ادبیات فلسفه

ژبه او ژبپوهنه

لیکوال: پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار

 له یوناني فیلسوفانو راهیسې انسان یو ویند ژوی(ناطق حیوان) بلل شوی دی خو نن سبا یې روزار ساز ژوی بولې او په دې لړکې «ژبه» له هغو لومړنیو اوزارو څخه ګڼي چې د انسانانو پر مخ یې د دغو ټولو اوزارو د رغاونې او کارونې دریڅه پرانېستې چې له ډبرینو او فلیزی اوزارو او اوره رانیولې، تر برېښنا او برېښنایي او نومهالو الکترونېکي اوزارو پورې یې رارسولې او همداسې پر مخ ځي.

دا چې وایو: ژبه یوازې په انسانو پوره اړه لري او د ګډکار او بیا ښکار په ترڅ کې یې رامنځته ته کړې مانا یې دا چې د دغه اوزار ساز ژوي مغزو تر بل هر ژوی تردې  بشپړتیایي پړاوه رارسېدلې وو چې د دې کار لپاره پرې وتوږي، لرګي له ونو راپرې کاندي او ډانګونه ترې ورغوي، ورسره د ژبې شونډو ستوني او نورو غړو په مټ یې له خولې داسې غږونه راوکښلای شي چې د نورو ژویو «غریزې» غږونو سره توپیر ولري، او د پړانګانو، زمریانو، لېوانو، هوسیو سویو نومونه سره توپیر کاندي.

 دغه یو وستوي نومونه سره وپېيي او په پای کې تړښتي ګرداني بڼه ورکړي، غونډلې (جملې) او متنوعه رامنځته کاندي، یا په لنډو ټکو، اوسني بشپړ ژبني سیستم ته یې راواړوي.

ژبپوهنه یا ژبنی ساینس د انساني ژبې څېړنه ده. په دې څېړنه کې د ژبې رغنده توکي د بېلا بېلو اوسنیو او تاریخی اړخونو او ځانګړتیاوو له مخې تر څېړنې، سپړنې او شننې لاندې نیول کېږي.

پر همدې بنسټ ژبپوهنه پر بېلابېلو څانګو او څانګوړو وېشل کېږي لکه پښویه (دستور، ګرامر) د وییپوهنې ترڅنګ د ژبپوهنې یوه سپڼیزه (تشریحي) څانګه ده چې اواز پوهه، ګړ پوهه او غونډله پوهه یا جمله پوهه (نحوء) یې په څانګوړو کې راځي؛ آر پوهنه (ریشه شناسی، اتمولوجی) چې پر تاریخي او پرتلیز (مقایسي) څانګوړو وېشنه مومي.

سرباندې ژبپوهنه (Meta- Linguistics):

 ژبه څه شی ده: د انسانانو تر منځ د یو لړ تړوني غږیزو پیلامونو (سیمبولونو) یوه ټولګه ده چې خپل منځي خبرتیایي اړیکې یې په مټ راټینګ کاندي. د همدې وسیلې له برکته یې بشري پنځونې له تېر مهاله تر وسمهال رالېږدولي او وسمهالي دا راتلونکیو ته ورلېږدوي. له سر باندې ژبپوهنې څخه ژبپوهانو موخه له نورو پوهنو سره په تړاو څېړل کېږي. دغه څانګه له بېلابېلو څانګوړو سره لومړی ځل د تېرې پیړۍ په نیمایې کې رامنځته شوې او را دود شوې ده.

وار له مخه د هرې پوهنې څانګپوهیزوالي ټینګار کېده او هغه هم د پوهنو او هنرونو له ویشنې سره چې نیمه زرۍ پخوا د په لومړیو کې رنسانس سره را دود شوه، یانې د لرغونې یوناني- رومي پېر پر خلاف چې د فلسفې تر سرلیک لاندې ټول علوم و فنون سره نه بېلدونکي ول، یو فیلسوف به هغه ټول د یوې ناشننوړې ټولګې په توګه راخپلول، چې هم فیلسوف وو، هم طبیب، ستور پوه، تاریخپوه، ځمکپوه، شمېرپوه، مبچپوه، ادبپوه،ژبپوه، موسیقي پوه، ژوند پوه (بیالوژیست) او داسې نور.

څنګه چې هر څیز وښکارنده (پدیده) له پرتلوالې (نسبیت) پخشو ده، نو هغه وېش او ډلبندي هيڅ تر پایه پاتې نه شوه او په نومهالپېر کې د بېلابېلو علمي، فرهنګي او فني (تخنیکي) څانګو ترمنځ اړیکې او تړاوونه مخ پر پراخیدو شول او په دې لړ کې ژبپوهنه هم بېلا بېلې سر باندې څانګې راخپلې کړې. لکه په دې لاندې ډول سره.

۱-ژب – ټولنپوهنه (Socio – linguistics):

 دغه ګډه څانګه د ژبپوهنې او ټولنپوهنې ترمنځ ګډ اړخونه تر بلې هرې سرباندې ژبپوهنې ډېر ارت وربرت دي ځکه پر دې سربیره چې ژبه له ځایه یوه ټولنیزه پدیده ده، د ګډ ټولنیز کار اړتیا زېږنده ده او کار وتګ یې هم له ټولنې بهر ناشونی دی، مانا یې دا چې هر غږېدونکی له یوه اورېدونکي او هر لیکونکی له لوستونکي سره تړلی او پېیلی دی. همدغه ژبه ده چې د یوه اړیکیز اوزار په توګه د انسانانو ترمنځ دوبله پوهاوي او خبراوي دنده پر ځای کوي.

له لیک و لوسته نیولې تر لوړو زدکړو او پوهې فرهنګ تخنیک او هرې بلې اړتیا لپاره یې پر کار چوی، همدا راز یې له پرمختیا سره پرمختیا مومي، له ځوړتیا سره یې ځوړتیا، او یا یې هم له نشتېدا سره نښتېږي.

۲- ژب – ادبپوهنه (Philology):

 دا هغه څانګه ده چې زیاتره پخوانۍ لیکنې لاسوندونه (متنونونه، ډبر لیکونه…) پکې د دیاکرونیکو ژبیو آرونو له مخې تر څېړنې شننې لاندې نیول کیږي.

۳- ژب – توکمپوهنه (زبانشناسي و نژاد شناسي)  (Ethno – Linguistic):

دلته پردې رڼا اچول کیږي چې یو ټبر (Ethnos) یا ټولنیزه ډله (ګروپ) په کومه ژبه یا ګړدود خبرې کوي. د ژبپوهنې او توکمپوهنې ترمنځ اړاو تړاو تر څېړنې لاندې راځي، ګړدودي – لیکني یووالی او کره والی یې څېړل کېږي او ټولنې ته د پرلپسې نویو جاجونو د رانغښتنې لپاره يې لارې چارې سنجول کېږي. او په پای کې یې د ملي وکر (حیثیت) د رښتیاینې (تحقق) لپاره غږېدونکي ټولنه پرېکړه کوي.

ژب – ساپوهنه (سایکو – لېنګوستیکس):

هغه ګډه څانګه ده چې د کړنیزې (مخیایي) ژبې په تړاو د ساپوهنې نقش څېړل کیږي.

 همداسې د اند و ژبې ژبې – فیزیولوجۍ، ژبې – (نوري) فزیک، ژبې – کلتور، ژبې – تاریخ، ژبې – وټې (اقتصاد)، ژبې- لرغونپوهنې، ژبې – فلسفې څانګې درواخله، څنګه چې ژبه یوازې د انساني وړتیا زېږنده ده او په انسان اړه پیدا کړې او نور ژوي يې په راپنځولو نه دي بریالي شوي یا په راتلونکي کې يې دا شونتیا چې د دغه وړتیا تر لاسه کاندي او داسې نورې ټولیزې ویینې او وړاندوینې یې!

ستاسو نظر