فلسفه ټولنه

الیناسیون

له  فلسفي – ټولنيز پلوه ځان پردي کېدنه (اليناسيون)

ځان پردي کېدنه “يانې له ځانه بيگانه” له ځان سره په واټن کې يانې په سد او خوی کې نه ۔ يانې يو ډول داسې حالت کې چې  په خپل ځان څوک تمرکز او واک ونه لري.

په پښتو ادبياتو کې دا گړنه په تېرو څو کلونو کې رواج شوې ده. خو د دې گړنې فلسفي ژوروالی او عمق ډېر زيات او مفصل دی. همدارنگه د لومړي ځل له پاره په فلسفه کې را څرگنده  شوه او بيا نورو مفکرينو  د ژوند په نورو برخو کې توضيح او تفسير کړه.

د دې گړنې لومړني څرکونه په اروپا کې په اتلسمه پېړۍ کې را جوت شول. په فرانسه کې ژان ژاک روسو لومړی کس و (۱۷۱۲-۷۸) او بيا په شاعرانو او ليکوالو کې ولفگانگ گويته ( ۱۷۴۹-۱۸۳۲) او فريدريک شيللر (۱۸۰۵- ۱۷۵۹) هغه کسان وو چې په وروستيو پېړيو کې يې په فلسفه او ادبياتو کې د ځان پردي کېدنې مساله را پورته کړه. په ځان پردي کېدنې سره هغوی په فيوداليته مناسباتو کې د ارباب او رعيت ترمنځ مناسبات او اړيکو پر وړاندې اعتراض څرگند کړ.

فريدريش هگل ( ۱۷۷۰-۱۸۳۱)  لومړنی فلسفي دی چې په فلسفي عمق سره يې اليناسيون يا ځان پردي کېدنه وڅېړله. هغه ځان پردي کېدنه د محسوساتو نړۍ د پردي شوي روح په  توگه  پېژني. د نوموړي په عقيده د تکامل او ودې هدف دا دی چې په دغه اليناسيون باندې بری ترلاسه شي، يانې وپېژندل شي. له بلې خوا فويرباخ ( ۱۸۰۴-۱۸۷۲) مذهب د بشرې خصلت ځان پردي کېدنه او ايدياليزم د بشري تعقل ځان پردي کېدنه بولي.

د تېرې يادونې په تعقيب هگل لومړنی فيلسوف دی چې د ځان پردي کېدنې مساله يې په عصري فلسفي توگه په خپل فلسفي  سيستم کې ځای کړه. نوموړی جهان او کاينات واحد بولي او دغه واحد يا مونيک موجوديت چې انسان، هغه تفکرات او طبعيت ټول سره يو دي، له هغه جلا والی د ځان پردي کېدنې عامل او سبب بولي. دې واحد حقيقت ته عقل کل يا روح يا مطلقه  ايديه هم وايي. د هگل په عقيده انسان  او بهرنۍ نړۍ  په حقيقت کې يوه ده، خو که انسان په حقيقت کې له دغه وحدت يا مونيزم نه خبر نه وي  نو نړۍ او جهان له خپله ځانه پردي شيان بولي. خو څرنگه چې خارجي دنيا د ده له دنيا  سره په اصل کې يوه ده نو په حقيقت کې دا انسان د خپل نفس سره پردی دی. د خارجي نړۍ او د انسان د روح توپير په دې کې دی چې خارجي کاينات کل عقل دی او په يو ذهني حالت کې دي او دويم يانې د انسان ځان او موجوديت کل عقل دی په عين حال کې بهرنۍ نړۍ  يا طبعيت هماغه عقل کل دی چې د خپل اصلي حالت نه بېرون شوی او د خپل جز په توگه را څرگند شوی دی، خو په پردي والي کې د انسان د روح او نړۍ تر منځ جگړه  ابدي نه ده او بايد ژر له منځه ولاړه شي.

د هگل په عقيده د هستۍ د ټولو اجزاوو غوښتنه هم دا ده چې په نهايت کې له خپل اصل سره يو شي او خپل دروني تضادونه له منځه يوسي. د شيانو دغه بدلون چې د ټاکلي نظم له مخې  ترسره کېږي مبدا يې هغه دروني تضاد دی او غايي هدف يې د تضادونو زوال او له منځه تلل دي چې مانا يې هماغه ديالکتيکي اصل دی. د انسان روح هم بايد له خارجي نړۍ سره د جلا والي په له منځه وړلو کې هڅه وکړي. د هگل په نظر د شعوري پوهې او معرفت له لارې دغه پردي کېدنه له منځه ځي.

هگل په دې برخه کې  لږ څه زيات پر مخ ځي، په دې مانا چی هر څه تشريح کوي او يا يې سيستماتيزه کوي يو ډول روحي او معنوي او يا ايديالي بڼه لري، خو دا نظريه يو عکس العمل ايجادوي او هغه د فويرباخ  په نظر کې موجود دی.

لکه چې د مخه مو  وويل فويرباخ بيا دين په خاصه توگه عيسويت  د انسان د پردي والي عامل بولي. دا ځکه چې په عيسويت کې د خدای حلول په انسان کې او يا انسان  د خدای د شته والي چې په اسلام کې يې تشبيه بولي د ځان پردي کېدنې عامل بولي.

حميد عنايت د فويرباخ د نظرياتو په باب ليکي:

((څرنگه چې د مسيحي خدای ټول اوصاف لکه رنځ، مينه او بلنه، هيله او اميد او ايمان لرل د حقيقي انسان اوصاف دي او دې ټکي ته په پام سره چې د فوير باخ له دغه دوه جملو مطلب واخلو چې وايي (( انسان د دين راز دی))  او يا دا چې: (( دين د انسان د روح خوب دی خو ان په خوب کې هم موږ نه خو په تشه کې يو او نه  په اسمان کې يو، بلکې په ځمکه کې يو او د واقعيت په ډگر کې ځان مومو. په دې توپير چې حقيقي شيان او واقعي شيان د دې له پاره چې د لمر په ساده رڼا کې يې ووينو د خيال او هوس په لويی کې يې وينو)) نو له دې کبله مسيحي الوهيت د انسان له حقيقي ذات څخه د انسان کاپي ده، داسې کاپي چې اصل يې له منځه تللی دی ځکه چې ټول ذاتي خصوصيات يې اخيستي او حل کړي دي…)) (۱ )  انسان از خو دبيگانه، ۱۶ مخ. چاپ ۱۳۵۳

خو مارکس دې بحث ته يو تطبيقي جامه وراغوندي:

مارکس د اليناسيون يا له ځانه پردي کېدنې ريښې په ټولنيز جوړښت کې گوري او هغه په دې باور دی چې په پانگوالي ټولنه کې د ټولنې جوړښت داسی دی چې نه يوازې کارگران  بلکې پخپله پانگوال هم خپل  انساني جوهر او فطرت چې په کار کې تحقق پيدا کوي له لاسه ورکوي  او له ځانه يې پردي کوي. نوموړی کار داسې تعريفوي: هغه خلاقه هستونه چې د نورو په مرسته ترسره کېږي او خلک د هغه له لارې  له ځانه بهرنۍ نړۍ بدلوي. نوموړی څلور ډولونه د ځان پردي کېدنې له پاره ارزوي چې دا تجليات په توليد پورې اړه لري چې د هغه د تعريف له مخې په مارکسيستي ټولنپوهنه کې دې ته د شی کېدلو پروسه  ( Objectification)  وايي چې انسانان د هغه په ترڅ کې  مادي شيان جوړ او توليدوي.

د مارکس په نظر  د ځان پردي کېدنې لومړنۍ تجلي دا ده چې کارگر د عام انسان په توگه په صنعتي ټولنه کې د خپل محصول په نسبت پردی کېږي، دا ځکه چې داسې  پوهيږي هغه څه چې توليدوي پر هغو کنترول نه لري بلکې ټول حاصل د کارخانو د مالکانو په لاس کې لويېږي.

د ځان پردي کېدنې بل مظهر دا دی چې کارگر په داسې ټولنه کې د خپل توليد د عمل په نسبت پردی وي چې دلته کار يوازې د معاش وسيله نه ده بلکې د کارگر رواني رضايت هم بايد حاصل شي. په حقيقت کې ژوند د کار د ساعتونو له پای وروسته نه پيل کيږي، بلکې کار د ژوند جز او يوه د خوند نه ډکه برخه ده. دا ډول پردی والی په عامه سطح کې صدق کوي له کارگرانو پرته ټول وگړي په دې سيستم کې کار ته د يوې متاع په توگه چې د پلورلو له پاره يې کوي، خوند ترې نه اخلي او د هغه په نسبت پردی وي.

درېيم مظهر يې دا دی  چې کارگر يا د دې ټولنې انسان  له خپل فطرت او خصلت سره پردی کېږي. لومړۍ او دويم ډول پردي کېدنه د هغه له خلاقه صفاتو څخه  ده چې له حيواناتو څخه توپير کوي، بې گټې او بې برخې کېږي نور کوم خلاق ازاد موجود نه دی، بلکې د صنعتي ټولنې په لوی ماشين کې بې ارزښته موجود دی.

څلورم مظهر يې دا دی چي يو فرد د نورو پر وړاندې بې احساسه او بې عاطفې او بې ارزښته حالت ته سقوط کوي، روابط بازاري کېږي،  په هر څه کې خپله گټه لټول او د عاطفې او احساس سقوط رامنځ ته کوي، اشخاص يوازې د متاع او بازاري موقف او دريځ له مخې پېژندل کېږي، اشخاص د عايد او پانگې او په ټولنه کې د عايداتي رقم او ارزښتونو له مخې پېژندل کېږي.

مارکس پردي کېدنه  د يو رواني او ذهني حالت په توگه هم څېړي او هم يې په ټولنه کې د ټولنيز ترکيب او جوړ ښت له مخې ارزيابي کوي.

په هر صورت په دې ډول موږ بېلابېل نظريات او افکار څرگندولای شو خو دا چې په رواني لحاظ يو انسان په خوله څه وايي هغه يې په زړه دي، يا د زړه او د خولې خبره يې يوه وي، يا د دې وس ولري چې سم دم او روک او راست وي  نو دا هغه ته لويه نېکمرغي ده. د يو بختور انسان يوه ځانگړنه دا ده چې وکولی شي په ازادانه توگه خپلې رواني قواوې په بهر نړۍ کې په کار واچوي او هغه څه چې وايي  يا يي ليکي د هغه رښتيني عقايد او باورونه وي. کار او دريځ يې په ټولنه کې له خپل ذوق او پوهې سره په تناسب کې وي نه داسې چې دی څنگه غواړي بلکې په دې ډول چې ټولنې هغه ته د شخصيت د ودې ازادانه شرايط مساعد کړي دي.

خو دې کې شک نشته چې په ټولنه کې نارواوې او ناخوالې د انسان له پاره د دغه سعادت خنډ وي. دا ډول سعادت او روابط هغه له خپل حقيقي خصلت نه ليرې کوي او داسې څه وايي چې پخپله پرې باور نه لري او يا داسې کارونه کوي چې د هغه له اختيار او ازادۍ نه بهر وي. نو هغه انسان چې دا ډول ځانگړنې  ولري  ((له ځانه پردی )) دی.

له ځانه پردي  انسان  له پاره ډېر ستر مصيبت  دا هم دی چې د خپل اختيار او پرېکړې اراده او تکل ونه لري. داسې انسان  په حقيقت کې د ملاحظاتو بندي او د ناوړه ظوابطو او قواعدو مريي دی. لکه چې  يو ناليدونکی زنځير يې په غاړه کې وي او هر خوا ته يې چې وغواړي کش يې کړي. په دې ډول هغه وړ انساني ځانگړنې او خصوصيات له لاسه ورکوي او د داسې اهدافو د تحقق له پاره ميدان ته کېږي چې د هغه له هدف  سره واټن لري.

سره له دې چې له ځانه پردي کېدل يوه مساله ده او دا په انسان پورې مربوطه هغه ده، نو د پيدايښت او په دې اړوند د نظر څرگندونه يې په اسلامي فرهنگ کې هم  لرغونتيا لري، يانې د هغې ځانگړنو ان له پخوا څخه  په ځينو اثارو کې انعکاس کړی دی، خو په فلسفي شکل په وروستيو پېړيو کې را څرگنده شوه. په اسلامي تمدن کې لومړنی پوه چې د دې مسالي په اړه يې اظهار نظر کړی؛ هغه ابونصر فارابي (متوفی ۳۳۹) دی چې د معلم ثاني لقب يې هم درلود. فارابي په اسلامي نړۍ کې لومړنی سياسي عالم دی  چې  د عباسيانو د خلافت په دور کې چې زورواکو حاکمانو حکومت کاوه او خلک يې له ظلم او استبداد څخه دوه سږمو ته راوستي وو، له بلې خوا په نورو لاس لاندې قومونو کې د قومي شعور او ازادۍ غوښتنې څپې هم را پورته کېدلې. ابو نصر فارابي او نورو پوهانو د دغه ډول  ترور او اختناق په دورو کې دوه لارې درلودې:

 يا دا چې د حلاج په څېر د هيڅ پروا ونه کړي او خپل روح له تفرقې څخه وساتي او هيڅ ډول ډار او ويره ونه لري. او يا دا چې د فارابي په څېر  يوازې تفکراتو او ذوقي او عقلي هستونو ته پناه يوسي.

لکه چې پوهېږو فارابي د ځوانۍ زيات وخت  په بغداد کې تير کړ او کله چې يې  د عباسيانو خلافت  د سقوط په حال کې وليده بغداد يې پريښود او سيف الدوله حمداني ته چې په حلب کې و ورغی، که حلب له بغداد څخه ښه او امن  ځای و خو خلکو په کې څه ښه ورځ نه درلوده. د سيف الدوله حکمراني هم د “شرقي استبداد” (Asian Despotism) يوه نمونه وه، خو فارابي چې سخت ديندار او پرهيزګاره عالم و سلامتي يې په چوپتيا کې پلټله او د خپل ذهن کړکۍ يې د بهر د هر ډول پېښو پر وړاندې بنده کړه. د هر ډول ديواني او دفتري کار نه يې پرهيز وکړ،  په دې ډول د هغه فلسفه زياتره د يونان د فلاسفه وو له نظرياتو مالامال شوه. خو تر کومه ځايه چې په ټولنيزو مسايلو پورې اړه لري، هيڅ شک نشته چی د ټولنيزو پيښو يو څه انعکاس هم د هغه په اثارو کې شته. نوموړي په مهمو رسالو لکه د ((اهل مدينه فاضله لرونکي رايې )) يا ((تحصيل السعاده))  او((فصول المدنې )) کې ځای ځای د ځان پردي کېدنې مساله څېړلې ده. داکتر عنايت ليکي:

((وی در رساله ای ((فصول المدنی)) پس از تقسيم بندی جوامع بر دو نوع خوب و بد (مدينهء فاضله و مدينه ضاله) متغلب (مشتق از غلبه، به معنی چيره و ستمگر ) را بر ميشمارد و در پايان می نويسد: ((ان قوای نفسانی که مايه شرف انسان است، مانند قوه تميز و غيره، در مردم نيک نهاد سرچشمه کارهای نيک است و بسيار پر ارج و والا است، ولی در مردم بدسرشت سرچشمهء بدی و تباهی است و (خاصه) در فرمانروايان چنين جوامعی بديها و پليدی های به مراتب بيشتر از عامه پديد می اورد. از ينرو پيشينيان، ان قوه فکری را که وسيله احراز مقصودی ناپسند باشد از فضايل معنوي ندانسته اند بلکه به نامهای ديگری چون بدسرشتی و نيرنگ و ترفند خوانده اند، زيرا ان چيز های انسانی که از  بزرگترين خوبيها و هنرها شمرده می شود در جوامع متغلب به پليدی ها و مصايب و نيز علل سياه ترين مصايبی که می تواند در کاينات روی دهد، مبدل می گردد)). (۲ ) انسان از خو دبيگانه، ص ۹  سال چاپ ۱۳۵۳

دا په واقعيت کې په لرغونو ټولنو کې  د ځان پردي کېدنې يو تعريف دی داسې چې کله فساد ټوله ټولنه د يو څپانده سيند  په څېر د نابودۍ او ويجاړيدو په گرداب ورسمه کړي نو هلته ټول استعدادونه او فضيلتونه له منځه ځي د انسان شخصيت په کې مسخه کيږي. خو نيک خصلته او په فساد کې د ناککړو خلکو ژوند نور هم له عذاب سره مخامخ وي، په داسې دور او داسې ټولنه کې د انسان هستونې هم بې مانا کېږي او په هغو هم اغېز کوي. د مثبتو ارزښتونو دېوال هم ښوره کوي او په بيخ کښېني. په داسې ټولنو کې نيک انسانان په تصوفي عرفاني اصطلاح بيگانه گان بلل کېږي، هغوی چې د هېڅ ډول سازش متره نه لري. ((له فاسدو خلکو سره سازش د فاضل انسان له پاره حرام دي. بلکې پر هغه فرض ده چې له فاضل چاپيريال او خلکو سره محشور وي، په دې شرط چې داسې ټولنه د هغه په وخت کې موجوده وي او که موجوده نه وي نو د فاضل انسان ژوند په داسې دنيا کې غريب او تباه دی او مرگ ورته په ژوند غوره والی  لري.

يو بل فلسفي  چې ابوبکر محمد بن يحيی (وفات ۵۳۳ هجري ) نومېږي او د مشهور اثر ((تدبير المتوحد))  مولف دی، هغه هم ورته يادونې لري. دغه فلسفي د هسپانیې اوسيدونکی او د اختناق او بربريت په دوره کې یې ژوند کاوه هلته چې ټولنه د فساد په لور ورسمه وه.

خو د وروستي پوه توپير له لومړي سره دا دی چې دويم د انسان له پاره تجرد او گوښه والی نه غوره کوي، يوازې په ځينو ټولنيزو مسايلو کې گوښه کېدل روا بولي. هغه په دې ټينگار کوي چې موحد بايد هر وخت په داسې ناوړه شرايطو کې له فضلاو سره محشور وي او له هغو سره په مشوره کې د حل لاره وپلټي.

معاصرو پوهانو  د ځان پردي کېدنې مساله نوره هم غزولې ده او د دې چلند نور شکلونه او بڼې  يې تعريف کړې دي.

په سياسي لحاظ:

دا چلند زياتره  د ايديولوژۍ په عصر کې په هغو جنبشونو او سياسي حرکتونو او سياسی ډلو اطلاق کېده او کېږي چې د خپلې ټولنې او په ټولنه کې لاسبري ارزښتونه په پام کې نه نيسي، په خپل حرکت او کړنلاره کې له ټولنې څخه په کراتو تر مخه حرکت کوي او يا داسې شعارونه مطرح کوي چې په هر لحاظ له ټولنې سره په واټن کې وي.

ايديولوژي هم انسان کږوي داسې  چې له کږې او ناسمې نړۍ سره سازش وکړي. له دې امله ايديولوژي د اليناسيون يو ډېر مهم عامل دی. دا ځکه چې فکر په کې چوکاټي کېږي، د ليد ساحه تنگېږي، ليرې افق محدودېږي او د مثبت شکاکيت اصل باندې اغېزه کوي، يو ډول تعبد او بنده گي رامنځ ته کوي، په دې مانا چې د يو شي سر تر پايه غوره او مثبت او بې بدلونه گڼل او په هغه باندې ټينگار کول چې بس ((اين که پين که او دا پټی شين که)) دا سرتمبگي او په پټو سترگو د بوتانو منل پخپله د اليناسيون د ايجاد سبب کېږي.

د سياسي او ايديولوژيک پرديوالي ډېر مثالونه (چې د دې کرښو ليکونکی يې هم تجربه لري) موږ د خپلې ټولنې په لږ تېر سياسي ژوندکې ليدلای شو. کله چې د اويايمو او اتيايمو کلونو سياسي غورځې پرځې را په زړه کوو نو د محرک ذهن او تفکر په بنيادونو سره ماضي يو نقادي او هر اړخيزه څېړنې او ارزونې ته اړتیا لري. کله چې موږ له اوسني ستيج څخه تېر ته نظر کوو نو داسې ډېر څه شته چې بايد وويل شي. د مثال په توگه په هېواد کې کيڼ لاسي غورځنگ د دې ادعا کوله  چې دا نهضت په تاريخي لحاظ د هېواد له تېرو استبدادي ضد او استعماري ضد ملي  غورځنگونو سره تړاو لري، خو حاکميت ته له رسېدو وروسته دغه لړۍ يانې له تېرو ملي او استعماري ضد غورځنگونو سره تړاو وشلېده، د ځوانو کادرونو د مطالعې او لوستنې مواد د دې پر ځای چې د افغانستان تاريخ او د ټولنې د بېلابېلو اړخونو مطالعه او څېړنه وي، زياتره د ماترياليزم تاريخ او ديالکتيک، د افاناسيف (نوې فلسفه) د ايران د تودې گوند اثار، د ماکسيم گورکي داستانونه او د اکتوبر د انقلاب په اړوند مطالب او اثار  وو. د شهيد ډاکتر صيب نجيب الله په دوره کې د ملي روغې جوړې د سياست په رڼا کې ډېره هڅه وشوه چې دغه پرديوالی له منځه لاړ شي  د لومړي ځل له پاره په کابل او نورو ښارونو کې د محمود طرزي، عبدالرحمان لودين، عبدالهادي داوي، وزير اکبر خان، محمد جانخان وردگ، مولوي واصف کندهاري، مولوي عبدالواسع او نورو سترو قهرمانانو څېرې او پورتريتونه په دېوالونو را ښکاره شول، خو له بده مرغه چې په ماضي کې د ځان پردي کېدنې کنده دومره ژوره شوې وه چې زيات وخت او د ميډيا او فرهنگې موسساتو زيات کار ته يې اړتیا درلوده. له افغانستان څخه بهر په پاکستان کې همداسې ورته بهير موجود و. يو کوچنی مثال يې دا و چې زياترو په اولادونو د عربو او پاکستاني نومونه کېښودل. ضياوالحق د زيات شمير ناخبره کورنيو له پاره منلی نوم و. دا په تېره پېړۍ کې د ځان پردي کېدنې يا ملي ځان پردي کېدنې کوچني مثالونه دي. د ارزښتونو په اړوند هم داسې ډېر مثالونه شته چې د منحطو او بې بنسټه پاکستاني فرهنگ  اغېزه جوتوي.

په  دغه موقع ډېره اړينه وه چې ځوان نسل يا د گوندونو منځني قشر د افغانستان د معاصر تاريخ او په خاص ډول د امان الله خان له دورې او د مشروطه نهضت له څېرو او شخصيتونو خبر شي ۔ د امان الله خان دوره د نوي بدلون غوښتونکي نسل له پاره د مذهب او دودونو په اړوند او په ټولنه کې د موډرنيزم د ايجاد په اړوند ډېره اړينه وه.

ښه مې په ياد دي يو وخت په ۱۳۷۹ کال کې کله چې زه په زندان کې وم، د کورنيو چارو وزارت او د اگسا يو هيت زندان ته راغی چې عزيز اکبري يې په راس کې و، له زندانيانو سره له پوښتنو گرويږنو وروسته د تگ په حال کې څو تنو بنديانو ترې پوښتنه وکړه چې: ((صايب موږ خو بېگناه يو موږ به کله ازادشو؟ د هيت يو تن ورته په ځواب کې وويل: موږ نوې ټولنه جوړوو او سوسياليزم راولو او هر کله چې سوسياليزم راشي نو تاسو به خلاص شئ)) د هيت له تگ وروسته يو سپين ږيری زنداني چې يو پخوانی  تجربه کار سړی و او په ژورناليزم کې يې دوکتورا درلوده، په ټوکو نورو ته وويل: خفه کېږئ مه د سې شنبې په ورځ د ماسپښين په دوه بجو سوسياليزم راځي ممکن په سبا يې تاسې ازاد شئ.

په افغانستان کې د پرولتاريا د ديکتاتورۍ د راوستلو شعار او د بې طبقو ټولنې د جوړولو شعار او همدارنگه د وگړي په وسيله د وگړي استثمار شعارونه هغه څه وو چې تحريک يې له ټولنې څخه په واټن کې واقع کړ چې دا د سياسي ځان پردي کېدنې يو څرگند مثال دی. داسې مثالونه موږ په تېرو دېرشو کالونو کې ډېر ليدلی شو.

په فرهنگي لحاظ:

فرهنگ د يو ولس يا قوم د معنوي، هنري، تاريخي، مذهبي او احساسي تجلياتو يو ټول دی. په واقعيت کې د يوې ټولنې ټولنيزه څېره ده خو کله داسې هم پېښيږي چې په يوه ټولنه کې مصنوعي عوامل او غالبا شکمن عوامل د فرد د حقيقي فرهنگ له ذهن څخه پاکوي او يو بل فرهنگ چې د يو بل ډول تاريخي او فرهنگي شرايطو مولود دی ځای يې نيسي، داسې چې د فرد د واقعي اړتياوو او احساساتو سره سر نه خوري. دا بهير د دې سبب کېږي چې فرد يو ډول مصنوعي فرهنگي بدلون سره مخامخ کېږي او داسې ايديالونه چې د هغه له ټولنې سره اړه نه لري، خپلوي. شريعتي په دې باور دی چې داسې يو کس د يو بل فرهنگ له لارې الينه کېږي. په افغانستان کې د نوي تعليم يافته قشر رامنځ ته کېدلو او يا په بهر کې زده کړو په باب يوه کيسه مې يو وخت د يوه اثر په سريزه کې لوستې وه چې ليکلي يې وو ((کله چې داسې يو ناليدلی په دفتر کې امر او يا مدير شي او پلار يې ورته دفتر يا ادارې ته  ورشي نو شرمېږي او نورو کارمندانو ته وايي چې دا خو زموږ دهقان دی او زموږ په ځمکو کې کار کوي)).

په فرهنگي لحاظ له ځانه پردي کېدل په څرگنده توگه د خپل هېواد فرهنگ، دود دستور، راشه درشه، ناسته ولاړه او هر څه له ياده باسي. له دغه ډول ځان پردي کېدنې څخه غير معمول عمل کېدای شي. د دې ډول مثالونه موږ زيات ليدلای شو.

د تېرې پېړۍ له پنځوسمو کلونو را وروسته په اسيايي افريقايي هېوادونو کې د ملي ازادي غورځنگونه راپورته شول، له دې سره سره چې استعمار چلنج کړي، د لويديځ فرهنگ پر وړاندې هم يو عکس العمل را پورته شو او د لويديځ فرهنگ پلويان د استعمار ځپلي يا لويديځ ځپلي په نوم ياد شول.

له ټولنيزه پلوه ځان پردي کېدنه بېلابېلې خواوې لري د مثال په توگه  دا چې انسان يوازې د خپل عايد په باب فکرکوي، هغه هم په دې موخه چې  خپل ژوند ښه کړي او د دې کار له پاره  يوازې  پيسې  راټولې کړي. داسې انسان ((پيسه ځپلی انسان ))  هم بللی شي. په واقعيت کې د هغه وجود مساوي دی د هغه شتو  سره او خپل ځان د همدغه  شتو په موجوديت کې حس کوي.

يا د هدف له لارې له ځانه پردی انسان چې دا مفهوم د سارتر له خوا مطرح شوی دی او د دې مانا دا ده چې يوازې د يو هدف په خاطر د يو کار ترسره کول وي. د مثال په توگه زه درس وايم د دې له پاره چې پروفيسور شم؛ څرنگه درس ويل او له دوستانو سره څرنگه چلند کول؟ نور هېڅ مهم نه دي، يوازې هدف مهم دی  دا يو ډول د هدف په وسيله الينه کېدل دي. البته د هدف الينه کېدل يوازې په درس او زده کړې پورې محدود نه دي.

دماشين په وسيله:

په دې ډول ځان پردي کېدنه کې انسان له يو ډول ماشين سره سروکار لري او په يوه وسيله بدلېږي چې په يو سيستم کې خاصه دنده ترسره کوي، دا چي ماشين يوه وسيله ده په واقعيت کې د انسان نيمه وسيله توب تکميلوي. د ټايپ ماشين د انسان د گوتو وس تکميلوي، په دې ډول کې د انسان استعداد، اراده او تمايلات  زيان نه ويني. په دويم پړاو کې ماشين د انسان په دويم نيمايي وجود کې داخلېږي او نفوذکوي او د انسان په ځای محاسبه کوي، فکر کوي او تصميم نيسي په دې پړاو کې انسان الينه کېږي.

د کار په وسيله هم فرد ځان او يا خپل نقش چې په اداره کې يې ترسره کوي، يو بولي او نورې انساني جنبې له ياده باسي.

علم هم د نن انسان الينه کړی دی. داځکه چې علم اعلانوي  چې زما هدف څرنگه ژوند کول دي نه  دا چې ولې ژوند کول، زما رسالت نه د انسان د حقايقو کشف بلکې د داسې قوانينو کشف دی چې کولی شي  انسان  په ژوند کې برخمن  کړي، هدف دا چې انسان په طبعيت لاسبری شي.

پای

[یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په درېیمه ګڼه کې چاپ شوې ده.]

ستاسو نظر