یادښت
«انسان» ګڼ څېړنیز پروګرامونه، نوښتونه او پروژې لري چې په کې متعدد څېړونکي او متخصصین ونډه اخلي. که د دې پروګرامونو، نوښتونو او پروژو په اړه پوهېدل غواړئ او ورسره اړیکه نیسئ کولای شئ زموږ د اړیکې برخې ته ولاړ شئ او یا هم د پروګرامونو څانګه وګورئ او اړوند متخصصین او مشران ومومئ.
زموږ 8 متخصیصنو تر منځ وپلټئ
نظیم سمون
د «انسان» څېړونکی او متخصص
ښاغلی سمون له پولېتېرېدونکو اوبو حقوقي متخصص دی او په «انسان» کې د اوبو د حقوقي مطالعاتو څېړونکی دی
ضیاءالحق شمس
د «انسان» د څېړنو مرستیال
ښاغلی شمس د ټولنپوهنې متخصص او د فرهنګ، ټولنې او تاریخ د څانګو د مشترکو مطالعاتو لیکوال او څېړونکی دی.
ښاغلی شمس اوسمهال د «انسان» د څېړونو مرستیال او مشر څېړونکی دی.
شفیقه نېکزاد
د «انسان» د ښوونې او روزنې د برخې مشره
آغلې نېکزاد د انسان ایجوکېشن مشره ده او د تعلیمي رهبرۍ Educational Leadership په برخه کې یې ماسټرې کړې. او د ښځو، ښوونې او روزنې، او ماشومانو په برخه کې لیکنې او څېړنې کوي.
فهیم الله کریم
د «انسان» عمومي رییس
فهیم کریم د «انسان» عمومي رییس دی. په کابل پوهنتون کې یې د ارواپوهنې لېسانس او د افغانستان په پوهنتون کې یې په نړیوالو اړیکو د ماسټرۍ زدهکړې کړي دي.
ایمل جلال
د «انسان» د کلتوري مطالعاتو پروګرام مشر
ښاغلی جلال د کلتوري مطالعاتو متخصص او د کلتور او سیاست د مشترکو مطالعاتو لیکوال او څېړونکی دی. او د «انسان» د کلتوري مطالعاتو پروګرام مشر دی.
ودیر توتاخېل
د ټولنیزې پالیسۍ په برخه کې د «انسان» څېړونکی
ښاغلی توتاخېل د انسان انسټیټوټ رسمي څېړونکی او لیکوال دی. هغه ټولنپوهنه لوستې او په دې برخه کې د هغه لیکنې او مقالې په «انسان» کې مطالعه کولای شئ.
برکتالله اریوبي
د «انسان» څېړونکی او متخصص
ښاغلي اریوبي په نړیوالو حقوقو کې ماسټري کړې او اوس د اوبو د تنظیم په ملي اداره کې له پولې د تېرېدونکو اوبو آمر دی او په «انسان» کې د اوبو سرچینو د مطالعاتو څېړونکی او متخصص دی
محمد باسط واحدي
په «انسان» کې څېړونکی او د څېړنیزې پراختیا مسوول
ښاغلی واحدي له «انسان» سره د اقتصادي مطالعاتو څېړونکی دی او په ورتهمهال کې د څېړنیزې پراختیا د برخې مسوولیت لري.