سورن کییرکګارډ او د ژوند درې بڼې

اخلاقي، ښکلاییزه او مذهبي

 | فلسفه

|

497

لیدنې

لیکوال: جیف ماسون

ژباړن: محمد عاطف فقیرزاده

سرچینه: philosophynow

ولې سهار وخته له خوبه راپاڅېږو؟ آیا د خپل ځان لپاره راپاڅو او یا د بل چا لپاره، او یا د خدای لپاره؟ که چېرې د خپل ځان لپاره راپاڅېږو، موږ به حقیقت د خوند، خوښۍ، عیش، ګټې یا بې‌خوندۍ ژوند تېروو (محسنه یا ښکلاییزه ژوند).

که چېرې د بل چا لپاره راپاڅېږو، مونږ په حقیقت کې د نړیوالو اخلاقي اصولو په رڼا کې ژوند تېروو (اخلاقي ژوند). او بالاخره که چېرې موږ د خدای لپاره راپاڅېږو، په حقیقت کې د یوه ستر او غښتلي ځواک لپاره ژوند کوو چې مونږ یې خلق کړي یو او زموږ مرسته او ساتنه کوي (مذهبي ژوند). د ژوند کومه بڼه تر ټوله ښه او په نورو کې غوره ده. پر دې بڼو، د ژوند کولو پایلې او عواقب څه دي؟ دا ځينې هغه ژور بنسټیز مسائل دي چې ډنمارکي فیلسوف او ستر متفکر سورن کییرکګارډ ورباندې بحث کړی دی.

کییرکګارډ په ځوانۍ کې مړ شو او ډېر آثار او لیکنې یې شا ته پرېښودې. کییرګارډ په بېلابېلو مستعارو نومونو لیکنې کولې او خپل لیکنې یې په بېلابېلو سبکونو لکه د فلسفي رسالو، لنډو ناولونو، پندنامو، موعظو او یادښتونو په چوکاټ کې وړاندې کړې دي. د کګارډ لیکنو او آثارو ته په کتو سره معاصر مسیحیت بې‌روحه او ناهیلی کوونکی ښکاري. مونږ په داسې یوه حال کې الحاد ته مخه کړې ده چې حتی پخپله هم ورڅخه بې‌خبره یو.

کییرګارډ د داسې ایمان یادونه کوي او په هکله یې لیکي چې شخصي ګټو او ښه کار پورې محدود نه دی. په خپل کتاب «وېرې او لړزې» کې کییرکګارډ ریښتنی اېماندار د ژمن ښارمند یا وګړي په توګه تعریفوي او راپېژني. دا ژمن وګړی شاعر نه دی، په خیالي او تخیلي نړۍ کې ژوند نه‌کوي او د هغو کسانو په څېر نه دی چې یوازې د خپل ځان لپاره ژوند کوي. په هم‌مهاله توګه دا ژمن وګړی یوازې او یوازې انساني اخلاقي نظام پورې هم محدود او تړلی نه‌دی، ځکه له یوه ستر قانون او نظام سره هغه تبعیت او تړون کړی دی او دا قانون په مومنانو یا اېمان‌لرونکو د «ابدي او ريښتيني ځان» د درک او پوهې غږ کوي. د دې ځان نه‌منل په حقیقت کې ناهیلي او ناامیدي ده.‌

په «بېمارۍ او مړینې» کتاب کې کییرکګارډ استدال کوي چې مذهبي ژوند یوازینی ژوند دی چې په رپښتیني توګه د تسل او قناعت وړ دی. د کییرکګارډ له نظره، په دوو نورو بڼو د ژوند کولو مکافات او  انتظارات د ‌ډېر امید او هیلو وړ نه‌دي. هغه کسان چې د عیش او خوښۍ لپاره ژوند کوي یا ‌ډېر پوچ او مبتذله دي او یا هم ډېر جدي دي، د دې کسانو په زړونو کې یو ډول بې‌مفهومه اندېښنه، د ګناه حس او ناخوښي موجوده وي. حتی کیدای شي هغوی ورڅخه خبر نه‌وي، خو د دې ډلې کسانو په زړونو کې یو ډول ناامیدیو او ناهیلیو ځای نیولی وي. هغه کسان چې په دې ‌ډله کې له نورو ډېر متفکره دي او ژور فکر کوي، د خپل ناهیلي‌کوونکي وضعیت په هلکه له نورو ډېر او ښه پوهېږي.

د اخلاقي، ښکلاییزه او مذهبي ژوند پرتله

 د ښکلاییز ژوند لاروي او ملاتړي د روحيې، پوهې او درک لرونکي کسان دي، دا ډله کسان د خپل ځان لپاره ژوند کوي، له ژوند څخه په هنري بڼه ګټه اخلي، د ژوند ښایست، حسن، ګټې، اصالت او نوي‌توب په هکله د ښکلاپېژندنې د معیارونو پر بنسټ قضاوت کوي. د دې ژوند مکافات «په زړه پورې ژوند»، فعاله تخیل او یو ډول غیرمعمولي جلاتوب دی. کییرکګارډ هم خپل ژوند په یو ډول ښکاییزه بڼه تېر کړی و، هغه په ژوند کې خورا ډېر خوند لیدلی و او هېڅ وخت اړ شوی نه و چې د ژوند د پرمخ بېولو لپاره کار وکړي یا دنده پر مخ یوسي.

په ښکلاییزه بڼه ژوند کول له ناامیدۍ او ناهیلۍ څخه مونږ ته یو لنډمهاله ذهني هوساینه یا آسودګي رابخښي. خو عیش او کیف یا همدا هوساینه په حقیقي توګه له تجربه کېدو مخکې خپل خوند له لاسه ورکوي. هر څومره چې په ژوند کې ډېره تکرارېږي، په هغه کچه خپل خوند او شدت هم له لاسه ورکوي. د عیش کښښ او جاذبه په خپل ذات کې کمزوري کېږي. هغه کس چې په ښکلاییزه بڼه ژوند کوي، له ستومانتیا او زړه‌وهنې او همدا راز له درده وېره لري. د وخت په تېرېدو او د یادونو او ځان‌پوهۍ په زړېدو سره ستومانتیا هم نزول مومي او کس د یوې تکراري او محدودې راتلونکې تمه او وړاندوینه کوي. هغه کس چې په ښکلاییزه بڼه ژوند کوي، د ژمنې او تعهد وړتیا نه‌لري، له همدې کبله هېڅ وخت په دې نه توانېږي چې ځان (Self) ورڅخه جوړ شي. په یوه کتاب کې چې کګارډ په خپل نامه خپور کړی دی، داسې لیکي «د زړه پاکوالی دا دی چې شخص د یوه واحد شي غوښتنه وکړي.» خپل ځان کیدل په دې مفهوم دی چې شخص له خدای یا رب سره نېغه اړیکه رامنځته کړي، او له دوه‌زړیتوب یا ځان تېرباسنې څخه ځان وساتي.

د ښکلاییز ژوند په قاموس کې اخلاقي اصطلاحات شامله نه‌دي. موضوع د سم او ناسم یا ښه او بد نه ده، بلکې اصلي موضوع د په زړه‌پورې او زړه‌نیوونکي ده. هغه کس چې په ښکلاییزه بڼه ژوند کوي، د ټولنې له عادي حقایقو واټن نیسي، او بالاخره یو تخیلي «ځان» یا شخصیت غوره کوي.

د ښه‌والي او بدوالي له اړخه، اخلاقي ژوند له ښکلاییز سره ډېر توپیر نه‌لري. دندې او کار ته ژمنتیا او مسوولیت د اندېښې او تشویش د راکمولو او یا له منځه وړلو لپاره ډېره مرسته نه‌کوي. دنده یا مسوولیت او تمایل په مخالفو لارو ځي او د وخت په تېرېدو سره موږ دا زده کوو چې دنده یا مسوولیت په حقیقت کې څه شی دی او موږ څه غواړو چې وکړو. د ګناه حس اخلاقي ژوند پورې تړاو لري، او یو شخص هېڅ وخت خپله دنده په مطلوبه بڼه نه ترسره کوي. حتی په بریالیتوب کې د غیراصلي خوند او میل افکار کولای شي اخلاقي انګېزې تر سیوري لاندې راولي.

اخلاقي کس ژوند کوي، تر څو د نورو خدمت وکړي یا اخلاقي کس د نورو لپاره ژوند کوي او په دې بڼه ژوند تېرول دوه ثوابه یا لاسته راوړنې لري، لومړی دا چې سړي ته د ځان د ارزښت یو حس راپيدا کېږي، او بله دا چې سړی یا شخص کولای شي د شپې بې له دې چې د کومې ګناه یا جرم حس ولري، په آرامه خوب وکړي، خو په دې دواړو کې هم هېڅ یو یې تضمین شوی نه‌دی. دا شونې ده چې په اخلاقي بڼه ژوند تېرول په پای کې داسې یوه وضعیت ته ورسېږي چې کس د دایمي او تل‌پاتې ګوښه‌ګيرۍ حس پيدا کړي او د «څه شی دي» ا و «څه باید وي» تر منځ د تشې په اړه د ناامېدۍ یو ژور حس ورته پيدا کېږي.

په خپلو کړنو او اعمالو کې اخلاقي کس مطلقو معیارونو ته ژمن او لېواله وي او خپلې کړنې او ژوند له همدې معیارونو سره سم سمبالوي او دا ډول دريځ کس ته یو غښتلی، باثباته او د وړاندوینې‌وړ ځان (Self) ورکوي. دا چارې کییر کګارډ په خپل کتاب (The Sickness Unto Death) کې د فنا یا الزام د ناهیلۍ په توګه تعریف کړې دي. سیرت او اخلاق ځان (Self) هڅوي چې سم عمل وکړي، خو په اخلاقي توګه ژوند تېرول د مرګ او یا هم د یوه کس د ښو انګېزو په هکله اندېښنه او تشویش نه‌کموي.

«ښکلاییزه»، «اخلاقي» او «مذهبي» ژوندلارې ډایالیټیک پړاوونه نه دي چې د ناامیدۍ له امله موږ له یوې څخه بلې ته او بلې ته لاړ شو، بلکې هره یوه یې ځان ته د ژوند یوه ځانګړې لار ده او د فکر کولو یا تفکر هېڅ کوم بهیر موجود نه دی چې له یوې څخه یې بلې ته د تګ او مخه کولو سبب وګرځي. هغه کس چې په فلسفې پورې تړلي نظریات پالي، نشي کولای خپله لار د عیسویت په مذهب کې ومومي، ځکه عیسویت او فلسفه په یو ډول پارادوکس کې واقع کېږي.

کییرکګارد په مستعار نوم (انتي کلایمکس) په دې باور دی چې ژوند هغه مهال د تېرولو وړ دی او د تېرولو ارزښت لري چې ابدي او تل‌پاتې وي. د ایماندارۍ یا په توحید کې د ژوند تېرولو ثواب ابدي ژوند دی. خو د دې لپاره چې یو کس د ابدي ژوند مقام ترلاسه کړي باید د توحید او په توحیدي عقایدو او اعتقاداتو باور پيدا کړي او دا باور باید د انساني دلیل له مرستې پرته ترلاسه شي. موږ باید بې له کوم قید او شرطه خپل ځان د خدای په واک او منګولو کې واچوو ـ د هغه خدای چې سلوک او تفکر یې په ابدي توګه زموږ لپاره د پوهېدو او درک وړ نه‌دي.

د وجودي ډلبندۍ هره ټولکه او مجموعه نړۍ ته له بېلې زاويې ګوري. هېڅ شی د افرادو مخه نه نیسي چې د خپل ژوند یوه عمده برخه د په «زړه‌پورې» او «اخلاقي» ژوند تېرولو ته ځانکړې کړي.

د بېلګې په توګه له ډېرو پیسو سره دا شونې ده چې یو کس کلونه کلونه د هنري توکو په راټولولو تېر کړي، له هنر څخه خوند واخلي، تر نړۍ وګرځي او د ژوند د ښکلاییزو خوندونو په لټه کې شي. کیدای شي دا د دې لپاره بسنه وکړي چې یو کس د ګور یا قبر تر پولې ورسوي. یوازې تخیل او تصور کولای شي هغه بېلابېل شرایط او اثرات منځ ته راوړي چې د ښکلايیز ژوند د دلچسپۍ یا په زړه‌پورېتوب لپاره اړین او ضروري ګڼل کېږي. د خوند او لذت لپاره د انسان د جسم ظرفیت ‌ډېر ژر له منځه ځي او دا ظرفیت باید د تفکر له لارې پیاوړی شي چې انسان وشي کړی د خوند اخیستو تنوع وساتي.

ځینې نور کسان بیا د اخلاقي قانون په رڼا کې زړېږي او یا د دې قانون په خدمت کې مري. دا ډله کسان د نېکې او بدې، د سمې او ناسمې ژبې خبرې کوي. هغوی خپل ځان په اخلاقي اصولو پورې سخت تړلي ګڼي او له همدې امله د ښکلاييز ژوند په اړه یې قضاوت دا دی چې د ژوند تېرولو دا بڼه متناقضه، د خپل ځان د موخو پر ضد، سرسري او پوچه ده. اخلاقي قانون مطلق دی او خدای یې بې له قید او شرطه ملاتړ او تعاون کوي.

د کییر کگارډ (انتي کلایمکس) له نظره ښکلاپال او اخلاقي کس له یوه داسې شي سره اړیکې نه‌لري چې د وخت د جریان او د اخلاقي قانون له پولې هاخوا اوړي. دا کسان هغه مهال له ناامیدۍ څخه خبرېږي چې د خپلو کړنو  او کړو وړو د عبثوالي او بې‌ګټېتوب څخه خبر شي – دا کړه وړه که ښکلاییزه وي او که اخلاقي وي او یا هغه فاني ځان وي چې په دې دواړو ژوندلارو تکیه کوي.

کګارډ د هغو کسانو تصدیق او پخلی کوي چې په ساده ایماندارۍ کې ژوند تېروي، او په فرضي توګه له داسې یوه شي سره اړیکه لري چې په لذت، اخلاقیاتو او پوهې پورې تړلی نه وي او لایتناهي وي. دا شی یو مطلق شی دی چې ذات یې له هر څه څخه پراخ دی، یو داسې خدای چې حتی له اخلاقیاتو هم اوچت او هاخوا دی. په دې حال، داسې یو کس چې د اخلاقي قواعدو او چوکاټ په محدودې کې ژوند کوي، هېڅ کله په یوه داسې شي ایمان نه شي لرلی چې له موږ سره د  ښه او بد هاخوا تماس او اړیکه نیسي.

دین د اخلاقي پوهې او آګاهۍ له زاویې له اخلاقي تفسیر سره مل دی او پوهه یې ګرانه ده. کله چې دین د اخلاقیاتو پلوي او ملاتړ کوي، ښه او غوره دی، خو کله چې د اخلاقیاتو ضد عمل کوي، بیا په دې صورت باید لار بدله کړو. اخلاقي شخص په دین کې د عقل خلاف موضوعات او کړه وړه نه مني او ورته شا ګرځوي. اخلاق‌پال کس د خدای په ذات کې د «وحشت او وېرې» نښې‌نښانې نه ويني، بلکې د اخلاقیاتو د محرک په توګه د خدای په ذات کې دلیل، استدلال او طبیعت ویني. دا پایله د کګارډ لپاره د خوښې وړ او مطلوبه پایله نه ده. اخلاقي ژوندلاره یوازې د لنډمهال لپاره تسکین ورکوونکې لاره ده او د ژوند د عبثوالي له امله د ناامیدۍ په راکمولو کې له ښکلاييزه ژوندلارې سره ډېر توپیر نه‌لري. یوازې اېمان کولای شي له دې ناهیلیتوب او ناامیدۍ څخه د خلاصون لاره هواره کړي.

د دې لپاره چې دیني ژوند وکړو، باید له دې نړۍ څخه لاس واخو او له هغه وروسته په ريښتنولۍ او صداقت سره ژوند کول پيل کړو. له دې نړۍ څخه مستعفي کیدل او په خدای باندې ځان او ژوند سپارل، په معجزه‌يي توګه اېمان د ژوندون او امکان د بیا راګرځولو ژمنه راکوي.

خو موږ کولای شو دا پوښته راپورته کړو چې آیا مذهبي ژوند په حقیقت کې د ښکلاييز او اخلاقي ژوند په پرتله ‌ډېر په زړه‌پورې او له خوند څخه ‌ډک دی. کګارډ به خپله د دین په هکله دوه زړی و. Sickness Unto Death کتاب کې انتي کلایمکس (د کګارډ مستعار نوم) د ایمان په هلکه یو بې‌ساری مثبت دریځ غوره کوي چې کګارډ بل هېڅ وخت داسې مثبت دریځ غوره کړی نه دی. د ثبوت نه‌شتون سره‌سره، د انتي کلایمکس ایمان ټولو ته د یوه «ابدي ځان» ژمنه ورکوي، او ټولو ناامیدیو، ګناه او مرګ ته د پای تکی ږدي.

آیا د دین په کټګورۍ کې ژوند تېرول د دې سبب ګرځي چې موږ ښکلاییز او اخلاقي ژوند له لاسه ورکړو؟ نه، احتمالاً داسې نه ده. د دیني ژوند په ترلاسه کولو سره به موږ دا دواړه بېرته ترلاسه کوو، خو بڼه او شکل به یې بدل وي. مخکې دا دواړه د ژوند پای ؤ، خو اوس څه دي؟ په اېمان کې د وجودي زیاتوالي ثواب او بدله؟ یا، کله چې یې موږ بېرته ترلاسه کوو، دومره بدلون به په کې راغلی وي چې د پېژندلو وړ نه وي؟

په «وېرې او لړزې» کتاب کې چې کییرکګارډ په مستعار نوم لیکلی دی، هغه له اېمان اتلانو  او له لایتناهي لاس اخیستنې اتلانو تر منځ تمیز او توپیر څرګندوي. وروستی یې په ظاهري توګه، روحاني دي. دا کسان د داسې نڅاګرو په څېر دي چې موږ یې یوازې راښکته کیدل او پورته ختل وینو. هغوی په خپل روحانیت ویاړي. خو له بله اړخه بیا د اېمان اتلان، غیرمتمایزه یا عادي ښکاري او د لوړوالي او تفوق نښې نښانې په کې نه وي….

په یقیني توګه یو سیکولار فیلسوف له انتي کلایمکس سره د عیسویانو د خدای د قدرت په هکله د هغه له باور سره مخالفت ښيي… خو له دې سره، کیدای شي د هغه څه په اړه یوه فلسفي مجدده تشرېح موجوده وي چې انتي کلایمکس یې په اړه خبرې کوي او له موږ سره مرسته وکړي چې د انتي کلایمکس له ناهیلیتوب څخه د خلاصون لاره ومومو.

د ناامیدۍ ستونزه له خپل ځان سره د اړیکې د نه شتون مسئله ده او د روح د عدم موجودیت نښه ده. د انتي کلایمکس لپاره ځان شی نه، بلکې یو عمل او تکلیف دی او د دې عمل په مقابل کې موږ باید جدي او ريښتیني واوسو، بې له دې کیدای شي له موږ څخه داسې «ځان» جوړ شي چې هېڅ وخت حقیقت ته ونه رسېږي. موږ خپل ځان، له خپل ځان، نورو کسانو او نورو شیانو سره د اړیکې او رابطې له لارې پېژنو. که چېرې تاسې خپل ځان یوازي د خپل شخصي اړتیاوو او ګټو پر اساس پېژنئ او تعریف کوئ، په دې صورت کې به له تاسې څخه یو ځان‌خوښی ښکلاپال او جمال پرسته جوړ شوی وي چې د خوند، لذت او ګټې لپاره ژوند کوي. که چېرته تاسې خپل ځان له نورو کسانو سره د اړیکې په رڼا کې پېژنئ، په دې صورت کې به تاسې د هغوی د نظرونو تر حده د بدلون او تغییر وړ واوسئ. د مطلوبو او ښو شرایطو لاندې، ځان کولای شي اخلاقي ثبات ته ورسېږي. که چېرته تاسې خپل ځان د مادي شتمنیو له اړخه پېژنئ، په دې صورت کې به تاسې د موډ (فېشن) او شهرت غلام واوسئ. یوازې له خدای سره د ارتباط د نیولو له لارې ځان، ځان کیدای شي، یو داسې ابدي ځان چې د خپل خالق پر وړاندې ودرېږي او خپل ځان پشپړ ومومي.

انتي کلایمکس وايي چې موږ یوازې هغه مهال له خپل ځان سره په سمه توګه اړیکه او ارتباط نیولی شو چې لومړی له خدای سره ارتباط ونیسو. یوازې دا وخت دی چې موږ «په زړه پورې» او «ښه» له مناسبې زاویې او لید څخه لیدلی شو. که چېرته انتي کلایمکس سم وي، له ناامیدۍ څخه د خلاصون یوازينۍ لار دیني اعتقاداتو ته ستنېدل دي. د Sickness Unto Death د لیکلو اصلي انګېزه دا ده چې ناامیدي څه شی دی، عمومیت یې څه دی، بېلابېل ډولونه یې څه دي … د ناامیدۍ او ناهیلۍ په تړاو د انتي کلایمکس لیکنې د عیسویت د بیان او معاني برخه ده، او له اکاډمیکو موضوعاتو سره تړاو نه لري.

او که چېرته موږ دا موضوع ومنو، دا هم باید ومنو چې ناامیدي یا ناهیلي نړیواله ده. دا حقیقت چې موږ له ناهیلۍ همېشه باخبره نه یو، د دې ښکارندويي کوي چې موږ په ناامیدۍ کې تر کومه حده ګیر او په قید شوي یو. خو دا ځواب په پشپړه توګه د قناعت وړ هم نه دی. انتي کلایمکس ناامیدي ته داسې عمومي او ټولیز تعریف ورکوي چې حتی په پشپړه توګه یې د مفهوم د لاسه ورکولو خطر لیدل کېږي. خو هغه په دې کې پاتې راځي او دې ته پام نه کوي چې ناهیلي یو ضمني او نوبتي فطرت او ماهیت هم لري.

بل ځواب دا کیدای چې د انسان په ژوند کې د ناهیلۍ د مفهوم په هکله بیافکر وشي. کیدای شي د نړۍ یا کایناتو د پوچوالي موضوع ذاتي وي چې په دې صورت هېڅ ډول هراړخیزه او ټول شموله مفهوم نشته چې معمولاً له ناامیدۍ سره مخ کسان یې په لټه کې وي. له دې نظره، دا به یو ناسالمه فکر او د ځان تېرباسل وي، که چېرې موږ فکر وکړو چې له موږ څخه داسې یو شی ورک شوی دی چې زموږ ژوند ته ابدي مفهوم

ورکوي او انسان له ژوند څخه د ناامیدۍ امکان له منځه وړی شي.

د یوه سیکولار او آزاد فکره فیلسوف قضاوت او پایله اخیستنه به څه وي؟ زما لپاره، کله چې موږ له خپل ځان او له نورو خلکو پرته له کوم شي سره تړاو او ارتباط نیسو، په دې وخت کې یو نوی ځان منځ ته راځي. که څه هم دا ځان ابدي نه دی، خو له نورو سره یې توپیر دومره ډېر دی چې کولای شي موږ د جمال‌پرستۍ، اخلاقي، او حتی د دیني «روحاني» یواړخه ژوند څخه آزاده کړي.

د ښکلاییز او اخلاقي ژوند ناهیلي او ناامیدي هغه مهال منځ ته راځي چې شخص دا حس پيدا کړي چې د حرکت او خوځښت وس نه لري او دا حس له دې بې‌وسۍ څخه سرچینه اخلي چې نه‌شي کولای د یوې موجودي داسې ډلبندۍ او کټګورۍ څخه ځان آزاده کړي چې یوه ځانکړې ژوندلاره تعریفوي. په دې اساس، له ځان سره په درېمه لار د ارتباط نیولو وس او وړتیا کولی شي د هغو نورو دواړو کټګوریو یا ډلبنديو څخه د خلاصون او آازادۍ لاره هواره کړي، او په دې ترتیب د ناهیلۍ هغه کړۍ له منځه یوسي چې په ډېرېدونکي ډول د بې‌حرکتۍ سبب ګرځي.

زه فکر نه کوم هغه ژوند چې ابدي تسلي او ډاډ نه راکوي، په هغه کچه د ناامیدۍ وړ دی چې کګارډ یا انتي کلایمکس یې یادونه کوي. کېدای شي تر ټولو غوره ژوند ښکلاييز، اخلاقي او حتی مذهبي (روحي او معنوي) نه وي، بلکې هغه ژوند تر ټولو غوره وي چې دا درې واړه په کې په شکل د اشکالو شامله وي.

ښايي د یوې ځانګړې ژوندلارې له محدودې څخه د وتلو امکان د وس او وړتیا خبره او موضوع وي. د درېواړو ژوندلارو په موجودیت کې چې کوم څه یوه ځانګړې ژوند لاره بیانوي دا دی چې هېڅ ژوند لاره یا د ژوند کولو هېڅ بڼه په هغه کچه بډایه نه ده او هغه څه په کې شامله نه دي چې د هغې ژوندلارې لاروي ته ښکاري. د پوره او پشپړه ژوند لپاره درېواړه ژوند لارې اړینې دي، حتی که له انساني زاویې څخه، موږ د مجبوریت له مخې د ناهېلۍ ابدي امکان سره ژوند وکړو. دا په دې مفهوم ده چې موږ په ښکلاییزه، اخلاقي او معنوي توګه ژوند وکړو او منعویت تر هغه ځایه وېسو چې فلسفه یې وړی شي…

په دې بڼه ژوند تېرول موږ ته موکه راکوي چې د انتي کلایمکس له ناهېلۍ څخه ځان آزاده او خلاص کړو. ژوند کولای شي له دننه ځان راژوندی کړي. کله چې مسائل د ډېر جدیت خوا ته درومي په دې وخت کې ښکلاييز لیدلوری سر راپورته کوي او له ژوند څخه یوه ټوکه جوړوي. دقیقاً هغه مهال چې ښکلاییز خوند خپل ‌خاصیت له لاسه ورکوي او پیکه کېږي، په دې وخت کې یوه معنوي پوهه او آګاهي سر راښکاره کوي او راظاهرېږي او هر څه په مناسب ځای او موقف کې اچوي. کټ مټ هغه وخت چې روح له نړۍ څخه د یو کس د لېرې کولو ګواښ پورته کوي، په دې وخت کې مسوولیت او رسالت  سړي ته د نورو د اړتیاوو یادونه کوي. زه له انتي کلایمکس سره د «مذهبي» کس په تعریف کې همغږی او موافق نه‌یم. د انتي کلایمکس لپاره دین د فلسفې لپاره یو اصلاحي شی دی، خو زما لپاره بیا فلسفه د دین لپاره اصلاحي ده.

ننګونه دا ده، هغه «بل شی» تعریف کړی چې موږ کولی شو، د هغه په واسطه له خپل ځان سره په دې ازادي‌بځښونکې بڼه یا لاره ارتباط ونیسو. زه لېواله یم چې هغه «بل شی» په منفي توګه تعریف کړم. زه دې اصطلاح ته ځانګړی توصیف نه ورکوم، ځکه توصیف کول به یې د دې سبب وګرځي چې د عقل له حکم پرته یو څه معرفي شي. له خپل ځان سره د رابطې نیولو یوې درېمې لارې ته دا نسبي ورتګ او رجوع کول د دې لپاره بسنه کوی چې شخص له دوو نورو ژوندلارو څخه آزاد شي. په حقیقت کې هغه «بل شی» له ځان سره د ارتباط نیولو او هغو نورو فعالیتونو لپاره یو حد ټاکي.

ښکلاییز ژوند که چېرې د اخلاقیاتو او روح یا روحيې د له منځه وړلو په موخه تعقیب شي، په حقیقت کې د هغو ټولو دلایلو پر بنسټ د ناهیلۍ په لوري ځي چې انتي کلایمکس یې یادونه کوي. همدا وضعیت د اخلاقي ژوند لپاره هم صدق کوي. زما لپاره هغه مذهبي ژوند چې له شدیدو احساساتو سره مل وي، خپلې ستونزې لري. د انتي کلایمکس جدیت زړه وهونکي او بېزاره کوونکی دی. د سوچه اېماندار د مذهبي ژوند تلوسه او لېوالتیا له حده زښته ډېره ده او هغه ښکلاييز عینیت، مزاج او شوخي په کې نه وي چې د یوه پوره انسان ژوند یې غوښتنه او تقاضا لري. د انتي کلایمکس د خوش‌طبعۍ مزاج ډېر کمروزی دی او هغه څه چې لري هم، تور او پیکه دي. که له اخلاقي زاويې ورته وګورو، هغه د نورو لپاره درناوی او خواخوږي نه‌لري.

په فلسفي توګه د منلو وړ تر ټوله معقوله لار او فورمول چې انتي کلایمکس یې له ځان سره د تړاو د درېمې لارې د توصیف کولو لپاره بیانوي دا ده چې یو کس «په شفافه توګه هغه ځواک ته ځان ورسپاري چې د هغه معاونت او مرسته کوي.» دا مقوله تر یوه بریده حقیقت او ريښتنولي لري. زه شخصاً دې پایلې ته رسیدلی یم چې زما بقا او پایښت په ډېرو داسې شیانو پورې تړلي دي چې زما له واک او کنټرول څخه بهر دي. له خپل ځان او نورو څخه صرف نظر وکړئ. له هغه څه چې تاسې همدا اوس خبر یاست، یو بل شی دی. فکر کولو ته د پای ټکی کېږدئ او وېښ پاتې شئ. د طبیعت او فزیکي کایناتو په اړه په هغه سطحه فکر وکړئ چې تاسې او نور خلک په کې شامل نه‌شي.

داسې وختونه او شېبې هم شته چې د یوې مرغۍ د وزرونو غږ او د لمرناستې رنګونه موږ له ناهیلۍ هاخوا وړي او یو داسې وضعیت راباندې راولي چې نور د ژوند د ابدي عبثوالي په هلکه فکر نه‌کوو او پروا یې نه‌لرو. دا ډول شرایط ډېر وخت نه پاتېږي، خو دا به هم سمه نه‌وي که فکر وکړو دا شرایط له دې امله چې ابدي نه‌دي، غیرحقیقي دي. له نورو سره مرسته کول او د نورو لاسنیوی د ریښتينی تسل او رضایت حس پيدا کوي. همدرانګه په ښه توګه د خپل مسوولیت او دندې ترسره کول هم همدا حس راژوندی کوي او په ورته ډول، خپل رسالت او مسوولیت ته جدي او ژمن پاتې کیدل. په ژوند کې هم ښه وختونه وي او هم ناوړه او بد وختونه،  که څه هم د انسان په وضعیت کې ناهیلي یو بالفعله عاملیت پاتې شوی دی، خو له دې سره، نه هغه ښه وختونه او نه هم هغه بد وختونه ډېر حقیقي دي، که چېرې فاني وي او لنډمهاله وي. مینه او نور ارواپوهنیز حالات کولای شي د خوشحالۍ او همدرانګه د غم سبب وګرځي او تر څنګ یې د حقیقت ادعا هم لري.

که چېرې له خپل ځان سره ريښتیني واوسو، دا به غیرعلاقلانه وي که ادعا وکړ چې کولای شو له خپل ژوند څخه د ناهېلۍ امکان محوه کړو. په ژوند کې د ناهېلۍ د راپيدا کېدو شرایط ډېر عام او پرېمانه دي، د بېلګې په ډول د خپلو خپلوانو له لاسه ورکول، بې‌وزلي، بېماري، مزمن دردونه، مرګ او مړینې ته نږدې کیدل. له الهي ‌ډاډ او تضمین پرته موږ باید د مرګ او فنا حقیقت ومنو او له همدې پوهې سره ژوند وکړو. د انتي کلایمکس لپاره مرګ یا مړینه ريښتينې او حقیقي نه ده. کیدای شي جسم او بدن مړ شي او له منځه لاړ شي، خو روح ابدي او تل‌پاتې دی.

د انتي کلایمکس د مذهبي لېوالتیا نه شتون ته په پام سره، مهمه موضوع دا ده چې باید له خپل ځان سره د رابطې د نیولو درېواړه لارې منځته راوړو. دا ګام پورته کول تر یوه بریده موږ ته د ځان د درک ژمنه راکوي، هغه درک چې فیلسوفان یې په لټه کې دي. له خپل ځان سره د تړاو او اړیکې نیولو درېمه لار له موږ سره مرسته کوي چې نورې بېلابېلې ژوندلارې هم وپېژنو. د ژوند کولو هېڅ لاره په بشپړه توګه موږ نه رانغاړي او نه مو تسخیر کوي. موږ کولی شو له یوې ژوند لارې څخه بلې ته لاړ شو او په داسې صورت کې چې هغه دوه نورې مو هېڅ وخت له یاده باسلې نه وي او که چېرې دا د یوې اصلاح شوې یا بدلې شوې ښکلاييز ژوندلارې رنګ او خوند لري، ودې لري.

د متناهي او لایتناهي او همدارنګه د ممکن یا شونې او ضروري کار تر منځ د ترکیب کولو ناممکنه کار منل ناهیلي ده او دا ناهیلي بالاخره په بشپړ جلاتوب او بدمرغۍ اوړي. ښکلاپال کس لایتناهي او د هغه غیرحقیقي آزادیو هرکلی کوي او مني یې؛ اخلاقي کس بیا متناهي او د متناهي غیرحقیقي محدودیتونه مني او هرکلی یې کوي. دواړه ناسم دي، او دا ناسمتوب د ښکلاپال او اخلاقي شخص په ژوند هم اغېز کوي. موضوع دا ده چې استدلال د ابدي ځان عقیده منلی نه شي.

حتی د انتې کلایمکس د شخصي نظر پر اساس، د مذهبي ځان له مفهوم سره ځينې موضوعات او ستونزې تړلې دي. ناهیلي له خپل ځان سره د اړیکې او تړاو نه شتون دی. د هر ځان لپاره فعالیتونه موجود دي چې کولی شي د دې فعالیتونو له لارې له خپل ځان سره اړیکه او ارتباط ونیسي، خو دا یو شی نه دي، بلکې داسې څه دي چې منځته راځي او هغه فعالیت ورته په خپله تعریف ورکوي. نو په دې ترتیب، زه څرنګه کولی شم، یو ابدي ځان جوړ شم؟ که چېرې موږ ټول  یو د خدای راکړل شوی طبعیت ولرو، په دې صورت کې موږ نو د هغو فعالیتونو په واسطه نه‌شو تعریفېدای چې موږ ورته له خپل ځان سره د رابطې نیولو فعالیتونو وایو او دا موضوع د ځان (Self) په اړه د انتې کلایمکس اصلي بحث ردوي او وروسره تناقض لري.

انتې کلایمکس ادعا لري چې کس تر هغه وخته له خپل ځان سره رابطه او اړیکه نه شي نیولی چې لومړی له خدای سره اړیکه او رابطه ونه نیسي. له خدای سره د رابطې په نیولو کې هر ډول ناکامي او ماته د ناهیلۍ سبب ګرځي. دې فرض ته په پام سره، وینو چې وضعیت څومره زموږ په تاوان دی. موږ په داسې وضعیت کې اچول شوي یو چې که چېرته په خپل اېمان کې د یوه جهش تجربه و نه کړو، باید د ګناه او جرم حس راته پيدا شي. له هغه ځایه چې دا جهش زموږ یوازینۍ درملنه او علاج دی، نو په دې لحاظ، دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده چې هر ډول غیردینی او غیرمذهبي ژوند ناهیلي زېږوي.

فلسفه دا دنیایي پاتې شوې ده، او په دې نړۍ کې، که څوګ یې وغواړي او که یې ونه غواړي،د کمال او پوره‌توپ کمی موجود دی (دا نړۍ ناقصه ده). انتې کلایمکس (کییرکګارډ) د بشپړ او بې‌عیبه ژوند په لټه او هڅه کې دی او دا هڅه سبب ګرځي چې هغه دین ته مخه کړي. خو که چېرته یو څوک دا خبره ومني چې ناهیلي داسې څه نه دي چې موږ ورڅخه باید په هره بیه چې شي وتښتو، دا په خپل ذات کې موږ ته یو څه رازده کړي، په دې صورت کې موږ کولی شو د انتې کلایمکس له ځیرکي او پوهې څخه فلسفي ګټه واخلو.

Recommended Posts

دلته یې وپلټئ