فلسفه

مشهور روښانفکر، فيلسوف او ليکوال ژان پل سارتر

په دې ليکنه کې د ياد ليکوال  په روښانفکري هلو ځلو، رسالت، ليکوالۍ  او فلسفي باورونوپه لنډه توگه څه ويل غواړو.

لنډه پيژندنه

 ژان پل سارتر په ۱۹۰۵ميلادي کال کې په پاريس کې  وزيږيد، د دوه کلونو په عمر و چې د پلارله مينې بې برخې او يتيم شو، مور يې دخپل پلارکور ته کډه وکړه.سارتر د مورني نيکه شارل شوايتزر په سيورې کې را لوي شو.

سارتر د يوې شتمنې بورژوا کورنۍ سره تعلق درلود. په کتاب لوستې اوله عالي فرهنگ اوسواد نه برخمنې کورنۍ په  غيږ کې يې وده وکړه.

ژان پل سارتر د اتوکلونو وو چې رومان ته ورته ليکنې يې کولې.په اولس کلنې کې يې ديوه بل ملگري پل نيران په مرسته يوه مجله خپروله. په ۱۹۲۹ کال کې له   (Ecole,Normal ,Superiure) څخه فارغ شو.

سارتر د زده کړو په جريان کې د دکارت راسيوناليزم يا(د عقل اصالت) باندې نيوکه وکړه. د دويمي نړيوالې جگړې ترمخه سارتر د فرانس په ليرې سيموکې دسر ښوونکي  په توگه دنده تر سره کوله.

په ۱۹۳۱ ميلادي کال يې غيرعقلي فلسفې لارته ليوالتيا وښوده. د دغه افکارو محتويات يې په په ادبي اوفلسفي ليکنوکې منعکس کړل. دوه کاله وروسته  چې کله برلين ته ولاړ هلته د جرمن فلاسفه وو په تېره بيا د هوسرل او هايدگر له اثاروسره  بلد شو، له هغه ځايه يې دپيښپوهنې

(Phen omenology)اواگزستانسياليزم  فلسفي افکار له ځانه سره راوړل.

په ۱۹۳۳ کال کې سارتر په المان کې ژوندکاوه، د نازيانو قدرت ته د رسيدو په مهال بې پروا وو.آن تر دې چې کله درې کاله وروسته په فرانسه کې انتخابات وو، په هغه کې د فرانسې د خلکو جبهه بريالۍ شوه، خو نوموړي  په کې گډون ونه کړ. په اسپانيا کې يې دکورنۍ جگړې سره دومره ليوالتيا ونه ښوده چې ټول روښانفکران ورته هيجاني ول. ان تردغه مهاله سارترد مارکس له زده کړوسره علاقه نه ښوده.

ژان پل سارترناول ليکوال. کيسه ليکوال هم وو خو په لومړي سرکې چې  د ادبي لیکنو خپروونکو له خوا هرکلى یې ونه شو. وروسته د هغه اثارپه ټولنه کې خپل ځاى پيدا کړ.

په ۱۹۶۴ کال سارتر د نوبل د ادبي جايزې حقدار وگڼل شوخونوموړي دا جايزه ونه منله. دليل يې دا وو چې جايزه د بورژواي افکارو د خپرولوپه خدمت کې ده. سارتر د داستان ليکوال اوفيلسوف په توگه شهرت درلودخود يوروښانفکر په توگه په لومړي سرکې دسياسي فعاليت ليوال نه وو. د الماني فاشيستانو په شرايطوکې سارتر جبهې ته ولاړ، بيا ونيول شو.په ۱۹۴۱ کال کې له بنده ازاد شو، له ځينو فرانسوي خپرونوسره يې پټه همکاري کوله.

په ۱۹۴۸ کې يې د دوه تنوملگروپه مرسته انقلابي دموکراتيکه ټولنه جوړه کړه. په ۱۹۶۷ کال کله چې دسوله خوښوونکو له خوا په ويتنام کې د امريکې د امپرياليزم د جناياتوپه هکله نړيواله محکمه جوړه شوه، سارتر يې د مشر په توگه وټاکل شو.

نوموړي د خپل ژوند ملگرې سيمين دو بو وار ته په ۱۹۷۴ کې ويلي وو:((سره له دې چې د ښوونځي په دريم اوڅلورم کال کې يې د لومړي ځل له پاره د مارکس اثار لوستي ووخو په څه پوه نه شو، يوازې دومره وپوهيده چې مارکس داسې سوسياليست دى چې منطقي خبرې کوي.هغه وايي: د مارکس په گړنوپوهيدلم، افکار مې ورته تعقيبول خو په دې نه پوهېدم چې د اوسني دوران سره دا خبرې څه رابطه لري. دا خبره چې اضافي ارزښت، کار، واقعیي مانالري  زه پرې نه پوهېدم.))[۱]

سارتر د يوفعال روښانفکر په توگه سره له دې چې د مارکس  نظرياتو ته ليوال وو اوسوسياليزم يې خوښېده،دفاشيزم پرضدمقاومت غورځنگ کې يې گډون درلود خو د فرانس دکمونيست گوندسره يې هيڅ اړيکې نه  درلودې.

په۱۹۴۸کال کې له هغه وروسته چې شوروي اتحاد ته يې سفر وکړاو د استالين قساوتونه يې وليدل.((د ککړ لاسونو))ننداره خپره کړه. د کمونيست گونددسختو بريدونو لاندې راغی.له هغه جملې روژه گارودي چې نوى استالينيست شوى اوسارتر هغه يو تبليغاتچې باله. ژان کاناپايوه رساله خپره کړې وه چې ويلي يې وو: اگزستانسياليزم هيومانيزم نه دى  همدارنگه کاناپا، هايدگر د نازي پلوى، پوچ پلوي کامو او سارتر په يوه ليکه کې د ورځې د مود سره سم ځناور بللی چې دا ناوړه کلمات هغه مهال د ستالينيزم په ادبياتو کې رواج وو.

سارترپه همدې سبب له خپل ملگري مرلوپونتې نه جلاشو. په ۱۹۵۶ کال کې يې دمجارستان په اشغال سخته نيوکه وکړه.د کوريا په جگړه کې يې په استالين او د شوروي په کمونيست گوندشديد انتقاد وکړ. د ويتنام دجگړې پرمهال د انگليس فيلسوف برتراندراسل سره يوځاى د امريکا د دولت د محاکمي غوښتونکى شو.

سارتر او روښانفكري ژمنتوب:

يومهال مې لوستي وو چې ژان پل سارترپه اروپا او ټوله نړۍ كې د روښا نفكرۍ  يو معيار دی. پيښو دا مساله نوره هم لا  پسې د هغه د وينا او عمل له مخې  ثابته كړه.

د سارتر په عقيده  روښانفكر هغه څوك دی چې په خپل تن اوخپله ټولنه كې د عملي حقيقت اودلاسبرې ايديولوژۍ ترمینځ د موجود تضاد په شتون خبرتيا پيدا كړي.

روښانفكرد داسې يوې ټولني پديده ده چې په مینځ جلاشوې او يا څيرې شوې او په عين حال كې د دې شاهده ده چې دا ويشل اوجلاكيدل يې خپل ځانته انتقال كړي دي. يوه  تاريخي پديده ده، په دې مفهوم چې هيڅ ټولنه نه شي كولای له خپلو روښانفكرانو شكايت وكړي. پرته له دې چې ځان تورن كړي، ځكه چې  دا پديده يې خپله زيږولي ده.[۲]

له بلي خوا روښانفكران هغه څوك دي، پې کوم  كارونه  ور پورې اړه نه لري په هغوكې لاس وهنه كوي او داسې ادعا كوي چي د انسان او ټولنې څخه په هغه څه پوهيږي چې د اكتسابي حقايقو پر بنياد له ټولنيزو چلندونو الهام اخلي، او د هغو په بنسټ  دناسميو په وړاندې  خپل  اعتراض كوي.

په دې اساس په ټول كې روښانفكران په اصل او منشا كې د انسانانو د بيلا بيلو ډلو نه عباردت دي چې د يو لړ فکري کارونو له مخې لکه (رياضي پوهنه، تطبيقي علوم، طب، ادبياتو) له مخې مشهور شوې وي. له دې شهرت  او دريځ نه پرحاکمه او لاسبري حاکميت او ټولني نيوکه کوي.که وغواړو د دغه گډتصويرله پاره يولړ روښانفکران مثال راوړو نو بايدووايوچې هغه پوهان  چې د اتم د خلاصولو پرسر د اتمي جگړې د وسلو دجوړولو له پاره کار کوي روښانفکران نه گڼل کيږي. هغوۍ يوازې پوهان دي خوکه همدا پوهان د اتمي جگړې د وسلودويجاړونکي قدرت او وحشت پر ضد چې د جوړولو امکانات يې برابروي را ټول  او د اتمي جگړي اوبمب دکارولونه دمخنيوي له پاره يو اعلاميه لاسليک کړي، روښانفکران گڼل کيږي.

په واقعيت کې هغوۍ د خپل واک اوصلاحيت له حدودو بهرکيږي چې دبمب جوړول يوڅه او د هغه کارول بل څه دي. د خپل ترلاسه کړي شهرت نه پر عمومي افکارو باندې د اغيزکولوله پاره کار واخلي اوپه دي عمل سره د علمي پوهي او سياسي ارزونې چې د نورو اصولو له مخې جوړ شوي، سر پوښ کيږدي. سارتر د روښانفکرانو څخه په دفاع کې يوه رساله لري چې په هغې کې  د روښانفکر او ټولنه، روښانفکري ارزښتونه، د روښانفکرانونه په دفاع کې او درې گونې ويناوې دي چې په نړيوال فرهنگ کې پراخ انعکاس لري. دا د سارترهغه د نظرياتو او ويناوو ټول دى.د سارتر په ليکنوکې د استعماراو نژادپالنې پرضدکرکه اوهمدارنگه دمستعمره اولسونو نه دفاع ځانگړى ځاى لري. البته د سارتر ليدتوگه په دې برخه کې له مارکسيستي افکارو خړوبيږي  او له بلې خوا د فرانتز فانون اومستعمره اولسونو د مبارزانو له افکارونه  اغيزمنه ده. په لومړي سرکې د سارتر فکر د آسيايي او آفريقايي او لاتيني امريکا د هېوادونو د خپلواکۍ غوښتنې په مبارزو متمرکز وو او د دغه هېوادونو د ملي حاکميتونو ايجاد يې د ليکنو عمده مضمون ووخو وروسته  چې دا لړۍ  تر يوه حده بشپړه  بريښيده نو بيا د هغه په ليکنو او ويناووکې په بومي فرهنگ ټينگارکيده چې په دغوفرهنگونوکې څوگوني  او تنوع ځليده. سارتر د الجزايرې ليکوال فرانتز فانون په اثر((دځمکې پر مخ دوزخيان)) باندې يوه تونده او پريکنده سريزه ليکي او په هغه کې دفرانس داستعماري امپراتوري څيره را برسيره کوي، په عين حال د استعماري هېوادو اولسونو ته هم خبردارى ورکوي: ((استعمارگران چې دخپلو گټو له مخې سره يو لاس شوى وو، خپلو گډو جناياتو ته د ميني او ورورۍ نوم ورکوي.نن ورځ هماغه قهرچې هرځاى کې يې مخه نيولي شوي ده، زموږ سربازانوله لاري بيرته موږ ته راگرځي. په موږ کې راټوليږي اوموږرانيسي(تصرف کوي).استعمارځپلي له سره ترکيب پيدا کوي او موږ افراطيون او ازادي غوښتونکي او په مستعمره هېوادو کې استعمار چيان چې په مورني وطن کې دي، تجزيه او تباه کيږو.))

سارتر تر دې حده د ازادۍ او د مظلومواولسونواو د ازادي بخښوونکو غورځنگونوپه ليکه کې دريږي او اولسونو ته خبرداری ورکوي چې د استعمار  او ښکيلاک نه د ژغور لاره يوه ده. دسريزې په پاى کې ليکي:

موږ هره ورځ دشخړو پرمهال يامقابله کې په څټ راځو خو باور وکړۍ چې موږ به له دې شخړو يوې څنډې ته نه شو.انسان وژونکي دې دعوو ته اړتيا لري.له موږ سره به مخامخ شي. موږ به وځپي خو نور د جادوگرو او کوډگرو وخت تير شوى دى.يابايد وجنگيږو او يا بايد د هغو په زندانونو کې وراسته شو.دا د ديالکتيک وروستى پړاو دى. تاسې دا جگړه محکوموي خو ددې جرات اوزړه نه لرئ چې د الجزايري مبارزانو سره ملاتړ اعلان کړۍ.مه ډاريږۍ د مزدورو انسان وژونکو او د استعمارگروپه باب فکروکړۍ.هغوۍ تاسې له بې حرکتۍ را بهرکړي، ښايي په هغه مهال به ددغه نوى قهرڅخه  هغه جباران چې په تاسوکې لوى جنايات را لمسوي قبضه ټينگه کړي خو دا کار د مشهورقول له مخې يوبل تاريخ دى. دبشر تاريخ، زه ډاډه يم چې کله موږ د دغه تاريخ جوړوونکو سره يو ځاى شو هغه مهال  را  نژدي کيږي.))[۳]

سارتر په ۱۹۴۸ کال دفرانس د تور پوستو په شعر باندې چې ((توره ارفه)) نوميږي  يوه سريزه وکښله چې وروسته په دې باب  ويل شوي دي.دا يوه استعماري ضدليکنه وه.همدارنگه د آفريقايي او آمريکايي تور پوستو د مسايلواو اخلاقي دفترونوسره يوځاى او داسې  نورې ليکنې د کډوالوپه باب وکښلې چې دا د نوموړي ډېرې څرگندې  روښانفکرانه ليکنې دي. سارتر د شلمې پيړۍ يو ډېر پياوړى اوځلانده روښانفکره څيره ده. فرانسويان هغه د ولتر، ويکتورهوگواو اميل زولاسره ورته بولي. فرانسويان يادونه کوي  چې زولا د دريفوس په قضيه کې د هغه مقاله چې عنوان يې دى ((زه يې تورنوم)) (د دريفوس په باب ليکنه چې په هغه کې يو يهودي جنرال المان ته په جاسوسۍ تورن کيږي،  اودهغه په باره کې اميل زولايوه ليکنه لري چې هغه هم د سارتر د رسالې  په پاى کې را غلې ده.) سره له دې چې دهغه دنده وه  خو په زرگونو نورې لارې هم هغه ته خلاصې وې چې خپل ژوند په ارامۍ ترسره کړي.زولاخپلې روښانفکرانه وعدې ترسره کړې چې کار يې د ستاينې وړدى.زياتره روښانفکران خپله دنده اورسالت ته پام نه کوي.

د يوه بل فرانسوي ليکوال په قول سارتر يو له هغو کسانو وو چې په فرانس کې يې روښانفکرانه ژوند بڼې ته بدلون ورکړ.سارترچې د نازې په وړاندې د مقاومت له بټۍ را وتلي وو، دستم ځپلوليدتوگه يې تر زياته حده دحقايقو معيار اواصل وو.په همدې دليل  يې ټينگار کاوه چې  روښانفکران بايد د ستم ځپلو  په خوا کې ودريږي او د هغو له مبارزي دفاع وکړي. هغه په خپل يو اثر  ادبيات څه شى دى. دا مساله روښانه کوي:

هيڅ څوک دې ته اړ نه دي چې ځان ليکوال غوره کړي. پيل له ازادۍ نه دى. ما په لومړي سرکې په دې دليل ځان ليکوال غوره کړچې په ازادۍ سره مې د ليکلوطرحه جوړه کړه خو په چټکۍ سره دا مانا هم ورپسې زياته شوه  او زه په داسې چابدل او واوښتم  چې نورمې اوس ليکوال بولي.يعنې يوڅوک چې په يو ډول سره د هغو غوښتنې پوره کړي.که هغوۍ وغواړي يا ونه غواړي بايد د هغه ټولنيز عمل ومني.

فلسطيني ليکوال  او روښانفکر  ادواردسعيد په خپل مشهور اثر امپرياليزم اوفرهنگ کې کله چې د لويديځې نړۍروښانفکران ارزوي، د سارتر هم زمانه ليکوال البرکاموپه اثاروهم شننه کوي. هغه په ضمني توگه د استعمارځپلو اولسونوپه تيره د الجزاير د اولسونو پر وړاندې د فرانس د استعماري امپراتورۍ په چلندباندې د کاموسترگې پټول د نورو روښانفکرانوسره يو ډول  ارژوي او يادونه کوي خو سارتر په دې ډله کې نه راځي، هغه ديو اصيل فرانسوي په توگه له خپلو ژمنوپه کلکه دفاع کوي او د تور پوستو او مستعمره خلکو په ليکه کې دريږي.

کامو د فرانس الجزايرې ليکوال دى چې کولى شوپه حق سره هغه دنړيوال اعتبار لرونکى وبولو.له نوموړى (کامو)له هغه نه يوه پيړۍ د مخه جين استين يو ليکوال  تېر شوى چې سعيد يې  ه هغه  سره ورته  بولي. د البرت کاموپه اثاروکې د امپراتورۍ په  باب حقايق چې ډير روښانه  دي.سترگې پټې شوي دي. د استين په اثاروکې هم  يو ډول نا جلاشوى خصلت موجود دى. داسې خصلت چې د هغه مکان او جغرافيوي قلمرو چې د هغه اثر پرې متکي دي انساني او نړيوال خصلت سره عجيب او حيرانوونکي تضاد لري.

د استين  د داستان قهرمان چې دمنسفيلدپارک په فضا او يا هم په انتيگوا کې د مريانو د کار په کرونده کې دى دکامو د اثر له قهرمان  “مورسو “سره چې په  حيرانوونکي اگزستانسياليستي گوښيتوب کې دى او د پيښو پر وړاندې  بې پروا او يو ډول بې توپيره انځوريږي، ورته والى لري. له کړنو او پيغام نه يې د استعماري فرانسي د بې بندوباره او بې مهاره  استبداد ي دوران  پر وړاندې  د شلمې  پيړۍ  استعمار ضد غورځنگ  دى  چې په مستعمره  هېوادونوکې را پورته  شو،زيات اهميت لري.کامو د دغه امپراتورۍ يو وروستى شخصيت دى چې  د امپراتورۍ د پراختيا په شرايطوکې يې حضور نه درلود بلکې اوس د يوه نړيوال پلوي ليکوال په توگه چې ريښې يې په مستعمره الجزايرکې دي  هغه يې له ياده وتلي او په  اوسني استعماري دوران کې حضور لري.

اداوارد سعيد  په ډيره زيرکۍ او مهارت سره  دا خبره کوي چې کله  دابرين  په نوم ليکوال څيړنه کوي  نو په بې رحمانه توگه دکامو دډيرو مشهورو اثارو اودالجزاير د استعماري موقعيت تر مینځ اړيکي بربنډوي. هغه په خپله څيړنه کې ځان له کړاوه ژغورې، وايي: چې کامو د اروپايي سرحدونو  پورې مربوط  دى. هرڅوک چې د فرانس د استعمار او الجزايرپه اړوندپه څه پوهيږي (چې ابرين په ډيرڅه پوهيږي)، نو د اروپااو د هغې دسرحدونو اړيکي روا اومشروع نه بولي بلکې  دا اړيکي په غيرلويديځه نړۍباندې زياتره دلويديځ دلاسبرۍ اوحاکميت اړيکې دي.

اداوارد سعيد په ډيره استادانه توگه دا مساله روښانه کوي چي کامويو فرانسوې الجزايرى دى خو دالجزاير دملي ازادې بخښوونکي جبهى دمبارزو او سرښندونوپه مهال داستعماري امپراتورۍ پر وړاندې کوم اعتراض نه کوي  اونه  خپل غږ پورته کوي.

د سارتر په وينا هم د روښانفکر اصلي دوښمن هغه څوک دى چې د هغه  په اصطلاح قلابي وي  يا يې هغه دروغجن روښانفکر  بولي. يا هماغه  ډول  چې د نيزان په نوم يو روښانفکر يې  د بورژوازي د دروازې سپى بولي. هغه دحقايقو دکشف په لټه کې نه دى  بلکې غواړي هر څه پټ وساتي. تل همدا وايي:((زه پوهيږم خو……))يا((نه،ولي،،،)) قلابي يا دروغجن روښانفکرچې ښايي دسارتر هدف ترې هماغه دالبرت کامو مثال وي.په پام کې وه.))تل وايي:زموږ مستعمراتي تگ لاري هغه ډول چې بايد واى نه ده. زموږ له سمندرونو اخوا مستعمرو کې تبعيض او توپير زيات دى خو زه د هر ډول  تيري  مخالف يم. زه نه غواړم چې جلاد اوسم اونه غواړم قرباني شم.))[۴]

سعيدوايي:يو اروپايي منتقدچې له تاريخ ليکنې سره ليوالتيا لري په دې باور دى چې کامو د اروپايي وجدان بحران په يوه لويه تاريخي مقطع کې را پيژني. داسې بحران چې غميزه يې په صامت اوساکن ډول سره له دې چې کامو تر۱۹۶۰دمرگ تر وخته 〉 دفرانسوي مستعمرو په ايجاد اودهغو پراختيا يې يوه ژغورونکي اوممکنه پيښه بلله. يعنې هغه څه چې له تاريخي پلوه يوه اشتباه گڼل کيږي.داځکه چې دوه کاله وروسته فرانسې خپلې ادعاوي او متصرفات يوځای الجزايرته تسليم کړل.[۵]

دلته مود کامو مثال ځکه را ياد کړ چې دواړه هم کامو او هم سارتر ديو هېواد او يو زمان او د فاشيزم پر ضد د مقاومت مبارزين دي. سره له دې چې کامو انکارکوي چې اگزستانسياليست نه يم خو پر هغه باندى د اگزستانسياليزم  له اغيزوڅوک نه شي منکريداى.

سارتر د فرانس د امپراتورۍ استعماري چلندسخت غندنه کوي.د الجزاير د اولس د مبارزو نه دفاع کوي. د لاتيني امريکا د اولسونو آزادۍ اوخپلواکۍ له مبارزونه کلکه دفاع کوي.

د ژوندپه اوږدوکې څومره چې دمارکس دنظرياتوسره ليوالتيا ښى  دستالين د ديکتاتورۍ پر ضدليکنې کوي، د ککړ لاسونو ډرامه  يې يو مثال دى. کله چې شوروي ځواکونه هنگرې ته ننووځي،سارتريې کلک مخالفت کوي او د شوروي د وخت سياست غندي. په ويتنام کې دامريکاد سياستونو پرضد کمپاين کوي او همدارنگه د الجزاير د ازادي بخښوونکي جبهي ملاتړ کوي. د فرانس د امپراتورۍ کړنې غندي. په دې ډول د يو رښتيني اوخپلو عقايدو باندې ولاړاو د زمان د يو وتلي روښانفکرپه توگه خپل رسالت ترسره کوي. سارتر د يوه ليکوال په توگه په روښانفکري ډگرکې هيڅکله دليکوال رسالت  له پامه ليرې نه ساتي  بلکې هغه نورهم راځلوي اوليکي:

((نقش، موضوع، وسايل او د ليکنې هدف د تاريخ په اوږدوکې بدل شوى دى. دلته هدف دا نه دى چې مساله په کلي توگه تر لاس لاندې ونيسو، موږ دلته د معاصرليکوال سره سروکار لرو.د هغه شاعرسره چې ځان نثر ليکوال بولي.د دويمي نړيوالې جگړې له پاى را وروسته، په داسې  دوران کې ژوند کووچې ناتوراليزم د لوستلو وړ نه دى.رياليزم تر پوښتنې لاندې دى، سمبوليزم خپل نړيوال قدرت له لاسه ورکړى دى.يواځينى مهم ټکى دادى چې له هغه انکارنه کيږي، معاصرليکوال (۱۹۵۰-۱۹۷۰) هغه څوک دى چې دکار دوسيلي په توگه گډه ژبه غوره کړي.هدف هغه ژبه ده چې د واحدې ټولنې د غړو ټولو عباراتو لرونکي وايي چې ژبه د مقصدد بيان له پاره ده او ټول عادت لري وايي چې د ليکوال دنده د مقصدبيانول دي يا په بل عبارت ليکوال هغه څوک دى چې دويلو لپاره څه لري.))[۶]

د ليکوالۍ او شاعرۍ اړوند د سارتر باورونه

په تيرو لسيزوكې ان كله چې د افغانستان د ليكوالوټولنه ايجادشوې نه وه زياتره ادب پيژندونکي اوپه دې هکله د نظرخاوندان په دې باور ووچې ادب د ژوندلپاره او ادب د اولسونو د خدمت لپاره دى.يا بايد وي. ياپه بل عبارت  ژمن او پلوی ادب په واقعيت کې د پخواني شوروي د ايديالوژي تراغيز لاندې را پورته شو، کوم چې نظام يې د ايديالوژۍ پر بنسټ ولاړ وو. دې باورونوهغه مهال د يو ډول تحجراو مټکور ذهن نماينده گي کوله. يا تش په نامه د کارگرو او بزگرو د حقوقو دا عادي او ترلاسه کولواو د هغود خبرتيا د لوړولو په لارکې د مبارزې په نوم کارول کيده.

د دې تيورې يا(ژمن ادب)لپاره په محافلو او غونډوکې د گورکي اوڅو تنو نورونومونه زيات ياديدل، په بل عبارت چې دايو ډول  رواج اودود گرځيدلی ووچې بايد تقليداو تعقيب شي. د رسمي اداراتو سپارښتنو دا مساله نوره هم بې خونده کوله. په هماغه وخت کې هم دا تگ لاره ديو شمير روښانفكرانو له خوا له ننگونوسره مخامخ شوه.په ځينومقالواو ويناووكې جوتيدله چې ادبيات  د دستور او لارښووني پر بنياد وده نه کوي بلکې دا د انسان درک، اخځ، احساس او عاطفي چلندسره اړه لري.طبيعي خبره ده چې د هغه شخصيت او تفکر هم په کې اغيز لري خو د مسالي يو بل اړخ که وگورو په لويديځه نړۍ کې داسې ليکوال او د فکر خاوندان وو چې له دې موضوع  سره يې خلاقانه چلند کړی دی.يوله دغو شخصيتونو اوفلاسفه وو څخه فرانسوي فيلسوف ژان پل سارتر دی چې په بيلابيلو زماني مقاطعوکې په دی اړوند عملي او پراگماتيک نظريات وړاندې کړي دي. دې کې شک شته چې سارتر په خپل وخت کې يو کيڼ اړخی نظرلرونکی مفکر و خو همدغه سارتر د تحجر او دوگماتيزم سره نه پخلا کيدونکی شخصيت هم و.سارتر د ځمکې پر سر دوزخيان اثر په سريزه کې ليکي:((واقعیي نړۍ په دوه برخوويشل شوې ده يوه د بلې په وړاندې د جنگ په حال کې  ده، پنځه سوه مليونه خلک او پنځه ميليارده اودوه سوه بومي خلک)) البته دا بيله مساله ده چې زيات څه ويلو ته اړه لري.لکه چې په همدې ليکنه کې تر مخه هم ورته اشاره وشوه.سارتر يو مهال د شوروي د وخت د نظام پلوی فيلسوف ووخوكله چې مسکو ته ولاړ او هلته يې د استالين رژيم او د هغه کردار وليده  په راستنيدوسره کاملا د دغې  تگ لارې مخالف دريځ غوره كړ.

په هر صورت  سارتر په يوه مقطع کې د شعر او نثر تر مینځ يو ډول توپير ته قايل دی  او د تعهد پر بنياد د دواړو توپير کوي، هغه شعر يو نا متعهد ژانر بولي او نثر ليکوال د پيښو پر وړاندې يو ډول مسول  بولي. د هغه دا نظر د سارتر په مشهور كتاب ادبيات څه شی دي؟ كې څرگند دی.بايد ووايوچې سارتر د دې مسالې سره هغه ډول چلندنه کاوه چې په شوروي اتحادکې له ادبياتوسره کيدلو بلکې د هغه چلند ډېر ژور او له نوښت نه ډک وو، که په لومړي سرکې سارتر يوازې د ليکوال يا نثر ليکوونکي ژمنتوب ته قايل دی،  هغه هم ميکانيکي او د ستوري ژمنتوب نه بلکې د يو فلسفي تفکر او د نيستۍ او هستۍ د فلسفې ليدتوگي په بنياد وو.

ژان پل سارترپوښتنه کوي چې ليکوال څرنگه عمل کوي؟ په ځواب کې وايي چې ليکوال  ليکل  کوي او د ليكلوله لارې نړۍ ته بدلون وركوي. كله چې موږ خبرې كوو نو نړۍ بدلوو ليكوال هم د ليكلوله لارې نړی بدلوي.د هغه په عقيده عمل د ازادۍ سره گډ او لازمي عنصر دی. يعني د امکاناتو په چوکاټ کې  داسې غوراوی او انتخاب دی چې  له مسووليت سره هم يوځای او ورسره اړيكه لري. دی يعنې ليکوال ځان مسول بولي، نوموړی داسې استدلال کوي، وايي کله چې د ازادۍ او مسوليت لرلو په مقابل کې  دنده لرل او د يومسوليت په غاړه اخيستل سره لازم اوملزوم دي نو د نثر ليکوال داسې څوک دی چې يو ډول دويمه درجه عمل ته لاس اچوي چې کيدای شي د هغه دا کړنه لوڅوونکي او څرگندوونکي عمل وبولو.  په دې اساس حق لرو اوځانته حق ورکووچې دا پوښتنه را پورته کړوچې د نړۍ کومه برخه دې ته اړه لري  چې په ډاگه شي او نورو ته وښوول شي او د دې څرگندولو او لوڅولو له لارې کوم بدلون رامینځ ته کيږي؟.د سارتر په باور که ليکوال دنړۍ ديوې رڼا او ځلاپه وړاندې چوپ کښيني ياسکوت وکړي نو حق لرو چې له هغه دا پوښتنه وکړوچې ولې دی داسې ويلي او هاغه بل شان دې نه دي ويلي؟ اوس چې خبرې کوي  غواړې يوحالت ته بدلون ورکړي، ولې ددې چارې بدلون غواړې  او د هاغه بلې چارې بدلون  نه غواړي؟

البته دا د سارتر يو نظر دی،هغه د ژوندپه يوه پړاوکې شاعرله هرډول مسوليته ازاد باله او ويل يې چې:سمه ده چې د نثر ليکوال يې هم ليکي او شاعريې هم ليکي خو د دې دواړو د عمل اوکړنې ترمینځه گډه وجهه  او اړيكه نه شته. بلکې يوازې د لاس حرکت دی چې توري کاږي. پر دې برسيره دده دونيا د هغه بل له دونيا نه توپير لري.هغه څه چې دليکوال له پاره رښتينی دی، دشاعرلپاره نه دی. سارتر له دې امله شاعر مسول نه بولي خو ليکوال  مسوول بولي.سارتر وايي: دواړه، هم ليکوال او هم شاعرد ژبې په باب دوه بيلابيل چلندونه لري. هغه  په دې باور دی چې شاعر په ژبه کي پاتي راځي. له کلماتوکار نه اخلي  بلکې تر دې حده  ويلی شوچې هغوته گټه رسوي. شاعران هغه کسان دي چې د ژبې په کارولوسره نه بوختيږي يعني نه غواړي هغه د وسیلي په توگه وکاروي خوليکوال هغه څوک دی چې له ژبې نه دخپل مقصد ته د رسيدو لپاره کاراخلي.پوښتنه داده چې ايا شاعرڅه شی نه په ډاگه کوي؟

په نتيجه کې(دسارتر)له نظره شاعر په څه کې بدلون نه راولي.سارتردې پوښتني ته بې پردي ځواب وايي:

سارتر وايي شاعران خبرې نه کوي چوپ هم نه کښيني خو د هغو پيغام بل شی دی. پوښتنه پيداکيږي چې شاعران کوم اوڅه ډول پيغام لري؟ خو سارتر دا مساله نه روښانوي.حقيقت دادی چې سارتر د شاعرانه کار د تکنيکي اړخ په پراخولوسره ټول شيان ناڅيزه او بې مانابولي.دا سمه ده چې خپله کلمات د شاعر لپاره کيدای شي هدف وي. د شاعرلپاره د هرې کلمي رنگ او بوی خاص اهميت لري.د شاعرلپاره کلمه لکه يو بلورين جام اهميت لري چې څه ډول وتوږل شي چې ټولې خواوې يې د پام وړشي.د سارتر په باور شاعر يو ماشوم نه دی چې د سيندپه غاړه په شگوکې لوبې کوي او هغه لاروي چې تيريږي دغه ماشوم ته گوري او د هغه د شگو سيل کوي. د سارترخبره له دې زياته بل څه نه ده؟

هغه وايي:زما په باور شاعرانه شيبه تل ديوډول تامل اوخيال شيبه ده او په پيل کې زياتره وختونه په خپل ځان باندې د ترحم شيبه ده.داسې شيبه چې له ځانه سره مينه کوي او ځان ته تسلي ورکوي. داسې شيبه چې غوښتنې يې د کلماتوله مینځه تيريږي، مگرد هغو د ارتباطي ځانگړنو اخواته عينيت او تجسم پيدا کوي.هغه خپله خبره په داسې يومثال کې روښانوي وايي: اياشعر ديوي ښکلې نجلۍ غمگينه زمزمه نه ده چې د هندارې مخ ته ولاړه وي اوپه خپلو زلفوکې لاس وهي او مبارز ليکوال او د عمل سړی چې کله غواړي خپله خولۍ پورته کړي، له کوټي بهرکيږي، د هغې پر زلفو لاس راکاږي اوبيا ور سره د کار او مبارزې نه د فراغت پرمهال د ليدلو وعده ټاكي.

په دې ډول سارترشعر دکلماتو يو ډول ښکلي اور لوبه بولي خو بې خطره اور لوبه.

(ادبيات څه شی دی؟) د چاپ تر وخته پورې نوموړي د شعر او شاعر  ژمنتوب او تعهد نه منلوخو دولس کاله وروسته کله چې ليوپولد سدار سنگور د((تورې ارفه))په نوم د تورپوستکودشعرونوټولگه په فرانسوي ژبه چاپ کړه.د هغې په ليدلواو لوستلوسره د سارترفکرهم بدلون وموند.بلکې د تورې ارفه چاپ يې يو ژمن(متعه)عمل وباله، د تورې ارفه په چاپ باندې د سريزې نه داسې جوتيږي چې سارتر په مستعمره هېوادونوکې له جلا زاويي  څخه د تور پوستکو د شعر ارزونه كوي.هغه وايي:((کله چې خوله بندونکی د دغه تور پوستوله خولونه د چوپتيا پټۍ يا بنداژ ليري کوي، نوڅه هيله لري؟ اياستاسو دستايني سندره ووايي؟ سارتر په دې متن کې دهستۍ اونيستۍ فلسفي بنيادنه کاراخلي.په لومړي مخ کې د تور پوستود ليداونظريادونه کوي او ليکي چې موږ يعني سپين پوستي بايد د هغه  تور پوستي لړزا او خپگان احساس کړو. ليکوال وايي سپين نږدې څو پيړۍ او زريزي  راهيسې د خپل ځان له ليدوپرته په بل څه فکرنه کوي، يوازې د ځان په باب فکر کوي. په ځان مين دی. سپين پوستکي په دې باور دي  چې سپينان د فضيلت، حقيقت او ښکلا او برتر اصل لرونکي دي. دوی(سپين پوستکي) باورلري چې تور رنگ د ماتم او مرگ رنگ لري او سپين پرې برتري لري.سارتر دغه اصل بدلوي اوسرچپه کوي يې وايي تور او تور رنگ د شرابو رنگ دی اوسپين د ډوبې  شوې او د ډوبيدو په حال کې د رنگ الوتې بيړۍ رنگ دی.

سارتر وايي:د حقيقي انسان غوښه د تورو شرابو په رنگ ده.نوموړي د سور ريالستي ادبياتو اوشعر په اړوندوليکل چې د تور پوستو شعر د دوه گونو تر مینځ هغه موجود توپيرله مینځه وړي.بلکې د توروپه گټه يې بدلوي. سور رياليزم په يورپ کې وټوکيدوخو بې روحه شو او په انتيل کې وغوړيد.

توروالې له دونياسره يوډول عاطفي چلند دی.سارتر وويل:((هستي توره ده.. موږ اروپايان هسې غير ضروري او ليرې پراته موجودات يو. د ليرې پراته مفهوم د پرديوالي ماناته اشاره ده. د تورشعرچې پلوی (د مستعمرو په گټه) په رښتيا د انسانيت شعردی. د ټولو او د ټولوله پاره شعر دی، د فرانسوي ژبو شعر زموږ د دوران انقلابي شعر دی))

سارتر چې لومړۍ يې ليکوال ژمن باله وروسته شاعرهم  ژمن بولي.

دسارتر د ژمنتوب په ادبي نظرياتوباندې عمده انتقادونه د موريس بلانشو له خوا وشول.د بلانشو په باور هر ادبي اثر په بيلابيلو ډولونوسره يوډول ژمنتوب لري. بلانشو وايي چې ادبيات د واقعيت سره په ضديت کې رامینځ ته کيږي.ليکوال دخپل اثرپه وړاندې ځان ژمن بولي، هغه وايي ادبيات نه شي کولای د سياست په خدمت کی را مینځ ته شي داځکه چې سياست د واقعيت يوه برخه ده اوادبيات دسياست نفې ده اومهمه داچې د ځان نفې هم ده، د ليکلوعمل له دې امله مهم دي چې د هر ډول قدرت پيژندنه ننگوي.سارتر وايي چې ما له کوچنيوالي له ادبياتوسره مينه درلوده او همدې مينې زه فلسفې ته راکښلم.له همدې امله هغه خپل  فلسفي نظريات په ادبې اثاروکې ځاى کړي دي.

سارتر او د هغه ادبي اثار:

تر مخه مو وويل چې  د سارتر ادبي اثار د هغه د فلسفي نظرياتوپه ليکه کې دي. يا په بل عبارت فلسفي نظريات يې د ادبي اثاروپه قالب کې هست کړي دي. د سارتر په اثارو نقد کوونکي په دې باور دي چې هغه نه خو په فلسفه کې کومه عالي مفکوره وړاندي کوي اونه يې په ادبياتوکې کوم ډيرعالي اولوړ اثار هست کړي دي. د ياد ليکوال د وخت ادبي مکتب يعنې سورياليزم او د پوچ يا ((ابزورد يا عبث))د هغه په اثارو کوم اغيز نه درلود. دا ځکه چې سارترپه فورم اوهنري مکتب ډيره لږه عقيده نه درلوده. د هغه اثار دفلسفي بيان په توگه د داستان او ديالوگ په قالب کې دي.بياهم د هغه لنډې کيسې، نندارې او ليکونه په خپل ځاى کې بې مثاله دي.

د سارتر دتهوع (ياگرځون) ناول (۱۹۳۸) د سارتر د نورواثارو په پرتله ډيره لږه فلسفي بڼه لري اوادبياتوته نږدې دى. گرځون داسې يو ناول دى چې پيښه نه لري خو د روايت کولوتله يې درنه ده. د داستان قهرمان روکانتن داسې يو گوښى اوقات تريخي او له اخلاقياتو بې زاره کس دى چې تل له هرڅه گرځون کوي. يوډول ناخوښي د ترهې سره ملگرې وي.هغه چې نوى له هندوچين نه راستون شوى ماضي نه لري.ماضي په جيب کې نه ځاييږي. بايديوځاى اويوه خونه وي چې هلته يې په منظمه توگه وساتي.((خو روکانتن د تيرتاريخي مهال پسې سرگردانه دى او د مارکي د ورولبون کارونواوژوندپه باب څيړنه، يې نوم او بې  نښانه شخصيت ښايي موهوم وي. سارتر د روکانتن يادښتونه راسپړي. روکانتن په دې پوه دى چې هرڅه تصادفي دی.په پاى کې پريکړه کوي او د مارکي د ورولبون په باب کيسه ليکي ((په ژوندکې هره ورځ موږ هر يوځان بيا هستوو.)) (گرځون. ترجمه جلال الدين اعلم)

د ديوال داستان د اسپانياپه کورنۍ جگړه کې د يو پر مرگ محکوم زنداني کيسه ده.که چيرې((پابلو)) د خپل ملگري ((رامون)) دپټيدوځاى په گوته کړي، بخښل او ازاديږي.لومړۍ د دې وسوسې پر وړاندې مقاومت کوي خود مرگ د ورځې په رانږدې کيدوسره اړيکې خپل رنگ بايلي. ((بودا د ناروغۍ  په پيژندنې دزړښت او مرگ  په باب له فکرکولو وروسته له  ژونده لاس اخلي.)) رامون  له هغه پټنځاى نه چې پابلوته ياد دي  وتلى او نيول شوى دى. پابلو د رامون د وژلوپه بيه ژوندى پاتي کيږي خود رامون مرگ دپابلوپر ازادۍ سيورى غورځوي،که پابلواعدام شوى واى نوڅه کيدل؟

د مچانوپه ننداره کې(۱۹۴۳) ستايونکي اودوعاکوونکي ژوپيتر (رب النوع)له خپل وجدان نه د شرم تر پولې سپکوي. هغه دخپل هويت له پاره دزيږيدني ټاټوبي ته راځي. ښار د(اگامنون) د هغه دپلار دمړينې په پنځلسم تلين کې په وير او ماتم  اخته  دي. ايه گيستوس (پادشاه) قهرجني  ارواوي (پري  گانې يا  ښاپيرۍ….))په ښارکې پرې ايښي چې خطاکاران اوياغيانوته عذاب ورکړي. هغوۍ دااجازه لري چې دښاريانوکوټې، بسترې او هر څه وپلټي. گناهګاران توبه او زاري کوي. د اورسته خور اليکترا د پلار پر مرگ باندې د ماتم پر ځاى په سپينوکاليوکې په غونډۍ کې ناڅي. د اورسته اوالکتراشورش او طغيان د ايته گيستوس پر ضد(د پلار او مور قاتل) د ښار د خلکو د ازادۍ په خاطر دي.ژوپيتر(خداى)اوسنى پادشاه او داگامنون قاتل) اته گيستوس ته خبرداری ورکوي چې که خلک په خپله ازادۍ خبر شي  دخدايانوقدرت به تس نس شي.

خوپردې برسيره ايه گيستوس اوکلي تمنستر وژل کيږي  اورسته او اليکترا د اپولو معبد ته ځي. اليکترا د ژوپيتر په وسيله ځان له قاتل نه جلاکوي. اورسته هڅه کوي  خور د ژوپيتر له دوکې نه وژغوري. اليکترا په خپله گناه اعتراف کوي. اورسته بي اطاعتي ته دوام ورکوي. ادايه گيستوس تاج او اړيکي نه مني. هغه هيله لري چې بي قلمروه پادشاه پاتې شي. له طبیعت نه تبعيدقبلوي او وايي چې د ژوپيترقدرت دخلکو له ازادۍ رنگ اوبوى وړى دى.اورسته په خپلې گناه باندې باورنه لري چې اعتراف وکړي  چې کومه گناه يې کړې ده. (دعيسى مسيح ته اشاره ده يا له جنت نه د آدم را وتل) هغه دښار دخلکوگناه په يوازې صورت په اوږو وړي. ژوپيترپه اسمان اوايه گيستوس په ځمکه يادځمکې پر مخ  دنظم اونظام مستبدان اوجوړوونکي دي.((موږيو له بله سره يو يو)) وروسته په دې را ز پوهيږي.خپله ازادي هستوي خلکوته وايي چې جنايت يې، سره له دې چې په خپله مسوول دي، د هغوپه خاطر تر سره کړى.

له مچانو وروسته د سارتر زياتره نندارې سياسې بڼه لري چې په غوراوي او مسوليت بحث کوي.

ککړ لاسونه د يو بورژوا روښانفکرچې دشلوکالودى  دوه زړه توب ښۍ. هغه په ټولنيز عدالت باور او ورته ليوال دى. گوندته داخل شوى گوندورته دنده ورکړې چې((روده رر)) دگونديومبارزمشرچې د مبارزوځلانده ماضي لري خواوس دگونددگوښي توب تگ لارې سره مخالف دى، ترورکړي.گوياهغه پوهيږي چې د يوفعال اوپوه انقلابي  په وژلو موظف دى.بياهم ځان ناچاره بولي اودگوندد ستور تر سره کوي. کله چې د((روده رر)) او د هغه دميرمنې اړيکې ويني روده رر  وژني او د تل له پاره په شک کې پاتي کيږي چې ايا روده رر يې دکينې له مخې وژلى يادگوندڅخه د اطاعت له پاره.؟کلونه وروسته چې گوندد روده رر هماغه وړانديز شوې لاره غوره کوي نو    وژونکى ځوان ځان دگوندقاتلينوته  سپاري.

شيطان اوخداى د آلمان د ديرش کلنوجگړو د مهال کيسه ده. د حراميتوب، خيانت، او د گناه کيسه ده.قهرمان چې په قهر اوتاوتريخوالي او وژنوککړ دى پريکړه کوي چې لاره بدله کړي خو دا وار  د نورو له قهرسره مخامخ کيږي.  سارتر وايي که واجب الوجود موجود دى نواخلاق يو انتزاعي حکم دى، دا ځکه چې هرڅه په يوبل ځاى کې ټاکل کيږي.د خداى په غياب کې انسان د خپلواعمالومسوول دى نو تل د حاکمواخلاقوسره د جوړجاړي په باب انديښنه لري.

د ((آلتونا په گوښه ناستو))(۱۹۵۹)اثرکې فرانتزد فون گرلاخ زوى چې د المان د سترو صنايعو د يو مالک زوى او د جنگ په کلونوکې د زيات شمير خلکود وژنو، شکنجواو د پارتيزانانو او روسي زندانيانو د وژلومسوول وو، په بيرته راگرځيدوکې دپلارپه يوه قصرکې ځان په يوه کوټه کې بندي کوي چې په راتلونکي فرضي محکمه کى دشلمې پيړۍ دانسان په بې گناهۍ باندې شاهد وي. د دې ظواهرو شاته د سيستم د يو قرباني په توگه چې پلار يې دنازي المان  سړى او دځان په دفاع بوخت دى. نوموړى په ورانو ښارونو اوکليوکې سفرکوي  يوه ښځه چې پښې يې په جگړه کې له لاسه ورکړي اوري چې:((هرالمانى وگړی د المان په ويجاړۍ کې گناهکار دى.)) له جنگ نه څو ارلس کاله تيريږي.د هغه خورلنې په دروغو ورته ويلي چې المان له يوې  کنډوالي نه پرته بل څه نه دي  چې اوس د امريکاله خوا اشغال شوى دى. داسې فکرکيږي  چې فرانتزغواړي په داسې دروغوباور وکړي.

((فون گرلاخ))پلارچې د زوى د ساتلوپه خاطرخپل زوى مړاعلانوي.په دې  ټولوکلونو کې د هغه((دمړيني ساتونکي)) وو پوهيږي چې نورشپږ مياشتي ژوندنه کوي. غواړي چې دخپل زوى چې دپانگې د ساتلو اودوام په خاطرپه يوسيستم پلورل شوى اودا دى کلونه کيږي په يوازيتوب کې اوس يوه مړي ته ورته دى. لنې دپلارپه خوښه اومرسته د ورور په بسترکې پريووځي. د فرانتز په تللوسره د هغه په کوټه کې گوښې پاتي کيږي چې د انسان مسووليت  له ((ويناوال)) پرته  پاتي نه شي.

وجودي فلسفه:

سارتر وايي:اگزستانسياليستان په دوه ډلوويشل کيږي:  لومړۍ ډله هغه مسيحي اگزستانسياليستان دي چې زه ياسپرس،گابريل مارسل کاتوليک د مذهب پلويان له دغه ډلې شميرم.

دويمه ډله: هغه غيرمذهبي اگزستيانسياليستان دې لکه هايدگر، او فرانسوي اگزستانسياليستان اوزه خپله له دې ډلې یم.

سارتر زياتوي چې د دواړوډلوترمینځ گډه وجهه داده چې ټول په دې باوردي  چې وجودپرماهيت مقدم دی. ياد فلسفي په بل عبارت، فلسفه بايدله درون گرايي(سوبژکتيويزم)نه پيل کړو.[۷]

سارترڅوبعدي شخصيت دی. هغه نه يوازې فيلسوف او د وجودي فلسفي يوه مهمه څيره اوبنسټ ايښوودونکي دي بلکې ددي په خوا کې هغه يوټولنپوه، ليکوال، هنرمنداوتياتريست دی.

اگزيستانسياليزم نن ورځ په نړۍکې يومشهوراو پيژندل شوی او بانفوذه فلسفي ښوونځی دی. دې ښوونځي نه يوازې په ټولومخکينيوفلسفي ښوونځيواغيز وکړ او د هغو پر وړاندې ودريدبلکې د سارترپه فلسفه کې  انسان ډېرمهم اومرکزي عنصرگڼل کيږي.په دې خبره ټينگارکيږي چې د بشر ژوندڅرنگه اداره کيږي. د انسان ژونداو په خپله انسان ته څرنگه معنا ورکول کيږي.

سارترد خپلواثارود توضيح په هکله وايي: ((زمااگزستانسياليزم د کافيو (چای خانو رستورانونو) اگزستانسياليزم نه دی. هغه کسان چې غواړي له ژونده تيښته وکړي، هغه کسان چی غواړي له مسووليتونو اوږه خالي کړي، نودې ښوونځي ته بايد پناه را نه وړي. برعکس دا دکار، مسوليت، جوړښت او هستونو ښوونځی  دی.))

په اگزستانسياليزم کې د ماهيت او وجود مساله:

د سارتر په نظر د اگزستا نسياليزم يو عمده او اساسي اصول پر ماهيت باندې د وجود تقدم يا ړو مبيتوب دی.

د اگزستانسياليزم کلمه د وجوديا شتون  د اصالت مانا لري، معمولا ان هغه پوهان او هغه کسان چې له فلسفې سره اشنا وي، بيا هم  دا ناسم پوهاوی ورته پيداکيږي. دغه وجودي اصالت چې سارتر يې يادونه کوي……..ارسطو يې هم يادونه کوي او يا په کلاسيکه فلسفه اوعلم الکلام کې  بوعلي سينا او نورحکيما ن يې هم توضيح کوي خو هغوۍ  په دې مانا چې گواکې ځينې يې وجودي اصالت اوپيښي ماهيتي اصالت يو شان بولي، په داسې حال کې چې پرته له لفظ نه وجودي اصالت اوماهيتي اصالت يوه بل ته سره  ورته نه دي.

 انسان له دې ښکارندو نه گوښي اوجلادی، د هستۍ له ټولوشيانوسره تناقض لري  يعنې په وجودي فلسفه کې ماهيت له وجود نه وروسته راځي.  (وجود  پر ماهيت مقدم دی)

سارتر وايي:کله چې يوشی جوړشي لکه که يوکتاب يا چاکوپه پام کې ونيسو. چاکو د هغه دجوړوونکي له خوا  چې د دغه شي تصور ورسره وو جوړ شوی دی.جوړوونکی دچاکوپه اړوندخپل تصوراو همدارنگه دچاکو د جوړولوفن چې ترمخه ورته مالوم دی او د شي د تصور جز يا يوه برخه ده، په واقعيت کې کولي شي هغه سرمشق او دستورالعمل ونوموو،چاکوپه عين حال کې يو شی دی چې داسلوب يا طريقې په پام کې نيولوسره جوړ شوی اوهم يې ټاکلې گټه درلوده.

موږ نه شوکولي داسې تصور  وکړو چې څوک دی چاکوجوړکړي، پرته له دې چې پوه شي چې داپه څه درد خوري.د دې سريزې سره د چاکو په باب،ماهيت يعنې د اسلوبونو او دستورالعملونواوهغه کيفياتوټول چې يو شی ايجادوي  او د تعريف وړگرځي، په وجود مقدم دی. په دې اساس مشخص کيږي چې  چاکويا کتابچې زما په مخ کې ايښی دی. نوموږ دجهان په باب  يو ډول فني او صناعي ليدلروچې د هغه له مخې کولي شوووايو:ايجادپر وجود مقدم دی [۸]

د سارتر دا ادعا او طرح په دې مثال کې ښه توضيح کيدای شي چې: يوانځور گرچې غواړي يوه تابلورسم کړي، ترهغه وخته چې دسپيني تابلو په خواکې ناست وي، رنگ قلم اوبرس اونور وسايل يې  په ذهن کې شته. خود هغه د هنري تابلومادي او عيني درک لانشته خو يوه هنري تابلوترمخه له دې چې د انځور گرۍ په پرده راشي، د انځورگر په فکر اواحساس کې موجوده ده. داهغه څه دي چې ترمخه له دې چې وجودپيداکړي، شته دی؟

دا چې وايو شته دی. نوله وجودي شتون پرته شته دی: د انځورگرۍ تابلوتر اوسه موجوديت نه دی پيداکړی. وجودي واقعيت لانشته خوماهيت يې شته.بل مثال دادی چې هرصنعتگرياترکاڼ  چې يوه ترښځه يا تيشه غواړي. چې يوه څوکۍ ياميزجوړکړي. د څوکيواو ميز رنگ بڼه، دلرگيوجنس،او يو شميرنورې ځانگړنې يې په مغزکې شته دی. هغه اندازه وسايل چې په هغه يادو شويوځانگړنوسره په غور سره د ترکاڼ يا جوړوونکي په مغزکې شته، هغه د څوکيواو ميزونوجوهرياماهيت دی.هغه دخپل هنرپه وسيله دڅوکيو او ميزونو ماهيت د يادو وسايلو يا شيانو په وجود بدلوي.څوکۍ، ميزونه  جوړشول.داڅوکۍ او ميزونه  ماهيت لري اوهم وجودخو پرون چې لاجوړنه وو يوازې ماهيت يې درلود بلکې، شتون يې  نه درلود.

په دې اساس د هرڅه وجود د يوشي د ذاتي صفاتواوځانگړنوله حقيقت نه عبارت دی.څه که خارجي وجود ولري اوکه و يې نه لري.هغه انسان چې پنځه سرونه ولري او هغه چې يو سر لري دواړه ماهيت لري.توپير يې يوازې په وجودکې دی چې يو يې وجود لري او بل يې وجود نه لري.د پنځوسرونو د انسان د ماهيت تعريف داسې کولي شو چې پنځه سری انسان هغه دی چې په اوږو يې پنځه سرونه وي لکه زموږ سر،نو کله چې بياپوښتنه کيږي چې ايا شته؟ وايو چې نشته. دويمه پوښتنه دهغه دوجود په باب ده:

يا د يو افسانوي مارغه لکه هماپه باب پوښتنه کوو وايو چې هما داسې يو مرغه دی چې په اورکې زيږيږي په اور کې هگۍ اچوي اواور يې خوراک دی نو بيا پوښتنه کوو چې ايا داسې شته؟ ځواب نشت  دی.

د طبعيت د شيانو ماهيت د هغو له وجوده ترمخه دی. زياتره وخت صنعتگران چې هرڅه جوړ کړي لومړی يې د هغو ماهيت په ذهن کې جوړ يا هست کړی، له يوچانه يې پوښتنه وکړې، زده کړه يې کړې او بيايې هغه ته ذهني ماهيت او عيني وجود ورکړی دی.

د اگزستانسياليزم مكتب په دې باور دی چې  واجب الوجود يا د سارتر په قول (طبعيت)چې كله وغوښتل چې هستي جوړه كړي نوتر مخه يې د تخليق ماهيت له غره، سيند، ونو،ډبرو، اسمان  او ستورو چې په ذهن کې يې وو رامنځ ته کړه، يعنې په هماغه ډول چې  ديوتعمير ماهيت ديو معمار په ذهن كې وي، بيا ورته وجود وركوي نوواجب الوجود اول په ذهن كې هستي، ځمكه، اسمان، او ټولې پديدې او عناصر چې د ماهيت له پلوه  پرې پوهيده، هست کړل. بيايې د هغه ماهيت په اساس د هغو په خلقت پيل كړی دی. بيا ټول عالم او دا ټول شيان چې موږ يې وينو،كه طبیعي دی اوکه صنعتي، واجب الوجود يا طبعيت په خود اگاه يا ناخود اگاه ډول جوړ كړي دي. ماهيت يې له وجود نه تر مخه وو.خو انسان ددې ټولوشيانو پر عكس. يعنې واجب الوجودياطبعيت  دهغه (ماهيت) نه دی جوړ كړی.لومړی انسان د(يو هيكل په ډول) او د يو وجودپه بڼه د هر ډول صفاتوپرته چې هيڅ ځانگړنې يې نه درلودلې او له دې پرته چې وكولای شو ووايو څه شی دی، وجود يې  پيدا كړی دی. يوازې كولی شود يوې مجسمې په توگه چې انسان ته ورته ده، تر مخه يې ماهيت نه درلوده، د(هغه ماهيت  دهغه له وجود نه وروسته دی.) يعنې انسان جوړ شو، پرته له دې چې انسان وي يعني صورت ولري،سر يا بل هرشی چې ولري، هوش ولري، هستوونكي وي، شرارت ولري، محبت ولري، كينه ولري……..هغه صفات چې موږ يې دانساني صفاتو په نوم يادوو انسان يې بولو، ترمخه يې  هيڅ نه درلودل.

د هغه ټولوهستونو اوخلقتونوپر خلاف چې موجود دي او د ټولو صنعتگرانو پر خلاف چې لومړی پوهيږي چي څه غواړي چې جوړ يې كړي، له ځانه سره د هغه طرحه لري او بيا يې جوړوي. واجب الوجوديا اولي طبعيت دانسان وجود جوړكړ او بيا انسان دی چې انسانيت اوانساني صفات يې پخپله اراده، غوراوي، سليقه اوخپل انتخاب جوړ كړي.په دي ماناانسان دخپل ځان هستوونكي دی اوديوه ليكوال ((پونژ فرانسوي (زيږدى ۱۸۹۹) وايي بشر د بشر راتلونکي دي)) يعنې ترمخه ان د هغه د جوړوونكي په ذهن كې يې اټكل نه وو شوی  چې د هغه راتلونكي  څه شی دی؟ بلكې پخپله همدغه موجودانسان خپله راتلونكې جوړه كړه يا يې جوړوي. په دې اساس په انسان كې د هغه پر ماهيت باندې چې خپله راتلونكې به جوړه کړي. استثناء يې په دې مانا ده چې په دې  برخه او په همدې حالت  كې انسان ته په ډېر ستر امتياز قايل يو، كه په خدای معتقد وو اوكه نه، هغه دانسان  خلقت دی.

په دې اساس د دونيا په ټولو فلسفي ښوونځيوكې اگزستانسياليزم  دانسان ډير ستره ستاينه كوي اوپه ستر رسالت ورته قايل دی. اوپه دې باور لري  چې د انسان وجود واجب الوجود جوړ كړ خو عظمتونه، ښكلا، ښيگڼې او انسانيتونه  دانسان  خپله جوړونه ده.

د انسان مسوليت او ازادي:

تردې ځايه مو دانسان د ماهيت په نسبت د هغه د وجود د ړوميبتوب په باب وويل چې په اگزستانسياليزم کې  دانسان د وجود او ماهيت مساله د نوروموجوداتوپه نسبت توپيرلري.د همدې طرحې په بنسټ انسان د ژوند، حيات اوکايناتو دثقل مرکز گرځيدلای دی خوپه اگزستانسياليزم کې په تېره د سارتر په نظرياتوکې  بله مهمه مساله  د انسان د مسووليت او ازادۍ مساله ده.

سارتروايي که په رښتيا دا ومنو چې وجود په ماهيت مقدم دى نوبيا هيڅکله نه شوکولي د متحجر انساني طبعيت په وسيله مسايل توجيه کړو، په بل  عبارت هيڅ جبرنشته، بشر ازاد دى، بشر ازادي ده.

داجمله چې بشر په ازادئ محکوم دى، بشر محکوم دى، دا ځکه چې ځان يې نه دى هست کړى په عين حال کې ازاد دى، ځکه چې کله يې په نړۍ کې قدم کيښود  د ټولوهغه کارونوچې ترسره کوي يې مسوول دى، اگزستانسياليزم په دې باوردى چې بشر د هر ډول اتکا او مرستې پرته محکوم دى چې په هره شيبه کې بشريت جوړ کړي، د وجودي فلسفې له مخې انسان دخپل انسانيت جوړوونکی دی. انسان ته دوه ډوله احساس پيداکيږي.يو د ډير سخت  مسوليت احساس  دی  او بله سخته ويره اوترهه ده. په وجودي فلسفه کې د مسوليت احساس، ترهه او ډار د انسان لپاره  بنسټيزې گړنې دي. دا چي د انسان په غاړه دخپل انسانيت د جوړولومسوليت په غاړه او خپله راتلونکې جوړه کړي نو د خپلې راتلونکي جوړول ستر مسووليت دی. مسوليت اوپه اوږو د دې تکليف ايښودل  په واقعيت کې دازادۍ سره تړاو لري.

سارتر په يوه رساله کې چې د بشر اصالت نوميږي وايي: داچې وايوانسان ازاد دی يعنې څه؟په دې مانا ده چې هغه څوك چې په بشري جبر پايبنددی.  مسوليت نه لري اومجبور هيڅكله مسوول نه وي.كه يوڅوك موږ ته ډبرې را گوزاروي نوډبره د خپل سر د ماتيدومسووله نه گڼو،سره له دې چې په واقعيت كې به همدې ډبري زما سر مات كړی وي.بلكې گوزاروونكی مسوول دی. په اگزستانسياليزم کې بشر په دې اساس د تعريف وړ نه دى چې لومړى بشرهيڅ دى، بياپه يوڅه باندې بدليږي، يعنې داسې او هغسې کيږي، او داسې کيږي، چې ځان هغه ډول جوړوي،په دې اساس بشري طبعيت (کلي بشري طبعيت نشته، دا ځکه چې واجب الوجود نشته چې هغي په خپل ذهن کې وروزي.[۹]

په همدې اساس د اگزستانسياليزم يوغوره ښيگڼه دا ده چې د انسان په  ازادۍ اعتراف لري. دا اعتراف د۱۹ پيړۍ د ديالکتيکي ماترياليزم يا مطلقه ماترياليزم پرخلاف دی چې انسان په تاريخي جبر يا غريزي جبر پورې اړ بولي.

اگزستانسياليزم  د ناتوراليزم او ماترياليزم پرخلاف انسان  دخپل ځان دلوبو اله بولي يعنې چې په خپله كولي شي په خپل  برخليک  لوبې وكړي.په دې اساس په انسان كې ډېر ستر مسووليت  د خپل انسانيت دجوړولو مسووليت دی.يعنې دا د انسان خپل ماهيت دی چې دانسان په ازاديدو باندې  اعتراف  کوي.اگزستانسياليزم  وايي دانسان په ماهيت دهغه وجود  اوليت لري.

دا د انسان مسوليت دی  چې په خپله جوړونه او ازادۍ  کې مطلقه  مسووليت ولري. سبب يې دا دی چې دا ډول ستر رسالت د ناپايه ازادۍ او اختيارپه درلودلو عملي امکان پيدا کوي.

د سارتر او ټولواگزستانسيالستانوليكوالوپه اثاروكې ډار اساسي رول لري او د انسان په اړوند زياته تکراريږي.

ترهه اواندېښنه:

انسان په انديښنه كې دی،يعنې چې هيڅ ډول ارامي اوكراري نه لري. دې ډول ترهې نن ورځ په ځوان نسل  ډېرې  متناقضې اغيزې كړي دي.  د ځوان نسل، ترهه او انديښنه داسې انگيرل کيده چې:

((موږ انديښنه يا ترهه لرو.زړه وهلي يو، پړسيدلي يو. نارامه يو، دا ځكه چې نه شوكولای وپوهيږوچې څه بايد وكړو. دا ځكه چې واجب الوجود نه شته  سنت او دودونه   نه لرو.په زړوسنتومو باور هم  له لاسه وركړی دی.))

خو اگزيستانسياليزم دا ټول نفي كوي، هغه ټول پيوندونه چې په تېر وخت كې زموږ شتون او ژوندانه ته يې پيوند وركولو او موږ يې  انسانيت ته را بللو،اوس هغه اړيكې پرې شوي،ځمكني اړيکې لكه اخلاقي ارزښتونه  او ملي او آسماني سننتونه لكه دسترومعنويتونوسر ه د انسان اړيكې، عشق او واجب الوجود…. چې هغه يې انسان كاوه اوس شليدلي اوله مینځه تللي دي، څرنگه چې دا ټولې اړيكې پرې شوي نوتن په هواكې ځوړنددی. د ترهې او انديښنې مانا  هم داده.

سارتر دا خبره توضيح کوي چې د هغه د فلسفې ترهه په دې مانا ده چې يو مسوول انسان يې لري او د مسوول انسان ترهه او انديښنه يعني څه؟ دا ډول ترهه د مسووليت يولازمي عنصر دی. هغه څوک چې دحساس رسالت دروند پيټي(انسان کيدلو پيټې) په اوږو وړي. د نورو د راتلونکي او خپلې  راتلونکي مسووليت  په غاړه لري نو يوازې د ښه او ناوړه چلند مسوول دی.  په خپله د دې مسوول دی چې څرنگه ځان له انحراف نه وژغوري. يعنې دتقدير او قضا په غاړه يې نه اچوي.

سارتر وايي هغه څوک چې  په خپله ترهه اوانديښنه نه پوهيږي چې ستونزه يې څه ده. د هغه ترهه  منفي اومبتذله هغه  ده. زه د هغه چا ترهه او انديښنه وايم چې د يو ملت يوې ټولنې، يوشميرکسانو، يوې كورنۍ سرنوشت، د هغه په غاړه دی او ويني چې پريكړې اوكارونه دهغه په برخليك اوپه ټول كې د هغه په غاړه دي  قاطع اومطلق اغيز كوي.

د اخلاقو بنسټ:

 په اگزستانسياليزم کې داخلاقو مساله هم  د يو اصل په توگه مطرح ده.

سارتر وايي: زه هغه اخلاق چې د مذهب، سنت، تړونونو او مجردو مفاهيمو پراساس رامینځ ته شوي وي نه منم. زه هماغه اخلاق چې په خپله يې وايم او انسان يې غوره كوي، قبلوم. كله چې انسان هر سپيڅلي د سپيڅلي په نوم غوره كوي زه يې اخلاقي بنسټ بولم.

سارتر وايي:زه يوازې يواحساس ته درناوی كوم او هغه عمل چې د دې احساس له مخې راپورته كيږي او هغه انتخاب چې په دې هدف د انسان له خواترسره شي اخلاقي عمل بولم. هغه احساس چې د فكر كولو په مهال د لارې د غوراوي په وخت كې  انسان دې ته اړکوي  چې پريکړه اوعمل وکړي. د هغه ملاك دادی چې په دې حالت كې كه مو فكركړی وي او زړه مو غوښتل چې دا عمل چې موږ يې كووگټور يا زيانمن دی.  په پايله کې  د خيراو شر په توگه رواجي قانون وگرځي او په پايله کې موږ ټول يې عملي كولو ته چمتو شو. زموږ فردي عمل عمومي قانون وي، داعمل مطلق خيراو اخلاقي دی او كه زموږ  زړه غواړي چې يوازې داكارترسره كړو او څوك ورته پام ونه كړي او ترې خوښ هم نه اوسوچې نوريې ترسره كړي په پايله کې  په رواجي قانون واوړي نو هغه عمل مطلق شر اوغير اخلاقي دی. خوسارترکلي بشري وجدان يا د ټولو انسانانوگډاصول مني: هغه وايي انسان د هغو صفاتوچې موږ يې بايدپه راتلونکي کې چې لرويې جوړکړو نو په دې اساس انسان موجود نه وو اوتراوسه نشته. موږ دانسان کيدلو په حال کې يوياپه بل ښه  عبارت موږ د انسان جوړولواو د خپل انساني جوړښت په حال کې يو، په دې اساس هغه گډ انساني وجدان چې په ټولو انسانانوکې گډ دی او ټول انسانان په هغو گډو صفاتوکې دي موجود نه دي، موهوم نه دی يوازې وجودپه ټولوکې شريک دی. دغه صفات له رنگونو، پديدو چې موږ خپله يې بايد ووهوڅخه عبارت دي.  د تاريخ په اوږدو کې وهل شوي دي  نو په دې اساس هغه انسان چې ازاد او مسوول دی اود هغه عمل بايدد نورو انسانانولپاره سرمشق وي دکوم ملاک له مخې يوعمل غوره کړو؟

په دې  برخه کې سارتر يو ډير حساس مثال ورکوي. وايي چې ماته مې يو زده کوونکي وويل: زه يوه لويه اخلاقي ستونزه لرم: مورمې له ما پرته بل څوک نه لري او له بلې خوا زما باور دادی چې انگلستان ته ولاړ شم او د خپلو فکري ملگروسره يوځای شم او مرسته ورسره وکړم. د هغو په گټه اولپاره سرښندنه وکړم.اوس نه پوهيږم چې ناروغه مورغوره کړم اوکه له ملگروسره مرسته کول؟  دلته له مور سره پاتې شم اوکه انگلستان ته ولاړ شم؟

په دې اساس که مور غوره کړي اولاړ نه شي دا عمل  په ظاهرکې اخلاقي دی. يعنې مور يې غوره کړې ده خو يوازې داچې مور غوره کوي  بل هدف نه لري.  خوپه عين حال کې هغه دخپلو ملگرو په نزد چې عقيده لري چې مبارزه کوي  ولاړ نه شي  نو داچې هغوۍ وسيله کړل چې تاسوکار وکړئ اوکله چي هدف ته ورسيدۍ ماهم شريک کړۍ.! سارتر دغه زده کوونکي داختيار خاوند بولي چې کله غوره بولي چې دمورپالنه وکړي اوپه ټاکلي وخت کې پريکړه کوي  همدا يې اخلاقي عمل دى،په دې برخه كې يو ستر انساني اوكلي روح وينو چې په هر فردكې موجود دی او هر انسان يې ان په خصوصي او د ډير اهميت وړ روحي حالاتو او فردي عملونوكې د بشريت د سرنوشت مسووليت ورپه غاړه دی. هغه څوك چې د بشر د برخليك مسووليت ورپه غاړه دی او هغه چې په دې باورلري چې عمل يې د نورو لپاره سر مشق دی، ټول بايد د هغه پيروي وكړي معمولاپه هرگام كې چې پورته كوي، دا انديښنه لري چې ايا دا گام  ښه  او گټور وو؟

اگزستانسياليزم په دې هم غورکوي او دا يې يو اصل دی چې انسان  نهيلي دی. دا هم د انسان د مقدراتو پورې اړه لري. انسان په طبعيت کې  پريښودل شوی او ليرې شوی  Abandonment موجود دی. 

انسان د ځمکې پرسريوازی خپله او په خپله هم د ځمکې پرمخ يوازې  او نهيلی دی. داځکه چې د ټولوموجوداتوپرخلاف جوړ شوی دی. په اسمانونو کې هم له ياده وتلی دی. که  په دې باور ولروچې  واجب الوجود شته، ځکه چې د ځان جوړولو مسووليت له خپل وجود نه وروسته موږ ته را سپارل شوی دی نوپه دې اساس که واجب الوجود يوازې انسانې هيکل او وجود جوړکړی.  نورصفات او انساني رنگونه بايدموږ په خپله دغه بې صفته او بې رنگه موجود ته ووهو.په دې اساس موږ هير شوي يو. يعنې خپل ځان ته پاتي  يو….. لکه څنگه چې خدای زموږ په کار کې مداخله نه کوي  نو  موږ هم دخدای له لارښوونې بې برخې يو. موږ  پرې ښودل شوي، خپلواک اومستقل يو.

په دې اساس وينوچې خپلواکي اوازادي انسان ته لويه انديښنه اوترهه را مینځ ته کړې، بې سرپرستي،په نړۍکې نه زړه سوی، بې مينې والی، د واجب الوجود نشتون، د يو لوی ځواک له لارښوونې بې برخې کيدل د دې سبب شوي  چې  انسان يو داسې موجود دی چی په هستۍ کې يوازې اوگوښې پريښودل شوی اورټل شوی دی.

د انسان يوازيتوب او نا اميدي:

 د البرت کامو په اثارو په تېره په پردې کې (Strange)دا مساله ډېره څرگنده ده.

په رومان کې د رومان اصلي کرکتر د داسې يوانسان نماينده دی چې له طبعيت، واجب الوجود، اسمان او هر څه سره پردی دی.پوښتنه داده چې انسان ولې يوازی  دی؟ داځکه چې انسان د طبعيت له جنسه نه دی، د سارتر په نظرهم انسان پردې اويوازې دی. برعکس په مادي فلسفه کې انسان د طبعيت يوجز دی خو تکامل کوي يا په بله عبارت ((سر فصل)) کاينات دی.  په اگزستانسياليزم کې انسان د طبعيت جز نه دی بلکې له هغه گوښی دی.   انسان غريب او له يوه بله جنسه دی،په دې  دښته کې يوازې سرگردانه چې نه د هغه له جنسه دی  او نه د هغه لپاره جوړ شوی دی. په داسې حال کې چې هر څوک دخپل ځان مسوول دی. کله چې قانون موجود نه وي (موږ قانون دځان لپاره جوړوو) په داسې حال کې چې په هغه اصل چې باور لرو موجود نه وو.  کله چې انسان دتاريخ له مسير يا طبعيت او يا د جبر تابع نه وو نو داچې له  جبر، قضا او تقدير له سخاوت نه بې برخې وو، نو نهيلي وو.

د سارتر په اثاروکې چې له جنگ وروسته په اروپاکې د انسان په روح کې انعکاس کوي يوه توره کرکه او بدبيني ليده شي.  سارتر غواړي چې نهيلي نه شي.غواړ ي صبر وکړي اوغواړي انسان پاتي شي.په دې نه پوهيږي چې څرنگه اوپه کوم بنسټ خوشبينه دی.خبره داده چې د سارتر په اثاروکې ډېر حيرانوونکی روح لوستل کيږي چې له کړاو اوخپگانه ډک دی. هغه انساني روح چې غواړي د يواخلاقي معنويت پربنسټ يو ښوونځی نړۍ ته ور وپيژني نو ټول استدلالونه او دلايل يې ترې واخيستل، اوس نه شي کولي نوپه هيڅ استناد کوي.! په هغه ځای کې چې د انسان مساله اواخلاق مطرح کيږي، د سارترد اثارو دغه زهرناکه او بدبينانه اړخ په بشپړه توگه را څرگنديږي: هغه وايي چې بايد حتې له انسان نه نهيلي وو، يعنې څه؟ يعنې دا چې زه خپل عمل او دنده تر سره کوم اوهغه شان چې غواړم هغه ډېر ښه غوره لارچې بايدنورو ته سرمشق وي، غوره کوم خو هيڅ هيله من نه يم چې زما ملگری زما په درد شريک او د فکرملگری زماپيروې وکړي او ملگری شي.هيلهمن نه يم چې نسلونه او نورې ټولنې چې زما په واک کې نه دي ارومرو چې د عدالت دا بنسټ يا داښه فکر يا دا فداکاري چې ما وکړه تاييدکړي او ماته وفاداره پاتې شي.  د مثال په توگه نن کيدای شي دهېواد او د هېواد دخلکو لپاره دخدمت لاره غوره کړم. په دې ډول چې د هغوپوهه زياته کړم يا هڅه وکړم اوخپل ټول عمر په دې ولگوم چې دهېواد دخلکو دشعور سطحه اوتعقل پورته لاړ شي داکار ولې کوم؟ يوازې په دې خاطريې کوم چې زړه مې غواړي  چې ټول هېوادوال داکار وکړي. زه نن ورځ  د خلکو لپاره سرښندنه يا دخلکو د افکارو د سطحې لوړول دخپل عمل وجيبه بولم. يواخلاقي عمل يې بولم خوبل نسل کيدای شي زما دا عمل خوښ نه کړي ماخپل خدمتگار ونه بولي او بله لاره غوره کړي…… زه د راتلونکي نسل په قضاوت باور نه لرم، دا ځکه چې هرڅوک لکه څنگه چې خپله غواړي  هغه غوره کوي.

يادښتونه:

۱.ژان پل سارتر،در دفاع از روشنفکران،(ترجمه رضاسيدحسيني) انتشارات نيلوفر: تهران،کال ۱۳۹۱.

۲.ژان پل سارتر،تهوع،(ترجمه امير جلال الدين اعلم)،انتشارات نيلوفر: تهران چاپ ششم ۱۳۸۱.

۳.ژان پل سارتر،ادبيات چيست(ترجمه ابولحسن نجفي- مصطفى رحيمي) انتشارات نيلوفر:چاپ هشتم، ۱۳۸۸.

۴.بابک احمدي، سارترکه مينوشت،نشرمرکز، تهران، سال ۱۳۸۴.

۵.علي شريعتي، انسان، (مجموعه ای اثار)تهران:۱۳۶

احمدي بابک ۔سارتر که مينوشت ۔   ۳۰۱ ص [۱]

سارتر ژان پل ۔ دردفاع از روشنفکران۔ مقدمه.ص ۳۶[۲]

دوزخيان روى زمين ۔ فرانتز فانون ۔ سريزه (ژان پل سارتر) (ترجمه علي شريعتي) چاپ: کال  ۱۶ مخ [۳]

بابک احمدي ۔ سارتر که مينوشت  ص ۳۴۸[۴]

۱.ادوارد سعيد، فرهنگ وامپرياليزم،〈 ترجمه اکبر افسري 〉 موسسه علم روز، سال ۱۳۸۲، ص ۲۶۸

ژان پل سارتر ۔ رساله دفاع از روشانفکران ۔ (ترجمه رضا سيد حسيني)  چاپ سوم ۔نيلوفر ۔ تهران ۱۳۹۱ ص ۱۰۵[۶]

۱.ژانپل سارتر ۔ اگزستانسياليزم واصالت بشر (ترجمه مصطفی رحيمي) چاپ نهم ۔ ۱۳۷۶انتشارات نيلوفر ۔ ص ۲۵

۱.هماغه اثر  ۲۶

مخ ۲۸[۹]

ستاسو نظر