فلسفه

حقیقت زموږ تر حواسو لوی دی

ډاکتر احسان الله درمل

د انسان د عصبی سیستم او چاپیریال تر منځ اړیکی د پنځو حواسو په مرسته ټینګېږی. انسان د همدغو حواسو په مرسته معلومات عصبی سیستم ته لېږدوی او بیا له پېچلو مرحلو نه وروسته په حافظه کې ځای پر ځای کېږی. که تاسو د خپلو ټولو معلوماتو په اړه فکر وکړئ، درته معلومه به شی چې دا معلومات مو د یوه یا څو حواسو له لارې تر لاسه کړی دی. موږ یا یو څه وینو، یا یې اورو، یا یې لمس کوو، یا یې بوی کوو او یا یې څکو. که تاسو د یوه کس په اړه خبرې کوئ، د هغه په اړه ستاسو په حافظه کې شته معلومات به مو یا چېرته اورېدلی وی او یا به مو لوستی وی. که تاسې د یوه خوند او یا یو بوی په باب غږېږئ، ضرور به مو یو ځل مخکې په ژوند کې دغه خوند و بوی د ذایقې او شامې له لارې تجربه کړی وی. په اصل کې د انسان علم ټول د همدې یو څو حواسو د فعالیت پایله ده. امام غزالی په خپل مشهور اثر،کیمیای سعادت،کې د انسان پنځه حواس د عقل نوکران بللی دی. هر څومره چې په یو انسان کې د دغو حواسو کار یا کمېږی او یا له کاره لوېږی، هماغومره یې د معلوماتو ذخیره کمېږی. یو کوڼ او ړوند انسان طبعاً د یوه سالم انسان په پرتله د اوازونو او رنګونو په اړه کم معلومات لری. که چیرې د انسان پنځه واړه حواس له کاره ولوېږی، نو که په شاک کې نه وی، باید مړ ورته ووایو ځکه، موږ تر اوسه په خپل ژوند کې داسې یو څوک نه پېژنو چې هم دې ژوندی وی او هم دې یې سترګې، غوږونه، پوزه، ژبه او د لامسې حس کار ونکړی. په پخوا کې به هغه کسان د علم او معرفت له نعمته محروم وو چې سترګې او غوږونه به یې له کاره لوېدلی وو خو اوسنۍ نړۍ، چې ټولو انسانانو ته په مساوی حقوقو قایله ده، د ړندو او کڼو د زده کړې لپاره هم لارې او میتودونه لری. په دې میتودونو کې انسانان د معیوبو انسانانو فعال حواس د غیرفعالو پر ځای پر کار اچوی. مثلاً په ړندو انسانانو کې د باصرې د حس پر ځای د لامسې له حسه کار اخلی. د یو او بل پر ځای د حواسو کارونه په عادی ژوند کې هم ډېر رول لری. په نننۍ علمی ټرمینولوژی کې دغه پېښه حس امېزی (synesthesia)بلل کېږی چې تر ساینس زیاته په ادبیاتو کې مطرح ده. د انسان بیولوژیکی سیستم داسې جوړ شوی دی چې د مشکلاتو پر وړاندې په طبعی توګه دفاعی میکانیزمونه لری. کله چې د انسان په وجود کې یو غړی کار پرېږدی، یو بل مشابه غړی یې دنده پر مخ وړی. په خپل کلی کې یو د سترګو له نعمته محروم سړی پیژنم چې له ډېر لیرې نه د کلی د وړو او زړو اوازونه تشخیصولی شی. له ده سره که یو څوک په لسګونه کاله وروسته هم خبرې وکړی، نوم یې ورته اخلی او پېژنی یې. یو بل کمال یې دا دی چې که یو ځل یې په ستړې مه شې کې ستا لاس لمس کړ، بیا که هر وخت لاس ورکړې او هېڅ خبرې ونکړې، دی درته وایی پلانی یې ومې پیژندې. زه چې وړوکی وم، د دې سړی حافظې او کمال ته به حیران وم، خو اوس چې د حواسو په اړه مقاله لیکم، دې پایلې ته رسېدلی یم چې زموږ په کلیوال کې خدای ج د سترګو کار د هغه د سامعې او لامسې پر حواسو وېشلی دی. که تاسو تر دې ځایه له ما سره دا خبره منلې وی چې حافظې ته د معلوماتو د لېږد چینلونه یوازې او یوازې د انسان حواس دی نو راځئ چې د حواسو په اړه یوه بله خبره هم رابرسېره کړو. که تاسو د حواسو د ډېرې کارونې مسله د یو څو شېبو لپاره له پامه وغورځوئ (د حواسو د ډېرې کارونې مسله ځکه مهمه ده چې له علم سره نېغه اړیکه لری. څومره چې یو څوک خپل حواس زیات پر کار اچوی، هومره یې علم زیات وی) او داسې یو تصور وکړئ چې د یوه ډله انسانانو حواس له یوه ډله مشابه تنبهاتو (هر هغه څه چې حواس یې عصبی سیستم ته لېږدوی) سره مخ دی، نو تر یوې ارزونې وروسته به دې پایلې ته ورسېږئ چې د دې یو شان پېښو (تنبهاتو) په اړه هم د دې ډلې انسانانو معلومات بېلابېل دی او دوی له دې تنبهاتو څخه یو ډول معلومات نه دی ترلاسه کړی. داسې ولې کېږی؟ ځکه چې د تنبهاتو پر وړاندې د بېلابېلو انسانانو د حواسو حساسیت او عصبی عکس العملونه توپیر لری. له بلې خوا د انسان درونی احساسات او کیفیات ډېر وخت د حواسو لوری بدلوی، حتی امکان لری چې په داسې حال کې زموږ سترګو ته تور د سپین په ډول ښکاره شی. قوی احساسات او ابهام دوه هغه مشهور عوامل دی چې د حواسو د تېر ایستلو ډېر ځواک لری. د بېلګې په توګه که تاسو هره ورځ د ورځې له مخې پر یوه داسې لاره کور ته ځئ، چې پر غاړه یې یوه ونه هم ولاړه وی، نو پرته له دې چې یا لارې ته پام وکړئ او یا ونه په پام کې ونیسئ؛ خپله فاصله لنډوئ. خو که تاسو پر همدې لاره د شپې له مخې تېرېږئ، نو ممکن د لارې پر غاړه ولاړه بې ازاره ونه درته بلا ښکاره شی. دلته دوه عوامل له ونې نه بلا جوړوی. لومړی عامل د وېرې احساس دی چې د شپې پر مهال طبعی وی او دویم عامل د رڼا کموالی دی چې د شیانو اصلی څېرې تتوی او پر هغوی د ابهام پرده غوړوی. د ورځې چې دغه دوه عوامل نه وی، نو د لارې پر سر په ولاړه ونه کې ماشومان ټالونه اچوی. د دغو دوو عواملو له امله د حواسو تېروتنه په ټولو حواسو کې محسوسه ده او ډېرې ټولنیزې ستونزې ترې راولاړېږی. که موږ له یو چا نه کرکه لرو، نو د هغه په اړه زموږ معلومات زیاتره غلط وی. ولې؟ ځکه چې موږ له یوې خوا د کرکې او دښمنۍ د احساس تر اغیز لاندې یو او له بلې خوا د هغه کس په اړه راته له یوې او بلې خوا نه مبهم معلومات رارسېږی. دغه دواړه عوامل زموږ په حافظه کې د دې کس تصویر نور هم بدرنګوی. احساسات او ابهام د حواسو له چینلونو څخه تېرېدونکی معلومات زیانمنوی او حتی مسخ کوی یې. ممکن همدا وجه به وی چې د قضا مسله په اسلام کې ډېره درنه ده او د قاضی لپاره د لویې حوصلې او زیات علم معیارونه هم یاد شوی دی. تاسو به تجربه کړی وی چې ډېر وخت تاسو له یوه کس نه کرکه غوندې لرئ، خو کله چې له هغه سره لنډ شئ، خبرې ورسره وکړئ او له افکارو یې خبر شئ نو پر خپلو تېرو احساساتو او معلوماتو پښیمان کېږئ او دا کس د پخوا پر خلاف ستاسو دوست کېږی. د دې وجه هم دا ده چې د دې کس پر وړاندې ستاسې پخوانی معلومات د کرکې د احساس او کمو معلوماتو (ابهام) تر اغېز لاندې مسخ شوی وو او کله چې هغه عوامل ایسته شول، معلومات هم د پخوا په پرتله مخالف قطب ته لاړل. په روانی ناروغیو کې زیاتره ناروغۍ د حواسو د تېروتنې له امله وی. Macropism او Micropism د باصرې د حس د دوو تېروتنو نومونه دی چې په لومړۍ تېروتنه کې شیان له خپل اصلی حالته لوی او په دویمه کې کوچنی معلومېږی. همدارنګه موږ په روانی طبابت کې د بصری خبط (visual hallucination)  او سمعی خبط (Auditory hallucinations) اعراض هم لرو چې په لومړی کې انسان غیر معمول شیان وینی او په دویم کې غیرمعمول اوازونه اوری. تر اوسه موږ په دې خبرې وکړې چې زموږ د معلوماتو د لېږد چینلونه حواس دی او که حواس نه وی، نو موږ د خپل چاپېریال څه چې د خپل ځان په اړه هم معلومات نشو تر لاسه کولی، خو دا مو هم وویل چې د حواسو معلومات په ټولو حالاتو کې دقیق نه وی. حواس د احساساتو او ابهام تر اغېزو لاندې کولی شی چې غلط حتی د اصل انټاګونیسټ (ضد) معلومات هم نقل کړی. د حواسو په اړه داسې یوه فکر ته رسېدل د علم په لاره کې لویه مرسته کوی. نو علم څه دی؟ علم د انسان په مغز کې د بهرنۍ نړۍ ساده انعکاس ته نه وایی بلکې دا یوه پېچلې پروسه ده چې بشری مغز یې له نیمګرتیاوو نه د تکمیل خوا ته بیایی. د علم په دې یوه کرښه تعریف کې بلا خبرې پرتې دی. ساده انعکاس څه مانا؟ د ساده انعکاس مانا دا ده چې عالم انسان باید داسې نه وی چې هر څه یې ولیدل یا واورېدل او یا د حواسو له لارې د ده مغز ته څه ورسېدل، هغه دې کټ مټ موږ ته ووایی او پرته له هر ډول تغیر و تبدیله دې یې رانقل کړی. دغه کار هنداره هم کولی شی. که تاسو هندارې ته هر څه ورمخ کړئ، هغه یې په همغه شکل درته منعکسوی. په دې توګه هنداره ممکن تر ټولو لویه عالمه وبولو. څرنګه چې حواس د باور وړ نه دی، نو د حواسو له لارې مغز ته رسېدلی معلومات هم باید دقیق ونه ګڼو. د عالم او عادی انسان تر منځ فرق یوازې همدومره دی چې لومړی خپل حواس د معلوماتو باوری منابع نه ګڼی، نو لټون کوی چې حقایقو ته ورسېږی او دویم چې هر څه اوری یا ګوری هم هغسې یې ګڼی. لومړی چې خپلو حواسو ته د شک په سترګه ګوری، په اسانه نه قانع کېږی او په ګرانه یقین کوی، خو دویم چې دغه ځانګړنه نه لری، یقین یې ارزان دی او په کاڼو یې هم پلوری. د لومړی په ژوند کې شک زیات وی او د دویم په ژوند کې یقین. د لومړی په اړه د علامه اقبال شعر صدق کوی چې: چون همای علم افتد به دامت یقین کم کن ګرفتار شکی باش او دویم چې عام دی، د سنایی د شعر مصداق دی چې: ګاو را باور دارند اندر خدایی عامیان نوح را باور ندارند از پی پیغمبری د لومړی په مغز کې خارجی تنبهات ساده انعکاس نه کوی بلکې تر لټون او فکر وروسته د تنبهاتو حقیقی شکل ته ځان رسوی، خو د دویم د مغز هنداره تنبهاتو ته ساده انعکاس ورکوی او هر څه ورته په همغه شکل سم ښکاری چې دی یې حس کوی. د لومړی د مغز انعکاس حقیقی علم دی او د دویم معلوماتو ته توتی ډوله علم وایی. توتی ته چې خبرې ورزده کوی، نو د یوې لویې هندارې شاته ورته یو څوک کېنی او خبرې ورته کوی. توتی په ایینه کې خپل ځان وینی او ګمان کوی چې په ایینه کې ولاړ توتی خبرې کوی، دی هم په ایینه کې د ولاړ توتی خبرې تکراروی او پدې توګه ورو، ورو په خبرو راځی. د ایینې مخې ته ولاړ توتی هېڅکله فکر نه کوی چې د هندارې شا ته یو څوک شته او زه د هغه خبرې تکراروم. ځکه توتی دا ځواک نه لری چې د خپلو حواسو تېروتنه کنټرول کړی. انسان چې د نطق او فکر کولو له امله په نورو ژوندیو کې ممتاز دی، پر حواسو یې کنټرول ډېر دی، خو دا کنټرول د نورو ژوندیو په پرتله نسبی شکل لری. پخپله په انسانانو کې بیا د حواسو د کنټرول درجه فرق کوی، ځینې یې فوق العاده حساس حواس لری او هڅه کوی چې هر څه په خپل اصلی شکل حس کړی. خو ځینې یې د توتی په څېر د خپلو غیرحساسو حواسو له امله دا توپیر نه شی کولی چې په ایینه کې توتی خبرې کوی او که د ایینې تر شا یو بل څوک. د غالب خبره: طوطی کو شش جهت سی مقابل هی آیینه. د یوه عالم او عام انسان اصلی توپیر د حواسو د حساسیت په درجه کې دی. د علم په تاریخ کې لوی نقش د هغو کسانو دی چې پر خپلو حواسو یې شک کړی او حوادثو ته یې د نورو له سترګو نه دی کتلی. په اصل کې د علم د پرمختګ داستان یوازې د شک او حساسیت د ډېرښت داستان دی. په پخوانیو زمانو کې چې ساینس پرمختګ نه و کړی، انسانانو به د طبعی حوادثو د تفسیر لپاره تخیل ته پناه وړله او همدا وجه ده چې افسانې، اسطورې او انګېرنې زیاتره د ساینس د ماشومتوب د وخت حقایق دی. اوس هم په هغو سیمو کې چې علم او ساینس کم دی، پر وهمونو او ګمانونو ولاړ حقایق ډېر دی. ساینس په اصل کې د حواسو سمه روزنه ده چې طبعی پېښې په ریښتینې توګه تفسیر کړی. پخوانیو انسانانو، چې د فلکی نظام په اړه مطالعه او څېړنې نه وې کړې، د لمر لویدو او د شپې او ورځې د تلو راتلو طبعی پېښه به یې په دې توګه تفسیروله چې ځمکه د کایناتو مرکز دی او لمر ګرځی. دوی، چې حواس یې په ساینسی ډول نه وو روزل شوی، د ځمکې حرکت نه مانه او لمر ورته متحرک ښکارېده. هماغسې لکه په تیزه روانه بیړۍ کې سپرو خلکو ته چې ساکن ساحلونه هم متحرک ښکاری. وروسته، چې ساینس وده وکړه او انسان د کهکشانونو په اړه څېړنې وکړې، معلومه شوه چې د جیوسنټریزم (د ځمکې د مرکزیت نظریه) په نظریه کې اصلاً ځمکې ته د لمر مقام ورکړل شوی و. کله چې یوه خبره ډېرو خلکو منلې وی او یو څوک یې په دلیل غلطه ثابته کړی، نو دا پېښه په اصل کې د یوې ډلې خلکو د حواسو د کم حساسیت کیسه ده. هغه څوک چې منلی حقایق بدلولی شی، په اصل کې په نامستقیم ډول د خپلو حواسو حساسیت ته اشاره کوی. خو دغه د حساسیت ډېروالی حساسه او خطرناکه مسله هم ده. همدې حساسیت ډېر خلک د مرګ خولې ته برابر کړی دی ځکه که یو څوک د ټولنیز شعور پر وړاندې د خپلو حواسو د حساسیت اظهار کوی، نو ټولنه دغه اظهار د خپلو حواسو سپکاوی ګڼی او د دې سپکاوی د جبیرې لپاره باید هغه باغی وبولی او له ټولنیز شعور نه د بغاوت کوونکو سزا یا د زهرو جام دی او یا د دار کړۍ. ګالیله وویل چې ځمکه ګرځی. خلکو ورته وویل موږ نه ده حس کړې چې ګرځی. د ګالیله خبره د څو پېړیو غلط واکمن شعور نه شوه منلی، نو یوازې په همدې ګناه سزا ورکړل شوه. ځکه چې د ګالیله خبره د هغه مهال ټولنیز شعور د خپلو غیرحساسو حواسو سپکاوی ګاڼه. ګالیله وویل، ما ووژنئ خو کاش ځمکه زما په مرګ درېدای، ځمکه روانه  ده. د ګالیله او د هغه د ټولنې توپیر یوازې د حواسو په حساسیت کې و. د شپې ورځې د راتلو پېښه (تنبه) د ټولنې د مغز په هنداره کې یو ډول منعکس کېده او د ګالیله په مغز کې بل ډول. خو د خلکو پېړۍ پېړۍ منلې نظریې علم ته دومره پرمختګ ورنه کړ لکه د یوازینی ګالیله شک چې ورکړ. ځمکې ته د شیانو د سقوط مسله هم د حواسو حساسیت په علمی او ساینسی شکل روښانه کړه. د څومره خلکو پر وړاندې به ځمکې ته څومره شیانو سقوط کړی وی، خو کله چې د نیوټن د سترګو پر وړاندې له ونې نه یوه مڼه د ځمکې پر لور لوېږی، د علم او حقایقو په نړۍ کې یو لوی انقلاب پېښېږی. ځمکې ته د شیانو د سقوط پېښه د هغې زمانې د خلکو په مغز کې یو ډول انعکاس کوی، خو د نیوټن په مغز کې همدا د پېړیو تکراری پېښه نوی انعکاس کوی او د ځمکې د جاذبې قوه کشفوی. د ځمکې د جاذبې کشف په اصل کې د نیوټن د حواسو حساسیت ته اشاره کوی او د خلکو په مغز کې د دې پېښې ساده او نیمګړی انعکاس د تکمیل خواته بیایی. کله چې زموږ د برداشتونو او معلوماتو نیمګرتیاوې تکمیل شی، موږ له حقایقو سره وصل کېږو او له حقایقو سره وصل کېدنه علم دی. علم دا نه دی چې موږ دې له ټولو هغو تنبهاتو نه هماغسې برداشت وکړو چې نورو کړی دی، که موږ وکړی شول چې د حواسو د نیمګړتیاوو سلسله تکمیل ته ورسوو، نو ممکن د عالم کلمه راباندې تر یوه حده صادقه شی. د علم په پرمختګ کې یوازې هغو کسانو ډېر رول لرلی دی چې تنبهاتو ته یې له خپلو سترګو کتلی نه د نورو. په نورو پسې تګ او ړوند تقلید د حقایقو د موندلو لوی دښمنان دی، د شاعر خبره: نورو پسې تګ سړی خړمخی کړی ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ «استاد پسرلی» علم په اصل کې د انسانی حواسو یو ډول منظمه روزنه ده چې په پایله کې یې د انسان او حقایقو تر منځ فاصله لنډېږی. کله چې سړی حقایقو ته ورسېږی، نو په خپلو تېرو برداشتونو او احساساتو پورې خندا ورځی او د هغوی په یادولو هم شرمېږی. د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر رض به چې کله د پیغمبر ص پر وړاندې د خپل ژوند د هغې برخې په اړه خبرې کولې چې د احساساتو او ابهام په تیارو کې تېره شوې وه، نو ژړل به یې. زه فکر کوم چې په نړۍ کې داسې انسانان یا نشته یا ډېر کم دی چې په شعوری ډول دې له حقایقو مخ واړوی. انسانان چې کله په ټیټو تمایلاتو او ابهامونو پورې نښتی وی، ستونزه یې دا وی چې د خپلو حواسو تېروتنو ته نه وی متوجه. زه باور لرم،که د هر ډول انسان حواس وروزل شی او حساسیت یې لوړ شی، هغه پرته له دې چې څوک ورته  ووایی، حقایقو ته رسېږی. بېدل وایی: هوش اګر باشد کتاب و نسخهء در کار نیست چشم وا کردن زمین و آسمان فهمیدن است د خدای ج له خوا رالیږل شوی استازی او ټول لوی خلک دا دنده لری چې په معنوی ډول د پرېوتو انسانانو حواس له تېروتنو وژغوری او د دوی د حواسو له سترګو نه هغه غبار ایسته کړی چې له کاڼی نه هم خدای جوړولی شی. کله چې دغه غبار ایسته شی، انسانان په خپله حقایقو ته رسېږی. زموږ غوندې ټولنې، چې د حواسو پر ایینو یې د احساساتو او ابهامونو دوړې پرتې دی، دې ته کلکه اړتیا لری چې حواس یې وروزل شی. زموږ تر ټولو لویه ستونزه زموږ معیوب او ناروزل شوی حواس دی چې موږ ته د حقایقو په اړه غلط معلومات راکوی او موږ د همدې غلطو معلوماتو پر اساس عکس العملونه ښییو. زموږ په ټولنه کې د هرې وروسته پاتې ټولنې په څېر یوه بله لویه ستونزه دا ده چې لا هم خلک دې ته نه دی تیار چې د خپلو حواسو په اړه خبرې واوری. دلته اوس هم د حقایقو راسپړل خلک د خپلو حواسو سپکاوی ګڼی او د ځان له اصلاح کولو سره مینه کمه ده. په نړۍ کې موجود حقایق ډېر پیچلی دی، ممکن هغه څه چې نن موږ ورته حقایق وایو، د سبا ورځې اوهام او اسطورې وی. د حقایقو پر مخ د رنګونو، احساساتو، ابهام او وهمونو غوړېدلې پردې یوازې د حواسو د سمې روزنې (پوهې) په پایله کې څېرېږی. البته پوهه هم داسې مفهوم نه دی چې مطلق یې وبولو. څومره پوهه؟ کومه پوهه؟ د چا پوهه؟ او ؟؟؟؟ خو یو حقیقت شته او هغه دا چې پوهه موږ په نسبی ډول حقایقو ته نږدې کوی. البته دا هم ډېره ده چې له حقایقو سره د ټکر پر ځای حقایقو ته یو څه ورنږدې شو. په نړۍ کې اوسنۍ موجوده پوهه د ګردو حقایقو د پېژندلو لپاره ډېره کمه ده. خدایزده چې څومره ناسپړلی حقایق به وی چې یا موږ ورسره اصلاً مخ شوی نه یو او یا مو په بل ډول حس کړی دی. ساینسی څېړنې وایی چې زموږ حواس په نړۍ کې د موجودو تنبهاتو یوه ډېره وړه برخه حس کولی شی. مثلاً زموږ غوږونه یوازې هغه غږونه اوری چې فریکونسی یې د شلو او شل زرو هرتزو(Htz) تر منځ وی. هغه اوازونه چې فریکونسی یې تر دې ټیټه یا لوړه وی، څومره دی؟ د باصرې د حس په اړه هم مشهوره ده چې له یومیلیون شیانو څخه پنځه وینی. زموږ ستونزه دا نه ده چې د نورې نړۍ په څېر هغه څه هم د ماشین الاتو په واسطه واورو یا ووینو چې زموږ غوږونه او سترګې یې د اورېدا او لیدا وس نه لری؛ ستونزه دا ده چې موږ د اورېدو او لیدو وړ شیان هم په هغه ډول اور او وینو چې اصلاً هغسې نه دی. د استاد پسرلی خبره ده چې: خدایزده کمزوری وه د دماغ که خوشبینی د زړه نیم یې د منلو نه وو، څه چې موږ منلی دی

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر