فلسفه

وروستی فيلسوف

د ۲۰۰۸کال د جولای اتم ماښام ؛ ستړی ستومانه دهوټل ۴۱۳نومره کوټې ته ننوتم، له دوبۍ څخه د جاپان تر ساپورو ښار پورې د  الوتکې اوږده مزله ځپلی وم، تر لږ ځای پر ځای کېدو وروسته مې کمپیوټر چالان کړ، ایمیلونه او بیا خبري پاڼې …

د کومې پښتو ویبپاڼې پر وچویلي لیکل شوي وو : « افغان فیلسوف اسد اسمايي وفات شو . . . » نه پوهېږم چې ټول خبر مې څنګه ولوست، خو د څو شیبو لپاره مې د کمپیوټر پردې ته ځير ځير کتل.

استاد اسد زما لپاره یو «فکر» دی، له نړۍ – هستۍ، انسانیت، پوهې او فلسفې څخه یو ګډوله (ممزوج) فکر، دا به زما لپاره لا د تحمل وړ وای، چې ښه دوست، استاد او مهربانه انسان مو له لاسه ورکاوه، خو داراته د تحمل وړ نه و او نه دی، چې هغه فکر مې مړ شوی لیده، چې ما ډېر څه ترې اخیستي وو.

د کمپیوټر پرده د کوم مسیج راتلو وخوځوله او زما هم ځانته پام شو. خبر همداسې و، استاد اسد آسمايي په فرانسه کې ژوند پریښی و، څو ویبپاڼو یې خبر خپور کړی و، ځینو دوستانو او فرهنګیانو پرې غمرازي هم ښوولې وه، خو د استاد اسد لپاره دا هر څه، نه پوهېږم د هغه لپاره دا وړ څېزونه څنګه ښکارېدل، ځکه هغه د ژوند و مرګ په اړه کاملاً متفاوت نظریات درلودل، د هغه لپاره « مرګ» ډېره ویروونکې او لویه پېښه نه وه، د هغه لپاره ژوند د تراژیدۍ د استمرار مانا درلوده.

د استاد اسد له مړینې سره د هغه یوه خبره را په یاد شوه او یو ځل بیا راته ثابته هم شوه. دا د استاد اسد خبره وه چې «مرګ» د مړه شوي کس لپاره غمیزه (تراژیدي) نه ده، بلکې مرګ د هغه چا لپاره مستمره تراژیدي ده، چې په «مړه شوي» کس پسې ځوریږي. هو د استاد اسد مرګ دده لپاره نه بلکې د فوزیه آسمايي ( د هغه میرمن) او میلاد آسمايي ( د هغه یوازیني زوی) لپاره، د کابل پوهنتون لپاره، د افغانستان لپاره او د افغاني فرهنګ لپاره تراژیدي ده، ځکه موږ اوس پوهېږوچې د هغه له مړینې سره د افغانستان د فلسفې او ارواپوهنې وروستۍ مطرح څېره هم ولاړه او اوس نو تر ارواښاد استاد مجروح او استاد اسد وروسته څوک د پوهې دغه ځانګړي، خو ښکلي لیونتوب ته نه شي رسیدلای.

استاد اسد څوک و؟

استاد اسد نیمه پیړۍ او څو کاله پخوا د پکتیا ولایت په زرمت کې زیږیدلی و، په پکتیا او کابل کې یې ښوونځی او بیا پوهنځی لوستی و، د لوړو زده کړو لیکه یې د ماسکو تر دولتي پوهنتون (امګاوو) پورې غځیدلې وه.

څه موده د سیاسي تاوتریخوالو او کړاوونو له امله ځورول شوی هم و، خو ډېره موده یې په کابل پوهنتون کې د فلسفې په تدریس او د افغانستان لیکوالو په انجمن کې د ادبیاتو، ارواپوهنې او فلسفې ترمنځ په پولو کې د لیکلو په سرګردانۍ کې تېره کړه، تر هغو له هېواد او کابل پوهنتونه ونه وت څو یې چې د ژوند پر سره تبۍ ګوزاره کیده، خو یو مهال نوره نو ګوزاره ناشونې شوه، کوچنی میلاد یې له لاسه ونیوه او د فرانسې د ستررومانتیست ویکتور هوګو په مینه یې د غربت ټغر وغواړوه.

زه نه غواړم دلته د استاد اسد ژوند لیک وکاږم، غواړم ووایم چې هغه همدومره ساده او لنډ ژوند درلوده، خو ددې ساده او لنډ ژوند ترشا د فکرونو ډېر غرونه، توپانونه، یو آرام سمندر، تیاره سمڅې او ناپایه ګړنګونه پراته وو،ددغو فکري زیرمو خاوند یو بل استاد اسد و، چې چا هومره نه پېژانده استاد اسد ښه ملګري، شاګردان، کورنۍ او همکاران درلودل خو د هغه د ساده او لنډ ژوند تر شا دومره دنیاګانو ته هر څوک نه شو ورتلای.

استاد اسد له کلونو راهیسې ناروغ و.  بې خوبي، تر ټولو لویه او ویروونکې هېولاوه، چې استاد یې په کرار نه پرېښوده، استاد اسد له هرې بیخوبۍ او هرې اندیښنې څخه کتاب ته پناه وړه، هغه پر مطالعه معتادو او فکر کول یې همیشنی عادت و.

استاد اسد په نوې لویدیزه فلسفه، په ختیځ کې فلسفي افکارو او دا زاړه یونان په فلسفي دورو باندې ښه پوهېده، ده د ادبیاتو د تیورۍ په هکله ډېره مطالعه درلوده، د علومو په اړیکو یې فکر کاوه او وروستی علمي تیزس یې « د فلسفې قلمرو» نومیده چې له تاریخ، افسانې، ادیانو علومواو هنر سره یې د فلسفې ګډې پولې څېړلې. ددغه کتاب لویه برخه استاد ویله او ما لیکله.

استاد په معاصرو فلسفي مکتبونو کې اګزستنسیالیزم ډېر خوښاوه او ددغه مکتب له دوو استازیو هایدګر او ژان پل سارتر سره یې ځانګړې مینه وه. استاد د فروید او یونګ په ارواپوهنیزو نظریاتو خبر و او د شرقي عرفان ډېر ظرافتونه ورته معلوم وو، ده د مولوي، سنايي، خوشال او رحمن بابا د افکارو بیخي ځانګړې مطالعه درلوده او له ډېرو داسې مسایل خبرو، چې زموږ څېړونکي یې تصور هم نه شي کولای، داستایفکسي یې ایډیال کیسه لیکوال و، ده د جنایات او مکانات رومان په هکله داسې نوي نظریات درلودل چې د روسي ادبیاتو نړیوال کره کتونکي به هم نه وي پرې خبر او ده کولای شو، د داستایفکسي د آثارو ارواپوهنیزه مطالعه له نویو نظریاتو سره مطرح کړي.

ډېر ځله مې په ټینګار ترې وغوښتل، چې دا هر څه ولیکي خو د هغه له ناهیلۍ ډک ځواب مې بیا مونده چې :« د چا لپاره یې ولیکم؟»

ډېر ځله به مې تر هغه مجبور کړ، چې راسره وبه یې منله او بیا به ده ویل او ما به لیکل. استاد د لیدو ستونزه درلوده، له ډېرې رڼا او لوړو غږونو سره یې حساسیت درلوده، خو د بحث، مطالعې او علمي کار عجیبه حوصله یې درلوده. په لیکنو کې یې د نوي فکر عرضه خوښېده.

له استاد اسد سره د متروکو په کلونو کې له خیرخانې څخه د پولیتخنیک او ده کیپک په ګردنه باغ بالا ته رااوښتو او بیا به په پښو پوهنتون ته تلو. له استاد سره به مو د هغه په کور کې پټه موسیقي اوریده او کله به مو چې څو سندرې له کومې بدې پېښې پرته واوریدې نو فکر به مو کاوه کوم لوی څشن مو جوړ کړی دی. استاد ډېر چای څښه او دده د چای څښلو په هکله د پوهنتون استادانو عجیبې غریبې ټوکي جوړې کړې وې، استاد اسد یوازې د شپې، کله چې بېدیده نو سګریټ یې څښول، استاد د ډوډۍ سوزیدلې برخه او وازګینه غوښه ډېره خوښوله او استاد همیش اوړی او ژمی حتی په واوره کې سړې اوبه پر سر اړولې او دا کیسه به یې په خوند خوند کوله چې څنګه به یې په زلمیتوب کې ګنګل ماتاوه او ورلاندې به یې په اوبو کې لمبل . . .

بس دا د استاد اسد ظاهر و او همدومره ساده او لنډ ژوند یې درلوده خو ددې ساده او لنډ ژوند تر شاه غرونه او سمندرونه اندیښنې او غمونه پراته وو.

د استاد اسد د معرفت او تفکر هغې برخې ته سر ورښکاره کول او نفوذ، ویروونکي او ناشوني وو، هغه ددې دنیا، د هستۍ د انساني اروا، د انسان د وحشیتوب په حدودو، د جنایت او وینې بهلولو په رموزو او د افغانانو په ډېرو ځانګړنو پوهېده او دا حکیمانه عادت یې درلوده چې غوښتل یې په هر څه پوه شي، مګر ددې هر څه په اړه یې ډېر څه نه ویل، په دغې لویې اروا کې ډېر رازونه پټ شوي وو.

استاد اسد او لویدیځ :

استاد اسد د لویدیځ په اړه خپل نظر هغه وخت بدل کړ، چې پر افغانستان یې وروستۍ ناخوالې ولیدې او د لویدیځ پر سیاسي نیرنګونو له نږدې خبر شو. یو مهال چې موږ «د ټړای ښځې» منظمومه په نظم را وژباړله، نو زما سریزه ډېره لویدیځ ځپونکې وه، استاد راته وویل سریزه دې تر ادبي ډېره سیاسي ده، ما وویل ښه ده لرې به یې کړم.

کلونه وروسته زه په پېښور کې وم، استاد له فرانسې څخه تیلفون راته وکړ او ویې ویل ستا هغه سریزه سمه وه، کله دې چې کتاب چاپاوه هماغه ورواچوه، خو له مانه سریزه ورکه شوې وه، همدا تېرکال ایله کتاب خپور شو، ما نوې سریزه ورته ولیکله، له نیکه مرغه استاد دغه کتاب په ژوند ولیده، خو له بده مرغه زه یې له نظره خبر نه شوم او استاد ولاړ.

د استاد په اړه اندیښنې :

کال دوه مخکې استاد زنګ وواهه د خپلو زړه تنګیو او ستړیاوو یې راته وویل، ما ورته وویل : استاده! راشه بېرته کابل ته، دلته به دې پام بدل شي.

راته ویې ویل : برګو دسمالونو او پړانګي دریشي والا له خپلو ټوپکو سره راغلي او زما یوازینی ملکیت « زما کور» یې رانه نیولی، چاته ووایه، چې هغه ترې واخلي نو زه به بېرته درشم، زما زړه دلته په فرانسه او اروپا کې ډېر تنګ دی، تر استاد وروسته فوزیې را سره خبرې وکړې، اوږدې شیبې یې د استاد د روغتیا په اړه راته شکایت وکړ، دا یې پرله پسې ویل چې پر ځان فشار راوړي او زما خبره نه منی، د فوزیې ستونی را ډک شو او غوږۍ بېرته استاد واخیسته . . .

لږ په توند لحن مې استاد ملامت کړ، چې ولې له ځان سره احتیاط نه کوي، په تلواله بې پراویۍ یې راته وویل : « دا ژوند په دې نه ارزي چې زړه ورته وخورو . . .»

یو ځل مې دلته له اروپا څخه راغلیو استادانو سره دغه اندیښنه شریکه کړه، استاد باوري هم د استاد اسد له همدې بې پروايي سره وټکاوه او دایې راته وویل چې څو ځله یې هغه دې ته هڅولی چې د خپلې روغتیا خیال وساتي. ما پریکړه وکړه چې استاد مصروفیت او لیکلو ته مجبور کړم.

وروستی ځل :

د روان میلادی کال په لومړیو میاشتو کې په لندن کې وم، د ښاغلي داود جنبش په کور کې میلمه وم، چې استاد د جنبش په تیلفون زنګ را وواهه خوشاله او سرحال ښکاریده، راته ویې ویل ستا خبره مې ومنله، پر  « دوزخیان» ( د هغه پښتو منظوم اثر) کار کوم ستا « لام او ایلنیو» مې وکتله، خوښه مې شوه اوغواړم څه پرې وکاږم. عجیبه ده، استاد اسد دا ځل ډېر بل ډول و، لکه کابل کې چې وي، ټوکې یې هم کولې او څو نوې فکاهیانې یې هم راته وویلې، ښه په کړس کړس مو وخندل، استاد مې د هوټل نومره واخیسته، سبا ماښام یې بیا تیلفون وکړ، دا ځل یې د خپلې هغې پروژې په اړه خبرې وکړې، چې د لویدیځ فلسفي سیستم او ختیځو عرفاني – فلسفي افکارو په اړیکو را څرخېده، استاد په تیلفون کې خپلې نوې فلسفي موندنې په تفصیل راته وویلې، ما ورته وویل :استاده ډېر وغږېدو چې مصرف درباندې رانه شي، راته یې وخندل : ته خو هماغسې سخت او سوګت یې، دلته له فرانسې څخه لندن ته دومره مصرف نه راځي، پرېږده بیا خدای خبر چې سره وغږیږو . . .

د استاد اسد دا خبره مې جدي وانه خیسته، او زه څه خبروم چې د هغه دا خبره به ریښتیا شي او ما بیا ریښتیا هم له استاد اسد سره خبرې ونه کړای شوې .

زه نه غواړم د استاد اسد خاطرې یادې کړم، ځکه ما پوره لس کاله د هغه مخامخ شاګردي کړې او د منطق الفبا مې ترې زده کړې ده او تردې لا نیکمرغي، چې ډېر ځله د استاد د ساده او لنډ ژوند تر شا د فکرونو او اندیښنو هغې توفاني دنیا ته هم ورغلی یم چې نور ترې ناخبره دي. استاد اسد ډېر ځله د فلسفې – ادبیاتو، ارواپوهنې، اجتماعي پوهنو، سیاست، تاریخ، اساطیرو، افسانو، میتولوژی – او ګڼو ساینسي عملیو په اړه له ما سره خبرې کولې. د استاد زړه تنګېده او باید ځینې مسایل یې مطرح کړی وای او ددغو علمي بحثونو اوریدل یې یوازې پرما لورول : تېس، انتي تېس او بیا سنتېس . . . دا د استاد د علمي فرضیو قاعده وه . . .

د استاد اسد تبحر او علمي ژورتیا، له مسایلو څخه باخبري او پر نویو پوهنو د هغه برلاسي هغه وخت څرګندیده، چې دده په زړه برابر اوریدونکی یې موندلی وای . . .

یوازې هماغه اوریدونکی پوهېږي چې :

. . . د استاد اسد آسمايي لنډ او ساده ژوند پای ته ورسید دا د افغانستان پوهنتوني او فرهنګي ټولنې ته لویه غمیزه ده . . .

خو!

د لنډ او ساده ژوند تر شا د فکرونو پراخه دنیا ړنګه شوه، او له یوه خوار او رنځور جسم سره خاورو ته ولاړه!

دا نو د غمیزې (تراژیدۍ) نه جبرانیدونکی استمرار دی! تر  ډېره او ښايي تر اوږدو زمانو پورې!

 

ستاسو نظر