فلسفه

هیڅ فلسفه د عینیت فلسفه (ایډیالیزم)

دا چې پخوانې فکرونه د یوه سپیڅلی او مطلق  عینیت او  بیا په عینیت کې د موضوعی یا لا تخیلی فکرونو او ذهنی سیورو زیږنده ده، څه نوې خبره نده. بلکې له تاریخ څخه د تښتېدلو مبلغینو او عینیت پرستانو پروپګنډ او کمزوری ده. البته د فکر پالو، روڼ اندو او د بشرپوهانو لپاره هیڅ فکرې تیروتنه نشې کیدای، بلکې د تېر تاریخ د خرافاتو، توهماتو، ماشومانه فکرونو او تر ټولو اړینه دا چې د غالبو ځواکونو  زیږنده او تش په میدان ولاړ (بې ریښې) نازک عینیتی، غیر مادی او تخیلی احساس او فکری تېروتنه ده، چې د ډېرو  پټو او نامالومو ځواکونو یانې مخفی ځواکونو سره لاس او ګریوان نه کیدل دی. خو ولې په لاشعور کې په عملی توګه دا  ځواکونه د مادی حضور له برکته، چې تش مادی دی، روزول کېږی.
البته عمده علت د تورو، وروسته پاتې او نفې ځواکونو د بیا زیږون په چوکاټ کې راوستل دی، که هر څومره مونږ د قدیم عدم یا غیر عدم، د دلیل په هیڅ دلیل اوښتل،  د یو څو عادی او نویو مبالغو ورخطاء فلسفیانو په خوله، البته له عمیق او کره څیړلو پرته، دا وایو چې قدیم شته دی یا نشته دی، خو ترې خبر نه یو، دا امکان نلری، چې یاد شوې ځواکونه د زمان او عینیتی اوضاعی سره د ټکر په ترڅ کې بیا راژوندې کړای شی یا دا چې ټکر کیدلای نشې ولې چې دوی شتون نلری، په داسې صورت کې چې مونږ هیڅ یو تاریخ یا زمان نشو موندلی چې له سره لیکلی شوې وی یا د پخوانی زمان د تکرار له امله په وجود کې راوړلای شوې وی، خو البته دا تیر او وروسته پاتې خنثی عناصر ګڼلۍ شو، خو داسې نشې کیدلای چې د دوی له زمانی پرمختګ یا ونډې څخه انکار وشی.
په نړۍ کې د لویو لویو تمدنونو متمدن پرمختګ د مادی او عینې حالاتو په ترڅ کې رامنځته شوی دی، که څه هم د مابعدالطبعیت پیروان یا په خپله مابعدالطبعیت جوړونکی یاده اعاده د خپلوځانونو د خوندیتوب په موخه کوی چې د حالاتو او عناصرو په تولید او ځوانیدلو سره ورځ تر بلې بربنډېږی او واضحه کیږی. پر دې هر څوک پوهیږی چې د عینیت فلسفه د سائنس، دیالکتیک او کوانټم فزیک وروسته  پر کوم حال پاتې ده او څه راتلونکی لری، خو هغه څوک نه پوهیږی چې په تضاد او بیا په تضاد کې له تضاد څخه ځان خبرول نه غواړی، البته که په لنډو او ساده ټکو کې وویل شی چې، دوی هیڅکله خپلو هغو مادی حساسو تارونو ته زحمت ندی ورکړی، تر څو دوی ادراک وکولای شی، مګر د عینیت د فلسفې طرفداره قشر د عادی او غیر فلسفی اصطلاحاتو له مخې ماده پرست یعنې د مال او دولت پرستان ګڼل کېږی، په عام ډول په اوسمهال کې یو د عادی او عمومی فکر په توګه منل کېږی. خو په حقیقت کې داسې نه ده بلکه د عینیت پرستانو دا ډول خبرې حتی نشی کولای چې د ۲۶۰۰ کاله پخوانی ماټریالیست فلسفی طالیس ملطی ځای ونیسی.
طالیس لومړۍ ماټریالیسټ وه، چې د رومیانو، مصریانو، بابلیانو او هندوانو د وخت ټول هغه پیاوړی معبودان او عینیتی ځواکونه یې د ماټریالیزم او سائنس د لومړنیو ماشومانه فکرونو په مرسته له خاورو سره خاورې کړل، او د مادی نړۍ اکثرو ړندو عینیتی او کم شمېره ویښو مادی عناصرو ته یې لاره هواره کړه، تر څو پر ژیړ آسمان د راتلونکیو مادی وسائلو او حقیقت لپاره د لا څیړونو او تجسس لاره مساعده شی. که څه هم وروسته د ارسطو، چې په خپل غیر شعوری ارزونو کې یې د تضاد خبره کړی ده او دا یې ویلی دی، چې فکر، کړه او د مادې تکامل له چاپیریال او تضاد څخه زیږون مومی، یو په زړه پوری دیالکتیکی بحث وه، خو د خپل استاد په اند یې چې یو نسبی بحث دی، او په ژورو کې په غیر لاشعور کې له شعور څخه هیڅ ته رسیږی چې، د ستاینی وړ خبره وه، مګر بیا وروسته د ړانده عیسائیت د تنګ نظرۍ له امله تورو تیارو ته واچول شوه او د سوونو کالو لپاره همداسې پاتې شوه، خو د کلیسا د لیونتوب له امله ورو ورو د پټو عناصرو د ښوریدلو، ځوریدلو او  پړسیدلو له امله، له تنګ نظره چاپیریال څخه د راوتلو او عربو ته داخلیدلو په ترڅ کې یې کیفیتی بدلون وموند او  د عینیتی فلسفی څخه د لږ شمېر حقیقت راوتل، او بیا پر دا ځمکه د لږ وخت لپاره ځان موندل، یوه لویه بریا وه.
دا عناصر د عربو د روڼ اندۍ له امله تر یو معیار پورې ساه اخیستلو ته پریښودل شول، خو ولې دلته هم د وخت د سیاسی، اقتصادی، ټولنیز او پوهنیز فکرې تنزل له امله دې ته اړ شول، چې بېرته د اروپا لمن ته ځان وغورځوی. همداسې وشول، اروپا چې د کوچنیو کمیتی بدلونونو زانګو وه، په داسې حال کې نه وه، چې کیفیتی بدلونونو ته غاړه کیږدی، خو ولې له تېر څخه تېر شوی غربیان، د زوړ مارکس په اوسنۍ وړاندوینه، مادی حالاتو ته په کتو سره پوه شوې وو چې نوی له زوړ څخه ډېر مترقی او پر مختللی وی، که څه هم سُست وی او په شیبه شیبه رامنځ ته کېږی.
خو ولې د ټوپ وهلو په صورت کې لا کیفیتی شی، چې سرته رسیدلو سره سم یو بل نفې ته لاره هواره کړی، البته ډېر په باوری توګه ویل شوو، چې عینیتی فکر کوونکی نه فقط له دې څخه محروم دی، بلکې خنثی دی، ولې چې دوی هر څه په نیم تخیل، غالب تخیل او بیا په غالب تخیل کې په مجرد پریږدی، چې دا نه فقط د یو شی، عینیتی فکر کول دی، بلکې حتمی کول دی. چې په دا کې د عینیت فلسفه نه یوازې پاتې راځی، بلکې ځان هغو وزرو ته سپارل غواړی، چې په خپله هیڅ امکان، هیڅ تخیل او بیا په دا کې له هیڅ څخه راپورته شوې وی.
د فلسفې، سائنس او ټیکنالوژۍ اوسنیو ډغرو اوضاع څه ډېره بربنډه کړی ده، او د ځینو په نظر، هر څه واضحه شوی دی، خو دا خبره په دې خاطر  نده سمه، چې اوس د فلسفې قوانین لا پېچلی شوی، ولې تر څنګ  یې خورا پراخوالۍ هم موندلی دی. حالات دومره ندې خام، لکه څومره چې دوه درې زره کاله وړاندې وو، بلکې اوس ډېر شمېر کږلیچونه له میکانیاتی، میخانیکی او هان له ډیالکټیکی فلسفې څخه هم تیر شوې دی، بلکې خاص کوانټم فزیک ته اړتیا لرې، چې دا هر څه په خپله د ټولو هغو ځواکونو مخ بربنډوی چې شتون ولری.
ولې چې اوس د جغرافیې پر ځای له  ټوپولوجی څخه کار اخیستل کیږی، او بیا دا چې د اټم په میلیونو څه چې په میلیارډونو ویشل کیدل، نه فقط عینیتی فلسفی ته ضربه ورکړی ده، بلکې هغو ټولو ړندو ځواکونو ته یې هم ماتې ورکړه چې، تل یې د پروټون، نیوټرون او الیکټرون  د نه وېشلو خبره کوله. د دوی نیم خیاله لیونۍ او نیم ارواه ملګرۍ ژان ژوک روسو د علی عباس جلالپورې په ماخذونو کې لیکی:
له فکر کوونکی څخه ځنګلی حیوان هم ښه دی!
شاعر ایټس د دماغو د هډوکو له تل څخه فکر کوی، وایی:
خدای دې ما،  له هغو خیالاتو وساتی چې
فقط په ذهن کې راپیدا کیږی
هغه سړی چې ناپوهه سندرې وایی
د هډوکو له تل څخه فکر کوی
عینیت فلسفی ته ورته یو بل رُومانټیسسټ وکتور هوګو خپل بی لارې ملګری ته خط لیکې:
“باید زما مسابقه له یسوع سره کیښودلی شی، یو وخت به راشی چې خلک به د یسوع مسیحا پر ځای د نوی کال پیل د وکتور هوګو له کال څخه کوی”.
دا هغه خلک دی، چې د تاریخ پر عدم باندې باور لرې، خو ولې په تصور اوهیڅ تخیل کې یې تیر پروت دی، البته له دې څخه انکارې کیدل، دوی ته یو آسانه کار دی.
یو فلسفی ویلی دی، چې زه له هغو تش په نوم فلسفیانو څخه زښته زیاته کرکه کوم، چې تش په سړه، ښکلی او  ارامه کوټه کې کېښنی، او د فکر، تخیل او خوند خبرې وکړی، ولې د دې خبرې اړتیا ده، چې هغه څه باید تر سره شی، چې ټولنه ورته ضرورت لرې.
د عینیت فلسفه د ځینو سائنسپوهانو، ارواه پوهانو، ځمکپوهانو او تش په نوم ټولنپوهانو لخوا د خوند علت ګڼل کیږی، او بیا دا چې دوی، چاپیریال او له چاپیریال څخه اغېزمنتیا او بیا د ذهن په صورت کې یوې پایلی ته رسیدل، په ازل کې پلان شوی یو عکس او خیال ګڼی چې ورته په آسانو ټکو کې خیال پرستی وایی، نه فلسفه!
او بیا په ډېره مایوسۍ دا غږ کوی چې:
Show me the light what is dark to me?
By John Milton

یادښت: یاده لیکنه په لومړی ځل د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر