا مابعدالطبیعت هغه څه دی چې زمونږ په ادراکاتو او پنځه ګونو حواسو کې نه ځاییږی.
ویل کیږی کله چې ارسطو د فلسفې اړوند خپل ۱۲م کتاب ولیک، نو مرګ پرې راغی او کتاب یې بې نومه پاته شو. د مرګ نه وروسته د هغه پیروانو دا کتاب په متافزیک ونوموه او له هماغه مودې نه د متافزیک یا مابعدالطبیعت اصطلاح په تصادفی توګه مطرح شوه.
متافزیک په فلسفه کې د پنځه ګونو برخو څخه ګڼل کیږی:

• متافزیک
• معرفت پېژندنه
• اخلاقیات
• سیاست
• ښکلا پېژندنه

معمولأ هغه فلسفی مکتبونه چې په شرق کې غوړیدلی، فلسفه په متافزیک پیلوی او په غرب کې بیا فلسفه له معرفت پېژندنې نه پیلیږی. په متافزیکی بحثونو کې تر ډېره دا پوښتنې مطرح کیږی چې، څه ډول څېزونه وجود لری؟ آیا اختیار شته؟ آیا علت او معلول شته؟ د زمان ماهیت څه دی؟ آیا یو لمړنی علت، لومړنی مشترک جمعی کانشیسنیس، یا هم یو متافزیکی ځواک چې خدای وی، موجودیت لری؟
د فزیک، فلسفې او ادیانو له سیر سره سم، د متافزیک اصطلاح په بېلابېلو برخو کې د کارېدنې سره سم بېلې ماناګانې افاده کوی. اوس مهال د متافزیک له لغوی مانا نه د ډېریو پوهانو اخیسته داده چې هر هغه څه چې مادی ماهیت ونه لری، د متافزیک په څانګه کې مطالعه کیږی، لکه روح، ښکلا، خدای، نامرئی ځواکونه، عقل، نامرئی وړانګې، د زمان ماهیت، روان، ذهن، د انسان ذات او…
خوفزیک بیا د جوړښتونو او په مادې او انرژی کې د تحول او تغییر اساسی عوامل څیړی. فیزیک لمړنی سیستماتیک او دقیق علم ګڼل کیږی چې له تجربې نه لاس ته راځی.
متافزیک یو معنوی سیر دی چې مخ په وړاندې درومی. متافزیک عقیده ده او فزیک د درلودلو عرصه. د فزیکی موجوداتو لکه انسان، غرونو، ځمکې، آسمانونو، ستورو، مرغیو، اوبو، حیوانانو، او… لیدل، عینی او تجربی دی. خو متافزیکی موجودات لکه خدای، پېریان، ملایکې، روح او… د لید په وړتیا کې نه ځاییږی، او د ماهیت د څرنګوالې په اړه یې څه نه شو ویلی، نو په دې اساس مونږ د باور عرصې ته داخلیږو چې دا هماغه متافزیک دی.
یوه تر ټولو مروجه پوښتنه چې له آتئیستانو څخه کیږی، داده چې، آیا تاسو په متافزیک باور لری؟
متافزیک وایی چې انسان یو طبیعی او ماورالطبیعی موجود دی چې طبیعی حیثیت یې له خاورو نه پیلیږی (إنّی خالق بشراً من طین). چې دا حیثیت په یوه زمانی مقطع کې مادی امر دی. او له دې نه پورته د هغه فراطبیعی حیثیت (چې په مکان او زمان کې محدود نه دی) د هغه الهی روح ده. (فإذا سوّیته و نفخت فیه من روحی) د انسان اصل د هغه الهی روح ده، او وجود فرع او د روح پیرو دی.
روح یا اروا په متافزیک کې یوه ستره برخه تشکلیوی.
روح یو پراخ حقیقت دی چې د فزیکی جسم او د زمان او مکان په ماورا کې شتون لری او خصوصی او مادی ځانګړنې نه لری. قل الروح من امر ربی.
د متافزیک له نظره، انسان دوه وجهی لری، فزیکی او ملکوتی. اسلامی فیلسوفان په دې باور دی چې فزیکی وجه زمونږ یوه سلنه او متافزیکی او ملکوتی وجه زمونږ ۹۹سلنه اصلیت او ماهیت جوړوی. په متافزیک کې روح د انسان د وجود مرکزی هسته او د هغه اصلی جوهر بلل کیږی چې له خدای نه یې منشأ اخیستې او سرنوشت یې هغه ته ګرځی: انا لله و انا اله راجعون. د متافزیک له انده د انسان فراطبیعی حیثیت مجرد او له طبیعی خصوصیاتو نه پاک دی.
فراحسی ادراکات د پنځه ګونو ظاهری حواسو نه به غیر د ماورایی تحریکاتو اخیستل دی. فراحسی تحریکات متافزیکی پیغامونه دی چې متافزیکی حسونه یا ادراکات د انسان په غیر فزیکی ابعادو کې تحریکوی. خو حسی ادراکات بیا له مادې څخه پیلیږی او مابعدالطبیعی ریښې نه لری.
بنأ په علمی او دینی باور ویلی شو چې، هر هغه موجود چې د فزیک په عالم کې شتون لری یو متافزیکی بعد هم لری. دا چې ولې خدای ج ټول ژوندی موجودات دوه بعدی پیدا کړی او دا دوه بعدونه ولې بېل بېل ماهیتونه لری، له مرګ نه وروسته د تلپاتې ژوند حقیقت څرګندوی.
هغه کسان چې په یوه دین پورې تړلی وی، پر متافزیکی، فراحسی ادراکاتو او نامرئی ماهیتونو باور لری.  نو متافزیک د فوق طبیعی څېزونه نه عبارت دی چې د انسان له ماورایی ابعادو سره سروکار لری.

ډېری فیلسوفان په دې باور دی چې متافزیک د جهان بینۍ اساس دی او دا تعینوی چې کوم څېزونه موجودیت لری  او کوم څېزونه د موجودیت قابلیت او وړتیا نه لری. مثلا دا بحث، چې آیا زمونږ عالم او کائینات حقیقی ماهیت لری (رئالیسم) او که خیالی ماهیت (ایده ئالیسم) لری، د فلسفې په متافزیک څانګې پورې اړوند دی.
پارامندیس لمړنی کس دی چې د متافزیک په اړه غږېدلی. هغه ته د متافزیک پلار وایی. که څه هم دا صطلاح د لمړی ځل لپاره پارامندیس نه ده کارولې او لمړنی ځل آندرونیکوس دورودس کارولې. پارامندیس په خپل اثر ـ د طبییعت په اړه ـ کې هغه شهودی شرحه بیانوی چې د هستۍ په اړه ورسره مخامخ کیږی او زیاتوی چې په یوه ارابه کې د ملایکو په د هرکلی او ښه راغلاست سره سم د عدالت دروازو ته ورسېد. ملایکو دروازې ورته پرانیستې او هغه د ارابې سره په یوه واټ روان شو،  یوې ملایکې ورسره له دریو لارې خبرې وکړې:
۱ – لمړی لاره د هستۍ د واقیعت لاره ده چې خدای ته ځانګړې شوې او بشر ورته لاره نه لری.
۲ – دویمه لاره د حدسیاتو لاره ده چې ظواهر تشکلیوی او بشر پر همدې لاره قدم ږدی.
۳ – دریمه لاره د هغو حدسیاتو ده چې واقعیت ته نږدې ده، له واقیعت سره شباهت لری. له هستۍ نه د زمان حذفول د پارمندیس  د متافزیک یو له اساسی ستونزو څخه ګڼل کیږی.
افلاطون په خپل کتاب (جمهور) کې د متافزیک په اړه بحث کړی دی. هغه د پارامندیس په ډول په فلسفه کې هستی د څېړنې ښه او جالبه موضوع ګڼی.
ارسطو په دې باور وو چې متافزیک د وجود اکثرو اساسی مسایلو اړوند فکر کوی.
متافزیک د ابن سینا په تعبیر، د مابعدالطبیعت او ماقبل الطبیعت د حکمتونو ټولګه ده او همدارنګه د انسان ماورایی او فراطبیعی ابعادو نه بحث کوی چې په پنځه ګونو حواسو د احساس وړتیا ونه لری.
ابن سینا لمړنی کس دی چې د ذات او موجودیت تر منځ توپیر راوړی، د هغه له نظره، وجود د ذات نه حادث شوی. یا موجودیت هغه څه دی چې ذات ته ورګرځی.
د ابن سینا د متافزیک یوه بله ځانګړنه داده چې د لازم او ممکن تر منځ یې تفاوت مطرح کړی دی. د هغه له نظره لازم علت ته اړتیا نه لری او ممکن د علت محتاج دی. د هغه له نظره، د هستۍ د ابدیت وجود الزامی دی.
کارل پوپر په دې باور وو چې شاید متافزیکی بحثونه د علمی کشفیاتو په برخه کې یوه موثره منبع وی، هغه یواځینی کس وو چې د علم او متافزیک تر منځ یې د توپیر معیار رامنځ ته کړ او د هغوی تر منځ یې قاطع مرز ایجاد کړ چې وروسته د وین حلقې ځینو غړو هغه د خطرناک متافزیک مدافع وباله. هغه په خپل کتاب ـ جامعه ی باز و دشمنان آن ـ کې د اقتصاد او ارواپوهنې په برخو کې متافزیک ته ځانګړی ځای غوره کړ. د هغه په نظر د عقلانیت اصل، چې متافزیکی بیان دی، په همدو علومو کې شتون لری.  ځینی فیلسوفان په دې باور دی چې متافزیک د علم په څېر د هستۍ د جوړښتونوڅرنګوالې ته ځواب ویلی شی.
برتراند راسل متافزیک د تفکر له لارې د ټول عالم او کائیناتو د پېژندلو هڅه بولی.
په استرالیا کې د کی آرا متافزیک اړوند پوهنځی، متافزیک ـ د مادې وروستی حد ته تلل ـ مانا کړی دی او ویل شوی دی چې متافزیک هغه لاره ده چې ژوند په روحی، روانی، ذهنی او فزیکی سطحو کې تشریح کوی. ځینې بیا وایی چې متافزیک ذات، لمړنی علتونه او په کائیناتو حاکم قوانین څېړی.
پایله دا چې، هر فزیکی موجود (انسان، هستی، کائینات او…) متافزیکی مرز لری. د انسانی پیدایښت او په کائیناتو کې د مادې د تیتېدو سره سم، مونږ ددوو نړیو د شتون ادعا کولای شو چې د هغوی تر منځ مرز موجود دی. د عقل او مغز ترمنځ مرز، د مادې او اروا تر منځ مرز او د کائیناتو او یوه جمعی مشترک کانشیسنیس تر منځ مرز.

ستاسو نظر