د فلسفې تاریخ

پخوانۍ یونانی فلسفه

۱. پیلیزه

د شلمې پېړۍ مشهور فیلسوف برټرنډ راسل د لویدیزې فلسفې تاریخ[۱] په لومړی څپرکی کې وایی:

(( په ټول تاریخ کې، هیڅ شی دومره حیرانونکی یا دومره ګران ندی لکه یونان کې چې په ناڅاپی ډول دتمدن  د ولاړیدو واضح کول دی. ډیر هغه څه  چې یو تمدن رامنځته کوی، واردمخه  له زرونو کلونو راهیسې  په مصر او بین النهرین کې موجود ول او له دغه ځایه ګاونډیو هیوادونو ته خپاره شوی ول. خو ځینی عناصر چې وروسته  یونانیانو چمتوکړل، یې  نه درلودل. هغه څه چې هغوی په ادب او هنر کې لاسته راوړل هر چاته معلوم دی، خو هغه څه چې یې  په ځانګړی ډول فکری ډګر کې وکړل، لا ډیر بې ساری ول. هغوی  ریاضی[۲] او ساینس او فلسفه وموندل، هغوی په لومړی ځل تاریخ له مازې کیسو څخه راویست، هغوی  بې له دې چې په میراثی حاکمو عقایدو پورې تړلی وی، په ازادنه ډول د نړۍ په ماهیت او د ژوند د پای په اړه سوچونه وکړل. هغه څه چې ډېر عجیب ول، تر  دا وروستیو وختونو، به خلکو په خوندسره د یونانی نبوغ عارفانه کیسې کولې اوپه عجیبه سترګه یې ورته کتل. په هر حال دا امکان لری چې د یونان پرمختیاپه ساینټیفیک ډول وپیژندل شی..))

ډیری پوهان پردې همغږی دی چې پخوانۍ یونانی فلسفه په شپږمه ق.م پېړۍکې رامنځته شوه او په ټوله هلنی[۳] ، [۴] او هغه دوره کې چې یونان درومی امپراتورۍ یوه برخه وه یې دوام وموند. دارسطو په حواله پخوانۍ یونانی فلسفه د ملیط[۵] سیمې په فیلسوف  تالیس[۶] پیلیږی. له همدې امله تالیس ملیطی د لویدیزې فلسفې پلار ګڼل کېږی.

که دپخوانی یونان ملیط سیمه د فلسفې درامنځته کیدو اوخاپوړو ځای بلل کیږی خو اتن د فلسفې د ولاړیدو او مخکښېدوټاټوبی  ګڼل کېږی.  فلسفې دغلته په ۴ ق.م پېړۍ کې د سقراط، اپلاتون او ارسطو په فکری مټو لوړ ځای وموند.

یونانی فیلسوفانو ډېر ارزښتمن اثار رامنځته کړل چې له امله یې پوهان یونان دفلسفې زیږځی بولی. د هغوی ځیرکتیا اوبصیرت لا هم د نړۍ د خلکو پر ژوند او افکارو کلکه  واکمنی کوی.

د شلګونه یونانی فیلسوفانو نومونه د تاریخ په پاڼوکې تر مونږ رارسیدلی خو د زیاتو اثار تر مونږ ندی پاتې شوی او یوازې نومونه او یادونه یې د ځینونورو مفکرانو، تاریخلیکوالو او لیکوالو په اثارو کې موندل کیږی.

۲. د پخوانی یونان فلسفی موضوعات

پخوانۍ یونانی فلسفه کې رنګارنګ موضوعات لکه سیاسی فلسفه، اخلاقیات، میټا فزیکس، هستیشناسی[۷]، منطق، بیولوژی، ویناپوهه[۸] او ښکلاپوهه[۹]  او ځینی نور شربل شوی او سپړل شویدی.

۳. د یونانی فلسفې ریښه  origin

ځینی پوهان دا منی چې په خپله یونانی فلسفه د پخوانی نژدې ختیز[۱۰] له زړو اخلاقی ادبیاتو((ادب الحکمه)) او د کایناتپوهې له اساطیری کیسو[۱۱]څخه اغېزمنه وه. مارټین لیچ فیلیډویسټ[۱۲] د دې نظر دپخلی تر څنګ وایی:((له شرقی کایناتپوهې[۱۳] اودینپوهې[۱۴] سره اړیکې دیونانی فیلسوفانو دخیال له ازادۍ سره مرسته وکړه او هغوی ته یې زیات مطرح خیالونه ورکړل. خو هغوی استدلال  په خپله زده کړ. فلسفه لکه څنګه چې پوهېږو یونانی جوړښت  دی.))[۱۵]

په ساده ټکو ویل کیدای شی،چې پر یونانی فلسفه د بین النهرین، پخوانی مصر، کریت تمدن… افکارو اغېز او رنګ غورځولی خو بیاهم یونانی فلسفه په منظم ډول خپله د پخوانی یونانی فیلسوفانو لاسته راوړنه ده.

۴. دپخوانۍ یونانی فلسفې اغېزې

پخوانۍ یونانی فلسفې پر لویدیزفکر، یهودیت، عیسایت، اسلام او د نړۍ پر نورو فکرونواغېز  درلود. همداشان پخوانۍ یونانی فلسفې او هلنی فلسفیانو پر اروپایی رنسانس او روڼ اندۍ[۱۶] روښان او پرله پسې اغېز ښندلی دی.

زیاتره فیلسوفان په همغږۍ سره منی چې یونانی فلسفې له پیله پرلویدیزفکر[۱۷]  اغېز درلود. مشهورفیلسوف الفریډوایټ هیډ[۱۸]یووخت ویلی ول:(( داروپایی فلسفې ډاډمنترین عمومی توصیف دادی چې دا[فلسفه] داپلاتون اثارو ته  له یو لړ لمنلیکونو رغیدلې ده.))[۱۹]

هغه خوشبینانه نظر چې یونانی مشهور فیلسوف فیثاغورس له مرګ نه وروسته د روح د سرنوشت په اړه رامنځته کړ،  پر ډېرو خلکویې اغېز وکړ او په نوموړی یې ډېر خلک ورمات کړل. د روح د نه مړه کیدو نظر که څه هم  په ځینو نورو پخوانیو ټولنو کې هم شته و خو فیثاغورس جذاب شکل ورکړ او هان دومره منلی وګرځید چې ډیرو دینپوهانو ترې په دینی فکر کې اغېزمنه ګټه پورته کړه او هان تر اوسه پورې یې پر دینی کړیو اغېز پروت دی.

په منځنیو پېړیو کې له  نوی اپلاتونیت نه اغېزمن مشهور یهودی فیلسوفان سلیمان بن جبیرول (۱۰۲۱ م – ۱۰۵۸ )[۲۰]،  ړوند اسحاق ( ۱۱۶۰- ۱۲۳۵ م) [۲۱] او نور ول. د  جبیرول مشهور اثر(د ژوند چینه) ده، چې یهودی افکار یې ډېر اغېزمن کړل.

یونانی فلسفې پر عیسایت هم پراخ اغېز درلود. د اپلاتون او ارسطو الهایاتو د عیسایت پر خدای پېژندنه پوره اغېز وکړ. داپلاتون د شکلونو له تیورۍ نه هلنی عیسایت بشپړه مرسته واخېسته. همداشان عیسایت  د مطلق قادر، مطلق عالم، مطلق خیر، په هرځای کې حاضر په شان خدایی ستاینې او صفات  هم  له پخوانۍ یونانی فلسفې څخه واخېستې. هغه  عیسایی فیلسوفان اودینپوهان چې په دې برخه کې یې اغېزمنه ونډه درلوده اګوستین[۲۲]، دسکندریې کلیمنټ[۲۳]، د میلان امبروس[۲۴]، تامس اکوینس[۲۵]  او ځینی نور ګڼل کیږی.

دې کې هم هیڅ اړنګ بړنګ نشته چې یونانی فلسفې پر مسلمانو فیلسوفانو پراخ اغېز  ښندلی او اسلامی فکر له  یونانی فلسفې نه څه په مستقیم ډول د فیثاغورس، اپلاتون، ارسطو، پلاتینوس…. له لیکنو څخه او څه  هم د یهودی او عیسایی نړۍ له الهیاتو، اخلاقیاتو… څخه په غیر مستقیم ډول اغېزمن دی.

د پاموړ ده چې د اسلام له ظهور نه وړاندې شام (سوریه…) د فلسفې یو مهم مرکز و او دغلته ډیر یهودی، عیسایی او نور فیلسوفان پر فلسفی بحثونو اخته ول.

 لومړنی مسلمان فیلسوف ابویوسف الکندی و، چې له اپلاتون، ارسطو، د هلنی فلسفې اوځینو نورو یونانی فیلسوفانو څخه  اغېزمن و. نوموړی په نهمه میلادی (۲ مه هجری) پېړۍ کې  ژوند کاو او د اسلامی فلسفې پلاربلل کېږی. که له یوې خوا نوموړی له یونانی فلسفې څخه اغېزمن و، له بلې خوا نوموړی د فلسفې ،ریاضیاتو او طب په څانګو کې ډېرارزښتمن اثار رامنځته کړی ول. نوموړی عیسایی او اسلامی نړۍ ته د هندی شمېرپه  معرفی کولو کې لویه ونډه درلوده.

فارابی، چې (معلم ثانی) یې بولی او په لسمه میلادی (دریمه هجری) پېړۍ کې یې ژوند کاو په خپلو نظرونو او افکارو کې د یونان له فیلسوفانو په ځانګړی ډول له اپلاتون  څخه ډېر اغیزمن و. نوموړی په خپلو لیکنو او شرحو د پخوانی یونان ډیر متون خوندی کړل چې وروسته یې  ابن سینا او ابن میمون  تر خپل اغېز لاندې راوستل.

ابن سینا د ارسطو له میټافزیکس او د نورو فیلسوفانو له اثارو   اغېزمن و. الکندی، فارابی او ابن سینا درې واړو اپلاتونیت او ارسطویت  له نورو افکارو سره یو ځای کړل  او د اسلام له لارې یې خلکو ته وروپېژندل.

پر یادو فیلسوفانو سربېره  ابن مشکوبه، ابن فاتک، ابن هندو، بغدادی، غزالی، ابن باجه او ابن رشد هغه فیلسوفان ول، چې له یونانی فلسفې څخه یې اغېز اخېستی و.

۵. د پخوانۍ یونانی فلسفې دورې

په ټولیز ډول پخوانۍ یونانی فلسفه په درو دورو وېشل کېږی. هره دوره کې یې بېلا بېل فیلسوفان او فلسفی ښوونځی راځی. ښایی دپخوانی یونان  د فلسفې د تاریخی دورو  وېشنه په نورو اثارو کې بل ډول شوی وی خومونږ دلته هغه وېشنه راخېستې چې پرې پوهېدنه اسانوی اود فلسفی ښوونځیوپه مټ ولاړه ده.  دغه درې دورې په لاندې ډول دی:

۱. له سقراطه  مخنۍ یونانی  فلسفه

۲. کلاسیکه یونانی فلسفه

۳. هلنی فلسفه

 ځینی پوهان پخوانۍ یونانی فلسفه د تاریخ او نېټې له مخې په دورو نه وېشی او د فلسفی ښوونځیو له مخې یې وېش کوی. که یو فیلسوف له بل نه څومره په لېرې  زمانه کې راغلى وی، له  خپلو همفکرانو او همښوونځیو سره یوځاى یې څېړی.

ځینی پوهان(له سقراطه مخنۍ یونانی فلسفه)، (له اپلاتونه مخنۍ یونانی فلسفه[۲۶]) بولی. دوی د دې وېش  وروستی فیلسوف د سقراط  شاګرد اپلاتون  ګڼی ،ځکه چې له سقراط نه کوم اثر ندی پاتې او هغه څه چې په سقراط پورې تړل کېږی د اپلاتون له امله دی. د دغسې ډلبندۍ سرلارى، مشهور فیلسوف فریډریک نیچه ګڼل کیږی.

له سقراط نه وروسته دستر سکندر تر جګړو پورې یونانی  فلسفې ته کلاسیکه یونانی فلسفه[۲۷]  ویل کېږی په دې  دوره کې سقراط، د هغه  شاګرد( اپلاتون) او د هغه شاګرد (ارسطو) راځی. یونانی کلاسیکې فلسفې ته په ځینو اثاروکې د فلسفې اتنی ښوونځی هم ویل شوى، ځکه د دغو درو سرو فیلسوفانو  مرکز د یونان  اتن ښار و. لکه مخکې چې یادونه وشوه، په دې دوره کې فلسفې ډېره لوړتیا ومونده او هره خوا یې د اهمیت انګازې خپرې شوې .

تر کلاسیکې  دورې وروسته د یونانی امپراتورۍ تر ړنګېدو  او د رومی امپراتوارۍ تر پراخېدو پورې فلسفې ته هلنی فلسفه[۲۸] وایی. ددې فلسفې وروستی ښوونځی نوی اپلاتونیت ګڼل کېږی.

۵. ۱ لومړۍ دوره، له سقراطه  مخنۍ یونانی  فلسفه

له سقراطه مخنۍ یونانی فلسفه په بیلابېلو فکری برخو وېشل شوې ده. د دغې دورې فیلسوفانو ته physiologoi (مادی یا طبیعی فیلسوفان) ویل شویدی. [۲۹]  او ارسطو ورته  physikoi (فزیکیان، طبیعتوال)[۳۰] ویلی دی.

له سقراطه مخنۍدورې فیلسوفانوبه عمومن دریاضی، کاینات پېژندنې اوهستیشنانۍ اړوند بحثونه کول. هغوی   نافلسفیانه اساطیری وضاحتونه پرېښوول او استدلال یې پیل کړ.  هغوی (د شیانو د ماهیت ‎))[۳۱] په اړه پوښتنې کولې. هغو به پوښتل چې :

  • هر څه له کومه کېږی؟
  • هرڅه له څه نه جوړ شوی دی؟
  • څنګه په طبیعت کې  دشته څیزونه ، ډېروالی تشریح کوو؟[۳۲]
  • څنګه په ریاضیکی ډول طبیعت تشریح کوای شو؟

ځینو به  داسې پوښتنې او پاراډکسونه شربل او  تعریفول، چې وروسته د ریاضیکی، ساینسی، فلسفی او ځینونورو څېړنو لپاره بنسټونه وګرځیدل.

که څه هم د پوهنو له پرمختیا سره ډېر هغه ځوابونه چې دغو فیلسوفانو ورکړی ول، ناسم وګڼل شول او رد شول خو د هغوی  پوښتنې پر خپل ځای د اهمیت وړ دی. دکاینات پوهې اړوند هغه سپړنې او توضیحات چې هغوی وړاندې کړې وې، د اوسمهالی ساینس په مټ یې ناسم جلا او سمو ته یې پرمختیا ورکړل شوه او عملن ګټمن وګرځول شول.

 د پام وړ ده،چې همدغو فیلسوفانو ځینی داسې پوچ مسایل او پېش فرضونه هم رامنځته کړل چې د راوروسته انسانانو فکرونه یې بندیوان کړ ل او لا تر دې عقلانی دورې پورې یې د انسان فکر  غلام وګرځاو. ښې بېلګې یې  د(روح) اړوند او د (اتوم  یا  ذرې نه وېشل کېدو) نظرونه ول. که څه هم دغسې نظرونه او مسالې په وروستیو کې د ساینس په مټ روښانه شوی خو لا هم  دغه مسایل د پخوا په شان پر ځینو خلکو کلکه واکمنی لری او  فکرونه یې  زیندۍ کړې دی.

۱. ملیطی فلسفه [۳۳]

د دې ښوونځی مشهور فیلسوفان تالیس، اناکسمینډر او اناکسمینس دی چې د پخوانی یونان او اوسنۍ تورکیې په ملیط سیمه کې اوسیدل. هغوی  د یویت[۳۴] ښوونځی  لارویان ول او د کایناتو په اصل یا arche پسې ګرځیدل. تالیس ویل چې  هرڅه له اوبو ، اناکسمینډر ویل چې هر څه له اپیرون (لایتناهی) او اناکسیمنیس ویل چې هر څه له هوا څخه جوړ شویدی.

۲. فیثاغورثیت Pythagoreanism

د فیثاغورثیت بنسټوال فیثاغورس دی. د دې ښوونځی  نور مشهور فیلسوفان: فیلولاوس[۳۵]  الکمیون[۳۶]  او ارکیتاس[۳۷] دی. فیثاغورث هغه فیلسوف دی، چې د فلسفې کلمه یې په لومړی ځل کارولې  او د روح د نه مړه کیدو په اړه یې جالب نظریات وړاندې کړې دی.

۳. ایفاسیسی فلسفه Ephesian philosophy

ایفاسیسی فلسفی ښوونځی دهیراکلیټس [۳۸] لخوا رامنځته شو. نوموړی د خپل وخت یو مختلف فیلسوف و.  نوموړی  ته به خلکو  (( تیاره فیلسوف[۳۹])) او ((ژړاندو فیلسوف[۴۰])) ویل.

۴. ایلیایی فلسفه[۴۱]

د ایلیایی ښوونځی مشهور فیلسوفان زنوفنیس[۴۲]،پارمنډیس [۴۳]  د ایلیاسیمې زینون [۴۴]،  د ساموس سیمې ملیسس [۴۵]دی.

۵. ډیر یت ښوونځی یا پلورلیزم ښوونځی  Pluralist School

د ډیریت ښوونځی مشهور فیلسوفان  امپیډوکلس[۴۶] ، اناکساګوراس[۴۷] او ارکیلاس[۴۸] ول. ددې ښوونځی لارویانو د یویت ښوونځی په خلاف نظر درلود.

۶.  اټومیت  Atomism

داټومیت مشهورفیلسوفان لیوسیپس[۴۹] ،ډیموکریټس، د خیوس سیمې میټروډورس [۵۰]  او نوزیفانس[۵۱] ول.

۷. سوفسطایت، سفسطه Sophistry

دسوفسطایت مشهور فیلسوفان پروتاګورس[۵۲]، ګورګیاس[۵۳]،  پروډیکس[۵۴] ،هیپیاس[۵۵] ، انتیپون[۵۶]، تراسیماکس [۵۷] ، کلیکلیس[۵۸]، کریتیاس[۵۹]، لیکافرون [۶۰] او ځینی نور ګڼل کېږی.

۸.  د اپولونیا سیمې ډیوژن [۶۱]

ډیوژن هغه فیلسوف و چې داناکسمنیس په ډول یې باور درلود چې هر څه له اوبو نه د تکاثف [۶۲]او ترقیق[۶۳] له لارې رامنځته کېږی.

۵. ۲ دویمه دوره، دپخوانۍ یونانی فلسفې کلاسیکه دوره ( ۴۷۹ ق. م – ۳۲۲ ق. م)

لکه مخکې چې یاده شوه په پخوانۍ یونانی کلاسیکه فلسفه کې درې مهم فیلسوفان( سقراط، اپلاتون او ارسطو) راځی. په بل عبارت ((کلاسیکه یونانی فلسفه دپخوانۍ  لویدیزې فلسفې هغه برخه ده چې په  ۴۷۹ ق. م کې[دیونان لخوا] د پارس په خلاف  دجګړې له پای ته رسیدوسره سمه پیلیږی او په ۳۲۲ ق.م  کې دارسطو او ستر سکندر په مړینه پای ته رسی.)) [۶۴]

په نیوولډپوهنغونډکې د دې دورې د مخکښ فیلسوف سقراط په اړه راغلی:

((سقراط په پخوانۍ یونانی فلسفه کې مرکزی څېره وه. هغه د لټون  مرکز له طبیعی پدیدې نه چې د هغه د مخکښانو اصلی مساله وه، څخه د انسانی ژوند په اړه پوښتنو ته راوګرځاو. سقراط د روح د نه مړه کیدو  فیثاغورسی باور، په اساس ماده وال او د سوفسطانو اخلاقی نسبیت ور وننګاو. د هغه فلسفه کې یو څو ټکی دا ول چې د روح پاکول باید د انسانی ژوند اساسی مساله وی او روح یوازې د وجود د غوښتنو په کنټرول پاکیږی او اصلی پوهه د حقیقت پېژندل دی، چې په ژور ډول له مازې فکرونه سره توپیر لری.))[۶۵]

سقراط د ژوند په اړه د محکمې پر مهال وایی: (( د یو انسان لپاره ناسپړلی ژوند په ژوندکولو نه ارزی.))[۶۶]

له سقراط نه کوم لیکلی اثر ندی پاتې خو ویل کیږی چې د (اپلاتون) لیکنې او ډایلاګونو اصلن  په  سقراط  پورې اړه لری.

په سټینفورډ فلسفی پوهنغونډ کې د سقراط په اړه د معلوماتو سرچینې درې تنه: لومړی اریستوفینس(یونانی ډرامه لیکوال)[۶۷]،  دویم زینوفن(تاریخوال)[۶۸]  او دریم کس اپلاتون ښوول شوی دی.

همداشان په نیوورلډ پوهنغونډکې د اپلاتون په اړه  راځی:

(( ښایی اپلاتون د لویدیز فکر په تاریخ کې مشهورترین او اغېزمنترین مفکر وی. هغه  د سقراط شاګرد  او د ارسطو استاد و. هغه په اتن کې اکاډمی رامنځته کړه چې هلته به یې ویناوې کولې او درس به یې ورکاو. هغه پر رنګارنګ فلسفی موضوعاتو لکه: میټافزیکس، پوهنپوهه، اخلاقپوهه، ساپوهه، سیاست او ښکلا پېژندنه ډایلاګونه ولیکل.))[۶۹]

همداشان د کلاسیکې یونانی فلسفې د دریم اغېزمن فیلسوف  ارسطو په اړه په انټرنیټی فلسفی پوهنغونډ کې راغلی:

((ارسطو په پخوانۍ یونانی فلسفه کې یوه وتلې څېره وه،چې په  منطق، میټافزیکس، ریاضی، فزیکس، ژوندپوهه، بوټپوهه، اخلاقپوهه، سیاست، کرنه، درملپوهه، نڅا او ننداره کې یې مهم ونډه درلودلې….هغه تر اپلاتون یاسقراط ډیر تجربی ذهن درلود او د اپلاتون د شکلونو د تیورۍ[۷۰] ردولو له امله ډېر شهرت لری… ارسطو لومړنی کس و چې انسانی پوهه یې په  جلا څانګو ډلبندی کړه. [په ځینو برخو کې] دغه ډلبندۍ لا ترنننه پورې هم کاریږی.))

دریمه دوره، هلنی فلسفی دوره ( ۳۲۲ ق. م –۴۸۵ م(؟)

لکه وړاندې چې یاده شوه، هلنی فلسفې په هلنی نړۍ او رومی-یونانی نړۍ کې وده کړې ده. په وده کې یې یوازې یونانیانو برخه نه درلوده، بلکې  رومیان، مصریان، شامیان Syrians او عربان هم پکې شامل ول. پر دې فلسفه د پارسی او هندی فلسفو ځینو عناصرو هم اغېز درلود. [۷۱]

نیوورلډ پوهنغونډ کې ددې دورې په اړه راغلی:

((په  ۳۲۲ ق.م کې د ارسطو له مرګ سره  دکلاسیکې یونانی فلسفې دوره پای ته ورسیده او هغه دوره چې تر دریمې میلادی پېړۍ پورې دوام کوی، هلنی دوره ګڼل کېږی. د دې دورې په لومړنۍ نیمایی کې( د لومړۍ میلادی پېړۍ تر نیمایی پورې)عملن فلسفه وغوړیده او درې لوی ښوونځی یا فکری سبکونو چې رواقیت، ایپیکوریت او شکاکیت ول، رامنځته شول. هلنی فلسفې په دویمه نیمایی کې دینی اړخ خپل کړ او نوی اپلاتونیت پکې ښه وغوړید.))[۷۲]   نوی اپلاتونیت په خپل وار پر یهودیت، عیسایت، اسلامی افکارو او صوفیت  خپل اغېز  وغورځاو.

ځینی پوهان د هلنی فلسفې ټول فیلسوفان په اسانۍ پر څلورو مشهورو ډلو: بدبینان، رواقیان، ایپیکوریان، او شکاکیان وېشی.[۷۳] خو ځینې بیا د هلنی فلسفې ښوونځی تر ۱۴ پورې ښیی.

همداشان د هلنی فلسفې د پای نېټه هم ځینې پوهان تر ۵پنځمې میلادی پېړۍ پورې اوږدوی خو ځینې یې تر درېیمې میلادی پېړۍ پورې ښیی.  په هر حال د هلنی فلسفې د پام وړ فلسفی ښوونځی او فیلسوفان په لاندې ډول ښوول کیدای شی:

بدبینیت Cynicism

د بدبینیت  فلسفی ښوونځی مشهور فیلسوفان انتیستنس [۷۴]، دسنوپی سیمې ډیوژن [۷۵]، کریتس[۷۶] ( نوموړی   دسیټیوم  سیمې د زینو استاد و او زینو د  رواقیت بنسټوال و.) ګڼل کیږی.

شکاکیت Skepticism

 لومړی اکاډمیک شکاکیت Academic Skepticism چې مشهور فیلسوفان یې ارکسیلاوس[۷۷] ، کارنیادیس[۷۸] ، سیسرون (رومی) دی.

دویم پیرونی شکاکیت  Pyrrhonian Skepticism چې مشهور فیلسوفان یې پیرو یا پیرون[۷۹] ، سیکټس امپریکس[۸۰] او ځینی نور ګڼل کېږی.

ایپیکوریت Epicureanism

د ایپیکوریت مشهور فیلسوفان ایپکورس (یونانی)[۸۱]، لوکریتیوس (رومی)[۸۲] ګڼل کېږی.

رواقیت Stoicism

د  رواقیت فلسفې مشهور فیلسوفان  د سیټیوم  سیمې زینو[۸۳]، کلینتس[۸۴] ، کرایسیپس [۸۵]، د مالس سیمې کریتس[۸۶]( نوموړی هغه څوک دی چې روم ته یې په ۱۷۰ ق. م کې رواقیت راوړ.) پانتیوس [۸۷]، پوسیډونیس[۸۸] ، سینیکا[۸۹] (رومی)، ایپکټیټس[۹۰] (  یونانی/رومی)، مارکوس اورلیوس [۹۱](رومی) ګڼل کېږی.

غورچاڼیت (التقاطیت ) Eclecticism

سیسرون (رومی) د غورچاڼیت مشهور فیلسوف ګڼل کیږی.

نوی اپلاتونیت Neo-Platonism

ددې فلسفی ښوونځی مشهور فیلسوفان پلاتینوس (مصری)،امونیوس ساکاس[۹۲] پورفیری(شام)[۹۳]،زیتوس (عرب)، یاملیخوس[۹۴] ( شام)، پروکلس[۹۵] ګڼل کېږی.

راتلونکی کې به ، پر هر فیلسوف جلاجلا بحث کوو.

وروستی سمون (۲۹ سپټمبر ۲۰۱۵)، د لیکوال د لیکنې ګڼه :(۵۲۹ )

اخځونه

پارسی او اردو اخځونه:

  1. پروفیسر مولانا محمدیونس انصاری، ابن رشد، لاهور، دار الشعور، ۲۰۱۰ م
  2. علی عباس جلالپوری، روایات فلسفه، تخلیقات لاهور، ۲۰۱۱
  3. علی عباس جلالپوری، روح عصر، تخلیقات لاهور، ۲۰۱۱
  4. علی عباس جلالپوری، انسان اور کاینات، تخلیقات لاهور، ۲۰۱۱
  5. پوهنوال احمدضیانیکبین، درامد برمبادی تاریخ فلسفه، کابل، انتشارات عازم، بهار۱۳۸۸ هـ ش

English References:

  1. Bertrand Russell, “A History of Western Philosophy: And Its Connection with Political and Social

Circumstances from the Earliest Times to the Present Day,” New York, (Simon And Schuster, 1945) 

  1. Svetla Slaveva-Griffin and Pauliina Remes, eds “The Routledge Handbook of Neoplatonism,” ( ۲۰۱۴)
  2. The World Book Encyclopedia (Volumes C, G, H, L, R, P), Field Enterprises Educational Corporation, USA, 1961

Websites:

  1. philosophy.about.com/od/Philosophical-Periods/a/Ancient-Greek-Philosophy.htm ( Accessed 20 September 2015)
  2. http://www.newworldencyclopedia.org/entry/Greek_philosophy,_Ancient (Accessed 17 September 2015)
  3. http://simplyphilosophy.org/philosophy/classical-greek-philosophy/ ( Accessed 20 September 2015)
  4. http://www.sevenoaksphilosophy.org/ancient/hellenistic.html ( Accessed 26 September 2015)
  5. http://www.iep.utm.edu/aristotl/ ( Accessed 28 September 2015)
  6. http://plato.stanford.edu/entries/aristotle/ ( Accessed 27 September 2015)
  7. http://www.philosophybasics.com/movements_neoplatonism.html ( Accessed 20 September 2015)
  8. org (English), various topics (August -September 2015 )
  9. org (Persian), various topics (August -September 2015 )
  10. org (Urdu) , various topics (August -September 2015 )
  11. org (Arabic) various topics (August -September 2015 )

لمنلیکونه:

[۱] Bertrand Russell, History of Western Philosophy, Book One Ancient Philosophy.

[۲]  برټرنډ راسل ویلی که څه هم حساب او یو څه هندسه له یونانیانو وړاندې په مصر کې دکلی اصولو په بڼه موجوده وه،خود کلی فرضیو له مخې قیاسی استدلال یونانی نوښت  و.

[۳] Hellenistic period

[۴]  هلنی تاریخی دوره د سترسکندر له مرګ نه پیلیږی او تر ۳۱ مخزیږدی پورې دوام مومی. په دې دوره کې یونانی کلتور ډیره وده وکړه او ډیرو سیموته خپور شو. خو هلنی فلسفی دوره هان تر پنځمې میلادی پېړۍ پورې غځیږی او په نوی اپلاتونیت شاوخوا ۴۸۵ م پای ته رسیږی. (؟)

[۵] Miletus

[۶] Thales

[۷] ontology

[۸] Rhetoric بدیع او بیان

[۹] aesthetics

[۱۰] پخوانی نژدې ختیز  Ancient Near East د پخوانیو تمدنونو ټاټوبی بلل کېږی. په دې سیمه کې بین النهرین (اوسنی عراق، جنوب ختیزه تورکیه، جنوب لویدیز ایران، شمال ختیزه سوریا او کویټ)، پخوانی مصر، پخوانۍ اریانا(عیلام،ماد، پارتیا او پارس)،  اناتولیا/کوچنۍ اسیا او ارمینیایی غرنۍ سیمې( دتورکیې ختیزه اناتولیایی سیمه، ارمینیا، شمال لویدیز ایران، جنوبی ګورجستان او لویدیز ازربایجان)، شام (اوسنۍ سوریا، لبنان، فلسطین، اسرایل او اردن)، قبرس او عربی ټاپووزمه شاملې دی.

[۱۱] mythological cosmogonies

[۱۲] Martin Litchfield West

[۱۳] cosmology

[۱۴] theology

[۱۵]  Wekipedia.org  (Ancient Greek Philosophy)

[۱۶] Enlightenment

[۱۷]Western Culture

[۱۸] Alfred Whitehead

[۱۹] “The safest general characterization of the European philosophical tradition is that it consists of a series of footnotes to Plato.” (( Ancient Greek Philosophy – wekipedia.org 20 August 2014))

[۲۰] Solomon ibn Gabirol ) Latinized name Avicebron(

[۲۱] Isaac the Blind

[۲۲] Augustine of Hippo

[۲۳] Clement of Alexandria

[۲۴] Ambrose of Milan

[۲۵] Thomas Aquinas

[۲۶] Pre-socratic Philosophy

[۲۷]  Classical Greek philosophy

[۲۸] Hellenistic philosophy

[۲۹] physical or natural philosophers

[۳۰] physicists

[۳۱] “the essence of things”

[۳۲] How do we explain the plurality of things found in nature?

[۳۳] Milesian School

[۳۴] Monism

[۳۵] Philolaus

[۳۶] Alcameon of Crotona

[۳۷] Archytas

[۳۸] Heraclitus

[۳۹] Obscure philosopher

[۴۰] Weeping philosopher

[۴۱] Eleatic School

[۴۲] Xenophanes

[۴۳] Parmenides

[۴۴]  ایلیاElea  یو پخوانی یونانی ټاپو و، چې په جنوب لویدیزه ایټالیا کې یې موقعیت درلود. زینو Zeno د همدغې سیمې و.

[۴۵]   ساموس Samos  یو یونانی ټاپو دی چې د تورکیې لویدیزسینغاړې ته نژدې،په اژه سمندرګی Aegean Sea کې پروت دی.ملیسوس Melissus د همدغې سیمې و.

[۴۶] Empedocles

[۴۷] Anaxagoras

[۴۸] Archelaus

[۴۹] Leucippus

[۵۰] خیوس د یونان په اژه سمندرګی کې یو ټاپو دی. د میټروډورس نوم په انګریزی کې Metrodorus لیکل کېږی.

[۵۱] Nausiphanes

[۵۲] Protagoras

[۵۳] Gorgias

[۵۴] Prodicus

[۵۵] Hippias

[۵۶] Antiphon

[۵۷] Thrasymachus

[۵۸] Callicles

[۵۹] Critias

[۶۰] Lycophron

[۶۱] Diogenes of Apollonia

[۶۲] Condensation

[۶۳] Rarefaction

[۶۴] http://simplyphilosophy.org/philosophy/classical-greek-philosophy)September 23, 2015))

[۶۵] http://www.newworldencyclopedia.org/entry/Greek_philosophy,_Ancient (August 23, 2015)

[۶۶] “The unexamined life is not worth living for a human being.”

[۶۷] Aristophanes

[۶۸] Xenophon

[۶۹] http://www.newworldencyclopedia.org/entry/Greek_philosophy,_Ancient (August 23, 2015)

[۷۰] theory of forms

[۷۱] Wikipedia

[۷۲] http://www.newworldencyclopedia.org/entry/Greek_philosophy,_Ancient (September 15, 2015)

[۷۳] http://www.sevenoaksphilosophy.org/ancient/hellenistic.html (September 15, 2015))

[۷۴] Antisthenes

[۷۵] Diogenes of Sinope

[۷۶] Crates

[۷۷] Arcesilaus

[۷۸] Carneades

[۷۹] Pyrrho

[۸۰] Sextus Empiricus

[۸۱] Epicurus

[۸۲] Lucretius

[۸۳] Zeno of Citium

[۸۴] Cleanthes

[۸۵] Chrysippus

[۸۶] Crates of Mallus

[۸۷] Panaetius

[۸۸] Posidonius

[۸۹] Seneca

[۹۰] Epictetus

[۹۱] Marcus Aurelius

[۹۲] Ammonius Saccas

[۹۳] Porphyry

[۹۴] lamblichus

[۹۵] Proclus

ستاسو نظر