فلسفه

تخیل الهي نښه

خیال د فرد ورکه-ویده برخه ده! دا نه د واعظ له دم او دعا جوړېږی، نه یې رنسانسی اکاډمیکې معلوماتی پوهې پر خپلو زده کړیالانو لورولای شی، ځکه چې خیال الهی جنس دی. غوښتل مې د خیال په اړه خپلې شخصی موندنې، دلته آسانه له نورو سره شریکې کړم؛ خو خبر نه چې زما ذهن او زېرمې یې او لاسی شوې ښکلاوې یې څومره پر حواسو، ادراکاتو او انسانی اګاهۍ تاو را تاو شوی دی!!!
له دې سربېره: څومره ځنډ به د عقل، استدلال او منطق تعویذونه، د خیال ناآشنا ژبه را منتر کړی! او دې سره به څومره وخت وغواړی، چې د درونی غږونو، لفظی کولو لپاره، د فزیکی ژبې سره او شنه کمیسونه او پرتګونه، تور- ژېړ ټیکری او شالونه زما لاس ونیسی!
دادی اوس دې چارې ته را جلا شوم؛ وګورو، چې څومره «خپل» تل کې د خېال خدایی نښه را ویښولای او له هغې څخه د حقیقت د ناکشف شوې، بې کلمې، بې خبرو، بې تصویره، او بې شکله هندسه، د کلمې په غلاف کې، دغه مادی- ذهنی جهان کې، ستاسو د زړونو قدمو ته غوړولای شم!؟
«باور وکړئ، ټوله خبره چې باید وشی، یوه ده! کټ مټ یوه کلمه؛ خو دغه «معجزه کلمه» د ذهن په اوږده مثنوی کې، ورکه او پټه او نامعلومه پاتې ده. ځکه یوه خبره بیا بیا داسې را څخه مقاله کېږی.»
کلمې، سولېدلې وسلې!
اوه! کلمې څومره زړې او سولېدلې وسلې دی! موږ، روزل شویو عقلونو-ذهنونو هر مقتول په دې کالتوسو ویشتی او خپل غیرت مو د زیارتونو په عنعنه کې تلپاتې کړی!
د «مرګ» کلمه که نه وای، وژونکې ایډیالوجۍ به خلع سلاح شوې وای، مرګ به مرګیالان نه وه موندلی!
که ذهن دوزخی نه وای د «اور!» ناره به یې نه کولای!
کلمه د خدای تعالی سپین غږ او خط او فرمان دی، خو انسانی اګاهۍ هغه په وینو تویولو عادت کړه. بل له آزادۍ، ژوند او خوشحالۍ منع کول، د انسانی اګاهۍ کار دی.
«بند، وژنه، سوځونه او لوټنه» یوازې په انسانی ژبه کې معنا لری، مرغان، سیندونه، چینې او توپانونه له دې معناوو تش دی.
خیال او د نبوغ اشباع
انسان چې د خیال پر ځای د ذهن غلام شو، ژبه وینې توېلو ته را بې لارې شوه.
خیال د خدایی ارادې، د ورک افق په لور را څخه ورکه کړکۍ ده. خیال د تخلیق د خزانې دوباره کشف دی.
انسان په خپل خیال سره خلیفه دی، نمونه دی، آسمانی بیلګه دی او د تخلیق ژوندی فلسفی دی.
خیال د مینې په ورک سیند کې، د ذهنی بېسوادۍ وینځل او د نبوغ اسرارو څخه اشباع کېدل دی.
اوس غواړم دلته د کلمو په زیر او بم کې، د خرد او اګاهۍ تازه معناوې او ژوندۍ غورځې پرزې تمثیل کړم.
د تخلیق اخلاق دادی، چې تازه ویناوې، نوې ښکلاوې، او د حقیقت بې شکله خواوې را ظاهرې شی او انسانی اګاهی تازه خواړه تر لاسه کړی.
په دې ژبې سره، چې معرفت یې په مثبت او منفی، لوړ او ټیټ، سپین او تور، عشق او کرکه…وېشلی، دې ته خوار یم، چې بې متنه حقیقت، «ساده» را «ترجمه» کړم!
رښتیا چې ذهنی حافظې ته پیچکاری شوی معلومات، اخلاق او باورونه، له لومړنی حقیقت څخه، له ټول او پوره حقیقت څخه، له هماغه ساده، بېسواده، بې متنه او ژوندی حقیقت څخه، چې هم د بې وطنه وحشی مرغۍ په سترګو کې را ټول شوی او هم ټول زمانی- مکانی کهکشانونه په کې را ټول دی؛ ډېر خالی او پردی دی!
ځکه نو ذهن خوار ځواکه دی!
ځکه نو د شاعر او پنځوال زړه په دومره مادی اشباع کې، په ناجنسه غذا پسې آهونه پورته کوی!
ځکه نو درونی حواس او د فرد پټ «خپل» د ذهن د سربدالۍ په شېبه کې، د بې کلامه  حقیقت وږمه او چوپ غږ اوری او بې رنګه، ناآشنا او له ژبې او بیانه ارت غږ خپله شانداره ننداره وړاندې کوی.
او همدا لامل دی، چې «ګل» بیا بیا د شاعر په خیال کې ګل کوی. لیلی بیا بیا د پنځ په رحم کې، څېره راوړی او د هنر نوی نسل بهر را وباسی.
اوس زما لخوا په خیال باندې تبصره روانه ده! او خیال زموږ انسانی ګټیالې او شهرت طلبې اګاهۍ په څټ وهلی، ځکه نو ژوند شته! خوراک، څښاک او پوښاک شته!! خو زیاتره، بلمنګه، پیکه، کاغذی، او کنسرو شوی!
غږ د حقیقت سپوږمکۍ
حقیقت د غږ په سپرغۍ سره هستی پنځوی او یوه یوه هستی پالی او یوه یوه، خپل سرنوشتی سرمنزل ته ستنوی. «غږ» د ټولې هستۍ کلمه ده. ځمکه، ستوری، کائینات، کهکشانونه، لمر، سپوږمۍ، غرونه، سیندونه، درې، دښتې، اوبه، هوا، فضا، زمان، مکان…هرڅه د غږ له چینې را اورېدلی.
هرڅه په غږ کې سپاره راغلی هرڅه په غږ کې ژوند کوی په غږ کې ځانخبری کېږی او د اګاه سپرغیو په څېر، د بې شکل غږ اقیانوس ته ستنېږی.
غږ د هستۍ الفبا
«کلمه» د ټولې هستۍ الفبا ده. هره سندره، هره نغمه، هره ترانه، هره ښکلا، د کلمې د دایمی حرکت او نڅاه الوتی او جلا شوی پړکونه او تالونه دی.
دا ټول «الهی غږ» دی، چې هم د «مثنوی» غږ دی او هم دې ماشوم «ممی» او «دادا» دی،
هم «عتیق» کې پنځېدلی او هم د همالیا په لوړو کې د ورک راهب د زړه او ساه د ریتمونو نقاشی،
هم وېل شوی، هم وېل کېږی، هم لیدل شوی، هم لیدل کېږی،
څو ناآشنا پوښتنې:
ځان پوښتم: د ژبې، ادب، هنر او پنځونې دوام او لا غوړېدلو اړتیا څه شی ده؟
که حقیقت د یوه «کامل عقل» وروستۍ «خطابه» دی. نو لیک ولې شته؟ قلم ولې ژوندی دی؟ پنځونه ولې دوام مومی؟ خبرې څه لپاره کېږی؟ ژبه ولې غږ د کلمو په خامو او پخو خښتو کې قالب کوی؟
ژبه څه شی پسې سرګردانه ده؟ انسان د څه شی لټه کوی؟ زموږ پوهه د کوم دسترخان په لور روانه ده؟
انسانی عقل چور کړې ځمکه ولې کوچنۍ شوې؟ ولې زموږ سترګې، حواس او ذهن په ناپیداوو پسې لالهانده دی؟
ځمکه انسانی عقل، د ریاضۍ او فزیک او…په عددونو، معادلو او فورمولو سره خُلاصه کړې، او ټوله د کمپیوټر په یوه کنج کې د رمز په شکل را ټوله ده.
خو زما «انسان ځان» ستړی دی، پیکه دی، په ویره ناست دی؛ سګرټ، کاکاو، هیرویین او مورفین او…کاروی، چې خپل خلوتونه ونه وینی!
خپلې تیارې لاپسې ورکې کړی!! یا د سرنوشت د څښتن په نامه قربانۍ کوی، یا هم د روانشناسۍ د پوډر استعمالوی، ځان په مادی- روانی مشغولاوو کې مصرفوی، چې خپله پټه برخه ونه ګوری!!!
شعر او نقاشۍ کې، جاز یا شپېلۍ کې چیغې وهی، چې له خپل یوازیتونه خلاص شی، خپل یوازېتوب ابدی ګوڼ او ړوند کړی!!!!
نو لوستل، څېړل، زده کول او نور څه لیکل د څه لپاره دی؟
کامل حقیقت بیا بیا نوی کېږی!
حقیقت یو دی. او کامل دی او «تر شینکی آسمان لاندې تازه هیڅ نشته!» نو تخلیق څه راوی؟
انسان د حواسو په کنډولیو سمندر څښی!
کنډولی هندسی، حواس فزیکی، لوږه مادی او سمندر د خدای د خدایی په اندازه!
ذهن عددونه ځایولای شی. فزیک او هندسه له انشتین څخه هم زیاتولای شی؛ خو له ذهن روزلو معلوماتی پوهو بهر، نه څه لیدلای، نه څه اورېدلای، نه څه پوهېدلای او نه څه ویلای شی.
ځکه د حقیقت فتح خیال ته پاتې ده.
ځکه حقیقت ذهن ته پردی دی. او خیال هغه «اضافی» غړی چې ذهن ګډوډوی او انسان تازه د رنسانس په زورونو له وحشی فرهنګه راوتی، د خیال د ناآمنه سفرونو قمار نشی وهلای!
ځمکه خُلاصه شوې.
د سپوږمۍ واټن، اندازه، اقلیم هم حساب شوی.
زحل او مریخ، مشتری او زهره، نپتون او…هم د اینده نسلونو پر مخ د اشغال نوې جغرافیې دی!
نو له لیک او تحقیق څخه څه غواړو؟ شعر او نقاشی نور څه شی نندارې ته وړاندې کوی؟
د هنرمند ذهن، روان او روح په څه شی پسې ستړی دی؟
«حقیقت» خو په جامد تعریف کې زموږ سرپورې ایښولی دی!
وچې کتیبې، ډبرینې لوحې، او بې ساه کتابونه، کامل حقیقت په انحصار کې لری؛ نو د شاعر پښې کومه خوا ښوېږی؟ د هنرمند زړه بل څه پسې ټوپونه وهی؟
ښایی د حقیقت په ذره بینی او کهکشانی څېرو کې، د نویو او تازه ښکلاوو تجربه کولو او په کلامی او انځوریز حقیقت د هغو اړولو، تمدنی اشباع وهلی انسان داسې سخت کار پسې سرګردانه کړی وی!
ښایی شاعر، هنرمند او پنځوال د حقیقت پټه په پټه کشف او فتح پسې وتی وی!
پوښتنې ته به له یوه بل نظره راشو: آیا حقیقت ټول وېل شوی-فتح شوی؟، آیا انسانی اګاهی (پوهې، فلسفې، شعر، هنر…) هرڅه بشپړ کړی؟ آیا انسانی عقل د «کمال» په پوړۍ ولاړ دی؟؟؟
فرد د حقیقت یوه څېره
ما ته خو ځان د هغه فیل یو نندارچی ښکاری، چې «رومی مولانا» پېړۍ پېړۍ دمخه، د هغه په کیسه کې، د پلټونکی روح په توګه، د حقیقت له بې متنه حالت څخه خپله د «لیدلو، پوهیدلو او اوسېدلو» ژوندۍ تجربه علنی کړه.
زما لپاره هر وګړی د حقیقت مسافر دی.
زما لپاره ځمکه، هستی، کایینات او واقعیت، د حقیقت د بیا بیا کشف او زده کړې سپېڅلې مدرسه ده.
زما لپاره هر یو د حقیقت په ښکار لګیا دی.
زما لپاره سرنوشت، په ځان کې د حقیقت ژوندی کشف او خبرتیا ده.
حقیقت یو دی، خو د ټولو په شمېر!
حقیقت یو خو په ټولو زیات دی؛ ځکه نو د «کمال» ته رسېدل نشته. ځکه نو کمال بل ګام دی، ځکه نو پنځ روان دی، ځکه نو زه روان یم! ځکه نو شعر شته، نقاشی شته، موسیقی زیاتېږی او حقیقت په انسانی اګاهۍ کې، په دوامده توګه غوړېږی.
حقیقت یو دی! خو هر یو د حقیقت یو مثال دی. هر یو له حقیقت څخه دی؛ خو هیڅ یو حقیقت نه دی! هر یو د حقیقت یوه نښه له ځان سره لری. خو دا نښې، چې زموږ د وجود خاورین زیارت پرې را تاو شوی، ښایی د «حقیقت د فیل» یوه برخه وی: هماغه برخه چې زموږ اګاهی- خیال یې په زمان او مکان کې، د لمس کولو وس درلود!
انسان، په پټو او ښکاره ظرفیتونو، فزیکی ژوند ته ګام ږدی. فاړسی ژبې متل لری: «اګر با ماه نشینی ماه شوی، اګر با دیګ نشینی سیاه شوی!»
انسان، په ځمکه کې له ګام ایښودلو سره، قد باسی، اورمېږ کوی، مټې او بازوان پیدا کوی، ورزشکار او د وزن پورته کولو قهرمان جوړېږی.
انسان غرونه چپه کوی، سیندونو ته بندونه تړی، سپوږمۍ او ستوریو ته خېژی…خو له ځانه واټن پیدا کوی. «ځان» یې د جسمی، ذهنی او روانی وس او طاقت تر وزن لاندې ماشوم او ویده پاتې کېږی؛ تر دې چې خپل هویت یوازې په جسمی، ذهنی او روانی وړتیاوو سره ثبوتلای شی.
وایی چې یوه سړی د ګربت هګۍ وموندله او هغه یې له نورو هګیو سره، تر چرګې لاندې کښېښوده.
ګربت له نورو چرګوړو سره دنیا ته راغی او له هغو سره لوی شو.
ګربت ټول ژوند کې هغه کارونه تر سره کول، چې نورو چرګانو تر سره کول. ګربت به د چرګانو په شان، چنجیانو او حشرو پسې ځمکه په ټونګه وهله، د چرګ په شان آوازونه به یې وېستل او کله کله به هم دوه درې لوېشتې هوا ته والوت، خو په ډار به بېرته په ځمکه ودرېد.
نور په بله!
کلونه تېر شول، او ګربت زوړ شو… بوډا ګربت یوه ورځ پاس په آسمان کې، یو له عظمته ډک غټ الوتونکی ولید. هغه الوتونکی، د خپلو غځولو پراخو طلایی وزرونو په لږ حرکت سره، د باد د جهت خلاف الوت کاوه.
چرګانو سره زاړه شوی ګربت، حیران حیران ور کتل او ویې پوښتل: دا څوک دی؟
ګاونډی یې ځواب ورکړ: دا ګربت دی.
او ورپسې یې زیاته کړه: ګربت د الوتونکو سلطان دی. هغه د آسمان بچی دی، او موږ ځمکنی یاستو!
لنډه دا چې: دغه ګربت، د یوه چرګ په شان ژوند وکړ او د یوه چرګ په شان مړ شو.
ځکه چې فکر یې کاوه، چرګ دی!!!

———————————————————————————————————————————————————————————————————-

زما له تعریفونو سره نه لګېږی، خو دا یو «خیال د حقیقت د لمس کېدلو وړ برخې سیوری دی.» یا دا چې «خیال د روح فکر دی» بیا زما له منلو او نه منلو لوړ ولاړ دی. او نه شم کولای، تر دې ژوندۍ خبره ومومم. خیال همدغه دی! عجیبه ده؛ خیال د روح فکر دی؛ خو موږ خیال ته کمه توجه کوو.
خیال بې جسمه بیړۍ ده، چې سړی لیدلو او نه لیدلو دنیاګانو ته بیایی او فرصت ورکوی، چې نوی څه کشف کړی، نوی څه ووینی، نوی څه زده کړی او ځان د خدای آزاد مخلوق په حیث پیدا او حس کړی، ځکه نو خیال انسان باندې لورول شوې الهی جوهره ده!
هنر د حقیقت حاضره شېبه
هنرمند د کشف ډګر دی. هنرمند حقیقت نوی پنځوی. حقیقت په هنرمند کې تازه کېږی.
آیا موږ آسمانی اولادونه نه یاستو؟ آیا موږ د حقیقت نفوس نه یاستو؟ آیا موږ حقیقت سره نه وو؟ آیا که د ذهن مسی، او برنزی او فلری، حتا طلایی او الماسی سکې را څخه وڅنډل شی، نو بیا به له مستانه ماشومانو سره به، د سیند غاړو، د شوتلو پټو، د بوډۍ ټال ته او د حقیقت دسترخان ته ور ونه وځو؟؟؟
موږ جسمی وزر نه لرو، خو اروا مو، د خیال تر حقیقت پورې، ژوره سترګه په واک کې لری. زموږ سرنوشت «کامل حقیقت» دی. او کامل یعنی هر ځای، یعنی هر شی، یعنی هرڅوک.
هیڅوک له کامل څخه خارج نه دی.
هر ژوند د کامل یو اتوم دی.
دغه اتوم د خیال له دریڅې خپل ورک لمر مومی. د حقیقت په بې زمانه او بې مکانه رڼایۍ کې «ځان» وینی، «هغه» وینی او په پوره اګاهۍ بدلېږی.
ښکلا، مینه، آرمتیا، خوښی، او شاهانه دبدبه، د خیال په وزرو موندلای او اوسېدلای شو. خیال عجیبه شی دی. خیال دې هرچېرې، هر شی ته ور رسوی. ځکه چې خیال د حقیقت د زړه راه بلد دی. خیال د ټول حقیقت نندارګره سترګه ده.
خیال کې ځانته خوشحالی او جنت جوړ کړه، بیا به ژوند درباندې په خوشحالۍ تېرېږی.  دغه لاس او ذهن جوړه کړې نړۍ، ټوله له خیال او ذهنه را وتلې.

د سکوت تندر
د هنرمند سرنوشت، «آزادی، پوهه او عشق» دی. یوازې دغه الهی صفات کولای شی، موږ ته همیشنۍ هوسایی، آرامتیا، خوښی او ډاډ راکړی.
زموږ خبرې، بحثونه، اورېدل، لوستل، وېل، تجربې شریکول او د پنځ په برخه کې هر نوی کار او لاسته راوړنه- په پوهېدلې او نه پوهېدلې توګه- د پوره آزادۍ، پوهې او بې قید او شرطه مینې ناپیدا ښار ته ننوتل او هلته دیره کېدل دی.
بشری لاسته راوړنې ښیی، چې د ذهن او منطق په مرسته جوړه شوې آزادی، پوهه او عاطفی اشباع، ټول دوه قطبه دی: آزادی، بند له ځان سره لری، د پوهې برج په فرضیو ولاړ دی، او د مینې ناوکۍ د کرکې شیشکې په خوله کې نیولې؛ ځکه نو زموږ متمدن انسانیت، په څېره سور او شین دی، خو زړه یې له زر رنګه شناخته او ناشناخته غمونو خوړین دی.
ابزار باید نوی شی!
خلاق انسان باید، د مادی ذهن او مادی حواسو پرځای خپل پټ ظرفیتونه را بربنډ کړی.
خلاق انسان باید له ذهنی احتیاط او دایمی ویرو آزاد شی.
خلاق انسان باید د «ځان» او د «آزادۍ، پوهې او قدرت» تر سرچینو پورې، ټولې ذهن جوړې کړې او ذهن پاللې وحشی او ممنوعه ساحې، د خیال په وزرو کشف او د کلام او هنر په پرده را ښکاره کړی.
هنرمند انسان د خپلې الهی برخې (خیال) په مرسته د حقیقت ناآشنا ساحلونو ته وتی شی! زموږ وږې آزادی، وږې پوهه او وږی قدرت یوازې دلته مړېدای او هوسا کېدلای شی.
موږ هر سهار، د ۲۴ ساعتونو نغد چک تر لاسه کوو. موږ به خوراک او څښاک کوو، موږ به رسمی او کورنۍ چارې کوو، موږ به په شخصی، کورنی، ټولنیز او مدنی ژوندانه کې خپله برخه تر سره کوو؛ خو موږ به ځان ته هم یو څه وخت بېلوو!
آیا داسې شوی، چې کله مو، په اګاهانه ډول ځانته وخت جلا کړی وی؟
آیا زه خپل وخت د ځان په خوښه او ګټه نشم تېرولای؟
څه کېږی، چې که دغه عادت ته- ولو که د لومړی ځل لپاره وی، یو ځل نه ووایو!
راځئ، څو شېبې ځانته بېلې کړو. ځان سره ګوښه شو. پرته له خپل زړه، د بل هېڅ شی غږ وانه وروو.
راځئ، دا غیر عادی کار وکړو! راځئ، نن ورځ، ماښام، شپه یا نیمه شپه لس پنځلس دقیقې، له هرڅه ګوښه شوو.
نه راډیو واورو نه تلویزیون، نه دفتری مباحثې وکړو، نه همزولو، ګاونډیو سره خبرې وکړو، نه په سړکونو د تېرېدونکو موټرو غږ ته غوږ شو، نه هوا کې تېرېدونکې جمبو چټ الوتکې غژژس ته پام وکړو.
چې نه انسان، نه ماشین، نه حیوان، نه مرغه او نه د میاشی غږ واورو، د څه شی غږ به را باندې لګېږی؟
ښایی د خپلو کولمو غړ او پړ به واوروو! دا به هم نه اوروو؛ بل به د څه شی غږ پاتې شی؟؟؟
نور داسې څه نه پاتې کېږی، چې زه غږ د هغه په نامه کړم!
په دومره غیر مادی- ذهنی خاموشۍ کې موږ په سکوت کې واقع کېږو. موږ یوازې سکوت آوروو. موږ غوږ یو، او دا مهال د سکوت تندریز غږ موږ له دننه لړزوی.
دا ښایی تر ټولو لوړ غږ وی، چې موږ یې په ژوند کې په لومړی ځل اوروو!
ښایی تندر نه وی، د مچیو بنګس وی! ښایی دا هم نه وی، د سیند د نرمې څپې غږ وی، یا د باد پیوسته نغمه، یا هر بل غږ!
خو دا غږ له بې جنسه هستۍ را الوتی او دا بې جنسه هستی زموږ دننه پرته ده!
دا د حقیقت د ورکو برخو پړکا او لیدل دی.
سکوت د اعظم غږ ټاټوبی دی.
دا ښایی هیڅ معنا او مفهوم ونه لری، خو که شعر یا کیسه، یا نقاشی یا د ساز یوه سندره شی، نو په ټولو ویدو زړونو به زلزله راولی!
د اوس لپاره دومره!
راځئ، د سکوت قلمرو یو څه تجربه کړو!
د سکوت په قلمرو کې، د خیال په سترګه به څه ووینو؟ پرته له حقیقته بل څه شته، چې خیال یې را باندې ووینی؟؟؟
برکت یوسئ.

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده!

ستاسو نظر