فلسفه

عشق؛ ژوندی نړۍ لید

«تاسو یاستئ؛ ځکه چې خدای در سره مینه کوی!»

پېلوم یې په دریو ټکو (…)؛ ځکه عشق د وېلو نه دی. عشق کېږی. عشق په کولو پېدا کېږی. بل ته د عشق په ورکولو زیاتېږی؛ همدا د عشق د قانون لویوالی او لومړیوالی ښیی.
عشق د عرفان موضوع، د نویو باورونو او معنوی نړۍ لیدونو د را زېږېدلو او غوړېدلو هغه لارې او ګودرونه دی، چې ژوند ورته کولای شو.
عشق د ټولې پنځونې غږ او کلمه ده. شاعر او پنځګر په عشق سره د غږ او رڼا جاله بان کېږی. بې له عشقه هېڅ نشته. عشق د زمان، مکان، مادې او انرژۍ له قوانینو آزاد دی؛ ځکه خدای لوی مینه ګر او ټوله مینه دی. «هغه شېبه را رسېږی، چې د خدای لاروی په ځان کې دننه هغه لمبه ومومی، چې ورو یې سوځی او په ځنډ خاموشېږی، هماغه لمبه د خدای د مینې اور دی.»
عشق خدای پىل کړی
له هغې شېبې، چې پلرو او میندو د پېغلتوب او ځوانۍ زور په یو بل کې تشاوه او اوبه کاوه؛
له هغې هیسې راهیسې، چې د هغوی د مینې کړس او پړس یوه څېره، یو نوم، یو هلک یا نجلۍ ځمکې ته راوېسته؛
له هغې راهیسې او ورمخکې، چې ماشومان په ځوانو څېرو او مستیو کې د یو بل زړه ته ور ننوتل او سپوږمۍ یې او ستوری یې د زړه له درزا، د واقعیت دنیا ته راوتل؛
او:له هغې مخکې، چې ذهن «زه»، «ته»، «هغه» سره ووېشل او اور او اوبه، خاوره او باد برخه برخه شول؛…یوازې عشق په «شتون» درلود او اوس هم شتون لری. عشق بډای، وړیا، بې نیازه، یوازې، نه مونث، نه مذکر؛ بلکه خنثی سلطان دی. ځکه نو«ډېر پورته پورته مه ګورئ، ځکه چې څه شی به ونه وینئ! ډېری وخت د خدای مینه دومره راسره نیږدې او لاندې ټیټه وی، چې د هېچا پام نه ور اوړی؛ په دې دلیل د خدای مینه موندونکی وګړی ډېر لږ دی.»
په عشق کې وېره نشته
بې له مینې، بې له عشقه ژوند نشته، شرنګ او ترنګ نشته، او هغه نشته. هغه عشق دی. پرته له عشقه هېڅ نشته.
څه ښه وایی:«الهی عشق ستاسو دننه در څیری، او هرڅه دباندې راباسی او پر ځای یې غوره څیزونه ږدی.» له ما چې ماده،کلی، ټبر…له ما چې نوم او شهرت، له ما چې وازدې او غوښې، له ما چې کنسرو شوی او پاستوریزه فکرونه-باورونه ووېستل شی، او بې زمانه، بې مکانه، بې مرګه تازه، سوچه خدایی جنس-عشق- یې ځای ونیسی؛ څومره به ژوند آسانه شی. څومره به جهان او جهانیان، رنګونه او نژادونه، قومونه او مذهبونه…آسانه شی. خو دا چاره زړه غواړی-د مینې زړه-«یوازې عشق دی، چې وېره شړی او له منځه وړی» هارولد کلمپ
عشق یوازینی رښتیا دی. موږ په عشق کې اوسو. عشق خوراک او څښاک دی. عشق لیدل کتل دی. عشق ټول ښه غږونه، آوازونه دی. عشق د هستۍ ټوله نڅاه ده. عشق زما کور، زما هېواد، زما کیهان، زما آسمان، زما ځان، زما «خپل» دی. د هنر او لیک زور یوازی عشق دی. بې عشقه لیک-ډبرلیک- دی. بې عشقه هنر وچ، کرخته، مرګنی بت دی.
دا ټول عشق دی، چې د ژوند نڅا یې په وچه ځمکه خوشې کړې. هستی د عشق لویه ننداره ده. دومره بې شمېره څېرې، شناختپاڼې، نومونه، قومونه، رنګونه او …ټول د عشق ننداره ده.
«دوه اعلا قوانین:
۱-  خدای عشق دی. ۲- او روح شته؛ ځکه چې خدای پرې عاشق دی.» هارولد کلمپ
که پردغو قوانینو؛ په تېره لومړی هغه یې عمل وشی، د ریچارد میبری لخوا دوه په ډاګه شوی قوانین، چې لومړنی یې پر خپلو ژمنو عمل کول او دویم یې د بل په شخصی او مالی حریم تیری نه کول دی، په لومړی ځل د بشر په ژوند کې پلی کېږی.
ژوند د عشق استازی دی، غږېږی، بهېږی او سړی خدای او آسمان ته خېژوی.
هستی، د عشق کرونده ده. وګړی، ګلان، الوتونکی، کبان، سیندونه، څاڅکی، آسمانی ډبرې، غرونه، مرجانونه، ستوری…د یوې عاشقانه سمفونی فزیکی انعکاسات دی. «الهی مینه هغه څه ده، چې ټول په کې شریک دی. هغوی چې لوړ عقلانی ظرفیت نلری، په پوره اسانه له خدای تعالی، همنوعانو، او کورنیو حیواناتو سره مینه کوی.
ولې؟ ځکه چې هغوی د ذهن د ماشین دروند بار ځان سره نه لېږدوی.»
زړه د ذهن ارباب
زه له ځان سره مخ یم! هنداره ما نیولې، هغه ما لېرې کړې او شړلې! د یوازیتوب سره لمرینه او سپینه واورینه څیله ما جوړه کړې. د عشق بهانده مینه ما ډپ کړې؛ ما نیولې. زه یو بلوسګر ذهن یم.
ذهن لومړنی ښامار دی. ذهن د مینې وینې وچې او ډلبندی شوې، پاستوریزه له صنعتی کوتیو څخه څښی او پاتې یې هم دا چې حواسو په خپل مادی او ذهنی اعتیاد کې، د مینې سپین اور زما په زړه کې منتر کړی.
«تاسو باید د خپل ذهن ارباب واوسئ، آیا ستاسو په وجود کې داسې برخه شته، چې د ذهن ارباب باید واوسی؟ هو، زړه مو.»
د تخلیق سپوږمکۍ په زړه کې ویده ده. دا به په مینه راویښوو. نو «تر ټولو ښه کار چې کولای شو،  تر سره یې کړو، مینه کول دی. ځکه چې خدای له ازله پر موږ عاشق و.»
هغه عشق دی او هستی په خپل بېپرې عشق کې راوړی. دا شاوخوا د ځمکې وچه ماشینی او ماشین شوې کرونده، په مترمربع او اوزانو کې قاب شوی غرونه، رودونه، د نژادونو، قومونو، مذهبونو او باورونو ماشینی او ماشین شوې کتیبې او سرې کرښې، ټولې د عشق پر مخ پراته د انسانی ذهن پلونه دی…ځکه نو وایی:«عشق مطلق دی. عشق د باور له لارې ځان نه څرګندوی؛ بلکې د عمل له لارې را څرګندېږی»
«تاسو باید له «ځان» سره مخ شئ»
لوی تبتی استاد ربازار تارز خپل مرید ته وایی: «ګمان کوم خدای لکه هنداره داسې دی. زه هغه ته د هندارې خطاب کوم. او هرڅه یې چې په مخکې وی، هغه منعکسوی.»
دغه زه د «ځان» تړلو غل سړی یم. مینه داسې بې زړه پاتې شوه.
زما فکرونه، آرمانونه، هیلې، غوښتنې، نومونه، هویتونه، شهرتونه، قدرتونه…دغه ټول له مینې زما د تېښتې جوتې نښې دی.
دا هندسی خوندونه، عطرونه، ښکلاوې، عاطفی اخ او ډب ټول د صنعتی تمدن عددی او وزنی زیاتېدنه ده. د «زه» تخت او تاج همدغو جوړ کړی. ما خدای سره مینه هېره کړې، ځکه نه منم چې نور دې هم پخپله طریقه له خدای سره مینه وکړی. زه یو جګړن ذهن یم او باورونه هم قهار ذهن او حافظې را زده کړی؛ دا ټول ذهنی عادتونه دی.
وګړی د مینې په لمبو کې
زه د مینې ولاړ اور یم. زه دغه مالکانه وچه مینه، کاغذ کې، دیوان کې، شعر او کیسه کې ځېلوم که راته د نوبل جاېزه شی!
زه شهرت او قدرت وژلی یم. ځکه مینه را په کې وچه ولاړه ده. ځکه شعر هم وچ شوی. ځکه هنر کاغذی کاردستۍ د بازار ورځې ته راوښکلې او د اقتصاد په علم کې تاو را تاو شوی ذهن ماته مډالونه، انعامونه، لقبونه، ستاینپاڼې ګردچاپېره را قطارکړی، اوس زه ځان وینم، «هغه» مې همدا دی!!!
ما د هغه ځای نیولی. بتپرستی به تر دې هم زیاته شی!؟ باید هنداره شم. هنداره کېدل مې سرنوشت دی.
اه، یوه آسانه خبره مې اورېدلې: وایی، مرید چې نه لیدلی اور سره لمبه کړی و، خپل استاذ وپوښته، چې اخر زه ولې؟؟؟
استاذ زرګر ته واستاوه. هغه ورځې ورځې د زرګر د کار هنر ته څار وه. او زرګر زر اېشول.
ویې وېل: دومره اور؛ دومره سوځول ولې؟؟؟
ځواب یې و:زر باید خالص شی!
وېل یې: خالصېدل یې څنګه دی؟
ځواب دا و: چې زر باید دومره راڼه شی، چې زما بڼه او څېره په کې ښه پوره وځلېږی!
مرید له دې پوهې سره ستون شو، چې خدای تعالی مو تر هغو د خپل خالص عشق په سپین اور کې سوزوی، چې ځان را په کې ووینی.
عشق ټوله کلمه!
بل لیک نشته. بل غږ او بله کلمه نشته. ټوله پنځونه د عشق یوه کلمه ده. دغه کلمه د ټول شتوالی ټوله زمانه ده.
«عشق ترلاسه کولو لپاره باید هرځای، او هرمهال چې کولای شې، هرڅه او هرچا ته مینه ورکړې. د عشق قانون همدا دی.»
عشق، هغه دی. زه عشق راوړی یم. عشق مې ساه، عشق مې وزرې، عشق مې لاره؛ لاره هغه ته ورغلې.
عشق مې تخلیق دی. تخلیق مې خپل سرنوشت ته بیایی. د پنځګر سرنوشت همدا دی.
اه، کاشکی تر دې ښکلې کلمې مې لرلای!!! نه وېل کېږی؛ عشق نه وېل کېږی.
«غږ او رڼا د عشق متعال شکل»
اه، ژوند ټول هغه ته ورګرځېدل دی؛ همدا یې مینه او مینه کول دی. هغه لوی عشق دی. خپله عشق دی. عشق پنځوی. عشق لېږی، را لېږی. ټول سرنوشت عشق دی او عشق؛ عشق ته ور په لاره دی. عشق نشې نیولای، نشې یې غلاکولای، عشق اخر نه لری، د وګړی-انسان- عشق چې هر څومره لوی او هډور شی، بیا هم عشق بل ګام دی؛ داسې تر ابده!
عشق بې سرحده غوړېدل، عشقانه اوسېدل دی. دا یوازې عشق دی چې اوسی.«هغه څه چې موږ هڅه کوو، ترسره یې کړو، د الهی عشق په وړاندې د خپل زړه پرانستل دی. ترڅو چې د خدای لپاره وسیله واوسو او هغه ته خدمت پېل کړو»
خدای او عشق یو دی
عشق کې بل څه نشته، هغه حتا ځان نه لری، تن او بدن نه لری، سترګې او خوله نه لری، غوږونه او لاسونه نه لری، پښې او ارزوګانې نه لری، ځکه عشق تل له یوه یوه سره پاتې کېږی.یو خدای را سره دی؛ یو عشق را سره دی. او خدای یو دی؛ نومونه به ډېر شی؛ خو ټول د یوه دی او یو بیا خدای دی.
څنګه یې کوئ، هره خوا چې والوزئ، خدای دی او خدایی قلمرو، چې د عشق سپینه موسیقی یې څټ ته څپې وهی.
د عشق د ژوندی استاذ خبره ده: «هغه وخت چې خپل درسونه زده کړئ، او د علت او معلول قانون درک کړئ، بیا نو په الهی مینه کې فارغ التحصیل شوی یاست. ستاسو ژوند د سترګو په یوه رپ سره له هر بل وخته لا شمتن کېږی؛ ځکه چې د پرګنو د اګاهۍ له سطحې د خدای معنوی اګاهۍ سطحې او الهی عشق ته مو حرکت کړی دی.»
بې مینې دروغ دی. بې مینې نشته. بې مینې نشی اوسېدلای.ټول شتوالی او ټول ژوند عشق دی؛ هغه دی؛ او بیا هم عشق دی؛ ځکه پرته له هغه هېڅوک نشته. دا مهال دی، چې «د خدای عشق وګړی داسې سخت او له درده ډک سوزوی، چې احساس مو وایی، نور د ژوند د تحمل وس نه لرم!!!»
نه، مینه نه زده کېږی، نه وېل کېږی، نه د چا او څه شی ځای نیسی؛ ځکه بې له مینې هېڅ نشته. «که غواړئ یو شی ښه پاېله ولری، او ثمر ته ورسېږی، باید د عشق تومنه ورګډه کړئ».
یوازینی فرمان:
مینه درسره کوم؛ ځکه ته شته یې!
همدا ټول تخلیق دی، ټول شعر دی او ټول هنر دی. بې عشقی بې هنری ده. چې عاشق نه وم؛ شاعر هم نه یم. چې عشق مې ژوند، خوراک او څښاک نه وی؛ نو څه به وی؟؟ تشه څوک نه خوری! دا ټول عشق دی، چې را په کې کښته پورته کېږی. زما د هویت ټولې ښې برخې هغه غمی او مرجانونه دی، چې ما د عشق له سمندره، دغې د بدن وچې ته را وېستلی.
تر ټولو غوره ډالۍ د مینې له مخې ورکړه ده. د هغه غمځپلی او بدنصیبه وګړی سترګو ته وګورئ، چې روح یې ددغو فریکی سترګو څټ ته منتظر ولاړ دی. «که وس پېدا کړې، او عشق په ټول تمامیت سره ووینې، په هرڅه به پوه شې.»
«زه» د عشق تړلې دروازه!
د عشق دروازې له دننه خلاصې کړئ! عشق خپله یاست. عاشق واوسئ، پرته له دې بل رنګ اوسېدل ناشونی دی.
پرته له عشقه نه کار شته، نه حرکت او نه ژوند کولو لپاره تګلاره. عاشقانه ژوند کول، عاشقانه اوسېدل، عاشقانه خبرې، عاشقانه لېده کاته، عاشقانه غږونه او اوازونه آورېدل، دا ټول خدای او د هغه عشق راوړې، هستۍ سره همکارېدل او هغه ته خدمت کول دی. خدای خپل عاشق همکار غواړی. د انسانی او خدایی مینې سره پوله همدا ده. خدای مینه کوی. نه قید ږدی او نه شرط؛ فقط عشق کوی.
انسان مینه غواړی. مینه ځانته کشوی، مینه ځان پورې تړی، مینه په خوله، په شونډو، په لاسونو په سترګو په غوږونو کشوی، زبېښی…وژنی؛ خو مینه له حرکت، له مقدار، له ټاټوبی، له لاسو پښو، حواسو تشه ده. مینه بې مرګه ده. مرګ د مادې سرنوشت دی. او مینه د ژوند پنځګره!
انسانی اګاهی هماغه په پښو منډې وهل، په لاسونو رانیول، په سترګو، غوږو  او ذهن کې د مینې تړل او په شونډو غاښو یې زبېښل دی؛
خو خدایی مینه ورکړه ده. خدای یو یو وګړی، یو یو روح وړیا پیدا کوی، وړیا او آزاد یې خوشې کوی. او د پښو او لاسو او حواسو دومره ویجاړولو ته د مینې نغمه غږوی.
له هغه دا یو غږ جاری دی: زه مینه او مینه ګر یم. زه مینه ورکوم. مینه مې تر ټول مادی- زمانی حرکت وړاندې ځغلی، ځکه مینه مې د هرڅه پیل او پای دی. پرته له مینې زما په هستۍ کې هېڅ نه ځاېږی.
مینه یوازینی تخلیق دی. مینه ټول تخلیق دی؛ ځکه بې مینې هېڅ شی نشته. هېڅوک نشته. یوازې خدای شته. مینه په خدای کې ده. که خدای لرې؛ نو مینه کوه، مینه ورکوه، مینه داسې زیاتوه، ته او هر وګړی ټول په مینه کې یاست.
د مینې سلطنت
تر ټولو اعلا او ستر قوانین: خدای عاشق دی. روح شته، ځکه خدای ورباندې میېن دی.
«د عشق په لار کې لومړنی ګام له ځان سره مینه کول دی.»، ژوند د ګامونو مجموعه ده.
انسانی عشق، هغه چې له نفسه غږېږی.
الهی عشق-بې قیده او شرطه عشق- هغه چې هېڅ پاداش او مزد نه غواړی.
نو هره شپه، او هره دعا کې له خدایه وغواړه: خپله مینه ماته راوښیه، خپله مینه را زده کړه!
ځان د عشق په رودخانه کې وینځل، د ذهن ټول ښاماران او دوزخونه اوبو وړی. ددې سمندر نقلیه واسطه درونی غږ دی.
تاسو یاستئ؛ ځکه خدای په ټولو عاشق دی.
د کلمو بېسوادۍ څه ګوډ ګوډ را وړغړولم!!! بس دی. عشق په وېلو وچېږی.
عشق باید وشی. د «فرد» شتون او خپلواکی همدا ده: نه پوهېږم؛ خپله تجربه دا راته وایی.
برکت یوسئ

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر