هیراکلیټوس: د بدلون او تضاد فیلسوف

 | فلسفه, لومړنۍ خبرونه

|

215

لیدنې

په دریمه میلادي پېړۍ کې د پخوانیو یوناني فیلسوفانو ژوند لیکوال ډیوژانس لايرتیوس ویلي چې هیراکلیټوس د هیچا شاګرد نه و او هر څه ته د خپل لټون او فکر له لارې رسیدلی و.

هیراکلیټوس د بیان یو ځانګړی الهامي سبک درلود،چې د جملو پر ماناو پوهیدل یې د هغه فکري او رواني پيژندنې ته اړتیا پېښوي. ویل کیږي چې هیراکلیټوس قصدآ دغسې الهامي او پیغمبري سبک کاراوه او په دې سره به یې په نورو ځان لوړ ګاڼه.

هیراکلیټوس ویل چې ټول څيزونه پرله پسې بدلون مومي. هر څه له اضدادو جوړ دي او  اور د نړۍ اصل او بنسټيز توک دی. نوموړی د « هميشني بدلون»[۱]، د« اضدادو يووالي» [۲]  او نورو نظرياتو له امله شهرت لري.

۱. د اوسیدو زمانه او وطن

هيراکليټوس يوناني فيلسوف و او په ۵۰۰ مخزيږدو کلونو کې يې ژوند کاوه.[۳]

اپلاتون ویلي چې هیراکلیټوس له (پارمنیدس) وړاندې ژوند کاوه. خو دا خبره د ډیرو پوهانو له خوا نه منل کیږي او دلیل یې دا ښيي چې هیراکلیټوس له ځان نه مخني فیلسوفان هر یو په نامه یاد کړي او نیوکې یې پرې کړي خو پارمنیدس یې چې د ده د نظریاتو سرچپه نظریات یې هم درلودل، هډو یاد کړی ندی.

د هیراکلیټوس د زيږون کره نېټه ټاکل ګران دي خو معلوميږي چې په ۵۰۴ – ۵۰۱ مخزيږدو کلونو کې يې شهرت اوج ته رسيدلی و او دغه وخت څلويښت کلن و. په شپېته کلنۍ کې مړ شويدی[۴]او په ډیرو لیکنو کې يې د زیږون نېټه(۵۴۰ م ز) اټکل کیږي.

هیراکلیټوس د یوناني ښار(اېفېسوس) په یوه اشرافه او شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی و. د پاچا کیدو نوبت یې و خو پاچاهي مال او دولت یې خپل ورور ته پریښودل او ژوند یې د حقیقت او حکمت په لټون کې تېر کړ.

اېفېسوس ښار ، د کوچنۍ اسیا(اناتولیا) پر ایوني سینغاړه  پروت و.  دغلته یونانیان اوسیدل خو د هیراکلیټوس په زمانه کې د پارسي امپراتورۍ برخه وه. دا ښار اوس(۲۰۱۸ م) کې د ترکیې په ازمیر ولایت، د سلجوک ښار جنوب لویدیز خوا ته په درې کیلومترۍ کې پروت دی. اېفېسوس د فلسفې د رامنځته کیدو له ټاټوبي ملیط (دا هم اوسنۍ ترکيې پورې اړه لري) سره نژدې پروت دی، خو داسې شواهد نشته چې هیراکلیټوس به د ملیطي ښوونځي له فیلسوفانو سره لیدلي وي. ملیط د درو لومړنیو فیلسوفانو ( تالیس، اناکسیمنډر، اناکسیمنیس) وطن و.  ددوی درو واړو فکري ښوونځی په ګډه په(( ملیطي ښوونځي)) یادیږي.

۲. هيراکليټوس او هميشنی بدلون

په «سین کې دوه ځله لمبل» د هیراکلیټوس مشهوره خبره ده. د پخواني یونان دمشهور تاریخلیکوال پلوټارک په حواله ویل کیږي چې هیراکلیټوس ویل په یو سین کې دوه ځله لمبل ناممکن دي.

دهیراکلیټوس په نظر هیڅ شی په نړۍ کې د دوه شېبو لپاره هم پر یو حال نه دی. نو د محسوسې نړۍ په اړه علم درلودل هم ناممکن دي. له همدې امله ادعا کیږي چې نوموړی د علم پر ناممکنیت[۵] باور لري.

د هیراکلیټوس دې نظر چې هر شی د بدلون په حال کې دی، ناهیلیت (نهلیزم) ته لار پرانېستې او له “بدلون” پرته د هر څيز  له تل پاتې والي څخه انکار کوي. همدا ده چې وايي: “ هر څیز په عین حال کې شته او نشته دی.” او له “بدلون پرته بل هیڅ شی تل پاتې ندي.”

لکه څنګه چې هیراکلیټوس ویل، چې هر څه په دوامدار ډول بدلون مومي او دغه بدلون د یو نظم order له مخې دوام لري، نوموړی دغه نظم/ترتیب ته “لوګوس” ویل.

لوګوس دیونانۍ ژبې یوه پېچلې کلمه ده. “ قانون”، “مانا” ،“فکر”، “وینا یا کلام” یې څو ماناوې دي. خو د لوګوس ډیر مهم مفهوم “ هغه اصل[۶] دی چې له مخې یې هر شی تر سره کیږي او هغه  نظم/قانون[۷] دی چې په هر څه کې موندل کیږي.” او په نړۍ کې پټ او ډوب شوی سراسري قانون دی.

هیراکلیټوس ته لوګوس لکه “خدای” غوندې دی، خو دغه “خدای” هغه صفتونه نلري چې پخوانیو مفکرانو او شاعرانو ورپورې تړلي دي. په دې مانا هغه خدای چې انساني صفتونه ترې لیرې شي، لوګوس بولي.

په انګریزي او نورو اروپايي ژبو کې د منطق logic کلمه هم له لوګوس څخه راوتلې ده.

خو هیراکلیټوس وايي چې هره وینا او خبره لوګوس نده. لوګوس عمومي دی خو  هر څوک د یو څیز په اړه خپله پوهه[۸] لري، چې ښايي حقیقت نه وي خو لوګوس حقیقت دی او له شخصي پوهې سره توپیر لري.

روایتونو کې راځي چې د لوګوس کلمې ته په یوناني فلسفه کې په لومړي ځل د هیراکلیټوس په لیکنو کې ځانګړې پاملرنه اوښتې ده.

نوموړی وايي چې کله مونږ پوښتنه کوو چې د ټول څیزونو اصل څه شی دی نو مونږ باید لوګوس ته غوږ شو او لوګوس وايي چې د ټولو څیزونو اصل “اور” دی.

هیراکلیټوس وايي: “ دا نړیوال نظم، د ټولو په شان، نه خدای او نه انسان رامنځته کړی، خو تل و، تل شته او تل به وي: تل پاتې اور، په ټاکلې اندازه بلیږي او په ټاکلې اندازه مړ کیږي.”[۹]

هیراکلیټوس د خپلو مخنیو فیلسوفانو په توپیر د کایناتو په پیل او پای باور نلري، بلکې وايي چې کاینات له مخکې موجود ول او همداسې به دوام مومي.

“د اور بدلونونه: لومړی سین، او له سین نه، نیمايي ځمکه، نیمه اورجنه هوا.” [۱۰] رامنځته کیږي. د هیراکلیټوس په نظر  هر څیز په ټاکلي مقدار او نظم په نورو څيزونو بدلون مومي. که یو څیز په بل څیز بدلیږي نو یو بل څیز  بیا بیرته په هماغه څيز بدلیږي.

هیراکلیټوس وايي: که یو څوک ماته نه، بلکې لوګوس logos ته غوږ شي نو پوه به شي چې ټول څیزونه یو دي او او پاس لاره او ښکته لاره یوه ده.

۳. د اضدادو يووالی

هیراکلیټوس وايي چې څنګه یو څيز متضاد کيفيتونه لري: ” د سين اوبه ډيرې پاکې او ډیرې چټلې وي: د کب لپاره د څښاک وړ او صحي دي خو د انسانانو لپاره د څښاک وړ نه دي او تاواني دي.))[۱۱]

هغه په کایناتو کې پر تل پاتې جګړه باور لري. وايي: “ مونږ باید پوه شو چې جګړه عامه ده او شخړه عدالت دی او ټول څیزونه د شخړې او ضرورت له مخې پېښیږي.”[۱۲]

همداشان یادونه کوي: “جګړه د ټولو پلار او ټولو پاچا ده، چې څوک یې د خدایانو او څوک یې د انسانانو په ډول څرګند کړل، څوک یې غلامان کړل او څوک یې ازاد وګرځول.”[۱۳]

دهيراکليټوس د اضدادو نظريه د هيګل او مارکس لخوا بيا رابرسېره شوه او دوی خپلې تيوريانې پر همدې بنسټونو ودرولې. همداشان په هیګلیت او مارکسيت کې پرله پسې همېشنی جنګ-جدل او همېشنی بدلون د هیراکلیټوس له نظرياتو څخه سرچينه اخلي.

۴. هیراکلیټوس او اشرافيت

په ټوليز ډول هيراکليټوس دخپلو سياسي مشاهداتو په بنسټ د دېموکراسۍ په وړاندې ارېستوکراسي او اشرفيت غوره بلل.

هیراکلیټوس په څرګنده ، پر څو تنو باور کوي او پر ډيرو باور نلري.

په سياسي تيورۍ کې هغه وايي چې يو ښه سړی د لس زره عادي خلکو ارزښت لري. هغه پر خپلو وطنوالو له دې امله چې ولې يې يو مشهور رهبر شړلو ته مجبور کړ،نيوکه کوي: « د اېفېسوس لوی ښاروندان، هر يو، بويه خپل ځانونه غرغره کړي او ښار ماشومانو ته پريږدي، ځکه دوی هيرمودورس شړلی دی، هغه سړی چې دوی کې تر ټولو برتر و، چې ويل يې هيچاته زمونږ له ډلې څخه د وتو اجازه مه ورکوئ، که یې ورکوئ نو پرې يې ږدئ چې په بل ځای کې له نورو سره ودريږي.» [۱۴]، [۱۵]

۵. اخلاق

هیراکلیټوس وايي چې “نړۍ تل پاتې اور دی.” او “د انسان روح اور دی.”.

د هیراکلیټوس په نظر روح (( په اوسنۍ اصطلاح ذهن، شعور، مانا))  له اور او اوبو څخه جوړ دی. په دې دواړو کې اور شریف او اوبه سپکې دي. نوموړی هغه روح چې ډیر اور لري، وچ ګڼي. او وايي چې  کله انسان له عقلانیت او لوګوس نه کار اخلي نو روح یې سوچه اور ګرځي، چې ګرم او وچ وي. دی وايي: “ وچ روح ځيرکترین او بهترین وي.”[۱۶]

هیراکلیټوس باوري دی که د انسان د روح  اور برخه ونلري، نو بې ارزښته عناصر لکه اوبه او خاوره یې ځای نیسي. د انسان لوند روح ډیر خوندور وي. کله چې د انسان روح لوند وي، پر ځان نه پوهیږي او هر څه چې غواړي کوي یې او له غمونو  او  اندېښنو څخه فارغیږي خو دغه خوندونه یې بلاخره په ګټه نه تمامیږي.  هیراکلیټوس “ لوند روح” [۱۷] بدترین ګڼي. وايي “ کله چې انسان نېشه وي، روانیږي او د یو لغړ زني لخوا رهبري کیږي، پر دې نه پوهیږي چې چېرته ځي، دا ځکه چې روح یې لوند دی.”[۱۸]

هیراکلیټوس وايي چې د روح لمدیدل د روح مړه کیدل دي. له لوند روح نه نوموړی د انسان هغه حالت مرادوي چې په هغه کې پر خپلو احساساتو کنټرول نلري او حواس او ځان ناخبري پکې حاکم وي او خوند پکې زیات وي. نوموړی وايي چې د روح په وچ ساتلو کې د انسان ګټه ده.

هیراکلیټوس وايي چې ښه شخصیت په یوه اوونۍ یا یوه میاشت کې نه جوړیږي، هره ورځ لږ-لږ رامنځته کیږي. او دښه شخصیت  ودې لپاره پرله پسې او له زغم نه ډک کوښښ ته اړتیا وي.

۵. نچوړ

هیراکلیټوس تر هغه راوروسته مفکرانو باندې خپل ډیر اغیز ښندلی دی. اپلاتون او ارسطو وايي چې نوموړي په خپلو نظریاتو کې له “ منطقي تناقص” سره مخ دی.

د لوګوس مسالې پر عیسايي الهایاتو ژور تاثیر درلوده. په عیسايي الهایاتو کې د “نور”، “ خدای”، “ عقل کل” او نورې کلمې ریښې او تصورات چې د کایناتو په تخلیق پورې اړه لري، ریښې یې تر هیراکلیټوس پورې رسي.

په هیګليت، مارکسيت او سوسیالیستي افکارو کې د جګړې پر اهمیت ټینګار او د بې عدالتۍ د ختمولو لپاره د جګړې پر اړتیا ریښه هم تر هیراکلیټوس پورې رسي.

د شخصیت روزلو په برخه کې د نوموړي نظر د عمل په تکرار او عادت ولاړ دی، چې ډیر د پام وړ بریښي. همداشان په ځينو فکري مکتبونو او حتۍ دینونو کې پر احساساتو: شهوت… او نورو غرایزو کلک بندیز ونه لګولو کې د نوموړي نظریات بې تاثیره ندي.

دوه ګونیت ” اضدادو” ښه او بد، سوله او جګړه، ښځه او نر او نورو متضادو جوړو  د تصور ریښه هم په منظم ډول تر هیراکلیټوس پورې رسي. دا اوس هم په دیني مدرسو  کې ویل کیږي چې تاسو یو شی د هغه له ضد څخه پیژندای شی، د همدې تصور ريښه هم د هیراکلیټوس تر نظره پورې رسي.

همداشان هیراکلیټوس هغه لومړنی غربي فیلسوف هم دی چې د خپل استدلال لپاره مافوق الفطرت ته سر ورښکاره کوي او د ځينو مسالو لټون هلته کوي.

د هیراکلیټوس له نظریاتو او سبک څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول اسلامي نړۍ لید هم بې اثره ندی پاتې. په اسلامي نړۍ کې د نور، خلافت، اضدادو، علم ته پر دولت لوړتیا تصورات په مصر، شام، اندلس او نورو ځایونو کې د مدرسو له لارې اسلامي نړۍ لید ته ننوتلي بريښي. (پای)

پایلیکونه:

[۱] universal flux

[۲] unity of opposites

[۳]  سټنفورډ، هيراکليټوس

[۴] کليات فلسفه، دکتر محمدحسين ګنجی

[۵] impossibility of knowledge

[۶] rule

[۷] order

[۸] understanding

[۹] This world-order, the same of all, no god nor man did create, but it ever was and is and will be: everliving fire, kindling in measures and being quenched in measures. (DK22B30)

[۱۰] The turnings of fire: first sea, and of sea, half is earth, half firewind (prêstêr: some sort of fiery meteorological phenomenon). (DK22B31a)

[۱۱] ((Sea is the purest and most polluted water: for fish drinkable and healthy, for men undrinkable and harmful.)) (B61)

[۱۲] We must recognize that war is common and strife is justice, and all things happen according to strife and necessity. (DK22B80(

[۱۳] War is the father of all and king of all, who manifested some as gods and some as men, who made some slaves and some freemen. (DK22B53(

[۱۴] “The adult citizens of Ephesus should hang themselves, every one, and leave the city to children, since they have banished Hermodorus, a man pre-eminent among them, saying, let no one stand out among us; or let him stand out elsewhere among others.” (B121)

[۱۵]  سټنفورډ، هیراکلیټوس

[۱۶] ((Dry soul is wisest and best.))

[۱۷] ((Wet soul))

[۱۸] ((A man when he is drunk. Stumbles and is led by a beardless boy, not knowing whither he goes, for his soul is wet.))

Recommended Posts

دلته یې وپلټئ