مجله یادښتونه

نوې لویه لوبه؛ پراخېدونکی افراطیت، داعش او سیمه ییزه بې ثباتي

(د بحث راپور)

 

لیک: نجيب ننګيال

د نوې سترې لوبې تر سرليک لاندې نن د جنورۍ په ۲۹ نېټه د کابل پوهنتون د افغانستان د مالوماتو د مرکز په تالار کې د انسان مجلې د چلوونکو لخوا بحث تنظيم شوی و. دغه بحث ته شاوخوا ۱۰۰ تنه ګډونوال راغلي و. د بحث ويناوال د سرحدونو او قبايلو سرپرست وزير عبدالغفور لېوال، په په ټولنیزو چارو کې د چارو د ادارې سلاکار محمد محق، او په لندن کي د بي بي سي پښتو راډيو اېډيټر (مدير) اوهلته د پوهنتون استاد ډاکټر داود اعظمي و. غونډه په دوه نيمو بجو ماسپښين پيل او د ماښام په ۵ بجو پای ته ورسېده.

د غونډې لومړنی ويناوال استاد محمد محق و. د هغه د وينا عمده ټکي دا و:

-خورا ښه موضوع مو انتخاب کړې او دغسې بحثونه بايد ډېر شي. زما په فکر د پراخېدونکي افراطيت ډېر علتونه شته. زه لکه نور د توطيې په تيوريو ډېر باور نلرم. زما هر وخت ټينګار په دې وي چې راځئ خپل ځان مطالعه کوو. راځئ خپلې کمۍ وګورو. راځئ د خپل فرهنګ اناتومي مطالعه  کړو. په نورو ملامتيا اچول ډېر اسانه کار دی. خو دا له مسوليته تېښته ده او دا مونږ کومې نتيجې ته نه رسوي. په نورو د ملامتۍ اچولو سايکي په مونږ کې د سيد جمال الدين افغان وروسته دود شوه. هغه ډېر کله د مسلمان امت د خپلو ناغېړيو پړه په نورو اچولې. زه دا نه وايم چې نور هيڅ نه دي ملامت او هر وخت يې د استعمار، دسيسو او چالونو له لارې نه يو ځپلي. بلکې مونږ په خپل ذات کې هم ډېرې ستونزې لرو. مونږ په خپل فرهنګ کې لا هم په دې نه يو توانېدلي سولې، ابادۍ او انساني ژوند ته تعريفونه ومومو. زمونږ دينې حلقې لا هم متشدده ژبه، متشدده کړنلاره مخته وړي. زمونږ علماو او ملايانو ژبه عموما له سرزنش او رټېنې ډکه وي. دوی حتا په خپلو وعظونو کې مسلمانان وېروي، رټي يې، ملامتوي يې او د ګناه احساس ورکوي.  دلته احساساتي او رټونکې خبرې بازار لري. زه د اديانو تر منځ د سولې يوه کنفرانس ته تللی وم. کنفرانس کاناډا کې و. يوه مسجد ته ولاړم. د يو ملا امام وعظ ته کېناستم. د هغه خبرې ټولې له سرزنش او په مسلمانانو له ملامتۍ ډکې وې. هغه هيڅ هيله مندي خلکو ته نه ورکوله. بله ورځ يوې کليسا ته ولاړم تر څو وګورم چې د هغوی د وعظ ميتود څنګه دی. د کليسا موعظ له سختې او رټونکې ژبې کار نه اخيست. د هغه له څهرې مسکا او هيله مندې څرګنده وه. راځئ په همدې خپلو کړنلارو بيا کتنه وکړو. ولې مونږ نشو کولای له تشدده لاس واخلو؟ زه تاسې څخه يوه هيله لرم د الجزايري ليکوال مالک ابن نبي اثار مو لوستي دي؟ که مو نه وي لوستي و يې لولئ. يو بل کتاب (اناتومی جامعه) هم مطالعه کړئ. تاسې به وپوهېږئ چې په خپل فرهنګ کې څومره ستونزې لرو.

عبدالغفور لېوال:

-زمونږ عمده ستونزه له مسايلو سره زمونږ احساساتي برخورد دی. دلته احساسات په عقلانيت حاکم دي. زه د محق صیب برعکس د توطيو په تيوريو هم څه نا څه باور لرم، خو تر څنګ يې له خپلو مسوليتونو او خپلو نواقصاتو له کتلو هم نه تښتم. ښکېلاک تل توطيې جوړوي او ملتونه پکې نښلوي. دا د هر ښکېلاک طبعيت دی چې د مجبورو ملتونو له اړتياوو ګټه اخلي. ښکېلاک عاطفي او احساساتي برخورد نه کوي بلکې په عقل سره ملتونه تسخيروي. شرق تل د ښکېلاکونو لخوا ځپل شوی. ستر علت يې زما په فکر دا دی چې شرق مېشتو تر ننه عقلانيت خپل نکړ او غرب تر ننه عاطفه خپله نکړه. ښکېلاک تل هڅه کوي چې تر څو مونږ وويشي او واکمني را باندې وکړي.

ولې هر وخت اسيا تر يرغلونو لاندې وي؟
دا ځکه چې اسيا ډېر نفوس لري، دلته ډېرې ذخيرې شته چې لا هم نه دي کارول شوي. د کرنې لپاره بيخي ډېره زمکه لري.

نوې لويه لوبه: مونږ بايد په نوې لويه لوبه کې مسولانه چلند وکړو. د خپل ولس په اګاهۍ کار وکړو. راځئ د دې وړتيا پيدا کړو چې که نوې لويه لوبه کې د ځان په ګټه رول نشو ادا کولی نو لږ تر لږه بايد ترې لاندې دل نشو. دا به بهتره وي چې د لويې لوبې يو طرف واقع شو او خپلې ګټې د نوې لوبې له ځينو لوبغاړو په ګټو کې ونښلوو.

ډاکټر داود اعظمي:
ډاکټر داود اعظمي د دې غونډې تر ټولو اوږده وينا وکړه او په خورا تفصيل يې د خلکوبېلو پوښتنو ته ځوابونه وويل. د هغه د وينا مهم ټکي په دې ډول وو:

د هغه د وينا پيل د دې پوښتنې په ځواب و، چې افغانستان ولې تل د لویو لوبو يو مرکزپاته شوی دی؟

داود اعظمي وويل چې افغانستان د خپل مهم جغرافيايي اوسټراتيجيک موقعيت له امله تل د لويو لوبو مرکز پاتې شوی. د مځکې دغه ټوټه يوه نښلوونکې يا اتصالي نکته ده نو ځکه په بيا بيا يرغلونه او کوچونه  پر شوي دي.  پر افغانستان په اوسني تاريخ کې، يعني په تېرو څلورو زرو کلونو کي، لږ تر لږه  ۱۳ ستر، اوشاوخوا ۲۰۰ کوچني يرغلونه، تاړاکونه او کوچېدني شوي دي. په دې کې نژدې ټول د مځکې له لارې شوي، يوازي برتانيه د اوبو له لارې دې سيمې ته راغلې وه او  امريکا بيا په دا اوس کي  د مځکې ، هوا او اوبو (سمندر) درې واړو له لارې دې ځای ته ځان را ورسوی. د چنګېز يرغل په دې ټولو کې تر ټولوډېر ورانونکی بلل شوی، له همدې کبله د هغه يرغل د خپل وخت اټوم بم ګڼل شوی چې هر څه يې تباه کول، کلي او ښارونه يې سوځول او انسانان يې له يوه مخه وژل.

 خو د دې دا مانا نه ده چې خپله افغانانو پر نورو يرغلونه نه دی کړي. له دې خاوري هم ډېر يرغلونه شوي دي. افغانانو له يوې خوا تر بنګاله او برما پوري، او له بلې خوا تر آذربايجا نه او منځنۍ اسيا پوري خپلي توري جنګولي دي. خپل حکومتونه اوامپراتورۍ  يې جوړې کړې وې، دلته تمدن و، سياست و، ډيپلوماسي وه. په  ۱۷۶۲ کې احمد شاه بابا د چين امپراتور (چيان لنګ) ته خط ولېږی او څلور نادره آسان يې هم په ډالۍ کې ورسره و لېږل. د احمد شاه بابا لخوا په دغه خط کې ليکل شوي و چې، (احمد شاه هغه باچا دی چې د مرهټه څو لکه عسکر يې مات کړل) . په دغه خط کې له يوې خوا يو اخطار يا تهديد و چې چيني امپراتور ته خپل زور ښکاره کړي او له بل لوري د دوستۍ پيغام هم و چې څلور آسان يې ورته ډالۍ کړل.  د خط په ځواب کې د چين امپراتور وليکل چې، (امپراتور چيان لنګ تر اسمان لاندې پر هر څه حاکم دی، د ښو ځواب په ښو ورکوي او د بدو ځواب په بدو).که څه هم هغه مهال د افغانستان او چين جنګ و نه شو، خو د احمد شاه بابا لخوا د همدې ليک اغېز و چې د چين امپراتور د منځنۍ آسيا پر لور خپل بريدونه او واک غځونه ودروله.

د سياست تر څنګ په علمي او کلتوري ډګرونو کي هم، دا خاوره ډيري لاسته راوړني لري. دلته بې شمېره عالمان او پوهان پيدا شوي دي. خواجه عبدالله انصاري چې په هرات کي ښخ دی، په فارسي ژبه کې د اخلاقي شاعرۍ باني ګڼل کيږي. علي هجويري غزنوي چې په داتا ګنج بخش مشهور دی، په فارسي کې د تصوف لومړی منظم کتاب، کشف المحجوب،  ګڼل کيږي چې علي هجويري غزنوي چې په داتا ګنج بخش مشهور دی، ليکلی دی. مارکوپولو په ۱۲۷۱ کې افغانستان ته راغلی و. او له دې سره سره چي ډېر څه د چنګېز په يرغل کي ويجاړ شوي و، هغه بلخ په مرکزي آسيا کې تر ټولو لوی ښار بللی و.

تاريخ پوه، ټاين بي، افغانستان “د لرغوني تاريخ څلورلاری” بللی دی. هر وخت چې دا ځای د يوه څلور لاري په توګه کارېدی، نو افغانستان او شاوخوا سيمه ارامه او اباده وه. خو ستونزه هغه وخت پيدا کېده چې کله يوه يا بل ځواک دغه څلورلاری د نورو پر مخ بندوی.

نوې لويه لوبه:

زه Great Game”  “ته د نورو ليکنو په څېر ”ستره لوبه“ نه بلکې ”لويه لوبه“ وايم. ځکه په انګليسي کې “ګرېټ” او”ګېم” دواړه په “جي (G)”  پېلېږي نو په همدې ډول “لويه” او “لوبه” هم دواړه په “ل” پېلېږي او د “سترې لوبې” په پرتله، په ”لويه لوبه“ کي شاعرانه ترنم ډېر دی او پو غوږ هم ښه لګيږي. ما څو اونۍ وړاندي (د جنوري پر دوولسمه) په بي بي سي انګليسي وېبپاڼه کي په افغانستان کي د نوي “ګرېټ ګېم” په اړه يوه مقاله ليکلې وه چې پښتو بڼه مي يې بيا پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه هم خپره کړه. نو ما هلته هم د”ګرېټ ګېم”  (Great Game) لپاره ”لويه لوبه“ کارولی و.

په نولسمه پېړۍ کي د افغانستان د کنټرول او دلته د نفوذ د ډېرولو لپاره د برتانوي او روسي امپراتوريو د سيالۍ لپاره د “لويې لوبې” يا “ګرېټ ګېم” اصطلاح په لومړي ځل يوه انګرېز پوځي افسر، آرتر کانولي (Arthur Conolly) کارولې وه. خو د نامتو انګرېز ليکوال، روډيارډ کيپلينګ (Rudyard Kipling) په ۱۹۰۱ کې په دې سيمه کي د سياسي نفوذ په اړه خپاره شوي ناول له برکته دغه اصطلاح عامه شوه.

که څه هم برتانوي او روسي امپراتورۍ په هم هغه شکل پاته نه شوې، او کورنی او بهرنی سياست يې تر ډېره بدل شو، خو په افغانستان کي د خپل وخت د نړيوالو او سيمه ييزو ځواکمنو هيوادونو ترمنځ سيالي روانه وه. تر دوهمي نړيوالي جګړې وروسته چې نړۍ چې نړۍ دوه قطبي (بای پولرBi-Polar ) شوه نو د امريکا او شوروي اتحاد تر منځ سړه جګړه روانه شوه.او افغانستان ددې نوو زبرځواکونو د سيالۍ ډګر وګرځېدی.

نوې “لويه لوبه” له پخوانۍ هغې سره توپير لري. د لوبې ميدان پخوانی دی، خو نور ډېر څه بدل دي. نوې لويه لوبه ډېره پېچلې ده ځکه لوبغاړي يې ډېر دي.  ددې تر څنګ، د لوبغاړو رول هم توپير لري او د لوبې بڼه (اناټومي) هم تغير کړی دی.

په جولای ۱۹۷۳ کې  داود خان په افغانستان کي واک تر لاسه کړی. هغه وخت په پاکستان کي ذوالفقارعلي بوټو واکمن و. بوټو هم د برتانوي امپراتورۍ په څېر فارورډ پاليسي (Forward Policy) يا مخکښه تګلاره درلوده او د ډيورنډ پر کرښه پرتو قبايلي سيمو باندې يې د حکومتي کنټرول د ډېرولو هڅي پېل کړې. غوښتل يې چې هلته سړکونه او نور حکومتي تاسيسات جوړ کړي. له دې کبله د ډيورنډ کرښې پر سر د افغان او پاکستاني حکومتونو شخړه  نوره توده شوه. پر همدې مهال، په افغانستان کي د داود خان د حکومت مخالفينو پاکستان ته پناه وروړه.

   له ۱۹۷۳ څخه تر ۱۹۷۷ پوري له ۲۰۰۰ تر۵۰۰۰ هغه افغانان  په پاکستان کي وروزل شوه چې د داود خان د حکومت مخالفت یې کوی. دوی داود خان ته د يوه سيکولر مشر په سترګه کتل او همدا راز يې د ډيورنډ په اړه نظر هغسې نه و لکه د افغان حکومت چې و.  دې تر څنګ، دوی، چې هغه مهال اخوانيان بلل کېدل، د هندوستان په اړه د افغان حکومت د تګلارې ملاتړ نه کوی. ځيني سرچينې ښيې چې دې کسانو ته سعودي عربستان هم پيسې ورکولې، او امريکا هم په دې راضي وه.  نو دا په افغانستان کي د “لويې لوبې” يو بل پړاو و.

يادونه: لوستونکي کولای شي چې ددغه پړاو په اړه د ډاکټر داود اعظمي لاندي ليکنه لوستلای شي.

د لوبي پيل: اورپکي، لاس وهنه او د افغانستان او پاکستان اړيکي (۶۳۹-۷۰۴ مخونه)

د کتاب نوم: د څلوېښتو کالو له تاريخي پړاو څخه زدکړه.

د علمي څېړنغونډې د مقالو ټولګه.

کندهار پوهنتون، ۱۳۹۳.

په افغانستان کي له کمونيسټي کودتا او په ۱۹۷۹ کال کي د شوروي ځواکونو له يرغل سره د “لويې لوبې” بڼه بيا واوښته. له افغان جهاد سره نوي لوبغاړي له نوو هدفونو سره را ميدان ته شول. د پاکستان د پوځ پخوانی مشر، جنرال مرزا اسلم بېګ ويلي چې د پاکستان په ګډون د شاوخوا اويا هېوادونو تر اويا زره ډېر بهرني جنګيالي د افغان جهاد په لړ کي په پاکستان کي په پوځي روزنيزو کمپونو کي وروزل شول.

داعش څنګه را پيدا شو؟
داعش چې وروسته يې پر ځان د اسلامي دولت نوم کښېښودی، يو نادولتي  لوبغاړی (Non-State Actor) دی چې د نوې “لويې لوبې” برخه دی. لکه مخکي چې القاعده وه، اوس يو شمېر نوري ډلي را پورته شوي چې د هيوادونو ترڅنګ په دې نوې “لويه لوبه” کي خپل رول لوبوي.

القاعده په ۱۹۸۸ کې جوړه شوه. د داعش/اسلامي دولت اکثريت بنسټ ايښودونکي مشران، د القاعده غړي پاتې شوي دي. د بېلګې په ډول ابوالمصعب الزرقاوي چې په افغان جهاد کې هم ښکېل و، بيا د طالبانو په دوره کې په هرات کې د طالبانو په جبهو کې و. وروسته عراق ته ولاړ او هلته يې د امريکا خلاف جګړه  پېل کړه. څه موده وروسته له القاعده سره دده او ځينو ملګرو يې اختلافات پيدا شول او هلته يې “د عراق اسلامي دولت” (Islamic State of Iraq) نومي ډلي د جوړېدو اعلان وکړی.

د امريکا لخوا د زرقاوي تر وژل کېده وروسته، له القاعده سره دده د ملګرو اختلافات سوکه سوکه نور هم ډېر شول چې په پای دوی او القاعده سره جلا شول. “د عراق اسلامي دولت” ډلې په ۲۰۱۱ کې سوريې/شام ته هم خپل نفوذ وغځوي.  په ۲۰۱۳ کې ددغې ‌ډلي مشر، ابو بکر البغدادي، “د عراق اسلامي دولت” له نوم سره  شام هم ملګری کړی او د “داعش” د جوړېدو اعلان يې وکړ. داعش له څلورو حرفونو جوړ ټکی دی، چې د “دولت الاسلاميه فالعراق والشام” مانا لري، يعني  “په عراق او شام کي اسلامي دولت”. په جون ۲۰۱۴ کې يې د نړيوال خلافت اعلان وکړ او د عراق او شام ټکي يې د خپلې ډلې له نوم څخه ليري کړل، او يوازي “اسلامي دولت” نوم يې پاته شو. ځکه داعش نوم يوازې په عراق او شام کې د اسلامي دولت وجود ته اشاره وه.

 

ولې په افغانستان کې داعش لومړۍ جبهه پرانيسته او اغېزې به يې څه وي؟

ترعربي نړۍ وروسته لومړۍ سيمه افغانستان و چې داعش په جنوري  ۲۰۱۵کي د خراسان په نامه خپله څانګه پکې پرانيسته.

داعش د افغانستان په اهميت پوه و او ددې هيواد په تاريخي ارزښت او په شرعي سرچينو کي يې په يادونه خبر و. د خراسان، چې د افغانستان او شاوخوا  سيمې يو پخوانی نوم دی، يادونه په ځينو احاديثو کې شوې ده. په يوه حديث کې ويل شوي چې “له خراسانه به يوه ډله/لښکر راپورته شي، تور بېرغونه به يې وي او دوی به بيت المقدس ونيسي. ” دوی په خپلو تبليغاتوکې له همدې ډول موادو استفاده کوي.

 بله خبره دا چې داعش ته په افغانستان کې ظهور نسبتا اسان و ځکه دلته په ډېرو سيمو کې د حکومت واک کمزوری دی. په ځينو سيمو کې د ځينو خلکو، په ځانګړي ډول د وهابي/سلفي عقېدې لارويانو،  مذهبي تمايلات هم د داعش تبليغاتو ته ورته ول.  نو داعش وکولی شو چې دلته ځينو سيمو کې يو څه لارويان پيدا کړي.

 د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په مياشت کي د پاکستاني طالبانو يوه پخواني قومندان، حافظ سعيد خان اورکزي، او څو ملګرو يې له قبايلي سيمو له داعش سره د بيعت اعلان وکړ. په جنوري ۲۰۱۵ کې داعش رسما په افغانستان کې خپل ظهور اعلان کړ. له دې سره د قبايلي سيمو، په ځانګړي ډول په اورکزی اېجنسۍ کي د پاکستاني طالبانو يو شمېر غړي د افغانستان ننګرهار ولايت ته واوښتل او هلته يې خپل مرکزونه جوړ کړل.

يادونه: لوستونکي کولای شي په دې اړه د ډاکټر داود اعظمي  ليکنه پر لاندې لينک ولولي.

 په افغانستان کې د اسلامي دولت او اسلامي امارت جګړه

http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2015/12/151218_gn_taliban_vs_is_dawood_azami

 په افغانستان کې د داعش په راتګ سره د فرقه ييزو جګړو خطر زيات سوی دی. لکه موږ چې وليدل، داعش ډلي په افغانستان کې پر شيعه افغانانو يو شمېر بريدونه وکړل. همدا راز د طالبانو او داعش تر منځ جګړې د افغانستان وضعيت نور هم پېچلی کړی. له بلې خوا هغه په زرګونو افغانان چې د ايران په هڅونه سوريې ته د داعش خلاف او د سوريې د حکومت په ملاتړ جګړې ته تللي، يو وخت به بېرته افغانستان ته راځي.  دوی به جګړې کافي تجربه لاسته راوړې وي او افغانستان ته راتګ به يې حالت نور هم پېچلی کړی.

تر ټولو بده اغېزه يې د دلته د تشدد عام کېدل دي. په ۲۰۰۴ او  ۲۰۰۵کې چې په لومړي ځل په افغانستان کې ځانمرګی بريدونه پيل شول، نو د افغانانو ذهنيت دې ته هيڅ نه تيارېده چې ګويا دا کار دې کوم افغان کړی وي. خو بيا يو وخت ځانمرګي دومره عام شول چې خپله  افغانانو ان په جوماتونو کې هم تر سره کول. دغه رنګ داعش په افغانستان کې د جګړې شکل نور هم بدل کړی او نهايي خونړۍ او نه مننونکې پېښې کېږي. تاسې وليدل چې داعش لخوا د سر پرېکولو په غبرګون کې په ننګرهار کې يو شمېر وسله والو کسانو د داعش د جنګياليو سرونه پرې کړل او په سرکونو کې يې عامې نندارې ته کېښودل. دا د تشدد د عامېدو يوه بېلګه ده چې پر ټولنه يې او د خلکو پرعمومي ذهنيت يې منفي اغېزسوکه سوکه جوتيږي.

داعش  يا اسلامي دولت ډله لکه څومره چې ډنډوره کېده، اوس هغومره مالي سرچينې نه لري همدا راز په افغانستان کې يې د جنګياليو د شمېر په اړه هم متضادې خبرې دي. خو بيلې حکومتي او نا حکومتي سرچينې يې په افغانستان کې د جنګياليو شمېر له ۱۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پوري ښيي.

د سيمې هېوادونه او داعش:
د سيمې هېوادونه لکه روسيه، چين، ايران او د منځنۍ اسيا هېوادونه له داعش څخه په ډېره وېره کې دي. روسيه يې ځان ته يو لوی خطر بولي او ځيني روسي کړۍ فکر کوي فکر کوي چې په افغانستان کې د داعش  ډلې د راټوکېدو تر شا د امريکا لاس دی. ايران يې هم ځان ته تهديد بولي ځکه داعش فرقه ييزه پاليسي لري او شيعه ګان مسلمانان نه ګڼي. چين بيا فکر کوي چې د سنکيانګ اسلامپالي به له دې لادې د چين خلاف تبارز وکړي. همدا راز د منځنۍ اسيا هېوادونه هم وېره لري چې د داعش له پراخوالي څخه به دوی سخت نا امنه شي، او په سيمه کي فعالي ډلې، لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، به نور هم پياوړي شي.

افغانانو ته څه کول پکار دي؟

لويې لوبې خو کېږي او هر لوبغاړي د ځان په ګټه رول پکې لوبوي. خو د لوبې ډګر افغانستان دی نو له دې کبله خپله د افغانانو رول ډېر مهم دی. د تېرو لویې لوبې لوبغاړي، تمويلوونکي او ډيزاينوونکي که څه هم نور څوک وو، خو له دې حقيقته سترګې نه پټېږي چې په ميدان کې د بېلو خواوو په ګټه  خپله افغانان لوبېدل او خپل وطن يې خپله تباه کړ ځکه يو شمېر افغانانو پردي ټوپکونه د يو بل خلاف پورته کړي و. اوس مهمه دا ده چې په نوې لويه لوبه کې به خپله د افغانانو رول او کردار څه وي؟

 د افغانستان اوسنۍ بهرنۍ پاليسي هم په دې لړ کې مهمه ده. د سيمي په په ځينو هېوادونو کي داسي احساس شته چې د افغانستان د اوسني حکومت بهرنۍ تګلاره نا متوازن ده. له دې کبله په  ځينو هېوادونو کي د افغان حکومت په اړه شکونه پيدا شوي دي. مثلا د اوسني افغان حکومت په لومړيو کي ولسمشر غني پاکستان ته ډېر نژدې شو او هندوستان يې شا کړه. څو موده وروسته يې هندوستان ته ډېر پام واړاوه او حتا پاکستان داسې احساس کړه چې ولسمشرغني له هنده پاکستان ته پيغورونه ورکوي. همدا راز سعودي ته د افغان حکومت نژدې کېدل او د يمن جګړه کې د سعودي عربستان خوا نيول، ايران خوابدی کړ. د داعش را پيدا کېدل او له امريکا سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله د ولسمشر غني ډېرې نژدې اړيکې روسيه پر افغان حکومت شکمنه کړه. همدا راز چين په افغانستان کې د امريکا له حضوره په وېره کې دی. دا ټول هغه څه دي چې بايد حکومت پر وخت پام ورته وکړي او داسې بهرنۍ تګلاره غوره کړي چې افغانستان د نوې لويې لوبې قرباني نشي. د يوه ملت په توګه د نوې لويې لوبې په اړه  بايد د ولس ذهنيت روښانه کړل شي چې په راتلونکې کې بيا د نورو په لمسه خپل هېواد وران نکړي.

 

ستاسو نظر