د فلسفې تاریخ

ملیطي فکري ښوونځی

یادښت: دا لیکنه د فلسفې پر تاریخ د لړۍ دویمه لیکنه ده چې د انسان وېب‌پاڼې له لوري په منظم شکل خپریږي. لومړۍ برخه یې د یوناني فلسفې پر تاریخ خپره شوې وه.

۱. پیلیزه

ملیطي فکري ښوونځی له دې امله په دې نامه نومیږي، چې  د پخواني یونان په ملیط سیمه کې مېشتو مفکرانو یې بنسټ ایښی دی. د دې فکري ښوونځي منځپانګه د درو مفکرانو (تالیس، اناکسیمنډر او اناکسیمنیس) افکار دي. دوی د کایناتو د اصل او طبیعت په اړه بیلا بېل افکار څرګندکړي، چې له یو بل سره توپیر لري. دوی د دې تر څنګ چې د کایناتو پر اصل غږيدلي پر ځينو نورو مسایلو یې هم بحث کړی دی.

۲. ملیط  Miletus

یوناني ژبه کې ملیتس Milētos، لاتین کې Miletus  او د لاتین په دود په انګلیسي کې  Miletus(مایليټس) او په تورکي ژبه کې مليطMilet،دپخواني يونان یوه سيمه وه، چې د اناتولیا پر لویدیزه سینغاړه  پرته ده. ددې سیمې  کنډوالې او اثار  د اوسمهالې تورکيې د Aydin ولايت  Balat کلي ته نژدې واقع دي.

ډیویډسنسون د(پخواني یوناني تمدن)پر ۷۹ مخ  لیکي: (( په اوومې او شپږمې پېړیو کې د ملیط ښار په یوناني ښاري دولتونوکې ابادترین او ځواکمنترین ښار و. [۱]))

د (یوناني فلسفې په لنډ تاریخ)کې جان مارشال ویلي:(( د څو پېړیو لپاره د پارسیانو تر لویې حملې وړاندې غالبن ملیط د یوناني نړۍ لویترین او شتمنترین ښار و.))[۲]

په ځینواثاروکې راغلي چې ملیط دیونان هغه لوی ښار[۳] و چې تر نورو ښارونو یې ډېرې مستعمرې درلودې. په ځینو لیکنو کې د دغو مستعمرو شمېر تر ۹۰ پورې ښوول شویدی.

ملیط ښارخپله ډیره  شتمني او برم  په هلني دوره ( ۳۲۳ ق.م – ۳۰ ق.م) او وروسته رومي زمانه کې ترلاسه کړل.

دشلمې پېړۍ مشهور فیلسوف  برټرنډ راسل د ملیط په اړه وايي:

(( … ملیط په کوچنۍ اسیا کې یو ښیراز سوداګریز ښار و چې د غلامانو یوه  لویه ډله پکې مېشته وه  او  په ازادو خلکو  کې  یې د غریب او شتمن ترمنځ ترخه طبقاتي مبارزه موجوده وه… “مليط کې لومړی [عام] خلک بریالي شول او د اشرافو مېرمنې او بچیان یې ووژل، او بیا اشراف بریالي شول او خپل مخالفان یې ژوندي وسوځل… د تالیس په وختونو کې همدغسې شرایط د کوچنۍ اسیا، په ډیرو یوناني ښارونو کې رامنځته شول.

ملیط کې دایونیا د نورو تجارتي ښارونو په څېر په شپږمه او اوومه ق. م پېړیو کې مهم اقتصادي او سیاسي پرمختګونه وشول. په لومړیو کې واک  له ځمکوالو اشرافو سره و خو ورو-ورو یې ځای د سوداګرو شتمنواکۍ[۴] ونیو. له دوی څخه په خپل وار یو دیکتاتور (چې عمومن داسې کیدل) د ډیموکراتیکې ډلې په ملاتړ واک ترلاسه کړ.

د لیدیا سلطنت چې دیوناني سینغاړي ښارونو ختیز ته پروت و خو په (۶۱۲ ق.م) کې د نینوا تر پرځیدو پورې،  په دوستانه شرايطو سره اوسیدل. دې[کار] لیدیا ته ازادي ورکړه چې خپل پام لویدیز ته واړوي، خو ملیط به عمومن د ملګرۍ اړیکو ساتلوکې، په ځانګړي ډول لهCroesus سره چې وروستی لیدیایي پاچا و او په ۵۴۶ ق. م کې د سایرس Cyrus لخوا مغلوب شو، بریالی و.  له مصر سره یې هم مهم اړیکي درلودل، چې پاچا یې پر یوناني اربکیانو (دپیسو په مقابل کې عسکرو) تکیه درلوده او ځيني ښارونه یې یوناني سوداګرۍ ته پرانیستي ول.)) [۵]

۳. د ملیطي فکري ښوونځي مفکران

۳. ۱ د ملیطي ښوونځي لومړنی مفکر، تالیس

تاليس د غربي فلسفې پلار ګڼل کيږي. دی د يونان په اووه لويو حکیمانو یا هوښيارانو[۶]کې شمېرل کيږي. یوه ورځ له تالیس نه چا پوښتنه وکړه  چې د نړۍ تر ټولو سخت ترین کار کوم دی؟ په ځواب کې یې ورته وویل ((خپل ځان پېژندل)) او کله چې ترې وپوښتل شول چې د نړۍ اسانترین کارکوم دی، نو ویې ویل(( نورو ته مشوره ورکول)).

thales

تالیس ملیطي

زياتره پوهان په تېره یوناني کلاسیک فیلسوف (ارسطو)، تاليس د يوناني فلسفې لومړى فيلسوف ګڼي.

د انګريز فيلسوف برټرنډ راسل په حواله ((غربي فلسفه له تاليس څخه پيليږي.)) همدا ده چې تاليس د لومړني يوناني فلسفي ښوونځي (مليطي) بنسټ ايښوونکى بلل شویدی.

دتاليس نوم په انګرېزۍ کې Thales ليکل کيږي او په انګرېزۍ کې ((تې ليز THAY leez )) ويل کيږي. خو په عربي ليکدود کې د (طاليس) په بڼه ليکل شوى دى. همدغسې د نړۍ هغو هيوادونوکې چې د ناعربي ژبو لپاره عربي ليکدود کاريږي، دعربۍ په پېښو(تقلید) تاليس په (طاليس) ليکل کيږي. لامل يې دا دى چې اسلامي نړۍ ته فلسفه، زياتره فلسفي نومونه او فلسفي اصطلاحات د عربۍ له لارې ورغلي  او داسلامي نړۍ پوهانو هم د عربۍ په پېښو تاليس په (طاليس) ليکلى دى.

د تاليس په اړه د براعظمګي مفکر علي عباس جلالپوري په (روح عصر)کتاب کې ليکي:((تاليس مليطى په متفق ډول د فلسفې او نظري ساينس بنسټ ايښوونکى منل شوى او لکه څنګه چې مشهوره ده، دى له نسله اروپايى نه و، بلکې فنيقي اسيايى و. ((

۳. ۱. ۱ د تالیس  کورنۍ

د تاليس پلار اکساميس[۷] او مور يې کليوبولاين[۸] نومېدل. لکه مخکې چې یاده شوه، مور و پلار دواړه یې له نسله  فنيقيان ول.

ديونان يو مشهور فیلسوف ډيوژن لايرتي[۹] چې د يوناني فیلسوفانو ژوندليکونه يې خوندي کړي، د تاليس د واده او بچيانو په اړه دوه کيسې  کړې دي. يوه دا چې تاليس واده کړى و او دسيبستس[۱۰] يا سيبشتن [۱۱]په نامه يې يو زوى درلود( په ځینو روایتونو کې دا هلک د تالیس وراره و او په زويولۍ يې نيولى و.) دويم دا چې، تاليس هيڅ واده نه وکړى. کله چې ځوان و نو مور ته به يې ويل چې لا ځوان دى او کله چې زوړ شو نو ويل به  يې چې اوس يې د واده وخت تېر دى.

پلوتارک( ٤٦ — ١٢٧م ) [۱۲]چې د پخواني يونان يو تاريخوال او ليکوال دى، د تاليس په اړه يې يوه کيسه نقل کړې، چې سولون[۱۳] (يوناني قانونپوه) ديوې ليدنې پرمهال له تاليس څخه وپوښتل چې ولې يې واده ونکړ؟ تاليس په ځواب کې ورته وويل چې نه يې غوښتل د بچيانو په غمونوکې راګیر شي. خو څو کاله وروسته تاليس د کورنۍ نه درلودو له امله غمجن  شو، او  همدا و چې خپل وراره يې په زويولۍ ونيو.[۱۴]

۳. ۱. ۲ د تالیس زده کړه او اثار

تاليس مليطي د پخواني مصر او نژدې ختيز نورو سیمو کې علم کړی و. “د ملیط سیمې خلکو رياضي، هندسه او طب له مصر نه او علم هیت یې له بابل نه زده کړي ول.” [۱۵] نوموړي تر ټولو لومړى هندسي شکلونه چمتو کړل، چې وروسته ترې اقليدس هم ګټه پورته کړه.

برټرنډراسل وايي:(( ویل کېږي چې تالیس مصرته سفر کړی او له هغه ځایه یې یونانیانو ته د هندسې علم راوړی و. هغه څه  چې مصریان په هندسه کې پرې پوهیدل زیاتره کلي اصول ول، او هیڅ دلیل نشته چې باور پرې وشي چې تالیس استدلالي ثبوتونو ته رسیدلی و، هغسې  لکه  وروستیو یونانیانو چې وموندل. داسې ښکاري چې هغه پر ځمکه دوو نقطو ته په کتو په  سمندر کې د بېړۍ فاصله اندازه کول او دسیوري د اوږدوالي له مخې  د اهرامونو جګوالی، اټکلول  کشف کړي دي. ځیني نورې هندسي قضیې هم په هغه پورې تړل کیږي خو غالبن چې [دا  غلطه ده].))[۱۶]

تالیس لومړنی کس بلل کېږي چې د  فلسفې او ساینس د تړون لړۍ یې پیل کړه. همدا لامل و چې په یونان کې دواړه تر اخره پورې یو له بل سره تړلي ول.

تاليس د عيسا(ع) له زيږون  نه وړاندې پر( ٢٨ مى ٥٨٥ ق.م)  نېټه دتندر نيونې وړاندوينه هم کړې وه چې رښتيا شوه او په خپل وخت کې يې د لويديز وګړي پر دې کار ډېر هک-پک کړي ول. خو په دې اړه راسل وايي:((… دا چې یوه تندر نیونه یې اټکل کړې، دهغه په برخه کې  د فوق العاده نبوغ ثبوت نه دی. ملیط د لیدیا [هیواد] ملګری و او لیدیا له بابل سره کلتوري اړیکي درلودل او بابلي ستورپېژندویانومعلومه کړې وه، چې شاوخوا د هرو نولسو کلونو په دوره کې  تندرنیونه (خسوف) پېښېږي. هغوی په ښایسته بریا سره د سپوږمۍ تندرنیونې  اټکلوای شوې، خو د لمرتندرنیونو کې  یې دې واقعیت چې تندرنیونه به ښايي په یو ځای کې ښکاري او بل ځای کې نه، مخه ډب کړې وه. له همدې امله دوی یوازې پر دې پوهېدای شول چې پر دې یا هغې  نېټې د تندرنیونې لټه کول د ارزښت وړ دي او دا غالبن ټول هغه څه ول چې تالیس پرې پوهید. نه هم هغه او نه هغوی[د لیدیا وګړي] پر دې پوهیدل چې دا دوره  ولې دغسې رامنځته کېږي.))[۱۷]

تاليس د سفر ډېر شوقي و. د تاريخ پلار يوناني هيروډوټس دتاليس د سياستولۍ او انجنيرۍ  اړوند هم څرګندونې کړې دي.

دځينونورو يوناني فیلسوفانو او پوهانو په څير د تاليس ټول اثار تر موږ ندي رارسېدلي او يوازې څه نسخې ترې پاته دي. پوهان د تاليس د اثارو په اړه هم يوه خوله ندي. ځيني پخواني ليکوالان دبېړۍ چلونې يواثر (بحري ستورښود)[۱۸]هم په ده پورې تړي خو ځينې  بيا وايي چې تاليس دوه اثار: يو دتندر نيونې په اړه(On the Solstice) او بل د شپې ورځې د برابرۍ په اړه ( On the Equinox )ليکلي دي.

۳. ۱. ۳  او طبیعي فلسفه

طبیعي فلسفه له تالیس نه پیليږي. په يوناني فیلسوفانوکې تاليس لومړنى کس و، چې له يوناني اساطيرويې سرغړونه وکړه او د نړۍ دجوړ ښت دلومړني طبیعي عنصر په اړه يې سوچ وکړ. په لومړي ځل يې وويل چې د نړۍ ټول څيزونه او کاينات [۱۹]له اوبو یا hydor  څخه جوړ شوي او د ژوندانه سرچينه یا لومړنی اصل دهغه په وينا ارخ arche (اوبه) دي. تر دې وړاندې هر څه د دیوتاګانو او خدایګوټو جوړښت بلل کېدل.

دنوموړي د فکر په اړه ارسطو ويلي :(( … يو يا له يو نه ډېر داسې طبيعي شيان شته، چې نور شيان ترې رامنځته شوي … پر شمېر او د داسې نظر پر بڼه ټول[پوهان] يوه خوله ندي، خو تاليس چې ددې فلسفې بنسټ ايښوونکى دى وايي چې دا[څيز] اوبه دي….)

ارسطو زياتوي ((… ځيني وايي چې دا[روح] په جهان کې خپور شوى او له همدې امله ښايي چې تاليس فکر کاو چې ټول شيان له خدايانو ډک دي…))

راسل په دې اړه وايي: (( دا ویل  چې هر څه له اوبو څخه جوړ شوي باید یوه علمي فرضیه وګڼل شي، نه یوه ساده فرضیه. شل کاله وړاندې، منل شوی نظر دا و چې هر څه له اکسیجن څخه جوړ دي، چې دوه پر درې اوبه دي. یونانیان په خپلو فرضیو کې بې باکه ول خو ملیطي ښوونځی لږتر لږه دې ته چمتو وچې [خپلې فرضیې]په تجربي ډول وازمايي. د تالیس په اړه ډېر لږ معلومات شته، چې د هغه د ژوندپه اړه ډاډمن  لیکل ممکنوي، خو په ملیط کې د هغه د ځایناستو په اړه ډیر معلومات شته  او دامعقوله ده چې وویل شي د هغوی د نظر، یو څه خو له هغه څخه اخېستل شوي دي. دهغه ساینس او د هغه فلسفه دواړه خام ول خو داسې ول چې فکر او مشاهدات  یې وپارول.))[۲۰]

دا نظر چې د نړۍ هر څيز يوازې او يوازې له اوبو څخه جوړ شوى، تاليس د حياتي وحدت الوجود animistic pantheism پر لار ور سيخ کړ. نوموړي ويلي لکه څنګه چې اوبه د ټولو ((ژونديوشيانو)) لپاره خدايي (الهي) سرچينه ده او ټول ژوندي او غير ژوندي شيان په اوبو ژوندکوي نو له همدې امله ټوله نړۍ له خدايانو ډکه ده. (( All things are full of gods))

پوهان وايي چې ښايي په طبيعت او ژوند کې داوبو زيات اهميت، به نوموړى دې ته هڅولى وي چې اوبه د هر څه او لومړنی اصل وګڼي.

ديوبل نظر له مخې ښايي تاليس دهومري دوديز نړۍ ليد[۲۱]، په ځانګړي ډول د Oceanos افسانې چې سيند د فاني او ابدي ژوند سرچينه ګڼي، تر اغېز لاندې دا نظر وړاندې کړې وي او اوبه يې د هر څه مورینه او سرچینه  ګڼلې وي.

یو شمېر پوهان پر دې هم باوري دي، چې تالیس دا نظر له پخواني هندوستان څخه اخېستې و.

۳. ۱. ۴ تالیس او کاینات پوهه Cosmology

راسل د ارسطو په حواله وايي: تالیس ((نظر درلود چې ځمکه په اوبو ولاړه ده.)) دی وايي ،چې ځمکه د اوبو پر مخ لکه د کښتۍ په شان ګرځي.

ارسطو ویلي چې تالیس ویل، مقناطیس په ځان کې روح لري ځکه اوسپنه ځانته کښوي.

۳. ۱. ۵ د تالیس زیږون او مړینه

ډيوژن، ديوناني ليکوال اپولودورس[۲۲] (١٨٠ ق.م کې زېږېدلى) په حواله ويلي چې تاليس د ٧٨ کلنۍ په عمر مړ شوى. خو ديو بل يوناني تاريخوال سوسيکراتس [۲۳]په حواله يې ويلي چې تاليس د مرګ پرمهال ٩٠ کلن و.  په ډېروځايوکې د تاليس د ٧٨ کلنۍ عمر سم ګڼل شوى دى. همداشان د تاليس د زوكړې او مړينې پر نېټه هم ټول پوهان يوه خوله ندي. په زياتره  ځايوکې يې  زیږنېټه  (٦٢٤ او ٦٢٥ ) بلل شوې او  مرګ نېټه  ( ٥٤٦ او ٥٤٧ ) ګڼل شوېده.

ښايي چې د تاليس خبرې اوس ځينو خلکو ته خندنۍ وبرېښي، خو له دې سترګې نشي پټېداى چې له نن څخه کابو شپږويشت سوه کاله وړاندې د يوناني اساطيرو په واکمنۍ کې څوک راپاسي، پر اساطيرو پښې کيږدي، د عقل خبرې وکړي، د فلسفې او ساينس بنسټ کيږدي او د راتلونکوانسانانو لپاره دسوچونو او تفکر دروازې پرانيزي.

۳. ۲ د ملیطي ښوونځي دویم مفکر، اناکسيمینډر

anaximander

اناکسیمنډر

اناکسيمینډر( انګریزي: Anaximander )، (یوناني: Anaximandros ) د پخواني یونان له سقراط نه مخنۍ دورې(ملیطي فکري ښوونځي) دویم مفکر و. دی د تالیس، شاګرد او ځای ناستی ګڼل كيږي. اناکسيمینډرتر تالیس وروسته او تر اناکسيمینس  Anaximenes  وړاندې تېر شوی. نوموړى په كابو ( ۶۱۰ ق .م) كې زيږيدلى او په  كابو( ۵۶۴ ق. م) كې مړ شوی دى. دى هم د پخواني يونان په مليط سیمه كې زيږيدلى و.

لکه څنګه چې یاده شوه دملیطي فکري ښوونځي زياتره مفکران د كايناتو د جوړښت په اصل يا arche  پسې ګرځيدل. دوى به  پوښتل چې دا ټول څيزونه له څه شي جوړشوي دي؟ او د دې ټولو څيزونو لومړنی اصل څه دی؟ له همدې امله د دغه وخت فيلسوفانو ته د يویت [۲۴] ښوونځي monist school لارویان ويل كيږي.

د اپلاتون ( ۴۴۷ – ۳۴۷ ق م) په زمانه كې د اناكسيمينډر نژدې ټوله فلسفه هېره شوې وه. ارسطو او تر هغه  وروسته تیوپراستس[۲۵]  او يو څو نورو نظر- ټولندویانو هغه لږ څه مالومات چې د هغو په زمانو كې پاتې ول، خوندي کړل. خو بيا هم مونږ د ارسطو له لارې(؟) خبريږو چې تاليس تر اناكسيمينډر وړاندې و. پر دې خبره چې ايا رښتيا تاليس د اناكسيمينډر استاد و او كه نه، بحث كيداى شي خو په دې كې شك نشته چې اناكسيمينډر د تاليس له نظريې چې ټول څيزونه له اوبو رامنځته شوي اغېزمن شوى و.[۲۶]

۳. ۲. ۱ اناکسیمینډر او د اپیرون نظریه

اناكسيمنډرد(تاليس) له دې نظر سره چې ټول كاينات له اوبو څخه جوړشوي، جوړ نه و. هغه د تالیس په خلاف اوبه د هر څه اصل (مادت المواد یا arche) نه ګڼلې. همدا لامل و چې  د (اپيرون)، ( لايتناهي، نه ختميدونكي،نامحدود …) نظريه یې رامخته كړه.

هغه داوبو فرضیه غلطه ګڼله او استدلال یې کاو، که (اوبه، اور، هوا ، خاوره) دهر څه اصل او سرچینه وای نو یو بل یې تسخیرول. دا عناصر یو د بل مخالف دي: هوا سړه ده، اوبه نمجنې دي، خاوره وچه ده او اور ګرم دی. او اصلي عنصر باید خنثی وي، نه دغه عناصر. اناکسیمنډر ویل چې دهر څه اصل اپیرون دی.

د یادونې وړده، چې اناکسيمینډر لومړنی فيلسوف و چې دکایناتو د بشپړ طبیعتوال میکانیکي طرحې [۲۷]د لټون هڅه یې وکړه. نوموړي خيال درلود چې ځمکه د اپیرون apeiron ( لایتناهي infinite  ، نامعين  indefinite، نامحدود boundless) په منځ کې موقعیت لري او په اصل کې همدا د اپیرون، نامحدوده او غیرمتمایزه کتله وه چې د نړۍ تخم پکې جوړ شو. ورو- ورو د دغه تخم ترشاوخوا اپیرون رامنځته شو او نړۍ ترې وده وكړه. [۲۸]

د اپيرون وضاحت ګران دى او تر اوسه د ډيرو پوهانو مغز لا د اپيرون پر مانا سم ندى خلاص او زياتره پوهانو ورته خيالي وضاحت وركړى دى. ځینو ځایونو کې اپیرون له هغه رنګ سره تشبیه شوی چې په نورو رنګونو کې ګډ شوی او په ټولو رنګونو کې وجود لري، خو په خپله ځانله ډول یې وجود ورک دی.

۳. ۲. ۲ اناکسیمینډر او کایناتپوهه

اناكسيمينډر ستورپوهه(نجوم)  هم لوستې وه. نوموړي باور درلود چې ځمكه په فضاكې ځړيدلې ده. هغه  كوښښ  وكړ چې دا واضح كړي چې ځمكه ولې نه غورځي. د نوموړي نظر دا و چې ټول شيان سره په يوه توله (تعادل) كې واقع دي. [۲۹] اناکسيمینډر ویل چې ځمكه  د کایناتو په منځ کې ده او همدا دلیل دی چې وچه  او سمندر نه غورځي. [۳۰]

اناکسيمینډر استدلال کاو چې نړۍ د بشري ټولنې په شان د قوانینو له مخې چلند کوي. لكه څنګه چې قوانينو د ټول طبيعت توله ساتلې نو  هیڅ لویه ناهمغږي[۳۱] به ډیر مهال پایښت ونکړي.[۳۲]

۳. ۲. ۳ د اناکسیمنډر نور نظریات

اناكسيمينډر د انګريز ساينسپوه  چارليس ډارون ( ۱۸۰۹ – ۱۸۸۲ ز) سرلاری هم ګڼل كيږي. ډاروين  وويل چې ټولو ژوندي سرو[۳۳] له يوه موروپلاره د وخت په اوږدو كې وده موندلې ده.خو اناكسيمينډر له چاپيريال سره د جوړجاړي او د ځواکمنترین پایښت ( بقاى اصلح)[۳۴] لومړني تصورات وړاندې كړي ول. نوموړي ويل: ((….په لومړنيو وختونو كې انسان هم د نورو حيواناتو په شان يعنې لكه د كب په څېر و. لومړني حيوانات له نم څخه پيداشول. ددوى پوستكي اغزن ول او وروسته نورو وچو ځايو ته ورسيدل.))

اناكسيمينډر دانسان له حيوان څخه د ارتقا يو دليل دا وړاندې كاو چې د انسان بچيان لكه د نورو حيواناتو په شان پيدا كيږي او خپل خوراك نشي پيدا كواى او د پيو د خوراك مهال يې ډير اوږد وي. كه دى له پيل څخه همداسې واى نو هيڅ كله به ژوندى نه واى پاتې. په همدې خاطر انسان  دحيوان يو پرمختللى شكل ګڼي.

نوموړي دا نظر چې  انسان د ژوند له پخوانیو بڼو[۳۵]، په ځانګړي ډول له کب څخه  وده موندلې د لاسته ورغلو شواهدو له مخې انګېرلی و.[۳۶]

اناكسيمينډر ته دا وياړ هم په برخه دى، چې په لومړي ځل يې فلسفه په نثر وليكله.[۳۷] اوپه لومړي ځل يې د خپل وخت د معلومې نړۍ نقشه  وکښله.

د څلورمې ميلادي پيړۍ د بايزنټاين ويناپوه themistious ويلي چې اناكسيمينډر په پيژندلو يونانيانو كې هغه څوك دى چې په لومړي ځل يې پر طبيعت ليكنه وكړه.

په هر حال اناكسيمينډر د خپل وخت يو منلى شخصيت و، چې په بيلا بيلو برخو كې يې نظريات د څېړنې وړ او د مفكرانو تر منځ د تودو بحثونو لامل ګرځيدلي دي.

۳. ۳ د ملیطي ښوونځي دریم مفکر، اناکسیمنس ـ دهوا فیلسوف

اناکسیمنس له سقراطه مخنۍ فلسفي دورې، ملیطي فلسفي ښوونځي دریم فیلسوف و. دی دپخواني یونان (ایونیا) د ملیط سيمې اوسېدونکی و.

anaximenes

آناکسیمنس

له سقراط نه د مخنیو فیلسوفانو په شان د اناکسیمنس د اثارو او ژوند په اړه هم لږ معلومات لرو. د راپاتې سرچینو له مخې اټکل کېږي چې نوموړی په ۵۸۵ ق.م کې زیږیدلی او(د اپولودوروس او ډیوژنس د روایتونو) له مخې په ۵۲۸ ق.م کې مړ شوی دی. د نوموړي پلار (یوروستراتوس) نومید.

تیوپراستس [۳۸]( د اپلاتون د اکاډمۍ شاګرد او د ارسطو ځای ناستی) یادونه کوي چې اناکسیمنس د اناکسيمنډرملګری او ښايي شاګرد و. د ځینو روایتونو له مخې د پارمنیدس شاګرد هم تېر شوی دی.

د اناکسیمنس په وخت کې د ملیط وضعیت ډیر خراب و.[۳۹] دی فیثاغورس ته په یو لیک کې لیکي: ((څومره دې بخت ملګری و چې ایټالیا ته ولاړې. کروتینان دې په اړه ښه نظر لري او ډیرخلک دې دیدن ته راځي هان د سیسیل وګړي هره ورځ درسره لیدنه کوي. دلته سرچپه، د مادانو پاچا مونږ ګواښي. څنګه غوښتای شې چې اناکسیمنس دې د ستورو دڅیړنې شوق ولري، په داسې حال کې چې هره شیبه د مرګ یا غلامۍ په ډار کې تېروي.؟))

۳. ۳. ۱ اناکسیمنس او لومړنی اصل arche

ارسطو په خپل اثر میټافزیکس کې وايي:(( اناکسیمنس او ډیوژنس هوا پر اوبو مقدمه ګڼي او د بسیطو جسمونو اصل یې ګڼي.))[۴۰]

د تیوپراستس په حواله، اناکسيمنس په واضح ډول وايي چې د بدلون لپاره طبیعي میکانیزم، د هوا ترقیق او انقباض دی، چې په طبیعي ډول د څیزونو چې له اصلي څیز څخه رامنځته کیږي، ځانګړي خواص ټاکي. ترقیق شوې هوا، اور ګرځي، چې ډیره ټینګه شي، پرله پسې ډول باد، وریځ، اوبه، ځمکه او بالاخره کاڼي ترې جوړیږي. تیوپراستس وايي ((نورڅیزونه)) له ((دوی څخه رامنځته کیږي.))[۴۱]،[۴۲]

داسې ښکاري چې اناکسیمنس باوردرلود، چې یو وخت هرڅه (هوا) وه.[۴۳]  نوموړي ویل چې هر څه له (هوا) څخه جوړ شویدي.

نوموړي خپله نظریه طبیعت کې د ترقیق او انقباض پروسې ته په کتو رامنځته کړې وه.

نوموړي باور درلود چې هوا د ترقیق او انقباض داسې ځانګړتیاوې لري چې په نورو څیزونو اوښتای او له هغوی بیا نور څیزونه رامنځته کیدای شي.

آناکسیمنس خپله د ترقیق او انقباض علت یخني او ګرمي ګڼي. خو اوسمهال د اناکسیمنس نظریې سرچپه یخني او ګرمي د هوا د ترقیق او انقباض معلول ګڼل کیږي.

که څه هم د اناکسیمنس(دهوا نظریه) او د اناکسیمنډر(د اپیرون نظریه) سره توپیر لري خو د اناکسیمنس(هوا) د اناکسیمنډرد(اپیرون) په شان لامحدوده اوهرمهال په حرکت کې ګڼله.

د اناکسيمنس په نړۍ لید کې هوا یو ډول بې پرې[۴۴] څیزدی چې په هرځای کې په فزیکي پروسو[۴۵] کې ونډه لري. طبیعي ځواکونه پرله پسې ډول پرې اغیزکوي او په نورو څیزونو يې اړوي او په نتیجه کې په یو ځايي ډول منظمه نړۍ رامنځته کوي.

پلوټارک د اناکسیمنس د روح د نظریې په اړه وايي: لکه څنګه چې زمونږ روح چې هوا ده مونږه ساتي همدغسې روح او هوا پر ټوله نړۍ احاطه لري.

پخوانيو یوناني ادبیاتوکې هوا له روح ( د ژوند سا/هوا) سره تړل شوې ده. ښايي نوموړي دا فکر کړی وي چې روح جسم کنټرولوي نو دا وړتیا هم لري چې هر څه ترې رامنځته شي.[۴۶]

ویل کیږي چې نوموړي په هوا پورې ځيني الاهي( دهغه وخت د خدایګوټو) ځانګړتیاوې هم تړلې وې. یو بل ټکی چې د اناکسیمنس د هوا په نظریه کې اهمیت وړ دی، هغه د (هوا) او (خدی) یو ګڼل دي. اوپه یو بل ځای کې یې ویلي:(( ګومان مه کوی چې خدایانو، هوا جوړه کړې، بلکې هوا خدایان رامنځته کړي دي.)) د دې نظر په وضاحت کې چې څه ویل شوي، ترې ښکاري چې اناکسیمنس هوا هماغه د خدایانو خدای (زیوس یا جوپیټر) ګاڼه. دیوناني اساطیرو له مخې د یونانیانو خدایان، د زیوس لخوا خلق شويدي.

اناکسیمنس فکردرلود چې هوا داسې ذاتي شیمه means لري چې پر بل څیز د بدلون- ترقیق اوانقباض وړتیاوې لري.

۳. ۳. ۲ اناکسیمنیس او کاینات[۴۷]

اناکسیمنس( دهوانظریه) د ځمکې او نورو فضايي څیزونو د منشا او طبیعت په پېژندنه کې هم کاروله.[۴۸]

نوموړي لکه د اناکسيمینډر په شان نړۍ له یو وړاندې شته څیز څخه منځته راغلې ګڼله. نوموړي ویل چې ځمکه د felting process له مخې له هوا څخه جوړه شوېده.

نوموړي ویل چې له هوا نه ځمکه دیو هوارټیکلي flat disk په شان منځته راغله. د ځمکې بړاس، ترقیق شو، اورجن څیزونه ترې منځته راغلل، چې وروسته بیا فضايي اجرام ترې جوړشول. ځمکه لکه د یوې پاڼې په شان پر بادي بالښت[۴۹]په فضا کې ګرځي.

اناکسيمنس لمر هم  لکه د ستورو په شان اورجن aflame ګاڼه خو ویل يې چې لمرلکه د ستورو په شان له رقیقې هوا څخه جوړشوی ندی، بلکې د ځمکې په شان رامنځته شوی دی. نوموړي باور درلود چې دلمرګرمښت د جوړښت له امله نه بلکې د چټک حرکت له امله دی.

ده ویل چې سپوږمۍ او لمر دواړه یو شان هواردي او د هوا په لړونو[۵۰] کې ګرځي او کله چې لمر لویږي، تر ځمکې لاندې نه ځي بلکې تر ځمکې تاویږي او د شپې لخوا د ځمکې د لوړو برخو په واسطه پټیږي.

په یو ځای کې راغلي چې اسمانونه لکه د وړینې خولې felt cap په شان دي، چې تر سر تاو شوې وي. او ستوري پر دې اسمانونولکه د میخونو په شان ټومبل شوي دي. په یو بل ځای کې راغلي چې ستوري لکه د اورجنوپاڼو په شان دي چې په هوا کې ګرځي.

 په لنډو: اناکسیمنیس باور درلود چې ځمکه له هوا څخه جوړه شوې ده. ستوري د ځمکې له بړاس څخه رامنځته شوي او د ترقیق له امله یې اورجنه بڼه خپله کړې ده. خو د لمر او سپوږمۍ ګرمښت د جوړښت له امله نه بلکې د چټک حرکت له امله دی.

۳. ۳. ۳ اناکسيمنیس او بدلون دوکترین[۵۱]

په دې نظریاتو سر چې هر څه له هوا څخه جوړ شوي، اناکسیمنس د طبیعي بدلون په زړه پورې کیفیتي وضاحت وړاندې کړی دی:

[هوا] د rarityاو density له مخې په ماهیت کې توپیر لري. کله چې نرۍ شي اورګرځي، خو کله چې ټینګه شي باد ګرځي، بیا وریځ، چې نوره هم ټینګه شي اوبه ګرځي، بیا ځمکه، بیا کاڼي ترې جوړیږي. پاتې نورڅیزونه له همدوی څخه جوړیږي.[۵۲]

د دوو مخالفو پروسو ترقیق او انقباض، په کارونې سره اناکسیمنس واضح کوي چې هوا څنګه د یولړبدلونونه برخه ګرځي. اور په هوا بدلیږي، هوا په باد، باد په وریځ، وریځ په اوبو، اوبه په ځمکه او ځمکه په کاڼو اوړي. یو څیز په دې طریقه د انقباض له لارې سفر کوي او یا هم سرچپه د ترقیق له لارې په پرله پسې ډول له کاڼي نه په اور بدلیږي.[۵۳]

اناکسیمنیس د ساده تجربې په مټ یوبسیط تجربي ثبوت وړاندې کوي: که یو څوک په ارام سره پرلاس پوکی وکړي نو هوا ګرمه وي( لکه په سړو کې دلاسونو دګرمښت لپاره)، که یو څوک يې په تړلې شونډو وکړي هوا یې سړه وي (لکه د ګرم څیز دسړښت لپاره). د اناکسيمنس په حواله مونږ وینو چې ترقیق rarity له تودوخې سره ( لکه په اور کې) او انقباض له سړښت سره ( لکه په ټینګو او کثیفو څیزونو) کې یو له بل سره تړلي دي.

ځيني پوهان وايي چې نوموړي د څیزونو څه والي ته تر پاملرنې د څیزونودکارکولو څرنګوالي ته ډیره پاملرنه کوله.[۵۴]

اناکسيمنس لومړنی معلوم متفکر دی چې د بدلون تیوري[۵۵] يې وړاندې کړه اود مشاهداتو په مټ یې ثبوت کړه. که څه هم اناکسیمنډرهم د اپیرون یو لړ بدلونونو ته چې ځیني څیزونه ترې رامنځته شوي، اشاره کړې وه خو د بدلون لپاره يې کوم علمي[۵۶] دلیل نه و وړاندې کړی او نه یې کوم داسې میکانیزم ښوولی و، چې دغسې بدلون رامنځته کوي. خوسرچپه اناکسيمنس د مادي بدلون د پروسې د ښوولو لپاره د ورځني ژوند مشهورې تجربې کارولې وې. ښايي هغه د وړیو اوبدلو پروسې felting process ته، چې د وړیو له یوځای کیدو څخه نیمسي رامنځته کوي، هم کتلي وي. دا صنعتي پروسه داسې نمونه وړاندې کوي، چې څنګه یو څیز له یو ځای کیدو وروسته  نوې ځانګړتیاوې خپلوي. [۵۷]

۳. ۳. ۴ اناکسیمنس او نور نظریات

اناکسیمنیس د ځمکې پرمخ د نورو پدیدو د علتونو د وضاحت لپاره خپل مشاهدات او عقلانیت کارولی او له خپلو اصولو يې کار اخېستی دی.

نوموړي ویل چې زلزله په ځمکه کې د چاودونو له امله رامنځته کیږي. کله چې ځمکه وچه وي نو چاودونه پکې رامنځته کيږي او کله چې ځمکه کې نم ډیرشي، بیا هم د چاودونو سبب ګرځي. په دواړو حالاتو کې ځمکه د چاودونو له امله کمزورې کېږي، غونډۍ غورځي او زلزله رامنځته کیږي.

نوموړي ویلي چې تالنده او بریښنا(رعد او برق)[۵۸] له هغه باد څخه جوړیږي چې له وریځو څخه راوځي او شنه زرغونه د لمر له هغو لمرینو وږمو [۵۹]څخه رامنځته کيږي چې پر وریځو لګیږي. نوموړي ږلۍ د باران کنګل شوي څاڅکي ګڼل.

۳. ۳. ۵ د اناکسیمنس اغیزې

ځیني پوهان باوري دي چې د فیثاغورس، آناکساګوراس، ډیوژنس و اتومیتوالو نظریات د اناکسیمنس پر نظریاتو ولاړ دي.

۴. تالیس، اناکسيمبنډراواناکسیمنس:

  1. اناکسیمنس د ملیطي فکري ښوونځي دنورو کسانو په شان دمادي یوویت[۶۰] لاروی و. د ملیطي فلسفي ښوونځي لارویانو کوښښ کاو چې د کایناتو لومړنی اصل چې دوی arche ګڼلی، ومومي او پر دې پوه شي چې دا هرڅه له څه شي څخه رامنځته شوي دي.
  2. تراناکسیمنس اواناکسيمنډر وړاندې تالیس په لومړي ځل ویلي ول چې هرڅه له یو معلوم څیز اوبو hydor څخه جوړ شويدي. خو ورپسې دهغه شاګرد اناکسيمنډر وویل چې ټول هر څه له یو مبهم لامحدود څیز(اپيرون) څخه جوړ شوي دي. تر اناکسيمنډر وروسته اناکسیمنس وویل چې هر څه له اوبو او اپېرون څخه ندي جوړ شوي بلکې ټول څيزونه له هوا څخه سرچینه اخلي.
  3. ځیني پوهان وايي چې اناکسیمنس د تالیس په شان یومعلوم څیز ته بېرته وروګرځید او په اصطلاح شاتګ throwbackیې وکړ. خو دا چې اناکسیمنس دې شاتګ کړی وي منطقي نشي ګڼل کیدای، بلکې دواړه نظریات یې سره یوځای کړي او دریم څیز یې وړاندې کړی دی. اوبه یو معلوم څیزدی چې په اسانۍ درک کیدای شي او اپیرون یونامعلوم او مبهم څیز و چې درک کیدای او شته والی يې هم باوریدای نشوای. له بلې خوا هوا داسې ده چې په لږ فکر او په اسانۍ درک کیدای شي، په هر ځای کې موجوده وي، حرکت کې وي او له بلې خوا په عادي دید او سترګو نه لیدل کیږي، چې دغه ځانګړنه اناکسیمنډر اپیرون ته هم انګېرلې وه.همدغسې هوا تر ټولو نورو عناصرو بې پرې neutral ده. نو ښايي اناکسیمنس به له همدې امله د هر څه سرچینه داسې څیز ټاکلی وي چې نه د اوبو په شان په اسانۍ او څرګند ډول په نورو څیزونو لکه هوا، وریځ… بدل شي او نه د اپیرون په شان دومره ورک او مبهم وي چې لیدل یې هم ناشوني وي. نو (هوا) داسې یو څیز و چې د دواړو خواص پکې موجود ول او ښايي له همدې امله يې د هر څه اصل ګڼلی وي. لکه څنګه چې په پخواني یونان او نورو دینونو کې هوا او روح یو ګڼل شوي، دې نظريې هم ښايي د اناکسیمنس (د هوا نظریې) ته زمینه مساعده کړې وي. ویلای شو چې اناکسیمنس نه بېرته تالیس ته ورګرځیدلی او نه يې د اناکسیمنډر نظریه منلې بلکې دواړو ته په کتو يې دریم څیز(هوا) د ارخ په توګه وړاندې کړې ده.
  4. اناکسيمنډرد کایناتو لومړني عناصر او خواص qualities له یو بل سره متضاد او په ټکر کې ګڼل. خو اناکسیمنس مختلف نظر درلود. ده ویل چې لومړني څیزونه او خواص یو له بل سره په ټکر کې ندي بلکې د تړلي اوړون continuum مختلف پړاونه دي.
  5. د یادونې وړ بولم چې زیاتره پوهان د ملیطي ښوونځي درې واړه فیلسوفان د مادي یوویت لارویان بولي خو زما په نظر دا خبره سمه نده، ځکه اناکسیمنډر د هر څه اصل اپیرون ګاڼه او اپیرون هغه ورک څیز و چې هیڅ سروبر یې نه و معلوم او یو خیالي څیز و. زما په فکرد ملیطي فیلسوفانو افکارو د وروستیو دینونو پر الهایاتو هم پراخ اغیز کړی.په ځانګړي ډول د اناکسیمنډرد اپیرون تیورۍ د خدای تصور ته کافي مواد برابر کړيدي.

———————————————————————————————————————————————————————-

لمن‌لیکونه:

[۱] Ancient Greek civilization By David Sansone page 79 “In the seventh and sixth centuries BC the city of Miletus was among the most prosperous and powerful of Greek poleis.”

[۲] A Short History of Greek Philosophy By John Marshall page 11 “For several centuries prior to the great Persian inversion of Greece, perhaps the very greatest and wealthiest city of the Greek world was Miletus”

[۳] metropolis

[۴] Plutocracy

[۵] ((… Miletus, in Asia Minor, a flourishing commercial city, in which there was a large slave population, and a bitter class struggle between the rich and poor among the free population. “At Miletus the people were at first victorious and murdered the wives and children of the aristocrats; then the aristocrats prevailed and burned their opponents alive,* Similar conditions prevailed in most of the Greek cities of Asia Minor at the time of Thales.

Miletus, like other commercial cities of Ionia, underwent important economic and political developments during the seventh and sixth centuries. At first, political power belonged to a land-owning aristocracy, but this was gradually replaced by a plutocracy of merchants. They, in turn, were replaced by a tyrant, who (as was usual) achieved power by the support of the Democratic Party.

The kingdom of Lydia lay to the east of the Greek coast towns, but remained on friendly terms with them until the fall of Nineveh (612 B.C.). This left Lydia free to turn its attention to the West, but Miletus usually succeeded in preserving friendly relations, especially with Croesus, the last Lydian king, who was conquered by Cyrus in 546 B.C. There were also important relations with Egypt, where the king depended upon Greek mercenaries, and had opened certain cities to Greek trade. ))

[۶] seven sages

[۷] Examyes

[۸] Cleobuline

[۹] Diogenes Laertius

[۱۰] Cybisthus

[۱۱] Cybishton

[۱۲] Plutarch

[۱۳] Solon

[۱۴] Www.wikipedia.org

[۱۵] عباس جلالپوري، روایت تمدن

[۱۶] Thales is said to have travelled in Egypt, and to have thence brought to the Greeks the science of geometry. What the Egyptians knew of geometry was mainly rules of thumb, and there is no reason to believe that Thales arrived at deductive proofs, such as later Greeks discovered. He seems to have discovered how to calculate the distance of a ship at sea from observations taken at two points on land, and how to estimate the height of a pyramid from the length of its shadow. Many other geometrical theorems are attributed to him, but probably wrongly.

[۱۷] “It is no proof of extraordinary genius on his part to have predicted an eclipse. Miletus was allied with Lydia, and Lydia had cultural relations with Babylonia, and Babylonian astronomers had discovered that eclipses recur in a cycle of about nineteen years. They could predict eclipses of the moon with pretty complete success, but as regards solar eclipses they were hampered by the fact that an eclipse may be visible in one place and not in another. Consequently they could only know that at such and such a date it was worth while to look out for an eclipse, and this is probably all that Thales knew. Neither he nor they knew why there is this cycle.”

[۱۸] Nautical Star-guide)

[۱۹] cosmic phenomena

[۲۰] The statement that everything is made of water is to be regarded as a scientific hypothesis, and by no means a foolish one. Twenty years ago, the received view was that everything is made of hydrogen, which is two thirds of water. The Greeks were rash in their hypotheses, but the Milesian school, at least, was prepared to test them empirically. Too little is known of Thales to make it possible to reconstruct him at all satisfactorily, but of his successors in Miletus much more is known, and it is reasonable to suppose that something of their outlook came from him. His science and his philosophy were both crude, but they were such as to stimulate both thought and observation.

[۲۱] traditional Homeric world-image

[۲۲] Apollodorus

[۲۳] Sosicrates

[۲۴]   د دې فکري  ښوونځي لارويانو د كاياناتو اصل په يو څيز كې لټاو له همدې امله ورته يویت وال  ويل کېږي.

[۲۵] Theophrastus

[۲۶] http://en.wikipedia.org/wiki/Anaximander  ( August 2013)

[۲۷] naturalist, mechanistic model

[۲۸] Remarkably, Anaximander was the first philosopher to attempt a completely naturalist, mechanistic model of the universe. He envisioned the earth as situated in the centre of apeiron. Originally, all that was this apeiron, an infinite (boundless) and undifferentiated mass in which a seed of the world formed. Gradually, the aperion would form around this seed and the world grew.  ((www.philosophy.index.com August 2013))

[۲۹]  Introduction to Philosophy, PDF version, P22

[۳۰] Anaximander said that the world was in the center of the universe, and it was for this reason that the land and the ocean did not fall. ((www.philosophy.index.com August 2013))

[۳۱]  significant disharmony

[۳۲] Anaximander argued that the world behaved like a human society, according to laws. These laws ensured that any significant disharmony would not last long, as the laws balanced out all of nature.

[۳۳] live species

[۳۴] Survival of the fittest

[۳۵] life forms

[۳۶] Anaximander also suspected from evidence he found that human beings developed from earlier life forms, specifically fish. ((www.philosophy.index.com August 2013))

[۳۷]   علي عباس جلالپوري، روايات فلسفه،  ۲۰۱۰ م، تحقيقات لاهور، ۶ مخ

[۳۸] Theophrastus

[۳۹]  کانون ايرانی پژوهشگران فلسفه و حکمت – آناكسيمنس

[۴۰]  ارسطو؛ مابعدالطبیعه، ترجمه دکتر محمد حسن لطفی (حامد براتی)

[۴۱] Stanford Encyclopedia of philosophy, Presocratic Philosophy, First published Sat Mar 10, 2007; substantive revision Mon Nov 5, 2012

[۴۲]  شرف الدین خراسانی؛ نخستین فیلسوفان یونانی، ص ۱۴۵٫ (حامد براتی)

[۴۳] Daniel W. Graham,  Brigham Young University,  USA, Anaximenes, Internet Encyclopedia of philosophy, March 22, 2009

[۴۴] neutral

[۴۵] physical processes

[۴۶] Daniel W. Graham,  Brigham Young University,  USA, Anaximenes, Internet Encyclopedia of philosophy, March 22, 2009

[۴۷] cosmos

[۴۸] Wikipedia.org, Anaximenes (July 21, 2013)

[۴۹] cushion of air

[۵۰] streams of air

[۵۱] doctrine of change

[۵۲] Daniel W. Graham,  Brigham Young University,  USA, Anaximenes, Internet Encyclopedia of philosophy, March 22, 2009

[۵۳] Daniel W. Graham,  Brigham Young University,  USA, Anaximenes, Internet Encyclopedia of philosophy, March 22, 2009

[۵۴] عبدالرحمن عالم؛ تاريخ فلسفه­ي سياسي غرب از آغاز تا پايان سده‌هاي ميانه، ص ۲۷ (حامد براتی)

[۵۵] Theory of change

[۵۶] Scientific

[۵۷] Daniel W. Graham,  Brigham Young University,  USA, Anaximenes, Internet Encyclopedia of philosophy, March 22, 2009

[۵۸] lighting and thunder

[۵۹] sun rays

[۶۰] material monism

ستاسو نظر