په انسان پورې نورې تړلې برخې

مجروح فلسفي اکاډمي

په اکاډمیکه برخه، پوهنتونونو او ښوونځیو کې د فلسفې تخصصي او عامه پراختیا، لوست، روزنه او هڅونه

د مجروح فلسفي بنسټ د ۱۳۹۵/ ۲۰۱۶ کال په لړ کې د انسان مجلې له لوري وړاندیز شو او د یو شمېر فلسفي پوهانو شایقینو له لوري په ګډه رامنځته کړای شو. لویه موخه دا وه چې د ټولنې، ښوونیز نظام، او معرفتي دستګاه په زړه کې به فهم، حکمت او پرمختګ کوونکی معرفت مطرح او ترویجوي.

له دې ځایه یې رسمي او اصلي ویبپاڼې ته ورشئ


له ثریا وروسته؛ د یوې پېړۍ روایت

د ښځو له نظره د تېر سل کلن تاریخ بیاځلي لوستنه

ملکه ثریا په ۱۸۹۹کال کې زیږیدلې او په ۱۹۱۳کال یې له شهزاده امان الله خان سره د کابل په شهرارا ماڼۍ کې واده وکړ. دغې ښکلې او زیرکې ښځې په ترکي، فرانسوي او عربي ژبو هم روانې خبرې کولې شوای. شاه امان الله خان د محمود طرزي او ملکه ثریا د افکارو سره سم د سیاسي استقلال له ګټلو وروسته په ټولنیزو تحولاتو کې د ښځو نقش ته پوره توجه وکړه چې د حمایت نسوان په نوم د انجمن تر څنګ یې د نجونو مکتبونه جوړ او یو شمېر نجونې یې د ډاکټرۍ او نرسنګ د زده کړو لپاره ترکیې ته ولېږلې. د ملکې ثریا په هڅو امان الله خان په ولور محدودیتونه ولګول، د ښځو لپاره یې د واده عمر ۱۸او د هلکانو لپاره ۲۲ کاله وټاکه. په ۱۹۲۸کال کې د ملکه ثریا په وړاندیز د «ښځو د ملاتړ انجمن» جوړ شو چې د کابل دولس تنو هوښیارو ښځو یې اداره او د شاه امان الله خان خور کبراجان یې مشري په غاړه واخیسته او د لومړي ځل لپاره ښځې په دولتي چارو کې له نرانو سره شریکې شوې. ملکه ثریا خپله د مستوراتو ښوونځي مشري په غاړه واخیسته او د ارشاد النسوان په نوم مجله یې راوویسته چې د ملکې مور (اسمارسمیه) چلوله او ملکې ثریا به دغې مجلې ته د ښځو د حقونو د ارزښت په اړه مقالې لیکلې. ملکې ثریا یوه محکمه جوړه کړه چې د هغو ښځو شکایت واوریدل شي چې میړونه یې وهي، نفقه نه ورکوي یا يې بې له کوم دلیله طلاقوي.

د ملکې ثریا پورتني ټول ریفورمونه د افغانستان په څېر په یوه نرواکه ټولنه کې مطرح کېدل. افغانستان چې په تاریخي لحاظ په شدت نرواک پاتې شوی و او ښځې له بنسټیزو تعصبونو سره مخ وې، د ثریا دا کارونه د نارینه‌وو له غوسې او قهر سره مخ شول. ثریا هڅه وکړه چې ښځې د سیاسي قدرت په منابعو لاسبري کړي او هغه بنسټیز تعصب وننګوي چې ښځې یې دویمه درجه مخلوق ګاڼه.

د ثریا له نوم سره تړلي د ښځو په باب د بحثونو، خبرو، ډيالګونو او تحلیلونو اصلي موخه دا ده چې موږ په دې سلسله بحثونو او پروګرامونو کې د افغانستان د معاصر تاریخ یوه دوره سیاست د ښځو له نظره تحلیلوو، چې د فرهنګي معرفت پېژندنې په برخه کې یو بې ساری ګام دی. د دې پروګرام له لارې به ښځې په خپله د هغه معرفت بیالوستنه کوي چې د یوې عاقلې او هوښیارې ښځې په مرسته پیل شوی و.

انسان مجله باور لري چې تر دې وروسته به د تېر سل کلن تاریخي روایت په بیا شننه کې د دې تاریخ ښځینه تعبیر ته لاره پرانیزي او حداقل له ثریا وروسته؛ د یوې پېړۍ روایت به د ښځینه دید او تفکر په اساس تحلیل کوي. د سیاست، اقتصاد، فردي آزادۍ، معارف، پراختیا، عامه خدمتونو، بشري حقونو، او اکاډمیکو او بیروکراتیکو بنسټونو ته د ښځو لاسرسۍ له څومره بحثونو او ګواښونو سره مخ دی؟

د ثریا د یاد او درناوي د سمینار لپاره د مقالو د بلنې په دې بلنه کې برخه واخئ

له موږ سره اړیکه ونیسئ

همدا شېبه موږ دلته نه یو، مګر د چټک ارتباط لپاره تاسو کولای شئ برېښنالیک را ولېږئ او موږ به یې ډېر ژر ځواب کړو.

Not readable? Change text. captcha txt

دلته یې وپلټئ