فلسفه

ولسمشر غني او د اپلاتون (فیلسوف واکمن)

د اپلاتون استاد سقراط، د جمهور کتاب په پنځمه برخه کې استدلال کوي او وايي: ((…که په ښاري دولتونو کې فیلسوفان واکمنان نشي، یا هغه کسان چې  مونږ ورته پاچاهان او واکمنان وايو، په حقیقي او کافي ډول پر فلسفه پوه نشي ، او د فلسفې او سیاسي قدرت ترمنځ تړاو نه وي… د ښاري دولتونو بدبختۍ، په ټولیز ډول د بشر بدبختۍ به له منځه ولاړې نشي…))

سقراط په دې اړه له ګلاوکن سره اوږد بحث کوي او د دې ادعا دپخلي لپاره اوږد استدلال ته اوږه ورکوي. له ګلاوکن سره د سقراط له بحث نه ښکاري چې سقراط فیلسوف ژمن انسان بولي او له پوهې سره دومره مینه لري چې هیڅ بل شی او لالچ یې تېر ویستلای نشي.جمهور کې راځي چې ((رښتیني فیلسوفان… هغه دي چې د حقیقت لیدل غواړي.))

اپلاتون د همدې بحث په اوږدو کې د هستۍ د پېژندنې په اړه دوه اصطلاحات ((پيژندل)) یا شناختن او ((ګڼل)) یا پنداشتن مطرحوي. نوموړی دواړه ((وړتیاوې)) بولي خو ((له یو بل سره توپير)) لرونکې وړتیاوې یې ګڼي. په بحث کې ویل کیږي چې((شته)) پيژندل کیدای شي او (نشته)) نشي پیژندل کیدای. نوموړی ((پېژندل))، له ((ګڼلو يا بللو)) څخه جلا ګڼي او (ګڼل)) پوهه نه ګڼي بلکې د (شته)) پيژندل ((پوهه)) بولي، چې په خپله د ((شته)) په اړه پوهه ترلاسه کول یوازې د فیلسوفانو لخوا ترلاسه کیدای شي، نه د سرسري خلکو او یوازې هغو خلکو چې نړۍ ته په یوه سترګه ګوري نه په دواړو سترګو !

سقراط وايي چې ډیر خلک له ښکلا سره مینه لري خو ((روح یې پر دې قادر ندی چې په خپله، ښکلا وويني او مینه ورسره ولري.)) او دغسې کسان ډیر کم دي، چې ښکلا (…په حقیقت کې چې څنګه ده، هماغسې یې وويني.))

اپلاتون د خپل ښکلي خیالي  دولت د جوړښت لپاره ((فیلسوف واکمن)) تر قانون هم لوړ ګڼي او دا په واقعیت کې کټ مټ قانون او د قانون تجسم بولي.

په ټولیز ډول اپلاتون د ((فیلسوف واکمني)) له دې امله بهترینه ګڼي چې فیلسوف د څيزونو سمه پيژندنه کوای شي او څيزونه په ژور ډول پيژندای شي چې د ده په وینا نور کسان دا وړتیا نلري. فیلسوف هغه څوک وي چې د ((وجود)) په خپله ((وجود)) پيژني او له هغه سره بیا چلند هم رهبري کوای شي او هغه کسان چې د ((وجود))، ((وجود)) پيژندای نشي نو پوهه یې یوازې تر (( ګڼلو)) پورې وي، چې ((ګڼل)) په ((خپله د پوهې او ناپوهۍ)) تر منځ یو حالت دی، چې ښايي له ((وجود)) سره په  چلند  کې کومک ونشي کړای.

هر ګوره که څه هم د پخواني یونان سیاسي افکار او اوسمهالي سیاسي افکار ډیر توپیر لري، خو د اپلاتون ((فیلسوف واکمن)) مساله کې ډیر داسې عقلانیت شته چې لا هم د سیاستوالو لپاره کارنده ګڼل کیدای شي.

که مونږ ولسمشر غني د اپلاتون ((د فیلسوف واکمن)) تیورۍ یا نظر په چوکاټ کې وګورو نو یو شی ترې اخځ کوای شو چې ولسمشر غني د افغانستان ((د مسایلو وجود)) په ښه ډول پیژندلی او پر هغو علتونو Causes  ښه پوه دی چې د افغانستان اوسنی بدبخت حالت یې له امله رامنځته شوی دی. که لږ یې دقیق ووایو نو د اوسني حالت  یا (معلول) پر ((علتونو)) اګاه دی، چې د همدغو علتونو په له منځه وړلو به وکړای شي چې د اپلاتون د ادعا مطابق افغاني ټولنه ((سعادت)) خوا ته روانه کړي.

خو لکه څنګه چې د افغانستان د اوسنۍ بدبختۍ لوی علتونه؛ (۱- داخلي علتونه: عدالت نشتوالی، د ولس او سیاستوالو ناپوهي، د معقول حکومتي سیستم نشتوالی، جنګي ټوپکي ډلې، مخصوصې واک خوښې  کورنۍ، مافیا… ۲-  د ایران –پاکستان- روسيې-چین.. په شان ځان غوښتوونکي ګاونډیان او نورو  نړیوالو لوبغاړيو سیالي….) دي، نو له دوی سره چلند ډیر داخلي او خارجي قدرت ته اړتیا لري تر څو له دغو علتونو سره ښه او هدفمن چلند ترسره کړل شي او دغه علتونه په ښه ډول له منځه یوړل شي.

ولسمشر غني د دغو علتونو د مهارولو لپاره لا ډېرې فلسفې، ژورتیا  او د قدرت رامنځته کولو ته اړتیا لري. خو پر دې یې باید سر خلاص وي چې دا په یکه تازۍ او یوازې سر  نه کیږي، بلکې د ځان په شان یو باوري او د اپلاتون د نظر مطابق (( فیلسوفو واکمنو)) په شان ژمن ټیم ته اړتیا لري، چې دغه خطرناک علتونه مهار کړای شي. او که دغه علتونه څنګه چې پکار دي مهار نشي کړای نو ښايي چې افغانستان یو بل ناورین ته وغورځي چې بیا به یې وېستل اسان کار نه بلکې ښايي ناممکن کار وي!

ستاسو نظر