ګالري یادښتونه

یادِ مشال

مشال خان هغه ځوان محصل و چې په ۲۴م د حمل ۱۳۹۶/ ۱۳م د اپرېل ۲۰۱۷ په مردان کې د خونړیو او خشنو ځوانانو له لوري په دې تور چې ګواکې دیني مقدسات یې ناسم یاد کړي دي، په ډېر وحشیانه، ظالمانه او جاهلانه ډول قتل کړای شو. د مشال خان وژنې له ډیورنډ کرښې هاغاړې د سیاسي او مدني خوځښتونو په شمول، د عامو وګړیو، ځوانانو، سیاسي مشرانو او محصلینو ژور او پراخ غبرګون رامنځته کړ چې په دې لړ کې د عوامي نېشنل ګوند په شمول، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، په اسلام آباد کې افغان سفارت او نورو سیاسي ګوندونو سختو اقداماتو او ژورو څېړنو او عدالت د تامین غوښتنه وکړه همدا راز مرکزي حکومت او سیمه ییز حکومت هم یاده پېښه غندلې او د هراړخیزو اقداماتو ډاډ یې ورکړی و.

د اپرېل په نولسمه ۲۰۱۷ په کابل کې د انسان‌مجلې له لوري د خان عبدالولي خان پوهنتون د ځوانیمرګ محصل مشال خان د یاد په موخه غونډه رابلل شوې وه.

په غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي څېړنوال عبدالغفور لېوال، لیکوال او څېړونکي خان ولي خان بشرمل، لیکوال او فرهنګي فعال خوشال خلیل، لیکوال، ژورنالیست او د ودان افغانستان د ګوند د رهبرۍ کمېټې مشر اباسین بریال، لیکوال او فرهنګي فعال عبدالاحد محمد یار، او ګڼو نورو فرهنګي فعالینو، لیکوالانو او ژورنالیستانو ګډون کړی وو.

د پروګرام په پيل کې د انسان مجلې مسوول مدیر فهیم کریم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د انسان مجلې له لوري یې د غونډې د جوړولو اصلي موخه بیان کړه. هغه په خپلو خبرو کې وویل؛ انسان مجله افتخار لري چې د افغاني جغرافیې په محدوده کې د جهالت، خشونت او غیر عقلاني کړنو او بربري وژنو پر وړاندې د درېدو او مخالفت توانمندي لري. مشال خان د یو هېومانېست په صفت په ټوله بشري جغرافیه کې د یادولو، ژوندي ساتلو او د افکارو د عملي کولو صلاحیت او قابلیت لري.

ورپسې لیکوال او ژورنالېست ښاغلي اباسین بریال د مشال خان په اړه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې ترهګر یوازې په غرونو کې ندي، ترهګري په داسې ذهنیت بدله شوې، چې له کوڅو تر کليو، مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو په دې جغرافیا کې په چټکۍ په خورېدو ده. هغه زیاته کړه؛ اسلام اباد اسلام یرغمل کړی او د خپلو استخباراتي موخو لپاره یې کاروي خو بیا هم تقصیر او ګناه د هغو انسانانو ده، چې په شکونو ځان ته د انساني قتلونو صلاحیت ورکوي. که فرخنده وه که مشال یو ډول بدماشانو فخرفروشانو ووژل. دا څپه د روښانه انسانانو په توحید، فکري مبارزه او له خودسرۍ د جاهلانو د راستنولو په هنر او اقدام دریدای شي.
پوهنتون، مدرسه او ښوونځی د ترهګرۍ ځای ندی. د انسان وینه باید خپل اعظمي ارزښت خپل کړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر محترم عبدالغفور لېوال په خپلو خبرو کې درېیو مهمو ټکو په اشارې سره وویل چې؛ مشال خان د هیومانیزم خبره کوله. مشال خان د یو هېومانېسټ په صفت د انسان د ارزښت او احترام پلوی و. ښاغلي لېوال وویل چې؛ مشال خان پر افغان نېشنلیزم باوري و. د یو هېواد، یوې خاورې او یو اقتدار لپاره د مشال خان خبرې او مبارزه د دې سیمې د هر ځوان لپاره د ځانګړي اهمیت وړ ده.

ښاغلي لېوال وویل: «د سیمې کړۍ، لوی قدرتونه، نړیوال تمامیت غوښتونکي ښکېلاکګر او د سیمې استخبارات له افراطیت څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي. که دا وسیله مو له خپلې جغرافیې څخه ونه شړله او یا مو لږ تر لږه د دې ښکېلاکګرو لاس له دې حربې څخه لنډ نه کړ؛ نو سبا تر دې هم لا تیاره ده».

لېوال زیاتوي؛ د مشال خان مړینې وښوده چې موږ په جهالت کې حتی کرښو هم نه یو سره بېل کړي، دلته کې فرخنده وژل کېږي، هلته مشال قتل کېږي. متاسفانه ټول حالات زموږ د غوښتنو برخلاف آماده کړای شوي دي. هغه وویل چې د اوس جدي ضرورت دا دی چې د افراطیت او د خشونت د ټولو عناصرو پر وړاندې باید د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې اقدام وشي.

له دې وروسته لیکوال او څېړونکي خان ولي خان بشرمل د خپلو خبرو په سر کې د مشال کورنۍ، خپلوانو او همفکرو ته د تسلیت په ویلو سره زیاته کړه چې د مشال خان په قتل کې نه یوازې دا چې مذهبي عناصر دخیل دي، بلکې سیاسي اړخ هم لري. هغه وویل: «د روشنفکرانو، فیلسوفانو او پرمختګ غوښتونکو افکارو پر وړاندې د افراطیت عکس العمل اوسنی نه دی، بلکې پېړۍ یې کېږي. زموږ ډېری روشنفکران، د سیاسي فلسفې مخکښان، هنرمندان، سندرغاړي، د ټولنیز او بشري حقونانو فعالین چې شمېر یې تر سلګونو اوښت د جهاد د کلونو (۱۹۷۸ – ۲۰۰۱) پر مهال په پېښور، اسلام آباد او لاهور کې ووژل شول». هغه وړاندې زیاته کړه؛ «بنسټپالنه هېڅکله له منځه نه ځي، تر څو مو تعلیمي سیستم، ملي قوانینو او ټولنیزو نورمونو کې بدلون نه وي راوستی».

د غونډې بل ویناوال لیکوال او فرهنګي فعال ښاغلی خوشال خلیل و چې د خپلو خبرو او تاثراتو تر څنګ یې د انسان مجلې په استازیتوب هم رسمي خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې وویل؛ «متاسفانه پاکستاني حکومت له هېڅ هغه لارې نه دی په شا شوی چې په کې یې د ډیورنډ دواړه غاړې پښتنو د ترقۍ لپاره بدبختي نه وي رامنځته کړي». هغه وړاندې وویل: «پاکستان په طبیعي ډول په خشونت او مذهبي تعصب باور لري او بدبختانه دا پالیسي نه یوازې دا چې په افغانستان کې امنیت او ثبات ته ګواښ دی، بلکې په ټوله سیمه کې اغتشاش او خشونت تسریع کوي».

د کابل د ښوونې او رزونې د ارواپوهنې استاد او لیکوال پوهنیار شرف الدین عظیمي د خپلو خبرو په لړ کې دا او دې ته ورته پېښې ته په اشارې وویل چې د جدي او عمیقو اروايي ستونزو او اختلالونو له وجې پیدا کېږي. ښاغلي عظیمي زیاته کړه: «دا ډول پېښې چې اصلي علت یې هم اروايي مسایل دي، د قهر او عقدو له مخې پېښیږي. دا چې په پوهنتون کې چې په طبیعي ډول د افکارو د تفاوت او بېلوالي ځای دی، داسې څه ترسره کېدل، ژورې څېړنې غواړي. حکومتونه او مسوول بنسټونه باید هر اړخیز تحقیقات، پراخ نشرات او تبلیغات، په درسي نصابونو کې هر اړخیز بدلون او د دې برخې د فعالینو ملاتړ مهم وګڼي چې په مخنیوي کې مرسته کولای شي».

ښاغلي عظیمي د مشال خان مرګ د یو متفاوت، ځانګړي او عقلاني انسان مړینه وبلله او ویې ویل چې د مشال خان له ژوند او افکارو معلومولی شو چې یو ځيرک، فعال، بااعتماد به نفسه او د بېل فکر څښتن و.

عبدالاحمد محمد یار د یادې غونډې بل ویناوال و چې د خپلو خبرو په دوام یې دا مسله مطرح کړه چې افراطیت په پوهنتون کې په یو عادي روال بدل شوی دی. هغه وویل: «موږ پرته له دې بله هېڅ لاره نه لرو چې په افغانستان او په ټوله کې د سیمې په کچه د تورو عناصرو پر وړاندې ودریږو». هغه همدا راز وویل: «که ونه توانیږو چې د مذهبي تعصب پر وړاندې ودریږو، نو موږ به هم یو مهال د دې لړۍ قربانیان وو».

د غونډې پاتې برخه ټولو ګډونوالو ته ځانګړې شوه او وغوښتل شول چې په آزادانه ډول د خپلو خیالاتو او تاثراتو بیان وکړي. چې په دې لړ کې لیکوال او ټولنیز فعال ښاغلي نجیب ننګلیال وویل چې دا څنګه امکان لري چې پوهنتون ته څېرمه د ۲۰۰ پولیسو ماموریت ونشي کولای دې پېښې مخه ونیسي او قهرجن وګړي وکولای شي په ډېره اسانۍ مشال خان ووژني. پاکستانی حکومت هم د مزاحمت او اغتشاش پلوی او د انتقادي تفکر خلاف دی.

د غونډې په پای کې د شمعو او رڼاګانو په مرسته د مشال نوم ولیکل شو او ټولو په یوه خوله د مشال لپاره د عدالت، په دې جغرافیه کې د عقلاني تفکر او د افراطیت او خشونت د محوې غوښتنه او چیغه وشوه او ورپسې ټول هغه انځورونه چې د یاد مجلس د جوړولو په موخه ترتیب شوي وو، د مشال د یاد د ژوندي ساتلو په پار د مجلس ګډونوالو ته ډالۍ په توګه اهداء کړای شول.

 

ستاسو نظر