یادښتونه

وروستۍ وژنې/ د انسان‌مجلې یو یادښت

نېټه: ۱۸ حوت ۱۳۹۵

طالب، داعش او بله هره ورانکارې او تروریستي ډله د خپلو اعمالو د ترسره کولو لپاره له ښکاره او دقیقو فکري منابعو خړوبیږي. ټول سوله غوښتونکي نهضتونه او نظامونه د افراطیت پر وړاندې له افرادو سره نه، بلکې له تفکر سره په جنګ او اخ و ډب اخته دي. که د جنګ، خشونت، وژنو او ظلم زیاتي پر باورونو، عقایدو او متن باندې بحث، خبرې او ډيالوګ ونه شي، خشن عناصر کولای شئ په هره کورنۍ، هر کلي او هره طبقه کې ومومئ.

د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون برید هم یوازې د افرادو پر نقش نه تمامیږي، د دې تر شا پټ خشن باورونه او عقاید ځانګړی اهمیت لري چې حتی په روغتون او ناروغ هم قتل عام روا بللی شي. د ماشومانو، مېرمنو، ناروغانو، عامه ځایونو، او ټولګټو بنسټونو ړنګول یوازې محض انساني عمل نه دی، بلکې تر شا یې ستر او قدرتمند افکار پټ دي چې د یو انسان د ذهن، رفتار او فکر ټول کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.

متحجر، سپک او ورانونکي کارونه، تمدنونه کندې ته کاږي. د روشنفکرو نهضتونو لوی مسوولیت دا دی چې شته ارزښتمن افکار خوندي کړي، ځکه چې پر وړاندې یې د یو زورور تمدن د زوال نښې ښکاري. د هر نوي کار او فعالیت پر وړاندې درېدل او مقابله کول پرته له دې چې خشونت رامنځته کړي، بله پایله نه لري.

مدنیت، عقلانیت او موډرنه پوهه دا ده چې د یو بل تر منځ تفاهم، تعامل او راکړه ورکړه په سوله‌ییز فرهنګ بدله شي او د نویو افکارو او سنتي فهم ترمنځ د ټکر پر ځای د انساني اړتیاوو معیار په نظر کې ونیول شي.

انسان‌مجله د خشونت، افراطیت او د انسانانو پر وړاندې د بې‌رحمانه کړنو په اړه خپل جدي ماموریت چې د افراطیت ضد افکارو ترویج او پراختیا ده ژمنتیا ښيي او په دې برخه کې د نویو بحثونو ډاډ څرګندوي.

په درنښت

انسان‌مجله

کابل – افغانستان

 

ستاسو نظر